زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

دښمن د دولت په زړه کې؛ خطرناک تور چې بايد پلټنه يې وشي

په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د ملي شورا امنيتي چارواکو د مشرانو جرګې مشر ته ويلي، چې د يادې جرګې د يو شمېر وکيلانو ساتونکي له چرس او چلم سره يوځاى د ملي شورا ودانۍ انګړ ته رادننه کېږي چې په دې کار سره د پارلمان امنيت له ګواښ سره مخ کوي؛اوس د ولسي جرګې استازي وايې چې د دې جرګې د دارالانشا له لوري ورته خبر ورکړل شوی چې کوم وکيل يا سناتور قصد لري چې د پارلمان ودانۍ ته ځانمرګي دننه کړي. په ورته مهال مشرانو جرګې هم يادې موضوع ته غبرګون ښودلی او وايې چې کشفي او امنيتي ادارې بايد معلومه کړي چې د دوی کوم مامور له وسله والو مخالفينو سره لاس لري.

د مشرانو جرګې مشر  فضل الهادي مسلميار وايې: مونږ ته چې کوم مکتوب راغلی په هغه کې نه سناتور معرفي شوی، نه هم د کوم وکيل نوم اخيستل شوی، بلکې يوازې دوه مامورين ياد شوي چې له وسله والو سره ټليفوني اړيکي لري او زمونږ له خوا هم حکومتي ارګانونو ته لارښوونه شوې چې خپلې پلټنې وکړي. د يادې جرګې نور سناتوران هم وايې کومو کسانو چې دا ډول څرګندونې کړي بايد د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره دغه کسان مشخص کړي.

که څه هم له وړاندې څخه له وسله والو مخالفينو سره د حکومتي چارواکو او د ملي شورا د ځينو غړو د لاس لرلو خبرونه ورکول شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چې پخپله ملي شورا په خپل منځ کې د دښمن د نفوذي اشخاصو د شتون خبره کوي. اوس چې وکيلان وايې چې د دې جرګې د دارالانشا له لوري ورته خبر ورکړل شوی چې کوم وکيل يا سناتور قصد لري چې د پارلمان ودانۍ ته ځانمرګي دننه کړي، لومړی خو بايد د حکومت کشفي او امنيتي ياده مساله بابيزه ونه ګڼي او ژر تر ژره په دې برخه کې څېړنې وکړي.

دويم دا چې امنيتي او کشفي ادارې بايد پر ملي شورا له اوسني تور وړاندې، د ملي شورا پر غړو پخواني تورونه هم وڅيړي او معلوم کړي چې د دولت په زړه کې کوم پټ دښمن شتون لري چې د کابل په څلور دروازو کې او ځای ځای په ښار کې د امنيتي چک پواينټونو سره سره بيا هم وسله وال مخالفين د دوی په مرسته په ډيرې اسانۍ هدف په نښه کوي.

د کابل په ښار او يا په ټوله کې په مهمو دولتي بنسټونو باندې د وسله والو مخالفينو تيرو ترسره کړيو خونړي بريدونو ته په کتو داسې ښکاري چې حتماً د دولت په زړه کې څوک شته چې له دښمن سره لاس لري او هغوی ته ټرکالي اهدافو رسوي. ځکه که يوازې په کابل کې تيرو خونړيو بريدونو ته ګورو، نو پوښتنه پيدا کيږي چې د کابل په څلورو دروازو او د ښار په منځ کې ځای پر ځای چک پواينټونو سره سره بيا هم يو ځانمرګی څنګه توانيږي چې د ښار په منځ کې دولتي تاسيسات په نښه کوي او په خپلو بريدونو کې کاميابيږي؟

ځواب همدا راوځي چې د دولت مخالف وسله وال د دولت له منځ نه رهنمايې کيږي او يا د دولتي چارواکو په تورو ښيښه لرونکو موټرو کې د ښار منځ ته داخليږي. که همدا د دتورو ښيښو لرونکي دولتي چارواکي په ځانګړې توګه همدا د ملي شورا ځينې وکيلان چې په ښار کې نه تلاشۍ ورکوي او نه هم کوم چک پواينټ کې ودريږي، له دښمن سره لاس ونه لري او هغوی د ښار منځ ته په خپلو موټرو کې را انتقال نه کړي؛ نو وسله وال خو څه وزرې نه لري چې د هوا له لارې په ښار نازل شي. که وزرې هم ولري او هوا له لارې راشي نو بيا څنګه امکان لري چې يو نابلده وسله وال مهمې دولتي ودانۍ شعبه په شعبه پيژني او په کې دې خپل هدف په نښه کړي؟

فلهذا د ملي شورا پر وکيلانو او سناتورانو مخکنيو او اوسنيو تورونو ته په کتو د حکومت کشفي او امنيتې ارګانونه بايد په سمه توګه خپل رسالت سر ته ورسوي او د هيڅ وکيل يا سناتور او يا بل دولتي چارواکي له اخطارونو او ګواښونو ونه ډار شي او معلومه کړي چې څوک دی د ولس دښمن چې له امله يې دښمن په اسانۍ د ښار په منځ کې هم خلک په نښه کوي. اوس بايد کشفي ارګانونه د ملي شورا د غړو په منځ کې خپلې جدې پلټنې ترسره کړي او حکومت دې قاطع  امر وکړي چې له دې وروسته دې دهيڅ وکيل او يا بل چارواکي هيڅ موټر هم پرته له تلاشۍ نه تيريږي. که داسې ونه شي او يو ځل بيا دا مساله بابيزه وګڼل شي نو پرته له شکه چې دښمن به لا هم زړور شي او لا ډير به د دولتي تاسيساتو او عامو افغانانو په نښه کولو ته چمتو شي.

لیکنه : خوشحال آصفي