پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

«
»

د ارواښاد ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار پېژندنه !


ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار : 

الحاج ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د مرحوم خيرګل زوی او د مرحوم اسيم لسمی ، په ۱۳۳۹ هجري لمريز کال د اسد يا زمري په ۲۲ نېټه يې د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوالۍ منداخېلو د دري کلي په يوه غريبه او دينداره کورنۍکې نړۍ ته سترګې غړولې وې .


زده کړې :

عبدالله ګل اخلاص يار خپلې لومړنۍ ديني زده کړې د کلي له جوماته پيل کړې ، وروسته د لومړنيو عصري زده کړو لپاره د څمکنيو عالي لېسې ته ولاړ ، منځنۍ او ثانوي زده کړې يې دخيبر پښتونخوا د پيښور سيدجمال الدين عالي ليسه کې د ۱۳۵۴ څخه تر ۱۳۶۰ هجري لمريز  کال پورې او همدارنګه د منځني طب په کچه کړې يې د حلال احمر منځني طب په انستيتيوت کې د ۱۳۶۱ څخه تر ۱۳۶۲ هجري لمريز  کال پورې بشپړې کړې. 

ددې تر څنګ يې ديني ، ادبي ، طبي ، اداري ، ژورناليستيک او نورو ټولنيزو برخو کې کورسونه او ورکشاپونه هم لوستلي وو . 

عبدالله ګل اخلاص يار د طبي زده کړو د لرلو يا ډاکتري ترڅنګ ، ليکوال او شاعر هم وو . 

ژبې :

مورنۍ ژبه يې پښتو ، په دري ژبه يې کاملا تسلط لرلو ، په اردو ، عربي او انګليسي ژبو  يې هم حاکميت درلود . 


ادبي او فرهنګي هڅې او لاسته راوړنې : 

ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار په (۱۳۷۷) هجري لمريز کال د سرطان په مياشت کې د پکتيا په کچه د لومړي ځل لپاره په څمکنيو ولسوالۍ کې د (( اسلامي سهار ادبي او فرهنګي ټولنې )) بنسټ د دې لپاره کېښود چې د پکتيا ولايت خلک د تاريخ په اوږدو کې دجهل او ناپوهۍ په تورو شپوکې پاتې شوي وو او ورسره د څوکلنو جنګ او جګړو په دوران کې نوره هم پرې دتورتمونو لمن غوړيدلې وه.

ددې لپاره چې نوره ددغه ولايت پر غېږه دجهل او ناپوهۍ تورو شپو ته دپای ټکی کېښودل شي او خپل راتلونکی په علم او پوهه منور کړي ، اړينه يې وګڼله چې د پکتيا خلک په يو داسې هراړخيزه خوځښت لاس پورې کړي چې د وروسته پاتې پکتيا لپاره د يو سالم علمي ، فرهنګي او کلتوري بدلون د راوستو سبب وګرځي .

په همدې موخه يې د هېواد د ستر علمي او فرهنګي يون په ملتيا دخپل اصيل اسلامي افغاني کلتور، د لرغونو اثارو د ساتنې ، بډاينې او په ځانګړې توګه دپکتيا لرې پرتو او غرنيو سيمو ته دعلم ، پوهې اوکلتور د لمنې پراخولو ، د يو سالم راتلونکي د لرلو ، دخبري رسنيو د مروج کولو ، د بشر حقونو د پيژندګلوۍ اوپلي کولو ، دښوونيزو چارو دپرمختيا اوپه اخيري تحليل کې له ولس سره دهر اړخيزه مادي او معنوي مرستوکولو په موخه يې د دغه ټولنې بنسټ اېښی دی . 

ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار او ورسره ملګرو د اسلامي سهار ادبي ټولنې د پياوړتيا ، پرمختيا او د دغه مدني ټولنې د بريالي کيدو ، همدارنګه د اهدافو د روښانتيا ، معلوم مسیر او واضح پيعام لپاره موخې وټاکلې او د موخو لاسته راوړنو لپاره يې کار پېل کړ ، د دوی له لورې د ټاکل شويو کاري موخو څخه په لاندې ډول يادونه کوو: 

عمومي موخې:

۱ماده : اسلامي سهار ادبي ټولنه يوه خپلواکه او ناپيېلې ټولنه ده چې په هيڅ سياسي ګوند او ډله پورې تړاو نلري.

۲ماده : دغه مرکز د هېواد دخپلواکۍ له ټينګښت سره او په نړيواله ټولنه کې د فعاله ګډون لرلو پلوي کوي.

۳ماده : په هېواد کې د اسلامي اصولو او نبوي شريعت پلي کېدل خپله ايماني دنده بولي.

۴ماده : داسلامي اصولو سره سم د اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو او مقرراتو درناوی او د پلي کېدو لپاره يې مناسبې هڅې او زيار باسي .

۵ماده : د ملګرو ملتونو د منشور، د حقوق بشر نړيوالې اعلاميې او نورو نړيوالو تړونونو څخه ملاتړکوي، خو پدې شرط چې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې نه وي.

۶ماده : په هېواد کې د ملي يووالي د لاټينګښت لپاره هر اړخيزې هڅې کول.

۷ماده : د ښځو ، شهيدانو اومعيوبينو له حقونو څخه دفاع کول.

۸ماده : په هېواد کې روا ملي عنعناتو او رواجونو ته درناوی او د پياوړتيا لپاره يي لازمې هڅې کول.

۹ماده : د هېواد په بيارغونه او سمسورتيا کې بشپړه ونډه اخېستل.

۱۰ماده : دسالمې ښوونې او روزنې لپاره عامه پوهاوی او د تعليمي ادارو سره هر ډول مرسته کول.

۱۱ماده : د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې غوره کول او دې هدف ته ريښتينې بڼه ورکول. 

۱۲ماده : د هېواد دعامه ګټو په موخه دهېواد دننه او بهر له خيريه موسساتو سره اړيکې ساتل او د هغو چارو د ترسره کولو لپاره ورته زمينه بربرول ،کومې چې د هېواد د نافذه قوانينو له مخې مانع ونلري.

۱۳ماده : د مخدره موادو پرضد مبارزه کول او په له مينځه وړو کې يې د دولت او نړيوالو سره مرسته کول.

۱۴ماده : په هېواد کې د پوهې کچې د لوړاوي او دکلتور د پياوړتيا لپاره له کورنيو او بهرنيو مدني ټولنو سره اړيکې نيول.

د پورته عمومي موخو سربېره يې ځينې ځانګړې موخې هم د اسلامي سهار ادبي او فرهنګي ټولنې په کړنلاره کې ور زياتې کړې ، ددوی ټينګار داوه چې په ريښتينې توګه د دولت او ولس ترمينځ د فاصلې په کموالي کې رول ولوبوي او ولس ته د خپل حق د ورپيژندنې ترڅنګ د هغوی د سالمو حقونو غوښتنه هم وکړي.

د ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار په مشرۍ فرهنګي ډلې د ځوان نسل د سالمې ودې او روزنې ، تعليم او تربيې ته پخپلو کاري برخو کې اوليت ورکړی وه او ددوی ډير تمرکز په همدې وه چې څنګه يوه باسواده ټولنه ولرو او په کوم ښه ډول د خپلو اسلامي او افغاني ارزښتونو څخه ساتنه او پالنه کولی شو ، په همدې اساس يې پخپلو کاري ماموريتونو او مديريتونو کې د لاندې ځانګړو موخو د لاسته راوړو لپاره ځانکړی کار کاوه .


ځانګړې موخې:

۱۵ماده : د خپل افغاني کلتور،لرغونو اثارو ساتل، پالل او بډاينه.

۱۶ماده : د پکتيا لرې پرتو سيمو ته دعلم ، پوهې او فرهنګ لمن غځول.

۱۷ماده : د يو سالم راتلونکي په روزلوکې هراړخيزه ونډه اخېستل.

۱۸ماده : دخبري رسنيو د مروج کولو لپاره هراړخيزه مبارزه کول.

۱۹ماده : د روغتيايې او تعليمي چارو په غني کېدو کې هر ډول رضاکارانه ونډه اخيستل.

۲۰ماده : د دولت سره په ټولو چارو او په ځانګړې توګه د قانون په پلي کولو او د امنيت په راوستوکې هر ډول مرسته کول.

۲۱ماده : د اونيزو ، مياشتنيو ،کاليزو علمي ، فرهنګي او کلتوري غونډو جوړول.

۲۲ماده : دعام ولس سره هراړخيزې مادي او معنوي ممکنه مرستې کول.

۲۳ماده : د هر ډول سالمو استعدادونو قدرکول او ورسره کاراهل کار ته د سپارلو سپارښتنه.

۲۴ماده : د هېواد او په ځانګړې توګه دپکتيا له مطبوعاتو او رسنيو سره هراړخيزه مرسته کول.

۲۵ماده : له شفافيت او ريښتينوالي څخه ننګه کول.

ارواښاد ډاکټر اخلاص يار پورتنيو موخو ته د رسېدو لپاره د پکتيا د لرې پرتو او غرنيو سيمو يو شمېر شاعران او ليکوالان سره منظم کړل ، چې له روزنې او انسجام وروسته يې د پښتو ژبې ادب او د ټولنې د پياوړتيا او پرمختيا په موخه يې په ټولنه کې کار پېل کړ . 

ډاکټر اخلاص يار د سهار ادبي او فرهنګي ټولنې د څو کلن مزل په اوږدو کې د سيمې په کچه د بېلا بېلو ملي او عنعنوي ورځو نمانځغونډې دود کړې ، لکه د نوي کال (نوروز) ورځو نمانځل، د هېواد د خپلواکۍ، د مجاهدينو د بري او همداسې نورو ورځو نمانځل يادولی شو.

ددې تر څنګ يې د سهار ادبي او فرهنګي ټولنې له ادرسه په ځانګړو نومونو لسګونه مشاعرې ، د قومونو د يووالي او نورو مهمو موضوعاتو په اړه په لسګونو غونډې ترسره کړې.

ارواښاد ډاکټر اخلاص يار د څمکنيو په ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د زرغونځي (جلغوزي) په نوم د دوديزې ميلې او مشاعرې بنسټ هم کېښود.

د ازادو چاپي او خپرنيزو رسنيو له شمېره يې د سهار ادبي او فرهنګي ټولنې له لورې په (۱۳۸۲ل) کال د سليمان غر په نوم مجلې بنسټ کېښود ، چې د سليمان غر مجلې بنسټګر او مسول مدير پخپله ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار وو ، دغه مجله له ۵۰ تر ۷۰ مخونو کې چاپېده ، چې اته ګڼې چاپ شوه .

پاتې دې نه وي چې دغه مجله د پکتيا په کچه د نښتر مجلې څخه وروسته دويمه چاپيدونکې مجله وه چې په لنډ وخت کې يې په زرګونو مينوال پيداکړل.

ارواښاد اخلاص يار د څمکنيو په ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د رسنيو يوه نماينده ګي ، او په همدې سيمه کې يې د راډيو جوړونې لپاره هڅې پېل کړې چې له ډيرو هلو ځلو وروسته يې مربوطه ادارو د راډيو دستګاه د نصب غوښتنه ومنله چې په پايله کې يې د ( څمکني غږ ) په نوم يوه خپلواکه (ايف ايم FM ) راډيو جوړه کړه او همدارنګه يې د څمکنيو په ولسوالۍ کې د ځوان نسل د سالمې ودې او ظرفيت لوړونې په موخه د دولتي ادارو په مرسته د يوه عامه کتابتون بنسټ هم کېښود چې اوس هم د زرګونه کتابونو په درلودلو سره فعاليت کوي .

له څمکنيو ولسوالۍ پرته يې د پکتيا په دريو نورو ولسواليو جاني خيل ، لژه منګل ، او ډنډې پټان کې د ادبي ټولنو بنسټ هم کېښود ، چې له مخې يې د علم او ادب په برخه کې سلګونه ځوانان وروزل شول.

ډاکټر اخلاص يار په (۲۰۰۵م) کال کې د خپلو نورو فرهنګي ملګرو په ملتيا د پېښور عالمي ادبي کنوانسیون کې د پکتيا په استازيتوب ګډون وکړ او د لر او بر د فرهنګي او ادبي اړيکو د پراختيا په برخه کې يې ډېرې هلې ځلې ترسره کړې.

له ګودام تر سليمان غره د ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د هغه اثر نوم دی چې ده خپله ادبي او فرهنګي کړنې پکې تشريح کړي دي ، ددغه کتاب په چاپ سره به د ارواښاد اخلاص يار ټولې ادبي او فرهنګي هڅې او کړنې په تفصيل سره شريکې او معرفي شي ، د ده فرهنګي ملګري هڅه کوي چې هر څه زر ياد کتاب چاپ او توزيع کړي . 

عبدالله ګل اخلاص يار خپل افغاني کلتور ته ډير درنښت درلود په همدې اړه ده پخپل کتاب ودونه او دودونه کې ليکلي چې : کلتور د يوه ملت مانيزې او جوليزې شتمنۍ ته وايي، کلتور د يوه هيواد او ملت د هويت او پېژندنې ښکارندوی دی ، پخوا او اوس هم هغو ملتونو ته بډايه ملتونه ويل کيږي چې له لوړو کلتوري ارزښتونو څخه برخمن وي ، يويشتمه پېړۍ چې د نوې تکنالوژۍ او پرمختګ بېلګه ده خو بيا هم د همدغې پېړۍ ځواکمن او ايټمي هيوادونه خپل کلتوري ارزښتونو ته ګروهمن دي ،ده له همدې امله په دې وروستيو کې نثري فلکلوريکې ليکنې وکړې او ډير پام يې د لرغوني کلتور ساتنې او راژوندي کولو ته وو ، اخلاص يار به ويل چې زمونږ د پښتني ټولنې ارزښتونه ، عنعنات او رواجونه د ورکيدو په حال کې دي بايد د ليکل شويو نسخو په ډول تاريخ ته پاتې شي .

چاپ اثار :

۱ : خوړين زړګی ، شعري ټولګه ، ۱۳۸۱ ه ، ل ، الازهر خپرندويه ټولنه 

۲ : سلګۍ ، شعري ټولګه، ۱۳۸۴ ه ، ل ، الازهر خپرندويه ټولنه

۳ : تربور ، ناول ، ۱۳۹۶ ه ، ل ، مومند خپرندويه ټولنه 

۴ : پکتياني ودونه او دودونه ، څيړنيز اثر ، ۱۳۹۵ ه ، ل ، الازهر خپرندويه او سليمان غر کلتوري ټولنه


ناچاپ اثار :

۱: د پيښور عالمي ، ادبي کنوانسيون ته زمونږ ادبي سفر ، سفرنامه ( ناچاپ ).

۲: زړې عنعنې ، د سيمې په لرغونو دودونو څېړنه ( ناچاپ ).

۳: دا تصوير د چا تصوير، لنډې کيسې ( ناچاپ ).

۴: کيسه د ژوند مې ده چې څنګه به وي ؟ د هنري مقالو ټولګه ( ناچاپ ).

۵: په قدم قدم مې ياد يې ! شعري ټولګه ، ( ناچاپ )  .

۶: غم د پاسه غم ، شعري ټولګه ( ناچاپ ).

۷ : له ګودام تر سليمان غره ، ادبي يون ( ناچاپ ). 

۸: تاته وايم، ادبي ټوتې ( ناچاپ ).

۹: زمونږ د سيمې پخواني او اوسني اخترونه ! څيړنيز اثر ( ناچاپ ).

۱۰ : د وطن د وير کيسې ، شعري ټولګه ( ناچاپ ).

۱۱: زما د ژوند کيسه اسانه نده ! شعري ټولګه ( ناچاپ ).

۱۲: د وير کيسې ، شعري ټولګه ( ناچاپ ).

۱۳ : ګيله ، شعري ټولګه ( ناچاپ ).

د پورته اثارو تر څنګ د ارواښاد ډاکټر اخلاص يار له لورې نور کتابونه هم ليکل شوي چې کورنۍ يې په ترتيب او تنظيم کار کوي .

همدارنګه يې سلګونه مقالې او شعرونه د هېواد او له هېواد څخه بهر په بېلا بېلو چاپي او بريښنايي رسنيو کې چاپ او نشر شوي دي.

دندې :

ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د ژوند ډېره برخه خپلو ولسونو ته د خدمت په موخه پر بېلا بېلو دندو لګولې ، چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو :

د شهيد محمد ابراهيم حوزې روغتيايي مسول .

د لښکر ايثار د روغتون مسول .

د سما فرقې د لومړۍ پلي کنډک روغتيايي مسول . 

د مجاهدينو دوران پر وخت د څمکنيو ولسوالۍ د ښوونې او روزنې مسول .

د سهار ادبي او فرهنګي ټولنې مشر

د سليمان غر دوه مياشتنۍ مجلې بنسټګر او مسول مدير

د افغانستان د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت اړوند د ملي پيوستون پروګرام د کليوالي شوراګانو او اتحاديې مشر .

د څمکنيو ولسوالۍ د بزګرانو د پرمخيون ټولنې مشر 

د IRD موسسې سره کوار ډيناټور 

د DACCAR موسسې سره د پرمختيايي پروژو د تطبيق استازی

د CDG موسسې د ولسواليو سوپروايزر 

د DAI موسسې سره د پرمختيايي پروژو د تطبيق استازی 

داخلي او بانديني سفرونه :

۱: ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د شهيد سردار داودخان د واکمنۍ په اخيرو وختونوکې سعودي عربستان ته د مزدورۍ لپاره تللی چې په همغه وخت يې د حج فريضه هم ادا کړې ده .

۲: پاکستان ته مهاجر شوی او وروسته يې د پاکستان څخه افغانستان ته روغتيايي دوا د تجارت په موخه راوړله .

۳: ایران ته هم د حلال رزق د پيدا کولو لپاره تللی دی .

۴: د افغانستان ټول ولايتونه يې ليدلي دي ، د افغانستان په اکثرو ولايتونو کې يې حزبي او فرهنګي ملګري درلودل چې ولايتونو او ولسواليو ته د ملګرو پوښتنې او سياحت لپاره تللی دی . 


حزبي اړيکې او د دندو تشريح : 

ارواښاد ډاکټر اخلاص يار په ۱۳۵۵ هـ ، ش کال کې د شهيد سهيل خان منګل او شهيد مولوي عبدالستار پواسطه د حزب اسلامي سره اشنايي پيدا کړه ، د ۱۳۵۷ کال په اخيرو کې مجرد مهاجر شو ، د جهاد او وسلوالې مبارزې لومړۍ سنګر يې د جانخيلو ولسوالي وه ، د جانخيلو له فتحې وروسته په څمکنيو ولسوالۍ کې مجاهد او سرګروپ وو .

لومړنۍ طبي دنده يې په ۱۳۶۱ ه ، ش کال د شهيد محمد ابراهيم په حوزه کې د روغتيايي مسول په توګه پېل کړه ، وروسته د شهيد محمد عارف د قرارګاه د روغتيايي مسول په توګه تر ډېره وخته پاتې شو .

په همدې کلونو کې چې حزب اسلامي په څمکنيو ولسوالۍ کې د ښوونځيو پرانيسته وکړه، د يوې مودې لپاره په همدې سيمه کې د ښوونې او روزنې مسول پاتې شو.

د لښکر ايثار د جوړيدو سره سم ، لښکر ايثار ته ورغی او هملته يې د مجاهدينو په انسجام لاس پورې کړ او د صفونو د منظمتيا دنده ور وسپارل شوه ، ددې ترڅنګ ددوه کلونو لپاره د لښکر ايثار د روغتيايي برخې مسول هم وو . 

د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار سره دوه ځله په سفر کې لوګر او کندهار ولايتونو ته لاړ، چې د سفر د حمايي ګروپ قومندان وو.

کله چې لښکر ايثار سپينې شګې ته انتقال شو، نو ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د ۱۵۰ تنو مجاهدينو سرلاری او د تصفيه نفس کورس له لوستلو وروسته يې په تنظيم المومنين کې نظامي زده کړې هم ترسره کړې . 

د حزب اسلامي افغانستان د رهبرۍ له لورې د کونړ ولايت ته د مجاهدينو د يوې ډلې په مشرتوب ولاړ چې هلته يې د صلفيانو د کړنو مخه ونيوه او صلفيان يې وځپل او د حزب اسلامي پلانونه يې پلي او له مرامه يې کلکه دفاع وکړه . 

له دې وروسته يو ځل بيا دسما فرقې لومړۍ پلې لوا روغتيايي مسول وټاکل شو ، همدلته يې د استاد جعفر متين سره پيژندګلوي وشوه او سره يو ځای شول .

کله چې مجاهدين د ګام په ګام بريا له امله د کابل تر دروازو ورسيدل، حزب اسلامي چهاراسياب کې خپل مرکز جوړ کړ ، کابل فتخ شو ، مجاهدين بريالي شول ، افغانستان له شوروي او روسانو ازاد شو ، خپلمنځي اختلافات پيدا شول ، نو ارواښاد اخلاص يار لازمه و نه ګڼله چې نور دې سره وويشل شي ، هماغه وو چې د خپل کور په لور روان شو او په خپل کلي کې يې شخصي طبي دنده پيل کړه ، درملتون او معاينه خانه يې جوړه کړه او د دې تر څنګ يې فرهنګي هڅو ته هم دوام ورکړ.

ارواښاد اخلاص يار د خپلو حزبي ملګرو لکه انجنير محمد ابراهيم اسلمي ، ارواښاد حاجي صديق الله مستعان ، ارواښاد حاجي ظفرالله مجاهد ، عبدالولي ميجر او يو شمير نورو دوستانو په مرسته د خيريه ټولنو سره د ولس د خورا هوساينې په موخه هم کارونه ترسره کړل . 

د ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د فکر پروړاندې پراته خنډونه !

ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار او د هغه همفکره ملګرو په سيمه کې د علم په ډېوو دجهالت تيارې رڼاکړې ، د پوهې په زرينو پلوشو يې دناپوهۍ تياره انګړونه وځلول ، ولسونه يې دپرمختګ او هوساينې پرلور سوق کړل ، ولس ته يې ارزښتونه ور وپېژندل او د ارزښتونو د ساتنې او پالنې په اړه يې خلکو ته د ورکشاپونو ، سمينارونو او غونډو له لارې  پراخ معلومات ورکړل ، د سيمې ځوانانو ته يې د ظرفيت لوړونې په برخه کې او همدارنګه د خپلې خاورې د رغونې جوړونې او ويښتيا پيغام ورساوه .

په دې لاره کې يې خورا ډيرې ستړې وګاللې ، له ډول ډول ستونزو سره مخ شو ، د علم ، پوهې ، ادب او فرهنګ په لاره کې ورته خنډونه جوړ شول خو خپل ټاکلی مسير يې پرېنښود . 

د همدې چارو له امله ډاکټرعبدالله ګل اخلاص يار په ۲۰۰۹/ سپتمبر / ۰۴ نېټه د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوالۍ دمنداخيلو اډې څخه کور ته د تللو پر مهال د روژې په مياشت کې مازديګر مهال د نامعلومو وسلوالو لخوا اختطاف شو ، چې ډېرې شپې او ورځې يې په غرونو ، راغونو سړو او تودو کې تېرې کړې ، چې دهمدې بند او اختطاف په موده کې ورته د فلج او زړه ناروغي هم پيدا شوه .

ارواښاد اخلاص يار د ځايي خلکو په مرسته د څه وخت بند وروسته را خلاص شو چې سخت ناروغ او د مرګ په بستر پروت وو ، ذهن ، ژبه او وجود يې ځپل شوي وو ، نور يې نه فرهنګي کار کولی شو ، نه طبي او نه هم نور ټولنيز کارونه . 

اخلاص يار ؛ د خپلې کورنۍ غړو په ډاکترانو ، مولايانو او زيارتونو ګرځاوه چې که خدای يې ژبه چالان او روغتيا پيدا کړي ، له يوه اوږه انتظار وروسته ارواښاد ډاکتر اخلاص يار حد اقل روغتيا پيدا کړه ، ژبه يې چالان شوه ليکل او لوستل يې هم پېل کړل ، له کوره  بهر يې فرهنګي چارې نشوې تر سره کولی ، په خپل کور کې يې شاعري او ليکوالي کوله او د کورنۍ د ماشومانو په روزنه بوخت شو.

کله چې ارواښاد اخلاص يار صحرايي زندان او اوږده ناروغي تيره کړه دکتاب لوستل او مطالعه يې پېل کړه ، هغه کتابونونه چې پدې وروستيو کې دپښتو ادب په برخه کې چاپ شوي وو له ډلې يې ډير ولوستل او خپله ادبي ، فرهنګي ، سياسي او ټولنيزه تنده يې پرې خړوبوله .

داسې معلوميده لکه ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار چې د خپل مرګ څخه خبر وي ،کورنۍ ته يې هر وخت نصيحت کاوه ، د اسلامي او افغاني ارزښتونو د ساتنې او پالنې په اړه به يې ټينګار يې کاوه ، د خپلو تجربو او مطالعو پايله يې له ملګرو او د کورنۍ له غړو سره د زده کړو په موخه شريکوله ، د ځوانانو سره د ناستو په ترڅ کې يې دوی عاطفې ، الفت ، مينې او د علومو فنونو د لاسته راوړلو لپاره هڅول ، خپلو اولادونو ته يې دمعنويت ، ماديت ، رڼا او تيارې توپيرونه ورښودل ، په ټولنيز،انفرادي ، علمي ، کلتوري او سياسي چارو کې يې تجربې ورسره شريکولې او په دې لارو کې يې د زده کړو لپاره ملا ور تړله . 

کله چې د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار د سولې له پروسې سره يو ځای شو او خپل حضور يې وښود ، نو ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د رايې په اخيستو د حزب اسلامي افغانستان دپکتيا ولايتي دفتر مرستيال وټاکل شو چې د خورو ورو حزبيانو د يوځای کيدو او ځوانانو ته د سالمې ودې او مجاهدينو ته د سپارښتنو په چارو بوخت شو . 

ار واښاد اخلاص يار په دغه دفتر کې د فکري سلامتيا د رامنځته کولو او د ټولنې وګړو ته د ښه راتلونکي او خدمت د لارښوونې لپاره  ډېرې لارې چارې په ګوته کړې او هڅې يې پېل کړې چې په کوم ښه ډول سره  دخلکو اذهان جوړ کړي او ددوی فکري سلامتيا دسموالي لپاره کار وکړي ، د اسلامي ټولنې رهبري کول، د ستونزو د حل لپاره هڅې او په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتنه يې د هر مسلمان په ځانګړې توګه د ځان رسالت او مسؤليت باله .

د ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار مرګ !

لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه :

ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار په ۲۰۰۹/ سپتمبر / ۰۴ نېټه اختطاف شوی وو ، په همغه وخت ورته د فلج او زړه ناروغي پيدا شوه ، د ۱۳۹۹ / جوزا / ۲۴ نېټه د شنبې شپې په دوه بجو د زړه ناروغۍ او تبې له امله يې خپل روح خپل رب ته وسپاره چې د ۱۳۹۹ / جوزا / ۲۴ نېټه د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوالۍ ، منداخيلو ، د دري کلي ، پخپله پلارنۍ هديره کې خارو ته وسپارل شو . 

روح يې ښاد ، ياد يې تل ! 

د يادونې وړ دی چې ارواښاد ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار خپلې افغاني ټولنې ته د تجربې او زده کړو لپاره په بيلا بيلو برخو کې چاپ او ناچاپ اثار ، مقالې د ادب ، هنر او فرهنګ په نورو برخو ليکنې او همدارنګه خپل اصيل فرهنګ او ګران هيواد ته د لا کار پرمختګ او ودې په موخه يوه فرهنګي کورنۍ هم په ميراث پريښې ده .

د ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار لنډه پېژندنه له تاسو سره شريکه شوه ، دده کورنۍ هڅه کوي چې شعرونه ، نثرونه او نورې ادبي او فرهنګي ليکنې يې په کتابي بڼه او يا هم د ټولنيزو رسنيو له لارې درسره شريکې کړي . په درنښت