زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

خپلواکي مو اخيستې؛ خو څنګه يې وساتو؟

نن د زمري اته ويشتمه د افغانستان په تاريخ کې هغه وياړلې ورځ ده چې د دې هيواد دوست او دښمن، افغان ولس او بهرنيان يې نه شي هیرولی او تر ابده به د تاريخ پاڼې پرې زرينې وي. نن د ګران هيواد افغانستان د خپلواکۍ او د افغان ولس د ميړانې او شهامت له کبله د وخت زبرځواک انګليس د شرمناکې ماتې اته نويېمه کليزه ده. افغان ولس يې ځکه نه شي هيرولی چې په دغه ورځ ستر غازي امان الله خان د خپلو نورو مجاهدينو سره اوږه په اوږه د نړۍ د هغه زبر ځواک په مقابل کې بريا ته ورسيدل چې لمر يې په امپراطورۍ کې نه ډوبېده. په دغه ورځ ستر غازي امان الله خان او نورو همسنګرانو يې د افغانستان لپاره او د ټول افغان ولس لپاره تاريخ وياړ (خپلواکي) وګټله. ولس يې د انګليس له جال او غلامۍ خلاص کړ او د عزت او ابرو ژوند خاوندان يې کړل.

او دښمن يې ځکه نه شي هيرولی چې هغوی ته د خپل ظلم، وحشت، بربريت او د دوی د ستر قدرت په مقابل کې د افغانانو او غازي امان الله خان مېړانه ور په يادوي. دوی ته خپله هغه ماتې ورپه يادوي چې غيور افغان ولس ورته په ډيرو ساده وسايلو او نشت امکاناتو ورکړه. دغه ورځ انګليس او د نړۍ پخوانيو او اوسنيو زبرځواکونو ته په يادوي چې افغانان د تاريخ په هيڅ پاڼه کې د پرديو د غلامۍ په نوم څه نه لري، افغانان هيڅکله د چا امر ته غاړه نه ږدي او افغانان خپلواک پيدا شوي، خپلواک اوسېدل غواړي  او خپلواک به واوسي. دغه ورځ نورې نړۍ ته د عبرت درس ورکوي چې افغانان هيڅکله د سر د پاسه سر نه مني.

غازي امان الله خان د افغانستان او افغانانو د سرلوړۍ او سوکالۍ پراخ پلانونه درلودل، خو په څنګ کې يې دښمن هم د غازي د پلانونو د شنډولو لپاره پراخې دسيسې جوړې کړې. غازي يې خپل هدف ته د رسيدو او د سوکاله او پرمختللي افغانستان د ارمان پوره کېدو ته پرېنښود. امان الله خان د ولس د سياسي او اقتصادي خپلواکۍ ارمان درلود. د هيواد د پرمختګ، ساينسي ودې، ټيکنالوژيک پرمختګ او د نړۍ له نورو پرمختللو هيوادونو سره په قطار کې د افغانستان درولو لپاره کار کاوه. که قسمت ورسره ياري کړی وای او دښمن مو د ولس له ناپوهۍ ګټه نه وای اخيستې؛ نن به افغانستان پرته له شکه د اروپايې هيوادونو سره د سيالۍ په ډګر کې ولاړ و.

که امان الله خان خپلو پلانونو عملي کيدو ته کورنيو او بهرنيو دښمنانو پريښی وای؛ نن به مو ولس غاصبين، فاسدين، پردي پال او غله رهبران مسلط نه ول. نن به مو په ملي نواميسو، ارزښتونو او وياړونو سودا نه کيدله، نن به د ګاونډيو د دسيسو ښکار نه و، نن به مو نړيوالو ته د سوال لاس نه اوږدولو او نن به مو په ولس آسماني او ځمکني آفتونه نه راتلل. د غازي امان الله خان تلل او د افغانستان د بربادۍ ورځ شروع کيدل پيل شول. تاسې وګورئ له امان الله خان وروسته تر ننه د افغانستان کوم رهبر، کوم حزب، کوم مشر او کومې ډلې دلته ولس سم رهبري کړی دی او يا کم تر کمه يې د غازي د ارمانونو د پوره کولو لپاره د نوموړي په پل پل ايښی وي؟

نن بايد د ستر غازي د روح خوشاله کولو لپاره د زمري اته ويشتمه په پراخو ولولو ولمانځل شي، د غازي ياد تازه شي او د پلانونو د عملي کولو لپاره يې حکومت بايد لاس په کار شي. که هر څومره د دغې ورځې په اړه وويل شي نو بيا هم کم دي، د دغې ورځې اهميت او ارزښت تر هغه څه ډير لوړ دی چې اوسمهال د دغې ورځې په پار ترسره کيږي. زه خوشحاله په دې يم چې په اوسنيو سختو شرايطو کې او په داسې حالاتو کې د هيواد، ولس او د خپلواکۍ دښمن مو ورځ تر بلې هڅه کوي چې د ملا، معلم او  سياسيون په نوم د خپلواکۍ د ورځې اهميت په خلکو کې کم رنګه کړي؛ بيا هم د نورو تيرو کلونو په پرتله سږکال د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په شاندارو مراسمو لمانځل کيږي. خو ګيله مند له حکومته ځکه يم چې نه يې د دغې تاريخ وياړ د لمانځلو لپاره په درسته معنا خپل مسوليت ادا کړی، او نه يې د خپلواکۍ او د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان مخالفانو پلورل شويو سياسي کړيو او څېرو سره قانوني چلند کړی دی.

سمه ده چې غازي امان الله خان مېړانه وکړه او له انګليس نه يې خپل ناچار ولس خلاص کړ او وياړ يې وبخښلو، خو اوس دغه د پرون آزادي نن بايد وساتل شي. او ساتل په دې نه کيږي چې حکومت دې په دغې ورځې په څو سولېدلو او تکراري خبرو په نمايشي توګه دغه تاريخ ورځ ولمانځي. حکومت بايد د دغې ورځې مخالفو کړيو سره قانوني چلند وکړي او هغوی چې ستر غازي امان الله خان او د خپلواکۍ ورځې پسې بدرد وايې؛ د خپلو کړنو په سزا ورسوي. که نن يو ملا صبور ته ځواب ورنه کړل شو نو پرته له شکه چې سبا به شل ملا صبوران او بله ورځ به سل تنه پيدا شي. بيا به مو خدای مه کړه تاريخي وياړونه ورځ تر بلې بې ارزښته او له منځه ځي.

لیکنه : خوشحال آصفي