جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

کروړپتي خيراتيان پيژنئ؟

بې لاس او بې پښو خلک

خيراتخور او ګدایګر هغه چا ته ويل کيږي چې د څو روپيو لپاره بل انسان ته د سوال لاس اوږدوي. ځينې له مجبوريته ورته مخه کوي او د ځينو بيا پلرنی او د نيکونو دود وي چې د خيرات په ډوډۍ ځان مړوي. خو اصلي پوښتنه د کروړپتي خيراتيانو ده، هغه خيراتيان چې په خپله بډایه وي خو بيا هم له نورو د خيرات تمه او هيله لري. د دغو خيراتخورو په ډله کې له بده مرغه چې افغانان هم راځي. افغانان سره له دې چې د اوبو، معدني موادو، طبيعي زيرمو، قيمتي ډبرو او نورې بيلابيلې ذخيرې لري؛ بيا يې هم د خيرات کچکول د نورو لپاره نيولی وي.

په نړۍ کې خوشبخته هيواد هغه وي چې د پرمختګ اساسي وسايل ولري. د يو هيواد د پرمختګ اساسي وسايل کانې زيرمې، په زياته پيمانه اوبه او ځوانه بشري قوه ده. له نيکه مرغه افغانستان دا درې واړه د پرمختګ اساسي وسايل لري. د کانې زيرمو ارزښت او قيمت مو تر ديرشو تريلون ډالرو اوړي، د ټول ۳۳ ميليونه نفوس ۶۰ سلنه مو ځوانه بشري قوه ده او د اوبو کچه مو دومره ډيره ده که يواځې د کونړ پر سيند د بريښنا بند جوړ شي نو د ټول افغانستان بسنه کوي همداراز که د ټولو اوبو څخه سمه ګټه پورته شي نو نه يواځې دا چې په خپله به د کورنۍ برښنا خاوندان شو؛ بلکې په نوره نړۍ به يي هم وپلورو.

افغانستان د پرمختګ ټول اساسي شرطونه لري خو يو شی نه لري چې هغه د کار سړی دی. مونږ د سر داسې سړی نه لرو چې دغه تياره مړۍ مو د ولس په خوله کې ورکړي. مونږ د تاريخ په اږدو کې داسې شخصيت پيدا نه کړ چې د پرمختګ له دغو اساسي وسيلو ګټه پورته کړي، اوبه مو کنټرول کړي، کانې زيرمې مو له زورواکانو خلاصې او په قانوني بڼه وسپړي او له ځوانې بشرې قوې مو په سمه توګه د هيواد د پرمختګ لپاره ګټه پورته کړي. که د تاريخ په اوږدو کې خدای په افغانانو رحميدلي وي او د سر سړی يي ورته پيدا کړي وي چې کم تر کمه له دغو اساسي وسايلو يې د ګټه پورته کولو هوډ ولري نو هغه بيا د افغانانو د خپلې ناپوهۍ له وجې زمونږ د پرمختګ د دښمن لخوا ترور شوی او ل منځه وړل شوی دی. له کلونو راهيسې داسې څوک پيدا نه شو چې کم تر کمه د افغانستان اوبه مهار کړلی شي.

همدا تيره ورځ د افغانستان د اوبو د زېرمو د کنټرول او ادارې څېړونکی مرکز وويل چې د افغانستان په سلو کې ۷۰ اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهېږي. تيره ورځ د نوي افغانستان د څېړنې مرکز د خپلو فعالیتونو د پیلولو په مناسبت غونډې ته وویل چې افغانستان یوازې له خپلو ۳۰ فیصده اوبو استفاده کوي. د دغه مرکز ريیس عبدالله هیواد د افغانستان ناامنۍ له اوبو سره تړلې وبللې ویې ویل«ځیني ګاونډي هیوادونه غواړي افغانستان ناکراره وساتي څو له اوبو یې وړیا استفاده وکړي.

د ياد مرکز رييس ښاغلي عبدالله هيواد ډیره پر ځای خبره کړې چې ګاونډي هيوادونه د افغانستان له دغو اوبو څخه د وړيا ګټو اخيستلو په خاطر په افغانستان کې نا امنې جوړوي. دا يو څر ګند واقعيت دی چې پاکستان او ايران مو په خپلو اوبو وژني. دغه دواړو هيوادونو په ځلونو د افغانستان د اوبو څخه د وړيا ګټې اخيستنې په خاطر زمونږ په شته د اوبو په برښنا بندونو بريدونه کړي دي. همدا اوس هم ايران په دې هڅه کې دی چې په فراه ولایت کې د بخش اباد بند د جوړېدو مخه ونیسي. ايران د همدې هدف لپاره په سلګونو وسله وال روزلي دي او تل همدا هڅه کوي چې د دغه بند د جوړيدو چارې ودروي. داسې هم ويل کيږي چې تر دې وړاندې ایراني پلوه عناصرو په هرات کې د سلما بند د جوړېدو د مخنیوي لپاره د دغه بند پر کارکوونکو او انجینیرانو حملې کړي دي.

همداراز پاکستان هم له کلونو پخوا راهیسې په دې هڅه کې دی چې په کونړ سيند باندې د افغان حکومت لخوا د برښنا بند د جوړولو مخنيوی وکړي. خو د دغو ټولو ستونزو د حل لپاره حکومت اړ دی چې د اوبو د کنټرول او مهار لپاره سالمه پاليسې جوړه او له دغه نعمته د ګټې اخيستنې لپاره شرايط برابر کړي. د حکومت مسوليت دی چې نور مو له خيراتي برښنا بيغمه او د خپلې کورنۍ برښنا خاوندان مو کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي