جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

ننګرهار وژغورئ

له څه مودې راهیسې د ډیورند لیکې ته څېرمه د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې وسله وال په جګړه بوخت دي. دغې افراطي ډلي په دې وروستیو کې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې سخت ظلم پيل کړي. هغوی د یو شمېر عامو خلکو کورونو ته اور اچولی او د افغاني او اسلامي کلتور خلاف کړني کوي. په دې وروستیو کې داسې وېډیوګاني خپرې شوي دي چې داعش د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د عامو خلکو کورونو ته اور اچوي او خلک په پټه له غرنیو لارو ځان باسي. په ننګرهار کې د داعش تر نفوذ لاندې سيمو خلک خپلي خوشالۍ هم نه شي لمانځلای او که کوم چا د زوی د پیدایښت او واده په خوشالیو کې ډزي وکړې د داعش کسان ورځي او خلکو ته د ظلم نهايي مجازات ورکوي.

دلته د داعش کړنې د ظلم او بربریت تر ورستي حده رسيدلې او داسي ظلمونه کوي چې تر اوسه یې په نړۍ کې ساری نه لیدل کيږي. شا او خوا میاشت وړاندې دلته داعشيانو د سيمې یو شمير اوسيدونکي په ماینونو والوزول. يوه ورځ يي تازه زيږيدلی ماشوم په منځ دوه پړکه کړ او د مور او پلار د سترګو په مخامخ يي څيرې کړ. بيا یي پلار ورته د نورې کورنۍ په مخ کې د پیکا په ډزو شهيد کړ. تاسې خپله قضاوت وکړۍ چې دلته امنیت په نوم څه شته او که نه؟ ددې سيمې خلک خوندي دي او خیر خیریت دی او که د داعش وحشت د اوج تر کچې رسيدلی؟

د افغانستان ملي امنیت، کورنیو او دفاع وزارتونو؛ که څه هم د داعش پر وړاندي یو ځانګړی ځواک جوړ کړی چې په ځینو برخو کې یې لاسته راوړنې هم درلودلې خو په ټوله کې تر اوسه نه دي توانېدلي چې په ننګرهار کې د داعش رېښې وباسي.

میاشتې کيږي چې ددغې سيمې خلک د داعش کفري ډلې وحشت او بربریت په ځان تيروي خو څوک نشته چې څوک يي د فریاد چيغې واوري. خو اوس چې په وروستيو کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د یادې جرګې لومړي مرستيال حاجي عبدالظاهر قدير د یادې افراطي ډلې اړوند غږ اوچت کړی او د ځپلو لپاره يي مټې رانغاړلې دي؛ د نوموړي په وينا د حکومت لخوا ورته خنډونه جوړيږي. ولې؟ دا سيمه د افغانستان پورې اړونده ده او که نه؟ ددې سيمو خلکو د ګډ حکومت مشرانو ته رایه ورکړې ده او که نه؟ دا خلک په حکومت حق لري او که نه؟

تيره ورځ ظاهر قدیر حکومت په ننګرهار کې د داعش د امنیت په ساتلو تورن کړ او زیاته یې کړه چې د ننګرهار  د ولسونو ناموس خوندي نه دی، خو امنیت شورا نه پخپله اقدام کوي او نه هم دوی عملیاتو پریږدي. د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر چې له اوږدې مودې وروسته د دوشنبې پر  ورځ په جرګې کې راڅرکند شو، ادعا وکړه چې د ولس ناموس یې نه دی خوندي. نوموړي په ښکاره حکومت د داعش پر ملاتړ تورن کړ او زیاته یې کړه، داعش ځينې کورنۍ کډه کولو ته اړې شوې وې خو حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی او د هغوی د تګ مخه یې نېولې.

په ورته مهال بیا دولتي چارواکو په یوه خوله د قدیر څرګندونې غیر مسؤلانه و بللې او پر نوموړي يي د مليشه جوړونې تور پورې کړ. دوی ټينګار کړی چې هیچا ته به په هیواد کې د شخصي مليشه جوړونې اجازه ورنکړي. دا سمه ده چې ملېشې د امنيت د ټینګښت پر ځای امنيت ګواښي خو د مليښه جوړونې سره باید مخالفت په ټول هيواد کې یو شان وي؛ داسې نه چې د هيواد په شمال کې د سيمه ایزو پوليسو او یا هم پاڅون کوونکو په نوم شخصي مليشې جوړوي خو دلته دې په دې موخه د داعش افراطې ډلې سره د مبارزه کوونکي مخنيوی کيږي چې ګويا شخصي مليشې جوړوي. که حکومت په رښتیا هم د مليشه جوړونې سره مخالف وي نو باید په ټول افغانستان کې يي پاليسي او ستراتيړي يو ډول وي. اصلاً د حکومت مسوليت دا چې د خلکو د سر، مال او ناموس ساتنه وکړي، که چيرې د خلکو سر، مال او ناموس له خطر سره مخ وي نو بیا ليرې نه ده چې نه یوازې د ننګرهار ولسونه بلکه ټول هيوادوال به د خپلې دفاع او ناموس د ساتنې په خاطر په خپله اقدام وکړي او يو ځل بيا به ټوپک په لاس واخلي.

لیکنه : خوشحال آصفی