جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

افغانستان به نورد همکارۍ سیمه وي!

افغانستان د خپل تېر تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې یا د نړیوالو امپراطوریو او یا د سیمه یزو طاقتونو ترمنځ د تضادونو، ټکرونو او جګړو ډګر پاتې شوی دی. په لنډ تېرمهال کې افغانستان د برتانوي هند او تزاري روسیې ترمنځ دBuffers Area  یا عایقې سیمې او یا که يي منځپانګې ته ژور ورننوځو، د هېرې شوې سیمې په نوم یاد شوی دی.

له جیحون ( امو سیند) څخه واخله تر سیحون ( اباسیند) پورې سیمه یا د برتانوي هند او روسيي ترمنځ د توطیو او شخړو اویا د داسې ویجاړونکو سیالیو ډګر وو چې هلته د احمدشا بابا او تیمور شا د واکمنیو په توپیر د مرکزي پیاوړې حکومت نښه نه ترسترګو کیږي.(۱)

لومړی خو دغه سیمه د هند له سمندره قیچي او رابېله شوه او څلور خوا په وچه کې ښکېل شوه. بیا د دې سیمې او د هغې د ولسونو له بهر سره ټولې اړیکې پرې شوې او یوازې په دغه دوه امپراطوریو پورې محدودې شوې. په دغه محدوده کې هم د امپراطوریو ترمنځ د بې باورۍ، تضاد او سیالۍ په لامل د اړیکو پراختیا، بدلون، پرمختګ او مدرنیته عناصر ټول تر کلک څار او پرلپسې ګوزارونو لاندې ونیول شول.

د شلمې پېړۍ د پای په لسیزو، د سړې جګړې په مهال هم افغانستان، یوخوا د پخواني شوروي اتحاد په مشرۍ د ختیځ او بلخوا د امریکا په مشرۍ د لویدیځ ترمنځ، د شخړو او جګړو په سیمه بدل شو. په دغو ټولو ټکرونو، شخړو او جګړو کې افغانستان داسې ټپونه وخوړل چې نه یوازې له پرمختللې نړۍ څخه په پېړیو واټن روسته پاتې شو بلکې د سیمې له هېوادو څخه هم په لسګونو کلونو شاته وغورځيد!

په دې پیرکې هم افغانانو د سر په سترګو ولېدل چې د دوی د ګاونډ ځیني هیوادونه لکه هند، چین حتي نوی زیږیدلی پاکستان او ایران څنګه وغوړېدل او ترمخه شول او د افغانانو هېواد څنګه د خاورو او ایرو په کنډواله بدل شو.

تر اوسه هم د برتانوي هند د پیر پاتېشونې چې له ډېر وخت راهیسې برتانوي هند نشته او یا د سړې جګړې ټپونه چې نن دا جګړه نشته، افغاني ټولنه کړوي او لکه اتکړۍ زولنې نن هم د افغانانو تر پښو او لاسونو راتاوې دي.

د داسې تېرمهال له شالید سره سره،  د ۲۱ مې پېړۍ په پیل کلونو کې هم افغانستان د نړیوالو او سیمه یزو طاقتونو ترمنځ د تضادونو سیمه جوړه شوې چې لا اوس هم پکې ټکرې روانې دي. دلته څو نړیوال او سیمه یز تضادونه راټول شوي چې مهم يي په دې ډول دي:

ــ د افغانستان په ډګر د پاکستان او هند ترمنځ  تضاد

ــ د افغانستان په ډګر د ایران او ( امریکا +  لویدیځ) ترمنځ تضاد

ــ د افغانستان په ډګر د (پاکستان+ چین) او هند ترمنځ تضاد

ــ د افغانستان په ډګر د ( ایران+ روسيي + چین )او (امریکا + لویدیځ) ترمنځ تضاد

ــ د افغانستان په ډګر د عربي نړۍ او ایران ترمنځ تضاد

ــ د افغانستان په ډګر د پاکستان او ایران ترمنځ تضاد

ــ د افغانستان په ډګر د مذهبي توندلارو او بېلا بېلو ترهګرو ترمنځ تضاد

د دغو بېلا بېلو هېوادو ترمنځ د ګټو او لیدلورو تضاد دی چې د افغانستان په اړه کړکیچ او جګړه يي پیچلې او اوږده کړې ده. دا چې څنګه او ولې د افغانستان په اړه کړکیچ او جګړه، سیمه یز او نړیوال بعدونه لري، لامل يي د ګټو پورته یاد شوي تضادونه دي.

بلخوا د افغانستان په ډګر د دومره سیمه یزو او نړیوالو تضادونو راټولېدا، په کور دننه هم د بېلابېلو ایتنیکي، توکمیزو، سمتي، ژبنیو او مذهبي توپيرونو ټکر ته لار اواروي او د شخړو او جګړو تنور تود ساتي!

د پېښو داسې انځور که څه هم تریخ دی، خو د ستونزو د حل په لارموندنه او روسته د هغو په حل کې موږ سره مرسته کولای شي.

دا چې د دې ستونزو حل له کومه ځایه پیل شي او څه باید وشي، دلته د بحث وړ موضوع ده. افغانانو په تېرمهال کې اړین فرصتونه او وخت له لاسه ورکړی، خو نن يی له ټولو ستونزو سره سره بخت ویښ شوی او لازم فرصتونه ترلاسه شوې.

که افغانستان په تېر کې د نړیوالو او سیمه یزو طاقتونو د ګټو د ټکر ډګر پاتې شوی خو بلخوا ویلای شو دا ټول طاقتونه چې د افغانستان په ډګر نن شته، کېدای شي د ګټو په نوې تعریف، بدل شوي چاپیریال او د مدیریت په بدلون سره خپلې ګټې یو بل سره د تضاد پرځای په سیمه یزه همکارۍ کې ترلاسه کړي. البته د افغانستان په ډګر د بېلا بېلو هېوادو د دومره تضادونو ټولګه، په لنډ وخت کې د حل وړ نه ښکاري، خو د سمې لارې موندل او د تضادو د حل په موخه پیل، لومړۍ ډبره ګڼل کیږي. دا چې وايی، پر اور هغه ځای سوځي چې اور پرې بلیږي. له نورو مخکې يي باید افغانستان راپیل کړي.

د روان کال د فبرورۍ په ۲۱ مه، د امریکا له نوي دفاع وزیر سره په خبرې کنفرانس کې ولسمشر غني وویل« زموږ هڅه دا ده چې افغانستان د تضاد له سیمې څخه د دوامدارو همکاریو پر سیمې بدل کړو»

داسې څه له ټولټاکنو روسته نوي حکومت هم په کور دننه او هم په سیمه یز او نړیوال ډګر راپیل کړي دي. په کور دننه باید پر ټولو مهمو  ملي چارو کې د افغانانو اجماع حاصل وي. د ملي یووالي حکومت چې هغه کې بې له توپیره ټول افغانان ځان ویني، په ملي کچه د سیمه یزه او نړیوالو همکاریو لپاره یو ډاډمن بنسټ ږدي. له ټاکنو روسته، د افغان حکومت د مدیریت زړه بڼه مخ په ختمېدو ده، خو د هغه پرځای باید داسې نوی مدیریت  رامنځته شي چې د ولسمشر غني په وینا وشي کولای افغانستان د سیمې پر دوامدارو همکارو بدل کړي.

د افغانستان لخوا د امریکا او ناټو سره د ډب شویو امنیتي تړونو لاسلیک، طالبانو سره د روغې جوړې په نیت او په سیمه کې د هراړخیزه همکاریو په موخه چین، پاکستان او سعودي عربستان ته د ولسمشر اشرف غني ګټور سفرونه او د دغه هېوادونو د همکارۍ  جلب، د تضاد د سیمې پرځای د همکارۍ په سیمه د افغانستان د بدلون، لومړی ګامونه ګڼل کیږي.

همداراز ولسمشر غني به ډېر ژر هند ته چې د افغانانو لرغونی دوست او په سیمه کې لوړ پوتنسیال لري او همداراز ایران ته سفر وکړي. د راروان مارچ میاشت کې به ولسمشر غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله واشنګټن ته هم سفر ولري.

په دغو سفرونو کې به د سیمې هېوادو او نړۍ سره له دیپلوماتیکو اړیکو سربېره افغانستان کې د سولې په تړاو هم پراخې خبرې وشي.

د همکارۍ په سیمه د افغانستان په بدلولو کې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت لومړني ګامونه اخیستي، البته اوس په نورو ګاونډیانو او نړیوالو پورې هم اړه لري چې افغانستان سره لاسنیوی وکړي او ټول په ګډه دغې موخې ته ورسیږو.

د افغان دولت د ونډې پتوګه، د سیمې په بیا سمبالښت کې د هیواد د فعال بهرني سیاست او اقداماتو ترڅنګ، په کور دننه ښه حکومتوالي او نوی مدیرت باید له پامه ونه غورځيږي!

یادونه:

(۱ )  د امیرشیرعلي خان او یا امیر عبدالرحمن خان په مهال  د مرکزي حکومتونو په استثنا

د ۲۰۱۵ کال  د فبرورۍ ۲۳ مه

سرلوڅ مرادزی