جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

افراطي  محصلین او ډیموکراټ چارواکي

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د ننګرهار پوهنتون چې د کومې لویې موخې له پاره جوړ شوی هغه موخه اوس بیخې هیره شوې،‌ د افغان سیاستوالو ناسم سیاست دی چې زموږ ځوانان په بېلابېلو وختونو کې کړول شوې.

که د محصلینو په نیولو،‌ ټکولو او وژلو ستونزه حل کیدای د استاد رباني حکومت به پایښت کړی وای،‌ که د محصلینو سره د ښه او بد چلند خبره وي نو اوس باید د ننګرهار پوهنتون محصلینو د طالبانو نوم په خوله نه وای اخستی.

دلته بیا هم د عقیدې، اسلامي شعایرو ته د سپکاوي‌،‌ د پردیو له پاره د خپل افغان ازادي سلب کیدو خبره ده،‌ ننګرهار پوهنتون چې په دي موخه جوړ شوی وو چې هلته به د ډیورنډ د هغې غاړې ځوانانو ته پکې د زده کړو زمینه برابریږي او له پاکستان سره به د ډیورنډ پر پوله د قبایلو د زړه د خوشالولو له پاره داکار کيږي ولي‌ تر ننه هم هغه پلان عملي نه شو،‌ د خلقیانو او پرچمیانو په وخت کې محدود شمیر د پښتونخوا ګوند ( محمود خان اڅګزي)‌ او نشنل عوامي پارټي له خوا ځیني پښتانه محصلین د ننګرهار پوهنتون کې د شمولیت حق ترلاسه کړی وو.

کله چې په ۱۳۷۱ ل کال کې مجاهدینو ته د نظام واګې لاسته ورغلي هغه پخواني‌ د ډیورنډ هغې خوا محصلینو سربیره چې ویې ساتل داځل یې د جماعت اسلامي (قاضي حسین احمد) د ډلې څو تنو ځوانانو ته په پوهنتون کې د شمولیت حق ورکړ.

طالبانو چې ننګرهار ونیو، دواړه ډلې د ډیورنډ هغې غاړې محصلین یې همدلته ورسره وساتل ولی د طالبانو په وخت کې دغه امتیاز بیا د ډیورنډ هغې غاړې محصلینو ته د بېلابېلو عواملو له کبله وځنډول شو،‌ ممکن په هیواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې او داچې له طالبانو سره د یادو ډیورنډ هغې خوا دوو ډلو د نظر اختلاف به لامل و،‌ ولی دا ویلای شو چې جماعت اسلامي پاکستان د طالبانو له ظهور څخه تر نن ورځې د طالبانو خلاف څرګندونې نه دي کړي‌، معلومیږي چې خواخوږي هم ورسره لري.

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۳۷۱ ل کال راوروسته د لاریونو لړۍ روانه ده او هر وخت محصلینو د خپلو حقونو د غوښتلو په موخه د کابل – ننګرهار لاره د څو ګړیو له پاره تړلي ده.

پر افغانستان د امریکا تر حملې او د طالبانو د نظام له سقوط وروسته د ښاغلي‌ کرزي ادارې به هیڅکله هم فکر نه کاوو چې د ننګرهار محصلین دي د حکومت پر ضد لاریون وکړي،‌ ځکه په رسنیو کې دا ډیر ویل کیدل چې طالبانو له محصلینو سره بد چلند کاوو،‌ دعقل تقاضا خو هم داده چې که طالبانو د خپل حکومت پرمهال له محصلینو سره بد چلند کړی وي نو بیا باید محصلین د طالب نوم په خوله هم رانه وړي،‌ سمه ده چې د مدرسې‌ طالب ته تر محصل په ښه سترګه کتل کېدل،‌ سمه ده چې د جهادي مدرسې طالبانو ته تر محصلینو ځکه ښه ډوډۍ ورکول کېدله د زده کړو تر څنګ هغوی نظامي کسان هم وو،‌ په ټوله کې د طالبانو د ډوډۍ نظام ډیر کمزوری وو هم د طالب له پاره هم د محصل او هم د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو له پاره، د ډیرو اوبو لرونکي ‌شوروا او څو ټوټې غوښه یې عمومي خوراک وو،‌ کچالو هم ډیر کارېدل خو شړومي يې نه قضاء کولي.

د ښاغلي کرزي‌ د حکومت پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلینو لوی لاریون چې د قران پاک د سوځیدو او بهرنیانو له خوا اسلامي شعایرو ته د سپکاوي له امله یې وکړ، یواځي همدا یو لاریون نه وو،‌ څو ځله محصلینو همدا کار کړی،‌ د ننګرهار پوهنتون څخه چې د اسلامي کلیمه لیري شوه پر دي‌ هم لویه مظاهره وشوه،‌ د بهرنیانو له خوا د بې ګناه افغانانو د وژلو اړوند په بېلابېلو وختونو کې محصلینو لاریونونه وکړل.

په ۲۰۱۲ ز کال کې نږدې لس ځله د ننګرهار پوهنتون محصلینو لاریون درلود، او په همهغه وخت کې یې هم سپین او زرغون بيرغونه په لاریون کې له ځان سره درلودل، د ننګرهار پوهنتون د لاریونو لړۍ له ۲۰۰۹ څخه  تر ۲۰۱۲ ز کال پوري تیزه روانه وه،‌ او دهمدې لاریونو او د ځینو محصلینو د زنداني کېدو له کبله يوځل د محصلینو استازو له پخواني ولسمشر کرزي سره هم ولېدل.

په ۲۰۱۱ ز کال کې ۱۲ محصلین، په ۲۰۱۲ ز کال کې ۵ محصلین او په ۲۰۱۳ ز کال کې ۲۵ محصلین  او دادی په ۲۰۱۵ ز کال کې چې د نومبر پر ۸مه محصلینو لاریون وکړ،‌ د نومبر پر ۲۶مه ۲۷ محصلین د حکومت له خوا ونیول او زنداني شول.

نږدې درې کاله کیږي چې افغان حکومت د محصلینو له خوا د لاریونو د مخنیو له کبله د لوړو ټولګیو پر محصلینو لیلیه بنده کړه، او له محصلینو څخه یې  د هغوی د اواز اوچت کولو حق واخیست، دننګرهار پوهنتون کې يواځې د لومړی کال او دوېم کال محصلینو ته لیلیه ورکول کیږي.

د لوړو ټولګیو محصلینو ته د خوراک او ځای له پاره د لوړو زده کړو وزارت د میاشتي ۱۸۰۰ افغانۍ نقدي پیسې ورکوي داچې د ننګرهار پوهنتون د استادانو معاشونه او د لیلیه زده کوونکو همدا پیسې دوه ځله د جلال آباد ښار څخه تر درونټې پورې غلا شوې، تر اوسه هم د محصلینو پیسې نه دي ورکول شوې او محصلین وایې چې په ښار کې یې د خپلو مصارفو او اطاقونو له پاره پیسې له نورو دوستانو څخه قرض کړي مګر ددوی له پاره معلومه اندازه پیسې په خپل وخت نه ورکول کیږي له همدې امله یې لاریون کړی وو.

دا ډول د ځینو ډیرو بې وزله محصلینو به دا غوښتنه هم وه چې نور په ښار کې د اطاق کرایه او د ډوډۍ له پاره پیسې په قرض هم نه شي پېداکولای نو همدي کم شمیر محصلینو ته هم دوی د لیلې غوښتنه د پوهنتون له مسؤلینو څخه درلودله.

سمه ده چې محصلینو سپین،‌ تور او زرغون بيرغونه پورته کړي وو،‌ موږ ټول پوهیږو چې دغه محصلین جنګیالي‌ نه وو او نه یې په کومه ځانګړي ډله پوري تړاو درلود،‌ دا چې ځوانان وو او ستونزو کړولي وو همدا احساساتي عمل به یې کړی وي،‌ خو دا څوک نه شي منلای چې دوی طالبان یا د داعش جنګیالي وو.

ددي پرځای چې د ستونزې جرړه په نخښه شي او ستونزو ته د حل لاره پیداشي د ننګرهار پوهنتون د ریس په وړاندیز د محصلینو پر لیلیه امنیتي ځواکونه عملیات کوي‌ او ۲۷ تنه محصلین د افراطي محصلینو په نوم له ځان سره بند ته وړي.

باوري یم که همدا د دوی په اصطلاح افراطي محصلین د دولت امنیتي ادارو د تحقیق او پلټنو له پاره غوښتي وای دوی به خامخا خپله ورغلي وای، او ښه خو داوه چې د ننګرهار پوهنتون په دننه کې یو ګډ دولتي‌ هیئت د دوی څخه د تحقیق او پلټنو له پاره ګمارل شوی وای،‌ کله چې محصلین له درسونو څخه خلاص کیدای بیا به همدغه ګډ هيئت د پوښتنو او ګرویږنو له پاره ورغوښتلای، او که دولت ته دا سخته وای نو بیا هم امنيتي‌ ادارو د پوهنتون له مشرتابه څخه غوښتي‌ وای چې کله هم اړتیا وي‌ همدا محصلین معلوم او ټاکل شوې ځای ته ورړي، د لاریون او بيرغونو د پورته کېدو اصلی عامل ډیموکراټو چارواکو د افراطي محصلینو له خولي‌ په پوره حوصله اوریدلي وای،‌‌ دا اسانه او ددوی په اصطلاح د ډیموکراسي غوښتنه هم وه.

 که خدای مه کړه له همدې ۲۷ تنو محصلینو او یا لږ د دوی څخه ننګرهار پوهنتون کې د زده کړو حق واخستل شي، زجر او شکنجه شي بالاخره یوه ورځ خو به خوشي کیږي، آیا پر دې هم چارواکو فکر کړی چې بیا به همدي محصلینو ته کومه بله لاره پاتې وي؟

که محصلینو ته خپل حق نه ورکول کیږي او د احساساتو له امله داسي‌ یو کار وکړي چې د دولت ناخوښ وي،‌ دا پر دي معنی چې هغوی باید زندان ته ولاړ شي

 افغان حکومت ته په کار ده چې پر هغو عواملو ژور فکر وکړي چې ولي‌ د پوهنتون محصلین د طالبانو او اسلامي حزب بيرغونه پورته کوي. کله چې د طالبانو د بيرغ خبره تر پوهنتون پوري رسیږي ددي معنی داده چې له حکومت څخه ولس ستړی شوی دی.

افغان حکومت که جګړه له طالب سره وي له مسلح طالب سره یې جګړه ده،‌ که خبره د بيرغ شي نو بیا خو د طالبانو تر کنټرول لاندي سېمو کې د دولت اړوند ښوونځیو کې د دولت بيرغونه هم شته او دا ډول په پوهنتون کې د دولت بيرغونه ولاړ وي او په ځینو دولتي مراسمو کې همدا د افغان حکومت بيرغونه ځینې محصلین او ځینې د ښوونځي زده کوونکي لیږدوي، دا بیا دا معنی چې دغه محصل او زده کوونکی د طالبانو مخالف دی او طالبان یې باید په دي جرم مجازات کړي؟ بدبختانه په تیرو ۱۴ کلونو کې ځینې معصوم محصلین د طالبانو په نوم کسانو ووژل او ځینې شکنجه شول،‌ کله چې له طالب او یا بل هر وسلوال څخه موږ غوښتنه کوو چې محصل ناپېیلی دی او باید شکنجه نه شي نو بیا موږ ولي له حکومت څخه دا غوښتنه ونه کړو چې د محصلینو ستونزې په غور واوري‌ او په اصولي او عاجله توګه دهغوی ستونزه حل کړي‌ نه داچې زندان ته یې کش کړي، نه داچې تهدید یې کړي او نه داچې له هغه څخه دا حق واخستل شي چې د خپلو رواه غوښتنو څخه یې مخه ونیول شي.

افغان حکومت ته پر دي هم ژور فکر کول په کار دي‌ چې ستا د وسلوال مخالف بيرغ ستا په کور کې او ستا په اداره کې رپېږي دا معنی ورکوي چې هغوی نه شئ ختمولای، نو ښه لاره یې داده چې د سولې لاره خپله کړئ له مخالفو وسلوالو سره بین الافغاني‌ تفاهم وشي ‌او د سولې مخامخ خبرو ته لاره هواره شي. د زنداني کېدو،‌ وژل کېدو او جنګ ته لمن وهلو پرځای د سولې،‌ امن او افغان ولس د یووالي او اتحاد هڅې وشي.

په دی امید چې د پوهنتونو استادان او محصلین د خپلو غوښتنو له امله زجر او شکنجه نه شي.