از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک پوه او ساینس پوه وو، چې د مارچ میاشتې په (۳۱)مه، پر (۱۵۹۶) زېږدیز کال د فرانسې د «تورن» ایالت د «لاهه» په ښارګوټي کې زیږیدلی دی. ډکارت د عصري فلسفې یو له بنسټ ایښودونکی بلل کیږي. ډکارت د خپلو اندونو او افکار له لارې په نوې فلسفه ډېر ژور اغېز درلود، همدا وجه وه، چې ده  ته د عصري فلسفې پلار لقب ورکړل شوی دی. ده جرمني ته سفر وکړ، څه موده په پاریس او روسیه کې وو. دکارت پر(۱۶۲۸)ز کال کې هالند ته ولاړ او خپل (۲۰)کاله ژوند یې په هالنډ هیواد کې تېر کړ او هلته په علمي، تحقیقاتي او فلسفي اندونو او افکارو بوخت شو.

مور یې هغه مهال مړه شوه چې دی د دیارلسو میاشتې وو او پلار یې د انګلستان د پارلمان قاضي او سلاکار وو. دکارت ډېر ګټور او اغېزناک نښیرونه(اثار) کښلي دي. د نوموړي له نښیرونو(اثارو) څخه دا نښیرونه(اثار) ډېر مهم دي، لکه: «په میتود باندې خبرې»، «تفکرات» او «د فلسفې بنسټونه او اساسات». دی د تاریخ یو له سترو پوهانو او فیلسوفانو څخه ګڼل کیږي. هغهٔ په ​​فزیک کې د رڼا د ماتېدو ( انکسار ) قانون  او د رڼا د انعکاس قانون وموند او کشف کړ او په ریاضیاتو او جیومیټری کې یې د تحلیلي هندسې او جیومیټری بنسټ کیښود. د ده په نظر او لید فزیکي نړۍ ریاضي نړۍ ده. د روح او طبیعت په منځ کې کومه مستقیمه اړیکه نشته. د دې اړیکې وسیله یوازې د خدای تکل او اراده ده. د لوېدیځې فلسفې په تاریخ کې، نوې فلسفه له دکارت سره پیلېږي. ډېر شمېر تاریخ پوهان او کارپوهان باور لري، چې ډکارت تر ټولو زیات اغېز پر ځوان «نیوټن» درلود، او همدا د هغه له سترو لاسته راوړنو څخه دی. رنه ډکارت د فبروري میاشتې په (۱۱)مه، پر(۱۶۵۰) ز کال کې د (۵۴)کالو په عمر د سویډن په سټاکهولم کې مړ شوی دی.

دا هم د رنه ډکارت څو ګټورې او ارزښتناکې خبرې او ویناوې:

– « زه اندو فکر کوم، نو زه یم» 

یانې تفکر او وجود یو له بل سره ېوه نه پرېکېدونکې اړیکه لري.

– یوازې ښه اندو فکر درلودل پوره او کافي نه دي، غوره دا ده چې له هغه ښه کار واخلو. 

– له نويو اندونو او فکرونو، تر پوهېدو مخکې، ملاتړ مه کوئ؛ په شک او تردید ورته وګورئ او حقیقت پیدا کړئ. 

– سیالي تر هغه وخته غوره او خوښېدونکې ده چې د حسادت لامل نه شي. 

– د نړۍ پر ځای خپل ځان بریالی او برلاسی کړئ. 

– د هیچ نوي اندو فکر ملاتړ مه کوئ، پرته له دې چې د هغې په تړاو په ښه ډول پوه شئ. 

– په ازاد، بې پرې او پاک اروا سره او پرته له هر ډول کرکې، کینې او تعصب څخه د حقیقت لټون وکړئ. 

– د ښه ذهن درلودل پوره او کافي ندي مهمه خبره دا ده چې ترینه ښه ګټه پورته کړئ. 

– که تاسو په رښتیا سره د حقیقت په لټه کې یاست دا ستاسو په ژوند کې لږ تر لږه یو ځل اړین دی د هرڅه په اړه د امکان تر حده شکمن اوسئ. 

– یوازینی شی چې موږ په دې نړۍ کې یې واک لرو دا زموږ خپل اند و فکر دی. 

– د ښو کتابونو لوستل، له لرغونو شرافتمنده انسانانو سره مکالمه ده. 

– د ټولو ښو کتابونو لوستل د تیرو پیړیو غوره ذهنونو سره د خبرو اترو په څیر دی. 

– هره ستونزه چې ما حل کړه یو قانون شو،کوم چې وروسته له ما سره یې د نورو ستونزو په حل کې مرسته وکړه. 

– له کرکې سره دښمني مه کوئ، بلکې  په مینه او مېړانه یې ماته کړئ. 

– کله چې څوک ما ځوروي، هڅه کوم چې خپله اروا تر هغې اندازه لوړه کړم چې هغه ځور او تکلیف ما ته ونه رسېږي. 

– د ژوند د پېر او دورو په بدلون سره د خلکو ارزوګانې او ارمانونه بدلیږي. 

– د دې لپاره چې د ژوند په لاره کې په ډاډه توګه پرمخ ولاړ شم او په ډاډه زړه عمل وکړم، زه به په دې پوه شم چې څنګه د حق او باطل، رښتیا او دروغ او د سم او ناسم تر منځ توپیر وکړم. 

– لوست او مطالعه د هغه وخت د مشرانو سره د پېژندلو او خبرو کولو یوازینۍ لار ده چې پېړۍ وړاندې په نړۍ کې اوسېدل او اوس د ځمکې لاندې ژوند کوي. 

– له هغه څه چې تاسو اوریدلي، لیدلي او لوستلي دي، هیڅ شی مه منئ، پرته له دې چې د هغې سموالی او حقیقت تاسو ته څرګند شي. 

– که تاسو غواړئ پوه شئ چې خلک په رښتیا سره څه اندو فکر کوي، وګورئ چې دوی څه کوي، نه هغه څه چې دوی وايي. 

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود