جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

داشغالي ځواکونو احتمالي ستنيدل

انجنير سيد عبدالقادر                                               ۱۳ ـــ ۶ ـــ  ۲۰۱۴

که په لنډه توګه ووايو چی دسيپټمبر د۱۱ مۍ مجهولي ترورستي  پيښي په غبرګون کي دبوش اداري وکړايسواي چی دامنيت شورا څخه دسيپټمبر پر۱۲ او ۲۸ مه نيټه  د۱۳۶۸   او   /۱۳۷۳  لمبر لاندي داسي  پريکړه ليکونه   دمشروع دفاع حق ترنامه لاندي  تر لاسه کړي ، چی دهغو په زريعه يي وکړايسواي  چی پر افغانستان باندي پوځي تيري وکړي ۰ ولي داسي پريکړه ليک دبوش اداري ته دامنيت شورا په لاس نه دي ورکړي ،  چی دهغه په زريعه د طالبانو حاکميت راچپه او پر ځاي  خپل لاس پوڅی رژيم رامنځ ته کړي ۰ دا ځکه چی دامنيت شورا حق نه لري چی ديوه هیواد د حاکميت دچپه کولو په هکله پريکړه وکړي  ( ودې سوال ته هم تر اوسه پوري کوم نړيوال ارګان ځواب نه دي ورکړي چی څنګه ژر بيله کومه عيني شواهيدو دامنيت شورا پر ۱۲ مه او ۲۸ مه نيټه باندي داسي پريکړه ليکونه صادرکړی دی) ۰  متاسفانه داشغال په تيرو نيژدي ۱۳  کلونو کي دافغان ولس داحساساتو له منځه وړلو له پاره يو شمير بهرنيو استخباراتي کړيو ديو شمير سياسي ګوندونو ، مدني ټولنو  ، تيکنوکراتي او جهادي غلو‌‌‌په  لا س داسي تبليغات کول ، چی ګواکي د امريکا پوځي تيري او دطالبانو دحاکميت چپه کول دملګرو ملتونو دپريکړي پر بنسټ تر سره سوي دي ۰

 پداسی حال کي چی :  ( کوفی عنان د سپتامبر په ۲۴ ، عمومی اسامبلی ته د خپل کلنی راپور د وړاندی کولو په ترڅ کی وویل چه امریکا ته د نویارک د پیښی له کبله رارسیدلی تاوان ، دا حق نه ورکوی چه د تروریزم سره د مقابلی په پلمه په هر عمل لاس پوری کړی . دی د « ای، بی، سی » په یوه تلویزیونی پروګرام کی د یوه امریکایی خبریال   دیان سویر » د یو سوال په ځواب کی وویل : « … د م ، م مخکنی پریکړه طالبانو دیته اړکوی چه بن لادن م ، م ته تسلیم کړی . که طالبانو دغه غوښتنی ته هرکلی نه وایی تر تعزیراتو لاندی به راشی . اما د سیاسی نظام بدلون د افغانانو کار دی نه د بهرنیو قوتونو » ( .دجګړي حقوقي بنسټ دروستا ترکي ليکنه )

آيا  امریکا د استعماری تیری په پايله کي  چی  زموږ په هيواد کی دتروريزم او مخدره موادو دمنځه تلو تر نامه لاندي يي چی  کوم بشری او اقتصادي جنايات  تر سره سوي  دي ، ويکړايسواي چی ځانونه وخپلو استعماري مخو ته ورسوي او که نه ؟ ځواب  کي ويلايسو چی استعماري ځواکونه   په هر وخت کي نه سي کولاي چی خپلو استعماري مخو ته ځانونه ورسوي ۰ داځکه چی ځيني وخت دکورني سخت غبرګون  او ځيني وخت بيا دمنطقي دهيوادونو دغبرګون سره هم مخامخ کيږي ۰ امریکا هم دارنګه نه يوازي دکورني او منطقي د  سخت غبرګون سره   بلکه  د نړیوالو د  سیاسی تنفر سره هم مخامخ سوله ۰ که دیوه اړخه دامریکا سر لاسی انحصاری شرکتونودبیلګی په ډول سلاح جوړوونکي ، کمپيوتر جوړونکي او حتا د  کوکا کولا شرکتونه دلس هاوو ميليارډونو ډالره  د خپل ملت  دماليي دپیسو  او ځينيو بيا دافغاني زيرمو څخه ګټه  تر لاسه کړي ده ،د بل اړخه دنړي دګوټ ګوټ په جګړو کي تريوي لسيزي ډيره  دناټواستعماری  ښکيل تيا ، دنړی یو شمیر هیوادونه ودې ته وهڅول ، چی په نړي کي دامن او ثبات له پاره په اقتصادي او پوځی عرصه کي نوي ابر قدرتونه رامنځ ته کړي ۰ چی په دې اړوند د روسيي دجمهور رئيس ولادمير پوتين د ۱۹ ــ ۴ ــ ۲۰۱۴ نيټه باندي دخپلي وينا په يوه برخه کي داسي وويل :  چی ديوه قطبي نړي نظام  مخ پر ماتيدو دي  ، په نړيواله سطح کي نوي قدرتونه ښکاره سوي دي ، چی دنړي يوه قطبه نظام يي باطل کړي دي ۰ او هم دارنګه فاينيشنل ټايمز ورځپاڼه دنړيوال بانک له قوله ليکي ، امريکا چی د ۱۸۷۲ کال راپه دې خواه په نړي کي  دابر قدرتي اقتصادي لومړي مقام ګټلي وو۰ داسي معلوميږي چی چين به په ۲۰۱۴ کال کي داقتصادي لومړي مقام تر لاسه او امريکا به په دوهم مقام کي پاتي سي ۰ او ورپسي په ترتيب سره  مقامونه به ، هند ، جاپان ، المان ، روسيه او برازيل دځان کړي ۰ په داسي حال کي چی دمخکنيو اقتصادي سرچينو په حواله داسي وړاند ويني کيدلي چی چين به په ۲۰۲۰ کال کي دنړي اقتصادي ابر قدرت سي ۰ دپورتنيو کرښو په نظر کي نيولو سره دامريکا تر رهبري لاندي دناټو ځواک نور نه سي کولاي چی زموږ په هيواد کي دافغان ولس سره په جګړه کي ځانونه ښکيل وساتي ۰ ځکه نو اوباما  دوي  اوني مخکي په خپله کلني وينا کي وويل :  چی امريکايي ځواکونه به په افغانستان کي   د۹۸۰۰  سرتيرو  په شمير  د ( ۲۰۱۶ )  تر وروستي پوري  چی البته شمير به يي نور هم مخ پر لږيدو وي ،  دامنيتي تړون دلاس کولو په شرط پاته سي ۰ لومړي بايد ووايو چی مخکني امنيتي تړون مسوده چی دعنعنوي  لويي جرګي تر پريکړي وروسته ميدان ته راووتله  ، په اوس مهال کي يي نيژدي خپله ټول اهميت دلاسه ورکړي ، داځکه چی هغه په مختليفو اړخونو کي  دلسو کلونو له پاره  جوړه  سوي وه ۰ د فرضيي په ډول که ددوو کلونو له پاره نوي  امنيتي تړون مسوده جوړه سي ، په يقيني ډول شرايط او محتوا به يي دتيري مسودي سره به ډير تغير  وي  ، او بيا دلوي جرګي تصويب ته ضرورت پیدا کوي ۰  داوباما دڅرګندونوڅخه داسي ښکاري ، چی ددوي داپريکړه  چی دخپلو سرتيرو دپاته کيدو وخت يي  دلسو کلونو څخه و  ددوو کلونوته  راټيټ کړي ، دوسله وال مقاومت سره د چني وهلو معنا ورکوي  ، نه وافغان ولس ته دنوي خبرتيا په څير ۰سوال رامنځ کيږي چی وسله وال مقاومت به دا وړانديځ دامريکا سره قبول کړي او که نه ؟  ځکه چی دوسله وال مقاومت وړانديځ  هر ځل دټولو اشغالی ځواکونو وتل دي ۰ وڅنګ ته بيا دروسيي دپوځي استخباراتو رئيس دري اوني مخکي وويل چی ، دافغانستان څخه دامريکا د څلويښت  زرو سرتيرو او  ( ۴۰۰۰۰) زرهي وسايطو ایستل د ۲۰۱۴ کال تر وروستيو پوري دامکانه څخه ليري کار بلل کيدالايسي ۰ دځينو افغان سياسي کارپوهانو له نظره ښه به داوي  چی امريکا د خپلو پوځي وسايطوډيره  برخه دپخواني شوروي اتحاد په څير  افغانستان کي پريږدي ۰بايد وويل سي چی ، کرزي خکه د امريکا سره د امنيتي تړون  دلاس ليک پرسر باندي مصنوعي  ناندري  شروع کړي وي ، چی د پردې وشاته امريکا غوښتل چی د خپلو سرتيرو دوتلو دانوي دوه کلن پلان اعلان کړي ( په دې هکله کيدلايسي د ۱۷ ـــ ۱ ــ ۲۰۱۴ ليکني ته د لوبي له پاره لوبه تر سرليک لاندي لومړي برخه وکتل سي ) ۰ داسي ښکاري چی شايد د۲۰۱۴ کاله تر وروستيو پوري خپل ټول سرتيري  وباسي ۰ دځينو سياسي شنونکو له نظره  ديوه امريکايي سرتيري په بدل کي دپينځو لوړ پوړو طالبانو خوشي کيدل نه يوازي دطالبانو په  رسميت پيژندل دی بلکه په جګړه کي دامريکا ما ته هم په ګوته کوي ۰ دليکني په وروستي برخه کي بايد ووايو ، چی زموږ په هيواد کي دمصنوعي ټولټاکنو ددوهم پړاوګټونکي د فرضيي په ډول که ميدان ته دلنډ مهال له پاره هم  راووځي هغه به دامريکا معلوم الحاله لاس پوڅي وي ۰ که دافغانستان اشغال ديوي لحظي له پاره په نظر کي ونه نيسو ، دټولټاکنو دواړو نوماندانو خواو ته چی وکتل سي دجهادي تنظيمي غلو او نور ي په اقتصادي غلا و باندي متهمي کورني غړي په مساويانه ډول ديوه او بل نوماند وخواوته ور ځغستلي او لاسونه يي ټينګ کړي دي ، چی په راتلونکي کي دهريوه  نوماند کاميابي نه يوازي ددوي دمحکمي کولو سبب ونه ګرځي بلکه په راتلونکي کي نورو غلاو ته هم لاس رسي  پيدا کړي ۰ ځکه نو دا ټولټاکني افغان ولس ته امن نه سي راوستلاي ۰ داسي معلوميږي چی ددوهم پړاولوبه بيا دلومړي پړاو په څير دولس دتحريم پر ځاي په تحريفي ډول دپلورل سوو رسنيو له خوا د ۷ څخه تر ۸ ميليونو  دګډون  کچه وښيي ۰ دهيواد په دې حساسو شيبو کي لازمه ده چی  بايد ملي ګوندونه  ، مدني ټولني  او مستقيل  شخصيتونه   دولس  په څير دالوبه تحريم او په بديل کي يي د  سيا سي حل  وړانديځ ونړيوالوته وړاندي کړي ۰ او که نه د ګوندونو او مدني ټولنو دا دملي ګټو ضد عمل به په راتلونکي کی دولس له خوا څخه ونه بخښل سي ۰   تمت بالخير