زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

 پوهيږئ د آی ايس آی مشر ولې کابل ته راځي؟

ټاکل شوې چې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي. د پاکستان د ولسي جرګې (قومي اسامبلۍ) رييس اياز صادق چې د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلى و، ويلي په نږدې راتلونکي کې د کابل ــ اسلام اباد د اړيکو د لا ښه والي او په بېلابېلو سياسي او پوځي برخو کې د همکاريو زياتولو په موخه د استخباراتي ادارې مشر نويد مختار به کابل ته سفر وکړي. که څه هم پاکستاني لوري له کابل څخه د ترهګرو د غوښتلو په اړه څه نه دي ويلي خو ويل کيږي چې نويد مختار به د ترهګرو د تبادلې لپاره له يو ليست سره کابل ته راشي چې پر اساس به يې دواړه لوري يو و بل ته له دوی سره د بندي ترهګرو د سپارلو ليستونه ورکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان له کابل نه د ترهګرو د ورسپارلو غوښتنه کوي بلکې له دې وړاندې کله چې د پاکستان په لاهور ښار او سند ايالت کې خونړي ترهګريز بريدونه ترسره شول؛ پاکستاني حکومت له افغانستانه د يو شمير پاکستاني ترهګرو د ورسپارلو کړې وه. وروسته بيا افغان لوري هم پاکستان ته د ترهګرو ليست وسپاره خو نتيجه يې تر اوسه معلومه نه شوه.

پوښتنه اوس دا ده چې په داسې حالاتو کې چې د کابل او اسلام اباد اړيکې ترينګلې شوي دي او کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي د سفر پسې سمدستي څنګه د آی ايس آی مشر کابل ته د سفر موزې په پښو کوي؟

لومړی: کابل ته د پاکستان د آی ايس آی ادارې د مشر نويد مختار د سفر ستر هدف له کابل څخه د انس حقاني په ګډون د پاکستاني ترهګرو د ورسپارلو غوښتنه ده. په مقابل کې به يې پاکستان هم افغان حکومت ته تش په نوم يو شمير هغه بنديان ورکړي چې په اصل کې مغز يې د پاکستان استخباراتي ادارې لخوا مينځل شوی دی او په حقيقت کې به په کابل کې د آی ايس آی ادارې غير مستقيم استازي وي. پاکستان به دلته له همدغو بنديانو څخه په استفادې د افغان حکومت په مهمو ستراتيژيکو نقطو کې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.

دويم: کابل ته دنويد مختار د سفر بل هدف دلته په افغانستان کې د هغو اشخاصو خپلول دي چې په افغانستان کې د هندوستان نفوذي اشخاص بلل کيږي لکه د پخواني ولسمشر حامد کرزي. په دې ترتيب پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د هندوستان نفوذ کنټرول او خپل پراخ کړي. دوی په هغو کسانو چې اوس مهال په افغان دولت کې دننه يا د باندې دي او د هندوستان له نفوذ لاندې دي؛ کار کوي څو پر مټ يې په افغانستان کې د هندوستان ونډه کم رنګه کړي. مختار به اوس دغو کسانو ته وايې چې راځئ مونږ او تاسې خو مسمانان يو، ګاونډيان يو، کلتور مو يو دی، مذهب مو يو دی، او بيا کوز او بر پښتانه لرو، نو بيا ولې مو سره اړيکې خرابې وي. راځئ چې هماغه پخوانی افغانستان او پخوانی پاکستان جوړ کړو.

دريم: کابل ته د آی ايس آی د مشر د سفر بل ستر هدف دلته د ميشتو پاکستاني لاسپوڅو سره ليده کاته او ورته د نوي موخې لپاره نوي پلانونه ورکول دي. مختار په افغانستان کې ډير نفوذ لري، ډير ملګري او همغږي لري، آن د جهاد او مقاومت له دورې له ځينو مجاهدينو سره راشه درشه لري. دلته بايد حکومت يوې خبرې ته جدي متوجه واوسي چې له مختار سره د ځينو جهادي ډلو د ملاقات زمينه برابره نه کړي. ځکه د آی ايس آی مشر ته انسانيت، افغانیت، شرافت، ورورولي، احساسات او عواطف ارزښت نه لري. نوموړي ته له انسانیت، ورورولۍ او آن له اسلاميت نه هم د پاکستان ګټې ارزښت لرونکې دي او لومړيتوب ورته ورکوي.

نويد مختار آن پر افغانستان د شوروي د يرغل له وخته دلته خپل نفوذي کسان لري او پر مټ يې په افغانستان کې خپلې ګټې تعقيبوي. نوموړي تل له يو شمير مجاهدينو څخه د افغانستان او افغان ولس د بربادۍ لپاره کار اخيستی دی. نوموړی دلته که په هره بهانه او نوم راځي خو هدف يې يواځې او يواځې خپلې ګټې ترلاسه کول او د افغان حکومت غافل کول دي.

څلورم: پاکستان چې په وروستيو کې د افغانستان او امریکا لخوا له يو شمير فشارونو سره مخ دی نو اوس د افغانستان د سولې پروسې سره د مرستې په نوم يو ځل بيا افغان حکومت دوکه او په تکراري ژمنو بوخت کړي. له بل طرفه به امريکا په شان د دوی مالي ملاتړي هيواد ته ځان وښيې چې مونږ خو د افغانستان د سولې لپاره هر رنګه قربانۍ او مرستې ته چمتو يو. په دې ترتيب به هم افغان حکومت بوخت وساتي او هم به له امريکا له افغان سولې سره د مرستې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم پيسې وشکوي.

ويل کيږي چې نويد مختار به يو شمير افغان چارواکو ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړي. د افغان چارواکو له بلنې څخه د آی ايس آی هدف د افغان چارواکو بليک ميل کول دي. په دغو افغان چارواکو به په اسلام اباد او لاهور کې په هوټلونو کې ميلمستياوې وکړي، عيش و نوش به ورته برابر کړي خو تر څنګ به يې خبرې ثبت او پټې ويډيو عکاسي ګانې وکړي. دغه ويډيو ګانې به بيا د افغان چارواکو د خوږې ګوتې په توګه کاروي او د اړتيا پر مهال به ورته وايې چې يا به زما خبره منې او هيواد به دې راباندې پلورې کنې دا ويډيو دې د رسنيو له لارې نشروم. بيا به نو ورته خدای مه کړه افغان چارواکي پړ وي او هر څه چې يې خوښه وي پرې به يې مني.

 

د ملي يووالي حکومت مشرانو ته مو مشوره دا ده چې د پاکستان په هيڅ راز ژمنې او خبرو دوکه نه شئ، که نويد مختار راځي، که يې پارلمان راځي او که بل کوم شخص يا پلاوی يې راځي؛ ټول د يوې غوا بچي دي، باور پرې مه کوئ، د ترهګرو تبادله ورسره مه کوئ، د استخباراتي معلوماتو تبادله ورسره مه کوئ. دغه راشه درشه د پاکستان له يو سيال هيواد سره وکړئ چې دلته د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې لاسونه ورته پرې کړي. بس دی پاکستان ډير دوکه کړلئ، نور وخت دی چې بايد هوښيار شئ او د ولس په سرنوشت لوبې ونه کړئ.

لیکنه : خوشحال آصفي