جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

پر ځای اعتراف؛ خو د څه لپاره؟

په داسې حال كې چې په پام كې ده د روانې ميلادي مياشتې (مارچ) په نيمايي كې د افغانستان، پاكستان، امريكا متحده ايالاتو او چين د استازو په  ګډون څلوراړخيزه غونډه کې له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وشي؛ پاکستان په رسمي ډول په هغه څه اعتراف کړی چې له پخوا وختونو څخه پرې د افغان حکومت، شنونکو او خلکو تور پورې کاوه.

د پاکستان لومړي وزير د بهرنيو او امنيتي چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به افغانستان کې د سولې او ارامۍ ټينګښت سره مرسته وکړي. ده چې واشنګټن کې يې د بهرنيو اړيکو د شورا يوې څېړنيزې غونډې ته وینا کوله، اعتراف وکړ، چې طالب مشرتابه له خپلو کورنيو سره پاکستان کې اوسېږي، او له طبي اسانتياوو يې ګټه اخلي، نو له همدې مخې يې هېواد پر طالبانو فشار راوړی شي.

که څه هم له دې وړاندې د پاکستان کودتايي ولسمشر پرويز مشرف؛ په نوموړي هيواد کې د طالب اورپکو په روزلو او ملاتړ کولو اعتراف کړی و؛ خو دا لومړی ځل دی چې په رسمي توګه د پاکستان لوړ پوړی چارواکی په نوموړي هيواد کې د تروريستانو په پناه ځايونو او د دغه هيواد له طبي اسانتياوو څخه په ګټې اخيستنې اعتراف کوي.

دلته پوښتنه دا پيدا کيږي چې د سرتاج عزيز د لوري دا اعتراف ولې پخوا نه کيدلو؟ د افغان سولې لپاره خو پوره څلور؛ څلور اړخيزې ناستې د پاکستان په ګډون ترسره شوې. ولې يي په دغو څلور اړخيزو غونډو کې؛ په پاکستان کې د وسله والو طالبانو په پناه ځايونو او د دغه هيواد له طبي اسانتیاوو څخه د دوی په استفادې اعتراف نه کولو؟
همداشان په تير کې په پاکستان کې د افغان سولې اړوند کنفرانسونو کې په ځانګړي توګه په اسلام اباد کې د اسيا زړه په کنفرانس کې سرتاج عزيز ولې اعتراف نه کولو چې د طالبانو پناه ځايونه په دغه هيواد کې دي؟

خو اوس چې وينې د افغان سولې اړوند هڅې زياتې شوي نو د ځان لپاره يي له نړيوالې ټولنې د امتياز زياتونې لپاره په داسې يو حساس وخت کې په هغه څه اعتراف وکړ؛ په کومو چې کلونه کيږي د افغان دولت له لوري تورن کيږي خو دوی پرې غوږونه کاڼه دي. په داسې حال کې چې د پاکستان لومړي وزير د بهرنيو او امنيتي چارو سلاکار سرتاج عزيز په يو حساس وخت کې په نوموړي هيواد کې د تروريستانو په پناه ځايونو او د دغه هيواد له طبي اسانتياوو څخه په ګټې اخيستنې اعتراف کوي؛ او هغه هم د امريکا په پلازمينه واشنګټن کې؛ نو معنا يي يوازې همدا کيدلای شي چې په افغان سوله پروسه کې له نړيوالې ټولنې په ځانګړي توګه له امريکا د امتياز راشکولو په هڅه کې دی.

ددې تر څنګ په افغان سوله کې د پاکستان له لوري د زيات امتياز اخيستلو لپاره دا خبر هم دليل کيدلای شي چې پر اساس يي ويل کيږي؛ پاکستان ژمنه کړې چې د روانې جګړې پر ضد د فتوا د صادرولو لپاره به د افغانستان او پاکستان د لویو دیني عالمانو د ګډې غونډې جوړولو ته لاره هواره کړي. پخوا یو شمېر پاکستاني او افغان دیني عالمانو په خپلو هیوادونو کې جګړه حرامه بللې وه. خو دا به لومړی ځل وي چې د دوو هیوادونو عالمان په ګډه جګړه ناروا اعلانوي.

که داسې په رښتيا هم وشي او په پاکستان کې د افغان جنګ پلوي ملايان لکه مولانا فضل الرحمن او نور د حکومت په پيسو چليدونکي ملايان؛ په رښتنې توګه او د زړه له اخلاصه په افغانستان کې جنګ ناروا وبولي خو له شک پرته چې دا به په افغانستان کې وسله والو طالبانو اغيز وښندي خو په تير کې د پاکستان د ملايانو، پوځ او استخباراتو نيت ته په کتو داسې هيڅ هيله مندي نشته چې ګويا پاکستاني ملايان دې په رښتونې توګه په افغانستان کې د جګړې د حراموالي لپاره فتوا صادره کړي. له دې ډول نمايشي او غولونکو څرګندونو هم څرګنديږي چې پاکستان په وروستيو کې د افغانستان سولې په پروسه کې له نړيوالې ټولنې په ځانګړي توګه له امريکا څخه د زيات امتياز اخيستو په لټه کې دی.

 

لیکنه : خوشحال آصفي