جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

د منصور وژل کيدل، د طالبانو د زوال پيل

وروستي راپورونه وايي چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د امریکا په بريد کې وژل شوی دی. د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د وسله والو طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور یې هوايي بريد کړی دی. په همدې حال کې يو امريکايي چارواکی وايې چې په برید کې منصور او یو بل تن چې له ده سره په موټر کې سپور و، احتمالاً وژل شوي دي. دا لومړی ځل نه دی چې رسنۍ د طالب اوسني مشر ملا اختر منصور د وژل کيدو خبرونه وړاندې کوي؛ بلکې له دې وړاندې هم د افغان، پاکستاني او امريکايې چارواکو او په خپله د وسله والو طالبانو مخالفې (ملا رسول) ډلې څو ځلي د نوموړي د وژل کيدو ادعاوې کړي دي چې وسله والو طالبانو د خپل اوسني مشر ملا اختر منصور د وژل کيدو خبرونه بيا رد کړي دی.

خو دا ځل د طالب اوسني مشر د وژل کيدلو خبر کره والی ځکه زيات ښکاري چې پر نوموړي ترسره شوی بريد د پاکستان په داسې ځای کې شوی دی چې هلته بې پيلوټه الوتکو تر اوسه کوم بريد نه دی کړی او تر ډيره دغه ډله په دې ځای کې پناه ځایونه لري. په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه تل په قبايلي سيمو کې کېږي چې د همدغو بريدونو له وېرې ډيری افغان طالبان په بلوچستان صوبه کې فعاليتونه کوي. خو دا لومړی ځل دی چې په بلوچستان صوبه کې د بې پيلوټه الوتکې بريد شوی دی. نو پر همدې اساس ګمان کيږي چې دا ځل دې د ملا منصور د وژلو خبر کره وي.

لکه څرنګه چې ملا اختر محمد منصور د پخواني طالب مشر ملا محمد عمر د مړینې د اعلان نه وروسته د وسله والو طالبانو مشر وټاکل شو او د هغه په ټاکلو آن له لومړۍ ورځې ځینو طالب مشرانو اختلاف درلود؛ خو په وروستيو کې د طالبانو پر وړاندې د افغان حکومت له وروستي تند دريځ د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې له موافقې وروسته په دغې ډلې کې اختلافات لا هم زيات شوي دي. په ټوله کې د څو دلايلو پر اساس ويلای شو چې په اوسنيو شرايطو کې د ملا اختر محمد منصور وژل کيدل د وسله والو طالبانو د زوال په معنا دی.

لومړی دا چې د طالبانو په ليکو کې له اسلامي حزب څخه جلا شوي مرورو وسله والو هم شتون درلود چې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې تر موافقې وروسته؛ غواړي بيرته له خپل امير او خپلو ملګرو سره يو ځای شي.

دویم دا چې وسله وال طالبان د جنګي مبارزې له مخې په دوه ډلو ويشل شوي دي. يوه ډله هغه طالبان دي چې د لويو استخباراتي کړيو او د پاکستان د ای ايس ای لخوا ورته دستور ورکول کيږي او د هغوی په اشاره جنګيږي چې دوی په بشپړه توګه خپلواک نه دي. دوی تر هغې جګړې ته دوام ورکوي؛ تر کومه چې ورته د استخباراتي کړيو له لوري د جګړې دستور ورکول کيږي. دويمه ډله يې بيا هغه دي چې د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې جنګيږي. دوی چې تر ډیره له جګړې ستړي شوي دي او په وروستيو کې د اسلامي حزب او افغان حکومت تر منځ د سولې بريالۍ هڅې وليدلې نو د دوی لپاره په افغانستان کې د جګړې ختم شو. دغه ډله په همدې اساس له وسله والو طالبانو جلا کيږي، وسله پر ځمکه ږدي او له افغان سولې پروسې سره يو ځای کيږي.

دريم دا چې د وسله والو طالبانو په ليکو کې د ملا اختر محمد منصور ډ‌لې مخالفې ډلې (د ملا رسول ډلې) د ملا منصور خلاف د پرله پسې څرګندونو هم د وسله والو طالبانو پر ليکو، ځواک او اتحاد هم منفي اغيز کړی دی. د ملا رسول ډلې څو، څو ځلي ویلي پاکستان غواړي د طالبانو تر منځ درز پیدا او جګړه د خپلو موخو لپاره وغځوي. دغې ډلې تل پر نورو طالبانو غږ کړی چې د پاکستان د دسیسو پر وړاندې دې هوښیار وي او د ملا رسول له ډلې سره دې یو ځای شي.

څلورم دا چې په افغانستان کې د نشه يې توکو د کښت او قاچاق، د لویو لارو کنترول، له سوداګرو پیسې اخیستل، د حکومت او د بهرنیو ځواکونو توکي او اکمالات نیول او له خلکو په زوره د مالياتو د اخيستو تر څنګ د وسله والو طالبانو ستر مالي همکار او ملاتړی د پاکستان هيواد دی او په وروستيو کې پاکستان له اقتصادي رکود سره مخامخ دی. همداشان په وروستيو کې د پاکستان د ستر مالي ملاتړي هيواد امريکا تر منځ اړيکې هم تريګلې شوي. د امریکا د کانګریس غړي وايي چې پاکستان د حقاني شبکې په شمول د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او باید امریکا له دغه هیواد سره مرستې محدودې کړي. بل پلو د پاکستان مرکزي بانک راپور ورکړی چې په روان مالي کال کې په دغه هیواد کې بهرنۍ پانګونه په سلو کې ۷۷ لږه شوې ده.  د همدغو دلايلو پر اساس ويلی شو چې پاکستان نور د وسله والو طالبانو د تمويل توان نه لري.

د يادو شويو ټولو دلايلو پر اساس ويلی شو چې په اوسنيو شرايطو کې د طالب مشر ملا منصور وژل کيدل د دوی د زوال په معنا دي او پرته له دې چې ټوپک په ځمکه کيږدي او د افغان سولې پروسې سره یو ځای شي؛ بله د تيښتې لار نه لري.

لیکنه : خوشحال آصفي