زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

د طالب په جامه کې بلا

امین الله حقپال

وایي چې د موسی(ع) پر مهال یو سپی و چې د عادت له مخې به یې هر چا ته غفل.

یوه ورځ دې سپي یو ملا ولید چې پاکې او سپنې جامې یې په تن وې د تمې خلاف سپي د ملا د احترام په خاطر ملا ته ونه غفل او په یوه لوړ ځای کې کښېناست او یا څملاست. ملا چې سپی ته ښه را لنډ شو؛ نو یوه غټه ډبره یې را واخیسته او ناڅاپه یې سپی په دا سترګه وویشت او د سپي سترګه یې ړنده کړه؛ نو کله چې خبره د وخت پیغامبر ته رسي او توره سپینه پیل شي؛ نو نوموړي ملا ګرم بلل کېږي؛ ځکه چې ملا له کوم دلیل پرته سپی په کاڼی ویشتي و؛ نو وروسته تر دې محکمه پرېکړه کوي چې په بدل کې یې باید د ملا سترګه ړنده شي؛ نو جلاد ته امر وشو چې د ملا سترګه وباسي؛ خو نا څاپه سپی آواز کوي چې زه دا کس په یوه شرط بخښم، هغه دا چې دا کس به له دې وروسته سپنې جامې نه اغندي دا اصلاً ملا نه دی، زه د ده په جامو غلط شوم؛ نو هسې نه چې د دې سپینو جامو له امله نور پرې دوکه شي؛ ملا معاف شو؛ خو له سپینو جامو سره یې مخه ښه وکړه.

د نن سبا طالب هم یاد، ملا ته ورته دی. نوم یې د طالب؛ خو کارونه یې له طالب سره د ځمکې او آسمان په اندازه توپیر کوي.

په غزني ولایت کې چې کوم وحشت تر سره شو د خلکو شتمني او مالونه وسځېدل او وینې تویې شوې چې دا له انسانیت او له انساني کرامت ډېر لیرې دی. ملا څه چې بلا هم دا کار نه کوي. پرته له دښمنه چې پرې خوشحالېږي نور هېڅ بشر له دې ناورینه نا خوښه دي بشر پرې زړه خوړني کېږي، ویرجن کېږي او …

وایي چې جګړه له انسان څخه وحشي جوړوي چې دا دی عملاً مو ولیدل چې وحشي هم داسې کړنې نه ترسره کوي؛ نو اې هېوادوالو خبردار اوسئ دا طالب نه دی! دا ملا نه دی! دا بلا ده؛ ځکه دوی د تعلیم خلاف دي، دوی د سولې خلاف دي، دوی انساني کرامت تر پښو لاندې کړی، دوی موږ نړۍ ته وحشي معریفي کول غواړي. دوی ته یوازي خپلې شخصي ګټې او زموږ مجاهد ولس د دښمن خوشحالول مهم دي.

دوی د سړکونو له جوړولو سره مخالفت کوي؛ خو چې د شرکت له قرارداد کوونکي یو څه په جبر تر لاسه کړي؛ نو مخالفت ختم او د سړکونو کار پیل شي؛ نو آیا دا غلا نه ده، دوی له بې وسو او بېکسو څخه په زور د ځای، چای او عشر غوښتنه کوي او د خلکو له زورولو خوند اخلي او همدا شان دوی د خلکو له کورونو او سوداګریزو مرکزونو او افعانان د سپر په توګه ګټه اخلي او دا کارونه ځان ته روا بولي په داسې حال کې چې د خلکو زورول او د یوه بې ګناه انسان وژل د ټول بشر د وژلو په معنی ده نو آیا دا له شریعیت سره په ټکر کې کړنې دي. آیا په دې جګړه کې بې ګناه انسان شهیدان نه شول؟

او بیا په همدې د عشر او زکات په نوم کومې پیسې چې تر لاسه کوي همدا طالب پرې وسلې او مهمات چمتو کوي او وروسته یې د خپل ملک چې د مور حیثیت لري، پلونه پرې الوزوي، د قراني ارشاداتو خلاف ښوونځي پرې بندوي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هدایت خلاف واړه او تنکي ځوانان د دې پر ځای چې تعلیم ته یې تشویق کړي دوی ماشومان جګړې ته تشویقوي او له درس او تعلیم او پرمختګ څخه یې محروموي؛ نو اې افغان مسلم وروره او اې مسلمانې خورې نور د دوی په مکر او ذکر مه دوکه کېږي دوی د پاکستان، ایران او … د خوشحالولو په خاطر له ما او تاسو ناوړه ګټه اخلي او خپل دښمن زموږ د ملک او خلکو د وینو په تویولو خوشحالوي. یعنی په اصل کې له خپلې مور یا خاورې سره خیانت کوي او هغه ایران پرې خوشحالوي چې هلته اسلامي ارشادات د خپلو ګټو دپاره قرباني کېږي، هلته چې حنیفي مذهب په ښکاره تحقیر کېږي، ځپل کېږي هلته چې مسلمان افغان ته، چې خدای پاک ورته اشرف المخلوقات ویلي د افغان کثافت او په نورو نومو سره یادېږي او د هغه پاکستان د خوشحالولو په خاطر زموږ وینې تویوي چې زنا او د زنا کاري او فحاشۍ کارونه په ښکاره فعالیت لري؛ نو راځئ نور دا طالب په تمامه معنی وپېژنو او له طالب څخه نور د طالب لقب یا نوم واخلو او په اصطلاح د ملا جامې ترې وباسو تر څو نور خلک پرې دوګه نه شي او دوی د بلا په نوم وپېژني.

راځئ چې د یوه هوسا، آرام، خوشحاله او پرختللي او با سواده نسل ننګه وکړو او دا نسل نور د جګړې پر ځای د سولې او پرمختګ او تعلیم پر لور تشویق کړو او په همدې هیله او اې لویه خدای سوله.

 امین یا رب العالمین