از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه وو، چې پر (۵۸۲)ق م کال کې د «ساموس» په ټاپو کې چې په لرغوني یونان کې موقعیت لري زیږیدلی دی. فیثاغورث په ځوانۍ کې ډېر سفرونه وکړل او د ژوند دوه ویشت کاله یې په سفر کې تېر کړل. مصر، بابل او ایران ته یې ډېر سفرونه کړې دي او په دې سفرونو کې یې ډېر څه زده کړل. هغهٔ په ​​خپل ټاټوبي یونان کې یوه ښوونځۍ جوړه کړه چیرې چې هغه د ریاضي، فزیک، اخلاقو او سیاست ښوونه او تدریس کاوه. وروسته بیا دی «کروتون» ته ولاړو  او هلته یې د خپلو پلویانو یوه ټولنه جوړه کړه، او دې ټولنې د څه مودې لپاره په ښار کې واک او اغېز درلود. خو په پای کې خلک د فیثاغورث سره همغږي او موافق نه شول او هغه «میټاپونشن» ته لاړ (چې په جنوبي ایټالیا کې موقعیت لري) او هلته مړ شو. هغه بې له شکه د نړۍ د فلسفې او ریاضیاتو یو له بنسټ ایښودونکو څخه دی. فیثاغورث په ریاضیاتو کې استدلال معرفي کړ، او دا د هغه وخت ترټولو مهم علمي او ساینسي موندنې او کشفونه دي. فیثاغورث هغه څوک وو، چې ریاضیات یې له فلسفې، تصوف او موسیقۍ سره ګډ کړل او د یوه ژور فلسفي نظام بنسټ یې کېښود.ده د علم او ساینس په تاریخ کې ځینې لید توګي او رسمونه رامنځته کړل.

دا هم د فیثاغورث ګڼ شمېر ګټورې او اغېزناکې خبرې او ویناوې:

– هیڅکله پر هغه ملګري باور مه کوئ چې د خپلو ملګرو په اړه خبرې کوي. 

– وړتیا او اړتیا یو له بل سره تړاو لري. 

– هیڅکله د اندو فکر کولو د مخه خبرې مه کوئ او یو کار مه ترسره کوئ. 

– موږ باید خپله اروا وپیژنو او د خپلې اروا او زړه په ژورو کې د خوښۍ او نیکمرغۍ لټون وکړو. 

– ویسا(اعتبار) د انسان د پیدایښت په شان دی، کله چې انسان یو ځل ویسا (اعتبار) له لاسه ورکړي، بېرته یې نشي موندلی. 

–  کله چې غوسه شو، باید له دغو دواړو کړنو، وینا او عمل څخه ډډه وکړو. 

– په دوستۍ کې شک کول زهر دي. 

– یا چُپ او خاموش اوسه یا داسې څه ووایه چې تر چوپتیا غوره وي. 

– هغه څوک چې د وژنې او کړاو تخم کري هغه نشي کولی مینه او خوښي را ټوله کړي. 

– که ملګری مو کومه تېروتنه کوي، د هغه ملګرتیا مه پرېږده ځکه چې انسان د تېروتنو تابع وي. 

– انسان باید په عمل کې وازمویل شي نه په ویناوو ځکه زیاتره خلک په عمل کې بد او په خبرو کې ښه وي. 

– ناپوه او احمق په خپلو خبرو او هوښیار په چوپتیا او  خاموشۍ کې پېژندل کېږي. 

– ستاسو ملګری هغه څوک دی چې کله هم له تاسو څخه حقیقت واوري، په غوسه نه شي. 

– د انسان تکل او اراده د هغه د برخلیک تر څنګ ولاړ دی او د هغه د پرمختګ  څرخ کنټرولوي. 

– هغه اصل چې د انسانانو  ژوند اداره کوي احساسات دي. 

– غوسه په لیونتوب پیلېږي او په پښیمانۍ پای ته رسېږي. 

– سره زر د اور په وسیله، ښځه د سرو زرو له لارې، او نارینه د ښځې په وسیله و ازمویئ او امتحان کړئ. 

– څوک مو چې خپلو تېروتنو ته پام اړوي د هغه چا نه ډېر غوره دی چې غوړه مالي او چاپلوسي درته کوي او د غرور په رنځ مو اخته کوي. 

 ***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدلقادر مسعود