نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

«
»

د ولس هډوکي مات شول، خو ښکلېلې غاړې ماتې نه مني

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا ريیس اکرم خپلواک په وروستیو کې په زغرده ویلي چې طالبان دې له هیواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالوېش په اړه له افغان حکومت یا د سولې شورا سره خبرې وکړي؛ اوس د طالبانو د واکمنۍ په مهال په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، طالبانو ته د اشرف غني د وړانديزونو او بيا پر دغو وړانديزونو د نورو هيوادونو د تاکيد په غبرګون کې ويلي؛ طالبان د پاکستان او ایران په شمول د بل هیواد په وسیله هیڅ راز جوړجاړی نه مني، دوی غواړي چې مسله د نورو له دخالته پرته له امریکا سره د خبرو له لارې حل کړي.

ملا عبدالسلام ضعیف پاکستانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې طالبان تر اوسه د افغانستان دولت غيرقانوني بولي او طالبان غواړي چې افغانستان د دوی په وینا له اشغالګرو څخه آزاد کړي. د ملا ضعيف له څرګندولو داسې ښکاري چې ګويا طالبان لا هم په افغانستان کې ماتې نه مني او بيا هم په خپلې لومړنې غوښتنې ټينګار کوي چې امریکا دې له افغانستان څخه ووځي. دا چې طالبان يواځې له امریکا سره په خبرو ټينګار کوي، مانا يې دا ده چې دوی يو ډول سياسي ضد نيولی او غواړي خلکو ته وښيې چې د امريکا افغان ځواکونو ۱۶ کلنې جګړې دوی تضعيف کړي نه دي او لا هم په خپلو لومړنيو شرطونو ولاړ دي.

بل لور ته په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن هم د افغانستان په جنګ کې د دوی ماتې له تصوره ليرې بولي. نيکلسن څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د سربازانو د تقدير مراسمو په غونډه کې ويلي چې د طالبانو په مقابل کې د امريکايې ځواکونو ماتې له تصوره ليرې خبره ده. نيکلسن په ورته مهال سولې ته د افغان حکومت له لوري د طالبانو له رابللو وړانديز څخه ملاتړ کوي او وايې چې دا د طالبانو لپاره يو ښه فرصت دی چې بايد له لاسه يې ورنکړي.

د افغانستان په جګړې کې د طالبانو او د امريکايې قواوو د ماتې نه منلو څرګندونې په داسې حال کې ترسره کيږي چې په مرغومي مياشتې کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ “سي پي ای جي” په خپل وروستي راپور کې د تير کال يواځې په اتو مياشتو کې په افغانستان کې د ۱۳۷۲ ملکي خلکو وژل کېدو او ۲۳۶۰ نورو ټپي کېدو يادونه وکړه. راپور کې ويل شوي، چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د مۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ډیسمبر تر وروستې ورځې پورې موده کې ملکي وګړو ته ډیره مرګ ژوبله په کابل، ننګرهار، هرات، غور، کندوز او هلمند کې اوښتې ده.

دا يواځې ملکي مرګ ژوبله ده چې د جګړې د ښکېلو خواوو څخه عام ولس ته اوښتې ده، که د افغان امنيتي ځواکونو، بهرنيو ځواکونو او طالبانو تلفات ورسره يو ځای شي نو کچه يې څو چنده زياتيږي. اوس پوښتنه دا ده چې طالب سره د دومره تلفاتو چې عامو افغانانو ته د دوی د جګړې له امله اوښتې، ولې ماتې نه مني او امريکا بيا ولې په دغه جنګ کې خپله ماتې له تصوره ليرې بولي؟ رښتيا هم دوی ماتې نه ده خوړلې؟

لومړی: وسله وال طالب ځکه د زرګونو ملکي افغانانو په وژنې سترګې او په حقيقت کې په خپلې ماتې سترګې پټوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې ګټونکی ځان ثابت کړي او ورسره د امریکا د سيالو هيوادنو څخه هغه ترلاسه شوې پيسې چې د افغانستان د جنګ لپاره يې په دوی پانګونه کړې؛ ځانته حلالې کړي. همداراز طالب افغان حکومت او نړيوالو ځواکونو ته د خپل قوت د ښودلو او بيا د سولې په صورت کې د زيات امتياز ترلاسه کولو لپاره خپل ځان لا هم ځواکمن ښيې او د سولې په مقابل کې د ډير څه امتیاز ترلاسه کولو په تمه دی.

دويم: بهرني ځواکونه ځکه ماتې نه مني چې نه غواړي د افغانستان په جګړه کې د ښکېلتيا له امله يې نوم بد نه شي. ځکه دلته يې د جګړې څه د پاسه شپاړلس کاله پوره شول چې د ترهګرۍ د ختم، ښې حکومتولۍ او د مخدره موادو سره د مبارزې لپاره يې چې کومې ژمنې کړې وې؛ عملي نه کړای شوې. اوس د دې لپاره چې خلک ورسره د شپاړس کلنې جګړې حساب ونه کړي، لا هم په جګړې تاکيد او په جګړې کې خپله ماتې نه مني.

په حقيت کې د جګړې ټول  اړخونه مات شوي دي، ټول د ولس لپاره منفور شوي دي او ټول د ولس په مرګ ژوبله کې پړ دي، څوک ډير او څوک کم. خو يوه خبره دې د جګړې ښکلېل ټول اړخونه په نظر کې ونيسي چې هيڅکله به په زور، وحشت، چاودنو او د نظامي لارې بريا ته ونه رسيږي. دوی که غواړي چې هم يې نوم بد نه شي او هم د افغانستان د جګړې لپاره حل پيدا شي نو يواځينې انتخاب یې بايد سياسي خبرې اترې او مذاکرات واوسي.

لیکنه : خوشحال آصفي