نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

«
»

د دوحی د سولې هوکړه، او څو عملي وضاحتونه!

لیکنه:  قاضي نجیب الله جامع
۱. د افغانستان د حکومت او امریکا د دفاع وزیر ترمنځ د فبروری پر ۲۹ د ګډي اعلامیه په ۳ بندونو کې د دوحی د سولې له هوکړې رسما ملاتړ او د مراجعه کوونکي سند په توګه منل شوی.۲. زلمی خلیلزاد کابل ته له طالبانو سره د مذاکراتو د هر پړاو په پیل، منځ او یا اخیر کې کابل ته نږدی تر ۲۰ ځله ډير سفرونه کړې او په هر سفر کې یې د افغان حکومت د ویاندویانو په خبره چې دویته د مذاکراتو له بهیر او کېدونکي تصمیمونو څخه په جریان کې کول.
۳. د ملي مصالحي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله له طلوع نیوز سره د خبرو پرمهال د دې هوکړې څخه خبرتیا او وروسته له هغه چې د دې شوراه مشر شو دا هوکړه یې بیا ـ بیا تایید او د هغي موادو او مفادو ته یې په ډاګه ژمنتیا ښوودلی.۴. د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ۱۰ ورځي رسمی او نږدی یوه نیمه میاشت غیری رسمی اورکم د همدې هوکړې په بنسټ شوی.
۵. د قطر ـ دوحی د سولې هوکړې په بنسټ تر ۵۰۰۰ زیات طالب بندیان د افغان حکومت له لوری آزاد کړای شول.۶. د قطر په دوحه کې روان بین الافغاني مذاکرات د همدې هوکړې پر بنسټ وروسته له هغه چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خلاص شول پیل شو.
۷. د افغانستان د حکومت مذاکره کوونکي پلاوی له طالبانو سره د دوحي هوکړه، د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ یا اساس په توګه ومنله او پدې سره د بین الافغاني خبرواترو هغه بندون پایته ورسېده چې ۳ میاشتي یې دوام موندلي وو.۸. امریکایی حکومت خپل زرګونه عسکر، له افغان حکومت سره د ۲۰۱۴ ز کال د امنیتي تړون په خلاف د دوحي د سولې د هوکړې د درې ګوني بهیر پر بنسټ وایستل او دا لړۍ حتا د امریکا د کنګرې دهغه قانون چې هرڅه دې د بایډن د اداری تر راتګه وځنډول شي لا هم روان دې.۹. امریکا د دوحی له هوکړې وروسته دغه سند پخپل لاس د ملګروملتونو د امنیت تر شوراه یوړل، هلته یې د دې ځواکمنۍ نړېوالي شورا تایید پرې واخېست، د دې ترڅنګ اروپایی ټولني، کاناډا، چین او روسیې د ځانګړو اعلامیو له لاري دا تړون تایید او ورڅخه یې نړېوال ملاتړ وکړل.۱۰. امریکا د دوحی له تړون وروسته لسګونه اډې وتړلي، ویجاړې یې کړلي او تراوسه یې دغه تړون ته نږدی بشپړه ژمنتیا څرګنده کړې.
۱۱. د جینواه په کنفرانس کې چې څو اونۍ وړاندې له افغانستان سره د افغان حکومت د ستراتیژیکو ملاتړو له لوری رابلل شوی وو، ټولو د دغه تړون په پلي کېدا ټېنګار وکړل، حتا امریکا خو خپلي ۶۰۰ میلیونه ډالر مرسته هم سولې ته د حکومت په ژمنتیا او تر یوه کاله مشروطی اعلان کړلي، د دې ترڅنګ د جینوا د ناستي پیغام د جګړې پرځای په سولې ټینګار او له جګړې نور په نه ملاتړ سره پایته ورسېدل.
۱۲. د دې ټولو سربېره د دوحي په هوکړه کې ټول څلور ګونې بحثونه چې د امریکایی ځواکوونو په ۱۴ میاشتو دننه کې وتل، له القاعده سره د طالبانو د اړیکو پرېکول، د تاوتریخوالی کموالی او د بین الافغاني مذاکراتو پیل وو، خوراه څرګند او پدې اړوند نږدی کال کیږی چې حکومتي مشرانو کله هم نیوکه نه ده کړې.۱۳. د دې ټولو سربېره د امریکا نوی ډیموکراټ ولسمشر چې څو ورځی وروسته یانې د ۲۰۲۰ ز کال د جنوری په ۲۰مه به په رسمي توګه د امریکا ولسمشر شي، د نوموړې د ملي امنیت ځانګړې سلاکار هم څو ورځی وړاندې له CNN سره په یوه مرکه کې د طالبانو ـ امریکا د سولې هوکړه تایید او پدې اړوند یې د جوبایډن ادارې دریځ هم روښانه کړل.۱۴. افغان حکومت چې کله هم د جګړې د کموالی او اوربند بحثونه کوی، یا له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو په اړیکو نیوکه کوی، نو د استدلال ټکي او منطق یې د دوحي د سولې هوکړه وی.
د دې ټولو وضاحتونو، بحثونو، حقوقي، سیاسي او نړېوالو مشروعیتونو او په ځانګړې ډول د څه کم یوکال په تیرېدو سره که سړې له منطقي اړخه هم د یو څه مخالف یا موافق وی، ګمان نه کووم چې د دوحي د سولې هوکړه دې لا بیا هم ګونګه او پیچلي وی.