نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

«
»

باجوه صاحب څه وایې؟

متل دی چې وایې : مه کوه په چا چې وبه شي په تا؛ یا هم له آزاره چا بازار ګټلی نه دی. دا یو څرګند حقیقت دی که چیري د بل چا دروازه په سوک ووهې نو ستا دروازه به حتما په لغته وهي. د پاکستان له زیږدو تر ننه دغه هیواد دلته په افغانستان کې خپل سپیره لاسونه راننیستل او خپل هر راز کرغیړن اعمال یې یا هم په خپله او یا هم دلته د خپلو افغاني لاسپوڅو په ذریعه ترسره کړي دي او لاهم دغه لرۍ دوام لري.

تیرې جمعې ورځ سهار شپږ بجې ۱۴ طالب بریدګرو د پېښور اړوند په بډه بیره سیمه کې د پاکستان د هوايي ځواکونو په یوه نظامي مرکز ډله‌ ییز برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو په شمول په کې ۲۹ نظامیان ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شول. د پیښې له ترسره کیدو څو ساعته وروسته د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه د تیر په څېر یو ځل بیا یوه خندونکې ادعا وکړه چې د پاکستان د هوايي ځواکونو په نظامي مرکز د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی دی. باجوه ویلي چې برید د پاکستاني طالبانو یو ګروپ کړې او د بریدګرو تر منځ خپلمنځي خبرو څخه معلومیږي چې دوی له افغانستان راغلي او د برید پلان هم هلته جوړ شوی دی. یعنې هدف یې دا دی چې د بریدګرو د خبرو لهجه د افغانانو لهجه ده.

دلته که د باجوه خبرې په منطقي ډول وڅیړل شي په ډاګه کیږي چې د باجوه ادعا هم یوه خندونکې ټوکه ده او بس. باجوه ښاغلی د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د بریدګرو د خپل منځي خبرو لهجه یادوي چې ګویا د افغانانو لهجې ته ورته ده. که داسې د یوې تروریستې پیښې د اثبات لپاره د لهجې ورته والی دلیل ګڼل کیږي نو بیا خو دلته په افغانستان کې د ټولو پاکستاني کارګرو چې له کلونو راهیسې دلته په بیلابیلو ادارو او شرکتونو کې کار کوي او یا هم د شمالي وزیرستان هغه را اوښتي مهاجر چې د پاکستان د ضرب غضب عملیاتو له ظلم او بربریته دلته کډوال شوي او لهجې یې په بشپړ ډول افغاني شوي دي؛ که چیرې دوی د خپل غچ اخیستو په خاطر له پاکستاني طالبانو سره یو کيږي او بیا دا ډول بریدونه کوي نو بیا خو دغه ټول وزیرستاني کډوال دې تروریستان دي. د پاکستان پوځ تېر کال د جون په ۱۰مه په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب تر نوم لاندې عملیات پیل کړل. دوی په دغو عملیاتو کې د زرګونو تروریستانو د وژلو ادعا کوي خو اصل حقیقت دا دی چې تروریستان د پاکستان د لاس آله ده او تل یې د بل په ضد کاروي، دوی هیڅکله هم خپله آله له منځه نه وړي. دوی په دغه عملیاتو کې یوازې هغه خلک په نښته کول چې د پاکستان ګټې له خطر سره مخامخ کولې ځکه پاکستان یوازې هغو طالبانو ته ترهګر وايي او پر ضد یې جګړه کوي چې د دغه هیواد پر پوځیانو بریدونه کوي. دضرب غضب عملیات یوازې د پاکستان د پوځ پر ضد د پاڅون کوونکو پښتنو پر ضد عملیات و چې له کبله یې لکونه وزیرستاني پښتانه د پوځ له ظلمونو د افغانستان او پاکستان بېلابېلو سیمو ته وکوچيدل.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه په داسي حال کې دا ادعا کوي چې افغانستان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسي وايي چې په دغه هیواد کې ټول ترهګریز اعمال او ترسره کیدونکي بریدونه د پاکستان په خاوره کې پلان کېږي او ډیری لوی بریدونه له پاکستان څخه په مستقیم هدایت عملي کېږي. هر کله چې په پاکستان کي کوم غټ برید تر سره شي، نو چارواکي یې مخکې له دې چې پوره تحقیق وکړي؛ سمدستي په افغانستان تور پورې کوي. د دې پر ځای چي دوی پر موږ تور لګوي هغوی باید د پولي هغه غاړي د تروریستانو پر ضد ګامونه پورته کړي. په پوځي مرکزونو کې دې تروریستانو ته روزنه نه ورکوي، په لوړو او ارامه بلډونګونو کې دې ورته پناه نه ورکوي.

د باجوه دغې تور ته په کتو اوس پوښته پيدا کیږي چې آیا د پاکستاني مشرانو دا منطق به پر ځای وي چې له افغان لوري دي طالبان ور واوړي او بیا دې په خپلو همسنګرو بریدونه وکړي؟ آیا اسامه بن لادن د پاکستان په زړه ایبټ اباد کې ونه وژل شو؟ آیا له افغان پوځیانو سره د جګړې په ترڅ کې په ځلونو ځلونو پاکستاني طالبان نه دي وژل شوي؟
له ورایه معلومیږي چې د پاکستان له لوري دلته بل شوی اور اوس پخپله دپاکستان لمن ته هم رسیدلی، پاکستان اوس هغه مار چیچې چې د افغانانو د وژلو لپاره یې روزلی و. له نیکه مرغه اوس  ټوله نړۍ، غربیان، امریکا او په خپله د پاکستان په دننه کې څېړونکي او تحلیلګران پر دې باور دي چې د ډیورند کرښې په پورې غاړه کې د القاعده شبکې، حقاني او طالبانو پناځایونه موجود دي. اوس هر څه چې کیږي پخپله د پاکستان د کړنو پایله ده.