بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

«
»

ټاکنې څوک ګټي؟

 محمدي

د اشرف غني د سولې مخالفت بې ځایه دی او ټاکنې عبدالله ګټي.

اشرف غني ونه کړای شول کومې وعدې یې چې په تېرو ټاکنو کې له پښتنو سره کړې وې او پښتنو ورته رایه ورکړې وه هغه پوره کړي، نو همدا لامل دی چې پښتنو مشرانو له ده مخ ګرځولی او سولې ته سترګه په لار ناست دي.

په تېرو ټاکنو کې پښتنو مشرانو غني ته ویلي وو، چې نه ورڅخه چوکۍ غواړي او نه پیسې، یوازې ترې سوله غواړي، خو اوس چې لیدل کېږي تر بل هر چا غني د سولې مخالفت کوي.

هم شورويانو خپله جګړه پر پښتنو تحمیل کړې وه او اوس امریکایانو هم خپله جګړه پر پښتنو تحمیل کړه، نو پښتانه ځکه تر بل هر قوم سولې ته اړتیا او لېوالتیا لري. که د پښتنو زړه یې وي او که نه وي، پر طالبانو ورشمېرل کېږي او د یوشمېر نورو قومونو له خوا له طالبانو سره ورته پیوند ورکول کېږي.

تر بل هر چا پښتنو ته دغه ګوته د شمال ټلواله نیسي، له پښتنو او طالبانو وېره لري او همدغه ټلواله ده چې تر بل هر چا د جهاد، اسلام، یووالي، سولې، ارضي تمامیت او خپلواکۍ په وړاندې ولاړه ده. دغه ټلواله د واک او قدرت ډېره سخته حریصه ده او په همدې لالچ کې تل د افغانستان دښمنانو ته یې پناه وړې او د هغوی هملاسي یې کړې ده. سره له دې چې امریکا او ناټو نور په افغانستان کې پخپل پاتې کېدو کې خپله ګټه او ګتورتوب  نه ویني او په پام کې لري چې له دې ځایه ووځي، خو د دې ټلوالې مشران نه غواړي چې هغوی ووځي، طالبان او سوله هېواد ته راشي او په دې وروستیو کې یې د احمدشاه مسعود زوی چې له خولې یې لا د شېدو بوی خېزي هغه مشرۍ ته درولی او ویل کېږي چې د څلور زره سیمه ییزو پولیسو امر ورته اشرف غني ورکړی چې هر کس ته به یې د میاشتې اته زره افغانۍ معاش هم ورکول کېږي.

یونس قانوني د شمال ټلوالې یومشر د مسعود د تلین په ورځ د طالبانو پر مخالفینو غږ وکړ چې یوځل بیا د جمعیت په محوریت سره راټول شي او هدف یې هېواد ته د طالبانو او سولې د راتګ مخنیوی و.

که څه هم فکر کېږي چې د اشرف غني په ګډون شاید ډېری کسان به د خپل قدرت ساتلو په موخه، د طالبانو په راتګ سره د دغه ټلوالې غېږ ته ولوېږي، خو د تېرو ۳۰ کلونو تاریخ دا ثابته کړې چې د شمال ټلواله د ځان پرته بل هېڅوک نه غواړي او په قدرت یې نه مني.

د دې ډلې ډېری مشران معامله ګر، د پردیو جاسوسان، فاسدان او په تعصب ککړ خلک دي، چې له دېرشو کلونو راهیسې د واک واګي یې په لاس کې نیولې دي او په هېواد کې د ټولو بدبختیو ذمه واره ده.

ډاکتر عبدالله اوس د دې ټلوالې کاندید دی، د تاجکو، ازبکانو، ترکمنانو، پشه یانو او هزاره ګانو ډېری مشران یې له ځان سره ملګري کړي دي او یوشمېر فرصت طلبه پښتانه هم ورته د پیسو او یا د څوکۍ په تمه ورغلي، چې په دې منځ کې په جمهور رییس غني پورې د اړوند قوم یعنې د احمدزیو یوشمېر مشران هم دي. په دې سره ډاکټر عبدالله د ټاکنو ګټل یقیني کړي او نور کاندیدان یې شاته وهلي دي.

که څه هم عبدالله د شمال ټلوالې د اړوندتیا له کبله هېڅ پښتون یې نه مني، خو غني یوازنی کاندید و چې د پښتنو رایه یې درلوده، خو اوس نه دا چې د پښتنو رایه یې ورکړه، د سولې په مخالفت سره د طالبانو دښمنی یې هم پرغاړه واخیسته او دا به سبب شي چې دا ځل طالبان خلک ده ته له رایه ورکولو منع کړي.

په تېرو ټاکنو کې د پښتنو مشرانو ان طالبان په دې قانع کړي وو، چې پخپلو سیمو کې خلک پرېږدي چې غني ته رایې ورکړي او د دوی د همدې غوښتنې پراساس ان پخپله طالبانو هم ده ته رایې ورکړې او د رایو ورکولو د مرکزونو امنیت یې ونیوه او خلک یې په زوره له کورونو رایو ورکولو ته واېستل، خو اوس دغه نمک حرامه تر بل هر چا د پښتنو د ګټو، سولې او طالبانو د واک پرضد ولاړ دی او ان دې ته چمتو دی چې ډاکتر عبدالله ته تسلیم شي او د خپلې څوکۍ او واک لپاره سوله او پښتانه قرباني کړي.

حافظ څه ښه ویلي:

حریفان ره عشق ګرم خون بخورند

ناکسم ګر به شکایت سوی بیګانه روم

اوس دا بې چاره چې خپل قوم پرېښی او نورو ته یې مخه کړې ده، د ماندګار ورځپاڼې مدیر پریاني یې په هکله په یوه ګردي مېز کې داسې قضاوت کاوه:

د اشرف غنی د سولې مخالفت، نه د ملت د ګټو لپاره دی، نه د جمهوري نظام د بقا لپاره دی او نه د دموکراسۍ او د بیان د ازادۍ لپاره، بلکې د دې لپاره دی چې تر سولې وروسته که ټاکنې کېږي د پښتنو رايې طالبانو ته ورځي او غني له دې رایو بې برخې کېږي.

دغه خبرې په حقیقت کې د غني په اړه د شمال ټلوالې نظر څرګندوي او مخکې له مخکې په دې ټلواله کې د ده موقف منتفي اعلانوي.

له جمعیت او شمال ټلوالې سره د ایتلاف تجربه حزب اسلامي، د هزاره ګانو وحدت اسلامي، د سیاف اتحاد، د ازبکانو جنبش او یوشمېر نورو ډلو ټپلو کړې ده، خو نتیجه یوازې همغه یوه وه، د هېواد له ۴۰۰۰ جنرالانو ۳۵۰۰ یې پنجشیریان، شپږ وزارتونه د نورو قومونو او پاتې د پنجشېر-بدخشان د قوماندانانو، ورسره د ۶۰ زره کابلیانو وژل، د ښارونو کنډواله کېدل، پر سرونو د مېخونو ټکوهل کېدل، د مړو نڅاوې او په زرګونه نور جنایتونه.

د جمعیت په واکمنۍ کې پنجشېریانو ان بدخشانیان هم نه منل، سره له دې چې برهان الدین رباني یې رسمي جمهور رییس ګاڼه خو احمدشاه مسعود چې هغه مهال هېڅ کاره هم نه و، خو ټولو رسمي ادارو ته یې مکتوب استولی و چې رباني ته په ورځ کې د ده په امر تر ۱۰۰ لکه زیاتو پیسو د اېستلو اجازه نشته.

اوس که غني د نظار شورا او شمال ټلوالې غېږې ته لوېږي نو دی دې اټکل وکړي چې د ده به څه حیثیت او حال وي؟

دا معلومه خبره ده چې د شمال ټلواله پخپل عمر کې دوه وارې سره یوه وه چې لومړی د ډاکتر نجیب پرضد او دویم وارې د طالبانو پرضد او د یووالي عوامل یې هم توکمیز او غیرپښتونتوب او د واک نیول وو.

  د روان کال د وږي په اتلسمه د مسعود د مړینې په تلین کې تاسو د شمال ټلوالې د مشرانو له خولې له طالب ستیزۍ، پښتون ستیزۍ، واک غوښتنې، نفاق پالنې او انحصارګرۍ پرته بله کومه خبره واورېده؟

اوس چې غني د داسې خلکو غېږ ته ځان اچوي، په حقیقت کې ځان په لوی لاس اور ته غورځوي او د ځان وژنې په معنا به وي او که دی یو قدم د سیاست پر لاره تللی وي نو دومره پوهېږي چې د پښتنو او طالب له ملاتړ پرته هېڅ هم نه دی او لکه کرزي چې په پنجشېر کې ۱۴ رایې یې ګټلې وې نو دی کېدای شي په ټول پنجشېر او بدخشان کې ۱۴ رایې ونه ګټي او که چېرې د امریکې او انګلستان سخاوت ته ناست وي نو پوه دې شي چې هغه وخت هم تېر شوی دی او عبدالله او نور کاندیدان به سړکونو ته ووځي او خېمې به ودروي.

غني تر ټاکنو مخکې د سولې په مخالفت سره یوازې یوه نه بلکې له ولس سره دوه جفاګانې کوي، له یوې خوا د سولې مخنیوی کوي او جګړه اوږدوي او له بلې خوا حکومت د عبدالله په مشرۍ د جمعیت جنایتکارې ډلې او یا هم په ټوله کې د شمال ټلوالې ته سپاري چې د فسق او فساد له وجهې په نړیواله کچه شهرت لري.

تر اوسه دغه جنایتکاران او فاسدان د اشغال له خوا د هېواد د تمامیت، خپلواکۍ او استقلال پرضد کارېدلي دي غني پخپله وايي چې یو لاس او یوه پښه یې عبدالله ورتړلي وو، نو ځکه یې هېواد پر سمه لار وربرابر نه کړای شو او د کرزي چارواکي کریم خرم څو ورځې مخکې د یوه تلویزیون له لارې په ډاګه کړه چې امریکایانو څو وارې له کرزي وغوښتل چې افغانستان په شمال او جنوب ووېشي، جنوب یې پخپله او شمال یې عبدالله ته وسپاري، خو کرزي ورته وویل چې له دې وېشلو ورته د طالبانو واکمني ابرومندانه ده.

د مسعود په اتلسم تلین کې ټولې خبرې له طالبانو سره د سولې پرضد، له طالبانو سره د مخالفت او مقاومت او د نفاق خبرې وې، په داسې حال کې چې طالبان د جګړې او سولې یو اړخ دي نو د دوی په نفي کولو سره یوه څنګه کېدای شي هېواد ته سوله راشي.