جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

بحراني امنیتي حالت او د امریکایې ځواکونو د پاتې کیدو اړتیا

us_afghanistan_flags.jpg wordt weergegeven

د افغانستان اوسني بحراني امنیتي وضعيت د امریکا مشران اړ ايستل چې په افغانستان کې د دې هېواد ماموريت د ۲۰۱۷م کال تر پايه تمديد کړي. دلته په هیواد کې د امریکايي ځواکونو ماموريت به تغيرنه کوي او د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته به ادامه ورکړي. ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې خپل نظامي ماموريت تر۲۰۱۷مه وغځاوه. ددغې پلان له مخې به امریکا نهه زره او اته سوه امریکايي پوځيان د ۲۰۱۶م کال تر پايه او له هغې وروسته به د ۲۰۱۷م کال تر پايه ۵۵۰۰ سرتيري په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره پریږدي.

د ولسمشر اوباما دغه اعلان د شنونکو له یو شمیر غبرګونو سره مخ دی، ځينې شنونکي د ولسمشر اوباما دغه پریکړه د افغانستان راتلونکې لپاره په ګټه بولي خو ځينې بیا په افغانستان کې له ۲۰۱۶ کال وروسته د امریکایې ځواکونو شتون دلته د جنګ د دوام په معنا بولي. له بل لوري افغان حکومت هم په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د تمدید په تړاو د دغه هېوا د ولسمشربارک اوباما له پرېکړې هرکلی وکړ. اجراییه ریاست وايي دغه پرېکړه مرسته کوي چې افغان حکومت د تېرې یوې لسیزې لاسته راوړنې خوندي وساتي. خو بل پلو وسلوالو طالبانو په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د پاتې کیدو په اړه د اوباما پرېکړه غيرمعقوله بللې او ويلي يې دي، چې دغه پرېکړه نه يوازې د افغانستان، بلکې د امريکا په ګټه هم نه ده.

لومړۍ کټه ګوري د افغان ځواکونو د روزنې اوتجهیز لپاره د امریکایې ځواکونو پاتې کیدل اړین بولي او د وسله والو څخه د کندوز ولایت بیرته نیول دلیل راوړي چې افغان امنیتي ځواکونه د امنیتي پيښو د مهارولو وړتیا لري خو د ښه تجهیز او روزنې لپاره یې د امریکایې ځواکونو پاتې کیدل اړین دي. دویمه کټه ګوري بیا نیوکه کوي چې؛ په افغانستان کې چې ۱۵۰۰۰۰امریکایې ځواکونه په دې ونه توانیدل چې سوله او امنیت راولي نو دا دومره کمه شمیره به څه وتوانیږي چې سوله او امنیت راولي. په هر صورت ددواړو کټه ګوریو نظرونه پر ځای دي خو قضاوت باید د افغانستان اوسني امنیتي او سیاسي بحراني حالت ته په کتو وشي.

۱ــ د افغانستان اوسني کړکیچن امنیتي وضعیت او د سولې نیمګړې پروسې ته په کتو وخت دا ایجابوي چې د افغان ځواکونو د روزنې، مالي تمویل او تجهیز لپاره باید امریکایې ځواکونه دلته پاتې شي. اوسني وضعیت ته که وکتل شي نو له هر طرفه د ولایتونو د سقوط اوازې خپریږي، زمونږ امنیتي ځواکونه باید تمویل او تجهیز شي څو د راتلونکو احتمالي ستونزو لپاره ښه تیاری ونیسي. که چیري ښه تجهیز او تمویل شي نو وبه کولای شي چې کورنیو او بهرنیو ګواښونو ته ښه ځواب ووايي.

۲ــ  افغان دولت د سیمې په کچه مصرفي ځواک لري.هغه رینجر موټرونه چې پولیس او سربازان یې کاروي، د تیلو مصرف یې ډير لوړ دی، او له هر ځل عملیاتو وروسته افغان ځواکونه د تېلو له بحران سره مخ وي. دلته دی چې افغان حکومت د امریکا مالي مرستو ته اړتیا لري.

۳ــ افغان دولت اوسمهال تقریبا ۳۵۰۰۰۰ امنیتي پرسونل لري، دوی هر یو ته د امریکا له مالي مرستو تنخوا ورکول کیږي. ددې دومره امنیتي ځواکونو میاشتینۍ تنخواوې، په خپلو امکاناتو د دوی تجهیز، تمویل او ساتل به د امریکا له مرستې پرته هیڅکله افغان دولت ونه شي کولی.

۴ـ له بل پلوه؛ اوس چې القاعده ډله، داعش او طالبان د سیمې او نړۍ لپاره یو سترګواښ دی نو دې حقیقت ته په کتو اړتیا ده چې امریکا د خپلې دغې پرېکړې ترڅنګ د افغان ځواکونو د تجهیز او پیاوړي کولو په برخه کې هم جدي پاملرنه وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفی