زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

«
»

بایډن که ملا برادر؛ کوم یو جدي دی

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د ماسکو ناستې ته تر ډیره تمې نه وي، یوازي د جوبایډن پر اداره او د بین الافغاني خبرو د چکټیا په موخه ناسته ترتیب شوې وه.

د ماسکو ناسته کې له افغان سیاسي مشرانو سره د طالب مشرانو سوړ چلند هغوی لا زیات د راتلونکي په اړه نهیلي کړل، حامد کرزی، د اهل تشیع، تاجکو او ازبکو مشران فکر کوي چې طالبان بیاځل د واک انحصار ته ځان چمتو کوي.

ماسکو غونډه کې د استاد سیاف، عطاء نور، صلاح الدین رباني او تورن اسماعیل نه ګډون، د امریکا بدې ارادي ښيې.

د امریکا نوې اداره د پوځیانو ایستلو په اړه په تردد کې ده، که د وتلو او یا پاتې کېدو پریکړه کوي، پرته له شکه په دواړو کې یې تاوان دی، له همدې امله ده چې د سولې انتقالي حکومت تر نوم لاندي یې طرحه چمتو، تر څو د ترکیې غونډه کې طالبان او سیاسي ډلې + حکومت ورباندي بحث او توافق ته نږدې شي.

طالبان انديښنه لري؛ که په نوي طرحه بحثونو کوي، د امریکا-طالبانو تړون بې معنی کیږي، او له تړون څخه بل لور ته مخ ګرځول دي، چې دا نوی بهیر به بیا ډیر وخت بحثونه او مذاکرات غواړي.

طالبان له لومړي سره په دي فکر و چې د افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو ډله واک له ځان سره نه لري، مګر د ګاونډیو، سیمې او نړیوالو فشارونو له کبله یې ومنله چې له یو کمزوري پلاوي سره خبرو ته زړه نا زړه کیني.

امریکایې رسنیو راپور ورکړ چې بایډن غواړي تر مئ میاشت وروسته هم په افغانستان کې خپل پوځیان پریږدي، طالبانو دغه ډول څرګندونو ته سخت غبرګون وښود، ویې ویل که د امریکا-طالبانو تړون نه عملي کیږي، بهرني ځواکونه پر خپل وخت ونه وځي، د جګړې د شدت مسؤل به امریکا وي، او په امریکایې / ناټو ځواکونو به مرګوني بریدونه بیاځلې پېل کړي. له دي سره به د طالبانو او افغان حکومت پلاوو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو پڅ بهیر هم په ټپه ودریږي.

جوبایډن به د امریکایي ځواکونو پر پاتېدو او یا وتلو کې مشکوک وي، خو ملا بردار بیا پدې کې قاطع دی چې د امریکایي ځواکونو پاتېدو په صورت کې به د بهرنیانو او افغان حکومت پر وړاندي جګړې ته شدت ورکړي او مذاکرات به سمدستي په ټپه ودروي.

بل لور به نظامي طالبانو ته د جګړې د شدت قوي دلیل پیدا شي، د معلوماتو پر بنسټ؛ له تړون وروسته د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ډیري هڅې کړي چې نظامي طالبان د جګړو له شدت څخه را وګرځوي. که تړون مات شي دا به سخته وي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ بیاځل باور ورغول شي، دارنګه د نړیوالو اسلامي جنګیالیو موضوع به هم نړۍ او امریکا ته سرخوږی پاتې وي.

افغان حکومت پخوانيو جنګسالارانو ته د وسلو ویش پېل کړی، په دي کې هند او د منځنۍ اسیا ځینې هیوادونه له حکومت سره مرسته کوي، په ازبکو کې قیصاري، هزاره و کې علي پور، او تاجکو کې احمد مسعود کیدای شي د کورنۍ جګړې نوي لوبغاړي وي.

که طالبان فکر کوي چې له ټولو مخالفو سیاسي ګوندونو + حکومتي پوځیانو سر به یوازي له نظامي لارې موضوع یو طرفه کوي؛ هغه تیروتنه ده چې په ۱۳۷۱ ل کال کې حزب اسلامي وکړه، نه یې جګړه وګټله او نه یې په حکومت کې وړ برخه ترلاسه کړه.

امریکا او اروپا کرونا سخت ځپلې، غواړي د افغانانو ترمنځ جوړ جاړی وشي، په افغانستان کې د خپلو پوځیانو او افغان حکومت درانه مالي لګښتونو ته په انديښنه کي دي، مګر دا هم ورته سخته ده چې ټول واک او نظام دي طالبانو ته د طالبانو په خوښه وسپارل شي.

امریکا له روسیې، چین، ترکیې او ایران سره ستونزې لري، اوسمهال یوازي افغانستان د همدي متخاصمو هیوادونو لخوا پر یو بل د فشار په ډول کارول کیدای شي، په دغسي حالت کې طالبانو ته هم په کار ده چې د امریکا او نړۍ سترو قوتونو انديښنو ته وړ او نسبي قانع کوونکي وضاحتونه ولري.

که طالبان فکر کوي چې د امریکا/ناټو پوځیانو تر وتلو وروسته به په زور کابل ونیسي؛ کیدای شي، مګر چې نړۍ یې په رسمیت ونه پېژني، نړیوال ملاتړ ونه لري، سیاسي ګوندونه او لږکې له ځان سره ملګري نه کړي، پرته له شکه، په کور دننه او بهر به ډیرې ستونزې ورته پيدا شي. ښه به وي چې له امریکا، روسيې او چین سره مسلسل ناستې وشي او د هغوی انديښنې لیري کړي.

تر څو چې امریکا ډاډ تر لاسه نه کړي، ګرانه به وي چې بین الافغاني مذاکرات پایله ولري، کیدای شي د ګډوډۍ لور ته افغانان ولاړ شي، ښه به وي چې له دي موقع څخه ګټه پورته او امریکا وهڅول شي چې افغان حکومت + سیاسي ډلې هم جوړجاړي ته چمتو، خو چې طالبان هم  بدلون او انعطاف ومني.

په کار وه چې د امریکا-طالبانو له تړون وروسته طالبانو امریکا او اروپا ته هم سفرونه کړي وای، د امریکا او اروپا په سیاست کې اغیز لرونکو ډلو او اشخاصو سره یې لېدني کړي وای، اوس هم اړتیا او ناوخته نده.

ډاکټر غني تر ډیره په خپله کمزوري حکمرانۍ کې بیا هم ځکه بریالی دی چې یو ډول یې امریکا او اروپا ویرولي چې له طالبانو سره د نړیوالو جوړجاړی یې ځنډولی. د طالبانو ۷۰۰۰ بندیان لا هم نه دي خوشي شوې، له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو لیري کولو قضیه لاهم په خپل ځای پاتې ده او د ماسکو په څیر بې پایلې غونډو ګټې هم ډاکټر غني ته ځي.

وروستیو سیاسي حالاتو ته په کتلو ښکاري د ماسکو او چین سره هم د طالبانو په اړ انديښنې مخ په زیاتيدو دي، ایران وار له مخه؛ د بین الافغاني مذاکراتو پڅ بهیر، ماسکو کې له افغان سیاستوالو سره د طالبانو سوړ چلند، د ترکیې ناستې ته د طالبان نه لیوالتیا یې لاملونه کیدای شي.

پایله:

که امریکا/ناټو پوځیان له افغانستان څخه وځي او یا د لنډ وخت لپاره پاتې کیږي، تر څو چې افغانان خپلو منځو کې جوجاړي ته نه وي رسيدلي، بیاځل د کورنۍ جګړې ویره شته.

که د امریکا لخوا تړون ماتیږي، سمه ده چې د طالبانو ۷۰۰۰ بندیان به خلاص نه شي، له تورلسټ څخه به یې نومونه ونه وځي، مګر د امریکا په وړاندي به د طالبانو هغه ژمنه هم پای ومومي چې پر امریکایې او ناټو پوځیانو یې بریدونه تم کړي و او د افغانستان له خاوري به امریکا ته ګواښ نه وي. دارنګه امریکا به په یوه بې پایلې او نه ګټونکې جګړه کې ښکېله پاتې وي.

د ماسکو ناستې ګټه تر ډیره افغان حکومت ته ولاړه، د سیاسي ډلو مشران چې د طالبانو له سوړ چلند سره مخ شول اوس به مجبوراً د ډاکټر غني په خوا کې دریږي.

که د ترکیې په ناسته کې د امریکا لخوا جوړه شوې طرحه باندی بحثونه کیږي، بیا یې هم ګټه امریکا، افغان سیاسي ډلو او سیاستوالو ته ځي، طالبان پکې ګټونکې نه دي.

که د واک په عادلانه ویش، داسي نظام چې ټول افغانان پکې خپل ځان او حقونه خوندي ونه ګوري؛ په دي برخه کې ژور غور ونه شي، سخته به وي چې جګړه پای ومومي.

که د بین الافغاني خبرو له رسمي پېل وړاندي طالبانو د بین الافغاني خبرو پر چوکاټ او پر خپل محوریت د افغاني حل پر طرحې کار کړی وای، نن به د امریکا له خوا د انتقالي حکومت طرحه نه وړاندې کېدای. 

په کار ده چې دغو اندېښنو ته په پام سره، طالبان له افغان سیاستوالو او پوهانو سره په مشورې له پاتې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغان کشالې د سیاسي حل نسخه وړاندې کړي.