اختره ستا د راتلو و چا ته څه و وایم!
عبدالقیوم
پوهیږم په دی چی ته بیا بیا پر دغه لاره راځی ځکه ستا د راتلو لاره پر موږ سپره ده. ډ یری ککرۍ تر خاور لاندی سوی او نوری به هم لاندی سی مګر ستا هغه راتلل او تیریدل دی چی زما په خوښی او نا خوښی پوری تړلی ندی او ته هم د خپل سر نه یی. تا هم بل څوک تاوی او را تاوی.
د راتلو اوازی دی مخکی تر تا ځان راورسیږی. یو شمیر لږکی کوم چی شتمن دی او پیسی لری، هغوی چی ښکلی بنګلی لری، مقام ، چوکی او پیری لری هغوی او دهغوی کورنۍ دی راتلو ته حوصیږی.خو په خفګان سره چی زموږ په غم لړلی هیواد(افغانستان) ډیرو کورنیو ته د خوشحا لۍ راوړلو د غمونو پیټی را وړی دهغوی پر زخمونو ما لګی شندی.
هغه چی دشپی دتیر ځای نلری، هغه چی د شپی د پاره خواړه نه لری، دهغو چی د کورنۍ غړی د کار او خواری مندلو په نیت د کوره اوهیواده وتلی د مرګ او ژوند درک یی نسته، هغه چی د کورنیو غړی یی په شفخا نو زخمی او نا جوړه پراته دی، هغه کورنۍ چی خپلوان یی په انفجاروکی دلاسه ور کړی دی، هغه کورنۍ چی دوستان یی په هیواد کی د ننه او تر هیواد د باندی په زندانو کی په ځنځیرونو تړلی پراته دی، هغه کورنۍ چی د کورنۍ غړی یی د حکومتی زورواکو ،طالب واکو، د اعیش واکو لخوا نیول سوی او سرونه تری غوڅه سوی دی.
اوس نو ستا څخه پوښتنه کوم اختره ! ته راته و وایه ستا د راتلو مبارکی کموته و وایم؟
غنی خان خو داسی ویلی دی:
” لویان لویان پیدا دی، دوی خو له موره جنتیان پیدا دی
راځی هغو لره جنت وګټو ، کوم چی له موره دو زخیان پیدا دی”
اختره!ته خو د هیڅ چا پروا ځکه نه لری چی ما غوندی ماغزه او ز ړه نه لری، زه خو د یوه انسان په حیث هیڅ دا جرأت نسم کولای چی د ستا د راتلو مبارکی چا ته و وایم. اما څه وکړم پداسی یوه عنعنوی، دو دیزه اسلامی ټولنه کی ژوند کوم چی مجبوروی می په اختر کی ځان خوشحاله و ښیم او هر چاه ته که اختر لری یا نه ” د اختر مبارکی ” ولیکم او و وایم. په انسانی مینی سره د لوی اختر د را رسیدو مبارکی درته وایم .