هجرت و تمدن؛ از زایش تمدن‌ها تا زایش بحران‌ ها

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دوگانه هجرت؛ دیروز امید، امروز اضطراب هجرت به‌عنوان…

طالبان؛ اسطوره شکست ناپذیر با پاشنه اشیل

نویسنده: مهرالدین مشید توهم اقتدار پایدار؛ از فروپاشی امپراتوری‌ها تا شکست طالبان ظهور…

قربانی یاری شو!

امین الله مفکر امینی    2026-02-05! قربانی یاری شو که قربانــــت شـــــــــود     بوقتی سختی…

سلطنت مطلقه ؛ آنارشی جنگل گرگ ها

Hobbes , Thomas (1588-1679) آرام بختیاری هابس؛ فیلسوف سیاسی سلطنت مطلقه.  توماس هابس(1679-1588.م)،…

پایان یا بازتولید قدرت؛ طالبان در آستانه یک چرخش سرنوشت‌…

نویسنده: مهرالدین مشید حاکمیت طالبان و سناریو های آینده؛ تغییر از…

تکنولوژی یا تخیل؟ هارپ در میان واقعیت و توطئه 

از یوتیوب تا توهم خدایی: کالبدشکافی یک روایت خطرناک سلیمان کبیر…

بگذریـــد!

امین الله مفکر امینی          2026-27-04! بـگذرید زحرف وسخن های ممــلو ا زریـــــــــا نـــــدارد…

شب سیاه

رسول پویان شب سیاهی گریخته ماهی، شکـسته چنگی گـرفته نایی سحـر نیامد…

همدیگر ناپذیری

نفاق ، همدیگر ناپذیری ، بلند پروازی ، امتیاز طلبی…

مدافعان خط دیورند؛ واقع گرایان ژیوپلیتیک یا متهمان به همسویی…

نویسنده: مهرالدین مشید موافقان دیورند؛ بازیگران واقع گرا در برابر ستون…

‬‬نه به جنگ و نابرابری، آری به همبسته‌گی جهانی کارگران‬‬‬‬

 ‬‬‬‬اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به‌مناسبت اول ماه می، روز…

توهم برتری و بازی قدرت

«جستاری در خودبزرگ‌ بینی و بازی‌های پنهان برتری» تهیه و تدوین…

بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

«
»

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات پوه او تکړه لیکوال وو، چې د جون میاشتې په (۱۹) مه، پر (۱۶۲۳)زېږدیز کال د فرانسې د پاریس په ښار کې د «کلرمونت» په سیمه کې زیږیدلی دی. په شپاړس کلنۍ کې یې د تصویري هندسې یوه قضیه وموندله او کشف کړه، چې وروسته د پاسکال قضیې په نوم ونومول شوه. نوموړي هماغه کال د ( مخروطي مقاطع ) په نامه یو کتاب ولیکه. پاسکال د دې کتاب په لیکلو سره ډېر زیات نامتو شو. ځوان پاسکال د ریاضي پوهانو او عالمانو له یوې ډلې سره د «مرسن د دایرې» په اړه په یوه اوونیزه غونډه کې ګډون وکړ. کله چې د دې نابغه کتاب د ډکارت لاس ته ورسېده، نو دا یې نه شو منلی او وې ویل: دا هېڅ امکان نه لري، چې یو شپاړس کلن هلک دې، پرته له دې، چې د ریاضیاتو د ښوونکو تر لید او نظر لاندې ښوونه او روزنه وویني، داسې کتاب ولیکي، خو وروسته له دې، چې ډاډه شو، نو د هغه نبوغ، لوړتیا او استعداد یې وستایه. پاسکال په هغه دوران کې د هندسې په اړه یوه مقاله ولیکله او هغه یې د ریاضي پوهانو په یوه غونډه کې د هغوی حضور ته وړاندې کړه، چې د ټولو د پام وړ وګرځېده. په هندسه او ریاضیاتو کې د فعالیت سربېره هغه په فزیک کې هم څېړنې کولې. پر (۱۶۴۰) ز کال کې یې د حساب ماشین اختراع کړ، چې په دې اختراع سره یې ټول حیران کړل، یادې اختراع، پاسکال لاپسې نوموتی کړ. پاسکال د فزیک په برخه کې ډېر نور کشفیات هم کړي دي. په ریاضیاتو کې د پاسکال ترټولو مهم نوښت د “احتمال نظریه” وه. دا تیوري چې په لومړي ځل په قمار کې کارول شوې وه، نن ورځ په اقتصاد او په ځانګړي توګه د احصایوي علومو په برخه کې خورا مهم ارزښت لري. پاسکال نه یوازې یو ریاضي پوه، فزیک پوه او مخترع وو، بلکې یو فیلسوف او مذهبي لیکوال هم ګڼل کېده او څو کتابونه یې د بېلګې په ډول د «د ایالتونو لیکونه» او د « اندونو او افکارو » کتاب یې د مسیحي مذهب په برخه کې ولیکه. د ادبیاتو په برخه کې، پاسکال د فرانسې د کلاسیک دورې یو له خورا مهمو لیکوالو څخه هم ګڼل کیږي، او د هغه نښیرونه(اثار) نن ورځ د فرانسوي د نثر د غوره نښیرونو(آثارو)په توګه ګڼل کیږي. 

لنډه دا چې بلز پاسکال یو له پېژندل شویوو فرانسوي ساینس پوهانو او فیلسوفانو څخه دی. هغه وتوانیدو چې په ساینس کې ډیرې تیورۍ، موندنې او کشفونه ولري. پاسکال ډیر فلسفي، ساینسي او منطقي لید توګي او نظریات وړاندې کړې دي. پاسکال په (۳۹)کلنۍ کې د هغې ناروغۍ له امله، کومه چې په ماغزو کې یې رامنځته شوې وه، د اګست میاشتې په (۱۸)مه  پر (۱۶۶۲)ز کال په پاریس کې له دې نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې.

دا هم د بلز پاسکال ګڼ شمېر ګټورې او مهمې ویناوې او خبرې: 

– د معرفت تږي، له څښتن پرته په بل هیڅه نه خړوبیږي. 

– د هوښيار انسان شتمني د هغه علم او پوهه ده. 

– د انسان ټول مقام، لویوالی او عظمت په اند و فکر کولو کې دی. 

– هر څومره چې د یو انسان اند و فکر لوړ وي، هغومره د نورو د افکارو درناوی کوي. 

– اندو فکر د انسان په ټول  ژوند کې لوی ملاتړ دی، او بې اندو فکره انسان بې روحه مادې ته پاتې کیږي. 

– مینه هغه دلایل لري چې عقل پرې نه پوهیږي. 

– د مینې او محبت خبرې ډیر لګښت نلري، خو دوی ډیرې لاسته راوړنې لري. 

– وخت د درد او رنځ درملنه کوي. 

– موږ دا نه خوښوو چې د نورو لخوا دوکه شو، خو موږ د نورو له غولولو څخه هم نه زده کوو. 

– موږ باید خپل کار د ښه اند و فکر پر بنسټ جوړ کړو. 

– د انسان ټول لویوالی او دبدبه د هغه په اندو ​​فکر کې دی. 

– د ټولو فسادونو سرچینه وزګاري او  بېکاري ده، شیطان د وزګاره او بېکاره لاسونو  لپاره کار تیاروي. 

– د فسادونو سر چینه بیکاري او وزګاري ده، هر حکومت چې غواړي په خپل هیواد کې د فسادونو جرړې او رېښه وباسي د خلکو لپاره دې کار وموندي. 

– هر څه چې وایئ، پوه شئ چې چاته یې وایئ. 

– دوه شیان د انسان طبیعت کنټرولوي، غریزه، آزماېښت او تجربه. 

– د عقل او استدلال  لویه دنده دا ده چې خلکو ته وښیي چې ځینې شیان له عقل څخه بهر دي. 

– د انسان ټول لویوالی او عظمت په اندو فکر کې دی. 

– نیاو(عدالت) او حقیقت داسې نازک ټکي دي چې زموږ وسایل دومره کمزوري دي چې په سمه توګه یې وپیژني. 

– قضاوت وېره نه لري، په آړ(شرط) د دې چې وجدان او ضمیر ویښ وي. 

– د انسان د نیکمرغۍ اټکل او اندازه باید د هغه په ​​​​ځانګړو هڅو نه، بلکې د هغه د منظمو کړنو له لارې اټکلیدلی شي. 

– که خلک پوهیدلی چې دوی د یو بل تر شا څه وايي په نړۍ کې به خامخا څلور ملګري هم پاتې نه وای. 

– ایا تاسو غواړئ چې خلک ستاسو په اړه ښه اند و فکر وکړي؟ نو د خپل ځان ستاینه مه کوئ. 

– زړه خپل دلایل لري، چې د هیڅ شي منطق پرې نه پوهیږي. 

– زه زیږیدلی وم او زه نه پوهیږم چې ولې؛ ما ژوند کاوه او نه پوهېدم چې څنګه ژوند وکړم؛ زه اوس مړ کېږم او نه پوهیږم ولې؟! 

–  څرنګه چې موږ نشو کولی د هر څه په اړه پوه شو، نو موږ باید د هرڅه په اړه لږ څه پوه شو. 

– نیاو(عدالت) او ځواک باید یو ځای وي، نو هر څه چې عادل وي ځواکمن وي، او هر څه چې ځواکمن وي عادل وي. 

– هغه څوک چې په برید او مقابله کې ځان له لاسه نه ورکوي او له سختیو سره مخامخ کیږي خوشحاله او نیکبخته سړی دی. 

– د ټولو بدیو سر، وزګاري او بیکاري ده. هر حکومت و دولت چې غواړي ټولنه له بدیو وژغوري د هغې وګړیو ته دې کار وموندي. 

***   

په درنښت او مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود