عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

«
»

اختره  ستا د راتلو و چا ته  څه و وایم!

عبدالقیوم

پوهیږم په دی چی ته بیا بیا پر دغه لاره  راځی  ځکه ستا د راتلو لاره پر موږ سپره ده.  ډ یری ککرۍ  تر خاور لاندی سوی او نوری به هم لاندی سی مګر ستا هغه راتلل او تیریدل  دی  چی زما په خوښی او نا خوښی پوری تړلی ندی او ته هم د خپل سر نه یی. تا هم بل څوک تاوی او را تاوی.

د راتلو اوازی دی مخکی  تر تا ځان راورسیږی. یو شمیر لږکی کوم چی شتمن  دی او پیسی لری، هغوی چی  ښکلی بنګلی  لری، مقام ، چوکی او پیری  لری  هغوی او دهغوی کورنۍ  دی  راتلو ته حوصیږی.خو په خفګان سره  چی زموږ په غم لړلی هیواد(افغانستان) ډیرو کورنیو ته  د خوشحا لۍ راوړلو د غمونو پیټی  را وړی دهغوی پر زخمونو ما لګی شندی.

 

هغه چی  دشپی دتیر ځای نلری، هغه چی د شپی د پاره خواړه نه لری، دهغو چی د کورنۍ غړی  د کار او خواری مندلو په نیت  د کوره اوهیواده وتلی  د مرګ او ژوند درک یی نسته، هغه چی د کورنیو غړی یی په شفخا نو زخمی او نا جوړه  پراته دی، هغه کورنۍ چی خپلوان یی په انفجاروکی  دلاسه ور کړی دی، هغه کورنۍ  چی دوستان یی په هیواد کی د ننه او تر هیواد د باندی په زندانو کی په ځنځیرونو تړلی پراته دی، هغه کورنۍ چی  د کورنۍ غړی یی د حکومتی زورواکو ،طالب واکو، د اعیش واکو لخوا نیول سوی او سرونه تری غوڅه سوی دی.

 

اوس نو ستا څخه پوښتنه کوم اختره ! ته  راته  و وایه ستا د راتلو مبارکی کموته و وایم؟

غنی خان خو داسی ویلی دی:

” لویان لویان پیدا دی، دوی خو له موره جنتیان پیدا دی

راځی هغو لره جنت وګټو ، کوم چی له موره دو زخیان پیدا دی”

اختره!ته خو د هیڅ چا پروا ځکه نه لری چی ما غوندی  ماغزه او ز ړه نه لری، زه خو د یوه انسان په حیث هیڅ دا جرأت  نسم کولای چی د ستا د راتلو مبارکی  چا ته و وایم. اما څه وکړم پداسی یوه عنعنوی، دو دیزه اسلامی  ټولنه کی ژوند کوم چی مجبوروی می  په اختر کی ځان خوشحاله و ښیم  او هر چاه ته که اختر لری یا نه ” د اختر مبارکی ” ولیکم او و وایم. په انسانی مینی سره د لوی اختر د را رسیدو مبارکی درته وایم .

هیله لرم افغانان په خپل یو والی سره په خپل هیواد کی “سوله” ټینګه کړی.