در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

«
»

نومیالی لیکوال، خوږ ژبی شاعر

له ښاغلي عبدالملک پرهیز سره، چې نومیالی لیکوال، خوږ ژبی شاعر، تکړه څېړونکی او ژباړونکی دی د نړېوال ادبي ښوونځی (امپرسیونیسم) په تړاو ځانګړې مرکه

مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو!

ښاغلی عبدالملک پرهیز د پښتو ژبې او ادب په غوړېدلي بڼ کې هغه پیاوړی لیکوال، خوږ ژبی شاعر او تکړه ژباړونکی دی، چې د خپلو ګټورو نښیرونو(آثارو) له لارې یې پښتو ژبې او ادب ته ګټور او د پام وړ چوپړ او خدمتونه ترسره کړې دي. 

ښاغلی پرهیز پاک زړی، خواخوږی او سپیڅلی انسان دی، چې له خپلو ملګرو، دوستانو، هېواد او هېوادوالو سره ژوره مینه او اخلاص لري.

ښاغلی افضل ټکور د پښتو ادب د روڼ اسمان په لمن کې هغه نوموتی لیکوال او هڅاند شاعر دی، چې په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي پرهیز صاحب په تړاو داسې وایي:

(…ګران ملک پرهیز مې سیمه وال او یو ښه دوست دی هغه د چا خبره ما او هغه د یوه سیند اوبه چیکلې دې. هغه په یوه لویه فرهنګي علمي او سیاسي کورنۍ کې سترګې غړولې دي او په یوه علمي او فرهنګي کورنۍ کې رالوی شوی دی تر اوسه چی هغه مالیدلی او لوستلی دی هغه ارام طبیعته، په هیواد مین انسان دی د خپلو خلکو او وطن سره بې کچه مینه لری او دغه کار د هغه پر ادبي او علمي کار پوره سیوری غوړولی دی. هغه په خپلو لیکنو کې د ابتکار پلوی دی بې کاره تکراري او مبتذل لیکل نه کوي خوشاله یم چې له ښاغلي پرهیز سره له اوږدو کلونونه پیژنم هغه ته د اوږد عمر او د تلپاتې منظومو او منثورو اثارو په لیکلو کې برې غواړم.)

افضل ټکور- لندن

ما له پرهیز  صاحب سره څو وخته مخکې د اکسپرسیونیسم نړېوال ادبی مکتب په تړاو ځانګړې مرکه لرله، چې د ده د علمي، ادبي، فرهنګي او ځانګړي شخصیت په تړاو مې پوره مالومات وړاندې کړی دی.پرهیز صاحب په خپله مرکه کې د پوښتنو په ځوابونو کې هر اړخیز علمي، ادبي او مسلکي ځوابونه په بشپړه توګه وړاندې کړې وو. دا دی اوس بیا له ده سره د امپرسیونیسم نړېوال ادبي ښوونځی په تړاو مې ځانګړې مرکه چمتو کړې ده، هیله من یم  چې ستاسو د علم او ادب مینه والو تنده پرې خړوبه شي.

ګران پرهیز صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنئ. اجازه راکړئ، چې خپلې   پوښتنې پیل کړم.

ګران انجنیر صاحب مسعود تاسو او مینه والو ته زه هم خپلې پېرزوینې وړاندې کوم، ستاسو په چوپړ کې یم. 

***

مسعود: تاسو د نړېوال ادبي او هنري ښوونځیو، ادبي، هنري، ټولنیز، فکري او فلسفي، تاریخي او نړېوال ارزښت او د دغو مکتبونو ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟ 

پرهیز:

مسعود: د ادبي ښوونځی(مکتب)او ادبي سبک تر منځ توپیر په څه کې دی؟ ښه به وي که په دې اړه لږ څه رڼا واچوئ؟

پرهیز:

مسعود: د هیڅ ادبي مکتب رامنځته کېدنه ناڅاپي او پرته له سریزې نه وي، د هر یوه ډېری نښې د پخواني پېر په ادبي نښیرونو (اثارو) کې موندل کېدای شي چې د ادبي مکتبونو د پیدایښت، جوړېدنې، بدلون، ودې، پرمختگ او د له منځه تللو لامل گرځي، په دې اړه ستاسو علمي ارزونه څه ده؟

پرهیز:

مسعود: تاسو د امپرسیونیسم ادبي او هنري ښوونځی څنګه راپېژنئ او ارزوئ، کوم، چې د انځورګرۍ(نقاشۍ) یو مهم او اغېزناک مکتب دی او د نولسمې پېړۍ په دوهمه نیمایي کې په فرانسه کې راڅرګند شو او وروسته یې په اروپا او نورو سیمو کې ژوره اغېز پرېښوده. مهرباني وکړئ د دې مکتب د تاریخ، آر او بنسټ په اړه لنډ مالومات راکړئ، چیرته، کله او د چا لخوا جوړ شو او لومړني بنسټ ایښودونکي یې څوک ول.

پرهیز:

مسعود: ښه به وي که تاسو د امپرسیونیسم د ښوونځی د بنسټیزو قاعدو، ارونو، اصلي موضوع او ځانګړتیاوو، په تړاو خپل لید راسره شریک کړئ؟

پرهیز:

مسعود: تاسو د امپرسیونیسم باورونه، عقاید، موخې، اند او مهم لیدتوګي څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست دوی د نړۍ د کومو نامتو او پېژندل شویو لیکوالو له ادبي او هنري کارونو څخه اغیزمن شوې دي؟

پرهیز:

مسعود: مهرباني وکړئ د امپرسیونیسم د ښوونځی د نوموتو او پېژندل شویو ادبي او هنري استازو او د دوی د نښیرونو(اثارو) د ځانګړتیاوو په اړه لنډ معلومات راکړئ.

پرهیز:

مسعود: په بېلابېلو  هیوادونو کې د امپرسیونیسم د سبک، نوموتي او اغېزمن لیکوال او هنرمندان څوک دي. د دوی  نامتو او پېژندل شوي نښیرونه(اثار) راته په ګوته کړئ.

پرهیز:

مسعود: ستاسو په اند، تر ټولو نامتو او غوره او خورا پېژندل شوی نښیر(اثر)، چې د امپرسیونیسم په ښوونځی پورې تړاو ولري د چا نښیر(اثر) دی؟ مینځپانه، سکالو، مضمون او پیغام یې څه دی؟

پرهیز:

مسعود: تاسو د امپرسیونیسم د نښیرونو(اثارو) د هغو مهمو او بنسټیزو ځانګړتیاوو په تړاو معلومات وړاندې کړئ، چې د امپرسیونیسم د مکتب د مخکینیو مکتبونو له نښیرونو(اثارو) څخه توپیر لري.

پرهیز:

مسعود: د امپرسیونیستانو، د انځورګرۍ او نقاشۍ هنر، ځانګړتیاوې، منځپانګه او پیغام او همداسې د دوی د هنر تګلوری او د سبک مهمې ځانګړنې څه ډول ارزوي؟

پرهیز:

مسعود: تاسو  د امپرسیونیسم ځانګړی هنري اغېز، منځپانګه او پیغام په اروپا او نورو سیمو کې څه ډول ارزوئ؟

پرهیز:

مسعود: امپرسیونیسم هغه هنري ښوونځی ده، چې د هنر په تاریخ کې یې ژور بدلون رامنځته کړ. د رڼا، رنګ او لحظه یې احساساتو او ځانګړي ادراک پر بنسټ یې نوی هنري لید وړاندې کړ. تاسو په دې برخه کې د امپرسیونیسم تاریخي شالید، بنسټزې هنري ځانګړتیاوې، نامتو استازي او د دوی پېژندل شوي نښیرونه(آثار) څه ډول ارزوئ؟ 

پرهیز:

مسعود: ولې امپرسیونیستان په انځورګرۍ او نقاشۍ کې  روښانه او متحرک رنګونه او د رڼا شتون کاروي؟

پرهیز:

مسعود: تاسو د امپرسیونیسم د ښوونځی، فلسفي او فکري بنسټونه، پیغام، منځپانګه او نړېوالې اغېزې څنګه څېړئ؟ او دا راته وویاست، چې د دې مکتب فکري او فلسفي اغېز په مدرنیزم، سمبولیسم او حتا اکزستانسیالیسم په ښوونځیو کې څه ډول څرګند شو؟

پرهیز:

مسعود: د امپریسیسم فلسفي خوځښت اغېز، چې د جان لاک او ډیویډ هیوم په فلسفي نښیرونو (آثارو)کې راڅرګند شو او په حسي آزماېښتونو، تجربو او انفرادي ادراک یې ټینګار کاوه، د آرتور شوپنهاور فلسفي لیدتوګو او نظریاتو اغېز، د هانري برکسون د لیدتوګو او نظریاتو اغېز او د ښکلا پېژندنې فلسفي اغېز د امپرسیونیسم خوځښت په پرمختیا او پراختیا کې څه ډول ارزوئ؟

پرهیز:

مسعود: تاسو د امپرسیونیسم مهم رول او اغېز  د ادبیاتو، شعر او داستان د پرمختیا او پراختیا په برخه کې او د امپرسیونیسم ادبیاتو اصلي ځانګړتیاوې او اغېز یې پر نورو ادبي خوځښتونو او مدرنه ټولنه کې څنګه ارزوئ؟ او دا راته وویاست په دې برخه کې پېژندل شوې څېرې څوک ول او د دوی نوموتي نښیرونه(آثار) کوم دي؟

پرهیز:

مسعود: د تیاتر او ډرامو  په هنر کې د امپرسیونیسم د ښوونځی د مهمو او اغېزمنو ځانګړتیاوُ په اړوند څه لید لرئ او د دوی نوموتي او مهم استازي څوک ول؟ هیله ده كه تاسو د تیاتر او ډرامو د هنرمندانو د هنري سبک او د هنري نامتو نښیرونو (اثارو)د ارزښت په اړه لنډه رڼا واچوئ.

پرهیز:

مسعود: په سینما او د فلمونو په جوړولو کې د امپرسیونیسم د سبک اصلي او مهمې ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟ د دې سبک د نامتو فلمونو او مهمو او پېژندل شویو استازو په تړاو لنډه رڼا واچوئ؟

پرهیز:

مسعود: تاسو د امپرسیونیسم د سبک مهمې ځانګړتیاوې د عکاسۍ په برخه کې څه ډول ارزوئ. د اکسپرسیونیسم د سبک تخنیکونه، ځانګړتیاوې او د نوموتو څېرو پېژندنه او د دوی د نښیرونو(اثارو) په تړاو څه لید لرئ؟

پرهیز:

مسعود: ښه به وي که تاسو د معمارۍ په برخه کې د امپرسیونیسم د مهمو ځانګړتیاوُ، د نوموتو معمارانو د پیژندل شویو او د دوی د نامتو نښیرونو(اثارو) په اړه معلومات ورکړئ.

مسعود: د موسیقۍ  په هنر کې د امپرسیونیسم د ښوونځی د مهمو او اغېزمنو ځانګړتیاوُ په اړوند څه لید لرئ او د دوی نوموتي او مهم استازي څوک ول؟ هیله ده كه تاسو د موسیقۍ په هنر کې د امپرسیونیسم د هنرمندانو د هنري سبک او د هنري نامتو نښیرونو (اثارو)د ارزښت په اړه لنډه رڼا واچوئ.

پرهیز:

مسعود: امپرسیونیسم یوازې یو هنري سبک نه وو، بلکې د لیدلو او درک کولو نوی طرز وو. تاسو د امپرسیونیسم د مکتب د ژور اغېز، دک و دلیل څنګه څېړئ؟

پرهیز:

مسعود: تاسو د پُست امپرسیونیسم او نئو امپرسیونیسم په تړاو څه لید لرئ؟ د امپرسیونیسم هنري او ادبي ښوونځی ځانګړی هنري او بنسټیز  توپیر له پُست امپرسیونیسم او نئو امپرسیونیسم سره څنګه ارزوئ؟

پرهیز:

مسعود: د کلاسیسم د هنري نښیرونو(آثارو) تر ټولو مهم توپیر د امپرسیونیسم له هنري نښیرونو سره څه ډول پرتله کوئ؟

پرهیز: 

مسعود: تاسو  د امپرسیونیسم او ریالیسم د مکتبونو ترمنځ مهم او بنسټیز توپیرونه او ورته والی څنګه څېړئ؟

پرهیز:

مسعود: د امپرسیونیسم، سمبولیسم او اکسپرسیونیسم د مکتبونو ترمنځ ورته والی او  مهم بنسټیز توپیرونه څه دي؟

مسعود: تاسو د امپرسیونیسم د ښوونځی د زوال او له منځه تللو اصلي لاملونه، انګیزې ، دک و دلیل څنګه ارزوئ؟ 

پرهیز: 

مسعود: د امپرسیونیسم، د انځورګرۍ او نقاشۍ هنر، ځانګړتیاوې، منځپانګه او پیغام او همداسې د دوی د هنر تګلوری او د سبک مهمې ځانګړنې زموږ په افغاني ټولنه کې څه ډول ارزوي؟ او دا راته وویاست، چې په دې برخه کې کومو نامتو انځورګرو او نقاشانو برخه اخیستې ده، د دوی پېژندل شوي نښیرونه(آثار) راته په ګوته کړئ.

پرهیز:

مسعود: د پښتو ژبې د ادبي اثارو او ځانگړي ډولونو (ژانرونو) په اړه د امپرسیونیسم د مکتب تگلوری او اصول څنګه ارزوي؟ مهرباني وکړئ د دغو نوموتو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د نومونو او نښیرونو په تړاو په لنډه توګه مالومات راکړئ.

پرهیز:

مسعود: په پښتو ادبیاتو کې د امپرسیونیسم لارویانو تر ټولو نامتو لیکوال څوک دي؟ ایا دوی د امپرسیونیسم له ښوونځی او تگلوري څخه اغیزمن دي که نه؟ مهرباني وکړئ د دې لیکوالو د نوماندو نښیرونو(اثارو) نومونه واخلئ.

پرهیز:

مسعود: تاسو د  افغاني موسیقۍ په هنر کې د امپرسیونیسم تگلاری او هنري اغېز څه ډول ارزوئ؟ ښه به وي که تاسو په دې برخه کې د نامتو هنرمندانو او د دوی د نښیرونو(اثارو) په اړه مالومات راکړئ.

پرهیز:

مسعود: په افغاني ټولنه کې د معمارۍ، نندارې”تياتر”، ډرامې، مجسمه جوړونې، فلم جوړونې او عکاسۍ په هنرونو کې د امپرسیونیسم تگلاری او هنري اغېز څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست په دې هنري برخو کې د دوی نامتو استازي څوک ول. ښه به وي که د دوی پېژندل شوي نښیرونه(آثار) راته په کوته کړئ.

پرهیز:

مسعود:

پرهیز:

ګران پرهیز صاحب داهم زما پوښتنپاڼه ده، هیلمن یم ځوابونه یې راته ولیکئ او د ایمیل په وسیله یې راولېږئ. که کومه پوښتنه زمانه پاتې وي تاسو یې ور اضافه کړئ.