لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

در برابر جنایات ضد انسانی حلقه انسانیت ستیز طالبانیزم باید…

بصیر دهزاد  در هفته های اخیر افغانستان شاهد تشدید ارتکاب یک سلسله جرایم و…

از شمس النهار  و تجدد 

تا : نشريه «شريعت  » و تعصب کور ملا کراسی طالبانی  مصداق حال ما کلام شاعر…

«
»

رشوت او رواجول ېې په افغانستان کې

لیکونکۍ : پوهندوی دکتور طاوس وردک لندن مارچ ۲۰۱۴

رشوت د اداری فساد تهداب جوړوی او رشوت په افغانستان کې له هغو ځایه چې ما ته معلومه ده او زما نه دولتی مامورینو رشوتونه غوشتل په دغو مواردو درته یو واقعی او دحقیقت نه ډک مضمون لیکم ، هیله ده په مینه ،مینه ېې ولونۍ او ځانو نه ورباندې خبرکړۍ ، د ظاهر شاه په زمانه کې رشوت ډیر عام وو او هر چارواکي د خپل استعداد او چالاکۍ په درلودلو سره رشوت دخلکو نه په مختلفو بهانو اخیستلو ، د ماسل ( یعنی د ولسوالۍ دسرباز ) رشوت د کلیو دخلکو نه دوه شیان وو اول خو د ماسل ( سرباز ) له پاره د کلې په جومات کې باید لمڅۍ یا ګیلم یا قالینچه د بړستنې او بالشت او توشکې په شمول جومات ته دهغو کس له خونه چې حکومت جلب کړۍ یوړل شي او بیا فورا ماسل ته چای وروړې هغه چای باید خوږ وې او یو مقدار ډوډۍ یا کلچې ورسره وې ، بیا ماسل تر هغو د تا په ګیلم په جومات کې ناست دی تر څو تا د ولسوالۍ نه د قوماندان امنیه څخه برخواست نه وې را وړۍ ، اول خو ددریو څاښتو خواړه د (ماسل ) یو لوی مشکل وو ، خلک بیچاره غریبان وو نو ماسل ته باید شوروا – لاندۍ- قروت – هګۍ وغیره تیار شي ، تر ولسوالۍ تګ یو مقدار پیسو ته ضرورت وو او بیا په ولسوالۍ کې باید قوماندان د امنیې ته هم اقلا ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ رشوت  ورکړې چې برخواست درکا او هغه وخت یعنې په ۱۳۳۹کې دغه پیسې تخمینا ۱۰ ډالره کیدې بیا به بیرته را تګ ته هم د موټر کرایه ورکوې او بیا به سپاهي ته ( ماسلي ) د ۵۰ افغانیو نه شروع تر ۱۰۰ پورې رشوت ورکوي چي دغه هم تر ۱۰ ډالرو رسیدې  او که مو د چا سره جنګ کړۍ وو نو په جنګ کې د طرف مقابل کوم ځای خوږ یا مات شوۍ وو او عریضه ېې در باندې کړي وه نو دغه وخت د  خلکو په اصطلاح ( د حکومت غوا لنګه شوه او حکومت دغه غوا تر هغو لوشي تر کومه وخته چې شدې ورکوي )  دلته درشوت اندازه ډیره لوړیژي ځکه د جنايي موضوع او د جنګ مساله ده ـ سپاهی – قوماندان امنیه – څارنوال – قاضي – محریر – او ولسوال د یوه سره پیسې غواړي ، یوه لنډه قصه به د خپل وطن نژدې کلی یعنی ( دولت خیلو نه در ته وکړم چې زموږ خپلوان کیدل (( یو نفر چې نوم ېې نادر وو د یوه قوماندان د څارندوی خور قانونی ځان ته  نکاح کړی وه ، او نادر نومی به لږ لږ وهله ، په وطنو کې د ښځو وهل یوه ساده خبره ده ښځه په اطرافو کې د خري حیثیت لري زه معذرت غواړم چې زموږ ښځې په دغو خبره خپه نه شي یو تریخ حقیقت دی  څومره چې خر تر بار لاندې چوکه کوې او وهی ښځه بیچاره هم دومره وهه څوک ېې په قصه کې نه دی او پلار ، مور ، ورور ېې دفاع نه شي کولای ، ځکه قانون نشته ـ پوشتنه نشته – انسانیت نشته – ښځې د نارینه سره مساوی حقوق نه لري ، ملان هم د ناری نه طرفدارۍ کوي نو دغو ښځې خپل ورور ته چې د یوې بلې ولسوالۍ امنیه قوماندان وو شکایت کړۍ وو چې ما هره ورځ یا شپه نادر یعنی میړه می وهی ، (خوازک نامی قوماندان) چې د کیپتان زوی وو را ځي او نادر نامی یعنی اخشۍ ېې په تفنګچه وژني ، نو دده مړۍ دلته ددروازې په مخ کې دترو دزامنو دروازی ته نژدې پروت وو او دده دترو زامن ( معلم صاحب نیازګل خان او ګلکار امین ګل ) د سید اباد ولسوالۍ ته په وردګو کې په قوماندان خوازک نومی عریضه کوي چې خوازک په رڼا ورځ د خلکو په وړاندې زموږ دتره زوی ووژلو ، چون ولسوال یو جدی او پیاوړۍ رشوت خور وو او ولسوال ته ډیره ښه منبع د رشوت لاس ته ورغلې وه  نو د خوازک نامی جلب د سپاهی په لاس دهغو کور ته دولت خیلو ته لیږي ، خوازک په ډیره بیړه ځان خپلي قوماندانۍ ته رسوي او هلته په حاضرۍ کې امضا کوي او د خپلو امرینو او هم مسلکانو سره چای او دوډۍ خوري او هیڅ نه وايي چې زه غیرحاضر وم یا رخصت وم او یا می نادر وژلۍ بلکه دده امرین خوازک نومۍ حمایه کوي او ولسوالۍ ته لیکي چې خوازک خان موجود او حاضر وو او هغو مړۍ نه دی کړۍ، بلکه  دده ورور چې ځونډي نومیژی نادر نومۍ وژلۍ دی ، دعوا تر هغو سرحده رسیژي چې اول خوازک نام ځان ته براات ورکړو او بل ېې ځان د ورور ځونډي د خلاصون یا دعواي له پاره ازاد کړو او خرڅ او خوراک ېې ډیر لکس ورور ته ور وړلو  او رشوت ته ېې په شدت ادامه ورکړه او د خوازک نومی دتره دواړه زامن ( معلم او ګلکار )  دواړه لس لس کاله بندیان شول ( هم ېې سړۍ ور مړ کړو او هم ېې دوه نور ورته بندیان کړل ) دغه وه د رشوت نتیجه او د محاکمو عدالت مرګ په رشوت خورو قاضیانو او نن هم عین پروسه د قاضیانو له خوانه جریان لري ، د دوی دعواي څو کاله دوام وکړو او د حکومت غوا ډیر په وخت او ډیره ښه شدې ورکونکې غوا شوه چې لنګه شوه او رشوتونه د یوه سره د ولسوالۍ مامورینو تر لاسه کول په دغو زمانه کې داود خان صدر اعظم وو او د سید اباد ولسوال سید عباس پادشاه وو ،بیا د داود خان مستقیمه واکداری شوه یعنی جمهوریت اعلان شوو چې دلته لوړ رتبه مامورینو لکه مدیران –ولسوالان – والیان – د محاکمو قاضیان او پولیس – ریسان – معینان – وزیران دیوه سره د رشوت سرغنه وو ، او بیا د حزب دیموکراتیک خلک افغانستان  په زمامدارۍ کې رشوت او چپاول مخصوصا د ترکی او امین په دوران کې هم لږ رواج پیدا کړو خو بیا هم دومره نه وو لکه د یحي دکورنۍ په دوران کې  ، نامونه ېې نه اخلم ، او بیا د ببرک کارمل په حکومت دارۍ کې رشوت د یوې مهماني – یوه بوتل ودکا ( یعنی تحفه ) ورکول رواج شول او وزیرانو او ریسانو او قوماندانانو به د هغو بودجې نه چې ورته د پلانو نو د عملي کیدو په خاطر پیسې تر لاسه کولې د هغو نه  پټې  یوه مقدار جیبو ته اچولې او مصرفولي البته ډیرو کمو خلکو ، عام حزبیان خاصتا معتقد او په ایده باورمندو دغه کار نه کولو ،صرف اخواني خلقیانو او پرچمیانو دغه کار کولو  البته تحایف ېې منل ، د داکتر صاحب نجیب ا لله په دوران کې رشوتونه او قاچاق بري او سوی استفاده په زرلکه – ملیون افغانیو او طلاوو او د طلا په خشتو او بزم شاهان ایرانی ډیرو قیمتی ابریشمی قالینو ته خبره ورسیده چې سر غنه ګان ېې دولایتو والیان –سرحدي قوماندانان – د شاروالیو مسولین – دوزیرانو یو تعداد کسان او د وسله وال پوځ جنرالان او قوماندانان وو دوی په خپله پوهیژي چې چا دغه کار کړۍ وو زه ېې نوم نه اخلم ، نن باید ددغو مضمون په لوستلو د خولو نه ډک شي او د ځنو چارواکو شځو د خلکو نه رشوت تر لاسه کولو او یو من طلاېې به ېې په غاړو کې پرته وه ، ځکه دلته ملیشه قوماندانان را پیدا شول او هغوی ته په بوجیو زرګون لوټونه ورکول کیدل ، وسلې – تریاک – هیرویین – طلاوی – تیل – خلاصه هر څه د روسانو له خوانه په دغو قوماندانانو خر څیدل یا بارتر تبادله کیدل اوخر څیدل او د بازار رګینه په نامه یوه منطقه وه د هرات  ولایته د مقر نه ۵ دقیقی پیاده روی وه او هلته حکومت نه وو ، اداره نه وه ، استخبارات نه وو ( ازاده منطقه وه ) البته د مشهور رشوت خواره خالقیار والي او مستوفی سلطانمحمد په زمانه کې چې شخص خالقیار د رشوت د ترویجولو په خاطر او روسانو ته ډیرې تحفی ورکولو په خاطر صدر اعظم شوو، لکه د پیښور کارخانې ( بازار رګینه یوه د فحشاوو – رشوت او اداری فساد ازاده منطقه وه )، او دغو رشوت خورو روسي مشاورینو او ملیشه قوماندانانو په ډیر لوړه کچه او زیاته اندازه خلک په رشوت اخته کړل او روسانو هر څه په مجاهدینو خر څول ، دغو پروسې دمجاهدینو لیدرانو ته چې درشوت په زانګو پاکستان کې اموخته شوي وو او ورسره عادت شوي وو تر ربانی او تر ننه تر کرزي پورې ( رشوت او اداری فسار ته ) داسې رونق او اجازه ورکړه چې د مجاهدینو د ښځو تر منځ مسابقه پیل شوه او دهر یوه مجاهد میرمنې چوب خط درلودلو او د شپې نه ېې په میړه پسې چوب خط را اخیستو او رشوت ېې ورسره خط کولو چې همدا سبب شوو د کرزي د کابینی وزیران – د ادارو ریسان – والیان  او ولسوالان – خاصتا قاضیان ، په ظرف د لسو کالو کې دیوه سره ملیاردران شول ، نن د کرزي د کابینی وزیران او مامورین جمعا ۳۰۰ ملیارده ډالره نقده ډالر لري او شرکتونه او بلند منزله ېې ،په داخل او خارج کې له شمیره وتلي دی، نو زما وطن دارانو اوس ما ته ووایاست چې دغه ( – رشوت خواره – غله – وینه تویونکي مافیایی کړۍ – غاصبین او چپاولګران – د شځو د ازادی مخ نیونکي – دبشر د حقوقو سرغړونکي – فاتلین او تخریب کاران اماده دی چې په خپله خوښه او مفت بیدون له زوره د خلکو په رایه سیاسی قدرت ( دکتور اشرف غنی ) ته ور تسلیم کا ؟؟؟؟

نه خیر !!

په هیڅ وجه نه ، د کرزي نني وزیران – معینان – دادارو ریسان – والیان – ولسوالان – مدیران – په وسله وال پوځ کې مشهور غله او رشوت خواه افسران چې هر چا ته معلوم دی مخصوصا په محاکمو کې – په پولیسو کې – په وسله وال پوځ کې په ۱۰۰ هاوو زره رشوت خورا شته که شک لرۍ نو لاړ شۍ د ژوند او کور د حالاتو نه ېې خبر واخلۍ ، همدارنګه څارنوالي تر ستونیه په رشوت کې غرقه ده ، زه به یو څه در ته ووایم او سوګند به نه یادوم چې زه شخصا د کرزي په کابینه کېې وزیران – قاضیان – پولیسان او د وسله وال پوځ قوماندانان او افسران پیژنم چې رشوت ېې خوړلۍ دی او نن ېې هم خورې او د جناب دکتور صاحب اشرف غني له پاره هم د نورو مشکلاتو تر څنګ ددغو خاینینو محارول یوه ستونځمنه او جدي ستونزه بولم خو خدای د قوت ورکړي چې په ټول ستونزو مخصوصا اداری فساد او رشوت خورو بریالۍ شي او دیوه سره ددوی لاوسونه ورلنډ کا ، امین .