‬‬نه به جنگ و نابرابری، آری به همبسته‌گی جهانی کارگران‬‬‬‬

 ‬‬‬‬اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به‌مناسبت اول ماه می، روز…

توهم برتری و بازی قدرت

«جستاری در خودبزرگ‌ بینی و بازی‌های پنهان برتری» تهیه و تدوین…

بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

«
»

د ویرې علاج

لیکوال : دکتور محمد سعید «سعید افغانی »

کله چې د نفس تصور او خیال د یو ناوړه آینده پیښې چې په دفعې د هغې باندې قادر نه وی وکړی په دا وخت کې نو په نفس باندې خوف او ویره طاري کیږي او په زړه باندې تکان، خفګان او غم او په اندامونو باندې ویره ده. تشنج او ارتعاش راځی.
ویره د بدن د پاره زیات خطرات پیدا کوي او ډیر کرته پخوا د وقوع د هغه واقعې چې سړی ئې د بدن عواقبو ځنې ویریږي مهلک عواقب پیښوي.

مثلآ سړی که په یوه دشته او صحرا کې روان وي او په زړه باندې ئې دا ویره راشي چې دلته په کوم پړانک او یا لیوه راشي او ما به وخوري او دا خوف د ده په زړه باندې استیلا وکړي او طریان ئې مخ په زیات والی لاړ شي آخر پخوا ددې ځینې چې لیوه او یا پړانګ ورته ضرر ورسوي زړه ئې چوي.
او یا مثلآ حتی خلک غواړي چې کوم کار وکړي لکن پخوا له کولو د کار ځنې په خیال د کولو د کار کې یو خوف د ده په زړه باندی راځي چې په نتیجه او پایله  کې د دا رنګ خلکو ځنې هر څه خطاء شي او یا مثلآ مرض چې سړی په کی د مرګ د ویرې له امله دومره په خوف کې شي چې په نتیجه کې مرض  او رنځ پاتې  او ویره د مرګ موجب وګرځي، کوم هغه اسباب چې د ویرې موجب کیږي یا به اصلاحي کار وي او یا به اختلالي، چې ددې هر یو د پاره به علاج وښودلی شي.

ویره په څلور قسمه ده:
(۱) یو قسم ئې هغه ویره ده چې د وقوع د امر ممکن او احتمالي شي. ځنې پیښه شوي وي یعنې داسې یو شی وي چې د سړی د قوت او طاقت ځنې بهر او  بیرون وي.

(۲) او دوهم، هغه قسم ویره ده چې د وقوع د امر ممکن چې د سړي په خپل قدرت او اختیار کې وي او هغه کار یواصلاحي کار وي پیدا شوی وي لکه مثلآ سړی خیال وکړي چې ظالم به د ظلم ځنې منع او د مظلوم سره به معاونت کوم. په دا وخت کې یوه ویره پیدا شي چې نه چې ظالم د ظلم سلسله زما پورې به هم وغوځوي.
(۳) دریم قسم ویره هغه قسم ده چې د وقوع د داسې امر چې هغه امر ممکن وي او د سړي په اختیار کې هم وي او یو د فساد او اختلال کار وي نشوه او نمائی کړی وي. مثلآ چې سړی خیال وکړي چې د وطن او د خاورې انتظام او د سپلین به خرابوم. نو په دا وخت کې یوه ویره پیدا شي چې د اقـتدار خلک به مې حبس او یا مړ کړي.
(۴) څلورم هغه قسم ویره ده چې له امله د یو ضروري امر لکه د مرګ د خیال نه پیدا شي.
ویره په دا څلور واړو اقسامو سره یو نفسي او روحي مرض دی او ددې مرض د پاره روحي دوا په کار ده. نو ځکه دا لازموي چې لوستونکی دې دا نسخه یاده کړي او د خپلې ویرې د مرض علاج دې پرې وکړي.
د اول قسم ویرې دا چې ویره له داسې امر ممکن احتمالي  شي ځنې پیښه شوي وي چې د سړي په اختیار کې نه وي.  

علاج ئې دا دی چې سړی باید ژرتر ژره داسې افکار قطعه کړي او زړه ته ډاډ ورکړي چې دا یو احتمالي شي دی.  داسی نه دی چې ضرور به واقع کیږي بیاهم که واقع کیږي نو ویره خود هغی دفع نشي کولی. نو څه له په خوا د وقوع ځنې د ویرې له امله ځان تلفوم. زه مکلف په ښه کاریم نور چې هر څه کیږي کیږي به .  
د دویم قسم ویرې علاج دا چې ویره د یو داسی امر ممکن شي ځنې پیدا شوی وي چی د سړي په اختیار کې وي او اصلاحی کار وي.
علاج ئې دا دی چې ویره باید په اصلاحي خدمت کي لکه د ظالم منعه کول د ظلم ځنې او یا د مظلوم سره معاونت هیڅ زړه ته را نه وستل شي.  

ځکه داسې ښه عزم او قصد، دلویانو او د اولوالعزمو خلکو کار دی.  د عزم او ارادی خلک لویه غایه او هدف لري چې هلته ویره کوم اهمیت نلري. په داسی وخت کی سړی باید دا شعر یاد لري.                                                                                                                                                            

مرد باید که در کشاکش دهر

سنگ زیرین آسیاب باشد
سعدي

د پښتو متل دی: چې لوی بارونه وړی خوراک زوز دی.

په دا سلسله کې باید داسې خلک د مخکینیو پوهانو اولویانو د ژوندانه کار نا مې ولولي او مطالعه کړي. هلته په کې د هغې ثبات، حوصله، استقامت او په هغې باندې د دنیا مشکلات او سختی او ربړو ښه تجزیه کړی او د خپل د زړه ډاډ د پاره ئې د ځان سره یاد داشت وګرځوی.
الله جل جلال له په کلام مجید او فرقان حمید خپل کې فرمائي: « امْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ ۖ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّىٰ يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَىٰنَصْرُ اللَّهِ ۗ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ»   د ترجمعی حاصل :
( مسلمانانو آیا تاسو ګمان کوی چې جنت ته داخل شئ او رانه شئ په تاسو باندې تکالیف او مشکلات د مخکینو قومونو چې هغی په حیات کې په لوږې او مرض او پریشاني تر داسې اندازی مبتلا و چې ویلې به رسول صلی الله علیه وسلم  او هغه اشخاص چه به د ده سره وو کله به مدد او معاونت د الله پاک ورسیږي. الله جل جلال له په جواب کي فرمایل خبرشی چې مدد او معاونت د الله پاک قریب دی. )

 

د دریم قسم ویری،  کوم ویرې چې ویره د هغه ممکن شې ځنې پیدا شوي وي چې د سړي په اختیارکې وي. یو ناوړه وضعیت او د جامعی د پاره مخل امروي، ددې ویرې علاج دادی چې باید د ځان سره فکر وکړی او خپل ایمان او وجدان حاکم وکرځوئ چی په حیات او ژوند کی کوم کار د کولو وړ دی، او کوم ندی او په دا وسیله په خپل عقل سره د داسی اوضاعو ځنې اجتناب وکړي چې هغه موجب د نارضائي د خدای پاک او سبب فساد د خلکو ګرځي .مقصد دا چې ددی قسم ویرې علاج په خپله د سړي په خپل اختیار کې دی.

هو آیا سړی ولې داسې کارته اقدام کوي  چی هغه موجب د فلاکت او بد بختي د ځان او د خلکو شي.

د څلورم قسم ویرې کوم چې له یو داسې امرځنې پیدا شوي وې چې حتمي الوقوع وي لکه مرګ علاج ئې دا دی چې سړه باید داسې افکار په تصور او خیال کې راولي چې مرګ یو داسې امر دی چې خلاصی ترې ممکن نه دی نو ولې پخوا د مرګ ځنې ځان د خفګان او د مرګ د ویرې له امله وژنم؟

آیا زما دا ویره کومه دفعه کولی شي او که نه؟

آیا د تقدیر کړه څوک دفعه کولی شي او که نه؟

ښه نو چې څه مقدره ده هغه به کیږي نو پخواله مرګه به ولې ځان په عذاب مبتلا کوم؟

د مرګ ویره اکثرو اشخاصو باندې علی الخصوص د ضعف په حالت کې زیاته استیلا او غلبه راولي نو ځکه محترم لوستونکي دې مرګ د ویرې د علاج تر عنوان لاندې په پوره ډول د علاج مطالعه وکړي.

 

یاددونه :
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابي لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:1354 هجری شمسی )
ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی