مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

«
»

د ناټو کانفرانس ته ولي بې واکه هیئت واستول شو؟

او اشرف غني ولي د عبدالله غوښتنې نه منې؟

لیکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

عبدالله عبدالله ته نږدې سرچينې وايې چې عبدالله ښه پوهیږې د حالاتو په خرابولو او بې ثباتي کې دده او ددوی د ډلې ګټه نشته، سرچینه وایې چې عبدالله په ځانګړو مهمو مجلسونو کې ویلې چې د حالاتو خرابول اسانه کار دی، موږ به  د موازي حکومت اعلان وکړو، ارګ ته به په زور ننوځو، مګر د حالاتو کنټرول او د واک ساتل بیا ګران دي، ځکه نړيواله ټولنه به خپلې مرستې ودروي، او ممکن هم نه ده چې موږ به واک په دغسي حالت کې بیا له ځان سره وساتو.

عبدالله د حالاتو د خرابوالي پر ځای سياسي جوړجاړې ته ترجیح ورکوي، مګر دده په ټیم کې داسي کسان دي چې هغوی د سیاسي جوړجاړي پر ځای د حالاتو خرابولو ته ځکه ترجیح ورکوي، چې د اشرف غني د حکومت په جوړیدو کې خپل ځای او ځان نه ويني.

تیره اونۍ چې کله د عبدالله ډلې له سياسي ډيالوګ څخه د وتلو اعلان وکی، اولتیماټوم يې د غني ډلي ته ورکړ، او بیا د ورځي په آخر کې دوی هیڅ ونه کړل، پرته له شکه چې د عبدالله ډله دغه ډول بیړنیو او ناسنجول شوو څرګندونو زیانمنه کړه، او برعکس يې د اشرف غني ډله پياوړي کړه، د نړيوالو په سترګو کې يې د عبدالله د ډلې اهمیت کم او د اشرف غني د ډلې اهمیت لوړ کړ.

عبدالله د ددي ترڅنګ چې د اجرايوي مشر صلاحیتونه او واک به زیات وي، دحکومت د کابينې مشرې به کوي، ځينې نورې غوښتنې يې هم درلودلي، چې ټولې يې د اشرف غني او د هغه ډلې له پاره ځکه د منلو وړ نه وي، که د عبدالله غوښتنې منل شوې وای بیا نو د غني ډلې ته هیڅ هم نه پاتې کيدل يواځي نوم به ورته پاتي وای چې غني ولسمشر او دده ډله په واک کې ده.

عبدالله د خپلو دوو مرستيالانو له پاره هم د غنې څخه د مهمو چوکیو او امتيازاتو غوښتونکی ؤ، ددي سربیره د هغو ګردو نوماندانو چې دویم پړاو کې له ده سره يوځای شول د چوکيو او امتیازاتو غوښتونکی ؤ.

دا ډول د بلخ  د زورواکي والي له پاره هم باید غني ورسره معامله وکړي، مګر د غني او ډلې له پاره يې سخته ده چې د عطاء محمد نور او ګل آغا شیرزي شتون په خپل حکومت کې ومني، مګر داچې د امريکا او نړیوالو له يومخیز او ډیر فشار سره مخ او بیا به يې ومني.

د عبدالله په ډله کې ځينې کسان همدا غواړي چې جوړجاړی ونه شي، يا خو حکومت ګرده دوی ته وسپارل شي، او يا پوره واک ورته ورکول شي، غني يواځي په نوم حکمران وي، لکه کرزی صاحب، ځکه هغوئ  پوهیږي چې د سالم جوړجاړي او نسبتا سالم ائتلافي حکومت کې د دوی ځای نه شته.

بل خوا نږدې له دریو کلونو عطاء محمد نور هڅه کوله چې د تاجکو يو قوي او ځواکمن مشر په ډول راڅرګند شي، د تاجکو سهم يواځي پنجشیر ته پري نه ږدي، همدغه لامل به ؤ چې داسي راپورونه هم ترلاسه شوې چې عطاء محمد نور غوښتل په يواځي ډول د طالبانو  سره پټه رابطه ټینګه کړي، دا ډول د عطاء محمد نور ځينو پلويانو کلونه وړاندي داخبره هم کړي که دپنجشیر د تاجکو پر ځای طالبان له عطاء محمد نور سره رابطه وساتي دا به د طالبانو او تاجک ټبر په ګټه وي، مګر په تیرو کلونو کې د مختلفو عواملو له کبله د عطاء محمد نور او طالبانو رابطه نه ده شوې، دا ډول د پنجشیر څخه او د عبدالله د ډلې د جوړجاړي رابطه هم له طالبانو سره ونه شوه، یواځي د پاریس په کانفرانس کې د قانوني او مولوی دلاور تر منځ غیر رسمي او د روغبړ خبرې یادولای شو.

اوس کرارکرار دغه د تاجکو سياسي او نظامي مشرانو ترمنځ درز راڅرګنديږي، په دي وروستیو وختونو کې داسي راپورونه ورکول شوې چې عطاء محمد نور عبدالله ته ويلې که اجرايوي پوسټ پنجشیر ته ورکول کيږي، دویم امنيتې پوسټ (دفاع وزارت/ملي امنیت/کورنیو چارو وزارت) باید چې د مزار په خوښه وي، هدف يې خپل ځان دی، چې ده ته ورکول شي او يا دده د خوښې وړ کس ته به ورکول کيږي، دا ډول د بدخشان تاجک سياسي او زورواکې مشران چې له ډیرې مودې راهيسي د نظار شورا سره ستونزه لري، هغوئ هم په دي نه دي خوشاله چې د تاجکو د قوم په سر سياسي او نړيواله معامله دي يواځي پنجشیر وکړي، صلاح الدین رباني به خامخا د بدخشان د خلکو له پاره مشخصې چوکۍ غواړي، د هرات د تاجکو په استازيتوب تورن اسماعیل خان چې د جمعیت په دننه کې او په ځانګړې ډول له عطاء محمد نور سره رقابت او د تیر وخت ستونزې لرې، هغه هم د عبدالله څخه د هرات د تاجکو له پاره د مشخصو چوکیو غوښتونکی دی.

د پروان او کاپیسا خلک ورته ستونزه لري، هغوئ هم د خپلو خلکو او سياسي کسانو له پاره له عبدالله څخه واک، امکانات او امتيازات غواړي.

بل خوا هغه پښتانه چې په ډیر تکلیف سره عبدالله د ځان ملګري کړي، هغوئ هم دا ډول غوښتنې له عبدالله څخه لري، که عبدالله له غني سره يوځای کيږي بیا به دده سره د يوځای شویو پښتنو د غوښتنو د پوره کولو وس ونه لري.

محمود کرزي اشرف غنی ته درې شرطونه وړاندي کړي ؤ که شرطونه يې ومنل شي له غني سره يوځای کيږي:

د کابل بانک موضوع به دده په حکومت کې نه څپړل کيږي، کوم چې محمود کرزی او د مارشال فهیم ورور يې په ډیوالي کيدو او اختلاس کې پړه ګڼل شوې.

د پلخمري د سیمنټو د فابریکې د دواطلبي ، قرارداد او پلورلو دوسیه به نه څپړل کيږي، کوم چې محمود کرزي د لږو پيسو په مقابل کې د خپل ورور حامد کرزي له حکومت څخه اخستي ده.

په کندهار کې د عینو مېنې د ښارګوټي د ځمکې د غصب معامله به نه راپورته کيږي، چې اوس د محمود کرزي او وروڼه په واک کې ده.

کله چې غني دهغه درې شرطونه ونه منل، سمدستې محمود کرزی د ولسمشر حامد کرزی وررو عبدالله ته ورغی، هغه په ورین تندي دهغه ياد شرطونه ومنل، او محمود کرزي هم له عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

عبدالله له نورو د ځمکو غاصبینو او ټوپکسالارانو سره ورته ژمنې کړي، ویل کيږي چې  عبدالله ورته غوښتنه له غني څخه لري، عبدالله وایې:

۱-دځمکو د غصب موضوع به نه څيړل کيږي، دولتي او شخصې ځمکې چې هر چا غصب کړي، دهغوئ سره به حکومت جنجال نه کوي.

۲-زما دواړو مرستیالانو او هغه نوماندان چې دویم پړاو کې له ما سره يوځای شوې دهغوی له پاره مشخصې چوکۍ او امتيازات به منل کيږي

۳-پنځلس ولایتونو ته به والیان زما په خوښه او دا ډول امنيتې وزارتونو ته  به زما په خوښه کسان ټاکل کیږي.

۴-د عبدالله مهمه غوښتنه داده چې د حکومت د کابينې مشرې به اجرايوې رئیس کوي.

کله چې غنې د عبدالله غوښتنې ونه منلي د عبدالله د ډلې مهم غړي د ټاکنو د خپلواک کمیسون پخوانۍ مشر فضل احمد معنوي د رسنیو پر مخ راڅرګند شو او د اشرف غني ډلې او د کرزي حکومت ته يې  اخطار ورکړ. مګر اوس ویل کيږي چې د امريکا سفارت له خوا معنوي ته ویل شوې چې نور  باید له دغه ډول څرګندونو څخه لاس واخلي ، بیا ځل داسي څرګندونې ونه کړي چې  حالات د خرابي خواته بيايې، داسي هم ویل کيږي چې معنوي ته د امريکا سفارت له خوا ویل شوې چې نور رسنيو ته ولاړ نه شي، که ځي هم په احتیاط او د امريکا د پالیسي سر سم څرګندونې وکړي.

شپږ مياشتې کيږي چې لومړنۍ ټاکنې وشوې، لا هم پايلې نه دي معلومي، او کرزي يوه بله موقت دوره سرته ورسوله، ځکه دهغه لومړی موقت حکومت هم ۶ مياشتې ؤ.

د طالبانو وروستۍ اعلاميه په داسي وخت کې خپره شوه چې د ناټو کانفرانس ته دوه ورځې پاتې وي، او دغه اعلاميه د کانفرانس څخه مخکې خپره شوې، داسي اعلاميه چې ډیرو مهمو ټکو ته پکې اشاره شوې وه، زه دلته په اعلامیه تبصره نه کوم، مګر داسي معلومیږې چې د ټاکنو پايلې د امريکا د پلان سره سم ځنډول کيدلې، او داباید د کانفرانس څخه وروسته اعلان شوې وای.

فکر کيږي چې امريکا غواړي له افغانستان څخه په ټولیزډول خپل پوځيان وباسي، دا ډول امريکا د امنيتې تړون د لاسلیک له پاره هم زړه نا زړه ده، نه پوهیږي چې ددوی له پاره به يې ګټه زیاته او که تاوان به ورته وکړی، ځکه طالبانو ویلې که امنيتې تړون لاسلیک کيږي نو بیا دوی هیڅ ډول سياسي ډیالوګ ته له امريکا سره نه دی حاضر، بل خوا دواړو کاندیدانو ژمنه کړي وه چې که ولسمشر شي نوسمدستي به امنيتي تړون لاسلیک کوي، که چیرته غني او يا عبدالله د ناټو کانفرانس څخه مخکې اعلان شوی وای، حتمې وه چې دوی به د امنيتي تړون د لاسلیک ژمنه په ویلز کې د ناټو په کانفرانس کې کوله، کوم چې نور يې د امريکا او طالبانو تر منځ راتلونکي سیاسي ډیالوګ ته د پای ټکی کيښودی.

معلوميږي چې امريکا هم نه غوښتل چې د افغانستان څخه دي غني او يا عبدالله د ناټو کانفرانس کې د ولسمشر په توګه ګډون وکړي او د امنيتې تړون د لاسلیک ژمنه دي د ګڼو هیوادونو د مشرانو او دفاع وزیرانو په مخکې وکړي.

امريکا هڅه کوي چې د طالبانو سره ستونزه حل کړي، او په راتلونکې کې هم د طالبانو سره د اړيکو په اړه فکر کوي، تر څو د طالبانو له لوري د خطر احساس ونه کړي، چې همدغه خبره دواړو(امريکا او طالبانو) کړي هم ده، امريکا اعلان کړی چې طالبان ددوی دښمن نه دي، او طالبان له القاعده څخه جلا ډله ده، دا ډول طالبانو اعلان کړی چې دوی د واک انحصار نه غواړي، او نه به ددوی له خوا نړۍ او هیوادونه وګواښل شي، بلکه متقابل احترام باندي عقیده لري، نه چاته اجازه ورکوي چې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او نه به خپله د کوم هیواد په کورنیو چاروکو مداخله وکړي، فکر کيږي چې غیر مستقیم دواړه امريکا او طالبان هڅه کوي چې يو ډول توافق ته ورسيږي، په افغانستان کې د بهرنيانو شتون ختم او یرغل پای ومومي.

اوس چې د ناټو کانفرانس ته د دفاع وزیر بسم الله محمدي تللی، د افغانستان اړوند مسایلو د پریکړو د منلو او ردولو واک او صلاحیت به ونه لري او نه به يې نړيواله ټولنه ورکړي.

د بسم الله محمدې په مشري د ناټو کانفرانس ته د تلونکې هئت يو غړي په ډیره بې شرمې د انګلستان له لومړي وزیر څخه په بریتانيا کې د پناه اخستلو غوښتنه وکړه، چې دغه ډول کړنه د هیئت واک، صلاحیت او د هیواد سره مينه تر سوال لاندي راولي.

د ناټو د کانفرانس وروسته زما په آند چې ممکن د ټاکنو پایله به ژر اعلان شي، اشرف غني به ولسمشر او د عبدالله ډله به په حکومت کې ورسره شريکه او غوښنه ونډه ولري. مګر بیا هم کرزی به هڅه وکړي چې دواړه نوماندان جوړجاړي ته ونه رسيږي ، په دواړو کمپونو کې کرزی خپل پلويان لري، او هغوی له کرزي څخه د شپې هدایات اخلي، کرزی هڅه کوي چې د څه نور وخت له پاره بیا هم په واک کې پاتي شي، ولي د  امريکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال په کابل کي دی کوشش کوي چې دواړه نوماندان جوړجاړي ته ورسيږي، او کرزي ته يې هم د اوباما پېغام رسولي چې د حالاتو د خرابیدو هڅې نورې ونه کړي.

دا ډول جان کیري بیا ځل له دواړو نوماندانو سره خبرې کړي، فکر کيږي چې امریکا به اوس خپل ګرده فشار په غني او عبدالله راوړی ترڅو جوړجاړی وکړي، زه په دي هم باوري یم، که امريکا غوښتلای چې د ناټو کانفرانس مخکې دواړه نوماندان جوړجاړی وکړي، نو دوی کولای شول، ځکه دواړه نوماندان د امريکا غوښتنو ته لاس په نامه ولاړ او لبیک ورته وایې.

له دي وروسته که امنتي تړون لاسلیک کيږي، د تیرامنيتې تړون په مصوبه کې به بدلون راځي، تغیر به کوي، او ممکن داسي ماده هم پکې زیاته شي چې که طالبان او امريکا توافق ته سره رسيږي، بیا افغان حکومت سره خبره کيږي، او يو جوړجاړی صورت نیسي، نو تړون به په اتومات ډول سره فسخ کيږي.

امريکا او نړيوالو ته په کار ده چې بیا ځل ددوی او افغان حکومت په مقابل کې وسلوال مقاومت عادي ونه ګڼي، دخپلو پوځيانو وتل حتمي کړي، په افغانستان کې ديوه خپلواک او مستقیل حکومت د جوړښت ننګه وکړي، اوس وخت کې ښه داوه چې موقت حکومت د بې پلوه کسانو له خوا جوړ شوی وای، دغه بیطرفه حکومت د راتلونکې متخب حکومت  له پاره لاره هواره کړي وای، او بالاخره يو خپلواک ، افغان شموله او افغان ولس ته د منلو وړ حکومت جوړ شي. په دغه صورت کې به ناټو او امریکا د اوکراین، سوريې، عراق، ليبیا او یمن اړوند ستونزو ته هم خلاص وای، د افغانستان د لوړ اقتصادي او سخت جنګ پيټی به يې له غاړي کښته شوی وای، له روسيې، هند، چین سره به ډغرو وهلو ته نسبتاخلاص وای.