آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

افغانستان در دوراهی تاریخ؛ تداوم بحران یا گذار به حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان امروز در نقطه‌ای حساس از تاریخ معاصر…

بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

مشروعیت‌زدایی قومی طالبان؛ خلع سلاح قومی این گروه

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از مهم‌ترین موانع در مسیر حل بحران…

آن کارسون، برنده نوبل ادبیات ۲۰۲۶؛ از ادبیات کلاسیک تا…

      بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  آکادمی سوئد روز پنج‌شنبه ۸ اکتبر ۲۰۲۶، جایزه نوبل…

رمانتیسم؛ عطر شانل آیدا، یا سیگار اشنو شهلا ؟

Romantik . آرام بختیاری رمانتیک، مکتبی چند وجهی؛ خردگریز، اتوپیستی، هومانیستی. رمانتیک واژه…

رساله‌ای در باب تخیل (3)

« آزادی و هراس انسان از خلوت خویش » تهیه و…

جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

دو یاداشت !

1-- افغانستان و اثرات موقعیت جغرفیایی ان . 2-- چاره اساسی…

تعلق بر انسانیت بجا است !

امین الله مفکر امینی              2026-08-10! بــه هر طرف مینگرم بوی تعلقات…

از قهرمان‌سازی تا نقد تاریخی؛ بازخوانی کارنامه رهبران در شش…

 نویسنده: مهرالدین مشید بزرگ‌نمایی رهبران؛ ناسپاسی به آرزو های مردم افغانستان رخدادهای…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی(بخش۲)

علی میرفطروس -« عربِ بادیه نشین را رها کن و او…

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

«
»

د سميع الحق وژل ورته عبرت شول، مولانا فضل الرحمن حقيقت ویل پيل کړي

وروسته له هغې چې عمران خان له هند سره د دولتونو او ولسونو په کچه د اړیکو د غوړولو او د لارو د پرانیستلو لپاره اقدام وکړ او څو ورځې وړاندې يې له هند سره د کرتارپور پوله پرانيستله؛ د وسله والو طالبانو دویم معنوي پلار او د افغانستان د جنګ جهاد بلونکی مولانا فضل الرحمن له هندوستان د پاکستان پر دوستۍ او له افغانستان پر دښمنۍ نيوکه کړې. فضل الرحمان تېره پنجشنبې د قبایلو د حقونو په نوم یوې غونډې ته ويلي، له افغانستان سره لارې بندې دي او مرکزي حکومت نه غواړي چې له افغانستان سره ترانزیتي او مواصلاتي لارې پرانیستل شي.

فضل الرحمن په عين وخت کې ومنله چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د پښتنو په خاوره کې د پښتنو وینې بهول کېږي. ده د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو روان ناورین ته په اشارې وویل«ایا د قبایلي سیمو او افغانستان عام ولسونه په امن کې د ژوند کولو حق نه لري؟»

پاکستان په وروستیو کې هڅه پیل کړې چې پر ډیورند کرښه اغزن سیم وغځوي یا دېوال ودروي چې د دې کرښې د دواړو خواوو د اوسېدونکو د تګ راتګ مخه ډب کړي. خو روانه اوونۍ د پاکستان صدراعظم عمران خان له هند سره د کرتارپور پوله پرانيستله او زياته يې کړه که هند د پاکستان خوا ته د دوستۍ لپاره یو ګام واخلي، پاکستان به دوه ګامه واخلي. ده همداراز وویل، د پاکستان حکومت، پوځ، سیاسي ګوندونه او پارلمان غواړي چې له هند سره ښې او دوستانه اړیکې ولري.

خو اساسي پوښتنه دا ده چې پاکستان څنګه د خپل ازلي دښمن سره د دوستۍ نيت کړی دی او ولې له هندوستان سره اړيکې رغول غواړي؟

پاکستان په وروستيو کې په سياسي لحاظ بيخي يواځې شوی او په اقتصادي لحاظ د نړيوالو له فشارونو سره مخ دی. يواځې چين دی چې په پاکستان کې پانګونه کوي او روسيه ده چې په نظامي برخه کې ورسره همکاري کوي. دوی دواړه هم د پاکستان لپاره د امريکا ځای نشي ډکولی. په همدې خاطر د پاکستان صدراعظم عمران خان په وروستيو کې هڅه کوي څو د پاکستان په اړه د نړۍ په ځانګړې توګه د هغه هيوادونو نظر بدل کړي چې په يو نه يو ډول د پاکستان لخوا متضرره شوي او يا هم د پاکستاني تروريزم لخوا له ګواښ سره مخامخ دي.

په دې برخه کې افغانستان او هندوستان هغه دوه هيوادونه دي چې پاکستان يې په ښکاره خپل ګاونډيان او دوستان ګڼي خو د پردې تر شاه خپل ازلي دښمان بولي. له خپلو ګاونډيانو په ځانګړې توګه له هندوستان سره د اړيکو رغولو لپاره د پاکستان تير صدراعظم نواز شريف هم ډیرې هڅې وکړې، آن تر دې چې په 2016 کال کې د یوم ټو وایکس پاکستاني خبري سایټ د خبر له مخې پاکستاني حکومت د پاکستان او هند تر منځ د هماغه کال د ورپيښ تاوتریخوالي په ترڅ کې خپلې ۲۰ تنه پېغلې نجونې د سولې له پیغام سره هندوستان ته ولېږلې. هاغه مهال پاکستان په سیمه او نړۍ کې له انزوا سره مخ و او دغه نجونې يې د عذر غوښتنې لپاره د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي د تحفې په ډول استولې وې. خو سره له دومره هڅو هندوستان بيا هم د پاکستان غوښتنه نه وه منلې.

مولانا فضل الرحمن ولې د افغانستان په اړه د پخواني نظر خلاف څرګندونې کړي؟

درې دليلونه شته چې له مخې يې مولانا فضل الرحمن د افغانستان په اړه په حقيقت ويلو ته اړ کړی دی:

لومړی: امکان لري چې د طالبانو دویم معنوي پلار مولانا فضل الرحمن ته د طالبانو د لومړني پلار سميع الحق وژنه عبرت ګرځېدلی او دا يې اړ کړی وي څو د افغانستان په اړه نور بې مسوليته خبرې ونه کړي. ځکه سميع الحق په داسې حال کې ووژل شو چې پاکستان د نړيوالو له سختونو فشارونو لاندې دی او د طالبانو د ملاتړو په وژلو سره غواړي نړيوالو ته وښيې چې دوی د تروريزم پر خلاف دي او بايد نړۍ پرې وارد شوي فشارونه بند کړي. اوس چې کله مولانا سميع الحق له حقيقته خبريږي نو خپله څېره هم په اوبو کې ويني او پوهيږي لکه څنګه چې ای ايس ای سميع الحق وکارولو او په اخر کې يې سر ورپرې کړ نو امکان لري چې سبا به د فضل الرحمن نوبت وي. بلاخره اړ کیږي او د افغانستان په اړه په حقيقت ويلو پيل کوي.

دویم: پر پاکستان د نړۍ د اقتصادي فشارونو د کمولو په خاطر امکان لري چې مولانا فضل الرحمن ته د ای ايس ای لخوا پلان ورکړل شوی وي چې د افغانستان پر موضوع محتاطانه نظر ورکړي او د پخوا په څېر له خصمانه خبرو تېر شي. ځکه همدا مهال د نړۍ د سخت اقتصادي فشارونو لاندې دی. ښه بېلګه يې د ډالر پر وړاندې د هندۍ روپۍ ارزښت کمېدل دي چې په بې ساري ډول يې کلداره ټيټه شوې او يو ډالر د ۱۴۳ کلدارو سره برابر دی.

درېیم: د افغان سولې په تړاو د زلمي خليلزاد هڅو او د افغانانو هيله مندۍ د مولانا فضل الرحمن لپاره اندېښنه وراچولې چې ګويا ژمی به تير شي او د مخ توروالی به سکرو ته پاتې وي. یعنې مولانا فضل الرحمن فکر کوي چې امکان لري د افغانستان له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې له وسله والو طالبانو سره سوله وشي او بيا به فضل الرحمن چې تل يې د افغانستان جنګ جهاد بللی؛ د طالبانو تر منځ هم ځای ونه لري.

لیکنه : خوشحال آصفي