کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

د ارګون چاودنه چا وکړه ؟

 

( الحاج استاذ بیانزی )

د هیواد دنورو خبرونو په شان خبر شو چه د ارګون په کوم بنده ساحه ( بی له دی چه هلته اشغلګر او یا د هغو د غلامی اداری کومو لوړ پوړو شتون درلود ) کی یوه بی رحمه چاودنه رامنځته شوی چه لس ګونه بی ګناه هیوادوال پکی په شهادت رسیدلی ، مخ مو اړولی وو چه که د طالبانو له خوا شوی هغوی یی سمدلاسه او په ویاړنه پړه منی ځکه هغه حمله کی یرغلګر او غلامان په نښه شوی وی کوم چه زمونږ دخاوری ، خلکو او خپلواکی دشمنان دی . ولی د معمول خلاف طالبانو اعلان کړه چه دا چاودنه زمونږ له خوا نه ده ترسره شوی د دی چاودنی هدف د بی ګناه افغانانو په شهادت رسول وو او مونږ د خپلو خلکو د دفاع په خاطر جنګیږو ، د دی تراجیدی پیښی اصلی عاملین او مرتکبین ( غلامه اداره ) دوه ورځی چوپوالی غوره او بیا یی د چاودنی پړه په طالبانو وتپله .

امریکایانو په دی اداره کی په لوړه کچه بی کفایته او ناپوهه غلامان ځای په ځای کړی چه ځان خو څه چه له اشغلګرو یی پرتوګونه وویستل نړیوالو او خپلو هیوادونو ته یی وشرمول . اول دا خبره چه که مونږ دا ومنو چه دا په اصطلاح حکومت دی د حکومت یوه دنده همد دا چه د اولس امنیت یی نیولی وی او که احیانا څه پیښ شی د پيښی ځای ته یی ځان ژر رسولی او د داسی لوی فاجعی مرتکبین په ګوته کړی که داخلی حمله وی مرتکبین یی د قانون منګولو او که د ګاوند هیواد له خوا وی ، هیوادوالو ته وویل شی چه د پلانی هیواد له خوا ستاسی په حریم یرغل شوی او د راتلونکو مراحلو تیاری نیسی . ولی د کابل غلامه اداره په خپلو بی کفایتیو دا په ډاګه کوی چه دوی نه یواځی غلامان ، بلکه فاسد او بی کفایته هم دی .

ارګون کی د وحشی چاودنی له امله زمونږ کم وزیات 90 بی ګناه افغانانو ته مرګ ژوبله اوړی غلام او بی کفایته حکومت په خپلو عیاشیو اود ډالرو په شمیرنه کی ستړی ، ځان نا خبره ښیی چه د دوی په قلمرو کی څه ، ولی او د چا له خوا روان دی ؟ دوی ورځی وروسته اعلانوی چه دا چاودنه د هیواد د شمنانو ( طالبانو ) له خوا تر سره شوی بی له دی چه په دی هکله کوم مثبت دلایل او اسناد په لاس کی ولری دوه ورځی د اسنادو او شواهدو د راټولولو او د لاسته راوړولو د پاره کافی وی ، یعنی که مونږ دوی یو قانونی حکومت هم ومنو او دوی د خپلو هیوادوالو امنیت نه شی خوندی کولی بیا نه ولی یی حکومتی چوکی اشغال کړی او د څه د پاره معاشونه اخلی ؟

ولی دوی پوهیږی چه دوی نه یوآخی قانونی حکومت نه دی بلکه یوه ملی مافیه ده چه د بین المللی مافیه په واسطه زمونږ په مظلوم اولس په زوره تپل شوی ، عمر به یی څومره وی په دی اړه لری چه د اشغلګرو سره به د ملی او اسلامی مقاومت جهاد څومره دوام وکړی معلومیږی چه اشغلګر د شرمیدلو ماتو سره مخ شوی په اوښانو کی یی پړی اچولی د دی کال تر اخره به یو هم پاتی نه شی نو چه د یوی ودانی بنیاد او بنسټ نه وی هغه ودانی به هوا کی څرنګه معلق پاتی شی په هماغه ورځ چه زیربنا یی لیری کیږی روبنا به رانسکوره وی ، او بیا دا غیر متجانسه او یو بل ته دشمنی او څومخی اداری د لیری کولو د پاره خو دوی په خپلو کی کافی دی چه یو بل وخوری ، همدا اوس په قلابی ټاکنو یی څه غوبل جوړ کړی چه مړونو یی هم ورته حیران پاتی دی چه دا وړی په څرنګه شړی شی .

په هر صورت ، دومره بی سواده او ناپوهه اداره ده بی له دی چه د طالبانو اعلامیی ولولی او بی له دی چه د طالبانو د تړلو د پاره ورله دلایل جوړ کړی او یا داچه کوم طالب یی پکی بالفعل نیولی او یا یی د هغه چاودلی موتر کوم لایسنس پلیت تر لاسه کړی وی ، بس اسانه خبره ده دا کار د هیواد د شمنانو له خوا تر سره شوی یعنی هیوادوال هم د ځان په شان ناپوهه ګڼی چه د دوی بی ، بی اسنادو ، بی شواهدو او بی عینی شاهدانو به د دوی ښکرور دروغ ومنی ، او بیا د اسلامی امارت په کړنو کی کله هم دروغ نه دی ویل شوی څه چه وایی هغه کوی او څه چه کوی هغه وایی ځکه د هغو هلی ځلی د خالق او مخلوق د رضا د تر لاسه کولو او د غلامی اداری د خپلو معاشونو او مقامونو د پاره دی هغوی په ډیرو دروغو او درغلیو دغه معاشونو او مقامونو ته رسیدلی هڅی لری چه تر دی یی دروغ او درغلی زیاتی شی لا دیری لاسته راوړنی به ولری .

اسلامی امارت په خپله اعلامیه کی لیکلی چه د دی فاجعی مرتکب یا مرتکبین د خالق او مخلوق دشمنان او د بخښلو وړ نه دی هر هغه څوک چه زړه کی عاطفه او دماغ کی پوهه ولری له دی ډول وحشی اعمالو او مظالمو کرکه لری ، غندی او تقبیح کوی یی او مرتکبینو ته یی د مناسبو سزا ورکولو په هیلو وی . مونږ ته د اسلامی امارت او د غلامی اداری دریز ، دروغ او رښتیا معلوم شول چه څوک دروغو او څوک رښتیا وایی اوسی به بلی مرحلی ته پښه اوږده کړو چه :

دا کار به چا او ولی کړی وی ؟

دمعمول له مخی پولیسی او هغه شبکی چه د پلټنو دندی لری د جرم و قوع سره اولنی پوښتنه یی دا چه (( جرم به چا کړی وی )) مطرح کوی او د ځواب د پاره یی پلټنی کوی له دی وروسته بیا نورو کوچنیو کوچنیو پوشتنو ته د پلټنو او څیړنو په اوږدو کی ځواب پیدا کوی تر څو هغه شخص یا ګروپ پیدا کړی چه (( جرم چا کړی دی )) دی . کله د هغه مرتکب شخص یا ګروپ د پیژندنی اثار پاتی شوی او کله هم مظنون کسان چه په دی ډول جرمونو کی تل لاس او پښی لری نیسی د پلټنو په اوږدو کی که مجرم ثابت شو مناسبه سزا ورکوی ځو کله بیا نه د مرتکبینو اثار تر لاسه شوی او نه یی په اړه مظنون کسان شتون لری بیا نو د حالاتو او شرایطو په څیړنه د هغه جرم مرتکبین معلومولی شی.

د حالاتو څیړنه :

زمونږ د هیواد اوسنی حالات د څلورو ګروپونو تر منځ ویشل شوی ، اسلامی مقاومت او مظلوم اولس په یوه کتګوری ، اشغلګر او غلامه اداره په بله یا مخالفه یا دشمنه کتګوری کی دی د مقاومت تر شا مظلوم اولس او د غلامی اداری تر شا نړیوال یهودی استعمار قرار لری زما دا ویشنه زمونږ دهیواد د ۱۳ کلن جهاد په اوږدو کی په ډاګه شو چه دوست څوک دی او دشمن څوک دی شک شبهی لیری شوی یعنی د جنګ یو اړخ اشغلګر او بل اړخ ملی او اسلامی مقاومت تشکیلوی . په اوایلو کی مظلوم اولس د اشغلګرو او د هغو د غلامانو په تبلیغاتو تیروتلو د میدیا اجیرانو یی شپه او ورځ په ځان یوه کړی وه چه اشغلګر زمونږ هیواد د جوړولو د پاره راغلی ، مونږ ته کور کالی ډوډی راکوی د روسانو هم په اوایلو کی هم دا شعار او تبلیغات وو چه مونږ به تاسی ته کور کالی ډوډی درکوو ولی د څه وخت تیریدلو او د دوی د غلامو اداروله نصبولو وروسته هم روسانو او هم امریکایانو له مظلوم اولس څخه هم کور ، هم کالی او هم ډوډی خپله کړه ، له دی وروسته یی بیا دا تبلیغات پیل کړل چه زمونږ هیواد کی خپل منځی جنګ دی چه زمونږ جهادی روحیه کمزوری او مونږ وحشیان معرفی کړی .

دا چه د  امریکایانو په لکونو نظامی حضور سره سره بیا هم ورته څوک خپل منځی جنګ وایی دا معنی چه هغوی هم د اشغلګرو برخه ده زمونږ جنګ د روسانو او د امریکایانو سره څرنګه خپل منځی جنګ شی ؟ یعنی یو اړخ کفار او د هغو غلامان او بل اړخ د دی خاوری ، خلکو او خپلواکی مدافعین او د دی خاوری اصلی بچیان او قهرمانان دی د ارګون خلک چه په شهادت رسیدلی د دغه مظلوم اولس برخه چه د ورځی د بچو نفقه کی بوخت او د شپی د یرغلګرو او غلامانو په ضد جهاد کی ونډه لری او یا د مجاهدینو سره په یو ډول مرستی کوی دا که د خالق او ددغه مظلوم مخلوق سره د اړیکو مرستی نه وی یو ګروپ طالبانو د نړی د ۵۰ د ترټولو پرمخ تللو هیوادونو سره د یوی ورځ د جنګ توان هم نه درلود .

استعمار او غلامی اداری ډیری ډالری یی د خلکو تر منځ وویشلی چه له مجاهدینو یی جلا کړی مګر غوښی او وری کله بیلیږی د ګوتو په شمار بی ایمانو که یی ډالرو ته لاس نیولی وی اکثریت یی له ډالرو کرکه وکړه چه مونږ په ډالرو خپل ناموس ولی وپلورو زمونږ اولس د اسلام پریښودلو ته تیار نه دی حتی د اسلام څخه د دفاع په لیارکی هر ډول قربانیو او جهادی کړنو ته تیاری لری تر دی چه دوی له مرګه نه مرګ له دوی ډاریږی ، اشغلګرو بیا دی فاجعو ته لاس واچولو چه بندیان او په نشه توکو روږد شوی پکی د ځانوژنو د پاره پکاروی او یا د باروتو ډک موټر ته ، په ډکو بازارونو ،مساجدو ، ښوونځیو ، ودونو ، جنازو ، فاتحو ، اخترو ، میلو او نورو ګڼه ګونو کی چاودنه ورکوی .

د ارګون مجاهد اولس نه اشغلګر او نه په غلامه اداره کی کارکوی یعنی مظلوم او مجاهد اولس دی د خپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی څخه د دفاع په خاطر د خپلو مقاومت دمجاهدو ورونو تر څنګ د جهاد او مظلوم اولس عمده برخه اوداشغلګرو او غلامی اداری د سترګو اغزی دی ، څرنګه کیدونکی ده چه اسلامی مقاومت دی خپل خلک په خپله ووژنی یا خپل لاسونه دی په خپله مات کړی او د چا څخه چه دفاع کوی د دفاع په ځای دی دمرګ هڅی او وسی تر سره کړی ، د چاودنی په ځای کی اشغلګر او د هغو غلامانو شتون نه درلود که د هغو یو کس هم پکی وی ټولو به ویلی چه دهغه یو کس د خاطره دا نور هم قربانی شول کوم چه اسلامی امارت تل خپلو مجاهدینو ته فرمان صادروی چه که د عوامو پکی ډیر لږ تلفات هم متصور وی تاسی هلته عملیات مه کوی او دلته سل په سل کی عوام او دمجاهدینو ورونه او هم سنګرو شتون درلود څرنګه ممکنه ده چه په لوی لاس دی څوک خپلی پښی یا لاسونه خپله پری کړی ؟ .

بله اړخ ته چه کفار او د هغو لاسپوڅی اداره که یرعلګر او اشغلګر نه وی ، زمونږ د خاوری ، خلکو او خپلواکی سره یی دشمنی نه درلودلی نو زمونږ په هیواد کی یی نظامی حضور صرف د میلو دخاطره دی ؟ اشغلګر ، غلامه اداره ، هیوادوال او نړیوال ټول قانع دی او د هغو وژنی او وحشی کړنی یی قانع کوی چه دوی متعارض او زمونږ خاوره ، خلک او خپلواکی یی اشغال کړی ده . نو د متعارضینو او مدافعینو تر منځ جنګ طبیعی او فطری ده حتی حیوانات هم له خپل ټاټوبی او خپل ځان دفا ع کوی ، زه له وطن وال صاحب اول دا پوشتنه کوم چه تاسی په کوم اړخ کی قرار لری .

په نن ټکی اسیا کی می د یوه لیکنه تر سترګو شوه چه د ارګون په چاودنه یی اسلامی امارت مخاطب کړی ، د اشغلګرو سره یی په مساوی وحشت کی راوستی لیکی چه ( که اشغلګر څه کوی هغوی خو کافر او یا به یی مطلب دا وو چه هغوته خو زمونږ د وژنو اجازه ورکړی شوی ، که ستاسی له خوا هم دا چاودنی ترسره کیږی په هره وسیله چه وی مخه یی ونیسی ) لیکنه یی په ساده کی ګلداره وه یعنی په ښکاره یی خبره سمه ولی په اصل کی په اسلامی امارت د دا ډول وحشی وژنو پړی تړی . زه محترم لیکونکی ته وایم که له اسلامی امارت د وحشت داسی هیله کیدلی نو بیا ولی د سیاف او ربانی او نورو په شان د اشغلګرو په غلامه اداره کی د هغو په شان مقامونه او اوچت معاشونه نه خپلوی لکه نورو چه منلی دوی به هم ووایی چه مونږ غلامان یو ، که معنویاتو او اسلام کی یی څه کموالی راشی مادی لاسته راوړنی خو به یی څو واری زیاتی شی او د دغه ویرو او وژنو به هم وژغورل شی . که دا ډول چاودنی او وژنی دوی کوی بیا خو د مدافعینو په ځای دوی په خپله اشغلګر او متعارضین شول .

بیا د ارګون وژنه او چاودنه خو لا نا معلومه ده ، ولی هغه وژنی چه د ډرون الوتکو له خوا کیږی اشغلګر او غلامه اداره او د میدیا ایزمی ملګری یی په ډیره ویاړنه اعلانوی چه په خوست ، پکتیا ، وزیرستان ، فلانی او فلانی ځای کی مودومره مجاهدین ( چه دوی ورته دهشتګر وایی) ووژل ، په غرونو ، دشتونو کی د ټانګونو سره ورپسی ګرڅی که د مجاهدینو له خوا یوه حمله پری وشی کوم ټانک یی تخریب شی د غچ اخستنی د پاره یی ټول کلی د بمبارد لاندی ونیسی په شهادت یی ورسوی اول د رسنیو والا ته که ازادی رسنی وی اجازه نه ورکوی چه هغه خبر خپور کړی او که د دوی خپل څوک وی له خروار څخه خورد جوړوی او کله تری څوک خبره هم نه شی حتی له هر ډول بی ناموسیو هم صرفه نه کوی چه د مقاومت په صورت کی یی په شهادت ورسوی او یا ځانوژنی وکړی . ، هغه چه په زندانونو کی د ګډانو په شان هره شبه حلاکو ته وړل کیږی هغه چه د همدوی د هیروینو د تولید او توزیع له امله یو میلون لوی واړه نیم مړه او ینم ژوندی بی کوره او بی اوره بی سرنوشته ګرځی چه د نورو د پاره هم درد سر وی او داسی نورو چه د همدوی د غلامی اداری د فساد له امله د کور کالی ډودی د نه لرلو له امله له هر ډول ناروغیو او بی وزلیو مری او هغه چه د خپل منځی دشمنیوی یا قومی تعصباتو له امله چه د همدوی په واسطه یی تخم پاشی او ابیاری شوی ، او داسی نور او نور .

اجیرو لیکونکو خو کله هم پری اوښکی توی نه کړی او نه یی یاده کړه او چه یادوی وایی چه هغه خو کافر دی ( دا چه دوی یی معاشونه اخلی ځانته کافر نه وایی ) د دوی اصلی مطلب له کفر څخه دا هم دی چه هغوی ته خو زمونږ دمرګ ، زمونږ د بی عزتیو اجازه ورکړی شوی ده هغوی خو د نړی پاچاهان دی د هرچا د تړلو او وژلو حق او صلاحیت لری ، هغه چه زمونږ ملی او دینی مقدساتو ته سپًکاوی کوی هغی ته خو دیموکراسی وایی خو که دیموکراسی ته څوک سپکاوی کوی هغه کفر دی لږ تر لږه مونږ ته خو دی هغه ماده وښیوی چه زمونږ د وژنو د پاره او یا زمونږ ښځی دوی ته پریښودلو د پاره دوی ته اجازه ورکړی شوی وی او که غلامی اداری ته ځان او ناموس پلورنه لویه خبره نه وی ځانونه دی ورسره شریک کړی لکه شریک کړی هم دی د ډیرو بچو ته چه وګوری شنی سترګی زیړ ویښتان لری د کرزی صاحب په شان کوم یو که پری کومه اوښکه تویوی نور پری خفه هم نه دی .

بیا د ملګرو ملتونو عاطفه که دومره زیاته ده ، د دهشت کرو مخه په مصر او فلسطین کی نه ینسی او که د هشت ګر او مصلحین سرچپه معنی شوی دی اصلا د میدا د اجیرانو دا د میری د مور په شان اوښکی تویول او بی ځایه او بی معنی توصیی هم د نړیوال اتسعمار د دستوراتو یوه برخه ده که طالبانو خپل خلک یا عوام وژلی په هر مسجد او هر پازار کی یی وژلی شول خو دا وژنه د هغو د پاره څه لاسته راوړنه لری ، دا وژنی د دی د پاره وکړی چه هغه خلک ورته بیا د شپی ځای ، مالی مرستی ورنکړی که دا سی وی دا خو ځان تیرویستنه او ځان وژنه ده