نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

«
»

دامریکا سره دامنیتی تړون دشخړی اړه څو لڼد ټکی

څیړونکی خيلواک لیکوال اوژورنالست

            نصیراحمد – مهمند

دافغان هیواد دکورنی حالت( امریکاسره دامنیتی ټرون په سرشخړی ،دملی اردو،پولیس، د ولسمشریزی ټاکنی اودننی قدرت دحلقی مطرح واکدارانو )په هکله لڼد خبری :

« دتیر په دوام – دوهمه برخه»

دریم :دولسمشریزی اوولایتی شوراګانو په اړه بیادافغان ولس اندیشنه:

څرنګه چی په پورتنی لومړی اودوهمه برخو په بحثونوکی پر جاری اوضاعواولاملونه  یی او په ځانګړی ټوګه دامنیتی ټرون او دافغان لوری دمسلحو قوتونو په اړه        ‍‎لنډړنا اچول شویده  چی  که اردو،  پولیس اواستخباراتی  ادارو  واقعا  ملی  دی اودانتقالی پروسی هم ترسره شوی، دامعنی  لری  چی نومولو قوتونه په بشپړه ټوګه روزل شویدی اود تجهیزاوتسلیح اومحاربوی قابلیتونوله پلوه سمبال دی۰ نوبهرنی قوتونوته څه ضرورت  احساس کیږی اودوی  په نهو ولایتونوکی  څه کوی ؟ ،یا همداسی  دبهرنی  اتباعودمحاکمی په اړه کی دا یوعادلانه  منطقی  په ملی او نړیوال  کچه مڼل شوی  اصل دی چی په حقوقی  دعاویو مدعی دمدعی  علیه دسکونت محل ته تابع  ګرځی  اوپه جنایی پیښوکی کوم  ځای جرم   اوجنایت واقع شویدی (په محل دواقعه)  تابع ګرځی۰ دا دمتنناقضی خبری دوه  مثالونه دی چه  په ګوټه کوی  چی  ترکاسی  نیم کاسه بټ  دی  ۰

نو پردی بڼست بیاویلای شوچی ننی موجوده بهیرزیاتره  ستونزواوبدمرغیوداخلی اړخ ته متوجه کیزی چی هغه  تور یا  ناښایست کادری سیستم ،دناسالمی رهبری او منجمنت  اوبی خبری بی تفاوتی نه  سرچینه اخیستی  چی له  کلونوراهسی په  هیواد  کی رواج موندلی اونتیجه  یی دا شول  چی ترفشار لاندی دشاهی دوری دبی وخته ناښایست تقلیدی دموکراسی اولامحدوده آزادیو ترنامه چی زمونږ غوند ی ولسونواوهیوادونو لپاره چی دبی سوادی او اقتصادی  فقرسره اوبرسیره پردی له  استعماری اومحیل لری اونږدی دښمنانو سره لاس اوګریوان وی دخطرناکه ځان وژنی اوزهر حیثیت لری ،مونږ ژوندی شاهدان یوچی هغه ځای ته ورسیده ،چی داردوځینی  مقتدراوبرحال جنرالان ،دکابینی وزیران ا ولوړ پوړی ملکی اراکین یا خپلی یاهم بچیان اوخپلوان یی ددولتی قدرت په  ناوړی استفادی اوحمایی ترسیوری لاندی دپردیولپاره خدمت اوجاسوسی کوله ، دکفراو الحاد اوهیوادکی دهله ګله اوانارشی راوستولواو رواجولوکی په علنی ټوګه بوخټ شول،اومونږولیدل چی هماغه دښوونځیوڅوپردی پال تنبل ، بی لاره اوګمراه هلکان چه د مستعجل کورسونوله طریق نه اردوته لارموندلی وو ،هغه اردوخولا څه کوی چی داسی تارومارکړی شول چی نښی او نښانی پاټی نشول ،دا څلویښت کاله کیږی چی دهماغه اردواوباشان دیوشمیر نوروکمراهانو، بالهوسانو،فرصت طلبانو او تجزیه غوښتونکوپه ملګرټوب دافغان ولس اوهیواد دسرنوشت په لوبی کولوسره خلک اوهیوادتباه اوبرباد اودشرمونکی بدنامو صفتونو سره مخامخ کړی اودغه وضع دلا دوام لپاره هڅی  کوی۰

په یقین سره چی هرشی دعواقبو له نظرنیولو اوسنجش نه پرته په خوله او په تیوری کی ښه ښکاری ، مخصوصا په لفظی اولیکلی ادبی  سینګاراو احساس پارونکی کلمو سره (پر زرق وبرق )چی مل وی اومخاطبو ته  وړاندی شی ، دلنډمهالو موخو لپاره ممکن تر یو حده پوری تاثیر وکړی اوظاهری پرمخټګ ولری ، مګر اساسی نتایج  یی (ګټی اوضرریی )په اوږد مهاله  بربند او څرګندیږی اودوخت په  تیریدونه  هر شی  په صفر سره  تقرب کوی ځکه چی پوخ تاداو نلری ۰دایو نوی تجربه اوژوندی مثال دی چی افغانان دامریکایی مغرورشوی  واکدارانواو  اندیوالان یی دتیرودولس کال په خپل  خاوره اوعراق کی  زده کړیدی او اړتیا ده چی نړیوال ټولنی هم ورنه زده کړی۰

اوس غوښتل کیړی چی په جنګ ځپلی افغانستان او ولس باندی دبن هماغه ایښودل شوی  بی بنیاده کوږ تادودلوبی بل پړاو ،دامنیتی ټړون اوولسمشریزی ټولټاکنی ترنوم یوځل بیادانصاف اوعدالت نه لری پرخلکو تحمیل شی ، دافغان ولس اوهیوادلپاره بی ګتی ناښایست یوتفکر اوعمل ګڼل ګیږی۰افغانان پدی تردید نلری ،که د یوملت لپاره چی پرته له ډوکه ،چل او زور وی هغه مهال یقینا چی ټولټاکنه ډیرمهم اوداهمیت وړګرځی ، ځکه چی ټولنی یا ملتونه رښتنی اوایثارګروخذمتګارانو ته اړتیالری او پځپله ښه کولای ش  پیژندل  شوی نیکنام چی پرتوانمندی او ښایست ټوب یی داده وی دخپل له مینځه نوماند کړی۰ ځکه چی ټولنی یاملتونه  دآزادی هوساینی اوآبادی ، او نړیوال ټولنی سره دښه اوپراحترام ولاړ اړیکی غوښتونکی دی اوددی لپاره هڅی کوی چی خپل روا انسانی طبعی حقوقواوغوښتنوپه لیاره دقربانیو تر پوله  پرمخټګ ولری ۰

سره لدی چی په  تیروڅلویښت کال دافغانانو دټول عقیدتی باور ،ملی او تا ریخی ارزښتونوسره لوبی شوی اوکیږی ،  اوهر څه دپردیودتحمیلی او وارد شوی نظام ، سیستم ،فرهنګ اوکلتور نه ځارشوی ،مګر افغانان پدی کلک باوردی ،کوم شی چه د ملت اونوماندو په مینځ کی داهمیت وړسرحد ټاکی هغه درښتینی  اوصادقانه  نږدیوالی اویو پر بل دباورخوند دی ،دباور خوندپه دی کی نغښتی دی چی دخذمت ګارنوماند او ټولنی یاملت په مینځ کی مستقیما رابطه اوپوهاوی وجود ولری  ترڅودا امکان میسر شی چی رای ورکوونکوپه رښتیا ډاډه اوبارمندوی چی دشه اوبهترو وګړو له مینځه بهترین یی په  رضا او خوښی  سره وټاکی ۰

که واقعاداسی یو فضا موجودوی یارامینځ  ته شی،په زغرده ویلای شو چی داهغه مهال به وی چی مینه ، یوالی اوهمغږی ،ملاتړ، عدالت ، اونورو افغانی او اسلامی ممیزات او صفتونه  او پیر زوینه ،دکرکی تعصبونه ، نفاق اولریوالی اونورو بدمرغیوپرځای کینی، ولس اوهیوادهم  زرهوسااوودان شی اودغلیمانو سټرګوهم ړوندکیږی۰ البته پرعکس صورت کی دواړوخواته نه یوازی خوند نلری ،بلکه رنځ او عذاب هم زیاتیږی ،ځکه چی نوماندپه یوظالم اوبی انصاف حاکم ځواک ،او ټولنه دمحکوم ،مظلوم  ،ابزار اووسیلی  په حیث بدلیږی۰ او لاذلت اوبدمرغیو ته مخامخ کیږ ی چی نور سرپورته کولای نشی ۰

هماغسی چی درسنیو، او لفظی شخړواودرسمی اوشخصی مفتن قاصدانو د راشه درشه له لیاری نه په څرګندټوګه لیدل او اوریدل کیږی اوخبریږو ،خصوصاد امریکایی واکدارانو له ویراوتهدید سره مل ناوړی  چلنډ او په ځانګړی ټوګه دامریکا ددفاع پخوانی وزیر( رابرت کیتس) دلیکلی کتاب دمحتویاتو پر بڼست نوردامریکاییانواوملکرویی په شمول اوهمداسی دشمال ټلوالی لپاره اجاره دارجناب کرزی ټاکل او ورکړی شوی (دلوبغاړو سرمشریزه ) ډنده د۲۰۰۹ کال راهسی خاتمه مونډلی دی ۰

خودا تراوسه تیرغونډی څرګنډ شوی نده ،چه کزری صاحب څنګه او په کومی دلیل  اوقوت په اساس سپین سټرګی وښودله او ځان ټینګ کړیدی اوتښ په نامه څوکی ساتلی دی۰ آیاپه  رښتیاملت  ته  مخ   کړی یا دامریکایی  دموکراتانواوجمهوری غوښتونکو«نوی محافظه  کارانو» دلوبو دسیالیوپه  ډګرلیارورنه  ورک  شوی ،هماغسی چی مخکی هم ذکرشوی چی نړیوال ایتلاف او ناتونه دپاک موخو سره اونه  دحسن نیت اودوستی له لیاری نه راغلی دی،بلکی  هر شی پټ او بغیر له ظاهری بڼو څخه دی، ناوړی موخو او پټ پلانونه داستتار په هالی یاجامی پر مخ بیول کیږی ،

کرزی صاحب هم دخپل عادت په اساس دثابت قدمی او کلک ارادی او قاطع تصمیم نیولونه لری اوبیګانه ښکاری۰ځکه چی :(ځوی دنوح له بدانوسره مل شو××کورنی صفت یی ورک دی وځپل شو) ۰بناء لدی نه مخ ته  ځواو پریږدوراوتلونکوته چی زمان څپله محک دی ،دوخت په تیردو سره هر شی روښانه کیږی ، هر تیاره پای لری۰

امریکاییان اوانګلیسان هم وارخطا اوځان بایللی دی چه داڅنګه شو؟ هم پیسی لاړو ، هم وخت  له لاسه ووتل  ، بیچاره اسامه هم له مینځه لاړ،بیا بل  اسامه جوړول  او روزل هم چندان چانس اوګټی نلری ،په عراق کی هم شرمونکی اومفتضح ماټی ،اودلته افغانستان کی هم هرشی نیمګړی پاتی شول ۰

بلخوادامریکی دولس فشار او حساب غوښتنی ، ددموکراتانواو جمهوری غوښتوونکو په مینځ شخړی او یو پر بل باندی نیوکی نیول ،شاهدی ورکول اوپه سروهل د اټول هغه لاملونه دی چی په مجموعی ټوګه یوبل ته لاس ورکړی اوامریکایی واکداران اواندیوالان یی دی ته اړکړیدی چی ځان ‎ژوندی وکاږی ، خپلووسلواومهماتوته دانتقال په نوم وباسی اوله بل لیاری اوموخوپه سیمه کی وپلوری اودهمداسی شرایط رامینځته کولومرسته او ورنه استفاده  وکړی ،ترڅوکه کوم چانس برابرشی چی په نویمه لسیزه کی  ظالمانه ترتیب شوی پلان (په سیمی اوځانګړی ټوګه دظالم ملعون دیورند پالیسی اومنحوسه کرښی په دوام په افغانستان کی دجغرافیایی نقشی تغییرراوستل دوهمه یا ( B) پړاو پرمخ بیولواو پلی کولولپاره یو بل پیرودل او روزل شوی معامله ګرغلام وټاکی )۰

زمونږ ګران ولس چی له څلویښت کاله راهسی دسوراوتورنړیوال استعماری زبرځواکونودتیری په وجه محکوم او مظلوم او په ګرواخستل شوی اودظالم زورواکانوپه قبضه کی لویدلی په نږدی راتلونکو کی د غوړونکی ټولټاکنی په نوم یوځل بیا مخامخ دی ۰اندیښنه  په دی کی زیاتیږی چی هماغه پخوانی لوبغاړودبن دترتیب شوی سناریو پر بڼست او دوام لوبه پرمخ بیایی.تر څودهماغه  حاکم زورواک نوماندانوله ډلی نه یوبل منفورلوبغاړی دغربی تحمیل شوی دموکراسۍ بله غوړونکی رنګین او ننګین جامې واغوندي.

 نوکومی ډندوری او کمپاین چی دولسمشریزی ټولټا کڼی اواامنیتی ټړون داهمیت په اړوند  په لیاراچول شویدی دا ټول ددی لپاره دی چی ولس ته دافرصت اومجال ترلاسه نشی چی دنوماندو ،دپخوانی اودولس کلن کړیویی څه ووایی اوخپل پریکړی اعلان کړی ۰ بایدچی اصلی بڼه اوڅیری پټ پاټی شی،جار وهل کیږی چی انتخابات باید رڼی او سرتاسری وی ۰دنوماندوپه باره کی ویلای شو چی مرګبار سکوت دی ، دهیڅ څوک دخولی نه وځی چی دنوماندو پر سوابق رڼا واچول شی ،کله کله هم چی له کوم  ستونی نه نیوکی اواعتراضی غږ وځی هغه یا خفه  شی یاهم دافرازشوی ډلی دپلان شوی غوغا په مینځ کی ورک کیږی۰ چی هله دی نیشنلست دی یا افراطی  یا لس  ها و نور نومونه  اوتاپی ورباندلګول کیږی ولی دنوماندانو پرسوابق اوکرکترونه  یی خبری اوتبصری  نه کیږی ۰بناء یو پلویزی شفافیت پدیمعنی دی چی یوکم ارزښت شی په ګران قیمت ټوکر پوښ شی او دهغه پوښ په اعتبار مارکیت ته وړاندی شی اودخلکو په سټرګی خاوری وپاشل شی .  پر دی بناء  هم دولس له نظره ددغه نوماندانوپه موجودیت ټولټاکنی مردود اومنتفی ګنل کیږی ۰

که بالفرض له ټولونه بیا حاتم وار بیاسټرګی  پټ شی  ، خو بیا  دابل پوښتنی رامینځ ته کیږی چی څرنګه دا امکان لری چی دا کار عملی شی ؟؟ که مونږ خپل عقل او سټرګی دګود آیدیا او خرشوویلو دسیوری اوتاثیر نه لری اوخلاص کړو اودیو سچه افغان په صفت  پخپل هیواداو ولس په حال اواحوال کی نظر وکړو په دی کي هیڅ شک نه شته چی په هیواد کی دتقریبی ټوګه د  پنځه اتیا سلنه ناامنی او نارضایتی په وجه ، اوله بلی خواد پنجابیانو اوایرانیومحیل آخوندانو له خوا په پښتنوسیموکی هله ګله او ګډوډی رامینخته کول اودلویانو او قومی مشرانووژنه ،د بل طرفه متعصبو کړیو ملیشاوی هم پدی خوشحال دی چی لمن ووهی ،د مخالفو وسله والو ډله په نوم د پښتنو په سیموکی بریدونه کوي تر څو ټولټاکنو کی ګډون ونکړی. په دی صورت او شرایطو دا څرنګه امکان لری چی  په ټول هیواد کی سراسری اورڼی ټولټاکنی تر سره شی؟؟

همداسی امریکااواندیوالان یی په دی تیرودولس کال نه یوازی ونتوانید چی خپل دوستی ثابت کړی اودافغانانورضایت او باور ترلاسه کړی ۰بلکی کوم  نسبی حس نظراوخوش باوری چی ددوی په مورد افغانانن درلود هغه هم په کرکه او عقدی بدل شوی،  خکه  چی دلاتباهی اومصیبونو زیږول او دافغانا نو په مینځ نفاق اچول او وجنګول په وجه زیات نفرت اوکینی دراپارولو لامل ګر خیدلی ۰

لهذا دامنیتی ټړون پرامضاکول ټینګار یو بیځایه غوښتنی دی اوپه نننی حاضر شرایط  اوموجودواکداران اوقدرت  طلبان په شته والی سره نه  یوازی زمونږ په ګټی اومصلحت نه تمامیږی  ،بلکه پر شا یی ډیر خطرونه  لیدل  کیږی چی ددیورند تحمیلی کرښی  په  سرنوشت دچار شی چی ددی ټړون په  چوکات کی  هرډول تصامیم  او  کړیودافغان ملت لپاره داعتبار وړ نګرخی  له  همدی ځایه  دی چی بیا افغان ولس ځواب غواړی چی: (  تو بیرون درچه  کردی  ؟؟؟ که درون در ، درآیی ؟؟؟)۰

داچی له کلموسره لوبی  کیږی په یقین سره چی هم افغان ولس ته او هم پردیو غلیمانو او کورنی وطن پلورونکوته ډیرداهمیت اوتشویش وړدی ۰نوپرته له شکه ویلای شو چی کیدای شی ددی څوکی د غصبولو په لیارکي یوخل ببادهررازنویوبڼواو چلونو څخه کار واخیستل شی.ځکه چی اصلی طرف چی ملت دی هماغسی چی په تیر څلویښت کاله او په ځانګړی ټوګه دتیرو څه دپاځه دوروستی دولس کاله دومره ځپل شوی او بی وسه کړځول شویدی چی غوره مثال یی په تیرو ولسمشریزی ټولټاکنوکی درای صندوقونه زیادتره دبوت ،چپلک او دکنځل نه ډک کاغذ ونه له نفرت او کرکی سره ډک شوی وو،په خواشینی سره دکورنی  اوببهرنی ناظرانو اوډله ایزواطلاعاتی وسایلو نه تر ننه پوری دمرګونی سکوت سره  پری څادر واچول شوی  اوغږیی هم پورته نشول،اوس بیا هم بی ساری هڅی روانی دی چی درسنه ایزوغوغا په درشل او دپیسو، ټوپک او بل ډول ډول فشارونواوتهدید ونو په وسیله پرمصیبت ځپلی ولس باندی بیاسلطه ټینګ شی ۰

همدااوس هم په حکومت کی اوهم په اصطلاح په سیاسي اپوزېشن کی داسې وګړی ځای پرځای شویدی او قدرت په لاس کی لری چې په ډېرټیته بیه ځان پلورنې او بربادیوته تیاردی ۰ټولوته روښانه ده چی دطالبانوپه اداره کې  یوازی ږیره ورخلک دطالب اوملاترنوم اونوروچی په پښتوکښی غږیده په واک کی وو ۰ دملت دیووالی دښمنان دیته قومی بڼه ورکړه ، حال دا چی پښتانه په حاکمیت کی هم پخواد اوس په شان محروم اومحکوم وو،مګراوس دطالبانواوالقاعده په نوم کفاره یی دلراوبرپښتانه ورکوی مونږ په سټرګو ګوروچی موجوده اداره کې هم پښتانه ترهرچانه زیات محکوم دي ۰( زه«لیکوال» هماغه مهال د۱۹۹۶ م کال دجنوری په ۲۲  نیټه دیو تحلیلی مقالی په ترڅ کی د(اکثریت خاموش افغان مطرح میکند)ترعنوان لاندی چی دخپلواکی وړمی په مجلی شپږم کال د۱۳۷۶ لمریزکال  دمرغومی اوسلواغی دمیاشتی په ۵۵ –۵۶ ګڼه کی په دولسسم مخکی خپور شوی ) پر طالبانوباندی په ځانګړی ټوګه غږوکړچی دتاسو دوعدی سرسم دولس اوهیواددراتلونکوسرنوشت ټاکلوحق بایدخپله ملت ته انتقال شی ۰ سره لدی چی بحث اوږدیږی ۰ بی ګټه به نوی که هماغه پراګراف دلته رانقل کړم ځکه چی دطالبانوهمدا لویه اشتباه اودکړنلاری نه انحراف لامل وګرخیدچی دامریکا اوماټ  خووړلی  انګلیسانو، روسانواونورومقهورودښمنانودتجاوز اوتښتیدلی منفوراومردود ډلوټپلو دبیرته راټګ سبب شول:

(۰۰۰واماپیرامون طالبان که آنهانیز از انظارواذهان بدور نبوده ودرنقطه مقابل تنظیم ها وګروپ ها قراردارند،ګرچه هرګونه قضاوت  واظهارنظردرموردشان قبل از وقت به نظر میرسد، ولی لازم است شعارها وتعهد آنهارابا انجام داده هایشان تا جاییکه ممکن است بطور اجمال ازنظر ګذراند وشمرد ۰

این تحریک نوظهور که متشکل ازشاګردان مدارس دینی ، علمای مدارس ومساجدوبعضا محاهدین دوره جهاد افغانستان خوانده شده اند، تا کدام حکومت وخط مشی روشن سیاسی را اعلام نکرده  اند، درفن  اادداره ومنجمنت ووممهارت های تخصصی عرصه های مختلف وبطورکل ددر  ررششته دولتمداری از تجربهه وسابقه مشهور نیستند ، ازلحاظ اقتصادی نیز کم توان بودهه ، از کمکهاوهمکاریهای مجامع بین المللی نننییز  تاهنوز بهره ای نداشته ، در موقعیت جنګی واضطرازی قرار دارند ۰ ولی چطوریکه مشاهده  میشود طی مدت ککمتر ازدوسال  بااندک  ترین تلفات وخسارات (البته درمقایسه با قوای اشغالګر شوروی ومزدورانش وهمچنان باجنګ های نیابتی تنظیمی)حدودبیش از نودوپنج فیصد از خاک کشوررا به  شمول پایتخت از وجود خودکامګی وشرملوک الطوایفی نجات داده وتصفیه کرده  اند۰اسلحه راجمع آوری ، صیانت جان ، ما‏ل ،ناموس مردم ودارایی های عامه راتامین، شاهراه ها ومعابرعمومی  را بازنګهداشته ، مردم مناطق تتحت نفوذ را از اضطراب ،چوروچپاول وتجاوز مصوون نګه کرده اند، امر بس مهم ومتمایزازخصوصیت تنظیمی هااینکه خودرا درحلقه وبستر تنګ  کرسی ومقام پرستی  وزراندوزی پابندومحصورندانسته ونچسپانیده اند، در پیش برد وظایف وعهده هایشان ترکیب ملی  نیز به روشنی بنظر میرسد۰

 (( ولی قابل  ملاحظه وذکراست که امورمملکت وتوقع ملی به این خلاصه نشده، اکثریت خاموش ملت   افغان درهرکجا که هستند باشکم ګرسنه، تن برهنه وهستی بربادرفته به داوری نشسته  ،   ګذشته هارا درذهن  میآورند،رخدادها وتلاش های  جاری رامی بینندوتعقیب کرده می  خواهند  بګویند وبفهمانند  که:ګذشته  ها مایه  پند  وعبرت  است ، بایدازان درس ګرفت ونیکو ودقیق آموخت)۰

‎دا وو طالبانوته په هغه مهال دیو سچه افغان په حیث تروسه پوری مشوری اوخبرداری ۰ که دوی زده کړه کړی دملت غږ اوغوښتنوته  ارزښت  ورکړی وای، نو مونږ چیرته اودانننی حالت چیرته ؟بیچاره مهاجر شاعرپه غربت کی خپل  دزړه سوزاودرد  نه چیغی وهی:

یاد ایامی  که غربت در خیال  ما  نبود××× کشورآزاد ما بازیچه دنیا  نبود

بیش وکم با غم وشادی خود میساختیم××× دامن رسوایی مااین قدربالانبود

په رښتیا چی هم په داخل کي دولس پرمخ اوهم په نړی کی لمن په سر شوی یو، مګر یوشمیردی چی بیاهم په سینګاراوفلمی پوزونواواکتونوسره چی ته وایی میږی ترپښویی لاندی آزار ندی لیدلی ځان سمبال اودکمروپه مخ روانی حالت ته لاسته راوړنه تعریف اوتینګارکوی چه بایدوساتل شی ۰په اصطلاح  «اشک تمساح  میریزنداوموعظه ونصیحت  کوی ترڅو چی څوکی ، دالر ی معاشونه اوډول ،ډول امتیازونه له  لاسه ورنکړی :

‍په لیدوښکاره ښه غوړ×× مینځ یی ډک دی له ککړه

له ورایه بریښی  په څړونکی ××له نږدی لیوه خوړونکی

په هرصورت خبری ډیراوږده نه کووداقبال لاهوری په قول:خداوندملتی را سروری داد —  که تقدیرش بدست  خویش  بنوشت – به آنملتی سروکاری ندارد—که دهقانش برای دیګران کشت ۰یوزیات شمیرزورواکان اود بهرنی استخباراتی ایجنتان مټی رانغاړی چی د وزلوبی په ډګرکښی داقتدار څوکی بیاخپله کړی اونورهم رسوایی او بی عزتی وګټی۰

همدا ډول  دامسله  باید چی ولس  ته خصوصا هغه رای ورکونکوته په همدی مهال برسیره شی چی بس دی ډیری خوشباری! ،ویښ شی له خوب وخیال نه راپاڅی ، که چیری خدای مکړه نا اهله نوماند وته د ناوړه لیارواوتبلیغ له امله بیا رای اوواک ورکړي .په هغه صورت کی به هیواد د ستری فاجعی اوګواښ سره مخامخ کړي.
دا یو ټکی هم باید په زغرده وویل شی چی د هزاره ، ازبک اوتاجک توکمونه چی ځینو زورواکان د هغوی رایی خپلی او ځانونه د هغوی د ملاتړ څخه برخمن ګڼي په ناسمی  بدو رد  ویلو، تر ټولو زیات د منفی اوملی ګټی ضدبدلون غوښتونکی دي.

 دا ځکه چی نوموړو زورواکانو خپله افرازات اوامکاناتوسره یی ناست دی دټوپک سربیره په ډله ایزو رسنیو اونوروامکاناتوپه  هرشی د یهودانوغونډی سلطه اوانحصار لګولی ،ددی پرځای چی دخپل تیرو کړیونه اظهارندامت وکړی اودملت په مخ په ګونډوشی  اوخپل اعتذار وړاندی کړی ،یو ارزښناک خبری ګام  پورته وکړی او یا یو افغانی ګټوری نجات پخښونکی فکراوعملی پلان ولاندی کړی چه څنګه کولای شو دا ددښمن له خوا کرل شوی تخمونه  نفاق ،بدګومانی منفی ذهنیتونو په روښانولو سره له منځه یووسو ،خیر دی چی مونږ وږی اوټتږی پاټی شو۰بایدمونږدنیکونوپه څیر ملا  وټړو فکراوهڅی وکړو چی څرنګه لیار او امکانات برابرشی چی مونږ خپله وکولای شو بیا په ګده سره یوبل ته لاس ورکړو اوخپل خلکو آرام اوهیواد ودان کړو دنړیوال دپرمخټګ کاروان سره پرته  له ناښایست تقلیدو اوکاپی کاریو دخپل دعالی فکرونواو صفتونو په مټ ځان ورسوو  اوسیالی وکړو۰مګر په خواشینی سره چی برخلاف دبی قیده دموکراسیو تر سیوری بی مسوولیته غټی غټی خبر ی کوی دپردیو په لمسون او پیسی پره او جنبه جوړوی ،پروګړواو قومونو بی پړه نیوکی ،توهین اوتحقیر کوی بداورد وایی ، مګرخپله دخپل نفووذ لاندی ولسونو څخه هرډول طبعی  او سیاسی حقونه اود بیان ازادی سلب کړی اواخیستی دی دټوپک او دولتی زور څخه په استفادی سره یی ددی خلکو ژوند ډیر تریخ کړی دی.
په خواشینی سره چی  راتلونکوکی  هم له دوی  څخه کومی انتظار ترسره کیدای نشی ځکه چی : «۱»).

دمردانو کارله نفس سره جنګ دی ×× نه زنانوغوڼډی له نقش ونګینه

بانان جوین خویش حقا که به است ××کالوده به پالوده هرکس بودن

دغه وضعیت دافغانستان ولس او راتلونکی یو ملی اداره اوزعمامت ته د بی شمیری کړاونواوستونزوسره مخامخ  کړيدی،زموږدښمن ګاونډیان له یوې خوا اوپه دننه کی په موجوده اداره کی په اجراییه، مقننه او قضاییه رکنونوکی ګن شمیرپردی پالي ایجنتان اواجیرانولپاره  دهمدغوپردیو په مټ اوملاتړځاله اومورچل جوړه شوی چی وکولای شی په اسانۍسره،له دې حالته دخپل پخوانی جرمونواوجنایاتودپټولو اوپاکولوپه ګټی اوموخوواک ته دوام ورکړی اودافغان غمیزې لپاره ګټه پورته کړی۰

وېره اواندیښنه په دی  کی زیاتیږی چی دراتلونکی  تاکنی ،نوی اداری اوافغان ولس اوهیواد مقدراتو سره دراتلونکوټاکل شوی دوره لپاره بیا څرنګه لوبی او معاملی کیږی ؟ ددغو نوماندواوحاکمی هوا او فضا سره هرډول هیلی  لری ښکاری اوتری طمع کیدای نشی ، ځکه چی (همان آش است وهمان کاسه ) ۰نه غواړم پرهیچ یوشخص اتهام یا تعرض وکړم پرته له اهانت اوحقارت نه دټولوشخصیتونواحترام پرخپل ځای کی وی ، کومی  چی  مشهور بالفساد دی  ولس پیژنی ،مګر افغان ملت یوخل بیا دکلک پرخاش اوجګومعترضی خبرواوغږو په  ترڅ کی غوښتونکی دی چی دملی مقدراتواودهیوادپه اړه نور بایداغماض ونشی  با ید وضاحت ورکړشی اوجدی اندیښنی څرګند شی ،چی نه دریاست جمهوری نوماندواونه مرستیالانوپه ډله کی داسی څوک لیدل کیږی چی دیومعقول او نجات  بخښوونکی عملی پلان اوتګلاری اودډاډ وړ ‎ژمنی،سچه نیک اوروښانه سابقه سره سمبال وی اوملی صبغه ولری چی ملت پری راټول اوباورکولای شی او ورنه ملاټړوکړی ؟۰

پدی کی شک نشته چی افغان هروګړی باسواد او بی سوا د پدی پوهیدلی چی افغانانو باندی هیچ بهرنی زیرځواک بریالی شوی ندی اونه دومره داندیښنی وړګڼی ځګه  چی  مسلمان ولس دحق په لیاره شهادت  سره  ډیره مینه  لری ،دخپل مال اولاداووینی تیریږی ترڅوخپل  خلک ،ملی نوامیس اوهیوادته نجات ورکړی ۰کوم  شی چی دزیات جنجالونو اودوامداربدمرغیولامل  ګرځیده اوګرځی کورنی  ګیدړان دی چی  وینی څکونکولیوانو سره مل اواندیوال اوپش قراول کیږی اودملت وینی  اوغوښی  اودهیوادپرهدوکومیلی  اومزی چرچی  کوی ، چی دی حالته خاتمه  ورکول  دملت ملی وګړواو زمری شاه  زلموته سټرګی په  لاردی ۰هغه ډلې کوم چې په غلامۍاوپردی پالنه کې پوره تجربه لري دحاکمیت په بدل کی یوځل بیاافغانستان دپخواپه شان لکه  چی پرشورویان وپلورل ،اوس وارخطا دی اوټینګارکوی چی دامنیتی تړون په وسیله اوملاټړیوخل بیابه دپردیوپه مټ ځان واکمنی ته ورسوی  اودازمینه برابره  شی  چی هیوادټوته ټوته اوپه بهرنیانووپلوري ،ځکه چی دوی د زورواکی معتادان دی، په خارجی اسعارو ، په څوکیو اوقدرت ، افغان وژنه اوپه تېره بیاپښتون وژنه چی ترحذف  اونابودی ترپوله پوری رسولی دقدرت  اوجاه  وجلا ل لیونی مینان دی چې ګنې دنظام په سرکې یوبی واکه پښتون ټبری ناست دی چی یو سټری ژبنی ټولنه پری وغوړوی   او بهرنی یرغلګران هم ورنه خوشحال او ملاټړیی دی۰

دایوواقعیت صورتحال دی چی پرته له کوم  ځانګړی غرض  ځکه وایم چی پدی ټول پوهیږی چی په  هره ټولنه  کیی ښه اوبد،  پوه اوناپوه  موجوددی زمونږ بحث  هم عمدتا پرهمدی  محورګرځی ،ددغه پردی غلامان ذهن مسموم شوی ، تیار ناست دی ترڅو یومضمون او بلګه  پیدا کړی چی یوپښتون آګاهانه یا غیرآګانه اوبی مسوولیته ټکی یوڅه ووایی یا ولیکی ،لکه دجهنمی خاد پخوانی پرچمی جنرال صاحب عبدالواحد طاقت عمدی یاغیرعمدی خبری، بس دوی دهری انسانی ،افغانی اخلاق وتهذیب نه لری اودکلام ،قلم اودقومونو داحترام پرته له رعایت نه دسل هاو نوروتهمتونو اودرواغو سره دجز په نامه داسم کل په آدرس پښتنوته بد، رد اودتوهین اوتحقیر دکوڅی په الفاظوخبری اوکنځل وکړی۰

بل موضوع چی ملت پری اندیښنه لری باوراواعتمادکولای نشی همدلته دذکر وړ ګڼل کیږی دا چی مونږ په یاد لروچی دجرمنی دبرلین ښار په اسپن انستیتوت کی د۲۰۱۲ زیږدیزکال دجنوری دمیاشتی د  ۸ او۹ نیټی ددوه ورځی لپاره یوه پټ غونډه جوړه شوی و۰ پدی غونډه کی سربیره له یوشمیر جرمنی چارواکو څخه دامریکا دکانګرس غړو داناروهرابکر، لایتا سانچز، لویی ګوهمرت آوستیف کینګ وچی دافغانستان دشمال ټلوالی پیژندل شوی مشهوربالفساد څیری سره دبل توطیی اوفساد ددرامی جوړولوپه موخه راټول شوی ووچی افغان ولس  اوهیواد په بل غمیزی ککړکړی ۰ځکه چی پخواهم د۲۰۱۰ زیږیزکال دنوامبرپه میاشتی داسی یوه غونډه دهمدغه موخو او وګړو له خوا دجرمنی دمونشن په ښارجوړاوراټول شوی وو۰

اوهمدا ډول دامریکا پخوانی سناتور اوموجوده بهرنی وزیرښاغلی جان کری،ځاله  مزدوران ا ومعامله ګرمجرمینوسره دغیرمتمرکز فدرالی سیتستم اویو لړتش په نامه بی بڼسته نامعقول نورومقطع یی غوښتنی، په اړه بند اوبست او دسیسی جوړی کړی .او یوشمیرنورودتګ اوراتګ او لیده کاته  په  ترڅ  کی په ځانګړی ټوګه  همدغه ښاغلی جان کری مزارشریف اوشمالی ډلی سره دناوړه پټوموخوپه هکله مذاکری اوخبریلپاره ځی  اوراځی،چی دافغان ویښ ولس له نظره پټ اولری نه دی پاتی ، او داسپین سټرګی او بی حیایی داندیښنی وړګرځیدلی .

همدا ګدون کوونکو په دی غونده یوخل بیاغیرمسوولانه اوغیرمنصفانه او پرته دصلاحیت نه غیرمستدل، متعفن اومتناقضی ویناګاڼی کړیدی چی دهیڅ ملی او نړیوالوقوانینو، نورمومونو، میثاقونواوموازینوسره برابرنه و، چی داسی دملی منافعو ضداعمال او حرکتونه دخپلواک تاریخ لرونکی افغان هیواد اوباټورنومیالی ولس ته په سپکه نظر کټل ګڼل کیږی .

ټولوته روښانه او څرګند حقیقت دی چی افغان باټوراومیړنی ولس دخپل تاریخ په اږدوکی ځان ،اولاداومال قربان کړیدی ،مګرهیچاته داحق ورکړی ندی او نه یی ورکوی چی دخپلو ځانګړوسیاسی ، اقتصادی او نظامی موخولپاره افغان قومونه وجنګوی ،اودجنګی ډلو، مجرمینواوخاصوقومی اقلیتونوسره دافغان ولس او هیواد دمهم اوحساسو مسایلو په هکله غونډی اوجلسی وکړی یا خپل نظراو طرحی وړاندی اوپریکړه وکړی۰اودافغان خپلواکی،ملی حاکمیت  دهیواد ارضی بشپړتیا په سیمه ایزاونړیوال کچه اعتبار اونا پیهل  ټوب ته زیانمن کړی ۰

په هیوادکی جګره او نا امنی له یوی خوا او بل طرف نه دمرکزی قدرت اواداره پاشل غوښتنی دی بله حاضره مطرح مساله ده چی هڅی روانی دی ،لذا دتاکنوپروسی او دامنیتی تړون امضاکیدل په حاضر وخت منتفی کوی ۰ځکه چی همدا اوس څرګند نښی اونښانی لیدل کیږی،لکه پخپل سری دمرکزنه عدم اطاعت اوبهرنیانوسره پرته له مرکزی استیذان اړیکی ټینګول او ددوی ملا تړ،پیسی اودولتی قدرت اوامتیازاتوورکول خصوصا دهیواد شمالی سیمومطلق العنانی بربندلیدل کیږی ۰د سراج التواریخ اودارواښاد غباردتاریخ په کتواوحواله کومی وضعی سره چی امیرعبدالرحمن خان مخامخ وو په یادراوړی ۰ففط بڼه اوزمان یی توپیرلری ، مګر په پای کی امیرته داتوفیق را په برخه شول چی باقی پاتی خاوری نننی افغانستان دظالم شکیلاکګروله مڼګلونه نجات ورکړی او پوخ نظام مینځ راوړی  وو۰

 مونږ دتاریخ نه پوره خبر یو چی  دنامتمرکز قدرت مفکوره او طرحی  د[نو مین لیند ] یا لامالک خا وری ترعنوان لاندی  دغباوت نه ډکه ځاله اوپخوانی انګریزی دوکتورین دی اوهڅی کیږی چی بیا را ژوند ی کړی اودافغان واحدملت دقومونو په مینځ کی نفاق واچوی اوپخپل مینځوکی  مصروف  یی کړی وجنګوی ، اوخپله کبان واخلی اوهرڅوک، هره ډلی اوسازمان خپل ګټی، بزنس ، سودا اومعاملی ته بوخت کړی ، دملی محاسبی اوتصفیی اود ولس د کرکی ڼفرت،قهراوپاڅون اود تاریخ دقضاوت نه ویره اواند یښنه اصلاوجودنلری، ځکه چه په سیمه ایزاونړیوال کچه اندیوالان اوژمنه لری اوملا تړکیږی .مونږ ولیدل چی پخوانی متهم جنایتکاران او ګنهکاران چی په  عین زمان یوبل سره سخته دشمنی درلود،څرنګه  يو ځای شول اوله یوګریوانه سر راپورته کړ اوتګ وتګمارغوندی دیو بل پرجنایاتو او ګناهانوسټرګی پټ کړ او حاتم وارباد وبخشش وکړاو په ګده سره افغان ملت په خپل منګولوکی یرغمل نیولی او سر پورته کول ته مجال نه ورکوی۰

تجربه وښودله چه دشوروی دمتجاوزځواکونو له مفتضح ماټی اووتلوسره ددی ډلی دافغان دښمن طرحی اوناوړی اعمالوپه نتیجه کی وچی نه یوازی افغان ولس اوهیواد لا بربادیوسره مخ شول بلکه ټول نړیوال ته ګواښ او نا رامی اونا امنی متوجه کړل . دادرست دهمدغه ګروپونودقدرت اوواکمنی به دوران کی وچی افغانستان د ټوپک سالارانو په مینځ ویشل شوی و،په هرځلورلاری اودوه ، دری کیلومتری کی یو پاچاهی شتون  درلودچی یوازی په پلازمینه کی څه دپاڅه پنځه شپیته زره بیګناه کابل ښاریان په ډیره وحشیانه ډول ووژل شول ،مړو اوشهیدان په هفته ها و په کوڅواوسړکونو کی پراته وو،چی وینی لا تراوسه وچ شوی ندی اوددی وضع اووجه باندی وو،چی طالبان وزیږیداودجناب قسیم فهیم په قول دوی په ټیښته اړاو په غرونواوسوریوکی پټ شول۰

  افغان ملت خپل کورنی او بهرنی دښمنان ډیرښه پیژنی  ، دغه دبله مارانوته  چی پورته ذکرشوهم ښه پیژنی چه يوازی په  ډوکه ،غوړمالی اومعامله ګری ډیرمخ دی چی هیځ څوک ترینه انکار نشی کولای . دا چی ښاغلیودانا روهرابکراو ملګرویی ځنګه ځان ته داحق ورکړی چی دیوه ژوندی ملت دسرنوشت په اړه غیرمسوولانه خبری وکړی ،نظام او سیستم وتاکی او داساسی قانون تغییروغواړی داندیښنی اوتامل وړ دی نه  یوازی هغوی شخصا مسوول او ځوابده دی ، بلکه دامریکاحکومت  افغان ملت ته دنورو مسایلوترڅنګ دسپناوی اوځوابدهی مسوول ګڼل کیږی؟ آیا دوی ځان پوه کړی او ډاډه اومطمین وی هغه وګړی چی دی مخ کړی او ملاتړیی دی دافغانستان د اته ډیرښ ملیونی نفوس په پرتله څومره پلوی ،ملاتړ او استازیتوب لری . دغه دقدرت او پیسو لیوانیان آیا دشوروی دماټی او سقوط نه وروسته ګوم حالت چی په خلکواوملک کی راوستلوڅه پند اخیستی اوزده کړیدی که یه ؟ أیا دخلکوپه وژلو تباهیو او دهیوادپه ورانی بربادیوکی تنډه یی ماټ شویدی که یه ؟ . دوی په دی تیرودولس کال په قدرت کی موجود دی ،همدا اوس هم په ټول کلیدی اومهم تقنینی ،قضایی  امنیتی  ،اقتصادی او تشریفاتی څوکیواوپستونو کی کینول  شویدی اوعملاتسلط او شتون لری، او په عین حال دداخلی اپوزیسیون په قالب کی هم سنګرنیولی دی اودټولو، بدمرغیو او مصیبتونه اوناکامی لامل یی دوی خپله دی ،مګر دغه ناسپاسان ټول دولس کلن مسولیت اوپړه یوازی د‎خپل کورنی ولی نعمت ښاغلی حامد کرزی په غاړه اچوی۰

بله خبره دادی چی هماغسی چی دوه ځلی بیموقع او پرته له زمینی تحمیلی اووارداتی بی بند باره دموکراسی په دی خاوره کی ناکامه شوه دصلح اوسوسیالیزم ترشعارلاندی «جامعه فاقد استثمار فرد از فردجوړونه»هیواد په کنډوالو اوښارونه په هدیرو بدل کړل . همداسی فدرالی نظام چی خپله ځانګړی ایجابات اوشرایط اوځای لری دافغان ولس اوهیواد دلوړوملی ګټواومصلحتونوسره بشپړه په تضاد کی دی په دی نننی شرایط افغانانواوافغانستان لپاره یوزهرجن نسخی او تباه کونکی  بلل کیږی؛دکورنی روانی بهیراوکړاونه ، بیسوادی اقتصادی فقراوغربت اودبی انصافومحیل ګاوندیانو په موجودیت اودلاس وهنی په وجه باندی فدرالی سیستم او دقدرت ویشل دافغنستان دتجزیی اوهمدا ډول دمنطقی اونړی دبی امنی او بی ثباتی لپاره یو بل ګام دی چی اوچت کیږی . انشاءالله په دی اړه دیوڅیږنیز مقالی په ترځ کی تفصیلی خبری او معلومات وړاندی کیږی ۰

راغلو په بله مساله چی چیغی اوجار وهل کیږی چی مونږ دیری مرستی کړیدی ۰ په داخلی  اوخارجی اړخونوڅوک دا شهامت لر ی او حاضریږی چه دافغان ولس اومرستندوی خارجی  مدعیان خپل مالیه ورکونکی ولسونو ته افشاکړی اوووایی دعه پیسی اوکمکونه چیرته  لګیدلی او دغه پانګی اومرسته چا لوټ کړل ۰خوپه داخلی کچه کی افغان ولس با خبر دی اوپه صراحت اومستند ډول ویلای شی چی دغه افغان ناخلف هوسباز ډ لی همیشه په دی لټه کی دی چی نوروفرصت طلبو عناصرو راجلب اوخان سره ملګری کړی اودلوی استعماری ځواکونو په رکاب کی اوسی او وغوړوی یی ،او فاجعه وزیږوی ؛او دغونډی په سرکی کینی عیش اوعشرت وکړی.

څه دپاڅه تیردولس کاله رویدادنو وښودله چه دوی یو بایسکیل ندرلود، ، دکورنی فکتور په حیث چاامریکاییان اوناتو ماتی سره مخامخ کړل ؟بی  انصاف امریکادخپل بی بڼسته ادعا دسلطه غوښتنی ناجایز پلان  په خاطردغه بعث بعدالموت جنایتکاران یوځل بیا هم دافغانانو اوهم د خپل خان لپاره دلستونی ماران وګرځول . دانګرایزانو او شورویانو داشتباهاتو،تجاوز او بیا مفتضح ماټی نه بایدزده کړه وشی او پند اوعبرت واخیستل شی .

 دغه موجوده  روانی  حالت  او شرایط  دافغانانواوافغانستان لپاره دلاغوسه اواندیشښنی لامل ګرځیدلی اودیو طوپان حیثیت لری،خدای مکړه هسی حالت رامینځته نشی چی دطوفان په بهیراو غوغا کی نوروبدمرغیو و زیږی ۰ځکه چی دسپیڅلی فکرونواوهیلوخاوندافغانان دمنافقینو دشوم نیتونواوموخوڅخه باخبردی۰ تر څو چی لومړی ترهرڅه نه مخکی مخصوصا یا په دی موجوده اداره په موردکی یو شمیرګامونه اوچټ او مثبت بدلونونه عملي نشی ، یعنی د یو تصفی او ملی محاسبی شرایط زرتر زره آماده اوکورنی بدنامو ناوړو وګړو له واک او قدرت او سیاسی فعالیتونونه ترموقت دوری لری وساتل شی او محاکمی ته سوق شی چی  یوی  خوادکورنیوترعنوان لاندی نیابتی جګړی  اودفسادحاکم  فرهنګ  له  مینځه  لارشی  ،له بلیخواملت  هم ډاډه شی   ۰همداسی پرخارجی اړخ دملګروملتونوسازمان نه وغوښتل شی چی  دامنیت شورا دفیصلی په ترڅ کی یوازی دبهرنی تجاوزاولاسوهنی بند اودژینواسبوتاژ شوی پخوانی پریکړی بیرته وروسته له نوی کتنی اوتصویب څخه پرته له بهرنی دیکته اومداخلی مستقیما دملل متحد لخواپلی او څارنه وشی تریو لڼدمهاله موده چی دواقعی اوافغانی ټول ټاکنو ته زمینه برابر کړاي شی۰

یوازی یو پیاوړی منظبط مرکزی حکومت او یوموټی باثبات افغانستان سیمی او نړی لپاره ضرورت دی اوامن او ثبات راوستلای شی اوباید چی ددی اصل نه په هوښیاری او خلاصی سټرګی ملاتړا وننګه وشی ،نه دقدرت ویشل يا پاشل ،نه د جنایتکارانو او (کهنه کارمزدورنوماندانو نه ) چی د ملی جوړښت او بیارغاړنی اودخلکود هوساینی اوامنیت لپاره هیڅ ډول علمی اوملی پلان پروګرام څه چی حتی آشنایی هم نلری .

دا ټول هغه حالت او واقعیتونه دی چی افغان ولس دادپردیونوکر زورواک واکمنانو له تیرو کړیو اوروان بهیرپخپل سټرګولیدلی او وینی ، ولس  په  داسی حالت دی چی چاړه هدوکو ته رسیدلی ، چی نور دزغم وړ ندی ۰لهذا نباید دهیواد خلکو ته د موجوده نوماندانو په هکله له حقایقو نه نوراغماض وشی اوپری پرده واچول شی  چی خلک له ډیربی وسی نه دیومړی ډودی  په بدل کی خپل رای وپلوري۰ بناءهر افغان چی دخدای هیواد ، ولس ، انصاف او عدالت ته اعتقاد او ژمنه لری دخپل ځان او خلکو هوساینه غواړی باید ځان سره سوچ وکړی چی آیا په رښتیا هم په دی جمع کی کوم نوماند شته چی نیک صفتونی دولس له نظره ‎لری پاتی شوی وی، په  رښتینی ډول دخلکو
ری چی وروسته له تولټاکنی په ټولنه کی مثبت بدلون را منځته او شته ناخوالی له منځه یوسی که وجود لری څوک دی اوڅه ضمانت موجوددی ؟؟

پدی حساسوشیبوچه افغان اوامریکاحکومتونه قرارلری ،لازم دی چی هڅی اوتلاش وشی چه نورله منجلات ا وتباهیوڅخه ځان وژغوری .ددواړوهیوادونودملی ګتو اومصلحتونو دخوندی کیدوپر بنا ءهیځ یوسلیم عقل اوفکراجازه نه ورکوی چی پدی نازکو مرحلو کی دداسی بدنامو څیرو او ډلی په معاملی سره داسی یوامنیتی تړون امضاءشی اوپخپل لاس دواړه ملتونه اوهیوادونه لاتباه اوبرباد کړی ؟ نوپردی بنا ءلازم دی چی امریکاییان زده کړی اوتور له ټینګار اوتهدید نه لاس په سر شی۰ همدا ډول په خاصه ټوګه  افغان ولس باید نورله خوشباوری اوله خوبه را ویښ شی او دغه سریال ختم کړی اوله لوبغاړو سره ملی محاسبه اوتصفیه وکړی .