دوران خونین حفیظ‌الله امین و سرکوب رهبران حزب دموکراتیک خلق…

https://www.youtube.com/watch?v=pxhsNfqSXRE افغانستان پس از قیام ثور؛ دوران خونین حفیظ‌الله امین و…

افغانستان و بحران سیاست‌زدگی؛ جامعه‌ای گرفتار منازعه و محرومیت

 نویسنده: مهرالدین مشید سیاست‌زدگی در افغانستان؛ ریشه‌های ساختاری و پیامدهای انسانی سیاست…

نصیب الله سیماب

*** له پښتو ژبې او پښتني فرهنګ تکړه شاعر، ادبپوه، څېړونکی،…

دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

«
»

د جګړې پر خلاف پرله پسې فتواوې؛ د طالب د مشروعیت زوال

لیکوال: امین الله حقپال

په افغانستان کې روانه جګړه له پيل سياسي وه، سياسي وه او لا هم سياسي روانه ده. که څه هم دښمن او د لوبې اصلي طراحانو دغې جګړې ته مذهبي رنګ ورکړی دی او تر ډېره بريالي هم دي، خو په وروستيو کې د ولسمشر غني په هڅو له دښمنه دغه وسيله اخيستل شوې او د جګړې اصلي ماهيت يې ټولو افغانانو ته ښه روښانه شوی دی. په تېر کې د افغانستان په جګړه کې له طالب سره د اسلام او مذهب خنجر په لاس کې و او د ملا فضلو او سميع الحق فتوا يې په جيب کې وه او هر رنګه به چې ورته د بادار لخوا امر کېدلو په هماغه ډول به يې فتوا صادروله او د دين عالم، د ښوونځي ښوونکی، د پوهنتون محصل او د اردو سرباز يې راته له تېغه تير کړي دي.

د طالب حقيقت څه دی؟

په افغانستان کې د طالبي نظام له پيله د دغې ډلې رامنځته کوونکو هڅه کړې چې طالب په خلکو د يوې مذهبې مرجع اود اسلام د ټيکه دار په توګه ومني. طالب تل د اسلام له نومه په استفادې د پاکستان، ايران، مسکو او نورو هيوادونو ګټې خوندي کړي دي. که د مسالې بېخ ته ښکته شو معلوميږي چې طالب ډله د اسلام له نومه په استفادې د سياسي موخو د ترلاسه کولو لپاره ايجاد شوې ده. آن د مجاهدينو له خپلمنځي جنګونو وروسته او بيا د سپتمبر له يوولسمې پيښې راپدېخوا دغه ډله د لويو قدرتونو د سياسي لوبو بازيچه او نانځکه ګرځول شوې ده. د همدې طالب سره د مبارزې په نوم دلته افغانستان ته څو دېرش هيوادونه راغلل. دلته يې وحشت وکړ او بيا همدې طالب نارې کړې چې هلئ افغانستان اشغال شوی دی.

همدا طاللب دی چې د دوی په اصلاح د اشغال لپاره يې زمینه برابره کړې ده. همدا طالب دی چې افغانستان يې د نړۍ د لويو قدرتونو د سياسي لوبو ميدان ګرځولی دی. همدا طالب دی چې دلته د بهرنيانو حضور لپاره يې پلمه جوړه کړې ده. له يوې خوا د همدې بهرنيانو لخوا ملاتړ کيږي او جنګ لپاره مرش کيږي او له بلې خوا بيا د همدې بهرنيانو په مقابل کې د جهاد نغاره هم ډنګوي. همدا تېره ورځ هم د روسي د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماریا زخاروا ويلي چې د طالب اصلي ملاتړې امریکا ده. پر امریکا د طالب د ملاتړ له توره وړاندې په بروکسل امريکا بيا په روسيې او ايران د طالب د ملاتړ تورې پورې کړ او ترې يې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د رقابت پر ځای دې د سولې له پروسې سره همکاري وکړي.

ټول پوهيږي چې دلته جګړه استخباراتي او د نورو په ګټو ورټوله ده خو طالب جان دی چې مذهبي رنګ ورکوي. طالب جان دی چې د مولانا سميع الحق او ملا فضلو په پاکستانۍ فتوا يې دلته د هر افغان د مرګ جواز راوړی دی. همدا طالب جان دی چې د روس او امريکا او د نورو سيالو هيوادونو د ګټو تامين او تخريب لپاره جنګيږي. اوس هم د نړۍ د لويو قدرتونو د سيالۍ او نيابتي جګړې اصلي لوبغاړی همدا طالب ډله ده چې دلته يې د رقيبونو هيوادونو د رقابت لپاره زمينه برابره کړې ده.

د طالب د مشروعيت زوال

که څه هم طالب او بادار يې د افغانستان روانې جګړې ته په مذهبي رنګ ورکولو سره دلته تر ننه د جګړې ميدان ګټلی و خو د ملي يووالي حکومت په وروستيو کلونو کې د اشرف غني په پراخو نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له طالبه دا خنجر اخيستل شوی دی. يواځې له طالب څخه د جګړې مذهبي خنجر اخيستل شوی دی بلکې بېرته د همدې ډلې په خلاف هم کارول شوی دی.

کله چې د لومړي ځل لپاره په اندونيزيا کې د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا ديني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله نو ورسره هم مهال د طالبي نظام عقيدتي پايې په لړزان شولې. بيا کله چې په کابل کې څه کم درې زره دينو عالمانو په افغانستان کې د طالب جګړه حرامه او ترې يې د سولې غوښتنه وکړه نو د جګړې لپاره د طالب عقيدتي اړخ پيکه شو. ورپسې بيا د حرمين شريفين امامانو هم په افغانستان کې د طالب جګړه ناروا او د اسلام له قوانيو سره په ټکر کې وبلله چې په دې سره د طلب جګړه بيخي غير شرعي او له اسلام سره په ټکر کې اعلان شوه.

خو اوس چې په وروستيو کې په مکه مکرمه او جده کې د ۳۷ هيوادونو ديني عالمانو د طالب جګړه فتنه ياده کړه او ژر تر ژره يې د وضعيت د بدلون غوښتنه وکړه نو په دې سره له طالب څخه نه يواځې د جګړې جواز واخيستل شو، بلکې روانه جګړه مطلقاً حرامه او د مسلمان د وينې تويدنې لپاره اعلان شوه چې عاملين يې (طالبان) په کې د مسلمانانو قاتلان ياد شول. اوس نو هاغه وسيله چې طالب د افغانانو د وژلو لپاره کاروله، په بشپړ ډول د حکومت لاس ته ورغله او د همدې طالب پر خلاف به وکارول شي. اوس ټول ولس ته په ډاګه شوه چې د طالب جګړه هيڅ شرعي صبغه نه لري او برعکس د کفري هيوادونو د اشغال وسيله ده. سره له اوسه د طالب زوال شروع شو چې په ډېر کم وخت کې به ان شاالله نابود شي.