نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«
»

د ملي ګټو په وړاندې د ځوانانو مسئولیتونه

نور محمد غفوری

1. مقدمه:

د (شخصي ګټې، ګروپي ګټې او عامې ملي ګټې) تر سرلیک لاندې می په ۲۰۱۰م کال کې یوه اوږده مقاله په فیسبوک، ويبپاڼو او ورځپاڼو کې خپره کړه. وروسته بیا د ځینو ضرورتونو له کبله څو وارې مکرره چاپ شوه چې وروستۍ ځل یې ۲۰۲۰م کال و. د هغې د نشر د لومړۍ نیټې څخه د هغو د موضوع په اړه د راپورته شوو سوالونو په رابطه مې یو څو نورې لنډې او اوږدې لیکنې هم وکړې چې د ملي ګټو په اړه یې توضیحات ورکول او له ګروپي ګټو او شخصي ګټو سره یې د هغو په اړوندتوب او اړیکو بحثونه کول.   

د روانې جنوری د میاشتې په ۱۲ نېټه مې د ملي ځواکونو په اړه یوه لنډه لیکنه وکړه او اوس دادي بیا غواړم چې (د ملي ګټو په وړاندې د ځوانانو مسئولیتونه) تر سرلیک لاندې تاسې درنو لوستونکو ته یو څه وړاندې کړم. مخکې له دې چې د ملي ګټو په وړاندې د ځوانانو په رول او مسئولیتونو خبرې وکړم، اړینه یې بولم چې یو ځل بیا د ملي ګټو په تعریف او ماهیت په لنډ ډول رڼا واچوم:

2. ملي ګټې څه شی دي؟

دلته له ملي ګټو څخه زموږ هدف هغه عامه او د ټول هېواد په کچه سراسري ګټې دي چې د یوه ټاکلي هېواد د ټولو وګړو هغه شریک ارزښتونه او ګډې اړتیاوې او موخې جوړوي چې د ټولنیز، اقتصادي، سیاسي، او کلتوري پرمختګ لپاره اړینې او د یوه هېواد خپلواکي، ثبات، پرمختګ، او ټولنیز یووالی تضمینوي. د بیلګې په توګه د هېواد خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا، د هېواد د خاورې ساتنه او د ملي حاکمیت درناوی، د اقتصادي پرمختګ په خاطر د هېواد د طبیعی سرچینو او د کلتوري هویت د ساتنې په خاطر د ژبې، دین، ملي ویاړونو، منل شوو دودونو او ملي ارزښتونو پالنه او همدا راز د ملی امنیت د ساتلو او تضمین په خاطر له داخلي او خارجي خطرونو څخه د خلکو د سر او مال خوندي ساتل او داسې نور د ملي ګټو غوره نمونې دی. یادې شوې نمونې تر استثنا پرته د ټولو هغو افرادو او ټولنیزو ګروپونو او ډول ډول سیاسي ګوندونو په ګټه دي چې په یوه هېواد کې ژوند او مبارزه کوي.

3. ځوانان او ملي ګټې

ځوانان چې د هرې ټولنې د انرژۍ، نوښت او بدلون مهم ځواک ګڼل کېږي، د ملي ګټو د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې هم ځانګړی رول او مسئولیت لري. هغوی د نوښتګر ذهنیت، انرژۍ او زړورتیا په مټ د خپلو ملتونو راتلونکې ټاکي او د خپلې علمي پوهې، فکري وړتیا او ملي احساس له لارې د هېواد په بیلابیلو برخو کې بنسټیز بدلونونه راوستلی شي.

 ځوانان هغه وخت خپلې ملي ګټې ساتلای شي چې هغه وپيژني او په اهمیت یې پوه شي. ددې چارې له پاره باید ځوانان په عصري پوهه سنبال او د دنیا له حاله خبر وي. په دې صورت کې دوی پراخ فکر کولای او د ملي ګټو په مفهوم او اهمیت پوهېدلای شي. تعلیم د هرې ټولنې لومړنی او اساسي بنسټ دی. ځوانان (پیغلې او زلمیان) باید د علم په ترلاسه کولو کې جدي واوسي، ځکه چې پرمختللی علم د ملي پرمختګ او ټولنیزې هوساینې اساسي وسیله ده. د علم او عصري پوهې څښتن ځوانان کولای شي چې په اقتصاد، ساینس، سیاست، او ټولنیزو چارو کې مثبت بدلونونه راولي. بې علمه او د دنیا له حال او ټولنیز وضعیته ناخبره ځوانان خپلې ملی ګټې سمې نه شي پیژندلای او د هغو د ساتنې په وړاندې خپل مسئولیتونه نه شي درک کولای.

د یوه ملتد ملي ګټو د خوندي کولو لپاره د ملي یووالي ساتنه اړینه ده. ملي ګټې د سترې او غښتلې ملي اجماع په واسطه ساتل کیدای شي. ځوانان باید د هر ډول قومي، ژبني، او مذهبي توپیرونو پر ځای د ملت یووالي او همکارۍ ته لومړیتوب ورکړي. د نفرت خپرونکو نظریاتو پر وړاندې مبارزه د ځوانانو تر منځ او د ټولو ځوانانو یوه مهمه دنده ده.

ځوانان د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې زغرده برخه اخیستلای شي. ځوانان کولی شي د خپل کار، ابتکار او هڅې له لارې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې هلته ونډه واخلي چې په مسلکي پوهه سمبال وي. د ځوانانو تر منځ باید د کارپالنې فرهنګ ته وده ورکړل شي، د عصري علومو په اوسنیو معیارونو بلد شي، تر څو د هیواد طبیعي سرچینې د هېواد د ښېرازۍ لپاره وکارولای شي.

ټول پوهیږو چې د ژوند د طبیعي چاپېریال ساتنه د ملي ګټو یوه مهمه برخه ده. ځوانان باید د خپلو طبیعی سرچینو، لکه اوبو، ځنګلونو، او هوا په ماهیت او اهمیت پوه شي، د ساتنې لپاره یې هڅې وکړي او د چاپېریال د ستونزو د حل علمی او تخنیکي لارې چارې ومومي.

په مستقبل کې د ملي ارزښتونو ساتنه د ځوانانو په غاړه پرته ده. ځوانان د خپلې ژبې، کلتور او دیني ارزښتونو په ساتنه کې مهم رول لري. هغوی باید د بهرنیو منفي اغېزو پر وړاندې خپل ملي هویت خوندي کړي او په کلتوري وده کې برخه واخلي. دا هغه وخت کېدای شي چې ځوانان په ژبنیو، انساني او ټولنیزو علومو کې مهارت ولري. بې سواده او له خپل تاریخ او فرهنګه ناخبره کسان د دښمنانو د منطق په وړاندې بې خولې او بې ژبې وي، د خپلو ملي ارزښتونو د دفاع توان نه لري او په نهایت کې د تعقل پر ځای د خپلو احساساتو ښکار ګرزي.  

په هېواد کې سوله او امنیت د ځوانانو په مټ ساتل کیږي او باید په ټولنه کې سوله ایز ژوند او امنیت ته ژمن وروزل شي. ځوانان د خپلو هېوادونو د سوله‌ییز چاپېریال ساتلو لپاره مهم رول لري. هغوی باید د هر ډول تشدد او افراطیت پر وړاندې ودریږي او د سولې او پرمختګ لپاره هڅې وکړي. دا کار هغه وخت شونی دی چې دوی په تخصصی مهارت او علومو سنبال شي. خپل قهر او احساسات یو د بل په وړاندې او د دښمنانو په مقابل کې کنترول کړای شي. د شخړو په وخت کې په داخلي او بهرنۍ کچه د سوله ایز حل لاره وسنجولای او عملي کړای شي.

ځوانان باید د ملي شعور په پراختیا کې کار وکړي. ملي شعور د ملي هویت، ارزښتونو، ګټو، او موخو په اړه د یوه ملت د وګړو ګډ احساس، پوهه، او درک دی چې په ځوانانو کې باید وروزل شي. ملي شعور ځوانانو ته د هېواد خپلواکۍ، کلتوري میراث، ژبې، او ملي یووالي ساتنې ته ژمنتیا او د ملي ګټو د پرمختګ لپاره هڅې کولو ته الهام ورکوي .دا په دې معنا چې ځوانان باید د ملي ګټو په ارزښت پوه شي، د هېواد د تاریخي اتلانو قربانۍ په یاد وساتي، او د خپلو ملي مسایلو په حل کې فعاله ونډه واخلي.

ځوانان د هرې ټولنې د پرمختګ او بدلون ځواک دي. د ملي ګټو په وړاندې د هغوی مسئولیت یوازې شعار نه، بلکې یو عملي اقدام دی چې د علم، عمل، او ملي احساس له لارې تر سره کېږي. که ځوانان خپل مسئولیتونه په اخلاص او ژمنتیا سره ترسره کړي، نو ملي ګټې نه یوازې خوندي کېږي، بلکې هېواد د پرمختګ او ښېرازې نوي پړاوونه هم تجربه کولای شي.

۱۹/۱/۲۰۲۵

نوټ: په لاندې لینکونو کې په موضوع پورې تړلو زما ځینو نورو لیکنو ته چټک لاسرسی ممکن دی:

https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_world-i30652
https://www.tolafghan.com/articles/38244