از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

کابل؛ پلازمينه که غير علاقه ؟!

کابل د افغانستان يو له ګڼ ميشتو ولايتونو څخه شميرل کيږي چې د افغانستان د بيلابيلو ولايتونو شاوخوا ۷ ميلونه خلک په کې اوسيږي. دلته د ښې هوا او نسبتاً ښه امنيتي وضعیت له امله خلک له نورو ولايتونو څخه کوچیږي خو دلته وروستيو سړي تښتونو او جنايې پيښو خلک انديښمن کړي دي. دلته د نورو مرموزو وژنو ترڅنګ په دې وروستیو کې د سوداګرو او پانګه والو وژنې او اختطاف هم زیات شوی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي چې د سوداګرو او بانګوالو امنيت ورځ تر بلې خبرابیږي او يوازې په تيره يوه مياشت کې وسله والو غلو د افغانستان له بيلابيلو سيمو ۳۵ سوداګر تښتولي دي. د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې دغې مسالې دوی سخت اندېښمن کړي او له هېواده د پانګو د ویستلو سبب شوې ده. يادې خونې چارواکي د ملي يووالي پر حکومت نيوکه کوي چې د سوداګرو په امنيت خوندي کولو کې پاتې راغلی دی.

دا يوازې د سوداګرو تښتول نه دي چې وخت ناوخت يې خبرونه ورکول کيږي بلکې استادان، سياسي څېرې او بهرني اتباع هم له ورته ګواښ سره مخامخ دي. څه موده وړاندې د اباسين په نوم ١٤ کلن ماشوم د کابل ښار له رحمان مېنې وتښتول شو، لومړی يې له کورنۍ څخه د پيسو ترلاسه کولو لپاره ترې ګوته پرې کړه او وروسته په ډيرې بې رحمۍ ووژل شو. همداراز څو مياشتې وړاندې څلویښت کلنه هندۍ مېرمن جودت ډي سوزا چې په کابل کې یې د اغا خان بنسټ سره کار کاوه د جون د میاشتې په نهمه نېټه وسله والو کسانو د کابل له قلع فتح الله سیمې تښتولې وه. په وروستی یوه پېښه کې د افغانستان د امريکايې پوهنتون دوه تنه استادان تيره ورځ وتښتول شول. د امريکايې پوهنتون دواړه استادان د کابل په لویدیځ دارلامان سیمه کې له پوهنتون نه د خپل هستوګنځي پر لور روان و چې وسله والو کسانو یې موټر ودروه، ښېښې یې ورماتې کړې او دوی په زوره له ځان سره یوړل. د بهرنیو وګړو د تښتولو دا کومه لومړی پېښه نه ده بلکې له دې وړاندې هم د مرستندویه او ځيني نورو ادارو کارکوونکي د وسله والو کسانو له خوا یرغمل شوي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې د انسان تښتونې پيښو تر شا د چا لاسونه دي؟ انسان تښتونه په هيوادوالو په ځانګړي توګه په پانګوالو کومه اغيزه کوي؟ او څنګه کولای شو چې له يادې پديدې څخه خلاصون پيدا کړو؟

انسان تښتونه لوی جنايې جرم دی چې یو عام عادي وګړی يې نه شي ترسره کولی. هغه څوک چې په دغو پيښو کې لاس لري؛ هغوی يا به زورواکي وي، يا به د کوم چارواکي د کورنۍ غړي وي او يا به په يو نه يو ډول د چارواکو له ملاتړه برخمن وي. سمه ده دا به ومنو چې له دوی سره امنيتي ځواکونه (پوليس) هيڅ راز همکاري نه لري خو دا چې د امنيتي ځواکونو په  شتون کې د ښار په منځ کې انسان تښتونه ترسره کيږي دا بيا په دې دلالت کوي چې امنيتي ارګانونه د نامسلکي، کمزورو او نالوستو کړيو په ولکه کې دي، دوی يوازې د خپلو جيبونو او يا د هغه چا لپاره کار کوي چې د هغوی له خوا دغو څوکيو ته معرفي شوي دي. دوی د ولس په درد نه شي دوا کيدلی.

دا چې په وروستۍ يوه مياشت کې د سوداګرو تښتونې زور اخيستی دی؛ اغيز يې د هيواد په اقتصاد، سوداګرو او پانګونې برسيره دی. سوداګر  بيچاره ګان آن د تښتونو له وېرې خپل اولادونه په سم ډول ښوونځیو ته نه شي استولی. که حکومت د پانګه والو د تښتونې د مخنیوي او د هغوی د پانګې ضمانت ونه کړي، له هيواده به د پانګې فرار ته لاهم لاره برابره شي. د سوداګرو او پانګوالو تښتونې او قتلونه د هېواد پراقتصاد او پانګونې سخت ګوزار دی او حکومت باید دې مسالې ته پاملرنه وکړي.

حکومت بايد خپل مسوليت ادا او د خلکو خونديتوب ته پاملرنه وکړي. همداراز د ملي يووالي د حکومت مشران دې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال له سوداګرو سره کړې ژمنې عملي کړي. ولسمشر ته په کار دي چې د ښارونو په ځانګړي توګه د کابل د امنيت د ساتلو لپاره د پوليسو په ليکو کې تصفيوي عمليات ترسره کړي. حکومت بايد د کابل ښار د امنیه قومندان نه نیولۍ تر امنيتي حوزو آمرين له سره وارزوي او هغوی چې د کار وړتيا نه لري بايد له دندې ګوښه او تر عدلي تعقيب لاندې ونيسي. حکومت بايد په ښار کې د امنيتي ځواکونو د يونيفورم د خرڅلاو مرکزونه پيدا او تر جدي څيړنو لاندې ونيسي او ترې هغه تور لاسونه پيدا کړي چې د حکومت له دننې له دغو ډلو سره لاس لري او د يارانې تارونه يې غزولي دي.

لیکنه : خوشحال آصفي