جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

خبرو کې ځنډ، د حکومتي پلاوي بې حوصلې کېدل

نظر محمد مطمئن

لیکوال او شناند

هر ځل چې به امریکایانو له طالبانو سره په اجنډا کې نوی خبره ور زیاته کړه، طالبانو به په ناستو کې ځنډ راوست، امریکایانو له طالبانو سره په ۱۶میاشتو مذاکراتو کې په پرله پسې ډول جدې فشارونه وارد کړل چې طالبان اوربند ته چمتو کړي، مګر طالبانو تر تړون یوه اونۍ وړاندي د جګړې کمېدلو باندي توافق وکړ.

په دوحه کې د حکومتي پلاوي په څیر د خلیلزاد ټیم څو ځله تر دي هم ډیر نهیلي شول، مګر هغوی به له بېلابېلو لارو له طالبانو سره د بیا کیناستلو هڅې کولې، چې قطر او ناروي هیواد په دي برخه کې ډیر فعال وو.

اوس چې د حکومت مذاکراتي پلاوی رسنیو مخکې نهیلي ښکاره کوي، له طالبانو د ناستو دوام غواړي، زما په آند ښه به وای چې له بېلابېلو ډیپلوماټیکو لارو یې د ناستو د ځنډ لامل په اړه پوښتنه کړي وای، پر دي یې ځان پوه کړی وای چې طالبان  د کومو لاملونو له مخې په ناستو کې ځنډ راوستی دی.

زما په آند، طالبانو به ځکه د څه وخت لپاره له ناستو ډډه کړي وي:

۱ – پر کومه کړنلاره چې هوکړه شوې، د هغې مطابق مذاکرات مخکې یوړل شي، مګر کیدای شي د افغان حکومت پلاوی پکې نوې غوښتنې ولري.

۲ – د بین الافغاني مذاکراتو د دویم پړاو خبرو، د طالبانو او حکومتي پلاویو لومړیو ناستو کې کیدای شي طالبانو حس کړي وي چې لا هم د افغان حکومت پلاوي د غړو نظرونه او غوښتنې پاشلې او یوه خوله نه دي، لا هم د پریکړو واک نه لري.

۲ – د افغان حکومت د پلاوی لخوا په اجنډا کې لومړۍ مسئله د اوربند، اوربند کولو او د طالبانو لخوا په اجنډا کې لومړۍ مسئله د اسلامي نظام / راتلونکي اسلامي حکومت باندي خبرې کول به کیدای شي تر ټولو لوی خنډ او د ناستو د ځنډ لامل شوی وي، ځکه طالبان به چمتو نه وي، چې په مذاکراتو کې پرته له محسوس پرمختګ څخه اوربند ته غاړه کیږي، دارنګه حکومتي پلاوی به چمتو نه وي چې د ډاکټر غني له اجازې پرته پر بل حکومت او له ډاکټر غني څخه واک سپارلو موضوع باندي بحث وکړي.

۳ – کیدای شي طالبان داسي فکر کوي چې افغان پلاوی په وړو او ځینو داسی مسایلو باندي د بحث کولو لپاره وخت ضایع کولو پلان لري، چې طالبان  مصروف وساتل شي، تر څو د امریکا – طالبانو د تړون هغه وخت پوره شي چې امریکایې ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي، مګر په بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ لا هم نه وي شوی، طالبان به غواړي چې په مذاکراتو کې پرمختګ او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې پر نظام او راتلونکې حکومت باندی توافق وشي، اوربند ته لاره هواره، واک په سولئیز ډول توافق شوې حکومت ته وسپارل شي او په ټول هیواد کې اوربند اعلان شي.

۴ – طالبان کیدای شي په ځینو مسایلو د خبرو لیوالتیا د اوس لپاره ونه لري، مثلاً د افغان حکومت پلاوی به غواړي د مذاکراتو پر مهال د افغان – امریکا+افغان حکومت جګړې پر مشروعیت خبرې وشي، د افغان پلاوي مشر او غړي یې د طالبانو جګړه ناروا ګڼي، طالبان یې جګړه نه بلکې جهاد ګڼي، که اوس مهال د افغان حکومت پلاوی په یادې مسئلې بحث او اجنډا کې یې داخلېدل غواړي، په داسي حال کې چې د یادې جګړې ۲۰ کاله پوره کیږي، او جګړه شوې، په تیرو شل کلونو کې طالبانو له امریکا سره جګړه جهاد او مشروع ګڼلي، بل خوا افغان حکومت د طالبانو جګړه په تیرو ۲۰ کلونو کې ناروا ګڼلي، امریکا هم د طالبانو جګړه ترهګري بللي، که اوس مهال پر همدې موضوع بحث بیا هم میاشتي وخت نیسې، طالبان کیدای شي فکر به کوي چې دغه ډول مسایل یوازي د وخت سوځيدو لپاره را مخکې کیږي.

۵ – د امریکا/ناټو لخوا د افغانستان د اشغال مسئله ده، په تیرو شلو کلونو کې افغان ولس د امریکا/ناټو لخوا پر افغانستان برید غندلی او غندي، د روسانو په څیر دوی هم یرغلګر ګڼي، طالبانو د امریکا/ناټو لخوا پر افغانستان برید د امریکا لخوا اشغال ګڼلی.

افغان حکومت افغانستان ته د امریکا/ناټو پوځیانو راتګ له دوی سره د مرستې په نوم یادوي، د ملګرو ملتونو تر چتر لاندي د بهرنیو پوځیانو برید پر افغانستان توجیه کوي چې له ترهګري سره د جګړې لپاره راغلي، دارنګه په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شتون او آډې یې غوښتنه ده، بلخوا افغان ولس او په ځانګړي ډول طالبان په افغانستان برید یرغل او په هیواد کې د بهرنیو پوځیانو شتون سره کلک مخالفت کوي، که اوسمهال د افغان حکومت پلاوی د اشغال پر مسئله په اجنډا کې د بحث غوښتنه کوي، په افغانستان کې د امریکا/ناټو پوځیانو پر شتون باندي دلایل وایې، کیدای شي طالبان به فکر کوي چې تر وخت تیر مسایلو باندي بحث به د مذاکراتو مخ بل لورته اړول، او د وخت ضایع کېدو لپاره پلان وي، تر څو د امریکا – طالبانو د تړون موده بشپړه او لا هم بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ نه وي شوی، امریکایانو ته به په عمدي ډول د حکومت پلاوي ددغه ډول کړنو له امله په افغانستان کې د پاتې کیدو پلمې زمینې برابريدو هڅې وي.

۶ – پرته له شکه چې ډاکټر غني وکولای شول د خپل واک ساتلو او غځولو لپاره په واشنګټن او ملګرو ملتونو کې د خپل ځان په ګټه کمپاین او لابي وکړي، واشنګټن هم د امریکا – طالبانو د تړون عملي کېدو کې سستي وکړه، او لامل یې د افغان حکومت لخوا په واشنګټن کې د حکومت په ګټه کمپاین کیدای شي، چې په دی برخه کې طالبانو هیڅ هم نه دي کړي، حتی دي ته پام هم نه کوي چې د تړون د عملي کېدو، د امریکایې پوځیانو وتلو او په افغانستان کې ټول الشموله  راتلونکي حکومت په اړه په واشنګټن، د نړۍ او سیمې قوي هیوادونو او ملګرو ملتونو کې کمپیان ته دوی (طالبان) هم اړتیا لري.

ښه به وي چې نړیوال، سېمه، افغان سیاسي ډلې، قومي مخور په ښکېلو لورو اړین فشار راوړي، ورڅخه وغواړي چې د افغانستان له راتلونکي سره تړلیو اساسي مسایلو باندي بحثونه پېل، د جګړې پای او تلپاتې سولې ته رسېدو لپاره مذاکراتو کې بیړه وکړي، تر څو د بهرنیو پوځیانو د وتلو له ټاکلي مودې مخکې د طالبانو او افغان حکومت پلاوي، افغان ولس ته د منلو وړ تفاهم ته ورسیږي.