نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

در برابر جنایات ضد انسانی حلقه انسانیت ستیز طالبانیزم باید…

بصیر دهزاد  در هفته های اخیر افغانستان شاهد تشدید ارتکاب یک سلسله جرایم و…

از شمس النهار  و تجدد 

تا : نشريه «شريعت  » و تعصب کور ملا کراسی طالبانی  مصداق حال ما کلام شاعر…

 کاسیرر؛ فلسفه یعنی تئوری شناخت

آرام بختیاری تئوری شناخت جناب کاسیرر؛ متافیزیکی و لیبرالی است.   ارنست کاسیرر(1945-1874.م)،…

«
»

افغانستان د نړۍ په شطرنج کې یوه ډېره مهمه مهره!

حميدالله بسيا

په نړیوال سیاست کې هر هېواد د شطرنج یوه مهره ده. ځینې هېوادونه لکه امریکا، چین او روسيه د شطرنج شاهان او وزیران دي، ځینې د قوي فيل یا اس رول لوبوي، خو افغانستان هغه مهره ده چې که څه هم له بده مرغه اوسمهال خپله ډېر ځواک نه لري، خو د خپل ځای او موقعیت له کبله د لوبې توازن بدلولی شي.

نو که د نړۍ اوسني حالت ته هم په غور وګورو، کټ مټ داسې ښکاري اوس یې مهرې او ګېټۍ  ورو ورو خپل پخوانی ځايونه بدلوي او نوي ځايونه نیسي ، نوي اتحادیې او سازمانونه د تشکيلېدو په حال کې دي او د ملي ، اقتصادي او سياسي ګټو په رڼا کې هر هېواد غواړي نوي ملګري د خپلو ګټو او ارزښتونو په رڼا کې پيداکړي.

د روسیې او امریکا تر منځ هم کلونه کلونه شخړې وې چې لا هم نه دي حل شوې  او د لویدیځ او نړیوال سويل (Global South) چې د لاتينې امريکا، افريقا، کارابيين، او تقريبا دريېمې نړۍ هېوادونو ته ويل کېږي تر منځ ژور اختلافات لا هم شته، خو سره له دې نړۍ ورځ تر بلې د څو قطبي کېدلو پر لور روانه ده اونوې ملګرتياوې د راټوکېدو په حال کې دي.
افغانستان چې د آسیا په زړه کې پروت دی  له یوې خوا د منځنۍ آسیا د انرژۍ لارې، له بلې خوا د پاکستان له لارې سمندر ته د لاسرسي امکانات، له یوې بلې څنډې ایران ته نژدې، او هم د چین د اقتصادي دهلیزونو ترڅنګ. په څو قطبي نړۍ کې دا ډول موقعیت د سرو زرو ارزښت لري. ځکه هر ځواک غواړي چې دلته یې نفوذ زیات وي  نو که افغانستان د څو قطبي نړۍ له شرایطو ګټه واخلي، کولای شي د یوه هېواد تر بشپړ تسلط لاندې د پاتې کېدو پر ځای، له څو خواوو سره متوازنې اړیکې وساتي.

که له چین سره د اقتصاد او پانګونې په برخه کې کار  له روسیې سره د انرژۍ، ټرانسپورټ او امنیتي همکاریو پراختیا، له ایران سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارې پیاوړې کول، له لویدیځ سره د زده‌کړې، ټیکنالوژۍ او روغتیا په برخه کې تړونونه وشي دا ډول توازن کولای شي افغانستان ته د اوږدمهالې ودې فرصت برابر کړي.

خو خبره یوازې په موقعیت کې  هم نه ده  دا ټول هغه وخت ګټه لري چې سیاستوال د توازن ساتلو هنر زده کړي. په څو قطبي نړۍ کې که ته یوازې د یوه ځواک په غېږ کې لوېږې، نور ځواکونه به دې د ماتولو لپاره په ګډه لوبه وکړي. خو که ته په مهارت سره هر طرف ته ځای ورکړې، هر طرف به هڅه کوي چې درسره ښه چلند وکړي، ځکه نه غواړي چې تا له لاسه ورکړي.

اوس چې نړیوال سیاست د بدلون په پړاو کې دی  او وروستۍ پېښې لکه د اوکراين په چارو کې د امريکا د استازي ویتکوف سفر مسکو ته، د استانبول د خبرو لړۍ، او د پوتین او ټرمپ په الاسکا کې راتلونکې لیدنې، که څه هم په بشپړ ډول د سولې نښې نه دي، خو لږ تر لږه دا ښکاره کوي چې د خبرو دروازې پرانیستل شوي دي ، نړۍ د څو قطبي کېدو پر خوا روانه ده او نوې ټولنې اواتحاديې د جوړېدلو په حال کې دي . هره لویه همغږي همداسې له کوچنيو ګامونو پیلېږي، لومړی یو ګام، بیا څو خبرې، او ورو ورو اوږدمهالي تړونونه .

نو زما په باور روسيه او امريکا نور دواړه او تقريبا نور هېوادونه هم دې نتيجې ته رسېدلې دي نور باید ارام او په سوله کې سره ژوند وکړو،د هېوادونو پر اقتصاد او ټيکنالوجي تمرکز وکړي  نو ښه به وي چې ګډ قوانین جوړ کړي دا قوانین همدا اوس جوړېږي، نه یوازې د سیاست او امنیت په برخه کې، بلکې په اقتصاد، کولتور، او حتی په ورزش کې هم.

ځينې نوي قوانين چې په بېلابېلو برخو کې په دې وروستيو کالونو کې وضع شوي وو اوس بيرته پخواني حالت ته ورګرځي په ځانګړي ډول، د ورزش په برخه کې د جولای په وروستیو کې د امریکا د المپیک کمېټې یوه داسې پرېکړه وکړه چې ډېرو یې نه تمه کوله  ددې پرېکړې په ترڅ کې په ښځینه ورزشي سیالیو کې د ټرانسجینډر (نرښځيو) لوبغاړو ګډون بند شو. دا پرېکړه د ټرانسجینډر لابي لپاره په ټوله نړۍ کې یوه لویه ضربه وه.

بل مهم بدلون دا چې د نړیوال المپیک کمېټې مشري اوس د کیرستي کوونټري په لاس کې ده، دا مېرمن هغه څوک ده چې د عادلانه سیالیو، روڼتیا او د هر هېواد د لوبغاړو د حقونو په ملاتړ کې یې کلونو کار کړی دی.

تر ټولو جالبه دا ده چې اوس د انتي ډوپینګ سیاست  باندې غور او بيا کتنه روانه ده ، دا سیاست دا ډېر کاله د لوبغاړو پر وړاندې د سیاسي فشار او باج اخیستنې وسیله ګرځېدلی و.

د یولیا او ویتالې ستیپانوف کیسه د انټي ډوپينګ سياست یوه ژوندۍ بېلګه ده. دوی د روسیې پخواني لوبغاړي وو چې د نړیوال انتي ډوپینګ ادارې (WADA) لخوا تر سياسي فشار وروسته د روسیې پر لوبغاړو داسې بندیزونه ولګول چې حتی د ۲۰۱۶ ریو المپیک ته د منډو په برخه کې سياليو ته پرېنښودل شول.

ستیپانوف او مېرمن يوليا یې لومړی جرمني ته، بیا د WADA په مرسته امریکا ته ولاړ. د لسو کلونو لپاره یې د المپیک کمېټې له بودجې ژوند وکړ، خو اوس هېڅوک لګښت نه ورکوي. د کډوال په حیث ژوند کوي، نه پرېښودل کېږي چې له شمالي امریکا ووځي او نه هم د عادي کار اجازه لري.

سره له دې چې ډېرې ژمنې ورته شوې وې، خو په رسمي ډول په امریکا کې دایمي استوګنه نه ده ورکړل شوې. هغوی د سیاسي لوبو په منځ کې د ګرو شويو په څېر ژوند کوي. امکان شته چې له امریکا وایستل شي، او هغه هم پوهېږي چې روسیه به یې د ګلانو په ګیډۍ او موسیقۍ سره هرکلی ونه کړي.

ستیپانوف يوازې يو مثال دی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې داسې ډېر ورزشکاران شته چې برخلیک یې د نړیوال سیاست د بادونو په لاس کې دی. او دا بادونه هره ورځ په زورېدونکي شدت لګېږي.

لنډه دا چې د ۲۰۲۵ په جریان کې د امریکا او روسیې اړیکې د احتیاط سره د بیا رغونې په حال کې دي؛ دواړو په سعودي کې د سفارتي اړیکو د بېرته فعالولو او د جګړې د پای لپاره موافقه کړې، که څه هم د اوکراین مسله لومړنی بحث نه وه. ولسمشر ټرمپ او ولادیمیر پوتین د اوربند او د انرژۍ پر زیربناوو د بریدونو د بندولو په اړه خبرې کړي، او د اګست په ۱۵مه پلان شوې سرمشریزه به د اوکراین د جګړې د حل په موخه ترسره شي نو نتيجه دا چې امريکا اوس پر اروپا او ناټو هغومره ملګرې او خواخوږې نه ده لکه پخوا بلکې په ښکاره ډول یې اوس مخالفت کوي او غواړي چې له روسيې  سره خرابې شوې اړيکې د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو په رڼا کې بيا ورغوي. په هر حال دا لا وار له مخکې دی او په ناستو کې به معلومه شي چې څومره پرمختګ ترسره کېږي

نو لنډه دا چې  افغانستان هم د متوازنې بهرنۍ تګلارې له لارې له ټولو مهمو لوبغاړو سره د همکارۍ او خبرو لاره پرانېزي.  سياسيون یې کوښښ وکړي چې نه د يوې ځانګړې بلاک تر اغېز لاندې رانشي او نه هم له مهمو اقتصادي او سياسي فرصتونو بې برخې پاتې شي، بلکې د سيمې او نړۍ د ګډو ګټو پر بنسټ متقابل درناوی او همکاري  د نړۍ له ټولو هېوادونو سره وساتي.