کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

«
»

که بدلون غواړۍ، د ولسمشرغني پر تګلار راټول شۍ!

دې ورځو کې د نوې کابیني د اعلان د یو څه ځنډ په اړه، د معلوم الحاله رسنیو او ټاکلو اشخاصو او کړیو د تبصرو، څرګندونو او بیانونو تنور ښه تود او په غرغنډو دی؛ همداراز دوی ته دا ګټور فرصت ښکاري چې څونه اوبه خړې وي، هومره دوی پکې د زړه غوښت کبان نیولای شي!

ښايي ځینو ساده زړو او پاک نیتو ته دا پوښتنه هم پیدا شي چې د کابیني د ځنډ په اړه اوبه ولسمشر اشرف غني او د هغه پلویانو خړې کړې دي او له دې کبله دوی پخپله د بدلون او تغییر مخالفینو ته فرصت په لاس ورکړی چې نه یوازې د اهل کار او کاري کابیني د جوړښت مخه ډب کړي بلکې د هېواد د امنیت او پرمختګ لپاره د ولسمشر غني هڅې شنډې او تګلاريی وننګوي!

ځینې نور بیا هڅه کوي د نوې کابیني او د نویو بدلونونو د پیل ځنډ، په بشپړه او یومخیزه توګه په بهرني فکټور پورې وتړي او هر څه د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیرې لخوا وګڼي او په کور دننه فکټور او د پرګنو ځواک افغانانو ته یو ناڅیز شی وروپېژني؛ همداراز د پېښو په تغییر او بدلون کې د ولس وړتیا او پوتنسیال راښکته کړي او په دې تړاو هر څه په صفر کې ضرب کړي!

زموږ د یو زیات شمېر څېړونکو، شنونکو او سیاستوالو دریځ، دې بدوي او سنتي فتوې ته ورته پاتیږي چې وايي « ځمکه د غوايي پر ښکر ولاړه ده!»

موږ خپلو کړو وړو ته پام نه کوو او یا نه غواړو چې ورته پام وکړو، هر څه او هغه هم په یوه وار د نورو پر غاړه وراچوو او په ډېره اسانه توګه له خپلو ملي ذمه واریو اوږې باسو.

کله چې پخواني ولسمشر حامدکرزي امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک، د مخکیني شرط پتوګه، افغانستان کې د بشپړه سولې او پوره ټیکار سره تړلی وګاڼه، یو امریکايي لوړپوړې چارواکي يي په غبرګون کې وویل، امریکا د حضرت موسی همسا په لاس کې نلري چې په یوه چوف سره افغانستان ته سوله او امنیت راوړي؛ هغه مهال یو شمېر افغانانو په رسنیو کې د نوموړي امریکايي په خبره ملنډې ووهلي او د ښاغلي کرزي دلیل يي د کاڼې کرښه وبلله او را ته بیا د ښاغلي کرزي وړاندیز زموږ د کلتور هغه زړه خبره چې « ځمکه د غوايي پر ښکر ولاړه ده» رایاده شوه!

زموږ یو ګڼ شمېر افغانان امریکا او لویدیځ خدای مکړه ( خدای ) ګڼي چې ګوندې هر کار کولای شي خو بل پلو د خپلو ولسونو ځواک او اراده په نشت شمېري.

که افغانان ملي ذمه واریو ته خپلې اوږې ورنکړي، بهرنيان هغه هم په ښو شرایطو کې یوازې مرسته کولای شي نه ډېر او یا ټول څه!

نه ښايي هیڅکله  په کور ددنه د ولسي فکټور او بهرني فکټور ترمنځ مبالغه وشي او یو د بل پرځای ناسم درک شي.

بلخوا په ورته وخت کې په موږ کې ډېر بیا داسې انګیری، که جان کیری د ملي یووالی د حکومت دا موجوده بنسټ نه وايي ایښی، موږ به په بله لار اوس« مدینې فاضلې» ته رسېدلای وای!

خو زما پشان د ډېرو افغانانو په اند، که بهرني فکټور په وخت او پرځای مرسته نه وای کړی او خبره ټوله یوازې افغاني لیونیانو او لنډه غرو ته پاتې وای، موږ به هغه څه چې اوس يي د حکومت او نورو بنسټونو په بڼه لرو، ټول له یوې مخې تبا کړی وای! ځیني بیا دا هم وايي چې دغه لنډه غر هم د امریکایانو لخوا پالل کیږي، خو زه يي ځواب کې وایم چې که دا هرڅه امریکا کوي، زما اوستا ملي زمه واري څه شوه او څه ده؟ ګورو چې بیا هم موږ « ځمکه د غوايي پر ښکر ولاړه ده» تاویلي او ماویلي خبرې سره لاس وګریوان یوو!

په دواړو خواو کې موږ افراط کوو، کله بهرني فکټور مطلق بولو او په کور دننه فکټور هیڅ شی او کله بیا په کور ددنه وضعه هرڅه بولو او بهرني امکانات هیڅ!

اوس به د نورو خبرو پرځای لومړی د نوې کابیني د ځنډ خبره راواخلم.

د نوې کابیني د ځنډ خبره چې یو شمېر افغانان يي د امریکې او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرجان کیري پر غاړه وراچوي، په حقیقت کې  دوی غواړي د امریکې په پلمه له خپلو ملي ذمه واریو وتښتي. بلخوا بله ډله افغانان بیا د دې پرځای چې د ستونزې اصلي زیرمې او سرچیني ته ګوته ونیسي او چاره يي وکړي، ټوله ملامتیا له ولسمشر اشرف غني ګڼي!

ولسمشر غني وايي « كابينه بخاطر معرفي نشده كه از يك ولايت شش وزير معرفي شده بود و اين قابل قبول ملت نيست، بخاطر یكه اين حكومت وحدت ملي است، نه حكومت وحدت ولايت.»

همدارنګه د ولسمشر حقوقي سلاکار ښاغلی عبدالعلي محمدي وايي« در مورد تاخیر اعلان کابینه باید تناسب قومی در کابینه رعایت شود، ما نمیتوانم از یک دره شش وزیر معرفی بکنیم واز یک زون یک نفر هم به کابینه معرفی نشود»

بلخوا د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالرزي پرون مازدیګرناوخته ازادۍ راډیوته وویل، « جمهورریس د کاندیدو کسانو سره په مرکو بوخت دی ترڅو له جملې یې وړکسان د افغانستان ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.»

دا ټولې څرګندونې هغو کسانو ته وړ ځواب دی چې وايي ولسمشر غني د کابیني موضوع له ولس پټه ساتي او ولس ته ریښتیا نه وايی!

دا چې د نوې کابیني جوړښت د پنجشیر د یوې کوچنۍ درې لخوا یرغمل نیول کیږي او یا د پخواني جهادي ــ مافیايي حکومت فاسد چارواکي د کاري حکومت په اړه د ولسمشر اشرف غني د مخې خنډ ګرځي، زیات شمېر کسان بیا د داسې ستونزې اصلي زیرمې ته ګوته نه نیسي او له هغو ښویه تیریږي!

دلته پر هغه رسنیو او اشخاصو غږ کوم چې د کابیني په اړه د ستونزې اصلې سرچینه ولې نه په ګوته کوي او له حقیقت ویلو ولې تښتي؟

د کابیني د ځنډ ستونزه د پنجشیر له درې سره تړلې ده! دا ستونزه د جهاد او مقاومت درواغجنو ټیکدارانو رامنځته کړي!

اوس پوښتنه دا ده، څو رسنیو او یا څو تنو، په کابینه کې د شپږو پنجشیریانو پر ټاکنه، نیوکه کړې؟

څو تنه د دغه بې انصافۍ د غندنې لپاره لاریون ته راوتلي دي؟

ولې په دې اړه یوازې ولسمشر تر نیوکې لاندې نیول کیږي او د کابیني د ځنډ اصلي مجرمین له رسوايۍ پټ ساتل کیږي؟

داسې ډېرې نورې پوښتنې هم راوړاندې کېدای شي، خو زما پشان د ډېرو افغانانو نظر دا دی چې د ناوړه او نااهله کابینې پر ځای چې ژر معرفي شی، ښه دا ده چې وړ او د کار اهل کابینه معرفي شي که څه هم په ځنډ سره وي!

بلخوا د ملي یووالي په حکومت کې تاوان نشته، بلکې ملي اړتیا هم ده خو که ټول د ولسمشر غني لخوا په وړاندې شوې تګلار په ګډه مخې ته ولاړ شو!

د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ ۸ مه

سرلوڅ مرادزی