نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

عقاب ها پرپر می شوند؛ اما پرواز شان ادامه دارد

 نویسنده: مهرالدین مشید پرپر شدن عقاب‌ها؛ خاموشی پرواز نیست عقاب‌ های آزادی…

طلسم زمان

رسول پویان دل از طلـسـم زمان عـاشـقانـه بیرون شد قفس شکست و…

جنایات حفیظ الله امین

روایت دردی از هزاران درد بی‌درمان هم‌وطنان ما محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان مکتب…

شارل دو مونتسکیو

هغه د روښانتیا په زمانه کې یو فرانسوي فیلسوف،…

«
»

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري


د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي پلوه تل له امنیتي، سیاسي او سرحدي ترینګلتیاوو ډکې پاتې شوې دي. د دې اړیکو یو له تازه بحثونو څخه دا دی چې پاکستان وخت ناوخت ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې څخه د «تحریک طالبان پاکستان» (TTP) ډله د پاکستان پر ضد عملیات ترسره کوي. په دې خاطر د ځان څخه د دفاع تر نامه لاندې ځان ته حق ورکوي چې د افغانستان په داخل کې ددې ډلې پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه وکړي. خو له نړیوال حقوقي، سیاسي او اخلاقي نظره دا ډول کړنه نه یوازې غیر قانوني ده، بلکې د سیمې ثبات ته هم جدي زیان رسوي.

د ملګرو ملتونو د منشور په دوهمه ماده کې څرګند شوي چې هېڅ هېواد حق نه لري د بل هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي یا د هغه پر خاوره برید ترسره کړي. افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د هغه پر خاوره هر ډول پوځي برید د نړیوال قانون له مخې تېری ګڼل کېږي. د هر هېواد د خپلواکۍ یو بنسټیز اصل د ملي حاکمیت درنښت دی. نو د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاوره د توغندیو ویشتل یا هوایي بریدونه، د افغانستان پر ملي حاکمیت واضح تیری دی چې افغانان یې په وړاندې د عکس‌العمل حق لري او نړیوالې ټولنې باید دا ډول اقدامونه وغندي.

د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یو نړیوال مسؤلیت دی، خو دا مبارزه باید د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې او د اړوندو جایزو لارو سره سمه ترسره شي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا د افغانستان د حکومت له همغږۍ پرته یو اړخیز عملیات مشروعیت نه لري. یو اړخیز برید د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او د بې‌باورۍ فضا نوره هم غښتلې کوي. د ولسي ملکي خلکو وژل د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر ځای پخپله ترهګري بلل کېدای شي او په افغانانو کې د غچ اخیستنې او انتقام غوښتنې احساس پاروي.

پاکستاني چارواکي ډېر وخت د TTP فعالیتونه د افغانستان له خاورې سره تړي، خو حقیقت دا دی چې د دې ډلې بنسټ او فکري رېښې تر ډېره د پاکستان په دننه کې موندل کېږي. د قبایلي سیمو اوږدمهاله بې‌ثباتي، د عدالت نیمګړتیاوې، اقتصادي شاته پاتې‌والی او د افراطیت په خپرولو کې د تېرو پالیسیو رول د TTP د راټوکېدو اساسي عوامل دي. تر څو چې پاکستان دغو داخلي عواملو ته د اصلاح له زاویې ونه ګوري او د ستونزې د حل عملي تدابیر ونه نیسي، د افغانستان پر خاوره د توپچي او هوایي بریدونه به د ستونځې واقعي حل نه وي، بلکې د امن پر لور به د پرمختګ خنډ پاتې شي.

له ورایه ښکاري چې اوسني افغان حاکمان ادعا کوي چې له خپلې خاورې د هر ډول تروریستي عمل په مخنیوي کې ژمن دي او په ځینو مواردو کې تر یوې اندازې بریالي هم دي؛ خو باید په پام کې ونیسو چې د هغوی امکانات محدود دي. طالبان پخپله په کور دننه له ګڼو ننګونو سره مخ دي او په نړیوال ډګر کې هم د رسمیت او ملاتړ د نشتوالي ستونزې تجربه کوي. د نړیوال تروریزم د مخنیوي دروند بار د ټولې نړۍ ګډ مسئولیت دی، نو دا انصاف نه دی چې دغه بار یوازې پر یوه دولت واچول شي، په تېره بیا که ځینې ګاونډي او نور هېوادونه د سیاسي موخو لپاره تروریستی او افراطي ډلو ته پناه ورکړي، ملاتړ یې وکړي او د سیاسي موخو له پاره یې د کابل په وړاندې استعمال کړي.

په تېرو کلونو کې داسې ادعاګانې ډیرې وې چې پاکستان د افغانستان په ضد د ځینو تروریستي ډلو ملاتړ کوي، وسلې یا استخباراتي معلومات ورکوي او هغوی ته د عملیاتو لپاره لارښوونې کوي. که څه هم د دغو ادعاګانو په تړاو بېلابېل رپوټونه او علائم موجود و، خو له دې ټولو سره سره د افغانستان لخوا د پاکستان خواته یو عمدي ډز هم  نه کېده او د پاکستان ملی حاکمیت ته یې تل په درنه سترګه کتل او تر اوسه یې هم د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره د پاکستان په خاوره او هوا کې کوم اقدام نه دی کړی. ددې خبرې یاد ساتل په‌کار دي چې د لانجې حل د دواړو خواوو مسؤلیتونو منل، د شفافو پلټنو او د قانوني تعقیب له لارې ممکن دی. کله چې د پاکستان لخوا د افغانستان په ځینو سیمو کې د درنو وسلو په واسطه بریدونه کېږي، تر ټولو زیات زیان یې ولسي خلکو ته رسیږي، ښځې، ماشومان او بې‌ګناه کروندګر زخمي او وژل کیږي.

په تکرار سره وایم چې د افغانستان پر خاوره هر ډول پوځي برید، که د «ترهګرۍ پر ضد عملیات» ونومول شي یا د «ځان دفاع»، له نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو له منشور سره ښکاره ټکر لري. هیڅ هېواد د بل هېواد د خاورې په داخلي چارو کې د زور له لارې د مداخلې حق نه لري. دغه ډول اقدامات نه یوازې قانوني مشروعیت نه لري بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باوري ژوره کوي او د سیمه‌ییز ثبات پر ضد عمل کوي.

یو اړخیز بریدونه، د سرحدي شخړو زیاتول او د ولسي خلکو وژل د ترهګرۍ د له منځه وړلو لاره نه ده؛ ترهګري د توپ او بم په زور له منځه نه ځي، بلکې د باور، همکارۍ، عدلې او اغیزمنو قانونې تعقیبې لارو څخه کنترول او  کمېدای شي.

پاکستان باید درک کړي چې د افغانستان په هوا او خاوره یرغل نه د قانون له مخې روا ده او نه د اخلاقو له مخې توجیه کېدای شي. که د سیمې امنیت غواړو، نو باید د خبرو، همکارۍ او متقابل درناوي لاره خپله شي، نه د بمونو او بریدونو.

نور محمد غفوری

22.10.2025