عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

«
»

ټولټاکني او سیاسي بحران

انجنيرسيدعبدالقادر ۳ ــ ۷ ــ ۲۰۱۴

ـــ لومړي برخه : ټولټاکنوته يوه لنډه کتنه !
ـــ دوهمه برخه : ټولټاکنو ولي سياسي بحران رامنځ ته کړ ؟
ـــ لومړي برخه : ټولټاکني په يوه هيواد کي دډموکراسي بنسټ جوړوي ،داځکه چی دخلګو دريښتيني ارادي او رائي انعکاس دي ۰ په دې شرط چی هيواد آزاد او درغلي پکښي لاره پيدا نه کړي ۰ که هيواد دافغانستان په څیر اشغال وي نو ټولټاکني خپل اصلي ډموکراټيک مفهوم او ارزش دلاسه ورکوي ، ځکه دپردو داړتيا وو له مخي تر سره کيږي ۰ او دولس دتير وتلو له پاره هر ډول درغلي ځاي پکښي نيسي ۰ دبيلګي يه ډول که زموږ په هيواد کي د حمل د ( ۱۶) او دجوزا د(۲۴ ) مي نيټي لومړي او دوهم پړاوو ټولټاکنو ته په لنډه توګه نظر واچوو ، ښکاره په ګوته کيږي ، چی دخلګو اراده او رايه ځکه پکښي انځور نه سول چی دا ټولټاکني دخلګو داړتيا له مخي نوي رامنځ ته سوي ، اوخلګو ته دآرام ژوند زيريی نه درلودي ۰ نود ولس لوي اکثريت ښه دا وبلل چی درائي اچوني پرځاي په خپلو کورنو کي کښيني ۰ ځکه نو په ښارونو کي دوکانونه تړلي وه او دميلينو نو خلګو پرځاي يوازي د لاس پوڅي حاکميت سره تړلي او يولږ شمير نورو خلګو چی ددې لوبي د اصلي مخو څخه نه پوهيده په رايه اچونه کي ګډون وکړي ، چی شمير يي يوازي وزرګونو ته رسيدي ۰کورنيو او بهرنيو رسنيو چی داشغالګرو سره يي په يوه او بله بڼه دګټو شراکت درلودي په ډيره سپين سترګي او دافغان ولس دارادې څخه ليري ، بيا دا ټولټاکني ډموکراټيکي وبللي ۰او د ټولټاکنو کميسون دخلګو دګډون کچه به لومړي او دوهم پړاو کي په ترتيب سره نيژدي شپږنيم او اوه نيم ميليونه وبلله ۰ په داسي حال کي چی دښارونو دټولټاکنو دورځي هغه حقيقي انځورونه هيڅ يوي کورني او بهرني تصويري رسني په ګوته نه کړل چی واقعيت څرګند کړي ، چی په دغه ورځ په ښارونو کي دخلګو روز مره ژوند نور مال او که دعادي حالت څخه وتلي وو ۰ دوی دا کار ځکه ونه کړ چی دخلګو درايي کچه دميلينونو پر ځاي زرګونه وه ۰ دملي دفاع وزارت دویاند په حواله دبي امنيو کچه دلومړی پړاو د ټولټاکنو دورځی په پرتله دري چنده لوړه وه چی په پايله کي ۱۸سر تيري او ۳۳ ملکي خلک په شهادت رسيدلي دي ۰ دالمان د ( زیډ- ډی- ا ف ) ټلويزيوني شبکي بيا دټولټاکنو دورځي دا تلفات ۲۵۰ وګړي وبلل ۰چه په نړی کی یی ساری نه لیدل کی‌ ۰ داهم دامريکا او غربي نړي دډموکراسي دپولي کيدو يوه استعماري بيلګه چی قرباني يي افغان يرغمل ولس ورکوي ۰ ــ دوهمه برخه : ټولټاکنو ولي سیاسي بحران رامنځ ته کړ ؟ هرهيواد چی تر استعماري اشغال لاندي وي ، ولس يي په مختليفووختونوکی ديوه او بل ډول سياسي بحران سره لاس او ګريوان کيږي ، چی بعضي وختونه دا ولسونه دسختو بشري او اقتصادي زيانونو سره هم مخامخ کوي ۰ دا ځکه چی دهيواد کورني او بهرني سیاست د اشغالګر هيواد له لوري ددو ي دګټو پر بنسټ تدوين اومخ ته ځي ۰ زموږ هيواد هم يو دهغو هيوادونو څخه دي ، چی د امريکا تر رهبري لاندي دغربي نړي د ۲۱ مي پيړي تر نوي استعماري ولکي لاندي راغلی دی ۰ هر دولت داشغال په حالت کي لاس پوڅي او په هيواد کي ټول سياسي او اجتماعي جوړښتونه او اجرائيوي ارګانونه خپل استقلال دلاسه ورکوي ۰ نو دټولټاکنو او شکايتونو مستقل کميسونونه هم استقلال نه لري او يوازي دخلګو دتيروتلو له پاره يی داسي نومونه پرايښي دي ۰داشغال په وخت کي سياسي او اجتماعي ملی جوړښتونه او ملی شخصیتونه د ملي برنامو سره ځان نه سي ښکاره کولاي چی په ريښتينه توګه دي دولس د پلوۍ ږغ پورته کړي ۰ دا ځکه چی اشغالګر هيوادونه دلاس پوڅي حاکميت له لاري دملي جوړښتونو او خو ځښتونو په وړاندي دزور او دډموکراسي څخه په تحريفي ډول استفاده کوي ، او ددي ملي ( جنبشونو ، شخصيتونو ) درا ښکاره کيدو او منځ ته کيدو مخه نيسي ، ځکه ددوي دګټو سره په تقابل کي قرار نيسي ۰ځینی وختونه اشغالګر دلاس پوڅي حاکميت په مرسته دبهر او کور دننه څخه دبشري او اقتصادي جنايتکارانو څخه داسي مصنوعي شخصيتونه رامنځ ته کوي ، چی په راتلونکي کي ددوي دپوځي قواوو په نه شتون کي بیا هم دحاکميت پر چوکي ناست او يوازي ددوي دګټو ساتونکي وي ،او اشغالګر وکړايسي چی دخپلو قواوو په نه شتون کي بيا هم دولس پر ملی شتمنیو باندي کنترول او لاس رسي ولري ۰ استعماري واکمنان هر وخت تر استعمار لاندي هيواد کي پريوه وطن پلورونکي او خاين اقليت باندي تکيه کوي ، او داکثريت خلګو سره دماکیاوليستي شيوو څخه په استفاده کوښښ کوي چی دچل او چم، زور زياتي اوپه جګړه باندی خپلو نا مشروع مخو ته ځانونه ورسوي ۰چی افغان ولس په تيرو نيژدي ۱۳ کلونو کي داستعماري ځواکونو په شتون کي دا هر څه په خپلو سترګو وليدل ۰ ځيني سياسي کار پوهان په دې نظر دي چی ، دلوبي چلوونکو دلومړي پړاوپه ټولټاکنوکي دخلګو درايي اچوني کچه ځکه دواقعيت څخه ليري لوړه وښودل ، چی د يوه اړخه نړيوالو ته وښيي چی دا ملک آزاد او خلک دخپلي خوښي راتلونکي مشرتابه ټاکي، او دبل اړخه و سياسي بحران ته په لاندي توګه لاره خلاصه کړي ۰
که دفرضيي په ډول يي قبول کړو چی په لومړي پړاو کي شپږنيم ميليونو خلګو په رايه اچوني کي ګډون کړي وو ، او ددې جملي څخه دلسو نوماندو په شتون کي داصلاح او هم پالي ټيم نوماند نيژدي ( ۴۶ ) فيصده رايه خپله کړي او په لومړي مقام کي ځاي نيولي ، او تر دوهم نوماند ۱۳ فيصده يا نيژدي ( يو ميليون رايه ) مخ ته ولاړ ۰ او دوهم پړاو ته دتلو پر مهال ځيني نور ناکامه ولي دريم او څلورم مقام نوماندان او يوشمير نورکسان هم ورسره ملګري او دلوبي وډګر ته په ډير لوي مورال ور ننوتل ۰داصلاح اوهم پالی نوماند او ملګرو يي فکر کاوه چی امريکا د ( ۲۰۰۱) کال په څير پر موږ باندي تکيه کړي او دلوبي دميدان ګټونکي یو۰ او د لوبي دبل لوبغاړي څخه ډير مخ ته یو، نويي دکاميابي او غرور خبري درسنيو پرمخ ميدان ته کړي ۰دوي نه يوازي دلومړي پړاو په تولټاکنو کي دخلګودکچي پرساختګي ډير والي باندي کومه نيوه که نه کوله ،بلکه دټولټاکنو اوشکاياتو دکميسونونو پر نه استقلاليت يي هم کومي څرګندوني نه کولي ۰ دا ځکه چی دوي يي د لومړي پړاوو په لومړي مقام کي درولي وه ۰ اويوازي يي اکتيفا پردې کوله چی په ټولټاکنو کي درغلي سوي ، اوکه نه په لومړي پړاو کي دلوبي ګټونکي زموږ نوماند وو۰ دټولټاکنوددوهم پړاو دورځي په وروستيوشيبو کي دټولټاکنو دکميسون مشر په خبري ناسته کي وويل ، چی دنن ورځي په ټولټاکنو کي تر( ۷ ميليونو) ډيرو خلګو په رايه اچونه کي ګډون کړي وو، چی ددې جملي څخه ۳۸ فيصده يعني ( ۸، ۲ ) ميليونه ښځی وي ۰ ددی سره جوخت دا ګنګوسي هم دځينو کسانو له لاري ميدان ته راووتلي چی دتحول او تداوم ټيم رايي تربل نوماند ډيري دي ۰پدی اړوند د اصلاح او هم پالي نوماند او ټيم خپل شديد غبرګون ښکاره کړ ۰او دا پروسه یی دمخکني جوړ سوي پلان سره سم دسياسي بحران سره مخامخ کړ ل ۰ پورتنی ارقام هغه څه دي، چی دنړيوالو او ولس دتير وتلو او د سياسي بحران درامنځ ته کيدو له پاره دبهرنيو په مشوره دانتخاباتودکميسون له خوا درسنيو پر مخ ميدان ته راووتل ۰که یی په لومړي پړاو کي داصلاح او هم پالي دټیم نوماند ته دوهم مقام ور کړی واي ، نو بیا داسی ستونځی ددوهم پړاو په پايله کي نه رامنځ ته کيدلي ۰ داصلاح او هم پالی ( شمالی تلواله ) ټیم دلومړي پړاو په پايله باندي وغوليدل ، او دلوبي دچلونکو په اصلي مخه باندي نه پوهيدل چی په دوي باندي يوازي دلوبي ميدان ګرمه وي ، او هغوی غواړي چی ددې لاري څخه يو سياسي بحران رامنځ ته کړی۰ داسي معلوميږي چی دا هغه لوبه ده، چی امریکا دوسله وال مقاومت سره دپردې تر شا دخپلو پوځونو دسالمو وتلو او په راتلونکی دولت کی دیوه سهم لرلو له پاره مخ ته بیایی ۰او ددواړو ټیمونو ددې کشمکش او ناندريو لړي به تر هغه وخته پوري وغځيږي څو په پايله کي يي يوه لنډ مهاله اداره رامنځ سی ۰ که په ريښتينه توګه ددی لوبی څخه دامریکا مخه وجګړی ته دپاي دټکي ايښوول او دلنډ مهالي اداري رامنځ ته کول وي ، نو ښه به دا وي چی دملګرو ملتونو تر مشري لاندي دجګړي ددواړو اړخونو دګډون سره يو ځاي يو شمير کور دننه او بهر افغان مستقل کارپوهان اوپه محل کی قبول سوی ناپیلی شخصيتونو په شمول یو نړيوال کنفرانس جوړ او په پايله کي يي د افغان ملي ګټو په نظر کي نيولو سره دسیاسی حل دميکانيزم تر څنګ يوه لنډ مهاله اداره رامنځ ته کړی ۰ چی دا به نه يوازي دافغان ولس په ګټه وي بلکه په راتلونکي وختونو له پاره به دامريکا اوغربي نړي ته د متقابلی دوستي او همکاري په چوکاټ کي دپښي ايښوولو ځاي هم پاته وي ۰ لازمه يي بولم چی دکميسون دچارواکو پورتنيو ارقامو ته لنډه کتنه وکړو ، ۰ ګرچی دا دنده دهغو سياسي ګوندونو او اجتماعي جوړښتونو ده چی ولس او نړيوال یی دټولټاکنو ددواړو ورځود حقيقي انځورونوڅخه درسنيو پر مخ خبر کړي واي ۰ او ولس يي دکورنيو او بهرنيو استخباراتي کړيو درسنيي تبليغاتي جالونو څخه يي په امن کړي واي ۰ ولي متاسفانه چی ددې جوړښتونو په رهبريو کي يو شمير داسي کسانو ځاي نيولي دي ، چی نه پريږدي دا جوړښتونه دخپلو مرامي اهدافو له پاره دولس په ګټه ملی قدمونه پور ته کړی ، دوی دارګ او بهرنيو استخباراتوترمادي او معنوي تاثيراتو لاندي راغلی او عملآ يي دخلګو څخه په ليري فاصله کي ځاي نيولي دي ۰ دارقامو له مخي په ټولټاکنو کي د( ۸، ۲ ) ميليونو ښځو ګډون لږ تر لږه په کابل کي بايد ښځو تر نيم ميليون پوري ګډون کړي واي ،داځکه چی په کابل کي دنورو سيمو په پرتله امنيت سم او دخلګو دتير وتلو له پاره دجمعي رسنيو مرکزهم دي ۰ او په نورو ولاياتو کي هم بايد په لس هاوو زرو ښځو ګډون کړي وي ۰ په داسي حال کي چی دمرحوم محمد داود او مرحوم نجيب الله په رژیمونو کښي چی وښځو ته دمشروع آزادي تر څنګ ځانګړي احترام هم ډير وو، بیا هم دامکانه ليري خبره وه چی دکابل په ښار کي دې لس زره ښځي په يوه ملي پروسه کي ګډون وکړي ۰ داځکه چی زموږ دهيواد منل سوي عنعنوي کلتور ښځو ته دداسي پراخ ګډون امکانات نه سي برابرولاي ۰ نو داشغال په اوسني ټولټاکنو کي څنګه کيدلايسي چی ( ۸، ۲ ) ميليونه ښځي دي ، وداسي دوو نوماندو ته چی نيژدي د درو لسيزو بشري او اقتصادي جنايتکاران يي دټيمونو په رهبريوکي ځاي نيولي دي ، خپله رايه دافغانستان دخلګو دښي راتلونکي له پاره وکاروی ، ددغسی لوی درواغ او توطي څخه ډک رقم استعمال دلوي اکثريت ښځودنظراو عقيدي په وړاندي يو ښکاره توهين او سپکاوي دي ۰ دټولټاکنو ددوهم پړاو په ورځ د بي بي سي خبريال دکندهار دښار نه وويل : هغه ښځی چی رسمي دنده يي درلودله هم نن خپلي دندي ته نه دي راغلي ۰ په دې حالت کي افغان ولس او په ځانګړي توګه ښځي دجهادي جنايتکارو مشرانو څخه هيڅ کومه ښه خاطره نه لري ۰ دهغو څخه يي دښځو د سپکا وي تر څنګ بيله ، قتله ، غلا ، او دښارو نو دخرابي څخه يي بل څه نه دي ليدلي ۰ په داسي حال کي چی دا جنايتکاران بيا ځانونه دجهاد قهرمانان هم بولي او قهرماني دوي هغه څه بولي چی د کرزي دوهم معاون خليلي، دقومندان عبدالحق د وفات د ( ۲۰۰۳ ) کال په لومړي کاليزه کي دنورو خبرو تر څنګ داسي بیان کړل : دکابل پر ښار دراکټونو اورول ، دکابل دولايت دمکتبونو سوځول او دکابل دښار پر خلګو باندي دماهيپر دبرق قطع کول داد قومندان عبدالحق دجهاد دقهرمانيو څخه شميرل کيږي ، ( بي بي سي راډيو ) ۰ واقعيت خو دادي چی دهيواد په ځينو ښارونو کي لکه کندهار دوکانونه دټولټاکنو يوه ورځ تر مخه تړل سوي وه ۰ دبي بي سي دخبر يال په حواله ،دکابل دښاردوکانونه تړلي ، په ښار او کوڅو کي خلک نه ليدل کيږي ، اودحيرانتيا خبره يي داوه چی زياته يي کړه داسي ښکاري چی خلک دټولټاکنو مرکزونو ته درايو اچونو له پاره تللي دي۰ تمت باالخير