زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

«
»

عبدالله د فتنګرو په منګولو کې !

لکه څنګه چې عبدالله د خپلې کورنۍپه اړه  زغرده او څرګنده خبره نه شي کولای، د خپل بیولوژیک پلار له راپېژندلو ډاریږي او غواړي هغه، له افغانانو د ابهام په وریځو او لړو کې پټ وساتي، دغسې په ټولنیز او سیاسي ډګر کې هم عبدالله څرګنده دریځ او روښانه تګلار نلري او په داسې طرحو او لید لورو ډده لګوي چې هغو ته تاویلی ماویلی یا« از هر دهن سخن» اصطلاح کارولی شو!

موږ په روستۍهغه غوغا کې چې د عبدالله پر چورلیځ لکه بړبړکۍ  راتاویږي،د هغه کومه خپله طرحه او تګلار نه وینو، خو د هغه پرشاوخوا د یوشمېر سولېدلو، مټکورو ،عقده منو او د جهادي مافیا د لنډه غرو غومبر اورو چې هلته د موجود او راتلونکې واکمنۍ په وړاندې له موازي حکومته نیولې د افغانستان له نوم ، جغرافیه، تاریخ او ملي هویت سره ښکاره دوښمني چلیږي!

فتنګرو ته د افغانستان په روانو کړکېچنو پېښو او په تېره بیا په ټاکنو کې د عبدالله په بڼه او څېره، یو ښه مړغونجا یا د رسنیو په وینا « ګل مرجان » په لاس ورغلی چې څنګه يي غواړي هغسې يي نڅولای او لوبولای شي!

لکه څنګه چې مخکې یاده شوه عبدالله خپله کومه ټولنیزه ، سیاسي، علمي او ملي څېره نه ده او نه هغه دداسې کوم ګوند یا سازمان مشر دی چې د هیواد د روانو ستونزو د حل لپاره علمي او عملي تګلار ولري، خو نوموړی د هغو طرحو او لیدلورو د پلیتابه لپاره چې د هیواد د ویجاړۍ او د افغانانو د سپکاوۍ او وراکاوۍ لپاره په پام کې نیول شوي، وړ کس یا نانځکه ګڼل کیدای شي.

د پورته ادعا د ثبوت لپاره ښه بېلګه، په ټاکنیزو مناظرو کېد بحث څخه د عبدالله تېښته او نه ګډون دی. عبدالله په ټاکنیز کمپاین کې حتی د یوې ستونزې د حل په اړه هم، افغانانو ته وړ مالومات ورنکړل او نه يي ټیم هیوادوالو ته کومه تګلار په ګوته کړه. پر دې سربېره، عبدالله او ټیم يي لمسونکې او پارونکې شبنامې خپرې کړي او زیار يي وییستد خپل سیال ټیم سره د سالمې او دیموکراتیکې سیالۍ پرځای، ولس کرکې او نفرت ته وهڅوي!

د عبدالله شا ته جمعیتي اخوانیانو، ستمیانو، شغله یانو او د کارمل یو شمېر پلویانو ځاله جوړه کړېده. یادې کړۍ د عبدالله ډله ( نظارشورا ) په نظریاتي او تیوریک لحاظ خړوبوي او سمبالوي. دغه کړۍ که څه هم خپلو کې یو نه دي او بېلا بېلې طرحې او لیدلوري لري، خو د افغانستان د تاریخ او ملي هویت په وړاندې د ورانکارۍ ګډ دریځ لري!

ددغو ډلو لیکوالان، سیاستوال او رسنوال په بریښناپاڼو، ورځپاڼو، تلویزیونو او راډیو ګانو کې شپه ورځ د هیواد په نوم، تاریخ او نورو ملي ارزښتونو ملنډې وهي او په ټاکنو کې د عبدالله د بریالیتوب لپاره ګریوانونه څېروي.

په ټاکنیز کمپاین کې هم دغو ډلو ځاله جوړه کړې او زیات وخت داسې طرحې او وړاندیزونه تراشي چې عبدالله يي ګټه او تاوان یا د نه پاملرنې او یا د ناپوهۍ په لامل، نه شي ارزولای. عبدالله په رسمي ویناوو او د رسنیو مخ کې د هیواد ملي ګټو او ملي یووالي ته ځان ژمن بولي، خو د هغه پر محور راټول کسان بیا له پنجاب او تهران زیات د افغانستان د بربادۍ او ورانۍ لیوال دي.

داسې ښکاري چې له عبدالله څخه ورخ اوبو وړی او هر کس ناکس غواړي د عبدالله پر ټغر، له هغه  سیاسي ګټه واخلي او هغه بیا بیا خرڅ کړي. تېرځل په ۹۰ یمو کلونو کې، د برهان الدین رباني سره هم د اهل حل عقد شورا په جوړیدواو د کورنۍ جګړې په پیلېدو کې یادو کړیو ورته چلند کړی وو چې رباني ته يي له تاریخي بېشرمۍ پرته نور څه په لمن کې نه دي اچولي!

د ۱۳۹۳ کال د چنګاښ په ۱۷ مه، د لويي جرګې خیمه کې هم د موازي حکومت طرحه د ځینو نورو قومندانانو سره د بلخ د برحال والي عطامحمد نور لخوا طرحه شوې وه. په دې اړه فضل احمد معنوي نیویارک ټایمز ته ویلي:«زموږ قومندانان وايي، ارګ ته د ننوتو لپاره د انتخاباتو د کمیسیون لخوا د بریالیتوب سند ته اړتیا نه لرو. په خپله ارګ ته تللای او هغه نیولای شو. که عبدالله امر کړی وای د ولسمشرۍ د ماڼۍ په شمول مو څو ولایتونه نیولی شول.»

له دې ورځې مخکې هم امرالله صالح ویلي وو چې موږ به ارګ په زور ونیسو.« صالح خپله فیسبوک پاڼه او هم په خصوصي مجلسونو کې په زور د ارګ د نیولو او لسو زرو وسله والو کسانو خبرې کړي چې دده تر قومانده لاندې دي، که وغواړي ډیر ژر به پر ارګ ور واوړي.»

د ارګ په نیولو کې د عبدالله د پاتې راتلو په اړه هم ، هغه ( عبدالله ) د نیوکو تر سوټو لاندې نیول کیږي او په دې تړاود عبداللهتیوریکي تفسیروونکي، هغه نه بخښي!

د عبدالله د تیوریکې اوثقالانو په منځ کې یو يي هم د محمد سلیم رحیمي په نوم، په خاوران بریښناپاڼه کېد« اشتبا تاریخی و غیر قابل جبران ډاکټرعبدالله عبدالله » تر سرلیک لاندې، خپله یوه لیکنه کې لیکي« صابر شاه کابلی پسر متصوف “لایخوار” از کابل بود که مورد احترام قبایل قندهار قرارداشت. این شخص برخواست و احمد خان ابدالی را به صفت شاه انتخاب کرد و خوشه گندمی را به کلاه او نصب کرد. خان ها نیز خواسته و نخواسته مجبور به اطاعت و بیعت شدند و همین یک حرکت سبب شد که حکومت خان های قندهار و اسلاف شان حدود 250 سال دوام کند و آهسته آهسته دعوای مالکیت به کشوری به نام افغانستان را نمایند.
اما در خیمه لویه جرگه در 17 سرطان 1393 تاریخ میرفت تا یکبار دیگر تکرار شود و طلسمی که در سال 1797 بسته شده بود در سال 2014 بشکند و فقط ابراهیمی میخواست تا تیشه بردارد و بت ها را بشکند. »

رحیمي او د رحیمي پشان نور لاپوان او د تاریخ جعل سازان، پر عبدالله ځکه په قهر دی چې هغه د حضرت ابراهیم خلیل الله پشان چې د کعبي بتان يي مات کړي وو، د کابل ارګ پر زور ونه نیو او يايي ونه شو نیولی او بي ایماني يي وښوده!

دلته هم لیدل کیږي چې عبدالله په ټاکنو کې خپله سناریو یوڅه بیانوي، خو د هغه د هر چم ( کلی) پلویان او یاران نورې سناریوې مخکې لري.د مجیب الرحمان رحیمي په نوم د عبدالله د ټیم ویاند چې ټاکیزکمپاین لپاره تازه له لندنه راغلی، هم د افغانستان نوم، تاریخ او هویت نه مني خو ټاکنو کې غواړي عبدالله ته د افغانانو رايي وګټي!

نن بیخي څرګنده ده، د عبدالله پر ټغر راټولو لنډه غرو لږ تر لږه په لاندې ټکو کې سره ګډ دریځ ښودلای دی:

افغانان نه منم، خو د هغو رايی مې پکار دي!

افغانستان نه منم، خو غواړم حکومت پرې وکړم!

د افغان په نوم تذکره نه اخلم، خو غواړم چې د افغان په نوم له امتیازونو څخه برخمن واوسم!

د افغانستان تېر شوي ملي اتلان او ملي څېرې نه منم، خو زما مشهور غل او لنډه غر به ملي څېره او اتل وي!

د افغانستان د خپلواکۍ ګټندوی غازي امان الله نه پېژنم او نه منم، ترڅو چې غل او ډاکو سقاو د ملي اتل او ملي څېرې پتوګه ونهپېژندل شي!

ټاکنو کې یوازې ددې لپاره برخه اخلم چې سل په سلو کې بریالی شم او خپله ملي ضد سناریو پلې کړم، که نه ټاکنې رڼې نه دي او پایلې يي نه منم!

ټاکنې به تر هغې غځوم او د تفتیش بهیر ته به مزاحمت پېښوم  چې ټاکنې بې حیثیته او ناکامې شي خو دیموکراسۍ ته ژمن یم!

اوس دا حقیقت ټولو افغانانو ته څرګند دی چې عبدالله او ډله يي د تاریخ، سیاسي بدلمنې ده!

د ۲۰۱۴ کال د اګست ۲ مه

سرلوڅ مرادزی