آیا راه رشد غیر سرمایداری پاسخگوی  اهداف استراتیژیک خلقهای جهان…

مقدمه این را همه میدانند که در ایجاد جنبشها وحریانات تند…

استاد ګل پاچا الفت 

خدای بخښلی  استاد گل پاجا الفت  هغه  لوی  او وتلی…

د سیاسي ګوندونو په جوړولو او فعالیت کې د مرام…

 انسان له اوله په ټولنیز ژوند کې د ګډو موخو…

خاطر شاد 

رسول پویان  تـو گـویی خامـۀ پاییز کلک استاد است  به هر طرف…

برجحان تعلقات!

امین الله مفکر امینی                     2025-07-09 برجحان ز تـــــــــعلقات وافکاری واهی خدا جوییــــــــم با…

اگر سقراط ‌پدر فلسفه است، کنفوسیوس یا ملاصدرا چرا چنین…

بخش دوم از مقاله‌ی سقراط، تیشه‌زنی، به ریشه‌ی دانایی. بحثی از…

پاسخی به پرسشی

محمدعثمان نجیب  آغا صاحب گرامی، نه دانستم دلیل شتابان شما برای…

استاد قیام الدین خادم 

استاد خادم د پښتو ادبیاتو په اسمان کې له هغو…

روشنگری روس، ملی گرا، رفرمیستی، علم گرا

Lomonossow, Michail(1765-1711 آرام بختیاری لومونسف؛- شاعر، دانشمند، روشنگر. میشائیل لومونسف(1765-1711.م)، شاعر، محقق، فیلسوف،…

د سیاسي ګوند او سازمان اساسي او تشریفاتي سندونه

د یوه سیاسي ګوند او د هر سیاسي او ټولنیز…

اعتراف به خطا؛ اخلاق و پل عبور از تاریکی به…

نوسنده: مهرالدین مشید  تاریخ، دادگاه اشتباهات مشترک ما تاریخ معاصر افغانستان و…

وقتی اژدها می‌غرّد، خرس می‌خروشد و فیل می‌خرامد؛ بشکه زرد…

نوسنده: مهرالدین مشید  پیام نشست شانگهای برای طالبان؛ نشانه‌ای از افول…

در سوگ کنر

بمناسبت زلزله ي مهلک ولایت کنر از زمین لرزه کنر هر…

درمراثی قربانییان زمین لرزه ی مشرق زمیـــن !

امین الله مفکرامینی                   2025-02-09! بدیــــــــده اشکِ ماتم و بدل خونم ز لغزشِ…

اشک قلم 

رسول پویان  اشک قلم به صفحـۀ دل ها چکیده است  صد لاله…

استاد عبدالروف بینوا

استاد بینوا د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ستر…

کودکانی که کودکی نمی‌ کنند

خیابان، خانه بی‌در و پیکر کودکان فراموش‌ شده! فرشید یاسائی *  ما…

بحران هویت ملی؛ ناکامی ملت سازی و به زنجیرکشیده شدن…

نویسنده: مهرالدین مشید نیم قرن مبارزۀ سیاسی و فرهنگی و تبدیل…

سقراط، تیشه‌زنی به ریشه‌‌ی دانایی

دیدگاهی از مکتب دینی-فلسفی من بیش‌ از این نه می‌دانم. در…

خوشحال خان خټک

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو! ګڼ شمېر…

«
»

د ناامنۍ د اتلانو د هېواد پالنې روحیه صفر ضرب صفر دی!

غورځنګ مینه وال

په کور ناستي یو شمېر جهادي قوماندانان، پخواني چارواکي او د ځینو ډلو مشران غواړي پر حکومت زور راوړي تر څو یو ځل بیا لنډمهالی حکومت رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې ۱۵ کاله کېږي موږ له هغو تورو دورو نور تېر شوي یو، ټاکنې او ډموکراتیک حکومتونه تجربه کوو او دغه کسان هم په دې تمه چې اوبه خړې کړه او کبان په کې نیسه، که کومه چوکۍ په کې ترلاسه کړي، نو دا رنګ وړاندیزونه کوي. ولسمشر او حکومت باید هېڅکله د دوی دا راز وړاندیزونو ته غاړه کېنږدي.

دغه کسان باید په وازو غوږونو واوري، چې د افغانستان خلک هېڅکله دوی ته د منازعې د حل د اړخ په توګه نه ګوري، بلکې د منازعې د یوه اړخ په توګه ګوري او واک ته بیا د دوی راتګ د ولس په خیر نه ګڼي؛ ځکه دوی له هېواد سره مینه نه لري دوی یوازی دا هېواد د خپلې شخصي ګټو د ښکار طمعه بولی او بس.

د دوی په منځ کې داسې کسان هم شته چې په خدعې او تزویر سره یې نږدې ۴۰ کاله پر خلکو خپل نامشروع واک وچلاوه، جنایتونه یې ترسره کړل، د خلکو او حکومت جیبونه یې ولوټل، خو هغه جلا وخت وو او اوس د حساب او کتاب وخت دی. دغه کسان باید لومړی د خپلو جنایتونو ځواب ووايي چې دا څو کاله جګړه یې د چا په نیابت وکړه او دوه ملیونه کسان یې د چا لپاره قرباني کړل.

دغه کسان تر دې تور بخته دي چې کله یې له نړیوالې ټولنې سره مخه شوه، د هغوی پر لمن یې هم تور داغ کېښوده. د نړیوالې ټولنې پر لمن همدغه تور داغ دی چې نه پاکېږي او له دې کبله افغان ولس له دوی ناراضه دی. که داسې نه وای شوي او نړیوالې ټولنې په تېرو حکومتونو کې د دوی د واک مخه نیولې وای او پرهېزګاره او متقی کسان یې واک ته راوړي وای چې لاسونه یې د خلکو په وینو سره نه وای، نو نن به ټولو افغانانو زړه له کومي نړیوالې ټولنې او په تېره امریکې ته کورودانی ویل چې افغانستان یې د حکومت او نظام څښتن کړ، له بربریت او نامشروع حکومتونو یې وکښه.

د حکومت او نظام رامنځته کېدل د تېرو ۱۷ کلونو غټه لاسته راوړنه ده، ځکه اوس افغانان اساسي قانون لري او دغه قانون که څه هم ډېر او یو رنګه په ټولو نه پلی کېږي، خو بیا هم یې پر راتلونکي د خلکو باور زیات کړی او خلک دې ته پر تمه دي چې کېدای شي لږ تر لږه د وخت په تېرېدو سره اصلاحات راشي او یا د زورمندانو له مرګ وروسته دغه قانون پر ټولو یو رنګه پلی او ټولنیز عدالت ورسره ټینګ شي. لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده شوې هغه کسان چې دلته او هلته ناسته کوي او نن د هغه چا تر شاوخوا هم راټولېږي چې پرون یې ورسره کابل یوځای وران ویجاړ کړ او په دې نږدې وخت کې يې ورته تروریست وایه او هېواد ته د راتلو مخه یې نیوله، دوی د هېڅ افغان په غم کې نه ول او نه دي، بلکې د واک افراطي لېونیان دي او د دوی په شتوالي کې عدالت، سوله او ثبات نه ول او بیا به هم نه وي. په داسې حال کې چې ټولنیز عدالت د یوه اسلامي زعامت لپاره تر ټولو لومړنۍ او اساسي دنده ده او دغه کار په ټولنه کې د نظم او ثبات د ټینګښت بنسټیز توکی دی.

د ټولنیز عدالت له ټینګښت پرته ناشوني ده چې په شخص کې ایمان او په ټولنه کې سوله، نظم او ثبات رامنځته شي.

تراوسه چې لیدل شوي په ټولنه کې د ټولنیز عدالت ناقضین او د ظلم او تعدی دودونکي همدغه جنګسالاران، ټوپکیان او زورمندان ول، کله چې د ظلم، ستم، جنایت، بی ایمانۍ، جګړې، قتل، بې نظمۍ او بې ثباتۍ عاملان ډګر ته رادانګي او پر حکومت د خپل واک لپاره زور راوړي، نو څنګه کېدای شي چې ژوند، سوله، نظم او ثبات ورسره راشي او لکه څنګه چې وايي د ازمایلو ازمایل خطا دي، نو افغان ولس هېڅکله دوی نه دي منلي او بیا به یې هم ونه مني او لکه څنګه چې وویل شول، که کوم بهرنی قوت هڅه وکړي دوی پر افغان ولس وتپي، نو پایله به هغه وي چې هېڅ یو افغان به دوی ته کور ودانی ونه وايي او د هېڅ یو شهید وینې به دوی ونه بښي او همدا شان تاریخ به دوی د هېواد په وړاندې چې د خور مور او مېرمنې حیثیت لري د دوی مینه له یادو ذواتو سره په صفر کې ضرب کړي او د خدای تاریخ مختوری به پاته شي.