بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

«
»

استاد ګل پاچا الفت 

خدای بخښلی  استاد گل پاجا الفت  هغه  لوی  او وتلی ادب پوه،  فرهنگپال، اندیال،  نامتو پوهیال، خوږ ژبی او نوښتگر  شاعر، نومیالی هیواد پال، دیني عالم، پوخ  او هڅاند لیکوال، سیاست پوه، علمي نقاد او تکړه څیړونکی، نامتو رسنوال او ژباړونکی،  پر ټولو گران  او ټولو ته منلی ملي شخصیت،  او د علم  او ادب  رښتینی او ستر خدمتگار وو، چې په خپلو  اغیزناکو او گټورو منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) یې د ادب،  شعر او شاعرۍ  نړۍ  تل  غوړیدلې، روښانه  او ځلانده ساتلې ده. 

«استاد گل پاچا الفت» د میرسید پاچا زوی او د سید فقیر پاچا لمسی دی، چې پر (۱۲۸۸) لمریز کال یا (۱۹۱۰) زېږدیز کال کې د «لغمان» ولایت د «قرغیو په ولسوالۍ» کې د «عزيز خان کڅ د منصور» په کلي کې په یوې علمي، روحاني او  درنې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

د استاد الفت صاحب له علمي او ادبي گټورو نښیرونو(اثارو) څخه څرگندیږي چې دی د لوی او پیاوړي استعداد، وړتیا او ذکاوت خاوند شخصیت و‌و. ده خپلې علمي  زده کړې په خصوصي توګه په غیرې رسمي مدرسو کې پای ته رسولې دي، او د مروجو او متداوله علومو لکه: فقهي اصول، صرف، نحو، معاني، بدیع، بیان، عروض، منطق، حکمت، ریاضي، علم کلام، تفسیر، حدیث، فلسفه او داسې نور علوم یې د لغمان، ننګرهار او کابل په دیني مدرسو کې له مخکښو او نامتو استادانو څخه زده کړي او لوستلي دي او خپل بنسټیز مالومات یې په دې اړوند بشپړ کړی وو. د الفت صاحب مورنۍ ژبه پښتو وه، خو دري-پارسي  ژبه  يې هم په ښه توګه زده کړې وه. ده په دري ژبه هم ډېر لیکنې او مقالې کښلې دي او  داسې پارسي  اشعار يې ويل، چې په لوړو پارسي اشعارو کې حساب کېږي. سربېره پردې الفت صاحب  په ديني مدارسو کې عربي ژبه تردې حده زده کړې وه، چې مضامين يې پرې ليکل او دغه ژبه يې هم ښه زده  وه.

استادالفت صاحب دیو مخکښ، نوښتګر، ادبي، فرهنګي، ملي او مبارز شخصیت په توګه د خپل ژوند په اوږدو کې ډېر اغېزناک، ګټور او ارزښتمن منظوم او منثور نښیرونه(اثار)کښلې دي. ده په خپلو منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) کې فلسفي ، علمي او منطقي استدلال، سپیڅلې هیلې او آرمانونه د زړه غږ او ملي احساسات د خپل هېواد، خلکو، ټولنې او ټولنیزو اړیکو او مناسباتو په تړاو داسې لوی او خیالي اندونه او افکارو انځور او بیان کړې دي، چې زموږ هر هېوادوال د خپلو زړونو او آرمانونو مقاصد، موخه او اهداف په کې موندلای شي. د الفت صاحب د نښیرونو (آثارو) ځلا او ښکلا د پښتو ادب په ډګر کې د تل لپاره روښانه، ځلانده نه هېرېدونکي او نه ورکیدونکي دي.

ارواښاد استاد گل پاچا الفت پر (۱۳۵۶) لمریزکال د لیندۍ د میاشتی پر (۲۸) نیټه  د زړه د حملې له امله د عزیز خان په کڅ کلي کې، چې د ژوند په آخرو وختونو کې هلته  اوسیدو په حق ورسیدو، او د دوی په پلرنۍ مړستون او هدیره کې په  خورا درنو مراسمو خاورو ته  وسپارل شو.

دا هم د استاد ګل پاچا الفت اغېزناکې، مهمې، ګټورې او غوره ویناوې او خبرې:

– یوازې مینه ده چې له پاچاهانو خدمتګاران جوړوي. 

– زموږ ډېر غمونه د خوښۍ په ډالۍ کې پټ دي. 

– خینې وایي، خوښ خلک هغه دي چې غم نه لري، خو داسې نه ده، له هر چا سره د خوښۍ په اندازه غم دی.                      

– د ژوند خوشحالي هغه ګرانبیه او قېمتي مرغلره ده، چې یوازې د موخې او هدف په لمن کې موندل کېږي.                              

– د خپل کار سره مینه لرل د بري ستر راز دی. 

– دانسان اصلي شتمني او ثروت کار او استعداد دی همدا دوه شیان دي چې انسان لوړ مقام ته رسوي.                   

– هڅه د انسان د بري لوی راز دی، دا د انسان د هڅو پایلې دي، چې غرونه سوري شول، سپېرې دښتې زرغونې شوې، پر دریابونو لارې جوړې شوې، په هوا مزل پیل شو او له ځمکې پټ شیان رابرسېره شول.                               

– موږ تر هغه وخته قوي او غښتلي یوو تر کومه چې پر ځان باور لرو. کله چې باور له لاسه ورکړو د سیالۍ په میدان کې مو پښې لړزه کوي او لوېږو. 

– زه لوی او کوچیني خلک په دې پېژنم چې لوی خلک په راتلونکي او کوچیني خلک په تېر فکر کوي.                     

– په پلار او نیکه پسې مه ځئ  په حقیقت او رښتینولۍ پسې لاړ شئ. 

– ناوړه او بې ځایه ټاکنه د انسان برخلیک له سوتونزو سره مخ کوي. 

– حق ویل لوی عبادت دی. 

– له خطرونو سره د جنګ پایله ژوند دی. 

– انسان چې څومره حقیقت خوښوي هومره یې نه وایي! 

– له ښه فکر نه، ښه اراده او تکل، له ښې ارادې او تکل نه، ښه عمل پیدا کېږي. 

– هیلې لرل او د راتلونکې ژوند په اړه فکر کول دلویو او بریالیو کسانو کار دی. 

– د غم او خپګان یوه دنده او وظیفه دا ده چې د خوشالۍ ذایقه او خوند روزي. 

– ځیني وخت خپګان او غمونه د خوشالۍ د راتلو زیری راکوي. 

– زموږ ‌ډېر غمونه د خوښۍ په ډولۍ کې پټ دي. 

– په خلکو حکومت کول ګران نه، بلکې په هغو کې د لایقو او پوهو کسانو پېژندل ګران کار دی.                                

– ډېرې خبرې کوونکو او ډېر فکر کوونکو ته د کار خلک نه شو ویلی، ځکه تر ډېره یې خبرې او فکر عملي جنبه نه لري. 

– غوره ښځه هغه ده چې خپل لیاقت په سینګار کې نه په کار کې وښیي. 

– ژوند تحول او تکامل دی. 

– د کمزورې  عقیدې خاوندان د اوبو هغه ځګ ته ورته دي چې ژر له منځه ځي. 

–  پرته له اخلاقو ژوند د ناروغ ژوند دی چې له ډیرې شتمنۍ سره یې هم ژوند تریخ وي. 

– د انسان په وجود کې دوه شیه ډېر عزیز معلومېږي، چې یوه ته زړه او بل ته دماغ وايي. له دماغ نه علم او فلسفه پیداشوه او له زړه نه شعر او ادب.

– موږ هغه وخته قوي او غښتلي یو تر کومه چې پر ځان باور لرو. کله چې باور له لاسه ورکړو د سیالۍ په میدان کې مو پښې لړزه کوي او لوېږو. 

– د نورو هېوادونو پوهان د خپل ژوند ښه کولو لپاره له خپلې پوهې او عقل نه کار اخلي خو زموږ پوهان په فکر او تصوراتو کې ډوب دي. 

– د یو هېواد د مشرانو او رهبرانو یوازې دا دنده نه ده چې د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره هڅه او کوښښ وکړي، بلکې مشران د خلکو په زړونو کې مینه، هیلې او اسرې را ژوندۍ کړي. 

– هغه مشران او رهبران چې له پیسو سره مینه کوي هیڅکله له خپل ملت سره مینه نه شي کولای.                           

– موږ باید د عقل او فکر خاوندانو ته احترام و کړو ځکه هغه مشعل او رڼا چې موږ ته لوړې ژورې راښیي هغه ددوی په لاس کې دي. 

– چیرې چې د حق وینا نه کیږي هلته ذوق مري فکرونه له منځه ځي او نیکمرغي تښتې ته مخه کوي.                     

– چېرې چې عدالت او عدل نه وي، هلته ژوند لوی عذاب دی. 

– عادي او ناپوه کسان د نورو په خبرو اند و فکر پسې ځي، خو هوښیار او د لوړ اندو فکر خاوندان بیا په خپل وجدان او ضمیر پسې. 

–  تاسو باید تل حسابي واوسئ؛ هر وخت او هر چېرې مو له خپل ځانه حساب وغواړئ. 

– عادي او نا پوه کسان د نورو په خبرو او فکر پسې ځي هوښیار او د لوړ اندو فکر خاوندان بیا په خپل وجدان او ضمیر پسې ځي. 

– پر خلکو حکومت کول ګران نه، بلکې په هغو کې د لایقو او پوهو کسانو پېژندل ګران کار دی.                                

– د انسان لویه دنده دا ده چې د خپل ژوند ساتنه، پالنه او روزنه وکړي. 

 – ځینې کسان پوهه لري، انسانیت نه لري! ځینې بیا انسانیت لري خو پوهه نه لري. تر ټولو غوره کسان هغه دي چې دواړه لري. 

– په یاد ولرئ ښکلی لباس، غوره وینا شهرت او مقام د انسانیت معیار نه شي کېدای! 

– په یاد ولر‌ئ چې تیز باران سېلابونه او تندر له ځان سره لري. 

– هر څه چې اخلې وایې خله، خو د خوار او غریب آزار مه اخله! 

– چېرته چې جدیت وي هلته پرمختګ ډېر تر سترګو کېږي. 

– یوه وویل: زه له خپلې ښځې دومره وېرېږم چې هر څه وايي هغه کوم. بل وویل: زه بې ویلو هم د هغې په خوښه کار کوم. درېیم غږ کړ: زه هیڅکله بې له څه ډالۍ کورته نه شم تللی. څلورم وویل: ما له ډاره بیخي ښځه نه ده کړې. 

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود