پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

«
»

استاد عبدالروف بینوا

استاد بینوا د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ستر لیکوال، سیاست پوه او د پښتو  معاصرو ادبیاتو له پنځو ځلیدونکو ستورو څخه دی. نوموړی پېژندل شوی، نامتو، ټولنیز او ملي شخصیت، نوښتګر ادیب، مخکښ شاعر، تاریخپوه، څېړونکی، تکړه ژباونکی، مورخ، کره کتونکی، او اروا پوه وو. ده په خپلو ګټورو او اغېزناکو منظومو او  منثورو نښیرونو(اثارو) کې علمي، تاریخي، ادبي، هنري، طنزي، ښوونیز او روزنیز سکالو او موضاعات او پیغامونه په ډېر ښکلي او ظریفانه بڼه داسې انځور کړې دي، چې لیدونکي او لوستونکي په ډېر خوند سره ترینه  اغېزناکه ګټه پورته کوي. استاد عبدالروف بینوا د «مفتي عبدالله» زوی، د «ملا عبدالحق علیزي» لمسی پر (۱۹۱۳ع= ۱۲۹۲ل) کال د کندهار ښار خرقې شریفې ته نېږدې د «سید حسېن» کوڅه کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خپله کورنۍ کې وکړې او دودیز علوم یې ولوستل. استاد بینوا هغه لوی شاعر او لیکوال دی چې  په خپلو شعري او نثري ځلاندو وړانګو یی زموږ د کلتور او ادب ډیوه تل روښانه او ځلانده ساتلې ده. استاد بینوا د خپل ژوند په اوږدو کې ډېر ګټور، اغېزناک او با ارزښته منظوم او منثور نشیرونه(اثار) او همداسې یې په پښتو او دري ژبو ډرامې او نندارې هم کښلې دي، چې په خپل وخت کې تمثیل شوې هم دي. استاد بینوا نه یوازی د پښتو ژبی ستر څیړونکی، محقق او شاعر وه بلکې د دري- فارسي ژبی پوخ  لیکوال هم ګڼل کیده. ده په دري-پارسي ژبه هم ډېر ښکلي نشیرونه(اثار) لیکلې دي. استاد بینوا په پښتو، دري-فارسي او عربي ژبو نه یوازې چې په روانه توګه خبرې کولئ خو په دغو ژبو یې ډېر ګټور نښیرونه (اثار) هم لیکلې دي او ډېر با ارزښته نښیرونه (اثار) یې په دغو ژبو ژباړلي هم دي. همداسې د استاد بینوا ګڼ شمېر شعرونه په عربي، روسي، انګریزي او چکوسلواکیايي ژبو هم ژباړل شوې دي. استاد بینوا د خپل ژوند په اوږدو کې (۴۳) کاله په څېړنې او تحقیق بوخت وو، په دریو (پشتو، دري-پارسي او عربي)ژبو یې (۵۵) کتابونه او رسالې کښلې دي. په ادبپوهنه کې یې بنسټیز کارونه تر سره کړې دي. تدریسي او ګرامري کتابونه یې هم لیکلې دي. همداسې یې د هېواد نوموتي لیکوال راپېژندلې دي. دی هغه ملي او نامتو شخصیت دی چې د پښتني شفاهي ادب ځینې ډولونه لکه لنډۍ، او متلونه یې په نورو ژبو هم ژباړلې دي او د نورو ژبو ویونکو ته یې د خپل پښتني فولکلور په ورپېژندلو کې رغنده او فعاله برخه درلوده. د استاد بینوا ادبي او معنوي میراث هغه علمي او ادبي پانګه ده، چې زموږ د هېواد د معاصرو او راتلونکو نسلونو لپاره د روښانه او ځلانده مشال په توګه د خورا ستاینې او درنښت وړ دي. استاد بینوا د پراخ لید، ملي اندو فکر خاوند شخصیت وو، پر پلورالیزم او دموکراسۍ یې باور درلود او د سیاسي اندونو او افکار له لیده له هغو اندونو او افکارو سره چې زموږ د ولس د عنعناتو، دود و دستور او باورونو سره یې سمون نه درلود مخالف وو. دی په دې ګروهه او عقیده وو چې د هېواد او هېوادوالو وده او پرمختګ، هوسا، سوکاله او له خوندیتوبه ډک ژوند یوازې د هېوادوالو پر اتحاد، اتفاق، ملي وحدت او د پخلاینې پر بنسټ ولاړ دی. استاد عبدالروف بېنوا د خپل عمر دېرش کاله یې په رسمي چارو کي تېر کړې دي او په بېلابېلو رسمي برخو کې یې خپلې دندې په ډېر مینه او اخلاص سره تر سره کړې دي. استاد بینوا له خپلو همکارانو، دوستانو، یارانو او هېواد والو سره ژوره مینه درلوده. دی ډېر خواخوږۍ، بې کبره او متواضع شخصیت وو او په ډېره خوږه او پسته ژبه غږېدو او  له خپلو همکارانو او ملګرو سره یې ډېرې ښې اړیکې درلودئ. استاد عبدلروف بینوا د جدي میاشت په (۱۴)مه، پر (۱۳۶۳)ش،هـ کال= د جنوري میاشتې په(۴)مه، پر (۱۹۸۵)ز کال د «امريکا په نيوجرسي ايالت» کې مړ شوی دی. دی د پردي هېواد د پردېسانو په مړستون(هدیره) کې خاورو ته وسپارل شو. او دا وصیت کړې وو، چې ګوندې پښتانه زلمیان به د ده هډونه په مناست وخت کې خپلې پاکې خاورې ته ورسوي.

دا هم د استاد عبدالروف بینوا مهمې او ګټورې خبرې او ویناوې:

– افسوس دې د هغه چا پر حال وي چې کال نوی شي، خو د ده ژوند زوړ وي یا نوی کال د نوي ژوند، نوې آرزوګانې راوړي خو د ده زړې آرزوګانې لا هم تر سره شوې نه وي. 

– یو ګل چې هر څومره ډېر رنګونه ولري ښکلا یې هم هغومره زیاته وي او چې څومره مخونه ولري، هغومره د ستاینې وړ وي، خو یو انسان که دوه رنګی شو، یا یې ځان دوه مخی وښود، نور یې مخ د کتو نه وي. 

– د ځینو رازونو پټول نه یوازې د یو بدبخته انسان پر کمزورۍ دلالت کوي، بلکې د هغه بدبختي لازیاتوي.             

– د نویو لارو آغاز د زړو لارو له انجامه شروع کېږي او د زړو لارو تجربې او زده کړې د نویو لارو په جوړولو کې مرسته کوي. 

– ځینې وګړي د دې لپاره تر ځان له بېوزل سره ملګري را اخلي چې خپل غرور، جلال او نخوت د ملګرۍ په رنګ کې نورو ته وښیي. 

– کار د ژوند نښه ده او د ژوند بنسټ پر کار ولاړ دی. 

– د کار تر شروع د مخه، د کار امکانات سنجول، د کار په سر کې د کار پای ته کتل، د کار موانع او مشکلات په پام کې نیول او خپل توان لیدل، هغه ضروري خبرې دي چې د کار خاوند د هوس او تظاهر له لارې راګرځوي. کوم کار چې  د هوس او تظاهر له مخې شروع کېږي هغه به ضرور نیمګړی وي او هغه کار چې نیمګړی پاتې او سر ته نه رسېږي، ښه دا ده چې شروع نه شي. 

– څنګه چې په پټو سترګو له پټې دنیا څخه دې دنیا ته راغلي یو، همداسې به په پټو سترګو او پټه خوله دا نیمګړی ژوند پرېږدو. 

– اوسنۍ نړۍ یوازې ویلو ته اړتیا نه لري، بلکې کول هم غواړي. 

– د ژوند لار هغه څوک ټاکي چې ژوند ولري. لومړی تاسې ژوند پیدا کړئ بیا لار ورته ولټوئ. 

– که کوم دوست خپله وعده پر ځای نه کړه او په و عده کې یې تېر ایستلو، بې وفا او بدقوله یې ګڼو. که د غوړه مال په غوړه ژبه وغولېدو، ټګمار او فرېبکار یې بولو. که دوکاندار سودا لږ راکړه او پیسې یې تر خپل حق زیاتې راڅخه واخیستې نو د سپینې ورځې غل یې ګڼو. خو زه او ته چې هره ورځ په خپله ځانونه غولوو پر دې کوم نوم ږدې!؟   

– که زه تېروتی وم، ته مې لارښوونه وکړه او که ستا څخه لاره ورکه وه زه به دې لاس ونیسم او که فرضن دواړه بې لارې وو، نو د لارښوونکي په لټون او څرک پسې به هڅه وکړو. 

– یو انسان که هر څومره پوه، هوښیار، عالم، او مدبر وي، بیا هم د نورو مشورې او مرستې ته اړ دی او په یوازې سر ټول کارونه نه شي کولی. 

– د پوهې رڼا ډېره لرې نه ده خو چې زه او ته ځانونه ورځنې لرې ونه ساتو. 

– نه هغسې مشر، چې بې خپله ځانه او بې خپلې ګټې، نور هېڅوک او هېڅ شی نه ویني. هر څه دی او هر څه د ده وي. کشران یې ړانده، کاڼه، ګونګیان، بې حسه روزلي او ناپوه یې ساتلي وي. او نه داسې کشر، چې په وچه ځمکه لامبو وهي او تر اوبو د مخه ګاولې باسي، تر پښو لاندې یې ځمکې ته پام نه وي، خو په اسمان کې مصنوعي سپوږمۍ لټوي. 

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود