از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

خوشحال خان خټک

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو!

ګڼ شمېر دوستانو او د ادب مینه والو ماته سپارښتنه او سلامشوره راکړه، چې د خپل چاپ شوي نښیر(اثر) «د ګاګرو کرښې- د پوهانو ژورې خبرې» منځپانګه او محتوا په خپل سایتونو او فیسبوکونو کې برخه برخه نشر کړم.

تاسو خوږو دوستانو او یارانو ته په هېواد کې د ننه او بهر د بېلابېلو پوهانو، فیلسوفانو، لویو او سترو عالمانو، غوره او  پېژندل شویو لیکوالو لنډ ژوند لیکونه او د دوی ګڼ شمېر پخې، مهمې، ژورې، ګټورې خبرې او ویناوې وړاندې کوم.

***

خوشحال خان خټک:

دی د پښتو ژبې د ادبي، فرهنگي، سیاسي او ملي شخصیت په توگه یو لوی، نامتو او وتلی لیکوال، پیاوړی او غښتلی شاعر او د تورې او میړانې  تلپاتی او ویاړلی اتل وو. ارواښاد خوشحال خان خټک د شهباز خان زوی، د یحیی خان لمسی او د ملک اکوړي کړوسی وو. خوشحال خان خټک د خټکو په یوه لویه او درنه  کورنۍ کې  پر (۱۰۲۲) هجری قمری کال چې له (۱۶۱۳) میلادي کال سره سمون خوري د اکوړي په سرای نومي ځای کې زیږدلی دی، او د( اټک) د مست او څپاند سیند په غاړه لوی شوی دی.  

خوشحال بابا په یوه شتمنه کورنۍ کې زیږیدلی او روزل شوی وو، پلار او  نیکه یې تر ملک اکوړه پورې ټول خانان او قومي مشران وو، او د هندوستان د مغولي دولت په  خوښه  ملک اکوړه  د  وریښمو د تاریخي لارې ساتندوی وو. د شهباز خان له مرگه وروسته دا کار  د خوشحال خان بابا په برخه شو.                                                                                  

خوشحال خان خټک تر شل کلنۍ پورې ډیر کتابونه ولوستل، د ده د شعر ویلو لوړ او څپاند استعداد او وړتیا هم د اباسیند په څیر په څپو راغی او د زیاتې پوهې خاوند شو او ورسره یې په شل کلنۍ کې په شعر ویلو پیل  وکړ او لومړنی شعر یې پر (۱۰۴۲) هجري قمري کال چې له (۱۶۳۰) میلادي کال سره سمون خوري بیان کړ او هغه شعر یې دا دی:

عقل سل د مصلحت بندونه جوړ کا 

چې د عشق سیلاب پرې راشي واړه نور کا

***

خوشال بابا  په خپل علمي، ادبي او فرهنګي ژوند کې هغه ځلانده ستوری، پوخ، پیاوړی او نامتو ادیب، ښه، تکړه نثر لیکونکی او ستر شاعر وو، چې په بېلابېلو شعري فورمونو کې  لکه: قصیده، غزل، څلوریزې، مستزاد، قطعه، رباعي او نورو برخو کې یې خوندور او په زړه پورې شعرونه کښلي دي. خوشال بابا د خپل لوړ تخیل، ژور اندو فکر او د خپلې زمانې د ډېرو علومو او څانګو د لوستلو له لارې په پښتو شاعرۍ کې د پښتو شاعرۍ نوي نوښتونه او بنسټونه کېښودل. دی په شعر او شاعرۍ کې د خپل ادبي سبک او ښوونځی استاد دی. نو ځکه پښتانه، ده ته د پښتو ژبې پلار وایي.

دی په پښتو او «دري-پاړسي» ژبو ښه او اوچت شعرونه لري، «عربي، پاړسي او انکو» ژبې یې ډیرې ښې زده کړې وې. ده پښتو نثر، د شعر له رنگه  راویست او د محاورې رنگ ته یې نژدې کړ. د ده په شعر او نثر کې د پښتو او پښتونولي احساس او رنګ، او د پښتني اخلاقو  ښایستونه، صفتونه او د پاموړ ارزښتونه نغښتې  دي، نو په دې وجه کولای شو ووایو چې دی مستحق د استاذۍ او مشرۍ دی، او د پښتو ژبې پیاوړی او غښتلی نثر لیکونکی، وتلی لیکوال، پوخ شاعر، مؤرخ، څیړونکی او نامتو مؤلف گڼل کیږي.

خوشال بابا د پښتو ژبې لوی ادیب او شاعر او متفکر عالم او د میړانې او تورې غښتلی اتل پر (۸۷) کلنۍ پر(۱۱۰۰) هجري قمري کال کې له دې فاني نړۍ څخه سترگي پټې کړې دي. 

دا هم د خوشحال خان خټک ارزښتناکې، ګټورې او غوره خبرې او ویناوې:

– د الله(ج) له وېرې د مومن د سترګو څڅېدلې اوښکې د جهنم اور هم ورکولی شي.

– هغه کس د ډېرې ستاینې وړ دی، چې خپل بار په چا نه اچوي، بلکې د بل بار وړي. 

– ناځوانه خلک په خپل نسب ویاړي او مېړونه په خپلو کارنامو. 

– د زړه سوانده او رښتینیو انسانانو مخونه د سپرلي د ګل غوټیو په څېر تاند او غوړېدلي وي او د درواغجنو او بې رحمه خلکو څېرې د خزان سیلۍ وهلي او مړ ژوندي وي. 

– څوک له طبیبانو دوا غواړي او څوک له دروېشانو دعا، خو خدایه! ما هیچا ته مه اړ کوه زه هر څه له تا غواړم.                 

– له رنځه ومرئ خو د احسان دارو مه خورئ. 

– تمه مه کوئ، ځکه چې تمه که مرغی هم وکړي نو په دام کې ګیره شي. 

– پلار د زوی په هنر ډېر ویاړي، په هر کار کې د خپل زوی کامیابي غواړي، خو چې زوی بد شي او د پلار خبره نه مني، نو د زوی له بد خوی نه تل د پلار سترګې په اوښکو لمدې وي. 

– زه د هغه انسان په خپلواکه فکر، بې غمه زړه او روڼ تندي ویاړم، چې نه زر لري او نه زمین.                              

– ښځه، چې ښه خوی او ښایسته صورت ولري، نو په دې دنیا جنت دی. 

– ښه معشوقه هغه ده، چې نه درواغجنه وي او نه قهرجنه، نه بد خوراکه او نه بد پوشاکه وي. 

– کونډه چې ځان سینګاروي، زړه یې مېړه غواړي. 

– پښتانه که کم عقله او کم همته نه وای، نو نن به په ټول هندوستان د دوی حکومت وئ، خو افسوس چې غافله دي. 

– د هغه کس دې رب مخ تور کړي چې په یاري او دوستۍ کې په زړه غلا لري. 

– د هغه کس ښادي نه شته، چې د پلار له حکمه سرغړونه کوي، بلکې ډېر بدمرغه دی او د خدای(ج) په عذاب به واوړي. 

– څوک چې له خوبه په غرمو پورته کېږي، هغه له هر کاره پاتې وي. 

– عاقلانو ته د نامرده سړي بریتونه او د موږک بریتونه یو شان ښکاري. 

– دې ته مګوره چې پلانکی په یادو قرآن لولي ته د پلانکي عمل ته ګوره، چې څنګه دی، په زړه کې یې وېره شته او که نه. 

– چې هوښیار وي، په دې خبره به پوه شي، چې وږی د وربشو ډوډی ښه په مینه خوري او ښه پرې لګي، خو چې موړ وي، نو هغه ته د سوچه غوړیو حلوا هم هېڅ ښکاري. 

– چې مرې نو داسې ومره، چې خلک درپسې وژاړي او درپسې تل په دعا لاس پورته کړي، د مار او لړم غوندې مه مره، چې خلک دې په مرګ خوشحاله شي. 

– زه د هغه انسان په خپلواکه فکر، بې غمه زړه او روڼ تندي ویاړم، چې نه زر لري او نه زمین. 

– څوک چې صبر نه لري، هغه حکمت نه لري. 

– هغه کس په عقل خام دی چې خپل کسب پرېږدي او د بل په کسب پسې شي، دغه کس د یو کسب هم نه شي. 

– د ګل یا ښه بوی وي او یا هم ښه رنګ، چې په دې دواړو کې یو هم نه لري نو ګل نه دی. 

– د ناپوهانو په رښتیاوو کې هم ګټه نه وي، ځکه چې ټولې خبرې یې له خیره لرې وي. زار مې له هوښیارو خبرو کړې، چې دروغ او رښتیا یې د شکر غوندې خوند او مزه لري. 

– د دین او دنیا لپاره پاک اوسئ، ځکه چې ناپاکه خلک په دین او دنیا دواړو باندې خوار وي. 

– که په نفس قدم کېږدې نو سلطان به شئ. 

– ښه سړی د چا بدو ته نه ګوري که بل سړی ورسره بد هم وکړي نو دی په بدل کې ورسره ښه کوي.                  

– په هر کار کې عقل قاضي کړه، چې کله څه خبره او یا څه کار کوئ، نو له عقل نه مشوره وغواړه، چې څه فتوای  یې درکړه، هغه عملي کړه. 

– که په مخکې دې زمری هم ولاړ وي، خو چې له سره تېر شوې او وېره دې له زړه وباسله، نو زمری درته هېڅ هم نه دی. 

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود