مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

«
»

د شيطان له خولې د انسانيت خبرې؛ سرتاج عزيز څومره رښتيا ويلي؟

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام آباد اړیکې په دې وروستیو کې بیا خرابې شوې دي او کابل تل اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو سره په مرستو او نورو نا امنیو کې په لاس لرلو تورن کړی او پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي؛ څو ورځې وړاندې د پاکستان صدراعظم د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز د افغانستان په اړه داسې څه ويلي چې د مکس او تبصرې وړ دي. سرتاج عزیز له امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي طالبان کابل او یا د افغانستان نورې سیمې نشي نیولې، خو د د ډېر وخت لپاره به يي اورپکي او ورانکاري روانه وي. نوموړي ويلي چې په افغان حکومت کې له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه سیاسي اجماع نشته، او زياتوي همدغه کار له طالبانوسره د سولې د خبرو د هڅو، چې نړیوال یې هم ملا تړي، مخه نیولې ده.

عزیز همداراز ويلي کابل نه پوهیږي، چې له طالبانو سره د اورپکو په توګه معامله وکړي او که په ملي سیاست کې د یو برخوال په توګه. ښاغلي عزیز ټېنګار وکړ چې باید له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه اجماع موجوده وي. هغه وویل له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د هغوی تګلاره یوه نه ده. هغه د افغانستان د ملي یوالي پر حکومت غږ وکړ چې “طالبانو او نورو اورپکو ډلو ته یو ښکاره پیغام ورکړي او ورته ووايي چې ټوله نړۍ له هغوی څخه غواړي چې له کابل سره خبرې وکړې او ستونزه حل کړي، ځکه چې هېڅوک په افغانستان کې جنګ نغواړي”.

که څه هم سرتاج عزيز هیڅکله د افغانستان په اړه د ښه نيت څرګندونې نه دي کړي او تل په خبرو کې دلته له ورانکارۍ ملاتړ کړی دی خو وروستۍ څرګندونې يې د مکس وړ دي.

لومړی: دا سمه ده چې د افغان سولې يو اړخ په خپله پاکستان او د دغه هيواد استخبارات دي؛ خو د سرتاج عزيز په څرګندونو کې په حقيقت هم سترګې بايد پټې نه شي. سرتاج عزيز ويلي چې په افغان حکومت کې له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه سیاسي اجماع نشته، او همدغه کار يې له طالبانوسره د سولې د خبرو د هڅو د مخنيوي لامل بللی دی؛ زما په نظر همدا يو تريخ حقيقت دی چې بايد سترګې پرې پټې نه شي. ځکه دلته په افغان حکومت کې تر اوسه له وسله والو مخالفانو سره د خبرو ځانګړی چينل شتون نه لري. که څه هم د سولې عالي شورا شتون لري خو د يادې شورا تير شپږ کلن کار ته په کتو ياده شورا په نشت حسابيږي. همداراز ډير ځلونه له همدغې شورا د سولې پر ځای جنګ ته د طالبانو د تشويق اوازونه هم پورته شوي دي چې وروستی مثال يې د حکيم مجاهد وروستۍ څرګندونې دي.

دويم: لکه څرنګه چې سرتاج عزيز د سولې په تړاو د افغان حکومت په پاليسۍ نيوکه کړې او زياته کړې يې چې کابل نه پوهیږي، چې له طالبانو سره د اورپکو په توګه معامله وکړي او که په ملي سیاست کې د یو برخوال په توګه؟ دا يې هم له حقيقته لرې خبره نه ده. ځکه د طالب زور په وروستيو کې نور اوبه شوی و او يوازې همدې ته په تمه و چې پوه چې که له افغان دولت سره سوله وکړي؛ افغان دولت به له دوی سره څنګه معامله کوي؟ آيا په حکومت کې ونډه ورکوي او که د يو عادي وګړي په توګه ورسره چلند کوي؟ دلته پاکستان له فرصته ګټه پورته کړه او طالب يې له روسيې سره مخ کړ. طالب چې زور يې اوبه شوی و نو په خورا چټکۍ يې د روس يارانې ته لبيک وويلو.

دريم: دريمه خبره چې سرتاج عزيز په خپلو وروستيو څرګندونو کې کړې هغه دا ده چې نوموړي افغان دولت ته په اشارې ويلي « له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د (هغوی) تګلاره یوه نه ده.» که څه هم د عزيز په خبرو کې دلته د (هغوی) کلمه ګونګه ده خو ممکن اشاره يې افغان ولسمشر او اجرايه رييس وي، يا هم له (هغوی) څخه يې هدف په ټوله کې افغان حکومت وي چې د چارواکو تر منځ يې د سولې لپاره يوه غوښتنه شتون ونه لري. که د سرتاج عزيز هدف د ولسمشر او اجرايه رييس تر منځ د يوې تګلارې نه شتون وي او که په ټوله کې د حکومتي چارواکو تر منځ د سولې واحد نظر نه شتون؛ خبره يې تر ډيره بريده سمه انګيرل کيږي. ځکه افغان سوله يوازې بهرنی اړخ نه لري بلکې په کور دننه هم يو شمېر ګوندونه او ډلې ټپلې شته چې په جنګ کې خپله سياسي بقا ويني. دوی له سولې لکه د خنځير غوښې تښتي، دغه ډله باور لري که چيري سوله وشي نو بيا به له دوی سره د خپلو تيرو کړو حساب کتاب لپاره زمينه برابره شي. همدا دليل دی چې له سولې جنګ ته ډيره لابي ګري کوي.

يادونه بايد وشي چې له پورته تحليل څخه زما هدف دا نه دی چې د افغانستان په اړه د پاکستان په دوه مخۍ او منافقانه سياست پرده ده واچوم، يا د افغانستان په سوله کې د پاکستان په ناغيړۍ او نه همکارۍ پرده واچوم؛ بلکې زما هدف هغو کورنيو ستونزو ته اشاره کول دي چې افغان سوله يې له بن بست سره مخامخ کړې ده.

لیکنه : خوشحال آصفي