نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

«
»

د سولې کیلې ولې ورکه ده؟

په دغو تیرو څوارلسو کلونو کې ګڼ شمیر افغانان په هیواد کې د روانې جګړې قرباني شول او ګټه یې هم پردیو ته ورسیده. هره ورځ په ځانمرګي بريد، ماین چاودنه، غلچکي برید، او ډله یزو جګړو کې ژوند افغانان دلاسه ورکوي خو ثمره یې بل څوک څکي، د جګړې مالي او ځاني قیمت افغانان پرې کوي خو ګټه يې پردي اخلي.

پوښتنه دا ده چې دا هر څه ولې، د چا لخوا او د څه لپاره ترسره کیږي؟ دا سوله څنګه د مرغۍ پۍ شوه چې ددنیا په سر یوازې مسلمانانو په ځانګړي توګه افغانانو ته نه رسیږي؟ ښکیل اړخونه څه غواړي او ولې سره یوې ګډې هوکړې ته نه رسیږي؟ وسله وال جنګیالي؛ څوک، ولې او د څه لپاره تمویل، تجهیز او رهبري کوي؟ او بلآخره ددغې پردۍ جګړې تر شا د چا لاسونه دي چې تر اوسه لنډ نه شول؟

ددې ټولو پوښتنو ځواب ډیر تفصیل او وخت ته اړتیا لري خو دلته به یې په مهمو فکتورونو رڼا واچوو.

په وروستیو کې چې د سولې خبرې ګرمې روانې وې نو په هیواد د ننه او بهر کې افغانانو ته هم یو اندازه هیله مندي پیدا شوې وه خو اوس مهال په افغانستان کې وروستیو حالاتو د ولس هیلې هم مړاوې کړې دي. د سولې په اړه بیا، بیا ضدو نقیضې، غیرواقعي او تخیلي خبرې معلوموي چې افغان دولت، سیاستوال او ډېرسیاسي شنونکي یا د دې کلیمې په مانا نه پوهیږي او یا د یوې ابزاري وسیلې په توګه ناسمه ګټه ترې اخلي .تراوسه په دې نوم په هېواد دننه جوړشوي کمېسیونونه، شوراګانې او نور خوځښتونه یوازې تر شعاره پاتې شوي او خپلې شخصي موخې یې ترلاسه کړي دي. د افغان دولت متزلزل او کمزورې پالیسۍ او د اصلي لوري په ځای په فرعی او مصنوعي ځایونو بوختیا؛ د افغان سولې کم امکانه هڅې او هیلې نورې هم پېچلې کړې دي. د دې ټولو اصلي لامل یوازې دا دی چې تراوسه د افغانستان د جګړې نړیوال، سیمه ییز او کورني اړخونه ټول او په ځانګړي ډول د افغان دولت لخوا د سولې څرګند تعریف، اجنډا او رښتونې اراده نه لري. د سولې په نوم په هره برخه کې په ځانګړي ډول د سولې په عالي شورا کې هغه خلک ځای پر ځای دي چې اصلاً د سولې لپاره رښتونې اراده نه لري او یا هم د اصلي مقابل لوري په پیژندلو کې وړتیا نه لري. دا سمه ده چې افغان سوله کورنی او بهرنی اړخ لري خو اصلي د ستونزې حل په دې کې دی چې لمړی ځان اصلاح کړو بیا د نورو نیمګړتیاوو ته ګوته ونیسو. لمړی باید د کورني اړخ سره خبرې وشي او بیا د بهرني اړخ د سمون لپاره اقدام وشي. په کورني اړخ کې لمړی باید د سولې په عالي شورا، ددې شورا په جوړښت، ستراتیژۍ او رهبریت کې اصلاح راشي او بیا د هغو کورنیو اړخونو په لټون پيل وشي چې د سولې د بهرني اړخ ابزار دي، د سولې بهرنی اړخ داسې دی چې مستقیم او نیغ په نیغه له کورني اړخ سره اړیکه لري، د بهرني اړخ سره چې د کورني اړخ لاسنیوی او مرسته نه وي نو په هیڅ صورت د سولې په وړاندې خنډ جوړیدای نشي. همدا کورني اړخونه دي چې د بهرني اړخ د تبر لپاره په لاستي بدل شوي دي او د سولې ریښې پرې؛ غوڅوي. فلهذا اړینه ده چې لمړی افغان دولت د سولې اړوند په خپلې ستراتیژۍ او ارادې له سره کتنه وکړي او په کې اړین اصلاحات رامنځته کړي. او بیا د بهرني اړخ په لټه کې شي. لمړی باید د افغانستان په سیاسیونو او دولت کې د جګړې او سولې د ستراتیژۍ پر سر د همغږۍ او باور فضا را منځ ته شي او بیا د بهرني دښمن سره مقابله وکړي، په دولت کې دننه د سولې دښمنان دې چاڼ شي او بیا دې د دښمن سره د مقابلې اراده وکړي. سوله خو څه هوايې مرغه نه دی چې پاکستان، ایران، امریکا یا بل هیواد یې ونیسي او مونږ ته یې په لاس راکړي. پاکستان، ایران، امریکا او یا نور د سیمي هیوادونه مونږ ته سوله نه راکوي او نه یې راکولی شي، مونږ باید ترې سوله واخلو او هغه داسې چې لمړی ځان اصلاح کړو، خپله ستراتیژي او خپل موقف پیاوړی کړو، دننه دلته په حکومت کې هغه لاسونه چې ګټې یې په جګړه کې نغښتې دي باید لنډ کړو او بیا د صحرا دښمن پسې روان شو.

لیکنه : خوشحال آصفی