اختلاف دښمني نه ده؛ د اختلاف نه زغمل دښمني زېږوي

نور محمد غفوری په انساني ټولنو کې د بڼو او فکرونو اختلاف یو…

شاعر کرد زبان معاصر

آقای هوزان اسماعیل (به کردی: هۆزان ئیسماعیل) شاعر کرد زبان…

چند شعر کوتاه از لیلا طیبی

(۱) انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

جغرافیای سیاسی افغانستان و رقابت های نیاتی قدرت ها

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان ژیوپلیتیک نیابتی؛ در هم زیستی با گروههای…

اعلامیه در مورد یورش سبعانه امپریالیسم آمریکا به ونزوئلا

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان سرانجام شنبه ۳ جنوری، پس از آنکه…

زخم کهنۀ سال نوین

رسول پویان سال نو آمد ولی جنگ و جـدل افزون شدست کودک…

تحول ششم جدی، روزی که برایم زنگ زنده‌گی دوباره را به…

نوشته از بصیر دهزاد   قصه واقعی از صفحات زنده‌گی ام  این نوشته…

دوستدارم

نوشته نذیر ظفر ترا   از  هر کی بیشتر دوستدارم ترا  چون قیمت  سر دوستدارم سرم  را گر    برند…

مولود ابراهیم

آقای "مولود ابراهیم حسن" (به کُردی: مەولود ئیبراهیم حەسەن) شاعر…

پدیدار شناسی هوسرل؛ ایده آلیستی و بورژوایی؟

Edmund Hussrel(1859-1938)    آرام بختیاری جهان شناسی؛ فنومنولوگی و شناخت ظاهر پدیده ها…

ميسر نميشود

28/12/25 نوشته نذير ظفر پير م    وصال  يار   ميسر   نميشود وقت  خزان   بهار    ميسر  نميشود بيكار م اينكه شعر و…

مهاجران در تیررس تروریستان و بازتولید سلطه طالبان در تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید ترور جنرال سریع ، سرآغاز یک توطئه مضاعف،…

شماره ۳/۴ محبت 

شماره ۳/۴ م سال ۲۸م محبت از چاپ برآمدږ پیشکش…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۸)

نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس و جنبش اعتصاب مارکس و انگلس حداکثر توجه خود…

مائوئیسم در افغانستان: از نظریه‌پردازی تا عمل‌گرایی بدون استراتژی

این مقاله به بررسی تاریخی و تحلیلی جنبش مائوئیستی در…

                        به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

فدرال خواهی و هویت خواهی

در کنار فدرال خواهی درین تازگی ها پسوند دیگری بنام…

 ضرورت و اهمیت ادغام سیاسی در افغانستان

رویکردی تحلیلی به مشارکت سیاسی و تعامل مدنی نور محمد غفوری عصاره دقیق…

افغانستان معاصر و بازتعریف هویت ملی پس از فروپاشی دولت

 نویسنده: مهرالدین مشید     افغانستان معاصر یگانه کشوری در جهان است که…

یار در پیری

نوشته نذیر ظفر12/30/25سفیدی  يى که  به زلفان  یار  میبینمشکوفه  هاى…

«
»

د برښنا ښکرور پوروړي؛ پور ترې څنګه اخيستلی شو؟

په داسې حال کې چې له يوې خوا د برښنا پر نا مسولو وسله والو جهاد پيل کړی او څو څو ځلي يې په بېلابېلو ولايتونو کې د برښنا پايې په نړولو سره جنت ته د تلو خوبونه ليدلي او له دې لارې باج اخلي؛ له بلې خوا ځينې ښکرور دولتي او نادولتي چارواکي هم شته چې نومونه يې په ټرکونو کې نه ځايېږي اما د برښنا بيل پرې کولو ته يې ملاګانې ماتې دي.

تېره ورځ د برښنا شرکت د یو خبري کنفرانس له لارې رسنيو ته وويل چې غواړي د برښنا د پوروړو نومونه افشا کړي خو په وينا يې چې د اجرايه رياست په غوښتنه يې دغه ليست له افشا کولو ساتلی دی. د برښنا شرکت مسولين وايې د پوروړو ليست برابر دی خو اجرايه رياست ترې غوښتې چې لومړی بايد دغه ليست له دوی (له حکومت) سره شریک او بيا له رسنيو سره شريک شي.

دا چې اجرايه رياست ولې د برښنا د پوروړو د ليست د نشر مخنيوی کوي؛ ممکن د دې په خاطر وي چې د پوروړو په منځ کې په خپله د اجرايه رياست نوم، يا يې د مرستيالانو نومونه او يا هم د نورو حکومتي چارواکو نومونه موجود نه وي او که نشر شي نو سياسي موقف ته به يې ضربه ورسيږي. ځکه څه موده وړاندې چې د برښنا شرکت د خپلو پوروړو نومونه د رسنيو له لارې افشار کړي و په هغه کې د يو شمېر دولتي چارواکو او وزارتونو نومونه او حتی د ځینو وژل شو چارواکو د مړو قبرونه هم موجود و چې په لکونو افغانۍ قرضدار دي.

څنګه له ښکرورو پورونه اخيستل کيدای شي؟

که څه د برښنا له پوروړو څخه د پور اخيستلو لپاره د برښنا شرکت بېلابېلې لارې په کار واچولې خو بريالي نه شول چې ترې پورونه واخلي. ان تر دې چې د روان ميلادي کال د فبروري په مياشت کې د ولسمشر اشرف غني په حکم د برښنا له مقروضينو څخه د قرض اخيستلو کمېټه هم جوړه شوه چې په کې د لویې څارنوالۍ، حج او اوقاف وزارت، مالیې وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت د لوی ریاست، د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې او له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې استازي شامل و او مشري یې د افغانستان برښنا شرکت په غاړه وه خو بيا هم بريالي نه شول چې له پوروړو خپل پورونه ترلاسه کړي.

ځينې لارې چارې شته چې که افغان حکومت يې په جدیت په نظر کې ونيسي نو په وسيله يې له ښکرورو پوروړو هم پورونه اخيستل کيدلی شي.

  1. لومړی خو بايد د برښنا مقروضينو ته د اخطار او وروستي فرصت په توګه وخت ورکړل شي چې د يوې مياشتې په جریان کې خپل پورونه پرې کړي او که يې پرې نه کړل نو سمدستې دې پرې د برښنا مزې پرې شي.
  2. کچيري يې پورونه پرې نه کړل نو ممنوع الخروج دې اعلان شي.
  3. هغه پوروړي چې اوس هم په دولتي څوکيو ناست دي او د حکومت معاش اخلي نو پور دې ورته له معاش څخه وګرځول شي.
  4. هغه پوروړي چې يا په خپله د پارلمان او ولايتي شورا غړي دي او يا يې د کورنۍ غړي وکيلان دي نو د پور د نه پرې کولو په جرم دې ترې د پارلمان او ولايتي شورا عضویت واخيستل شي او په راتلونکې کې دې هم ورته د نوماندۍ حق نه ورکول کيږي.
  5. د پوروړو شتمۍ دې کنګل او ملکيت دې ورته ليلام شي او د برښنا پور دې پرې ادا کړل شي.
  6. که بيا هم پوروړي د پور پرې کولو ته نه حاضريږي نو بايد د زندان تورو تمبو شاته واچول شي او د کورنۍ له غړو او وارثانو دې ورته د برښنا پور واخيستل شي.

که دغه پورته سپارښتنې د ملي يووالي حکومت چارواکي په جديت او قاطعيت سره په نظر کې ونيسي او عملي کړي نو باوري یو چې اتيا سلنه پوروړي به خپل پورونه د يوې مياشتې په دننه موده کې خپل پورونه پرې کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي