جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

«
»

د اغلې سهیلا اصغري وردک حسرت نظیمي د ادبي او فرهنګي هاندو هڅو په ویاړ نمانځ غونډه :

 ګرانو حاضرینو،  خویندو او وروڼو، درنو او قدرمنو ادیبانو او شاعرانو!

ستاسو درنه  حضور ته  په  دغه پرتمینه  غونډه کې  ښه  راغلاست  وایم.

زه  ویاړم چې  ستاسو  سره  یو ځای په داسې  یوه  درنه او پرتمینه  غونډه  کې  برخه  اخلم، چې  دا غونډه زموږ  د هیواد د معاصر ادبي  بهیر او  د روڼ اندو  ښځو  او میندو له ډلې  څخه د یوې تکړه  او هڅاندې  ادبي  او فرهنګي  څیرې  د خدمتونو  او قدر دانۍ  په  ویاړ  جوړه  شوې  ده.

دا ځلانده  د ادب مینه ناکه او فرهنګپاله  سټه  اغلې سهیلا اصغري وردک حسرت نظیمي ده.

 اغلې سهیلا اصغري هغه پیژندل شوې، غښتلې او نامتو ادبي څیره ده، چې  څو بعدي  شخصیت لري.

نوموړې نه یوازې  د  دې لپاره  چې  هغه  یوه  با احساسه  او تکړه  ویانده  ده،  د درناوی  وړ  ده،  خو  د  دې  امله  هم  د  درنښت  او  قدر  وړ ده  چې  زموږ  د  هیواد  یوه غوره  ژورنالیسته ، خوږ  ژبې  دیکلماتوره  او  تکړه  شاعره  هم  ده.

په ادبي او فرهنګي  هڅو او چاروکې یې نه  هیریدونکي  او  نه ستړیدونکي  هلې  ځلې  تر سره  کړې  دي، او  په  دې  لاره کې یې  د  خپلې  همیشنۍ  ادبي  مینې  په  درلودلو  سره  په  پوره  او  سپیڅلي  احساس   سره  فعاله  ونډه  اخیستې  ده.

سهیلا (اصغری وردګ) حسرت نظیمی پر( ۱۳۴۲ ) لمریز کال کې د جدی د میاشتې پر (اوولسمه ) نیټه د کندهار په ښار، هغه ځای کې چې پلار یې پر پوځي خدمت بوخت وو، زیږیدلې ده.

لمړنۍ زده کړې یې د پکتیا ولایت د ګردیز او خوست په ښارونو کې تر سره کړیدي، او لوړې زده کړې یې د کابل ښار د عایشه دراني او زرغونې په لیسو او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځي کې پای ته رسولې دي.

سهیلا اصغري د افغانستان د ملی راډیو تلویزیون مسلکی ژورنالیسته، ویانده، دیکلماتوره او دغه راز د خپرونو جوړونکې  وه او ده. دې په بیلابیلو نړیوالو راډیوګانو کې  کار کړئ دی، لکه د مسکو راډیو، د آزادۍ راډیو، د دوچې ویلې آلمان غږ راډیو.

میرمن سهیلا حسرت نظیمی په ژورنالیستي او مسلکي لیکنو هم بوخته ده چې د دې لیکنې په انترنیټ او ورځپاڼو کې  ډیر مینه وال ځان ته را جلب کړي او د راډیو له لارې هم ګن شمیر اوریدونکي  لري.

 شعري هستونې هم لري چې لومړنۍ شعري ټولګه یې تر چاپ لاندې ده.

سهیلا اصغري اوس مهال په افغانستان کې د ځوانو ژورنالیستانو او نطاقانو په روزنه هم بوخته ده.

همدا راز په اروپا کې د  افغاني  میرمنو  د  ټولنې   د مشرتابه  ویاړ هم لري، او د ښځو د حقوقو د خوندي ساتلو په لاره کې  نه ستړیکیدونکي  هلې ځلې  کوي.

سهیلا حسرت نظیمی د ښه کار کلتوري جایزې او د صداقت مډالونه او ډیر ستاینلیکونه ترلاسه کړي او د ویاندۍ  غوره  مقام ته رسیدلې ده.

د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې زموږ  په  تاریخي، لرغوني او  ادب  پاله هیواد افغانستان کې  ټولنیز ، سیاسي، ادبي او فرهنګي  حالات او د انساني ژوند بیلابیل  اړوخونه  او د انسانانو ځلانده کارنامې، د میړنیو اتلانو د سرښندنو  یادګار  او حماسې ځلانده تاریخ  لري،  چې  دا تاریخ  زموږ  په  هیواد کې  د قلم د فضیلت  او  د کلام  د عفت  په  وسیله  ګټل  شوې  دی.

زموږ  په  ویاړلي  هیواد کې  لیکوالو،  پوهانو او شاعرانو په  بیلابیلو برخو  کې  لکه  ځلیدونکي  ستوري  د نړۍ  او  د خپلې  ټولنې  د  مختلفو مسایلو ،  حوادثو او رنګارنګ  پیښو  او حالاتو  په  اړه  خپله  تګ  لاره ،  احساسات او انساني  عواطف  په  بیلا بیلو ډولونو  په ډیر  عالي او انساني  توګه  په  خپلو اثارو کې  بیان  کړي  دي، چې  د دوی  دا ګټور او ارزښتمن  اثار زموږ  دهیواد لویه  معنوي  پانګه  او بډایه  شتمني  جوړوي.

زموږ د خلکو د تاریخ  په  پاڼو کې له  یوې  خوا د  نارینه  میړنیو  اتلانو نومونه  تل  پاتې  شوي، خو  له  بلې  خوا  دا نښې نښانې هم  شته  چې  د همدغو  نارینه وو تر څنګ د  اتلو ښځینه  وو  نومونه  هم  تلپاتې  دي  او  د  ستاینې او قدر په  سترګه ورته کتل  کیږي .

زموږ په هیواد کې د تاریخ  په  اوږدو کې  افغاني پتمنو او وتلو  ښځو  د  خپل  ذاتي  استعداد،  لیاقت،  پوهې، علم  او  میړانې  په  وسیله  د  ظلم  بې  عدالتي او توتریخوالي پر ضد  او  د  ټولنیز  ژوند  په ډګرونو کې  د  خپلو  حقوقو  د لاسته  راوړنو  لپاره  عادلانه  او  بر حقه  مبارزو  ته   دوام  ورکړئ دی، او  د ټولنې  په  منځ کې  یې   خپل  منزلت  او  مقام  په  ډیر  عالي  کچه  ساتلی  دی.

خو له  بده  مرغه  د ننۍ  علمي او تخنیکي  سترو او حیرانوونکو بریالیتوبو په  پیړۍ  کې  زموږ  د  هیواد  په  وروسته  پاتې   ټولنه کې  لاتر اوسه  هم   د  ښځو  د  حقوقو  د تامین  او  په  ټولنه  کې  د هغوی  د  اغیزمن  نقش  او  رول  په  را  ژوندي  کولو  کې  بنسټیز   ګامونه   نه  دي   اوچت  شوي، خو  بیا هم زموږ  د هیواد  زیاترو  میرمنو  په  ټولنیز،  اقتصادي،  سیاسي، علمي، ادبي  او فرهنګي  برخو کې  په  خپل  توان،  لیاقت او استعداد  سره  د  خپلو  خلکو او  هیوادوالو  لپاره  د ستاینې  او درنښت وړ خدمتونه تر سره  کړي  دي.

یوه  له  دغو  فعالواو تکړه  ادبي  او فرهنګي  میرمنو  څخه اغلې سهیلا اصغري  هم  ده.

نوموړې زموږ  د پښتو ادب او فرهنګ په  برخه کې  هغه  خوږ  ژبې، او با  احساسه  ویانده ده ، چې  د خپل  استعداد،  لیاقت، ادبي او فرهنګي هلوځلو له  لارې یې  زموږ د پښتو  ادب ګلبڼ  ښیرازه، ښکلې او  رنګین ساتلی  دی.

سهیلا اصغري  نه  یوازې  د  پښتو ادب  یوه هڅانده او خوږ  ژبې  ویانده ده خو  په دري  ژبه  هم  نطاقي  کوي.

په  هغه  وخت  کې  چې  دې په رادیو تلویزون کې  دنده  لرله او په  بیلابیلو  برنامو  کې یې  نطاقي  کوله ، او  د یو شمیر وتلیو او نامتو  افغاني  شاعرانو شعرونه یې  دیکلمه کول، او اوس هم ، چې  په یو شمیر  خپرونو کې  نطاقي  او دیکلمې  کوي،  زموږ  دهیوادوالو  او  او اوریدونکو په  زړونو او ذهنونو  کې  مینه،  محبت، شور، هیجان او احساسات را پاروي.

هغه  علمي  او  ادبي  مطالب چې د دې په خوږه  ژبه  بیانیږي  د قدر  او  ستاینې  وړ  دي، او د اوریدونکو په  ذهني  او  رواني  حالاتو  کې  یو  معنوي  کیفیت،  تصور او  خیال  را  پاروي.

لنډه  دا  چې  د  نوموړې  ریښتینې  مینه  او  بریاوې  د  افغاني  ادب  او فرهنګ  په  برخه  کې  هغه  څرګند  واقعیتونه  دي  چې  نه  یوازې  موږ  او  تاسې، خو  راتلونکي  نسلونه  به  هم  پرې  وویاړي.

مخکې مې وویل چې سهیلا اصغري شاعره هم ده، زه خو شاعر نه یم چې د دې پر شاعرۍ  کرکتنه  وکړم خو غواړم په دې اړه هم یو څو ټکي ستاسو حضور ته  وړاندې کړم.

شعر هغه هنري اثر دی چې ښکلی او په زړه پوری کلام، خواږه  شعري ترکیبونه او ظاهري فورم او شکل ته اړتیا لري.

زموږ  په ټولنه کې  د شعر هنر ته  شاعرانو او ادیبانو زیاته  پاملرنه کړئ ده. زموږ زیاترو شاعرانو د خپل ښکلي او په زړه پورې  کلام، فهم ، پوهې او سپیڅلي انساني احساساتو او عواطفو په  وسیله  ټولنیز  اهداف او د ټولنې غوښتنې په ډیر انساني  او ظریفانه  بڼه بیان کړي دي.

شعر ویل اسان  کار  نه دی، ځانته یو ځانګړی استعداد غواړي او په دې  لاره کې  تلل مشکل کار دی.

خو پاک الله  د نورو  پیرزوینو تر څنګ سهیلا اصغري ته په  دغه برخه کې  هم یو ښکلې هنري او ادبي  استعداد او  ذوق  ورکړئ دی، چې په خپلو خوندورو شعرونو یې د پښتو ادب ډیوې بلې  ساتلی دي.

د سهیلا اصغري  په  شعرونو کې د ټولنیز ژوند بیلا بیلې  برخې، د انسان او انساني کرامت او د هیواد او هیواد والو سره ژوره  مینه، د ازادۍ،  د اتحاد، اتفاق او ملي وحدت  پیغامونه، د مینې ، محبت سوز او ګداز،  تصویرونه،  د طبیعیت د  مناظرو هنري ښکلا د غریبانو، بې وزلو ، خوارانو انسانانو سره زړه سوئ او خواخوږي  د شعر په خوندوره ژبه په ډیره ساده ، روانه او ظریفانه بڼه انځور شوي دي.

د بیلګې په توګه د دې د شعرونو دا بیتونه ګورو :

ستا په  تیږه  چې ســـر کیږدمه  بالښـــت شـــي

څـــه  آرام  رابانــدې  راشــي  څه  خــوبـــونـــه

څــــه  دمـــه  شـــــم  د هجــرونو له  ســــتړیاوو

څــه مــر هــم  شــي  ســتا د کلــیو  دیــدنــــونــه

او یا وایي :

دلته وفا له غوړو څڼو نه غوښتلی نشې

مستې شملې د وطن باد كې  رپيدلې ښې دي

او یا وایي:

ګرمې  تندې  پسې  څه  ښکلې  باران  شو

ستا  خندا په  شانې  لمر باندې چې  وران  شو

ستا  د  اوښکو  هر یو  څاڅکی  یې  را یاد  کړ

ګرم ګرم  مې چې لوند  داسې  ګریوان  شو

او یا وایي:

دا د شپو او ورځو خوشالۍ  راته  ماتم  شولې

دا د خندا اوښکې هر  سحر  پر  مخ شبنم  شولې

لوبو  کې مې  تا  سره  باقي  جهان  ته  پام  نه وو

ګوره، نابللې خنداګانې  راته  غم  شولې

او یا  وایي :

دا په مینه چې ځوریږم، دا د عقل  یوه  نیستي  ده

 دا د میو نشه نه ده  دا د مینې بد مستي  ده

 دا نن  ورځ  چې  ماښام شوې  دا د مستو ستورو شور دی

دا د ویر تاریکی  نه ده  تورتمونو  کې هستي ده

 دا چې سترګې خوني شوي  دا د غم له اوښکو نه  دي

دا د مینې  پورته  اوج دی  دا زما بت پرستي ده

او یا  وایي :

دا ګاونډي اغزي  باڼه  په سترګو بار غوندې شول

 هغه چي نه  تكراريدونكي  وو  تكرار غوندې شول

 انار زړګی مې  ورته  وسپړو ټټر مې سُور کړ

زړه ته  نژدې  یاران مې بيرته  په  فرار غوندې شول

 نور یې نغمې  د سلام نه راځې د لمر په  شانې

 يادونه بيا  كاږه سُرونه  د سيتار غوندې شول

او یا  وایي :

يا مي په تيارو کې د سحر رڼايي  بيا  راكړه

 يا مې  دې  بې  روحه  تن  ته  مسته  نوې ساه  راكړه

 يا مې  كلمه  كړه چې په  شونډو دې خوره  يمه

 یا دې په  يادونو  تصويرونو  كې  فنا  راكړه

 يا مې  يوه  ښكلې  بهانه  شه غزلونو  ته

 يا خپله غزل شه  په  ويلو يې  ثنا راكړه

 یا مې د  روانو امیدونو  چینه  وچه  کړه

یا راته  باران شه، نوبهار شه او ښکلا راکړه

او همداسې د دې نور شعرونه….

درنو دوستانو او د ادب مینه والو!

په پای کې غواړم ووایم:

زه د اغلې سهیلا اصغري د ټولنیز ، ادبي او فرهنګي کارنامو ته د درناوی وړاندې کولو ترڅنګ د مشرقي له فرهنګي ټولنې څخه د زړه له کومې مننه کوم چې د دغې فرهنګپالې ویاندې په  درناوی یې دا درنه او پرتمینه  غونډه جوړه کړئ ده.

اغلې سهیلا اصغري ته  د پاک  الله څخه خوشاله، نیکمرغه، سوکاله او برمیاله ژوند غواړم.د دې  د  نورو بریاوو او لا غوړیدو په هیله .

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود