مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

«
»

    دپاک تکبیر «الله اکبر» ترږغ لاند ی دتنظیمی جهادیانو غلا وی اووژنی  دوهمه برخه  :

                                                                                                    انجنیر سید عبدالقادر                   ۱۲ــ۴ــ۲۰۱۵                                                                                                                                                         په اسلام کی دتکبیر «الله اکبر» لومړی لوړ ږغ :                                         په لنډه توګه  ووایوچه داسلام ستر قاید نبی «علیه سلام»  دهجرت پراتم کال دروژی پر۱۷نیټه دخپلو صحا به لښکرو(مها جرین ا وانصاور) سره یوځای دمرالظهرڅخه دمکی پرلور روان سوو، او  دقریشو سره  حتا بیله کومی لفظی شخړی ټوله د مکی ښار ته ورننوتل۰دبتانو ترلیری کولواوماتولو  وروسته محمد«ص» پرکعبی شریفی  طواف ترسره کړ، ا وبیا دکعبی خونی ته په داسی حال کی ورننوتی، چه اسامه اوبلال هم ورسره ملګری وه ۰ هلته محمد« ص» لمونځ وکړ اودکعبی دخونی یوی اوبلی خوا ته په مختلیفوځاینوکی د «الله اکبرولا اله الاالله» په ویلویی شروع وکړل (۰سیرت رسول اکرم «ص» صفحه  ـ۵۵۲  ) ۰ په بل روایت کی را غلی دی ،کوم وخت چه محمد «ص» وبلال ته وویل چه ، دکعبی بام ته وخیژه او ا‌ذان وکړه ۰ وایی په دغه وخت کی هم اصحابو په لوړ اواز دتکبیر« الله اکبر » ږغ پورته کړ ۰داسی ویل کیږی چه  په لوړ اواز دتکبیر«الله اکبر» ناره  دالله پاک څخه درضایت اوشکرانی معنا هم افاده کوله ، ځکه چه دوی ته یی کامیابۍ ور په نصیب کړی وه ۰اوبیا راوروسته کی مسلمانانودمشرقینوسره دغزا پروخت  هم دالله اکبر ږغ پورته کاوه ۰ اوس به دلته  یوازی درې بیلګۍ دافغان مجاهدینو «جهادی غلو» اوایرانی «اخوندانو »  ښکاره غلاوی «دالله اکبر» ترنامه لاندی په لنډه توګه رانقل کړو:محترم لوستونکی باید ددې جهادی حنایت کا رانو په اړوند دافغان ملی ګټو په نظرکی نیولو سره قضاوت اوپریکړه وکړی،چه نه یوازی ددې جنایت کارو څخه بیرته عا مه شتمنی وا خیستل سی ،بلکه محکمی ته دبیت المال دچور ترڅنګ داسلام دبدنامی په تور هم معرفی سی۰دوی دتکبیر لوړی ناری دغلا کولو اوسیاسی توطیو پر وخت باندی دولس اوځنی وخت دحاظرینو دبیرلو له پاره کړی او کوی ،چه دا خپله داسلامی شریعت په وړاندی سپکاوی اوستر جرم بلل کید ایسی ۰داځکه چه دوی دغلااوسیاسی توطیو پر وخت دپاک خدای«ج» څخه رضایت ښکاره کوی ،چه دا خپله یولوی جرم دی ۰                 ۱ ــ کوم وخت چه دشیر پو رتاریخی تپه دجنا یت کارو جهادیانو اودغرب څخه راغلو تکنوکراتانو تر نا پاکه هجوم لاندی دنورودولتی مځکوپه څیر راغله، اوخپلو ځا نونو ته یی حتا دکا بل دښا ر دماستر پلان څخه هم  لیری اوبیله کانا لیز ایسیون څخه بلډنګونه جوړ کړل ۰دا تپه وروسته افغان ولس په ځانګړی تو ګه کابل ښا ریانو دشیر چور په نا مه یاده کړل۰خلګو وغوښتل چه دا تپه بیرته ددولت پلاس کی ولویږی ، اودا جنایت کاران محکمی ته معرفی او جزا ور کول سی ،د انتقادونو په پایله کی داقتصادی مافیاغیری مستقیم لارښود( کرزی )دافغان ملی ګټوڅخه لیری دیوه فرمان په زریعه ددې تاریخی کلتوری تپې دیوی بیسوی قیمت یولس زره ډالره وټاکی۰ اولوی څارنوالی ته یی وظیفه ورکړی وه چه د ۶میاشتو په وخت کی دا پیسې ځنی واخلی ۰وروسته جهادی غله په یوه تالار کی سره راغونډ سول، دنوروخبرو ترڅنګ یی په لوړ اواز د تکبیر  «الله اکبر »ناری وهلی ،اوویل یی موږ جهاد کړ دی ،موږ مجاهدین یو، څا رنوالی دروغ وایی موږ پیسی  ورکړیدی ۰دا ناری یی وکړی نوره قصه ځکه خلا صه سول ، چه کرزی هم  ددی ا مریکایی جهاد دغړ یتو ب افتخار لر ی ۰اوس مهال کی داتا ریخی اوکلتوری تپه ددی جنایت کارانو هستوګنځی سوله ۰ دتاریخ په ځینو کرښو کی ویل سوی دی، چه داسیمه په۱۸۴۰ م کال کی  یوپوځی مرکزوو،اوانګلیسانوهم په دووجګړوکی  دافغانانو په ځپلو کی دشیرپور دتپی څخه استفاده کړی ده ۰دا تپه نوره هم  هغه وخت دیوه تاریخی برم اودبدبې خاونده سول ،کوم وخت چه وزیر محمد اکبر خان  دانګر یانو ویسرا ( سیاسی اوپوځی مشر میکناټن ) سره دانګر زیانو دوتلو په اړوند ملاقات درلودلی۰میکناټن دا تپې ته په داسی وخت کی وزیر محمد اکبر خان ته ورغلی چه یو کنډک یی دمحافظت له پاره تر تپې لاندی ځای پرځای کړی وو، کوم وخت چه ددوی خبرو زور واخیست اومکناټن هغه وعده چه یی دده سره یی کړی وه چه خپل عسکر به باسی ،یوپوچ دروغ و ختل ، اومکناټن غوښتل چه پروزیر محمد اکبر خان باندی حمله وکړی ،ده سمد لاسه دتوپا نچی فیر پر وکړ،اوژوندیی ځنی واخیست۰ چه داپیښه دانګریزانو دپاره یو نه تلافی کیدونکی ګزار وو۰ باید وول سی چه ، دشهید ډاکتر نجیب لله دحاکمیت ترچپه کولو پوری داتپه دملی دفاع  په وزارت پوری اړوند یوه عسکری قطعه پکښی ځای پرځای وه ،داتپه نه یوازی دپوځی سو ق الجیشی له کبله دملی دفاع وزارت ته داهمیت وړوه، بلکه تاریخی اهمیت نورهم هغه وخت ډیر سوو،چه پر دې تپه باندی انګریزی ویسرا هم دسترمجاهد وزیر محمد اکبر په لاس دمنځه تللی دی۰                                          ۲ــ دافغانستان دهریرود داوبوغلا دپاک تکبیر «الله اکبر» ترږغ لاندی: په لنډه توګه به ووایو،دسلمابند چه دهرات دښار دشما ل شرق په ۱۸۰کیلومتره کی دچشت په ولسوالی  کی  دهریرود پرمسیر«جریان» با ندی   په ۱۳۵۴ کال کی دهندوستان ددولت سره دیوقرارداد له مخی  دجوړیدو تهداب کښیښول سوو۰ددې بند په جو ړیدوسره کیدلایسی ۴۲میګا واټ برق اوتر «۲۰۰» زره جریبه پوری مځکه اوبه سی ۰دبرق څخه یی فراه،نیمروز اوبادغیس ولایتونو هم  ګټه پورته کولایسوای ۰متا سفانه چه د پردوپه لمسون دافغان جنایت کارومجاهدینودحملو په نتیجه کی ددې لویی اقتصادی پروژی بشپړیدو کاریی تراوسه پوری هم  پای ته نه دی رسیدلی ۰ هریرود۱۱۲۴کیلو متره طول لری چه ۵۶۰کیلومتره یی په افغانستان کی اوهم ۶۰کیلومتره د افغا نستان اوایران په مشترک مرز کی لاره وهی ۰دکلونو را هیسی دهریرود دمیلیاردونو متر مکعب اوبوڅخه ایران اوتر کمنستان ګټه په داسی حال کی پورته کوی، چه دهریرود داوبو اصلی سرچنه  د افغانستان دمرکزی غرنو «هندو کش» څخه ده  ۰په۱۳۷۹ کال کی ایران او ترکمنستان دنړیوالو قبول سوو قوانیو څخه په ښکاره سرلغړونه ،  په ایران کی د هریرود دابو پر جریان باندی د دوستی دبند په نامه خپل ترمنځ یو قرار داد امضا،او په۱۳۸۴کال کی  دبند تر جوړیدو وروسته ددواړو هیوادو ولس مشرانو دا بند افتطاح کړ ۰ اوپه ۱۳۸۸ کال کی دمشهد وښار ته دهریرود داوبو دجریان د رسیدلو پمپ سټیشن په داسی حال کی داحمدی نیژاد له خوا  افتطاح سوو،چه حاضرونو اوولسمشر یی د دې ښکاره غلا پر وخت  په لوړ اواز د«الله اکبر » ناری وهلی ۰پاکستان  له دی پلوه دسلما دبند په ساحه کی بې امنی جوړوی،چه دیوه اړخه افغان ولس دداسی لویی اقتصادی پروژی دګټی څخه محروم کړی ،اودبله اړخه دهند سره دافغانستان نیژدی والی ته  ضربه ورکړی ۰ایران بیا دخپلو نامشروع اقتصادی ګټو له کبله دد ی پروژې په ساحه کی بې امنی جوړه وی ۰،ددې بې امنیو د اصلی عامیلینو یعنی جها دی تنظیمو نو ترڅنګ  تورن اسماعیل ځکه لوی رول بازی کړی دی ، چه دایران داستخبا راتو ځانګړی استازی دی  ۰       ۳  ــ په ۱۳۵۸ کال کی  دحوت پرڅلرمه دجمعی په ورځ دسهار دنهوبجو په شا وخواکی دخبل دفتر پرلورروان سوم ۰ په دغه وخت کی ما دحفظ الصیحه محیطی دریاست دمعاون په توګه دنده مخ ته بیوله ۰ دا رياست په خوشحال مينه کي  دسيلو په مقابل کي موقعيت درلودلي  ۰ کوم وخت چی رياست ته ورسيدم ،دپوليسو يوسرباز چی ددې رياست د امنيت دنده يي په غاړه درلوده ،پس له سلام څخه مي دخيريت پوښتنه ځني وکړه ، چی سلاح دې چیری د ه ، ده په ځواب کي راته وويل ،چی دشپي اشرارو په رياست باندي حمله وکړه سلاح یی زما څخه واخستله ،دا ځکه چی ماته دحوزي له لوري دفیرامر نه ووسوي ۰ وروسته درياست وحويلي ته ننوتلم ،او ټول دفترونه مي دنژدي وليدل ۰اوهم دغو اشرارو په دغه شپه باندي درياست ټول شيان ( چی دملت دشتمنيو ) يوه کوچني برخه وه وړي يي وه ۰ دغه رياست ځکه ډير لوکس لوازم درلودل ،چی د يو نسيف کومکونه ورسره جاري وه ۰ په دې رياست کي لوکس لوي دفتري قاليني دګيستيتنر دوه ماشينه ، دليکلو ټيپونه او لوکس فرنيچر موجود وه ۰ ماسرباز ته وويل ،چی دغه لوي قاليني او فارنيچر يي څنګه وړل ، ده په ځواب کي راته وويل : چی قاليني یی په دوو دوو نفرو باندي نيولي وی د الله اکبر ناري يي وهلي ،او دافشارو خوا ته يي ځغلولی ۰ دحوت ددریمی په شپه دالله اکبر ترنامه لاندی دآی اس آی نوکرانو دکابل دښار دډیرو دولتی دفترونو ډیرشیان چورکړل ، چه داټوله دبیت المال یوه برخه بلل کیږی۰                   تمت باا لخیر