کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

دزمانې څړخونه، د ژوند اړخونه

 

نوي کـــــــــیسې

لونګ اوبنګ

په دوه ټوکه کي

 

لیکوال: معلم عـــــــبدالقیوم

۱۳۹۴هـ ل

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

مننه:

 

په سرکي غواړم  له هغو ښاغلو او قدرمنو دوستانو څخه مننه وکړم چي زما دغه  څو لیکلي جملې ئې تر چاپ  کولو مخکي په خورا مینه  سره و لوستې،  دوی هر یوه جلا جلا زه دې ته هڅولی یم چي لیکلنې ته دوام ورکړم. هم ئې  د دې لیکني د ښه والي او تکمیلولو  د پاره لار ښووني  راته کړېدي. هغوی  هر یوه:ښاغلي ډاکترصاحب “وطندار”، ښاغلي عبدالرحمن ” بسام ”  صاحب ،ښاغلي پوهنمل حاجي محمد “نوزادي”  صاحب، ښاغلی استاد عبدالرحمان “رحماني ” صاحب ، دکابل  پوهنتون مخکني استاد ښاغلي محمد شریف “هیواد دوست”  صاحب ،تکړه لیکوال او شاعر محمد عاریف “خزان ” صاحب. پدې توګه ښاغلي عبدالقیوم “نورزي” صاحب څخه مننه چي  هر وخت به ئې د تلیفون دلاري زما د لیکني په باب معلومات او وضاحت  غوښتی، تر هغه وروسته به ئې په تفصيل سره خپل نظر راسره شریکوی. بلې ښاغلي “خزان ” صاحب  د دې لیکني  د لیک دود د درست والي په برخه کي ډېره خواري کړېده. د دوی  ټولوڅخه د منني علاوه هریوه ته د ښه ژوند غوښتونکی یم.

چي را څخه پاته نسي  د لته د خپلي میرمني د همکاریو یاد کوم چي د ګډ ژوند له هغه لمړۍ ورځي  څخه په هوښیارۍ اومړانه زما  د څو څو ځله  تبديلیو ،بې کاریو ،څو ځلي زخمي کیدو، څوځله  او په کلونو بندي ګیریوچي هرځل به مي دخلاصون اوژوندی پاته کیدو تمه نه وه، اوبیاڅوځلي فرار کیدو په داټولو سختو شپوکي ئې هیڅ وخت راته ونه ویل چي نوره ستړې یم.

بلکي خپله دمعلمی وظیفه ئې پر مخ وړل،زه  ئې په محبسونو کي هم چا ته محتاج نه یم پرې اېښئ، او لویه خبره ئې لا دا چي اولادونه ئې ساتل،او مکتبونه ئې په لوستل.د خپلو څلوروو  واړو اولادونو څخه ترحد زیات خوښ یم چي اوس ئې  د ژوند کولو مناسب شرایط راته برابر کړي او هم مي د کتابونو د چاپ لګښت هر ځل ورکوي.خدای دي زما هر دوست ته همداسي اولادونه ورکړي.

په زیات درنښت!

عبدالقیوم

 

د مقدمې پرځای

 

دا به ډېر سخت کار وي ما اوهر بل کس ته چي په یوه نا برابره ټولنه کي، هلته چي بیوزله ولسونه یي د خپل ژوند په هره برخه  کي لکه: فکر،مذهب،سیاست، حکومت، اقتصاد، کلتور او نور … هر څه ئې،  د پردو پرستو ټوپکوالو، مافیائې او جاسوسو کړیو تر سخت ظلم، وحشت او وحشیانه بیرېدونکي  او زیا تيدونکي فشار لاندي په سختۍ نفس کاږي.  په داسي پیچلو او مغلقو شرایطو کي  راګیر یو لیکوال  به څنګه وکولاي سي، د ظالمانو له خوا د هغوی د غیر انساني،غیري اسلامي او غیر اخلاقي  کړنود سرته رسولو څخه بشپړه پرده پورته  او دهغوي څیرې  ولسونو ته لڅي او بر بندي کړي؟

یا دي  دهغوی”نارواوي”د کاغذ پر مخ د لیکني په بڼه تر خلګو پوري ورسولای سي.

په ټولنه کي لرو ډېر شمیر لیکوال، چي هیله ئې  ده که وکولای سي د خپلو خلګو ذهنیتونه په واقعیت ویلو او لیکلو سره څه روښانه کړي، پدې هیله، که دوی و کولای سي،خپل هیوادوال وپوهوي، چي څنګه هغوی  په بې خبري کي د دښمنانو د دسیسو  همیشه ښکار وې.

موږ  افغانان په یوه غریبه او د علمه لیري پا ته ساتل سوې ټولنه کي ژوند لرو تر څو چي  د پردو په مټ ولاړ خائین ،جاسوس  او د خدایه  نه بیرېدونکي ظالمان  پر واک وي نو لیکوالو ته د حقیقتونو را لڅول ستونزمن کار دئ.

د زمانې د ټګانو، جاسوسانو، ظالمانو، خاېینانو او وژونکو د مخه پرده پورته کول او د هغوي اصلي څیرې خلګو ته ښودل، هغه وخت ښه کیدای سي چي ولسونه وېښ وي. لا تر اوسه زموږ لیکوال مجبور دي په خپلو لیکنو کي د زمانې د ټګانو نومونه مستعار ولیکي، مخامخ ګوته چا ته نه سي نیولای، د کیسې سیمه او ځاي نه سي ښوولای.  دا ټولي ستونزې د لیکوال مخې ته پرتې دي.

که څه چي زموږ په ټولنه کي له پخوا څخه هم زورواکو خپل ظلمونه د هیچا د سترګو څخه پټ نه تر سره کول. ځکه  هغوی هیڅ بیره ئې  د چا نه لرل، زورور او جابر د خپلو ظالمانه کړنو د توجیه کولو، عملي کولو او ځانو ته د برأت د پاره هغه وسله په لاس کي لرل اولري، چي هر وخت به ئې د هغي په مرسته د ټولني د پرمختګ لاره په اسانی سره بندوله.

د دوی د دې وسلې په وړاندي هیڅ بله “وسله ” مقابله او سیالي نسي کولای.  یوازنۍ “وسله “چي د دوی د وسلې په وړاندي باید و کارول سي هغه  علم او پوهه  ده  چي  ولسونه باندي سمبال سي، چي په خواشنی سره موږ داسي” وسله ” لا تر اوسه هم  په ولس کي نه ده وېشل سوې.لا مو ولسونه بې وسلې(بې زده کړو) دي.

په هغو بشري ټولنو کي چي اقتصادي او تولیدي زېر بناوي ئې په څو اشخاصو او یا د ټولني په ځانګړو کړیو پوري تړلي وي؛ هلته په ژوند پوري تړلي ټولي مسلي (ټولنیزی، سیاسی، مذهبي او کلتوری) د اقتصاد پر لور خپله ور لغړي او جوت د اقتصاد تر اغیزي لاندي وي.  

پس د مظالمو او ظلمونو مخالف احساس لرونکي لیکوال هم د دغسي ټولني غړی دی.  هغوی له دې کبله چي دوی  هم ځانته ژوند او ټولنیزي اړیکي لري او دهغو تر اغیزي  لاندي وي.  دا چي لیکوال د ټولني د عادي انسانانو په نسبت د خپلي هغه لږ او یا ډېري پوهي په برکت د ظالم په پټو او لوڅو موخونو چي د بیوزلو ولسونو سره ئې خائنین کوي پوهیږي.  دوی د خپلي پوهي په  اندازه تر عادي خلګو په ټولنه کي د بي عدالتیو څخه زیات ځورېږي. هغه پدې چي دا ئې درک کړې وي چي ظلمونه ظلمان کوي نه د خدای تعالی لخوا را باندي نازل ، پس  د خپلي ځورېدني او د ظالم څخه د کرکي د څرګندوني وسیله ئې خپل قلم وي.  په یوه شکل د شکلونو خپل زړونه خالي کوي.

څوک خپل نظریات د شعر په قالب کي  د قلم تر څوکه راباسي او څوک ئې د نثر په شکل.  ماهر اشخاص په ښکلو بیتو او پخو جملو کي خپله موخه را نغاړي او د خلګو تر غوږو ئې رسوي. ما په خپله  دې لیکنه کي کوښښ کړې دئ د خپلي ټولني او ټولیز ژوند څخه یو عکس واخلم او تاسي ته ئې  در وښیم چي  زموږ  پر ولس څه  په څه چل تیر سول اوڅه تیریږي دکمه دغه بدبختئ راځي او څوک ئې چاغوي. چي ورور دورور،زوی د پلار په  وړاندي جنګیږي؟ په کیسوکي خیالي څه نسته واقعي پیښي دي. ماغوندي خلګ چي خپل مطلب ترتا سو پوري رسول غواړی، هرڅوک د خپل توان په پیمانه یو څه لیکي، د لیکلو د پند او هنر کمزوري به ئې لوستونکي ورته بخښي.  

دنیک بخته راتلونکي  ژوند خاوندان سۍ!

تقریظ:

د دوو کیسو په با ب:

 

هر انسان د خپل فکري وس په اندازه د یو نه یوه کمال او هنر خاوند وي. کولاي سي د ځان، ټولني او ان دا چي د نړۍ په اړه یو څه فکر وکړي.

د ښو او بدو څخه ئې په خپلو فکرونو کي د ښو او بدو پدیدو خاطرې واړوي او راواړوي او کله نا کله د ټولني او خپل ژوندانه ناخوالي یا په ویلو او یا هم په لیکلو کي په ډېر هنري شکل څرګند کړي.

نو ځکه کله همدا راز انسانان د خپلو خیالونو په بهیر کي په نوښتو ډکو لیکنو او څیړنو لاس پوري کوي. دا هغه انسانان دي چي نه یواځې د کمال او هنر خاوندان به وي. بلکي د کسبي کمالاتو تر څنګ څښتن تعالي فطرتي او قدرتي وړتیا هم ور په برخه کړې وي. نو ځکه بیا همدا لیکوالان، ادیبان او پوهان دي چي د ټولني ناخوالو ته ځیر کیږي په انسان مین وي او د مظلومو انسانانو د ملاتړ په ترڅ کي په مبارزو، لیکنو او ویناوو پیل کوي، چي په ټولنه کي د نوښت او د یون سبب ګرځي.

یو له داسي انسانانو څخه پرته له مبالغې څخه ویلي شم چي پوخ علمي او ادبي لیکوال ښاغلي عبدالقیوم دی.

کله چي مي د لومړي ځل لپاره د ده له درو چاپ شوو اثارو څخه دوه چاپ شوي اثرونه “استبداد” او”د کندهارغښتلي نامیان” په نامه ولوستل، بیخي راته جوته شوه چي دی یو پوخ لیکوال دی او په خپله ټولنه کي یو پوخ سیاستوال هم.

لیکوال د خپلو لیکنو په بهیر کي د ټولني ټول رنځونه، کړاوونه او هر راز ناخوالي په خورا دقت او مهارت سره څرګندي کړي دي. خپله لیکوال هم په خپل ژوندانه کي له خورا سختو کړاوونو، ربړونو او ناخوالو سره مخامخ شوئ،خو خپلي مبارزې او حوصله مندۍ ته ئې دوام ور کړی دئ.  وګورئ سراسر “استبداد” د لیکونو اثر ته؛ تاسي ته به هر څه په خپله څرګند شي.

کله چي ما ته د نوموړي دوست د یو بل اثر پاڼې “ دوې کیسې” چي د دوو داستانونو پخه لیکنه ده، لاس ته راغلی، هغه راته وویل، چي دا به ولولې او یو څه به پرې ولیکې.  د محترم لیکوال په دې خبره خوشاله شوم چي دا پاڼې ولولم، خو وارخطا په دې شوم چي د داسي پیاوړي لیکوال په لیکنه به زه کمزوری څه ولیکم. خو خیر، په لوستلو مې پیل وکړ. لوستلو ئې سخت له ځان سره یوړم، ځکه ډېر خوندور لیکل شوي و، او که رښتیا ووایم، هره پاڼه مې چي لوستله، ورسره جوخت مې اوښکي له سترګو بې اختیاره توییدې.

دومره ئې لیوال شوم چي درې ځله مې په مینه او وینه په شوق سره ولوست  او که لنډه ئې کړم نو د لوستلو په ترڅ کي دغه لاندي څو ټکي چي زما په اند سره د داستان د پیاوړتیا او ادبي خوځښت په کي له ورایه ځلیږي، ولیکم:

۱. که چیرې وغواړو د داستانونو د لوستلو په ترڅ کي د دغه اثر د لیکوال، ادبي او د لیکنو هنري پیاوړتیا څرګنده او ثابته کړو نو ګورو چي خپله لیکوال د خپلو هنري لیکنو په هره کلمه او په هر توري خورا ټینګ تسلط او لاس بری لري او د داستان په کانفلکس”confelex” او غوټه خلاصولو کي دومره پیاوړی تللی چي هر لوستونکی داسي له ځانه سره اخلي چي خامخا به ئې تر پایه په مینه سره لولي.

بله خبره دا چي لیکوال دومره په خپلو لیکنو پوخ او حاکم دی چي د ټولني او کلیوالي ژوندانه لوړي او ژوري ئې او هر راز ناخوالي ئې د بیلو بیلو سیاسي رژیمونو په لړ کي په خورا ادبي او هنري قوت سره څیړلي او هر څه ئې روښانه کړي دي.

۲. دغه ادبي اثر په خورا سلیس او روانه توګه د خلګو په ژبه لیکل شوی چي لږ څیز پوهه کسان ئې هم ولولي، د داستان په موخه او مفهوم اوچته پوهیږي او سرئې پرې خلاصیږي چي ټولنه کي په تیره بیا زموږ په ټولنه کي څه بیلا بیلو ناخوالو او کړاونو تر چتر لاندي زموږ بیوزله ولس کړیږي او له منځه ځي.

۳. هر لوستونکی د داستان په لوستلو داسي فکر کوي چي دی پخپله د داستان غړی دی، چي دا د لیکني ادبي ځانګړتیا او قوت ښئي.

۴. داستان کي مبالغه بیخي نشته، هر څه ریالیستکي بڼه لري او داسي ښکاري چي لیکوال په خپلو سترګو هر څه لیدلي او کټ مټ ئې په خپلو لیکنو کي په هنري چوکاټ کي ځاي ورکړی دی.

۵. څنګه چي پورته ورته اشاره وشوه، داستان په غوڅه توګه ریالستیکي اړخ لري او د ادبي ریالیزم له ښوونځی څخه په علمي توګه برخمن دی.

۶. ځیني لوستونکي ښائې داسي فکر وکړي چي لیکوال یو کلیوالي لیکوال دی او هسي په کلیوالي کیسو بوخت شوی مګر زه په ډاګه وایم چي هنري او ادبي ځانګړتیا او پیاوړتیا په همدغي ټکي کي نغښتې، چي لیکوال په خپلو لیکنو کي دومره ماهر دی چي د یوه کلي استبداد او کړاونه او ناخوالي ئې داسي انځور کړي چي په ټول هیواد او ان دا چي په نړۍ کي ئې استبداد او استبدادي رژیمونو ته خوله ماتوونکی جواب ورکړی دی.

نو ځکه د لیکني ځانګړتیا په دې کي هم پرته ده چي داستان د ټولني په ژبه او خوږه لهجه په امانت دارۍ سره لیکل شوی.

۷. تر کومه وسه چي ما د محترم معلم صاحب عبدالقیوم خان دغه اثر چي دوو داستانونو کي نغښتی “ دوې کیسې” “لونګ وبنګ” ولوستې، نه یوازي یو ادبي او هنري لیکنه ده بلکې که چیري د سینمایي هنرمندانو او فلم جوړونکو شخصیتونو لاس ته ولویږي او د فلم او سینما په هنر کي ځای ورکړي، خورا قوي سینمایي داستان به پرې جوړ شي، چي حتا هنرمندان به ئې د سینما او فلم په اسمان کي لکه ستوري وځلیږي.

په همدې ځاي خپلې خبرې لنډوم، ګران لوستونکي به ئې په خپله ولولِي چي دغه دوه داستانونه څومره انقلابي خوځښت او څومره په ټولنه کي د بدلون یون په جوشیدو راولي.

نو زه په پاي کي د ښاغلي معلم صاحب عبدالقیوم د لیکنو ادبي نړۍ، نه یوازي ستایم او په دې لار کي د ده زیات بریالیتوب او پیاوړتیا غواړم، بلکي ترې هیله لرم چي تل خپل قلم همدا راز ځغلنده او پیاوړي وساتي او په خپلو لیکنو خپل لوستونکي په لوستولو بوخت کړي.  دا احسان به ئې ابده تر ابده زموږ په غاړه وي.

په خورا درنښت

د کابل پوهنتون مخکني استاد،

محمد شریف” هیواد دوست”

2015،12،6 م

لمړی ټوک

اوله  کیسه

لونګ

یوازی پنځوس کاله پخوا وښار ته نژدې د ډېرو بیوزلو کورنیو په شان د لونګ پلار اکبر هم په یوې غریبې کورنۍ کي د ژمي په یوه سړه او تیاره شپه کي چي نه څراغ و، نه دوا، نه ډاکټر و، نه روغتون؛ پر سپیره ډاګ، لڅه مځکه، خړو خاورو له موره وزېږېدی.

اکبر د خپلي زوکړي له هغه لومړنۍ ورځي څخه په لوږه او خواریو کي راګیرغټیدئ. د هیواد د نورو غریبو انسانانو په ډول د ژوند سختیو، ستونزو، خواریو او نیستیو داسي وټکاوه، چي په وروسته کي د جوشي خښتي غوندي  پوخ او کلک سو.

لا پوره غټ سوی هم نه و، چي پلار ئې  ورته د یوه بل تر ځان لا هم غریب سړی وړه لور ورپه نامه کړه. اکبر او پلار ئې  لا په ګډه، د ولور یوه څنډه ادا کړې نه وه چي په بلي پیښي واوښتل.

متل دی وائې چي ډبره د یتیم له سره نه چپیږي. دا دئ د اکبر مور او پلار غبرګ د وبا په کال د وبا ناروغۍ ووهل او مړه سول. اکبر یوازي   او یتیم پاته سو. خسر ئې  چي د اکبر د پلار رښتونۍ یار او اشنا و، ويی لیدل چي زوم ئې  یتیم پاته سوی، هغه ئې  خپل کور ته راووست، او خپله لور ئې  بې    له ولور اخیستلوڅخه ور واده کړه.

اکبر او ښځي ئې  تر واده وروسته ډېر اولادونه وزېږول، مګر اولادونه ئې  نه پاییدل.

په کلیوالو کي عام او مسلط ذهنیت داسي را جوړ و، د هغو بیوزله خلګو چي اولادونه به ئې  نه پاېیدل، پر هغوی به یو بل زیاتي  تور او تومت تړل کیدئ.

ویل کیده به چي پر دوی د رب قهر نازل سوی دئ؛ پر دوی د پټو بلاوو، پیریانو او خبیثه ارواوو اثر پروت دئ. دا ښځه او سړی پر درانه ځای ختلي دي… او داسي نور نور تورونه.

په کلیوالو کي د دغه ډول پاخه منفي ذهنیتونو اغیزي موجودي وي، چي اکبر او ښځه ئې  مجبوره سول، د خپل اولاد د پایښت په هیله هره ورځ پر فرضو لمونځونو سربیره نفلې لمونځونه هم وکړي. بیا به دواړه جوړه پر زیارتونو، تعویذګرو، سیدانو او پیرانو باندي هم ګرځیدل. هر چیري او د هر چا څخه به ئې   دا یو خواست او یوه غوښتنه لرله:

– د اولاد د پایښت له پاره دعا، دم، چوف، تعویذونه، څاښتونه، پلیتې او توبندونه.

د ټولو هغو مړو د قبرونو له سرو څخه د خوردې اخیستل، د ډېرو هغو پیرانو دربارونو ته په هیله ورتګ چي نومونه به ئې  د خلګو په خولو کي وو، او خلکو به د هغو په باب داسي ویل:

– هغه پلانی پیر نه دی! اه، د ده قربان سم، د رب نازولئ دی، ټول پیریان ده مسخر او تابع کړي دي!

یا هغو پیرانو ته چي لوی لوی لنګرونه ئې  چلیدل، له مځکي   او اسمانه به خلګو ورته پیسې، غوائې، پسونه، چرګان، اسان، اوښان او حتا لوړني د دروږو په نوم ور وړلې.

اکبر او ښځي ته به ئې  چي څه لاس ته ورتلل، ودغسي لویو پیرانو ته ور وړل.

د هغو په دربار کي به ئې  شپې او ورځي تیرولې. په دربار کي به ئې  د دربار کارونه سر ته رسول، څو د پیر ښه پاملرنه ځان ته را واړوي او خدای هم ځیني راضي سي.

بالاخره، په ډېرو بې ګټو ګرځیدو، راګرځیدو، دروږو او شکرانو ورکولو باندي ستړي، مفلس او ناهیلي سول. وروسته له ډېرو ستړیاوو، سرګردانیو او خواشينیو ګاللو په ولس کي د منل سوي متل سره سم ئې   تن وتقدېر ته وسپاره. پر دې خبره په ظاهره دواړه سره سلا سول: “چي نه کوي حبیب، نو څه به وکي خوار طبیب.” نور نو اکبر او ښځي ئې  د فکر د خرابوالي، لوږو او کم ځواکو خوړو او خواریو په سبب مایوسه او د میني، محبت، د میړه او ماینې تر منځ د اړیکو چلونه یو مخ هیره کړل.

د اکبر به هلته نورهم خولک تنګ سو، چي د خپل کور د باندي په کوڅه کي به ئې  د خپلو تربرونو، خان، ملک، او پیر اولادونه لیدل چي هر یوه به سور او سپین مخ ناست و، او یا به ګرځیدل. او هر کال به ئې  یو بل کوچنی هم زیږاوه.

د غریبۍ او ډېرو نورو خواریو سربیره، د اولاد نه لرلو ئې  له ژوند څخه زړه ور تور کړی و. په مغزو کي چي ئې  هر څه و، هغه به و، خو کله نا کله به ئې  تر خوله یوه د خواشینۍ خبره هم را ووتله:

– خدایه! دا موږ بیوزله بنده ګان دي یوازي   خواریو او غمو ته پیدا کړي یو؟

 په دغه ډول ښځې چي ئې   وخپل یو وزری ناروغ میړه ته کتل، ډېره زوکلیدله. سربیره پر هغه چي اولاد ئې  نه لاره، د خپل راتلونکی ژوند څخه ئې  وهم او بیره هم درلودل او د ځانه سره به ئې  ګروم کاوه. هر وخت به د ځانه سره ګډه وه:

– که خدای مه کړه، سبا مي د ا میړه نه وي، د میړه تربرونه او میراث خواره به زما سره څه وکي؟ ایا زما سره به هم داسي وکي لکه د “ببوګلي خاله” سره چي میراث خورو وکړل؟ یا، یا، زما خدایه! مه مي سر توره وه، که به سر توره کیږم، ما ته نو مرګ راکړه.

وخت ناوخته خو به ئې  خپل سر، سر تورکړ، او غبرګ لاسونه به ئې  پورته کړل، اسمان ته به ئې  خوله ونیوله. هیڅوک نه پوهیدل چي هغې به لا څه ویل؟ خو یوه خبره ښکاره وه چي ښځه د اولاد په نه لرلو زورېده او ورځ تر بلي ئې  خپل وزن بایلۍ او د بدن غوښه به ئې   توی او اوبه کیده.

د میړه او ماینې دواړو څخه خوب له سترګو الوتۍ و، شپه او ورځ په فکر او سودا کي وو. دوه درې کاله اکبر او ښځه ئې  یو له بل څخه جلا بیدیدل.

یوه ورځ سهار وختي چي ښځه له خوبه را پورته سوه، ډېره خوشحاله ښکارېده. اکبر ولیدل چي ښځه ئې  نن خوشحاله ده، غوښتل ئې   د خوشحالۍ په سبب ئې  پوه سي. هغه لا ښځه نه وه پوښتلې، چي ښځي خپل میړه ته داسي وویل:

– اه سړیه! واوره؛ یوه خبره درته کوم، ته به نو  وائې   چي څه خبره به وي؟ او یا بل ډول فکر و نه کې. که څه هم ما او تا خو ژبه کړې وه، چي نور به اولادونه نه زیږوو. مګر یو اولاد به پیدا کوو، هغه په دې چي برائې شپه، په خوب کي یوه نورانی سپین ږيري سړي داسي را ته وویل:

– د الله (ج) له درباره نا امیده نه سي، تا ته به  لونګ درکړي او هغه به د خیره سره لوی  سي.

د اکبر ښځي زیاته کړه:

– زه باور لرم چي دې نورانی سړي به رښتیا را ته ویلي وي. وګوره! که دا ځل په رښتیا الله (ج ) ما او تا ته زوی را کړئ، فکر دي وي چي هیر ئې نه کړي، هغه وخت چي ملا صاحب ئې   په غوږ کي اذان ورکوي، نو سمدستي ورته ووایه چي د لونګ نوم پرې کښیږدي. هیر دي نه سي.

هغې بیا پر اکبر تاکید وکړ:

– ګوره، هیر ئې  نه کړې!

اکبر هم د سپيڅلی او کلکي عقیدې خاوند ؤ، د خپلي ښځي خبره ئې   زړه ته تیره سوه او ټینګ باوري سو، چي خدای به زوی ورکړي.

کال داسي تیر سو، لکه یو ګړی. د ښځي زوی وسو. دا دئ وروسته له ډېرو کلونو له تیرېدو پس یو ځل بیا د اکبر د خوني پر بام سهار وختي درې نارې وسوې:

– د خدای له داده، د مړو له یاده، د اکبر زوی وسو!

دا درې نارې ټول کلي واورېدې. دا هیله خو د دوی پوره سوه. خدای (ج) دوی ته زوی ورکړی. سهار چي د نوي پیدا سوي هلک پلار اکبر خپل زوی په خپلو ډنګرو لاسونو په غیږه کي نیولی مسجد ته په دې نیت وروړئ، چي ملا صاحب به ئې  په غوږ کي اذان ور وکي. خو ملا صاحب چي سهار تر اذان مخکي د اکبر د زوی د  زېږېدو ناره اورېدلې وه، نو د اکبر په لیدو پوه سو، چي د مسجد پر لور ئې  نوی پیدا سوی زوی را اخیستۍ دئ.

مګر بل څه ورسره نسته، مانا دا چي اکبر په خالي لاس ور روان دئ.

ملا خپل یوه چړي ته ورږغ کړه، ورته وئې ویل:

–  هلکه ورسه، د “اکبرګي”  د زوی په غوږ کي اذان ور وکړه.

اکبر چي د ملا صاحب سپکه لفظ “اکبرګي” واورېدی، خو څه ئې  ونه ویل. چړي د هلک په غوږ کي آذان وکئ. که څه هم چي اکبر د ملا په کړو خپه سوی و، بیا هم د ملا پر خوا ورغلې، هغه ته ئې  په عاجزانه او کمینی سره وویل:

– ملا صاحب،  زما او د مور ئې د هلک دپاره د لونګ نوم خوښ دی، دغه نوم پر کښیږده.

خو ملا صاحب له دې کبله چي اکبر تش لاس ورغلی و، خپه و. هغه پر هلک باندي د نوم له ایښولو څخه انکار وکړ.

اکبر د ملا څخه پوښتنه وکړه چي ولي نوم نه باندي ږدې؟ ملا ورته وویل:

– اکبره! د هلک په غوږ کي خو مو اذان مفت درته وکړئ، بس دي نه دي؟ د نوم ایښولو میوه او شیرېني دي هم نه ده راوړې او بل د لونګ د نوم سره خو د “عبدال” او “محمد” توري نسته.

اکبر ته هغه د پښتو متلونه چي تربرو به ئې  هر وخت په قصدي توګه د ده مخ ته تکرارول: “هستي کوي مستي”، “چی نه لري سړي، نه دي کورت خوري نه غوړي” وریاد سول. اکبر په پټه خوله او خپه زړه هلک کور ته راوړۍ او د خپلي ښځي څخه ئې  خبره پټه وساتله.

اکبر خپلي ښځي ته وویل:

– الحمدالله چي خدای پاک ما و تا ته زوی را کئ، نور نو زموږ پر مینه میراث خور پیدا سو، که زه مړ هم سم، په تا به مي فکر خراب نه وي  او ستا پر لور به مي سترګي کږې نه وي.

اکبر خو هر څه په غوږو اورېدل او د سر په سترګو لیدل. کوم وخت چي به د کلي  د یوه ماړه په کور کي هلک وزېږېدئ، سهار وختي پر بام تر درو نارو سربیره، څاښت به د ټوپکو ډزونه کیدل، خوشحالۍ به وي، ملا صاحب او چړیان به تر لمانځه وروسته د یو شمیر مړو سره یو ځا ی د خان سراچې  ته ورتلل، د هلک په غوږ کي به ئې  هلته اذان ور کاوه، ماښام به نشره ویل کیده، نوم به اېښول کیدی، مبارکۍ به وې، او شیرېنۍ به وېشل کیدې.

اکبر به وویل:

– ای زموږ خدایه! موږ دي په کومه ګناه او د چاه په ګناه نیولي یو؟

خیر، اکبر خپل زوی د لونګ په نوم ونوماوه. اکبر چي په دوو لاسونو یو څه ګټل، هغه ئې  په خپل زوی لګول. لونګ د “لونګ” په شان د مور په مهربانه او پاکه غیږه کي او د خپل پلار تر سیوری لاندي  راوغوړیدئ. له مور او پلار څخه ئې  د ژوند کولو لومړي حرکات او ډولونه لکه خوړل، خبري کول، شفقت او مهربانی زده کړل.

لونګ په خاورو کي تر خاړپوڅو کولو وروسته، ولاړ سو او قدم ئې  واخیست؛ یوه نیمه خبره ئې  زده کړه. ژر  د کوره کوڅې ته راووت. په خاورو او خټو کي د نورو کوچنیانو سره په ټولنه ورګډ سو؛ د همزولو سره په خبرو او لوبو بوخت سو. هغه په کوڅه کي داسي څه زده کړل چي په کور کي د هغو زده کړه ممکن نه و.

لونګ به لا شپږ کلن سوی نه و، چي د ژوندی پاته کیدو او نفقی پیدا کولو لپاره د کلیو د نورو بیوزلو کورنیو د ماشومانو په شان د خپل کمکي بشرې وس او ځواک سره برابر د خپل مور او پلار سره په خواریو کي بوخت سو.

لونګ تر پلار د خپلي موره سره ډېره مرسته کوله.

پدې ډول د مور ئې لاس په خلاص و. د لونګ پلار ناروغ او یو وزری سړی و. د اقتصادی کمزورتیا په وجه ئې  ښځي ورسره ملا وتړله. هغې له هیڅ کاره مخ نه ګرځاوه. د لو او لور پر وخت، د کودو، د درمندونو پر وخت ئې  په فصلونو او وډنوکي وږي ټولول.

د هرکس او ناکس د کورونو کارونه به ئې  کول. اکبر به بیا هم په دې شکرونه کښل او ویل به ئې:

– د خدای تعالی مهرباني ده، د ښځي  مي اوس د خپل زوی سره خوله پرې سول، هغه نوره له یوازيتوب او بې کسۍ راووته.

د لونګ سُنتي

 

د لونګ پلار یوه ورځ د خپل زوی خوا ته تر کتلو وروسته، خپلي ښځي ته مخ ور وا ړاوه، او ورته وې  وویل:

– ښځي! سږکال خو باید له خیره سره لونګ هم “سنت” کړو.

د ښځي هم د خپل خاوند خبره خوښه سوه. مګر د لونګ پلار ته ئې   داسي وویل:

-سړیه! ګوره، دغه یو زوی لرو، نه مو د هغه د نوم ايښولو ښادي جوړه کړه، نه مو پر زوی چا نشره وویل، نه مو د اووم شپه پر روڼه کړل، نه موغاښ کوچه وکړل او نه مي د سر کلۍ  (سرخریلو) ورځ په درییو او خوشحالۍ ولمانځله.

اکبر وویل:

– وسه مونه لرل، که نه د چا نه خوښیږي چي په خپل زوی هوس او خوشحالي و نه کړي.

د اکبر ښځي وویل:

– پر سنتي به ئې   نو د خیره سره یوه ښادي نیسو؛ زه خپل هوس په کوم. پرېږده چي د تربرو ئې  زړونه وچوي. ته ئې  وینی سږکال مي چرګه پوره ۱۲چرګوړي لري؛ ما خوویل چي ټول به خرڅ کم، ګوندي څو روپۍ په جوړي کړم، کله چي د بلوڅو کډي په دوبي د رېګه کلي ته راشیوه سي، د چرګي د چیچانو په پیسو به د هغو څخه یوه سیرلۍ رانیسم، زما او لونګ جان به سات په تیر وي، که خدای کول بل کال به هغه لو بزه او لنګه سي، حلق به مو په لوند وي. خیر، سنتي ئې  تر هر څه ضرور ده، نو ټول د چرګي چیچیان به تر خپل لونګ جار کړم، ټول په یوه شپه حلالوم، د کلي  ښځي خبروم، ټوله شپه ښې د ريې پر وهم او خوشحالې په کوم.

په داسي وخت کي چي د اکبر ماینه (ښځه) ښه پر جوش راغلې وه، اکبر د ټوکي په ډول پر ور درسته کړه:

-هو، هو! ښه اواز خو دي هم دی!

ښځي ئې  ورته وویل:

– تر خوله دي تیره یم، خود مي ښه اواز دی.

پر اکبر نه یوازي لونګ ګران و، د هغه مور هم پر ګرانه وه. هغه خپلي ښځي ته وویل:

– ښه خبره دي وکړه، خو ته لږ صبر وکړه چي منی را ورسیږي، دا کارونه د مني دي.

اکبر د دې خبري کولو سره په فکر کي ډوب سو.

اکبر پدې په فکر کي ډوب سو، چي د خپلي ښځي دغه هیله به څنګه پوره کوي؟ له لږ ځنډ وروسته ئې   سر راپورته کړ او بیا ئې   خپلي ښځي ته وویل:

– ښځي! ټول خلګ خپل زامن په مني ځکه سنت کوي چي له یوی خوا هوا سړه وي، له بلی خوا مچان هم کم وي. په سړه هوا کي زخم ژر وچیږي. بل، زه به پوښتنه کوم، کله چي په کلي کي ونډۍ کیدله، او باور مي راځي، ان شاءالله د مني په لومړيو شپو او ورځو کي به کلیوال یوه ونډۍ وکړي. ولي چي کلیوال ټول زړه خوږي سوي  دي. زه به د ونډۍ په ورځ پوره دوه چاریکه (چارکه) غوښه د ښادۍ جوړولو له پاره درته راوړم.

اکبر له لږ ځنډ وروسته زیاته کړه:

– ته تلوار مه کوه، ستا د  چرګي چیچیان لا اوس کوچني دي. هغه  پرېږده چي څه نور غټ سي، بیا به هغه خرڅ کړو. یوازي   مو په مخکي د هلک سنتی نه ده، اختر هم را روان دی. اختر ته به ستا د  چرګي چیچیان ښه غټ سوي وي، هغه به په ښو پیسو خرڅ کړو. د چرګانو په پیسو به د اختر له پاره زوی ته یو کمیس او پرتوګ وکړو. پخوا مو زوی ته یو کمیس بسنه کوله، خو سږکال د خیره سره تر پخوا څه زیات ټوکر په کار دئ، ولي چي وهلک ته تر سنتی وروسته پرتوګ هم ضرور دئ.

اکبر بیا په خندا د یوې ټوکي په ډول خپلي ښځي ته وویل:

– ستا خو به ښه یاد وي، څه ښې وختي وې، کله چي زه هلک وم، موږ همزولو تر ۱۵ او ۱۶کالو پوري پرتوګان نه لرل، کمیسونه مو اغوستل او بس.

ښځی ئې  وویل:

– خاوري    څه شي ښه  وختونه  و، لوی لوی سړی به واست لڅه… به ګر ځیده لاست.

اکبر وویل:

–  څنګه ئې  کوې ښځي، د زمانی  سره به ځو.

اکبر بیا زیاته کړه:

– ښځي، بل سبب همدغه و، چي ما به تل درته ویل، لږ صبر وکړه، ځکه زما په دغه لږو پیسو خو د کمیس او پرتوګ  دواړو د پاره ټوکر نه کیږی.

د لونګ مور د میړه خبره ومنله، میړه ته ئې   وویل:

– سړیه، ته رښتیا وائې، زما دې خبري ته والله که هیڅ پام  و، چي پرتوګ هم غوښت غواړي. ولچی (والله چي) لونګ جان به کله کله را ته ویل چي موري، په جومات کي  مو یو شمیر هلکان  اوس پرتوګونه لري.

– وګوره ښځي! رښتیا یوه بله خبره رایاده سوه. دا استاد فیضو خو هم یو څه خشمړي غواړي، مفت خو هغه هم دا ستا د زوی “بلاګی” نه پرې کوي.

د لونګ مور پرته له ځنډه په خندا ځواب ورکړ:

– ځه ورک سه، د شي د پرې کیدو پر وخت بیا زما زوی سو، ستا نه؟

تر ټوکي وروسته ښځي خپل میړه ته داسي اطمینان ورکړ:

– غم مه کوه، هر څه به سم سي. دا ځل چي هګۍ والا کلي ته را شوه کیږي، ما به ان شاء الله د خیره سره ۲۰هګۍ دخپلو چرګو څخه ټولي کړي وي، هغه به خرڅي کړم، پوره لس روپۍ کیږي. د هغه تیر ځل هګیو لس روپۍ مي هم ټینګي ساتلي دي، یو څه پلمیټ او پتاسې چي مي د خلګو له کورونو راوړي دي، هغه به په ټوکر کي ورسره غوټه کړم، د استاد فیضو اکا مخ ته ئې  کښیږده، تر یوه تومن (پخوا یو تومن شلو افغانیو ته ویل کیدل. لیکوال) خو به دا زوی مړۍ هم زیاتي  نه غواړي؟

د لونګ پلار د خپلي ښځي د خبرو په اورېدو ډېر خوشحال سو.

***   ***   ***

یوه ورځ مسجد ته چا داسي خبر راوړ:

– د جمعې په  نیکه شپه د غرګي د کلي  عبدالله لالا خپله وچه غوا ونډۍ کوي.

د خبر په اورېدو سره د کلي مشر وویل:

– هر څوک چي په ونډۍ کي ونډه غواړي، یوه ورځ د مخ دي ملا صاحب ته ووائې.

د لونګ پلار چي د همدغسي خبراورېدو ته ئې  غوږ اړولی و، ژر ئې  ملا صاحب ته وویل:

– زه هم غواړم په ونډۍ کي ځان شریک کړم.

د ونډۍ غوښه

دا دی د ونډۍ ورځ را ورسیدله؛ سهار چي اکبر د مسجد څخه کور ته راغۍ، خپلي ښځي ته ئې وویلي:    هله، ژر سه؛ هغه دوه شلي (څلویښت) افغانۍ چي مي  په تا ساتلي وې، نن ئې  د لګښت ورځ ده، هغه را که چي ځم، ونډۍ  درته راوړم.

د دې خبري په اورېدو د لونګ مور په ډېره خوشحالۍ سره چسته له خپله ځایه ولاړه سوه؛ د تاخچې غوټي اوغوړاشې ئې  د خوني په منځ کي سره راچپه کړي، په ډېر مشکل ئې  په غوټو کي هغه څو کاله مخکي ساتلي او د خپلي خولې سپمولي دوه شلګون نوټونه پیدا کړل.

اکبر نو د کلونو ذخیره او سپمولي پیسې د ځانه سره واخیستي، د غرګي د کلي  پر لور ور روان سو. په هغه کلي  کي د اوبو د ژرندي مخ ته د غټ پنبیي توت سره پر خټینه سوپه (تنګاچه) ونډۍ وال عبدالله لالا د څو نورو سړو سره پیتاوي ته ناست و. چړې او ساتول ئې  مخ ته ایښي وه، غوا ئې  هم را وستلې او هلته تړلې وه.

عبدالله لالا انتظار و، چي په ونډۍ شریک ټول کلیوال راسي. دا دئ یو په ونډۍ شریک اکبرهم ځان ور ورساوه. اکبر وناستو کلیوالو ته سلام وا چوه. تر سلام او روغبړ وروسته، اکبر وعبدالله لالا ته ورنژدې سو، په کراره اوعاجزانه توګه ئې  هغه ته خواست وکئ. داسي چي که ده ته د دوه نیم شلو ونډه ورکړي. دوه شلي لرم او پاته۱۰ افغانی به ان شاء لله څو ورځي وروسته درکړم.

عبدالله لالا چي د ځوانی څخه یو خرابات او مناجات سړی و، او اکبرهم په ځوانی کي وخت ناوخته د هغه سره کښینستۍ، کله کله چي به پره کي راغلی، نو خپل روڼ ئې  تیراوه، یو دم مم ئې  ورسره واهه. په هغه یاری ئې  یو ځل بیا د اکبر وچ، ژړ مخ او ډنګرو لاسو ته وکتل، زړه ئې  پر وسو. د اکبرخبره ئې  ومنله، ورته وئې ویل:

– اکبر جانه! پروا نه کوي، لس ګون دي ستا بلا واخلي ته خو مي پخوانی یار يې.

بیا نو اکبر په ډاډه زړه هلته خپل پټو تر ځان لاندي  کړ او پر کښینستۍ. په ونډۍ شریک سړي څوک راغلي او څوک را روان وو. ټول په ونډۍ شریک ونډه وال او د مسجد ملا صاحب سره راجمع سول.

عبدالله لالا پر ملا صاحب ږغ وکئ:

–  ملا صاحب، ان شاء الله څوک به نورپاته نه وي،  ته لاس پورته کوه، دعا کوه.

ملا صاحب تر اعوذ بالله او بسم الله ورورسته یو لنډ سورت ولوست، او دعا ئې  وکړه. تر دعا وروسته، عبدالله لالا پر خپلو اولادو ږغ وکئ:

– هلکو! غوا را ولۍ.

زامنو ئې  غوا راوستله.

نا ستو خلګو یو د بله سره ویل:

ـ د پلاني د لاس غوښه به ښه خوږه وي.

بل پر بل سړي لاس کښیښود.

څو عبدالله وملا صاحب ته وویل:

– په چا غوا حلاله کړو؟

ملا صاحب خلګو ته مخ ور واړاوه، وئې ویل:

– زما په باور خپله دي عبدالله لالا غوا حلاله کړي، دی خپله ښه تقوا داره مسلمان دی.

خلګو د ملاصاحب په خبره کي څه ونه ویل. د غوا پښې ئې  وتړلې، بیا ئې  را چپه کړه، څو تنو ټینګه ورته ونیوله. ملا صاحب، عبدالله لالا او ناستو ټولو الله اکبر، الله اکبر ووایه. عبدالله دغوا پر غاړه چاړه راکش کړه. ژر ژر ئې  په ګډه سره پوست کړه. کوټی، پښې او دیلبند ئې  هغو ته ورکړل، چي وختي ئې  پیسې  پرېکړي وې. د غوښو د سرجمع څخه ئې  ملا صاحب ته دوې کټوي غوښه ورکړه. تر هغه وروسته د حلالي غوا پر څرمن، غوښي لس کوټي کښیښول سوې. له کلیو راغلی خلګ زړه خوږي (هغه سړی چي زیات وخت ئې  غوښه نه وي خوړلې) وو. هر چا د اوموغوښو له لیدو خوند اخیست.

د غوښو هره کوټه د لسو تومنو وه. اوس نو د هغو ونډه چي پنځه تومنه ده، هغو په دوو نفرو یوه کوټه د غوښو واخیستله. نوري برخي په څلورو، پنځو، شپږو او حتا اتو نفرو سره شریکي وې. خو د محمد اکبر ونډه د دوه نیم شلو افغانیو وه، چي په غریبو کي نو اکبر لوی برخه وال و.

ټول خلګ ورته حیران وه، چي اکبر څونه ډېره غوښه کور ته وړي؟ اکبر د یوې کوټي څلورمه برخه کور ته وړي. دا وخت لمر پرسر اوغرمه نژدې وه.

اکبرغوښه را واخیسته، ډېرخوشحاله و، لڅی پښې په مټنو کوڅو کي د کور پر خوا داسي په مینه را روان و، لکه  یوه لویه فتحه چي ئې  کړې وي. په فکرونو کي غرق دی، دځانه سره وائې: چي کور ته ورسم ښځه او لونګ جان به غوښه و ویني څونه به خوشحاله سي. د جمعې شپه خو لا لیري ده، ښځه به مي د غوښو څخه لغړ را وباسي او یوه خوندوره ښوروا به ځیني راپخه کړي. په دغه فکر او خوشحالی کي په یوه چارناله (د ځغاستي هغه ډول ته  وائې   چي تر تیز تللو تیز او د سیالیو تر ځغستلو کراره وي) کور ته راورسیدی.

په لوی اواز ئې ښځي ته ناره کړه  غوښي مي راوړې. دا د اکبر او د هغه د ښځي په ژوند کي لومړی ځل و، چي دونه زیاتي  غوښي د هغو کور ته راځي. ښځي ئې   په ډېرهوس د غوښو څخه هډوکي را وایستل او پر نوره غوښه ئې  مالګه وشندله. غوښي ئې   په یوه وچه او کلکه لښته وپییلي. بیا ئې   د لرګی دوه سرونه په پړي وتړل، د خپلو خونو مخ ته د ولاړي وني په یو ښاخ را وځړولي.

د لغړو څخه ئې  ماښام ته  خوندوره ښوروا پخه کړه، دا نو د اکبر، ښځي او لونګ هغه د خوښی څخه ډکه شپه وه چي شاهانو به دغسي شپه نه وي لیدلی. تر ښورا خوړلو وروسته چي شپه پخه سوه، لونګ بیده سو، ښځي او میړه په تیاره کي دغه خبره سره اړوله او را اړوله، څو د خبرو په پای کي د لونګ مور خپل میړه ته وویل:

– د جمعي مباره کي شپې ته استاد فیضو کاکا (هغه کلیوال ماهر سړی، چي هلکان ئې  سُنت کول) را وغواړه، زه به سبا سهار لا ښځي خبري کړم.

تر دی خبري کولو او تصمیم وروسته دواړو سرونه کښیښول او بیده سول. د لونګ مور سبا اومه غرمه کي خپل لوی پړنی پر سر کي، له کوره ووته، چي کلیوالي ښځي خبري کړي، او هغوی ته ووایي، څو د جمعې شپې ته د دې کور ته ورسي او د لونګ د سُنتۍ په ښادئ کي ګډون ورسره وکړي. او له هغو کورو څخه چي دريې ئې  لرلې، هغه هم راټولي کړې. ښځه تر ګونګو ماښام پوري په کورونو وګرځیده. هغه په ستړیا ځکه نه پوهیدله چي زیاته خوشحاله وه.

کله چي کورته راغله، خاوند ئې  اکبرهم پر کور و. بیا سره کښینستل، مجلس ئې   ډېر خوږ و، یو بل ته ئې   وویل، چي دیګ، کاسې او هغه څه چي په کارېږي، د فلاني او یا فلاني له کوره به ئې  را وړو. د شپې تر ناوخته ئې   پر دغه خبرو خوند اخیستۍ او پام ئې   په بله وو. هر سهار به ئې  غوښي د خوني څخه دباندي د وني په ښاخ ځړولې او د شپې به ئې  په خونه کي ساتلې.

اکبر او ښځي ئې  په کور کي لږغلمین اوړه ساتلي و. خپله ئې  اوربشینه پخوله او خوړله. څه وږي چي ئې  میده کړي او پاک کړي ئې  لا نه و، لازمه ئې  وګڼل چي د لونګ د سُنتۍ په ښادۍ کي د هغو څخه کار واخلي. نو د لونګ پلار هغه څه وږي چي دوی د کودو د ټولولو پر وخت په پردیو وډونو کي ټول کړي و، هغه ئې وټکول، پاک ئې  کړل، ټول ټال یو مشتک (یومټ)غنم سول.

د لونګ پلار تر ژرندي پوري د مشتک د وړلو له پاره کوم مردارهډۍ (خر) نه لاره. مجبور سو، مشتک ئې  په شا کړ او تر ژرندي ئې  یووړ. ستړۍ ستومانه په ژرنده کي د روڼ (نوبت) رسیدو تر وخته هلته د ژرندي په یو کونج کي په خاورو کي  پرېووت. ناوخته د مشتک د اوړه کولو وار ور ورسیدی. د مشتک تر اوړه کولو وروسته، اسیوان (اسیابوان) مزد اوشکردانه( یوئې” مزد” مزدوری غوښتۍ او بل “شکرانه” شاګردانه) شیرېنی او په غربی رواج “تیپ”. د اکبر د مشتک څخه چي څه اوړه د مزد په نوم او څه د شکرداني په نوم واخیستل سول، بار ئې  نور هم سپک سو. هغه ئې  را په شا کړل، ماښام ناوخته ستړی کور ته را ورسیدی.

د شپې ئې  د ښځي سره مجلس ډېر خوږ و، دواړه ستړی وو؛ په خبرو، خبرو کي بیده سوی وو. د ښځي ئې   غوښي د باندي په ونه ځړولي هیري سوي وي، چي دشپې ئې خوني ته راوړي. خو اکبر تر بیدېدو مخکي غوښي ولیدلې او خوني ته ئې  را دننه کړې.

ښځه چي سهار له خوبه راویښه سوه، تر لمانځه وروسته ئې  د نغری په کومي کي پر هغه برنی په پړوندو کي پټ کړي اور باندي څه پروړ، خاشې او خځلي واچولې؛ په پو، پو کولو تر زیات دود پورته کیدو وروسته اور بل سو. بیا ئې  د اوبو ډکه توره ګډوه پر دېګدان کښیښوله. کله چي د ګډوې اوبه پر اېشیدو سوې، د جوارو اوړه ئې  په خاورېن کاشنه کي واخښل. پر اور ئې  تبخۍ کښیښود، د جوارېنو اوړو څخه ئې   ټکی جوړي کړې، یو مخ او بل مخ ئې  پر تاوده تبخي باندي څه وچ وکړل. بیا ئې سوړسکان د اور په پړوندو کي ښخ کړل، چي په مغز پاخه سي.

میړه او ماندینې بیا هغه د ښادۍ جوړولو او خوشحالۍ خبري سره پیل کړې. اکبر خپلي ماینې ته ویل:

– ترنارې کولو وروسته به ځي، دیګ او کاسې به د همسایه ګانو له کورونو را ټولوي.

په همدې وخت کي یو دم د لونګ د مور ورپه یاد سول، چي غوښي خو ئې د شپې د باندي د یاده وتلي د ي. یو اه ئې   تر خوله ووت، ژرئې وځغستل، تر خوني ووتله، ژرئې وني ته وکتل، وئې لیدل چي غوښه نه سته. د خفګانه ئې  سر پر له وګرځیدۍ، پر سترګو ئې   توره شپه سوه، ډوبه پر مځکه ولوېده.

اکبر په خونه کي د ننه د هغې پر مځکه د لوېدو درز واورېدی. اکبر چي له خوني راووت، ګوري ښځه ئې   د سرای په غولي کي په خاورو کي لیته پیته بې حاله پرته ده. ژر ژر ئې   له خاورو څخه خپله ښځه را پورته کړه او په کش کش ئې  تر خوني ورسوله. لونګ د دوی په دربی له خوبه را وېښ سو، وئې لیدل چي مور ئې  بې    سده پرته ده، په ژړا سو.

اکبر په وارخطائې کله لونګ اراموی او کله د خپلي ښځي لاس، پښو او تندي ته لاس ور وړي. پر مخ ئې   اوبه ور وپاشی، بیا ئې  اوبو ته دوه پلمیټه واچول، دغه خوږی اوبه ئې  د ښځي په خوله کي ور واچولې، د خدای فضل و، ښځه پر سد راغله.

د کلمی تر ویلو د مخه ئې  اوله خبره دا وه:

– غوښي، غوښي، غوښي!!!

میړه ئې  ورته وویل:

– څه وائې، غوښي، غوښي، څه در پیښ سول؟ څه وسول، څه وائې؟

ښځي بیا په نیولي او خفه اواز خبره درسته کړه:

– غوښي نه سته!

اکبر چي غوښي ئې  په خونه کي مخته ځړېدلې، ورته وویل:

– هغه دې ځړېږی. ته بیده وي، ما د شپې غوښي خوني ته راوړې.

د دې خبري په اورېدو سره ښځه کرا کرا، عادی حالت ته را وګرځیده. هغي چي غوښي ولیدی، نو وروسته ئې  کلمه و ویله او شکر ئې  وکښۍ.

څه شیبه وروسته، اکبر ورته وویل:

–  زه به د حا جي مراد لالا د کوره دیګ او کاسې  درته راوړم. ته ولاړه سه، څه غلمین اوړه لانده که.

د لونګ مور ولاړه سوه، مګر لاسونه او پښي ئې  ریږدیدل. اکبر د اوړو کاشین، په ګډوه کي اوبه، د مالګي کنډولی او د مشتک څخه لږغلمین اوړه ورته را نژدې کړل، او بیا ئې  وویل:

–  اول به دیګ او د ښوروا د پاره کاسې در ته راوړم. بیا نو ځم استاد فیضو کاکو به را ولم. ته لونګ خوشحاله ساته او خونه هم جارو که.

ښځي په ډېر مشکل سره اوړه لانده او واخښل، او د استاد فیضو اکا د راتګ له پاره ئې  په خونه کي د کالو منځلو خاورېن تشت سر چپه کښيښود، پر سر ئې  نغاړکۍ ورهواره کړه. د دې له پاره چي لونګ د سُنتی پر وخت پر دغه لوړ ځای کښینوي.

اکبر ژر، ژر د همسایګانو څخه پیتلي او خورېني کاسي او کا شینان کور ته راوړل.

بیا اکبر له کوره ووت، او تر لږ وخت تیرولو وروسته، اکبر د استاد فیضو اکا سره جوړه کور ته راننووت. لونګ چي د خپل پلاره سره استاد فیضو اکا او بیا د هغه په بغل کي کوچنۍ د چړو، امبور او پلاس څخه ډکه درنه بغل ځولی ولیدله، په ځان وپوهیدی. ځکه استاد فیضو کاکا دکلي ټول ماشومان پدې  پیژانده چی هغه ماشومان سُنته وي.

خو پلار او مور ئې لونګ په چل چل سره هغې خوني ته ورووست، چي د ده د سنتی د ناستي ځای پکښي جوړ کړل سوی و. استا د فیضو اکا د کوچنیانو د تیرایستو او بوخت کیدو په لاره کي ډېرمهارت لاره. هغه پوهیده چي څنګه یو هلک تر خپل تاثیرلاندي را ولي  فکر ئې بل لورته واړوي او ژر ئې  سنت کړي.

استاد فیضو اکا نور لونګ ته وخت ورنه کی چي ځان دورې دورې کي، د سترګو په رپ کي ئې  لونګ سنت کي او د کوره څخه ووتی.

***  ***  ***

نور نو لونګ پروت و، یوه اړخ او بل اړخ ته ئې مور  بالښتونه ورته کښیښول .سپین ټوکر ئې  پر پښوهوار او هغه د بلا ګي پرې کړې ټوټه ئې  په زرغون تار کي اچولې تر چپه پښه غوټه وه. پلار ئې  اړخ ته  ورته کښینوست، مچان ئې  ځیني شړل. مور ئې  سره له دې چي د سهار غوځارېدو څخه ئې  بدن درد کوی، د ډوډۍ او ښوروا په پخولو اخته وه.

د ماښام تر لمانځه وروسته د کلي  ښځي، نجوني او د لونګ همزولي هلکان د خپلو میندو سره د لونګ کور ته راغلل. ښځو خپلي دولاغي،برقې او پړوني له سرو ایسته کړل، کشرانو د لونګ د مور سره په ښه مینه او اخلاص د ډوډۍ په سمولو او اچولو کي مرسته وکړه. تر ډوډۍ خوړلو وروسته، ټولو کلیوالوښځو، نجونو او خپله د لونګ مور په شریکه سره د شپې تر نیمائې پوري ګډي او جلا جلا بدلي وویلې، هم شلې وکړې،هم اتڼونه. ټولو شپه ئې په ډېره خوښۍ سره سبا کړه.

لونګ  او ښوونځی

دا هغه کال و چي د ثور د میاشتي پر اوومه نیټه ئې د افغانستان په حکومت کي یو خورا لوی او اساسي بدلون راغلی و. هغه دا چي د یوې ټنبلي او عیاشي کورنۍ واکدارۍ ته د تل لپاره د پای ټکی ایښول سوی و. ورسره سم وحکومت ته د سرکار د نوم پر ځای د خلقي حکومت نوم ورکړل سوی و. خو بیا هم په حکومت کي وظیفه لرونکو او کار کونکو سړو ته ولسي وګړو د سرکاري سړو خطاب کوئ.

د یوې ورځي تر پایه د هیواد په لیري پرتو سیمو کي هم خلګ خبر سول چي په مملکت کي پاچا ګښتي راغلې ده. د ډېرو خلګو په زړونو کي د پخوانیو کورنیو حکومتونو څخه د کرکي او بیري پر ځای د خلقي حکومت سره د نژدېوالي مینه را پیدا سوې  وه.

د خلګو مینه دښوونځۍ سره راپیدا سول، ولسونه باورمند سول، پدې چي پاچا نه خدای دی او نه د خدای سیورۍ. هر څه چي دی، هغه خپله هم دغه خلګ دي. د هیواد په هر ګوټ کي د ښوونځيو جوړولو له پاره علم  دوستو خلګو خپل حکومت ته وړیا مځکي په اختیار کي  ورکړې، حکومت د ښوونځيو جوړولو تر څنګ هر ځای د لیک او لوست د زده کړي وړیا کورسونه پرانیستل.

خلګو د لیک لوست د زدکړو کورسونو ته مخه کړه؛ د هغو خلګو له جملې څخه یو تن اکبرکاکو هم و، چي د خپل اخښي ملا نیک محمد په تشویق ئې  د لیک او لوست د زده کولو په کورس کي ځان شامل کړی و. او هم ئې  خپل یوازنی لونګ  زوی وښوونځی ته ورکړ.

په عامو اوغریبو ولسونو کي وحکومت ته د ورنژدې کیدو روحیه را وخوټیدله، خو په هیواد کي د دې  بدلون راتلو سره سم  د هیواد دننه  د مفتخورو او پردو پرستو خلګو او له هیواده بهر ئې د افغان دښمنو قهر هم را وپارا وه.

په همدې وخت کي لونګ نژدې اته کاله عمر لاره. هغه ته به خپل مور او پلار په ګډه دا خبره کوله:

– لونګ زویه، ښوونځی به ووايې، د خیر سره به لوی سرکاري سړی در څخه جوړسي، او که نورهیڅ  هم نه سوې، نو معلم خو به سې. بیا به نو د خیره سره پیسې لرې پیسې، عزت به لرې، واده به درته وکړو. زموږ هیله خو همدا ته ئې، مور او پلار دي  دواړه ستا بلا واخلي.

لونګ د خپل مور او پلار پدې مهربانه او له محبته ډک نصیحته زیات خوشحالیدئ. ماما ئې   هم دغه یو خوره ئې   لونګ درلود. پر ماما باندي خوره ئې   زیات ګران وي. د اکبر کور ته نژدې یوه کلیوالي ښوونځی پرانستل سوه، چي یو ښوونکی ئې  درلود. ملا نیک محمد د لونګ ماما د مسجد د ملائې په څنګ کي ئې  د ښوونکي  وظیفه هم لرل، د دغي ښوونځی ښوونکی سو.

د لونګ پلار اکبر د خپل اخښي ملا نیک محمد په مرسته چي په ملا نیکو سره مشهور و، سږکال نوی په ښوونځی کي چپراسې مقرر سو.

په وطن کي د نوي حکومت په منځ ته را تلو سره په خلګو کي د ښوونځی سره د کرکي پرځای مینه زیاته سوه. ډېرو خلګو چي پخوا خپل اولادونه ښوونځيو ته نه ورکول او یا به ئې  په رشوتونو ورکولو له ښوونځيو اېستل،  اوس ئې  په ډېره مینه خپل اولادونه ښوونځيو ته شامل کړل.

دا دی لونګ په خیر وښوونځۍ ته روان سو. کلیوالي ښوونځی د دوی له کور څخه لږ لیري په یوه زاړه سرای کي چي د وې خوني ئې  لرلې، پرانیستل سوی و.

ملا نیکو چي یو قراردادي ښوونکی و. وښوونځۍ ته نژدې د مسجد  امامت هم کاوه، کلیوال دې ته را بلل چي خپل اولادونه په ښوونځی کي شامل کړي؛ ځکه هغه په ښوونځی کي شاګردانو ته سپاره، پښتو کتاب، حساب او خط په هغه خپل ډول چي د ده زده وه، هلکانو ته ورښودل.

کله چي ښوونځی پیل سو، د لونګ پلار اکبر ته هم تنخوا چالان سوه. د هري  میاشتي په وروستیو کي ئې۵۵۰ افغانۍ پخه تنخوا وه، چي ۵ افغانۍ تحویلدار صاحب ګرځولې او۵۴۵ افغانۍ ئې  کور ته را وړې.

مهم  لا دا وه چي په دغو شپو او ورځو کي نوی حکومت وحکومتي سړو، معلمینو، پوځي خلګو،مامورېنو، کارګرو او اجیروته کوپون ورکړی. (واده لرونکو ته د کابل په وزن اته مني کوپون او واده نه لرونکو ته څلور مني کوپون)  د دې امرسره سم اکبرهم د اته سیره کوپون خاوند سو.

هغه په خپل تیر ژوند کي هیڅ وخت پر یو ځای د غلمینو اوړو اته سیره کور ته نه و راوړي. اوس د هري میاشتي په وروستیوکي اوړه، بوره، چای او غوړي کور ته را وړي. په کور کي ئې  اوړه، بوره او غوړي پیدا سول، حلق ئې  لوند سو. کورنی ژوند ئې   لږ ښه سو. دی هم اوس یو سرکاري سړی و.

دا لومړی کال ئې  په خیر او خوشحالۍ سره تیر کړ.

لونګ د ښوونځی لومړی کال په خوښی پای ته ورسوی، په ښه نمره بریالی سو. هغه خپله درې میاشتنۍ رخصتي د مور او پلاره سره په کارونو کي مرسته کوله او په څنګ کي ئې  د خپل ماما څخه د پښتو کتاب، حساب او خط لیکل زده کول او قران مجید ئې  لوستۍ. نیکو ډېر ژر په لونګ د دوهم ټولګۍ پښتو کتاب او حساب ولوستل. لونګ اوس د دوهم ټولګۍ پیل کیدو ته ښه تیاري لرله.

رخصتي مخ په پای ته رسیدلو وه، په څو ورځو کي چي بیا ښوونځی شروع کیدل، اکبرهم خوشحاله و. یوه ورځ معلم نیکو د لونګ پلار ته وویل:

– اکبره! د ښوونځی تر پرانستلو یوه هفته مخکي به د خیره سره ښوونځی ته ورسې، د ښوونځی د سرای پرغولي انګړ چي سره زوزان، چغک او زومی را شنه سوي دي، هغه به وکاږي، سرای به دخاشو څخه ښه پاک کې، د خونو دیوالونه به خړوبی کې، اوبیا به نو د سرای غولي  ښه خیشت او او پاشي کړې.

ملا نیکو زیاته کړه:

– سر معلم صاحب تیره ورځ راته وویل، چي پدې شپو او ورځو کي مفتیش صاحب له ښاره راځي، ان شا الله موږ دواړه درځو، د ښوونځی سرای او خوني د نژدې ګورو.

لونګ چي هوښیار هلک و، د خپل پلار، مور او ماما هره خبره ئې  تل په غوراورېده، نو ئې د ماما تر هدایت او خبرو وروسته خپل پلار ته وویل:

– بابا جانه، دا د ښوونځی جارو کول خو نو تر هغو پرديو مزدوریو لکه د غنمو لو کولو، د ویالو تر اشرونو، د دیوالونو تر وهلو، د خښتو تر مښلو، انګور کښیو، یوي کولو، غوبل کولو، ګوروانۍ او چوپانۍ ټولوڅخه ډېره اسانه نه دي؟ اکبر وخندل او وئې ویل:

– هو، زویه! دونه فرق لري لکه مځکه او اسمان.

– لونګ ته چي د خبرو نوره موقع په لاس ورغلې وه، خپلو خبرو ته ئې  ادامه ورکړه:

– پلار جانه! زما هغه ورځي چي تا به په سرو او ټکنده غرمو کي د کور او کلي څخه  لیري فصلونوکي لوونه کول، ما او مور به د غرمی ډوډۍ سوړسک او د خیروګي ماما د کور شلومبې په کونجۍ کي در وړلې، نه هیرېږي.

د لونګ مور د خپل زوی خبره ونیوله او میړه ته ئې  وویل:

– لونګ جان زوی مي شکر دی هوښیار هلک دی، هر څه ئې  په یاد دي. رښتیا په هغه سره اهاړ کي چي لمر به پر سر یو نیزه را کښته ولاړ و، په هغه ګرمی کي به ما او لونګ لڅي پښې د کلي  لیري فصلونو ته وتا ته اوبه او خواړه نه دروړل؟

زما  غمجني خو پښې څه پخې او سختي وې، مګر د لونګ جان د پښو نازکي ګوتي به تڼاکي او د سرو زوزانو به ډکي سوې. زما هغه ستا په دوړو، ګرزونو او خاورو لړلی سپیره مخ، وچ حلق، تڼاکي او د سرو زوزانو ډک لاسونه او پښې، په لاره ( لور) پرې کړي ګوتي چي اکثر وخت به دي لاسونه په سرو وېنو لړلي وو، څیري څیري کالي د ناړیو او لشو څخه ډکه ږېره له یاده نه دي وتلي. هغو کارونو ته ناروغ کړې.

اکبر وویل:

-هو، زموږ ژوند خو په هوکه او یا سوکه تیرېدئ، ملا نیکو ته دی خدای خیر ورکړي چي سرکاري خواري ئې  را پیدا کړه او زه ئې  سرکاري نوکر کړم.

د لونګ مور بیا خبره واخیستله:

– زما زوی به د خیره سره ښوونځی خلاص کړي؛ خط خو شکر اوس لا ویلای سي، دی به هم سرکاري سړی سي، ښه پیسې به وګټي، زما او ستا ټول ارمانونه به را پوره کي.

لونګ چي په خپل زاړه لنډي تلتک کي پیچلۍ پروت و، د مور د خبرو په پای کي په ټوکه وویل:

– پلارجانه! د مور جاني ارمان خو رامعلوم دئ؛ مور مي هر وخت وائې، زوی به خپله مور د خیره سره حج ته بیائې، مور مي نور څه نه غواړي.

ټولو وخندل  زیاتي  د دې خبري سره لونک  پرېووت او بیده سو.

کله چي دوهم کال ښوونځی پیل سوه، اکبر څلور میاشتي تنخوا واخیستله، کوچنی اختر هم را نژدې سوی و. اکبر ځان او لونګ ته د نویو کالو له پاره له بازار څخه د ګلبهار د فابریکی ټوکر او خپلي ښځي ته ئې  څه د شولی او څه د چیټ ټوکر راوړۍ. د لونګ مور په ډېرهوس د خوني مخ ته نغاړکی هواره کړه، ستن، تار، انګشتانه او نوی ټوکران ئې  را واخیستل، د اختر له پاره ئې  په ډېره خوشحالي کالي ګنډل پیل کړل.

اکبر د خپلي ښځي سره ناست او د زړه خواله کوله:

– ښځي! خدای مو ناره وا ورېدله، دغه خواری (چپراسيتوب) را ته پیدا سو، نیکو دي خدای په دواړو جهانو کي سر لوړی لري. که نه سږکال نو زه د بل د خواریو نه وم…نفس مي بند بند کیږی. او تر ټولو ښه ئې  لا دا چي ته هم د وږو د ټولیدو او د پردو د کورونو له کارو بیغمه سوې، خدای یوه ګوله ډوډۍ دا دی په عزت را رسوي.

ښځي ئې  ورته وویل:

– سړیه، هو، شکر دئ، خو ته مي زړه مه را اچوه  هر وخت مه راته وایه چي ناروغه یم، ډېر کارونه په مخکي لرو، دا زوی مو سبا او بیګاه د خیره سره ځوان دی واده غواړي. لونګ پرما اوتا باندي دواده حق لري. مګر د  پردۍ ښځي کور ته را وستل، خو مفتی نه دي.

اکبر وویل:

– ښځي! ته فکر مه کوه، هغه دئ نوي حکومت د دغه ناوړه دود لوړ ولور یا د ښځو خرڅول یو ناروا عمل وګانه او اعلان ئې  کړل چي پر ښځه باندي تر شرعي ټاکل سوي مهر زیاتي  پیسې اخستل جایز نه دي. خدای مهربان دی، نه دي د ي اورېدلي:

– چي شپه تر میان، خدای مهربان!

د لونګ مور وویل:

–  هروخت چي مي د لونګ ناوی کور ته راوستله،هلته به د خیره سره ارامه  سم.

– هو، رښتیا سړیه! تا خو قول کړی و،کله چي دغه میاشت تنخوا واخلم د خیره سره د څپلوغم به هم وخورم.

اکبر وویل:

هو، دا کار ان شاالله کوم.

درې سره میړه، ښځه او زوی ئې  لونګ سخت خوشحاله وو. دوی د اختر راتلو ته ورځي او شپې شمیرلي. د دوی په ژوند کي به دا لومړی اختر وي، چي ټول نوې کا لي او څپلۍ ولري. اکبر وویل:

– ښځي! څه شی به د پخیدو دپاره راوړم، د اختر په شپه به ئې  پاخه کړو، سږ کال به موږ له کوره هم د اختر په سهار ماجت (مسجد) ته د خیره سره کاسه ور ووزی. څونه خوند به وکي، ځکه هر اختربه زه ماجت ته خالي لاس ورتلم.

ملا نیک محمد چي د هري میاشتي په وروستیو کي به د ولسوالۍ مرکز ته تلی او د هغه ځایه به ئې  خپل او د اکبر میاشتنۍ تنخاګاني دځانه سره راوړې، مګر دا ځل کور ته خالي لاس راغی. ملا نیک محمد چي د شپې کور ته راورسیدی، ډېر خوا بدی و.ما ښام ئې اکبر او خپلي خور ته کیسه کول:

–  یوډېر بد خبر مي را وړی دی.

کبر او خور ئې ورته وویل:

– خدای دي خپل فضل وکړي.

دوی ورته غوږ سول او وې وویل:

– وایه، خدای دی خیر کړي، څه پیښه ده؟

ملا نیکو په ډېر خفګان، وېري او وهم سره چي ناړي ئې  په حلق کي وچي وچي کیدې وویل:

– هیڅ مي باور نه راځي، اوس هم لکه خوب چي وینم، ولسوالۍ ته تللۍ وم، ښوونځی ته ورغلم، ما ویل که تحویلدار صاحب زما او ستا تنخاوي را وړي وي، اختر را روان دی ځیني را وا به ئې  خلم، او را به ئې  وړم. لاکن هلته په بازار کي لا چوپه چوپتیا وه، د ولسوالۍ په ښوونځی کي یوازي   د جانک زوی مست، مست ګرځیدی.

اکبر د ملا نیکو خبره ونیوله:

– هغه لنډی معلم یادوې؟

ملا نیکو ور زیاته کړه:

– هو، هغه لنډی یادوم، یوازي   هغه خوشحاله و، داسي پورته او کښته سرې سترګي ګرځیدئ. زه بیا د خدای نا خبره د پخوا په شان چي د هر معلم او مامور په لیدو به خوشحالیدم، له خندا څخه په ډکه خوله مي د ټولو سره روغبړونه کول، مګر ښوونکی را سره د تیر په ډول نه وو، څو زه هم د تحویلدار صاحب په څنګ کي   دا سي غلی کښینستم.

د تحویلدار صاحب څخه مي په کراره وپوښتل، چي تنخاګاني دي را وړي دي که نه؟ تحویلدارصاحب په هم داسي کراره پوه کړم چي تنخاګانی نسته. ملا صاحب خبره خرابه ده، ته وده چي خدای لا څه کوي. بیا ئې  نور هم چي څوک ئې وانه وري په کراره را ته وویل:

– ملا صاب وه ئې واژه!!!

ما وویل:

– څوک؟… څوک ئې  وواژه؟؟؟

تحویلدار صاحب پر خوله لاس را ونیوئ او زیاته ئې  کړه:

– فکر دي ونیسه…! د جانک زوی ته ئې اشاره وکړه، چي د ی در پوه نه سي. که درباندي اشتباهي هم سي …هغه خو موږ او تاسي له پخوا څخه ښه پیژنو چي… زوی نه و؟ اوس خو داسي معلومیږی چي دوی مړ کړی وي.

ـ ما هم په کراره ورته وویل: زاره دي را وچوله، څوک چا مړ کۍ؟

تحوېدارصاحب بیا په کراره ،کښته او خفه  اواز را ته وویل:

– ملا نیکو، ګوره؛ زه تا پیژنم او ته ما پیژنې… چي نه زه حزبی وم او نه ته.

– ما ور درسته کړه:هو، دا خو رښتیا ده. پدې خبرو نه پوهیږم، اوس خبره څه ده؟… ژر را ته وایه څه خبره ده؟

ده بیا را ته وویل:

ـ ملا نیکو! قسم په خدای که مي پرخوله راځي، داسي خفه یم لکه سکه پلار چي مي چا را وژلی وي.

بیا ئې  په سترګو کي اوښکی ورغړېدې. خبره ئې  وژول را وژول، خو اخر ئې  وویل:

– هغه سپین ږېرۍ نور، نور… ئې  وواژه!!!

–  زه بیا هم سم پوه نه سوم. ما هغه ته تسلې ورکړه چي خیردئ، د الله امر دی… اخر مي ورته وویل: څوک چا وواژه؟ هغه په ډېر تکلیف خبره پوره کړه او وي  وویل:

– تره کی صاب!!!

– د دې خبري په اورېدو سره زما هم د بدن وېښتان جګ ودرېدل، هکي حیران  پاته سوم  نور مي نه خولې کار کاوه نه لاسونو په ډېر مشکل مي ویل چا؟

تحویلدار صاحب سرکښته اچولی و د جانک زوی ته اشاره وکړه، او زیاته ئې  کړه، په ظاهره داسي معلومیږي لکه دوی چي!…مګر دا چي د چا په ټونګ به دغه سپین ږېری وژل سوی وي، زه هم نه پوهیږم.

–  زما تر سترګو هم بې اختیاره اوښکی را توی سوې، او له ادارې راووتم، مخ د بازار پر خوا راغلم. حکومتي مامورېن، سرتیري او حتا ټول خلګ خفه وو. په بازار کي خندا ورکه وه، یوه له ډاره ډکه فضا وه. زه هم له ډېره غمه پړسیدلی لکه ډک ټوپک په څه نه پوهیدم، بس دغسي سیده کور ته را روان سوم.

د دې خبر په اورېدو ټول غمګین سول. د لونګ چي په خبره سر خلاص سو، دی هم زیات خفه سو.

د لونګ مور سر سرتور کي، ښیرا ئې   وکړه، ويی وویل:

– هرچا چي د غه سپین ږېری سړی وژلی وي، خدای دي هغه په خپل عذاب ګرفتار کړي!

ټولو وویل:

–  امین، یا رب العلمین.

لږ وخت لا تیر نه و، چي د هیواد پر شمالی پولو سرې متجاوزي لښکري د میږیانو په شان زموږ پر خاوره را وبهیدلې او له هوا څخه را واورېدلې. زموږ په هیواد کي ټولي را غوړیدلي هیلي ئې  مړي کړې، د وطن حالات پر بل مخ واوښتل. د افغانستان په خاوره کي د پردیو لیري او نژدې هیوادونو پټو او ښکاره لاسوهنو زور واخیست.

*****

اه! دا دئ په کلیو کي چک چکه خپره سوه چي ښوونځی ته تلل کفر دی. د لونګ مور او پلار چي دا ګونګوسې وا ورېدې، زړه نا زړه سول، چي لونګ ښوونځی ته واستوي که نه. بل دا چي اکبر نوی د تنخا خاوند سوی و؛ ملا نیک محمد او د لونګ مور د واړو د ملا نیک محمد څخه وپوښتل:

– ملا نیکو، ته خو ملا ئې، یو ځل خو په قران کي ښه پسی وګوره، که رښتیا ښوونځی ته تلل او ښوونځی لوستل کفر وي، چي لونګ ځیني را وباسو.

ملا نیکو دوی ته  وویل:

ـ  خوري او اخښې! ما خو سبق لږ ویلۍ دئ، تر اوسه مي نه دي لوستي چي ښوونځی ته تلل او یا سبق ویل دي کفر وي. هلته خو کم څه چي ما لوستي دي او ما ته مي استاذ راښولي دي، وائې چي علم پر نر او ښځه

ـ دواړو- فرض دئ، بیا هم زه به دا ځل ښه قران شریف پر وګورم.

په هر ډول چي وه، بخت د افغانانو سره یاری و نه کړه. تر اختر څو شپې مخکي چي، اکبر، لونګ او دلونګ مورلا اختر ته هوسیدل. د ژوند اول اختر ئې  و چي پلار، مور او زوی درو سرو نوي کالي ورته لرل، خو  وائې   نه غوستل.

د ښوونځی، ښوونکي

او کتاب سوځنه

 

یوازي درې ورځي اختر ته پاته وې چي د لونګ د ښوونځی د سوځلو او د ښوونکې د وژلو دپاره وښوونځی ته یوه ډله مولونه وهلي څڼور ټوپکوال سړي ورغله. شاګردان د خپل ښوونکي ملا نیک محمد سره ټول د ټوپکوالو په ورتلو او لیدو سره وارخطا سول.

شاګردان او ښوونکی صاحب ملا نیک محمد نه پوهیدل، چي خبره څه ده؟ په دې وخت کي اجل نیولی چپراسي اکبر چي د غیرحاضرو شاګردانو لیست ئې  وړی و، هغه هم ښوونځی ته راورسیدئ. دوه غیرحاضر شاګردان ئې  هم د ځان سره له کورونو او کوڅو څخه راوستي وو.

دغو د خدایه نه بیرېدونکو ببرو، بد رنګو څڼورو، ږېرورو او ټوپکوالو په تونده او سپکه لهجه ومعصومو شاګردانو ته وویل:

– مکتبیانو! ژر سی، ژرسی  خپل دبغل ځولو څخه کتابونه، کتابچې، د قران سپارې، پنسلونه او د مشق هغه د لرګو تختې ټولي دباندې راوباسئ. دلته ئې  د سرای په منځ کي کوټه کړئ او په کوټو کي هواری سترنجۍ ګانی هم د سرای په غولي    کي د کتابونو پر سر واچوئ.

دې ببرو د لرګو جوړي دوې توري تختې هم ماتي ماتي کړې او د کوټه کړو کتابونو دپاسه ئې  کښیښوولې. شاګردانو هغسي چي ټوپکوالو ورته ویل، هغسي کول.

وروسته د څڼورو ټوپکوالو مشر چي د خبرو د لهجې ئې معلومیدله یو پاکستانی بې غیرته پښتون افسربه و، شاګردانو ته په پوچ ویلو پیل وکړ:

– سکول (ښوونځۍ) د کافرو دپاره دی، د مسلمانو د سبق ویلو ځای جومات (مسجد) او مدرسه وي.

تر چټیاتو ویلو وروسته ئې د معلم صاحب ملا نیک محمد او چپراسي اکبر لاسونه او پښې ور وتړل. بیا ئې هغوی د دغو کوټه کړو کتابونو او لرګو دپاسه کښینول؛ د قران مجید سپارو، کتابونو، کتابچو او نورو ته ئې  اور ور وا چاوه.

دا د هر انسان په خاصه د معصومو زده کوونکو له پاره عجبه د وحشت، وهم او بیري څخه ډکه یوه صحنه وه.

کله چي بیوزلو معلم ملا نیک محمد او اکبر د سوځلو څخه د لیري رغښتلو هڅه کوله، نو د پاکستان نوکرو ټوپکوالو د الله اکبر په ویلو پر هغوی ډزې وکړې او د ټوپکو په مرمیوئې دغه دوه مظلوم، غریب، بې    کسه، بیوسه مسلمانان ئې  غلبیل، غلبیل کړل.

دوی مړه  لانه وو، خو له حرکته ولوېدل. دا مسلمانان او پښتانه د اور په لمبو کي سوځیدل، نارې ئې  پورته اسمان ته ختې، څو چي کرار کرار ئې  اوازونه چوپ ،چوپ او ساوي ئې  ووتې.

کله چي د اور په سرو لمبو کي دا دوه غریب بې    کسه او بې  وسه افغانان لو لپه سول، ولاړو ټولو شاګردانو ژړل. له بیري ئې  اندامونه څه چي زامی هم کړپیدی. په خپل راتلونکې نه پوهیدل، چي د دوی سره به دغه ظالم ولاړ ږېرور، څڼور او ټوپکوال څه وکړي؟

نورو ټولو ولاړو شاګردانویوازي دځان ژغورلو په فکر کي وه او ژړل ئې ، مګر د لونګ خپل ځان هیرو، په زړه نو بیا بې له یوه الله څخه بل څوک څه پوهیدل، چي پر ده به لا څه تیرېدل. ولي چي د دې واړه معصوم افغان ماشوم مخ ته د هغه یوازنی مهربانه پلار او ګران ماما د ټوپکو د مرمیو تر ضربې لاندي  او د سره اور په منځ کي په ژوندونی سوځیدل، ډېره دردونکې صحنه وه.

لونګ د خپل پلار او ماما له بدن څخه د وېنو فوارې، د هغوی ترخولو را وتلی نارې، غلبلې، خیزونه، د هغوی پر بدنونو د اور بلي لمبي او د هغوی لپه تکی په وېښو د سر په سترګو ټولي ولیدلې. ټوپکوالو د ملا نیک محمد او اکبر پر نارو او بغارو خندل او چا به لا د الله اکبر، الله اکبر ناره هم کوله.

د دې صحنې لیدل د لونګ له پاره یو محشر و، محشر!!!

په دې ډول د پردو په لمسون او د پردو په خدمت کي ولاړو ټوپکیانو دلته خپله وظیفه سر ته ورسوله او له ښوونځی څخه ووتل.

ټوپکوالو د تلو پر وخت د سرای پر دروازه یو لیک وځړاوه او ولاړل. کله چي ټوپکوال د ښوونځی څخه ولاړل، بیرېدلي کوچني شاګردان چي هر یو به د ښوونځی له سرایه دباندي را وتل، شا و خوا به ئې  وکتل، چي څوک نسته، نو په کوڅو، مځکو او باغونو کي د خپلو کورونو پر لور ځغستل. هیچا تر خپلو پښو لاندي  مځکه نه لیدله.

مګر لونک د خپل وړوکتوب او ماشومتوب سره سره د دې پر ځای چي د کور پر خوا وځغلي، هغه مخ پر اور ور وځغستل: د بابا، بابا، ماما، ماما ناری ئې   وهلې. د اور په پړندو ورګډ سو، په خپلو نازکو خپړو ئې   د سره اور له منځه د خپل پلار او ماما سوځلي اندامونه چي د اور لمبې لا په پوري وي، را ایستل.

پر درست جهان څوک نه وو، چي د لونګ مرستي ته ورغلي وای. د لونګ لاسونه، پښې او مخ په سرو پړندو، ایرو او دود تور د پلار او ماما سوځلي غوښي او سوځلو هډونو ئې   لاسونه تڼاکي او په پړوندو ئې   پښې هم کباب سوې.

لونګ یوازي هغه هډونه له اوره را اېستل چي غوښي به ئې   سوځل سوي وې. تر هغو ئې   په تنهائې د خپل پلار او ماما سوځلي اندامونه له اوره را اېستل،  څو چي مور ئې  له کلي څخه کومک ته راورسیدل.

د لونګ مور په کلي کي د ورغلو او بیرېدلو شاګردانو له خولې دغه غم لړلي خبر واورېدی. د لونګ مور هغه چي په کورونو او کلي کي به د دې د ښایست، ستر او حیا نقلونه کیدل، د دې غمجن خبر په اورېدو سره ئې  یو دم بې ارادې د پت ساتلو او ستر پرده څیرې کړله.

هغه څه چي خلګو به افغانیت او د حیا د خونديتوب وسیلې بللې، د لونګ مور دوی داسي مجبوره کړل چي هر څه ئې  لیري وغورځول؛ د لیونۍ په شان ئې  پوړنی په تخرګ کي ونیوه، لڅ مخ، سر توره، ببر سر او لڅې پښې په کوڅو کي مخ د ښوونځی پر خوا ئې داسي راځغستله، لکه یو وحشي زمرۍ چي په ښکار پسي ځغلې.

د لونګ مور د سترګو په رپ کي د ښوونځی دروازې ته ځان ور ورساوه. د ښوونځی دروازه خلاصه ولاړه وه. هغه په دروازه همداسې ښوی ورننوتله. ګوري چي د سرای پرغولي د مور نازولی ښایسته لونګ د اور د تورو پړندو په دا منځ کي په دود او ایرو لړلی د پلار او ماما په سوځلو هډو پورې لکه سورکی میږی مښتی او د اور له منځه سوځلي هډونه را کښوي.

د لونګ مور هم سمه په پړوندو ورګډه سوه او په خپلو سرو لاسونو او سپينو مړوندونو ئې  سوځلي هډونه له اوره را ایستل.پر زوی او مور باندي غم او درد دونه غلبه کړې وه، چي نه لونګ او نه يې مور د خپلو ځانونو د سوځلو پروا لرل.

د دواړو، مور او زوی اوښکې په سترګو کي وچي سوي وې، نور ئې   اصلن په بدن کي اوبه نه وې. د زړه له سخت درد او خفګان له امله ئې   د خپلو سوځلو لاسونو او پښو سوزش، او د تڼاکو درد هیر وو. د لونګ غمجنې مور هم د خپل میړه او ورور سوځلي هډونه په خپل پوړني کي را واخیستل. لونګ ئې   تر لاس ونیوئ،  د خپل کور پر خوا چي اوس نو کور ورته  کورګی و، را رهي سوه.

د کلي سړي، ښځي او ماشومان له خپلو کورونو نه را وتل. داسي یو ماتم او چوپتیا خپره وه، تا به فکر کاوه، چي ټول کليوال مړه یا ئې  له کلي کډه کړې ده او کلی   د سړو او مړو خالي او تور دی. د لونګ مور په ساندو ساندو کي ویل:

– را وه ئې  وژل ورور او پلار د لونګ جان

زه ئې  کړم کونډه او یتیم سو زما جانان

پر تاسي د ي له غیبو او له اسمانه ټکه  پرېوزي

چی اخته ټوله په ویر سئ د خپلوانو او د ځان

را وه ئې  وژل ورور او پلار د لونګ جان….

تردا وخته لا درست کلیوال پر ځای وو. په کوڅه کي یوازي دوه سوځلي او دردېدلي یوه مظلومه ښځه او بل کوچنی بې ګناه ماشوم، هغو دواړه هم  فقط یوازي   یو ګړی مخکي مړوښی ښځه وه، اوس کونډه ده او زوی ئې  لونګ  دپلار د مهربانی څخه بې برخي یو یتیم سو، را روان وو.

په درست کلي هیڅ انسان او مسلمان نسته،مرسته څه چي یو د رحم ږغ پر وکړي. میړه ئې  د ښوونځی د چپراسي او ورور ئې   یو ملا امام او د ښوونکي په ګناه وژل سوي وو.

دوی په دې نه پوهیدل چي څنګه، چیري او چا د دوی د وژلو فتوا ورکړی وه. او ولي د دوی د مرګ پچه را وختله، دا فتواګران څوک او تطبیق ګران څوک وه؟

په دې خبره چي څوک مسلمان او څوک کافر دی، هر څوک ښه پوهیږی؛ مګر جبر داسي ظالم دی چي هیڅوک نه پوهیږي؟

 

***  ***  ***

اوس خو ټوپکوالو د ښوونځی په دروازه یو لیک ځړولی دیئ. هغوی په لیک کي لیکلی د ي:

– دا دوه خلګ چي د کفری حکومت سړي وو، دشرعي محکمې په امر موږ ووژل. د شریعت په حکم او د الله پاک حد پر جاري کړ، د دوی جنازه او هدېره څوک نسي کولای.

لونګ او مور ئې   د خپلو دوستانو سوځلي هډونه خپل کورګي ته ورسول. د لونګ مور په خپلو ښځینه سوځلو، تڼاکو او زخمي  لاسونو او لونګ په خپلو کوچنیو سوځلو او تڼاکو لاسونو په داسي حال کي چي تر کوچنیو او نازکو ګوتو ئې  وینی بهیدلې، په مځکه خپړي   ولګولې، د سرای د غولي    په منځ کي ئې   مځکه وکيندله، د دواړو – نیک محمد او اکبر- هډونه ئې  یو ځای په کښي پټ کړل.

په دې ژړ مازېګر پر ټول کلي  یوه چوپتیا خپره وه؛ ټول وګړي لکه چي  دمرګ په خوب بیده وي. سته داسي څوک چي غم نه پیژني، له غمو څخه بې خبره وي. ځیني واقیعتونه د با احساسه انسانانو په زړونو کي توفانونه را زیږوي.

لونګ او مور ئې   له غمه ډک زړونه د قبر شا و خوا تاوېدل را تاوېدل. اما هغه وخت چي پر سوځلو هډونو ئې  خاوري    وا ړولې او د قبر خوله ئې  پټه کړله، ور سره سم لونګ هم نور خپله خوله وتړل اوچوپ سو، هیڅ خبري ئې  نه کولې. د لونګ مور په لوړ اواز وویل:

– وروره، په تا او اکبر څه وسول؟ تاسي څه کړي وو؟ ولي خبري نه کوي؟ ای بې    وفا دنیا،.. ای د خدای ظالمانودا په موږ مو څه وکړل؟

مور او زوی دواړو شپه د پټو کړو هډو سره په ژړا تیره کړه. لونګ  دخپل پلار پر قبر پر هغه لنده خاوره پړ مخي پروت و، د ډېري ژړا څخه ستړی او خوب وړی و. مګر مور ئې هلته په ژړا شپه روڼه کړل. سهار ګوري چي لمر د پخوا په شان لکه نوري ورځي چي به پر وخت راخوت، په هغه ډول ئې  بې پروا خپله رڼا خپره او کرار کرار مخ پر لوړه خوت. د لونګ مور حیرانه وه، چي لمر ولي زموږ په غم غمجن نه دی. ولي ئې  زموږ په شان مخ تور نه دی. هغې لمر ته ډېر وخت کتل وکتل؛ بیا ئې  لمرته په اشاره وویل:

– ستا دي د ا سورمخ داسي تک تور سي لکه زما د میړه او ورور چي اور ور تورکړله هډونه.

د لونګ مور بیا خپل زوی لونګ په غیږ کي ټینګ ونیوئ،  پر مخ ئې  مچ کی، په خپله لمن ئې  د لونګ د باړخوګانو څخه خاوري    او خټي    لیري کړې. د لونګ د لاسونو او پښو تڼاکو ته به ئې  و کتل چي ویني ځیني را بهیدې نو په کرږو، کرږو به ئې  وژړل.

بیا ئې  لونګ ته وویل:

– ای زما د زړه سره! ای زما د سترګو توره! اوس نو یو ته ئې  چي زما د سر تاج به يې! زه پردې په غم لړلي لوی او ارت جهان  کي پرته له تا بل څوک نه لرم. او ته بې له ما بل څوک نه لرې. ته خو را سره خبري کوه.

– ته ولي چوپ سوې؟

-زما څخه مرور سوی ئې؟

مور ئې  زیاته کړه:

– زویکه! زه ستا مور وم، سر له دغه ګړیه ستا پلارهم سوم. زه به ستا ټولي هیلي پوره کوم.

لونګ لکه چي د مور خبري نه اورېدي. داسي ډوب تللۍ و. هغه یوازي   دا یوه خبره وروسته تر اوږده نفس اخیستلوتکراروله:

– بابا، ماما!

مور او زوی کری ورځ او دغه شپه ټوله د سوځلو او ښخ کړو هډونو سره په ژړا سهار کړه.

د اکبر او کورنۍ څخه ئې هغه د اختر دپاره راوړی نکریزي، د اختر میوه او نوی کالي، هر څه هلته پر ځای پاته سول.

سترګي خو به بې له شکه چي نعمت وي، هغه چي زړه سواندي وي او هرو هغو سترګو چي د غه صحنه لیدلې وي، هغو ته نو سترګي نعمت نه، بلکي قیامت وي.

*****

نن اختردئ. لونګ ته چي مور کالي    ګنډلي و، بې اغوستلو پاته سول.  د لونګ چي سترګي پټي سي، هغه صحنه ئې   په مغزو کي راسي، یو دم یو ناره وکړي:

– بابا، ماما!

د لونګ مور هڅه کوله د لونګ له فکره دغه صحنه وباسي. نور لونګ یوازي د خواري مور د سترګو تور دی. مور به ئې   د هر ځل ور ږغ کولو سره ورته ویل:

– لونګه زویه، ستا بلا خو دي پر ما سي.

خو هغه خوشحاله او شوخ هلک داسي زهیر و،  چي شوخي ئې  نوره نه پیژندله. مور خو ئې  له پخوا څخه د لونګ د هري شوخۍ په مقابل کي ترېو تندی، بده خبره او ښیرا هغه ته تر خوله نه را وتل؛ اوس ئې  مور “نذر” واخیستی چي د خپل ژوند تر پایه به د خدای ج د رضا او لونګ ته د اوږده ژوند په هیله هره د جمعې شپه او د جمعې ورځ ثوابي روژې نیولې.

خو د لونګ له ذهنه هغه صحنه چي د بد رنګو، ملونو وهلو ټوپک سالارانو د دوی په ښوونځِی کي د ده پلار او ماما بې    ګناه او په ظالمانه ډول وویشتل او د اور په لمبو کي ئې   وسوځل، هغه صحنه چي د پلار بدن به ئې   د هري مرمی د لګیدو پر وخت ټوپونه وهل او مولونو وهلو به الله اکبرونه ویل او خندل به ئې، نه هیرېږي. د هري مرمی وېشتلو سره به د وېنو فواره را وبهیده.

د هغه کتاب چي لونګ ئې   د زده کولو سره مینه لرله، هغه کتاب سور اور سو؛ د ده مهربانه پلار او ماما ئې   وسوځل. د لونګ په ذهن کي دا صحنه واخښل سوه. تر هغې ورځي وروسته په کلیو کي نور د کتاب ویل، د لیک زده کول او قلم په کور کي لرل، د کفرعلامه او د واجب القتل دلیل سو. له دغي غمجني پیښي وروسته، په کور کي د مکتب د کتابونو لرلو د ډېرو افغانانو سرونه له تنه جلا کړل.

د لونګ مور چي لا  خپله عده پوره  کړې نه وه،لونګ کرار کرار پر خبرو راغی؛ د لیکلو او حساب سره ئې  مینه بیرته را ژوندۍ سوه. بې    له قلم او کاغذ لرلو څخه ئې  پر مځکه د لاس په ګوتو، د لرګو او خاشو په واسطه څه لیکل او مخ ته  به تلۍ.

لونګ د خپلي مور د کوټواله هګۍ وه. لونګ لکه نوم چي ئې   لونګ و، په هغه شکل مور ته د لونګو بوټی سو. په خپلو همزولو کي به له لیري ځلیده. هغه هر چیري او په هر څه چي به بوخت و؛ پلار، ماما او د هغو بیګناه وژنه او سوځنه ئې  له فکره نه وتل. په تیره بیا پلار.

ځکه پلار به ئې   هر وخت چي سهار وختي له کوره وتۍ، که به لونګ بیده هم و، ده به ئې   پر سره لاس تیراوه او پر تندي به ئې   مچاوه. لونګ اته کاله د پلار د لاس تیرولو او میني سره عادت نیولی و.

د لونګ مور ته د خپل میړه هغه خبره ور په یاد سوه، چي یوه ورځ د لمانځه تر ادا کولو وروسته کور ته راغی او وئې ویل:

– ښځی! دغه زموږ د ملا نصیحت نن داسي بل ډول و، د لمانځه تر ادا کولو وروسته ئې  وویل:

– د قیامت علایم معلوم سول، د مسجد سره د خلګو مینه کمه سوه، د مکتب سره مینه زیاته سوه.

یوه ورځ د لمانځه تر دعا وروسته، ملا صاحب اکبر ته کرار پسته مګر درنه ژبه په مانا داره شکل ویلي و:

– اکبره! ته غریب سړی ئې،  ستا سره نه ښائې چي زوی دي مکتب ته ورکې. مسجد ته ئې  را استوه چي سپاره ووائې، کلمه او لمونځ زده کړي، ښوونځی ته ئې   مه استوه.

د لونګ پلار په کلي  کي غریب سړی و، هستي، نیستي او ټوله شتمني ئې   د انګورو څلور جويې باغ او دوی بې  له چار دیوالۍ زړې خوني له پلاره څخه په میراث ورپاته وې. د باغ اوسول (حاصل) ئې   د ومره نه و. هغه ملا صاحب ته یوازي   یو من وچ کشمش ذکات ورکولای سوای.

د همدغه غریبی له وجهي تربرونه، کلیوالو د نوی ملا په درولو او د زاړه ملا په لیري کولو کي هم نه پوښتئ. ملا صاحب هم په داسي موقف کي ولاړو کلیوالو ته په زیات ارزښت قایل نه وي. اوس خو ملا صاحب ټوپک لا هم لري.

د لونګ مور او پلار هغه وخت پدې خبره پوهیدل، چي د دوی په اولاد پیدا کولو په تیره بیا د لونګ غوندي  زوی په لرلو ئې   تربرونه خوښ نه وو.

د لونګ پلار د شپې د ملا صاحب دا خبره چي د ه ته ئې   په مسجد کي کړی وه، د لونګ مورته وکړه:

– دا زوی دی مسجد ته را استوه چي سپاره ووائې، لمونځ او اودس زده کړي!!!

د لونګ مور چي د میړه له تربرو څخه ښه زړه نه لاره، د لونګ تر زوکړي مخکي څو ځله مخامخ دا  خبري له هغوی څخه اورېدلي وې چی بې  زویه او دوچي ښځي په نوم  ئې یادول. د لونګ مور د خپل میړه د تربرو مخامخ او پسی شا خبري اورېدلي وي، چي ویل به يې:

– اکبر زوی نه لري، میراث دی.

د اکبر تربرونو به د اکبر د باغ، ښځي او کالو ویش تر خپلو منځو کاوه. اوس چي  دلونګ مورته هر څوک د لونګ په هکله ښه خبره هم  کوي، دا شک کوي چي پدې خبره کي نه چي د تربرو لاس وي، د خبري منفي اړخ به ئې  ښه سنجوی.

د لونګ مور چي هیڅ وخت ئې   وخپل میړه ته خبره نه ورغبرګوله او د هغه خبره ئې   پر مځکه نه اچوله، مګر دا ځل ئې  میړه ته ویلي و:

– زه خپل زوی ښوونځی ته نه اچوم، لمونځ زه خپله ورزده کوم، شکر قران شریف مي زده دی، د ملا خبره  پرېږده.

د لونګ مور ته هر ګړی هغه د میړه خبري ورپه یادېدې او ارمان  به ورته درېدئ، او باورمنده کیدله چي هغه وخت لا دغه د ملا خبره چي زوی دی مسجد ته را استوه، بې مقصده نه وه.

دا دی تر خپلي عدې پوره کیدو مخکي چي خبره تربرو ته ورسیږی، یا تربرونه د لونګ مور ته څه ووائې، او یا ئې کوم یو ځانته په نکاح کړي دې د خپل زوی سره تصمیم ونیوئ،  چي نور باغ، کور،هدېره  هیره او پرېږدي، پر یوه نامعلومه خوا وتښتي.

ښځه د خپل زوی لونګ سره د شپې په تیاره کي له خپلي خوني راووتله، د ورور او میړه قبر ته د لونګ سره ودرېدله، د دوی څخه ئې رخصت واخستی پر هغه خاورو ئې  سجده وکړه، خاوره ئې  مچ کړه.

لونګ هم د پلار او ماما د قبر خاوري په خپل مخ پوري وموښلې، بیا ئې  د خدای په اماني ځیني واخیستله او خپل پلرنی کور، کلی  او د خوارۍ ګودړان ئې   پرېښول. د لونګ مور په زیات ارمان سره  داسي وویل:

د کتابونو په اور

را ومو سوځل میړه او ورور

قسمته دا څه دي وکړل؟

چی  پرېږدم خپل کلۍ، کور

دکتابو نو په او….

لونګ هم چي د خپل پلرنی میني څخه تلۍ، څو ځله به ئې  تر شا شا خپل کور ته ورکتل، خپل کلی، کور، هدېره او باغچه ئې  ارمانیدل.

پلرنۍ مينه خوشي کول

 

مور د خپل زوی لونګ سره د شپې په تیاره کي د خپل کور او کلي  څخه لیري بل پردي کلي  ته ولاړه. اوس نو دوی په دغه نوې کلي  کي د هیچا هیڅ هم نه دي او څوک ئې  په پلار او نیکه هم نه پوهیږي. پدې پردی کلي  کي یوه خدای پرسته ښځه اوسیدله، چي دهغې میړه څو کاله مخکي مړ او دا کونډه سوې  وه. سر او نیم سر واړه اولادونه او د میړه څخه باغ او پټی ورته پاته و.

دغی کونډي ښځي د خپلو خونو په څنګ کي ولونګ او مور ته د اوسیدو د پاره یوه خونه ورکړه. د لونګ مور چي د خواریو سره د وړکتوب څخه بلده ښځه وه، اوس چي کونډه او د بل همسایه سول، نو د نر میړه په شان ئې   کار ته ملا وتړله. ساده خړ پرتوګ ئې  واغوستۍ، پوړنۍ ئې   هم تور پر سر کی، وېښتان ئې د ایله پر ځای ټنګي کوَڅۍ کړلې، ځان جوړول ئې   لا وختي پرې اېښي وه.

لونګ هم شکر دی تکړه او په ژبه پوه هلک دی. هغه ته خو سمدستي    خواري پیدا سوه؛ د کلیوالي کونډي پنځه وري پیائې. هغه خپل نس وا ړاوه. مور ئې  هم ارامه کښینه نستل، ژر ئې په کلیوالو ښځوځان پیژانده. دې هم د پخوا په ډول کار شروع کی. کلیوالو ښځو به وخت نا وخته د خپلو کالو منځلو په ورځ مرستي ته ورغوښتل، تر کالو منځلو وروسته به ئې  څه لاس ور ته نیوئ.

نور نو د لونګ مور د هر ډول ورپیدا سوو خواریو څخه مخ نه چپاوه. د هر کور کالي به ئې  پرېولل،غړکی به ئې ور شربلې، تلتکان به ئې   ورګنډل، وړۍ به ئې   ور شنلې، ډوډۍ به ئې   ورپخولې او یا کله چي به ښځو خپل کورونه پاکول، نو د مرستي له پاره به ئې   د لونګ مور وربلل.

د کار تر تمامیدو وروسته به ښځود لونګ مور ته پر لږ لاس نیولو سربیره، پاته سوی خواړه، څه چای او بوره هم ورکول. د لونګ مور ژر د دې کلي  د ښځو په منځ کي پدې مشهوره سوه، چي یوه مسلمانه، د باور وړ او نه لاس وهونکې ښځه ده.

د لونګ مور هم خپل یوازنی زوی لونګ ښه نازاوه او د هغه روزني ته ئې  پام  کاوه. ځکه دا پوهیدله چي زیات شمیرپه نس ماړه بې علمه خانان او په تیره بیا دغه نوی د پاکستان  پلاس روزلی افغان ټوپک سالاران او پیسه وال پاک نفس خلګ نه دي. همیشه د لونګ د مور دا خبره وریادېده، چي د لونګ پلار به تل هغې   ته ویل، شکر به کاږو چي زوی لرو، زما تر مرګ وروسته به زما مینه توره نه پاته کیږي او زموږ د کاله څراغ به لګیدلئ وي.

د لونګ مور ته دوه شیان لکه: پر ځان باور او د لونګ ملګرتیا هر څه وو. لونګ هره ورځ د ورځي پسونه پیول او ماښام ستړی چي به کور ته راغی، څه سبق ئې  هم وایه او بیا به د خپلي مور په څنګ کي پر هغه نازکه نغا ړه کي  پرېوتی. مور او زوی په دواړو یو زوړ تلتک لاره.

لونګ به په هغه ورځ خوښ و، چي مور به ئې   د کالو، مینځلو او یا تلتک ګنډلو پر ځاي، و یوې لوی میلمستیا او یا کلیوالي ښادیو ته د کار او پخلي له پاره وربلل سوی  وه. د شپې به لا لونګ تیاري نیوله، ځکه په هغه ورځ به ئې   مور د نورو ورځو خلاف ډېره وختي له خوبه پورته کیدله، د لمانځه تر ادا کولو وروسته به ئې   سمدستي    خپل زوړغټ پینه، پینه تور پوړنی پر سر او خپلي زړې کلوښي به ئې   په پښو کړې، لونګ به ئې   هم سهار وختي له خوبه را وېښ کړ.

لونګ به د لمانځه تر ادا کولو وروسته سهار وختي د بډائې ښځي پسونه څړ ته بوتلل او اومه کی غرمه به ئې  ماړه کور ته راوستل. هغه به د پسونو د شپې خوړلو دپاره څه واښه هم ورسره راوړل. بیا به ئې نو په بیغمه زړه سره خپله سپاره په څنګ کي ونیول او خپل زوړ کړوپ، روئې بې سر پوښه دیګ د ځان سره واخیستل او هغه کور ته به تلی چي مور به ئې  چیري کار کاوه.

که څه هم چي لونګ نو اوس نامي خدا د بدو سترګو دي په امان وي، نژدې د دولس دیارلسو کلونو ښه غښتلۍ هلک دی، خو د مور یو زوی دئ.  کلیوالي ښځي هم د لونګ څخه پلو مخ ته نه نیسي.

د لونګ مور مجبوره وه، تر هغه کوره ځان وختي ورسوي چيري چي د ا به کار ته وربلل سوی  وه. ځکه د وړو اخښل او د کور جارو کول، هغه کارونه دی چي د سهار تر ناري مخ ته باید وسي. د لونګ هغه ورځ د خپلي مور سره ښه تیرېدله، کوم چي په هغه کور کي به د ده همزولي هلکان او نجوني زیاتي  وي. د ډول ډول نجونو او هلکانو سره به ئې   لوبي  کولې. د ټولو همزولو هلکانو او نجونو لونګ خوښ و. د لونګ مور د کلیو هکانو او نجونو خاله بلله او لونګ ئې   د خاله زوی لونګ چي ښه هلک و، حتا د ټولو کلیوالو ښځو هم خوښ و.

د ډېرو ښځو د لونګ رنګ څه چي د هغه بشپړي، سمي، پوره او هوښیاری خبري خوښي وې. هر یوې غوښتل د ده سره خبري وکړي. په هره ښادي کي د لونګ مور ته کلیوالو ښځو نصیحتونه کول، چي خواره مه سي، دغه زوی ته دي سپلني دود وه، له بدو سترګو دي په امان وي، بدي سترګي سته چي له نظره  ئې   نه کړي.

د شاه اغا له زیارته څخه ور ته د نظر تور بندونه راوړه او ور په غاړه کوه ئې.

لونګ هم د خپلوهمزولو نجونو او هلکانو په منځ کي د هري لوبي  په سر کي میراو وي. د کلیو ښځو به خپل تر منځ د لونګ د مور د خوا پاکۍ او چابکۍ صفتونه کول. کله نا کله به کلیوالو ښځو د هغې   په غیاب کي یوې بلی ته سره وویل:

–  فلانۍ خواره مه سې،خوري! ته خو یو ځل پر خاله ښه پام وکه، کار ئې   څه کوي ځوانه جانه(جهانه) هم ده، په رنګ کي هم جوړه نه لري.  داسي معلومیږی چي د ا له ذاته اُپره نه ده، کوم مصیبت وهلې را معلومیږي.

د لونګ مورد خپل مجبوریت له مخي د خپل ژوند په غم لړلئ داستان هیچا ته نه سوای  ویلای. په هر صورت، د ښځو ځانګړتیا خو دا ده چي د خپل میړه په مخکي د پردۍ ښځي د کمال خبري نه کوې رنګ خو لا  پرېږده. مګر د هغو ښځو چي میړه ئې  درې،څلور ماینې  لري، هغوی بیا دا خیال نه ساتي. دا چي څنګه د بد مرغه قوماندان ترغوږه د لونګ د مور د ښایست خبره ورسیدله، معلومه نه ده.

د لونګ مور د کلیوالي ښاديو په هر شپه، سره له دې چي د کار تر ختم وروسته  به که هر څونه زیات نا وخته هم سو،دې ترخپلي خوني ځان رساوه.

له هغې   ورځي څخه چي د قوماندان تر غوږه  د لونګ د مور د ښایست خبره رسیدلې وه، نور ئې خپلي ښځي هیري  وي د لونګ د مور په فکر کي ډوب و، چي څنګه به وي؟ کله به ئې لاس پر برسي. د لونګ مور د قوماندان په کږو کړو پوهیدله.یوه شپه چي د لونګ مور د ټوپکوال قوماندان کور ته د کار له پاره ور وبلل سوه، د لونګ مورد ځانه سره ویل:

– یا الله! پر تا ځان سپارم؛ له هري  بلا ما او بچی مي را ساته.

بیا ئې په ډېر افسوس سره  وویل:

– یا زما ربه! موږ دي هم بنده ګان یو؟ که نه؟ غریبي د ې ځان وخوري، د یوې ګولې ډوډۍ له پاره مي د پردو د کورونو وخواریو ته ځان اچولی دئ.بې غیرته والله که یم، خو بې کسه او بې وسه یم. پردی کلی  دئ، سر توره خو دي کړم، بې کوره خو دي کړم، یوازي د عزت په ساتلو کي را سره مرسته کوه!

بیرته ئې وویل، دا هم د شکر ځای دئ چي لونګ  زوی خودي را کړی دئ.په لونګ مي زړه تکیه دئ، پدې توګه ئې خپل ځان ته تسلا ورکړه چي ځه شکرلونک خو را سره دئ.

قوماندان د څلورو معلومو اورتو (عورتو) خاوند و، زیاته حرامه شتمني ئې  را ټوله کړې وه. سربیره پر دا ټولو چي لرل ئې، بد ارواح او په هډ و نا پاک سړی هم و.

دغه قوماندان به تل د سترګو تر کونجو هري ښځي ته کتل. د لونګ مور چي د ده د ښځو له خوا هر ځل وکار ته وربلل کیده، قوماندان به د لونګ مور ته پرته له اړتیا یوه خبره کوله او پدې ډول به ئې  په هغې   باندي ځان لیدئ.

د لونګ مور د خپلي حیا ساتلو په منظور د قوماندان څخه مخته  پلو نیوی. د هغه خبره به ئې   داسي تیره کړه، لکه هیڅ چي ئې  نه وي اورېدلې.

قوماندان ته خو خپلو ښځو د میړه په سترګه نه کتل؛ لکه هرو ډېرو ماینو لرونکو میړو ته چي ئې   ښځي د میړه په سترګه نه ګوري. نو ئې   د میړه په کږو تلو او کږو کړو خوا نه بدېده په داسي حالت کي را ګیری ښځي له خدایه غواړی چي خاوندان ئې   پر یوه بلا وا وړي.

په دې شپه چي د قوماندان د کشري او ګراني ښځي پلرګنۍ او خورلڼي میلمنې وي. اول خو دا چي میلمنې ښه ناوخته راغلې. ډوډۍ ناوخته وکښل سوه. د چای څښلو، د لوښو منځلو او د دالانچې پاکولو ښه زیات وخت ونیوي، په اسمان کي سپوږمۍ تر سر اوښتې وه. ایله چي د لونګ مور لوښي او لرګي سره ټول او له کاره فارغه سوه.

لونګ هم کله چي نور کوچنیان او همزولي ئې  بیده سول، راغلی و، د اور په دالانچه کي چیري چي مور ئې  په کار بوخته وه، بیده سوی  و. د لونګ مور یو څه د وریجو کوینی موینی، سوځلي د نه ساتلو وړ پاته سوي خواړه په خپل روئې د یګي کي واچول، غوښتل ئې  چي د قوماندان له ښځي څخه رخصت واخلي. بیا نولونګ له خوبه راوېښ کړي او خپل کور ته ولاړه سي.

نور نو نژدې دی د سهار پیرونې را پورته کیږي؛ د قوماندان ګراني  او نازولي ماینې  چي د ټول کور واکداره وه، د لونګ مور ته وویل:

– خاله! ته یو ځل ماتله (معطله) سه، لونګ د خوبه مه را وېښوه.

د دې خبري کولو وروسته، ښځه د خپل میړه د خوب خوني ته ورغله، میړه ته ئې   وویل:

– که ستا خوښه وي، ښه هوا ده، ټول کوچنیان بیده دي، دا میلمنې به یوساعت په باغچه کي وګرځي، لوی ښځي دي، ګلان او بوټي دي نه ماتوي. د لونګ مور به دلې زموږ تر بیرته راتلو پر کوچنیانو پام کوي.

قوماندان چي په زړه پاک سړی نه و، هغه چي د لونګ د مور د یوازي پاته کیدو ئې واورېدل، نو هغه څه ئې   ور په یاد سول، چي له ښځو ئې   اورېدلی و:

–  د لونګ مورځوانه او په رنګ ښایسته ده.

د قوماندان نور خپل باغ او باغچه هیرسولٍ، شرمښ له خدایه څه غواړي؟ باد او باران.

قوماندان له خدایه دا ساعت غوښتئ. په زړه کي خوشحاله سو، ژر ژر ئې   خپلي صدرۍ ته لاس کئ، له جیبه ئې   د باغچې د قلف کلی  را وایستلې او خپلي کشري ماینې  ته ئې   ورکړې.

د قوماندان ښځه راغله، د لونګ مور ته ئې   وویل:

– یوازي د یوه ساعت د پاره لا پاته سه، ښه هوا ده، کوچنیان ټول بیده سوي دي، ایله چي میندی ئې اوس لږبې غمه سوې، موږ یو ځل دا باغچې ته ورځو او ته په کور کي پر دغه کوچنیانو پام کوه، موږ ژر راځو.

د لونګ مور ناچاره وه، و ئې  منله او خپل کور ته له تلو پاته سوه. کله چي ټولي ښځي باغچی ته تللې، د قوماندان هغه مشره ښځه لنډه له نورو ښځو څخه را وګرځیده او راغله د لونګ د مور سره د اور په دالانچه کي کښینستله. ځکه د هغې د خپلي بني د میلمنو سره وړ نه وتۍ، د لونګ مور هم د دې ښځي په پاته کیدو خوشحاله سوه؛ ځکه هغه یوازي   بیرېده.

تر لږ خبرو او مجلس کولو وروسته، د اور دالانچه ګرمه وه، د قوماندان مشري ښځي ته خوب ورغی دالته د لونګ څنګ ته  پرېوته او بیده سوه. د دې ښځي او میړه تر منځ د میړه توب او ښځیتوب خوند لا ډېر وختونه مخکي نه و.

د لونګ مور له یوې خوا نا ارامه وه او له بلي خوا ښځو ورته پرې اېښي کوچنیان، ټول د لوی سرای د غولي په منځ کي پرخټینه تنګاچه بیده وو. نوکله چي د قوماندان مشره ښځه (د کوتري مور) دلته د اور په دالانچه کي د لونګ د اړخه سره بیده سوه، د لونګ مور دا او لونګ دواړه بیده پرې ښوول او خپله د تاوده دالانه را ووته، د باندي پر تنګاچه د ماشومانو په منځ کي پرېوته.

له بیري او تشویشه خوب نه ورتۍ، او پرځای وېښه پرته وه. په همدې وخت کي ئې ولیدل چي په غم لړلۍ قوماندان په تلوار لکه د مني د وروستیو شپو وږئ لیوه چي په ښکار پیدا کیدو پسي سر ګردان ځغلي په هغه شان سر تور سر، ببره ږېره او توپنګچه په لاس د خپلي خوني د باندي راووت او سیده د اور د دالانچې پر خوا ورغلۍ.

د سد دسره تللۍ او سترګو ئې سم نه لیدل ؛ فکر ئې  کاوه، چي د کور ټولي ښځي باغچې ته تللي دي، یوازي   د لونګ مور پاته ده او د اور په دالانچه کي پرته ده. د اور دالانچه څه توده او لږ تیاره وه. ده په دالانچه کي  دومره ولیدل چي ښځه د لونګ په خوا کي پرته ده. فکرئې کاوه چي  دغه د لونګ مور ده.

بس پر ښځه ئې  ځان واچوۍ، او ورسره  پرېووت… ښځي هیڅ مخالفت و رسره ونه کئ،  خپل ځان ئې  چوپ نیولی و. قوماندان پدې فکرکي سو، چي ښځي له بیری ئې ځان چوپ نیولی دئ.ده خپل کار وکئ. تر پایه پوه نه سو، چي دا ئې  خپله ښځه وه. د غلا، بیري او وهم خبره وه. وروسته ژر خپلي خوني ته ولاړ.

ډېرخوښ پدې سو، چي د ده په فکر د لونګ مور مخالفت ور سره و نه کۍ. لږ وروسته چي ټولي ښځي د باغچی څخه بیرته  کورته راغلې.

د کوتري مورد قوماندان مشره ښځه هم د اور دالانچی څخه ور ولاړه سوه، خو ښه خوشحاله په ښځو ګډه سوه. بیا خپلي خوني ته ولاړل.

د لونګ مور چي د سرای په منځ کي پر تنګاچه وېښه پرته وه، هر څه ئې   د سر په سترګو ولیدل او ښه پوه سوله چي بلا وه، برکت ئې   نه. هغې   له ځانه سره وویل، ګوره، چي د کومو ښو اعمالو له برکته خدای (ج) د درنده او وحشی حیوان له برېده  ئې روغه اوسالم. وساتلم.

بیا ئې   هم له بیري ټول بدن رېږدېدئ، په سړه هوا کي توده تبه پر راغله، په خولو کي لنده خیشته سوه،خبري ئې سمي نه سوای کولاي، غوښتل ئې   چي اجازه واخلي او کور ته ولاړه سي. پدې وخت کي قوماندان له خپلي خوني څخه خپلي ګراني  ښځي ته ور ږغ کړل:

– ښځي! تاسي  راغلاست؟

ماینی ئې :هو، راغلو!

قوماندان زیاته کړه:

– دغه د لونګ جان مور نن د اشپزۍ او لوښو منځلو سربیره، ستاسي ډېر خدمت و نه کئ؟ په خدای چي دا ډېره مسلمانه ښځه را ته معلومیږي،یوه  د پټی خولې میرمنه ده. که کوم اضافي کالي مالي وه لرې، یوه جوړه ورکړه، زموږ به خیرات سي او د دې به یوه پرده په وسي. دغه سل روپۍ هم زما له خوا ورکړه؛ داسي د پټي خولې میرمنه والله که تر دا اوسه پوري ما د مزدورانو په تخم کي لیدلې وي.

خدای سته د قوماندان پردې مهربانۍ او د لونګ دمور پر وارخطا ګۍ دهغه کشر ښځه لږ اشتباهي سول. څه ئې و نه ویل .د لونګ د مور په زړه نو یو پاک الله خبر و. حلق ئې   وچ وچ کیدئ. هغه بې خوبه، بیرېدلی او حیرانه پاته وه چي اوس څه وکړي، څه ووائې، چا ته د زړه غوټه خلاص کړي او څه ئې   له وسه کیږي؟ هغه اوس سل په سلو کي باورمنده سوه چي قوماندان لاس نه اخلي ځکه ئې ورته سلګون ورکړئ.

هر ډول چي و، هغې   خپل زوی لونګ له خوبه راوېښ کړ، د پاته سوو سړو خوړو ډک دیګ، او د قوماندان د ماینې  ورکړې د زړو کالوغوټه ئې  را واخیستل او د لونګ سره یو ځای د قوماندان د کلا د دروازی تر ولاړ ټوپکوال را تیره سوه.

د لونګ مور د خپل زوی سره په تیاره کوڅه کي د کور پر خوا روانه وه او چورتونو پر سر اخیستي وه، لاری ته  ئې پام نه و.

یو ځل به ئې  په فکر کي ور وګرځيدل: چي راسه، د تیري شپې کیسه د هغه ماینو ته وکړه. بیا په چورت کي ډوبه سوه، او د ځانه سره ئې  وویل:

– شرم، حیا، غریبي، کمزوري، د زوی کوچنیوالۍ، مجبوریت، پردی کلي  او تر ټولو لویه خبره سر توره یم، کونډه یم  نه چي خپله پدې خبره کي بد نامه سم؛ ځکه په غریب او کونډه پوري ژر تهمت مښلي.

هغه بل لوری خو ټوپکوال، زورور جنګ سالار دئ. یو شمیر حیله ګر ملایان او نا پوهه کلیوال هم ور سره یولاس دي. نو راځه، هر څه پر ځان تیره وه او ځان ساته؛  تر اوسه خو ئې په تاڅه نه دي کړي. توکل پر الله.

بیا ئې  په ډېره نا امیدی کرار له ځانه سره وویل:

– کونډه ئې، غریبه ئې  او زوی دي لا ما شوم دئ.

لویانو ویلي د ي: “چی نه لرې سړي، مه کورت خوره، مه غوړي.” لونګ سره له دي چي خوب ځنګاوه، خو د خپلي مور دغه د نا امیدۍ خبري ئې   اورېدې، په دغه ګړی ئې   څه و نه ویل، ځکه خوب پر زور و.

د لونګ مور د خپل ځان سره پرېکړه وکړه، چي خپل ځان به خپله وساتي.

اوس نو سپیدې وچاودي، نژدې سهار و، چي خپلي خوني ته را ورسیده، ستړی ستومانه پرېوته. ژر سهار سو، ملا اذان وکئ، دې هم کلمه وویله او را پورته سوه، خپل لمونځ ئې  ادا کئ. بدن ئې  ور سره مرسته نه کوله. څو ورځي ناروغه سوه او د چا د کور کارو ته، به نه تلل.

ژوند ئې  ستړۍ دئ؛ نور د پخوا په شان د هرچا د کور کارو ته ځان رسوي، خو د قوماندان د کور پر خوا ور ګوري هم نه. ډېر ځله د خان ښځو د لونګ مور وغوښتله، چي کار ته ورسي، ښادیو او میلمستیاو ته ئې   د کار له پاره خبره کړه، خو د لونګ مور قسم کړی و، کار ته څه چي بیا به د قومندان د کور په دروازه سر ور دننه نه کړي.

 

***  ***  ***

په دغو شپو او ورځو کي له دغه کلي  څخه هم د نورو کلیو په شان هره ورځ یوې یا دوو کورنیو د پاکستان پر خوا کډه کوله. ځکه د یوه لوري جنګونه وه او بل خوا ته په کلیو کي کار ورک سو. لونګ هم څو ځله خپلي مور ته وویل:

– مور جاني! ډېرخلګ پاکستان ته ځي که زه او ته هم پاکستان ته ولاړ سو، بده به نه وی.کلیوال حتا ملا صاحب لا ویل چي هلته مفت اوړه، غوړی، خیمه اونور شیان افغانانو ته مفت ورکول کیږي؛ ډېري کورنۍ کډه سوې.

د لونګ مور په زړه کي د پاکستان او د هغو د مزدورو څخه سخته کرکه درلوده، ځکه چي له پاکستانه راغلو ټوپکوالو د هغې   میړه او ورور ور وژلی وو. خو بیا هم حالاتو هغه مجبوره کړه، د یوې بلي کورنۍ سره په ګډه  پا کستان ته مهاجره سوه.

***  ***  ***

 

د لونګ مور چي کله پاکستان ته ورسیده، هلته د مهاجرو کمپ ته د خپل زوی لونګ سره ورغله. د ځای او یوې خیمې د تر لاسه کولو او راشن پاس د په لاس را وړلو له پاره یوه افغان ته چي د کمپ مشر و، ورغله. د کمپونوزیات مشران دوطنه تللي خانان اوملکان وه.

ډېری دهغوی خو لا په وطن کي په زړه ناپاک، غل او حرام خور سړی و، هغوی د مهاجرو سره مرسته مشروط کوله.د کمپ مشر د لونګ له موره اول د پیسو(رشوت) غوښتنه کول، چي هغې   نه لرلې. بله غوښتنه ئې بد اخلاقي چي  دې ځان نه سپاره. بله  غټه ستونزه ئې لا  دا وه، چي د میړه تذکره ئې  چا ته نه سوای ښودلاې، نه چي څوک ئې  و نه پیژني.

د لونګ مور پدې فکر کي وه، که د مهاجرو په کمپ کي خلګ خبر سي، چي دا د هغه اکبر ښځه ده، کوم چي نژدې دوه نیم کال مخکي ټوپکوالو وژلۍ و، نه دا چي مرسته به ور سره و نه کړي،  بلکي تربرونه به ئې  هم خبر سي، بیا به دا په زور د میړه کولو د ستونزي سره مخ وي.

***  ***  ***

 

نو ښه ئې دا وګڼل چي بیرته وطن ته را وګرځي.لونګ او مور ئې  په ډېرو ستونزو لیدو سره بیرته نا امیده افغانستان ته، هغه کلي  ته راغله، چي لومړی ځل د خپل اصلی ټاټوبی ورته ورغلي وه. هغې   ښځي چي پخوا ئې  ځای ورکړی و، بیا ځای ورکړئ.

د قوماندان ښځه ورکه سوه

 

وروسته له څه دو میاشتو تیرېدو د قوماندان مشره ښځه په ځان وپوهیدله، چي له هغې شپې څخه چي میړه ئې د خپلي خوني څخه په بد نیت د لونګ د مور په تلاښ راوتلۍ و، په تیروتنه او سر ناخلاصی کي د دې سره پرېوتۍ و،اوس په نس کي کوچنی لري.

په زړه کي خو زیاته خوشحاله وه، مګر دا چي څنګه او په چا به دا ومني، چي دا کوچنی ئې  د خپل میړه څخه دئ،ځکه میړه خوئې ډېر کلونه د دې سره کار نه لاره، له دې سببه ئې  تشوېش او بیره لرل.

ښځي خپلي بني، میړه او دوستان نه سوای خبرولای، چي د هغې   کوچنی په نس دئ، ځکه د دې پوښتني سره مخامخ کیده، چي د چا څخه دي کوچنی په نس سو؟  نه پوهیدل چي څه وکړي؟یو څه وخت ئې  هڅه کوله، غټ کالي واغوندي، مخامخ پر چا ور نه سي، د هر چا څخه ئې  ځان پیچئ.

په دغه شان د حمل اخیستلو ئې  پنځه میاشتی تیري وي، چي یوه ورځ ئې  کشره بن پر شکمنه سوه. هغې ته تشوېش پیدا سو. ځکه د کشري ښځي سره خو قوماندان قول کړی و، چي دنورښځو سره به نور کار ونه لري.

د قوماندان کشره ښځه، د دې پر ځای چي د میړه سره خبره سپینه کړي، اول غواړي خپل ځان پوره باوري کړي، چي مشره بن ئې   په رښتیا امیدواره او په نس کي څه لري،که نه. ځکه دې هم  په دغه شپو کي په خپل نس کي اولاد لاره.  نو یوه ورځ کله چي مشره بن ئې   خپلي کوټي ته ولاړه، لږ وروسته، دا هم بې له دې چي  له هغې اجازه واخلي، داسي ښوی په خونه ورننوته.

هلته مشري بني ئې خپل کالي بدلول. کشري بني د مشري بني هر څه لڅ او د سر په سترګو ولیدل. پر سر ئې   لکه د اور لمبه چي وګرځیده،دغسي لنډه (ژر) د کوټي راووته، په ځغاسته خپلي خوني ته ولاړه، او دخوني دروازه ئې د شا لخوا ځنځیر کړه. تر ماښامه د خوني را ونه وتل. هغې   په خپل ځان خولې ولګولې، خپل وېښتان ئې   وشکول، او بالښتانو ته ئې   سوکان ورکړه. داسي پوچي خبري ئې له خولې څخه را وتلې، چي د باندي هم اورېدل کیدې.

دوې نوري بني او د قوماندان لور کوتره یوه هم  نه پوهیدل، چي څه پیښ سوېده؟ بني دواړي راغلې، د مشري بني ئې  وپوښتل:

– څه دې په وکړه؟ چي داسي  بغاري وهي او ښراوی کوي، رد اوبد وائې.

مشري ښځي ځان بې خبره وښود. تر ماښامه پوري ښځه له خپلي خوني را و نه وته.

مشره ښځه خو وپوهیده چي د میړه نازولي ښځي مي نس ولیدئ. خبره مي تر میړه رسیږي، دا چي هغه به څه  وايې او یا به څه کوي، دا هغه څه دي چي دا ئې  تر مخه فکر نه سي کولای. د شپې نا وخته کله چي میړه ئې  کور ته راغلۍ، د پخوا په ډول د خپلي کشري ښځي خوني ته ننوتۍ، وئې لیدل  چي د معمول خلاف د خوني د روازه کلکه تړلی ده.

دروازه ئې وټکوله، بیا ئې  په زور سره دروازه پوري وهله او خوني ته ورننووت. ښځه د قوماندان مخي ته ولاړه نه سوه، سلام ئې   وا نه چوۍ. سر بیره پرهغه ئې  ژړل، ښیراوي ئې  کولي. قوماندان ښځي ته نژدې کښینستۍ، په ناز ئې خپله ښځه  وپوښتل:

–  ګراني !څه پیښه ده؟

ښځي یو دم د خپل میړه وغاړی ته د جنګره پیشي په شان خپلي سری منګولي ور واچولې او کمیس ئې تر لمني ور څیري کړ، پر مخ ئې  ور تو کړل، او بیا ئې  ورته وویل:

– درواغجنه! ستا چي هغه خوښه وه، نو زه دي څه کولم؟

په دغه وخت کي چي قوماندان خوني ته دننه سو، مشره ښځه ئې  راغله،  دباندي ئې غوږ ورته ونیوئ؛ دماپښین څخه ئې لا خپله غوټه موټه تیاره  ټوله کړې وه.

په خونه کي دننه چي قوماندان د خپلي ګراني  ښځي خبري وا ورېدلې، هک پک پاته سو، نه پوهیدئ، چي په کومه ورانه ئې ښځه خبره سوې  ده،او چا خبره کړی ده؟  د هغه څخه هم د کلاوې سر ورک و.ځکه ده خو ډېري تیروتني او لاس وهني کړي وې.

قوماندان د ځان سره فکر کاوه چي امکان لري. د لونګ مور به څه ورته ویلي وي، ځکه چي هغه تر هغې   شپې وروسته بیا دا ډېر وخت کیږی، چي زموږ کور ته د کالو منځلو او د ښځو سره مرستي ته نه راځي. سخت وارختا سو، په خبرو کي ګنګوړه سو. بیا ئې  ژر ژر وویل:

– ته څه وايې؟ څه وايې؟…څوک؟…څوک مي خوښه ده؟

ښځی ئې  خبره ورسره اوږده نه کړل، د میړه د چورتونو او تشوېش خلاف ئې  د خپلي مشري بني نوم پر خوله راوړئ.

قوماندان په زړه کي شکر وکښئ، داسي خوښ سو، لکه هیڅ چي نه وي  پیښ سوي د ځانه سره ئې  وویل:

– شکر

چي د لونګ د مور او یا د بل ادرس خبره نه وه.

د خپلي ښځي په باب خو مطمئن و؛ نو په خندا زیاتي  تر قسمو لاندي  سو او خپلي ګراني  ماینې  ته ئې وویل:

– ستا سر قران دئ، ما دي ووهي، چي ستا تر واده وروسته مي بیا د هغې   د خوني پرده هم نه ده ور پورته کړې. ته څه وايی؟ هر چا چي  هرڅه درته ویلې دي، رښتیا نه دي. ته زما خبره ومنه.!!!

ښځی ئې   بیا ور ته وویل:

– زما خبري رښتیا دي، زه درواغ نه وایم، تهمت هم نه تړم، که زما خبره نه مني، ورسه، خپله د هغې نس وګوره، دا له کومه سو؟

قوماندان حیرانۍ واخیست، چي د ا څه را ته وائې. هیڅ ئې باور نه را تلۍ. فکرئې خراب سوونه چي دا مشره ښځه مي د کم بل چا سره جوړه سوې  وي.

که داسي نه وي، نو څنګه ئې  نس ډک سوی  دئ؟ ولي په ځان خو ئې   باور و، چي لاس ئې  نه دئ ور وړئ. وروسته له ډېرو خبرو اورېدو او چُرتونو څخه درد ورغلۍ. ولاړ سو، ټوپک ته ئې   لاس کړ، او کشري ښځي ته ئې   وویل:

-نور دي نو خولک را تنګ کی، ما ډېر وژلي دي، خو په خپلوانو او خپلي کورنۍ کي به مي دا لومړی وار وي، چي خپله ښځه وژنم. دا دئ اوس ورځمه، که ستا خبره رښتیا وه، هم دا نن شپه ئې   په دغه ټوپک، هلته په خپله خونه کي ځای پر ځای وژنم.

کشره ښځه ئې  په زړه کي ډېره خوښه سوه، ځکه  دا باوري وه په خپله ئې   د بني غټه سوی  خیټه لیدلې وه. هغې خپل میړه ته وویل:

– که ما تهمت تړلۍ و، یا زما خبره درواغ سوه، نو بیا راسه، په دغه ټوپک ما مړه که. ما خپل خون دربخښلی دئ.

مشري ښځي چي د خپل مرګ خبره وا ورېده، باوري سوه، چي بې پوښتني وژل کیږم، ځکه قوماندان به ډېر ځل په کور کي خپلو ښځو ته ځان ښکاره کاوه.

قوماندان به کله ناکله د خپلو نارواوو اعمالوپه خاصه د قتلونو او وژنو کیسې په کور کي هم کولې. ویل به ئې:

– د مقاماتو موخه ئې  (د پاکستانISI ) څخه و څه چي  به د هغوی  هدایت و، هغه مي تل سر ته رسول. د فلاني لور هغه چي مکتب ته به تلل، هغه مي ووژله؛ فلانی مامور، فلانی ښوونکۍ، فلانی بزګر او په لسګونو د اردو او پولیسو سرتیري ټول ما ترور کړئ دي….

څو چي دی له خوني را وتۍ مشري ښځي دوې پښې خپلي وي  او دوې ئې   نوري پور کړې. پخوا تر دې چي ټوپکوال میړه ئې له خپلي خوني را ووزي، په یوه شیبه کي ښځه ورکه سول که څه هم چي شپه او تیاره وه، خو دا له کوره ووته او پر نامعلومه خوا ولاړه.

قوماندان چي ټوپک په لاس له خپلي خوني راووت، هلته د شا له خوا ئې   کشري ښځي دواړه لاسونه چپه پسي پورته او له خدایه ئې   وغوښتل، چي بن ئې   ووژل سي او قوماندان په یوه بلا اخته سي.

کوم څه چي د دوی هیله وه، هغسي و نه سول. د دوی دواړو د هیلو خلاف، کله چي قوماندان د مشري ښځي خوني ته ورغلۍ، ګوري چي “ځای سته او جولا نه”. یوازي   ئې  لور (کوتره) په خونه کي بیده ده. ټول سرای او هر څه نور ئې وپلټل، ښځه ئې پیدا نه کړه. د کشري ښځي ادعا په ظاهره رښتیا سوه.

قوماندان ته اوس دوې خوارۍ ور پیښې سوې. له یوې خوا وخپلي ګراني  ښځي ته بې    اعتباره سو او له بلې خوا ئې  مشره ښځه وتښتیدله، دا شرم هم ورته پاته سو….

نور د قوماندان له سترګو خوب والوت. هغه هڅه کوله، چي خپلي کشرئ او ګراني  ښځي ته دا ثابته کړي چي یوازي   دا ورباندي ګرانه ده، او د دې د بني سره نه دی یو ځای سوې.

بل خوا ته پدې فکر کي هم و، چي دا تښتیدلی ښځه به ئې   د چا سره یو ځای سوی وي؟ دا شرم به چا ور اړولی وي؟ هغه فکر کاوه حتمي به مي ښځه زما په ټوپکوالو کي د کوم ټوپکی سره جوړه راغلی وي. هغه خپل هر ټوپکې ته په مغزو کي د شک په سترګه کتل.

نه پوهیدئ چي چا به دا بد نامي ور اړولې وي؟ او بده ئې   لا دا چي ښځه ئې   ژوندۍ ژړانده ورکه سوه؛ د ښځي و پلرګنۍ ته به څه وايې، چي لور ئې   چیري ده؟

قوماندان ټوله شپه ګراني  ښځي ته په زاریو او د بلي ورکي ښځي په باب په چورتونو کي تیره کړه. پدې شپه ئې   لا فکر کاوه، چي  ممکن ښځه به مي د خپل پلار ترکوره تللي وي. په دغه چورتونو کي وچي شپه پر سهار سوه. سهار ئې  نه غوښتل  پردي څوک خبر کړي. په پټه خوله ئې   د خپلي ښځي د پیدا کیدو په موخه کوند پی )بیله دې چي څوک پوهه یا خبر سي پلټنه کول ) پیل کي.

تر ټولو مخکي ئې   د خسر کور ته ښځي واستولې، چي  ځان ته  دا معلومه کي، ښځه ئې د پلار کور ته تللي ده او که نه؟ کله چي له هغې   خوا،لیږل سوو ښځو احوال ورته راوړۍ، چي ښځه هلته نه ده تللې، اوس ئې   نو نور هم فکر خراب سو.

هغه شا و خوا په پټه خوله معلوماتونه کول، څو ټولي هڅی ئې   بې    نتیجې سوی  پدې منځ کي ورځي تیري سوې. دا دئ د تښتیدلي او ورکي ښځي پلرګنۍ خبره سوه، چي لور ئې   د میړه په کور کي نسته. هغوی راغلل، د قوماندان څخه ئې  د خپلي لور د مړي یا ژوندۍ معلومات غوښتنه کوله.

قوماندان خپلي خسرګنۍ ته سم ځواب نه درلود. د ښځي د تیښتي اصلی سبب چي څه پیښ سوه، نه سي څرګندولای. د ښځي مور او پلار فکر کاوه، چي قوماندان به  حتمي د دوی لور وژلې وي. قوماندان چي نه ئې   خپله ښځه وژلې او نه بندي کړې وه، او نه ئې  کولای سوای، هغه تریخ حقیقت چي دی هم سم نه په پوهیدئ، بیان کړي.

ځکه قوماندان پدې باور و، چي ښځه ئې   خرابه نه وه، او که پر هغې   تور هم وتړي، خپله لمن په خپل پورته کوي. وروسته له ډېرو بې    نتیجو هلو ځلو، د ښځي خپلوان مجبوره سول، هلته د ټوپکمارو په نوم محکمې ته ورغلل؛ د خپل زوم (قوماندان) د لاسه عارض سول. هغوی د خپلي لور دمړي او یا ژوندی معلومات  ئې غواړي. دا هغه وختونه وه، چي په هیواد کي دمرکزو نو څخه پرلیرو پرتو کلیو باندي ټوپکسالارانوخال خال خپل  سیوری غوړه ولی و.

په  هغه محکمه کي زور او زرو خبره سر چپه کړه. د ټوپکوالو محکمې د قوماندان خوا ونیوله. د ښځي پلار ئې   بندي کړ او تور ئې   پر ولګاوه، چي د قوماندان ښځه ئې   پټه کړې ده.

تر ډېرو وهلو او ټکولو وروسته، د توپک سالارانو قاضي حکم وکئ، چي د ورکي ښځي پلار دي خپله لور د میړه کور ته حاضره کړي او پنځه زره افغانۍ نغدي جرېمه دي هم تحویل کړي.

کله چي د لور پلار ته د محکمي پرېکړه د ملا قاضي له خوا واورول سوه، سړی وویل:

– د خدای روی دئ، هم مي لور وژل سوېده، هم ما بندي کوئ او هم مي جرېمه کوئ؟ دا عدالت او انصاف نه دئ؛ زما سره دي عدالت وسي!

خو قاضي ورته وویل:

– تا پر یوه جهادي قوماندان تهمت تړلی دئ او درواغ دي ویلې دي، هغه زموږ یو مجاهد دئ. زموږ د سنګر انډیوال دئ، د سرو روسانو سره جنګیږي، محکمې  د شریعت سره سمه فیصله کړې، باید عملې سي.

په کلي  او کورونو کي خبري، ورځ تر بلې ډېرېدلي او تودېدلي. د خُسر کورنۍ  نو اوس د خپلي لور د مرګ او ژوند خبره هیره کړه، د خپلي کورنۍ د یوازنۍ مشر او سپین ږېرې د خلاصیدو وسه هم نه لري او د پنځو زرو افغانیو د جرېمې د ورکړي وسه خو بیخي نسته. په حقیقت کي ئې  زور د جهادي قوماندان سره برابر نه و. په عجز، زاریو او مرکو ئې   نفس وخوت، چي د قوماندان له شره ځان خلاص کړي.

ډېري هلي ځلي ئې  وکړې، خو ګټه ئې  و نه کړه. په پای کي دې ته مجبوره سول، چي د جرېمي د ورکړې له امله ئې خپله لږ مځکه ګرو کړل. لنګه غوا او مردارهډۍ ئې  په کمه بیه ورته خرڅ کړل. مګر د خپلي لور پیدا کیدل ئې   تر وس وتلې خبره وه؛ ځکه د هغې   د مرګ او ژوند معلومات نسته.

له بلي خوا، د خسر کورنۍ د محکمې  له خوا هره ورځ د وراستول سوي ماسل (محصل) څخه په تنګ سول، ځکه ماسل هره ورځ ډوډۍ او پیسې غوښتې. په پای کي د قوماندان د خسر کورنۍ یوه شپه د هغه د نارواوو او نا دودو او د ماسل د ماسلانۍ څخه د ژغورلو په موخه، خپل کور او کلی   پرېښود او د شپې په تیاره کي ښار ته ور وتښتیدل.

***  ***  ***

د قوماندان کشره ښځه چي امیندواره وه، قوماندان او ټوله کورنۍ ورته خوشحاله او پدې هیله وه، چي ګونډي    کشره ښځه به ئې  زوی ورته وزېږوی؛ خو نه دا هیله ئې  پوره نه سول. دې هم لور وزېږله. پدې ډول قوماندان او کشره ښځه ئې  د لور په زیږېدو نورهم غمجن سول.

د تښتیدلي ښځي برخلیک

 

د کوتري مور چي د حتمي مرګ څخه د ځان د خلاصون او پټیدو په هیله د میړه د کوره ووتل، خپله یوازنۍ لور کوتره ئې  تر شا پرې اېښی وه. دې یوازي   د خپل سر امان غوښتۍ. تر لوی ښاره پوري ئې  ځان ورساوه، په ښار کي تر څو میاشتو ژوند کولو وروسته ئې  هغه د خپل میړه څخه په نس سوئ زوی پیدا سوی و.

که څه چي د ښځي په کلی  کي لا د لونګ نوم خوښ و، بیا ئې  هم پر خپل زوی د “سمندر” نوم کښیښود. هغې   د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو له پاره د کلي د لونګ د مور څخه په الهام اخیستلو سره کارکولو ته ملا وتړله.

هغي د خواریو او مزدوریو ځان نه سپموئ. یوه ورځ ئې  خپل ماشوم زوی د درملني دپاره روغتون ته وړئ و. هلته په روغتون کي یوې ښځینه ډاکټري تر څه معلوماتو وروسته، مرسته ورسره وکړل. په روغتون کي ئې  د پیاده په توګه د کار موقع ورته برابره کړه.

تر کار پیدا کیدو وروسته، ښځه د معاش خاونده سوه. زوی ئې  د روغتون په وړوکتون کي بې    له پیسو د ورکړي ورساتل کیدئ او روزل کیدئ. وخت ډېر ژر تیرېدئ کوچنی سمندر د سترګو په رپ کي ښوونځی ته د تلو عمر ته رسیدلی و. مور خپل زوی ښوونځی ته شامل کئ.

د سمندر د مور چي اوس ئې  په خپل معاش او کوپون ګوذاره کیږي. ژوند ئې  یو څه رونق ونیوۍ، نو پلار، مور، ورور او کورنۍ وریاد سول، خپله یوازنۍ پر دې ګرانه لور (کوتره) ئې  تر بل هر چا ډېره یادېده او هر وخت ئې   دا هیله وه، چي که څوک ورته د خپلي مور، پلار، ورور، خور او لور احوال د کلي  را وړي.

د خپلي لور کوتري په باب خو ئې  پدې ډېر تشوېش کاوه، چي هغه به اوس پیغله وي او میری ګانو به چا ته واده کړې وي؟

د دې دا تشوېش پرځای و. واقیعت دئ میره مور هیڅکله د مور په شان مهربانه، نه وي. نو د کوتري مور به روغتون ته د دوی له ولسوالۍ څخه هر ورغلي ناروغه ته ورتلله او په غیر مستقیمه توګه به ئې  د کلي  په احوال ځان خبروئ.

هغې به له هر ناروغه سره راغلی پایوزان جلا جلا پوښتل، څو خبره سي چي په کلي  کي څوک مړه او څوک ژوندي دي؟

یوه ورځ ئې   په روغتون کي د یو بسترسوې ناروغ له خولې واورېدل، چي ویل ئې:

– زموږ د کلي  ټوپکوال قوماندان هغه چي ښه ډېر کلونه پخوا ئې یوه  ښځه ژوندۍ ژړانده تری تم سوی  وه، څه وخت د مخه ئې  پیغله لور هم د خپل مزدور (لونګ) سره جوړه راغله او د هغه سره له کوره وتښتیدله.

د دې خبري په اورېدو سره د کوتري مور په زړه کي خوشحاله سوه، چي لور ئې  کوتره په خپل بخت پسی تللي ده. د پلار ظالم او د هغې   د کشري ښځي له نارواوو خلاصه سوی  ده. هغې   ته دا خبره یقینی بريښيدله، چي په کلي  کي خو د لونګ په نوم بیله د خاله د زوی لونګ څخه بل هلک دلونګ په نوم نه و. دې خبري د هغې   زړه ته بشپړه تسلي ورکوله.

کـوتره

کوتره چي په ښایست کي وتلی پیغله ځیني جوړه سوی  وه، ډېره هوښیاره سوی  هم وه، او په ټولو رازونو د خپل ژوند ښه پوهیدله. هغې   تل له ځانه سره د خپل برخلیک په هکله سوچونه کول. په هغه کور کي چي دا لوییده، یو خوا ته بې پروا او ظالم پلار، بل خوا ته د مور ورکه، د نیکه بنديتوب، د انا، خاله او ماماګانو څخه را جلاوالۍ او د هغوی پر نا معلومه خوا تلل، د مور د بنو او میرو میندو سره په کور کي ژوند، دا ټولي ناخوالي وي  چي د هغې   ژوند ئې په رښتیا ور سخت او تریخ کړی و.

په وروستیو وختونو کي خو ئې  پلار هم کور ته چندانی نه ورتلۍ؛ پدې چي یوه ښځه د کوتري مور ئې  ورکه سوه،د کشري ښځي سره خفه و، د دوو نورو ښځو څخه خو لا پخوا لاس پر سر و. هغه د خپلو نورو ټوپکوالو سره په کوټه کي اوسيدئ، هلته ئې  هلکانو خدمت کاوه، مګر هغه پخوانۍ دبدبه ئې   نه وه پاته.

سره له دې چي ډېر وخت تیرسوی و، بیا هم کله نا کله ئې   په زړه کي د لونګ د مورسره خیالي یادونه او مینه په زړه کي را ژوندۍ کیدله. هغه به غیرمستقیم له هلکانو څخه د لونګ او د هغه د مور پوښتنه کوله، خو بیرته به ئې  ځان تیر کئ.

 

***  ***  ***

 

هلته د خپل کلي  څخه لیري د لونګ مور خپلي خواری کاږي، غاز پر غاز، یکي پر یکي غِران پرغِران سر پر سر سره ږدي. هغه پدې فکر کي وه چي په خپل ژوند کي د لونګ جان کور ور جوړ کړي او ناوې ئې  وویني. دا نو د لونګ د مور وروستۍ او خورا لویه هیله وه.

لونګ د خپلي مور یوازنی زوی و. هغه به نو ۱۷ یا ۱۸کلن ځوان و. ښه روغتیا، ښه قد او بازو خدای ورکړې وو. مور ئې  ښه کالي،صدرۍ او څپلۍ په اغوستل، د پاچ لنګوټه ئې  په سر تړله، او بهرام جانۍ چوټي (څپلۍ)، یا زرېنه سوچه چوټي ئې  په پښو کولې. د کلیو ډېرو نجونو په زړونو کي ئې  ځای نیولی و. د کلي  په ټولو ځوانانو کي د لونګ جوړه نه وه.

دا ئې  لا څه چي لونګ د مسجد سبق ویلۍ و، حتا لیک ئې  لیکلای او لوستلای سوای. په هر کور او کلي  کي نر او ښځي ټولو لونګ په ښه رنګ، ځواني او ښو اخلاقو یادا وه. د کلي  ډېرو نجونو ته هغه یو پیژندل سوی ځوان و. د هري  نجلۍ زړه غوښتل چي د لونګ سره واده وکړي. مګر بې  کسې او غریبې ټولي           د روازې د لونګ پر مخ تړلي وې.

د لونګ اسکیرلي مور چي د ټول کلي  په راز، خیر او شر پوهه وه، د ټولو کورنیو نجوني ئې  ښې پیژندلې، د هر چا سره ئې   دوستي زړه نه غوښتۍ او هر چا ته ئې  زړه نه سو ورنژدې کیدلای. په خپلي غریبۍ او خوارۍ ئې   څه پیسې سره یو ځای کړې وې، چي د لږ ولور د ورکړي وسه ئې درلوده او یوه خوشحالي ئې پرې جوړولای سوه. هغې   به هر وخت ویل: چي د غه یو زوی مي دئ، هر څه چي لرم او ګتم، د ده د خوشحالۍ له پاره ئې   لګوم.

***  ***  ***

یوه ورځ چي لونګ کور ته راغې، د ډوډۍ خوړلو پر وخت ئې   خپلي مور ته وویل:

– ادې! زموږ د کوره سره نژدې قوماندان تیرېدئ، روغبړ مي ورسره وکۍ، زه ئې   اول ونه پیژندم، وروسته ورسره ملګرو هلکانو ور وپیژندم.  هغه  زما په لیدو ډېر خوشحاله سو. مورجاني تا ته ئې   هم ډېر سلامونه ویل. ما ته ئې   وویل:

– هلکه، ستا څخه خو ښه ځوان جوړ سوی  د ئ. مور خو دي بیخی ښه ښځه وه، دا ډېرکلونه زموږ کره نه ده راغلې، جوړه خو ده؟

بیا ئې  زیاته کړه: چي ته هم نه را ګرځې، ډېر خو سره لیري نه یو؟ په څه خواري اخته يې که نه؟

ما ورته وویل:

– یوازي   د خپلي مور خدمت کوم او په مسجد کي سبق وایم.

لونګ یوه سا واخیسته،بیا ئې  مور ته وویل:

– قوماندان را ته وویل، راسه زموږ انډیوال سه، جنګ ته دي نه استوم. تا به د ځان سره ګرځوم، په تا باور لرم. هلته زما سره عربان، د مقاماتو سړي او نور ډېر خلګ سته، هغه به سبق هم درته وائې.

د دې خبرو په اورېدو ئې د مورد زړه شرک سو، سر ئې  پر له وګرځیدئ او په فکر کي ډوبه سوه، بیا را پورته سوه، د ځانه سره ګډه سوه:

– یا خدایه! میړه او یوازنی ورور دي را څخه واخیستل، د تربرو له بیري مي کور او کلی   پرېښود، اوس دي بیا دلته دا ظالم قوماندان را ته بلا کئ…ولي، ما څه ګناه کړې ده؟

د لونګ د مور زړه ته تیره سوه، چي قوماندان له دې لاس نه اخلي، او پدې چل لاره خلاصوي. هغې   خپل زوی ته څه و نه ویل، او چوپه خوله پاته سوه.

لونګ چي اوس چټ ځوان و، پوه سو، چي د مور ئې  نه ده خوښه. هغه ته یو ځل بیا د خپل ښوونځی سوځیدل، د پلار اوماما بې رحمانه وژنه، له هغه د کتابونو اخیستنه او سوزونه ور په یاد سول.

په فکرونو کي لاهو سو، او د هغو بد مرغو ټوپکیانو بڼی ئې  تر سترګو سوې. یو دم لکه له خوبه چي راوېښ سي؛ د هغه ظالم اواز ئې  په غوږ کي ازانګه وکړه. هغه لږه شیبه وروسته، بیرته له فکرونو او سوچونو را ووت.

د هغه په زړه کي چي هر څه تیر سوي  و، خو د اوس له پاره ئې   په ښکاره څه و نه ویل.

لونګ هم یوکلیوالی ځوان و، و بیکاره کلیوالي ځوانانو ته په کلیو کي د ناستي او ولاړی ځایونه، د مجلس او بنډار ځایونه همدغه د ټوپکوالو اتاقونه وو. د هر ځوان د بنډارسره مینه وي. ټول د کلي  ځوانان پدې مصیبت لړل سوي و.

لونګ به د خپلي موره په پټه د ورځي یو ځل د قوماندان اتاق ته ورتلۍ .هغه هلته کلیوال او غیر کلیوال خلک لکه: پاکستانیان، عربان او نور ډول ډول خلګ لیدل. چاي، ډوډۍ او مجلس هلته وو.

د ترور، وژلو، سوځولو او نړولو کیسې، چور او د څه په لاس راوړلو کیسې به هلکانو کولې، په ورځ کي یو ځل به د نویو ځوانانو د جلب وجذب دپاره د عربي او پاکستاني ISI استازو له خوا پر هغه دنیا او اخرت کي د جنتونو، حورو او غلمانو وعدې او زېري ورکول کیدل.

قوماندان له نورو ټوپکوالو کسانو څخه په جلا کوټه کي اوسيدئ. هغه به زیات وخت د مخابرې په نوم په یوه کوټه کي د دوو ښایسته هلکانو سره چي په دواړو ئې تورخو ښایسته، ښوی د میکس یا ټټرون کالي اغوستل،  دهغوی سره ناست او پروت وو.د مخابرې کوټي ته هیڅوک بې له هغه د اجازی ورتلای نه سوای. هر هغه څوک هلته ورتلای سوای، چي زیات به ورته اعتباري و.

د لږ وخت په تیرېدو، لونګ په خپله ناسته، پاسته، کړو، ښایست او جرأت سره د عربو او پاکستانیانو پاملرنه ځان ته ورواړوله. لونګ ته اجازه ور کړل سوه، چي په ټولو کوټو او سرایو حتا د مخابرې اتاق ته هم بې    له تلاښئ او پوښتني ور سي. هغه پدې ډول د دوی په کار او خدمت کي ځان مشغول کړ.

لونګ ته وخت نا وخت د نورو جنګیالیو او افرادو په نیامه (په پټه )کوم عرب او یا پاکستانیوالisi څه لاس هم نیوئ، څه پاکستانۍ کلداري به ئې لاس ته ورتلې. دا کار د لونګ د نور فعاله کیدو او تشویق سبب ګرځیدئ.

قوماندان هم پر لونګ نسبت نورو جنګیالیو ته زیات اعتماد کاوه. هغه لا د لونګ مور له یاده نه وه ایستلې. قوماندان د خپل کور ټولي چاري لونګ ته وسپارلې. اوس نو لکه مرغانو ته چي د انه واچوې او یا هیلیو ته مله په اوبو کي کښینوې.

د قوماندان په خام خیال که ئې  د لونګ مور یو ځل بیا په نصیب سي. لونګ سربیره پردې چي د جنګیالیو، پاکستانیانو،عربو او مخابرې کوټو ته بې له اجازې ورتلای سي، د قوماندان کور ته هم په خلاص مټ لاس رسی پیدا کړې و. د لونګ مور دقوماندان،ځای او کورته دلونګ په ورتلو هغه وخت خبره سوه، چي کار تر کار تیر و.

هغې   بیوزلی د لونګ د را ګرځیدو هڅي د خپل وس برابر وکړې، خو بې    ګټی وي. هلته د قوماندان په کور کي د قوماندان درو سرو ورپاته ښځو نسبت نورو مزدورانو ته لونګ ته لا هماغسي د کوچنیوالی په سترګه کتل، چي د خپلي مور سره به د دوی کور ته ورتلئ، هغوی به لونګ له نازه لونګین باله.

د قوماندان د هغې   مشري تښتیدلي ښځي لور کوتره چي د لونګ همزولې وه، کله چي به لونګ د خپلي مور سره د دوی کور ته ورتلئ، هغه وخت به دې د لونګ سره لوبي  کولې؛ اوس دواړه برابر ځوانان وو، وروسته له ډېرو کلونو ئې  بیا یو بل سره پیدا کړل. په لیدو ئې   هغه تیري خاطرې په زړونو کي را تازه سوې، دلیدو په هغه اولو څو ورځو کي ئې  په زړونو کي  یو له بله مینه سره را پیدا سوه او یو پر بل سره مین سول.

د کوتري او لونګ لیونۍ مینه

 

د لونګ او کوتري تر منځ د کوچنیوالی دوستي اوس د ځوانۍ په لیونۍ مینه واوښته. د لونګ او د قوماندان د لور تر منځ مینه د دوو نه تجربه لرونکو ځوانانو مینه وه. د دوی د ډېر احتیاط سره سره د ډېر وخت له پاره دا مینه پټه پاته نه سوه.

د لونګ او کوتري تر منځ په پاکه مینه د قوماندان یوازنی کشره ښځه څه،  بلکي درې سره په کور کي ناستي ښځي ښې پوهیدلې. څنګه چي دوی ټولو کوتره خپله لور نه ګڼل. هغوی کوتره د بني لور بلله. پس درې واړه بني خوښي وې  چي کوتره بد نامه سي. دوی خوشحاله پدې وې  چي کوتره د یوه مزدور سره جوړه ده.

د قوماندان درو سرو ښځو په ګډه کوښښ کاوه، چي د کوتري او لونګ تر منځ د میني اړیکی د بد نامي تر پولي ورسوي. خو کوتري او لونګ په ډېر احتیاط او مهارت د ټولو نه پټه په شپه کي په سرای، پر بام، کله هم په باغچه کي سره لیدل، د خپلي میني د ټینګښت او بې    خطره پایښت تارونه ئې  نغاړل.

دوی دواړه چي به هر ځل سره مخا مخ کیدل، د میني او محبت کولو پر ځای ئې   ټول وخت پدې تیرېدئ، چي نور به څنګه پر مخ ولاړسي. نژدې یو کال دوی په پټه سره لیدل. د کورنۍ نجلۍ کوتري خو په وس او اختیار کي یوازي او یوازي خپله اراده او خپل ځان و. هغې به لونګ ته اطمنان ورکوئ:

– ځان درسره وژنم، ترخپل سر در سره تیره یم او تر مرګ به درسره یم، بې له تا مي ټول ځوانان په دین او دنیا وروڼه دي، نورلونګه ته پوه سه او کار دي چي څنګه کوې.

لونګ چي د کوتري رښتوني، د میني ډکي اوغیرتمندي خبري اوري، حیران به پاته سو، چي څه وکړي؟ هغه یو غریب، یتیم، بې کسه نوی ځوان دئ. هغه داسي په فکر کي ډوب د خپلي مور لیدو ته ولاړۍ. اوس په دوه زړه کي دئ، چي د خپلي مور سره خپل مشکل شریک اومشوره وکړي که نه؟ ځکه لونګ پوهیدئ، څه وخت مخکي چي هغه د قوماندان ځای ته تلۍ، مور ئې   دومره ډېره خوښه نه وه.

اوس نو لونګ حیران و چي څه وکړي. یوې خوا ته هغه کوتره چي مور ئې  د کوره وتلې او ورکه سوئ  وه، د نیکه کورنۍ ئې  ورکه وه، پلار ئې  هغه د سړو د سر قاتل، بل خوا ته خپله غریبي، یوازنۍ کونډه مور، بې    کسي، پردی کلی  دا ټول غمونه او جنجالونه به دی څنګه پر سر واخلي؟ اخر څه وکړي؟ هلته د کوتري سره په هر ځل لیدنه کي کوتره د غیرت او میني خبري ورته کوي.

لونګ زړه بایللی دئ، نه په ناسته پوهیږي او نه په ولاړه. هر څه چي فکر کوي، بله لاره اوچاره نه ويني. بې له خپلي مور څخه بل تیرونۍ خواخوږی او دوست نه لري. چي ده ته مشوره ورکړي. د خپلي مور څخه د بیري سربیره زیات شرمیږي هم، نو توکل ئې  پر خدای، زړه ئې   را غونډ کئ، راغئ؛ خپل یوازنی مرستندوې مور ته کښینستۍ، ټوله کیسه ئې  بې    پردې او سپینه ورته وکړه.

مور ئې  چي د خپل زوی خبري واورېدې او د هغه میني ته ئې  وکتل، په فکرونو کي ډوبه سوه، سر ئې   پر زنګنونو کښیښود؛ ټولي تیري پیښي ئې  يو ځل بیا په فکر کي له سره را وګرځیدلې او تر یوې اوږدې دمي وروسته ئې   سر را پورته کړ، او اوږده سا ئې   وایستله.

د لونګ د مور نو د لونګ سره د خبرو پر وخت دغه تکیه کلام و:

– لونګه زویه! مورکه دي ستا بلا واخلي. زه چي تپیدم، ستا له پاره تپیدم؛ زما یوازنۍ هیله ستا خوشحالي او ستا د زړه ساتل دي. که زما د سر په بیه هم دا خبره تمامه سي، ځان به تر تا جار کم.

هغې زیاته کړه:

– هو، زویه! زه پوه سوم چي پر کوتره دي زړه بایللۍ دئ، په هر ډول چي وي، دا کار به ان شا الله کوو. زه ستا د دغي غوښتني د پوره کیدو په لاره کي درسره یم.

د لونګ مور له ځایه ورو ولاړه سوه، خپل زوی لونګ ئې   پر سر او مخ مچ کړ او په زړه پوري ئې  ټینګ ونیوئ، بیا ئې   ورته وویل:

– ګرانه زویه! ما تاته ویلي وه چي زه نوره ښځه نه یم، اوس نر میړه یم، ستا په خاطر د کوتري د پلار پر ټولو بدیو او دښمنیو ئې  سترګی پټوم. زه چي تا لرم، عزت لرم؛ نو مور دي ستا بلا واخلي، فکر دي مه خرابه وه. غر که هر څومره لوړ سي بیا هم پر سر ئې   لاره سته. ښه سو، چي خبره دې کړم، “سلا د مړو هنر دئ”ته بې    غمه اوسه، په یوه اوونۍ کي دننه دننه به زه هر څه  درته سم کړم. یو ځل به زه خپله هم کوتره له نژدې ووینم. په رنګ کي خو کوتره ښایسته او په خوی کي هغه وخت چي ما لیدلې وه، یوه حیا ناکه نجلۍ وه، مګر دا څو کاله ما دنژدې نه ده لیدلې، ښه دئ، زه به ئې  یو ځل بیا هم ووینم.

لونګ خوشحاله او زړه ئې  باغ، باغ سو. د خپلي غیرتي مورجاني لاسونه ئې ورمچ کړل، له هغې ئې  رخصت راواخیستۍ او بیا د قوماندان ځای ته په خوشحالي او هوس ولاړئ. د شپې د ډوډۍ پر وخت ئې  په کوتره ځان ولیدئ، خو د خبرو موقع نه وه. د ماخستن تر لمانځه وروسته ئې   تلوار و، چي د خوب په پلمه له مجلسه ولاړ سي.

لونګ ته مځکه ځای نه ورکوي، په زړه کي ئې   اور بل و، غوښتل ئې  چي ژر د کوتري سره وګوري، څو دغه خپله خوشحالي د هغې   سره نیمه کړي او ورته ووائې، چي مور ئې   ورسره منلي  ده او هغه به مرسته را سره کوي.

کله چي دا نور ټوپکوال ځوانان  پرېوتل، لونګ د قومندان کور ته تیر سو. په زړه ئې   نو یو الله خبر و، خو د کوتري سره میني ئې  بیره او وهم له مغزو تښتولی وو.

کوتري هم دننه په کور کي خپلي دوې سترګي د خپل زړه وړونکي لونګ د راتلو په انتظار د سرای د دروازې د غلام ګرد پر لوري پیره داراني کړي وې. په خپله خونه کي دننه د پردې تر شا په تیاره کي د بت په شان ولاړه وه.

دا شپه نو د دوو یو پر بل ګرانو له هر څه محرومو ځوانانو له پاره د امیدونو او خوبونو د رښتیا کیدو یوه د خوښیو ډکه پیلامه وه، خو خورا ګرانه پیلامه.

کله چي لونګ مازي تر دا غلام ګرد د سرای غولي ته ور تیر سو، کوتره د سترګو په رپ کي لکه لمبه پر را تاو سوه او لونګ ته ئې  پر ځیګر، ځیګرپه خپلو نرمو او پستو لاسونو سوکان ورکړل او بیا ئې  لونګ په خپله نرمه  او ګرمه غیږه کي داسي ټینګ ونیوئ.

لمړی ځل دئ چي کوتره او لونګ سره غاړه او غړئ سول. لونګ د کوتري د زړه درزا په خپلو غوږو اورېدل. کله چي ئې  د کوتري ومخ ته وکتل، وئې لیدل، چي د کوتري تر سترګو اوښکي پر نازکو،سپنو او سرو باړخوګانو داسي رڼی رڼی را بهیدلې.

لونګ هم د دې په نرمه غیږه کي خپل حواس بایللي وه.

کوتري لونګ ته وویل:

– څونه وځنډېدې؟ تا خو ویل ژر راځم!

لونګ  ګنګوړه سو په ځان نه پوهیدئ.

کوتري بیا پوښتنه ځیني و کړل! تاخو وویل:

ژر راځم څونه وځندې دې؟

بیا نو لونګ وویل:

– یوازي   یوه شپه نه وم.

کوتری وویل:

– ما چي ویل کال تیر سو.

لونګ وویل:

– راسه، چي زېری درباندي وکړم!

– ښه، ژر سه را ته وایه!

لونګ وویل:

– ولاړم، خپل زړه مي راغونډ کئ، خپلي مورجانی ته کښینستم ټوله کیسه سپینه او صفا ورته وکړه. پوهیږې؟…هغې راسره خوښه کړه، چي زه به له تا سره واده وکم.

کوتری وویل:

– ښه، مور دي نور څه ویل؟

– مور مي راځي او ستا سره خبري کوي.

د لونګ او کوتري شپه پدې ډول سوالونو او ځوابونو کي دا لته په ولاړي داسي خوږه او لنډه تیره سوه، چي    د وی  یو د بل په لیدو او کیسو لا ماړه نه وه، درنګ ملا د سهار اذان وکئ. ډېرو لږو ځوانانو به په خپل ژوند کي د اسي یوه شپه تیره کړې وي.

د بلي ورځي په سهار لونګ بې خوبه و. سم کار ئې  نه سو کولای، مګر نسبت نورو ورځو ته زیات خوښ و. په اتاق کي راټول جنګیالي، قوماندانان،عربان او پاکستانيان ټول د لونګ رفتار، بې    خوبۍ او خوشحالۍ ته د شک په سترګه کتل.

هلته د لونګ مورهم چورتونه وهل. هغې   د ځانه سره فکر کاوه، که د قوماندان لور ته په مرکه ورسم، باور ئې  نه راتلئ، چي خیر دي وویني. ځکه پوهیدله  په دې چي دا او زوی ئې  غریبان دي. دې په خپله هم د هغوی د کور مزدوري کړې ده او لونګ هم د دوی مزدوراو د مزدوري زوی دئ.

دا زما ورتګ او مرکه به قوماندان بده وګڼي. هغه به دا د ځان سپکاوی وبولې. له امکانه لیري نه ده چي زوی مي په یوه تور را تومتي کړي. هغه به بندي او حتا د مرګ خطر ئې  هم سته. پیسې نه لرو، چي د جګ ولور او لوی واده خبره ور سره وکړم.

د لونګ مور په چرتونو کي د خپل میړه او ورور وژنه او د قوماندان نا پاکه کړه وړه هم په زړه کي ورتیر سوه، او نوره هم په فکر کي ډوبه سوه، چي په راتلونکي کي به د هغه سره څه ډول دوستي پالي؟…هغی چي هر څومره فکر وکړ، نو دا دوستي هیڅ ممکنه نه وه!

د لونګ مور د ځانه سره وویل:

– یوازي   دا یوه لاره را ته پاته ده، خیر دئ د لونګ په خاطر به قسم مات کم، د قوماندان کور ته به وروسته له ډېره وخته یو ځلي ورسم، خپله به مخامخ د کوتري سره له نژدې وګورم.

د لونګ مور بله ورځ د قوماندان کور ته ورغله. د قوماندان ښځو د لونګ د مور په ورتګ زیاتي  خوشحاله او هم حیراني سوې. ښځو بیا هم د لونګ د مور عزت وکئ. ځکه د لونګ مور وروسته له زیات وخت تیرېدو څخه د دوی کور ته بیا ورغلې وه.

کوتره چي د لونګ د مور د ورتلو په مقصد پوهیدله، د هغې   په لیدو زیاته خوښه وه. د لونګ مور هڅه کوله، چي د خپل ورتګ سبب یوازي   وکوتری ته و وائې   او د هغې   د خولې خبري واوري. د ماپښین د لمانځه پر وخت، کوتري د لونګ مور ته د اودس تازه کولو ګډوه له اوبو ډکه کړه او ور ته وئې ویل:

– خاله، د اوداسه اوبه دغه دي، لمونځ به زما په خونه کي وکې.

د لونګ مورخوشحاله سوه، تر اودس تازه کولو وروسته، د کوتري خوني ته ولاړه. کوتري د لمانځه مسله ورپسي ور وړل. د لونګ مور د لمانځه تر ادا کولو مخ کي کوتري ته د خپل ورتګ سبب ووایه، چي ما ته لونګ خبره کړې ده، غواړم ستا له خولي ئې  هم وارم.

– زویه! موږ خو ډېرغریب خلګ یو، زه او لونګ خو هیڅ شی کور، ځای او پیسې نه لرو، ته څنګه زما د زوی سره واده کول غواړې؟

کوتری په ډېر جرات سره د لونګ مور ته وویل:

– موري! په هر څه خبره او پوهیږم، ډېري پیسې زما پلار لري. دغسي ډېري ماینې  هم لري… په خدای باور وکه، چي یوه ورځ مو د خوشحالۍ ګوله نه ده خوړلې؛ ټوله ورځ په کور کي وهل، ډبول، جنګونه او دعوې وي. بې    له لونګه نور ټول نارېنه وما ته وروڼه دي.

کوتره د دې خبري په کولو سره په ژړا سوه، او د لونګ د مور پر لاسونو ور  پرېوتله او په ژړا کي ئې ورته وویل، بې  له لونګه ژوند نه غواړم، ته مي مور سه، زه به دي لور سم. هر څه چي را ته وائې، هغسی کوم.

د لونګ مور د کوتري اوښکي ورپاکي کړې او وعده ئې  ور سره وکړه. هغې   ته ئې  وویل:

– زویه! زه لاره جوړوم، ته بیغمه اوسه.

کوتري چي د لونګ د مورمهرباني او ډاډګیرنه واورېدله، نو ئې  د هغې   لاسونه ورمچ کړل، او ورته وئې ویل:

– موری! زه دي بل زوی سوم.

د لونګ مور هم کوتره پر تندی مچ کړه.

د لونګ مور د لمانځه تر ادا کولو وروسته، کوتري ته وویل:

– زویه! بیا به لونګ ته نوري خبري وکړم. اوس به زه ولاړه سم، چي دا مندي دي اشتباه و نه کړي چي ډېر وخت مي ستا په خونه کي تیر کي.

د لونګ مور د خوني را ووتله، د قوماندان له ښځو څخه ئې هم دکورته تلو رخصت واخیست او د هغوی له کوره راووته.

په لاره کي ئې  لونګ ولید او پوهه ئې  کړ، چي خبره سمه ده. بیا بله ورځ یو ځلي کور ته راسه.

***  ***  ***

ماښام چي کوتري او لونګ بیا سره ولیدل، کوتري ژر لونګ وپوښتۍ:

– مور دي نورڅه وویل؟

لونګ ور ته وویل:

– مور مي ستا څخه خوشحاله وه، ما ته ئې  وویل، یو ځل بیا کور ته راسه.

کوتري لونګ ته وویل:

– نو څه ته ګورې، ژر ورسه، چي مور دي خا مخا څه درته وائې.

لونګ کوتري ته وویل:

– اوس شپه ده، سبا به ستا له پلاره اجازه واخلم، کور ته به د مور لیدو ته ورسم.

خو کوتره نا ارامه وه، نه پوهیدله چي د لونګ مور به کومه لاره پیدا کړي، چي زما او د لونګ واده وسي. پدې خبرو خبرو کي بیا پر دوی سهار سو.

بله ورځ چي لونګ د مور لیدو ته راغئ، مور ئې  هغه ته وویل:

– زویه! د پنجشنبې په شپه به کوتره له کوره را وتښتوې، ما به هم خپل یو څه ضروری شئ مئ سره تړلي وي، درې سره به دا کلي  هم لکه خپل د پیدایښت ټاټوبی چي مو پرېښود، پرېږدو.هو دا ځل نو موږ مجبور یو، چي د دې بلاو (مجاهدو) څخه د ځان خوندي کولو په خاطر لیري هغه د کُفري حکومت په لاس کي نژدې ښار ته ننوځو چي پته مو د دوی څخه ورکه سي.

د لونګ مور له لږ چوپتیا وروسته زیاته کړه:

– که څه چي ما خو ښار لیدلې نه دئ، زویه! اما خدای بخښلي پلار به دي کیسه کوله، چي ښار یو غټ ځای دئ، هلته خلګ ډېر دي؛ هلته به ژوند او ګوذاره کوو. خلګ وائې تر کلي  په ښار کي کارونه زیات دي. یوازنی د پټیدو ښه ځای هم ښار دئ. هلته په ډېرو خلګو کي موږ خلګ څه پیژني. تر هغو به هلته ژوند کوو تر څو چي دا ټوپکوال خدای ج ورکوي.

د لونګ هم د خپلي مور خبره خوښه سوه. هغه چي شپه په خپل کور کي د مور سره تیره کړه، سهار ئې  هوس و، چي ژر ولاړسي. ځکه  غوښتل چي کوتره خبره کړي، څو هغه هم تیاری ونیسي.

په دغو وختونو کي لا ټول کلي  یو مخ تور (خالی) سوي نه و، څه کورنۍ لا پر خپلو کورونوپاتی وي. تر لنډ ځنډ وروسته، لونګ بیرته د قوماندان ځای ته  را ورسیدئ.

لونګ ولیدل چي په دا یوه شپه کيٍ وضعه بدله سوی  ده. د قوماندان په کور کي د یوې لوی میلمستیا له پاره تیاری نیول کیدئ. د کور په مخ کي څو سړيو لرګي ماتول، څو تنو نورو په سراچه کي د دیګدانو په جوړولو او څو تنه نور د مځکي   په اوارولو او سمولو سره بوخت وو.

سره له دې چي نیم کلي  تور ولاړ دئ، بیا هم په کلي کي پا ته خلګ را جمع سوی  دي. په همدې وخت کي لونګ را ورسیدئ. قوماندان چي لونګ ولید، هغه ته ئې  وویل:

– لونګه !ته چیري غیب وي؟ د کار پر وخت ورک سي. ځه، دلته څه کوي چي ولاړ ئې، کور ته دننه ورسه، د ښځوسره کومک وکه.

لونګ د وضعي په لیدو په چورتونو کي غرق سو.دی نه پوهیدی چي اصلي کیسه څه ده؟ کله چي کور ته دننه سو، ګوري چي په کور کي ښځي پورته او کښته کیږي. ښځو چي لونګ ولیدئ اوس نو هر کار په لونګ کوي. هغه هم د ښځو سره په کار لګیا سو. هڅه ئې   دا وه چي ځان پوه کړي.

د نورو ورځو او میلمستیا وخلاف نن خپله مینه کوتره نه سي لیدلای. کوتره د  خپلي خوني نه راوزی؛ ټولو ښځو ښه کالي اغوستی وو، هري یوې پسولونه په ځانو ځړولي وو، د ټولو لاسونه سره وو، هري  ښځي د ناوی په شان ځان جوړ کړئ و. د لونګ دا اوله ورځ وه، چي دا سي ډېري سینګار کړي او جوړي کړي ښځي ویني.

اوس خو لونګ چټ ځوان و؛ په هر څه ښه پوهیدئ، مګر دا چي خپله کوتره نه سي لیدلای، یا هغه له خوني نه را وځي، نو سخت غمګین و. تر ماښام پوري لونګ د ښځو سره کار وکړ، مګر کوتره ئې  و نه لیدله.

شپه سوه، لونګ راغۍ، د نورو جنګیالیو په مجلس کي کښیناست، خو فکر ئې   ډېر خراب و.لونګ همدلته د نورو توپکیانو د خولې خبر سو، چي سبا سهار د قوماندان سرکښ له کوره سړي او ښځي راځي، د قوماندان د لور کوتري شیرېني او دستمال وړي.

د دې خبر په اورېدو سره نه یوازي   د لونګ پر سر  بلکي په سینه کي اور بل سو، مځکه سره سوه، د ده پر شپه سوه؛ نه پوهیدئ، څه وکړي.

یوې خوا ته قوماندان ډېر خوښ و، او وېل به ئې  چي د یوه لوړ کور سره ئې   د دوستۍ خبره سوې  د ه. لونګ له مجلسه ولاړسو، او ولاړي؛ په خپله چریکي بستره ننووت، له ځانه سره ئې  د غم په دنیا کي دخلاصون لاره لټوله.

قوماندان راغئ، شا و خوا ئې   وکتل او په مغرورانه ډول ئې   وویل:

– هلکو، پام مو ونیسئ، چي سهارزما د میلمنو ښه عزت وکړئ، دغه مي مشره لور ده، زوی نه لرم؛ دا زوم به مي زوی هم سي.په خپله کور ناخبره.

لونګ غمجن پروت دئ، هر څه پر خپل زړه تیروي او لار لټوي.

دکوزدې  شپه د کوتري تیښته

 

دا هغه شپه وه، چي توپکمار د خپلي لور کوتري د ورکړی خوشحالۍ کوله. خپلو سړو ته ئې  د سبا ورځي د میلمنو دعزت کولو او کارونو د وېش امرونه کول. ده خپلي خبري نوې پوره کړي، چي یو پیره دار راغئ او هغه ته ئې   د اسي ویل:

– قوماندان صاحب، نن بندي ته چاهیڅ ډوډۍ را نه وړه!

قوماندان د نورو ټوپکوالو په شان چي د خپلو بادارانو (ISI) څخه ئې  زده کړی وه، د هغوی د پلانو او غوښتنو برابر ئې  هر مکتب لوستۍ او هر حکومتي مامور، سرتیرئ او افسر چي نیوئ هغه ئې ژوندی نه پرېښود. دوی به اسیران مسله کول،په دار ځړول،سنګسار کول اوپه فجيع توګه به ئې وژل.هغه څوک چي د پیسو په مقابل کي به ئې د تبادلې او خوشي کیدو امکان و هغه به ئې په پیسو تبادله کول..او که به ئې  پیسې ورنه کړې، هغه ئې  وژل.

ټوپکیانو د بندي د ساتلو هیڅ  عادت نه لاره مناسب ځایونه او تدبیرونه، نه لرل.اول ځل و چي قوماندان خپل خُسر ژوندی بندي ساتلي و، د دې خبر په اورېدو چي کرئ ورځ ئې  بندي خسر وږې پروت دئ، خدای سته،له ځانه سره څه خړ سو. ځکه قوماندان او ټول توپکوال پوهیدل، چي بندي د ده خُسر او د هغي کوتري نیکه دئ، چي سبا ئې  بل ته دی کوزده کوي.

قوماندان پر لونګ ږغ وکئ:

– هلکه لونګه! پورته سه، کور ته ولاړسه، وګوره، که د خوړو څه وه، بندي ته ئې  راوړه.

لونګ چي په یو عالم غمونو او فکرونوکي ډوب پروت و، تر دغه وخته پدې هم نه پوهیدئ، چي دغه بندي د قوماندان خُسر او پر ده د میني کوتري نیکه دئ. لونګ ځکه په ډېره مینه له ځایه ولاړ سو، او د قوماندان کور ته ولاړ، چي که وکولای سي، کوتره له نژدې وګوري او ځان پدې پوه کړي، چي دکوتري اراده څه ده او څه کوي؟

لونګ چي د قوماندان کور ته ورغۍ، د قوماندان د هري  ښځي د خوني دروازه ئې  جلا جلا ور وټکوله، د څه خوړو د تیارېدوغوښتنه به ئې  ځیني وکړه، خو د ده بیوزله په خبره هیڅ یوې هم غوږ و نه ګراو. ځکه د قوماندان ښځي پوهیدې، چي بندي خو د کوتري نیکه او د دوی د بني پلار دئ.

لونګ ته خدای ور کړه، دغه ئې  پلمه وګڼله او راغی د کوتري د خوني دروازی ته. د کوتري د خوني د دروازی ځنځیر ئې  وشرنګاوه، او په کښته اواز ئې   ور ږغ کړل، ور ته وې  ویل:

– لونګ یم ، لونګ!

کوتري چي تیره شپه لونګ نه و لیدلۍ، ډېره غمجنه او د ځان سره ئې  زیات ژړلي و. ځکه پلار ئې  د هغې   له خوښی خلاف، اراده درلوده، چي سبا ئې  بل چا ته کوزده کړي. هغې   د لونګ سره ژبه کړې وه او د لونګ سره ئې  مینه وه. نو له ډېره ګرومه او خواشینۍ څخه ئې  زړه پړسیدلی و؛ نه پوهیدله چي څه وکي.

څه وخت چي ئې  د لونګ اواز واورېدئ، لکه د اسمانه چي یوه غیبي ناره پر وسي، ژر ئې  دروازه خلاصه کړه او لونګ ئې   په خپله غیږه کي ټینګ ونیو، خپړي   ئې  په ولګولې. لونګ ور ته د خپل کار او فعالیت خبري لنډي وکړې، او د تیښتي پلان ئې  ورسره شریک کړ. بیا ئې   ور ته وویل:

– پلار دي را استولی یم، د هغه بندي د پاره ډوډۍ را کړه چي ور ئې  وړم.

کوتره د دې خبري په اورېدو شکمنه سوه، ځکه دا نه پوهیدله چي بندي به د دې نیکه وي. باور ئې   نه راتلئ، چي د هغې   نیکه دي د دې پلار تر دا اوسه ژوندی ساتلۍ وي. بیا هم هغې   ژر، ژر خپل له خوني را ووته، څه د خوړو شیان ئې   سره جوړکړل او لونګ ته ئې   ورکړل.

کوتري لونګ ته وویل:

– دا معلومه که، چي بندي څوک دئ؟ نه چي زما نیکه وي.

کوتري لونګ ته وویل:

– زه پر خپل نیکه زیاته ګرانه وم، که هغه و او کولای د ي سوای، زما او ستا د میني او تښتي بیان ورته وکړه، که مو په وسه وه، نیکه به هم د ځان سره وتښتوو، د لاري ملګرۍ به مو وي.

لونګ په یوه کاسه کي خواړه را واخیسته او کوتري ته ئې  د تیښتي د تیاري نیولو وخت ورکړئ.

لونګ خواړه را ووړل؛ پیره دار لونګ ته اجازه ور کړه، چي په خپله د بندي کوټي ته ډوډۍ ور وړی. لونګ له بندي څخه وپوښتل، چي څوک یي؟ هغه ور ته وویل، زه د قوماندان خُسر یم.

لونګ خوشحاله سو، په یوه شیبه کي ئې  هغه په خبره پوه کئ.

مؤظف پیره دار، فکر کاوه چي لونګ خو تر ټولو پیره دارانو زورور حتا د مقاماتو سړی او د قوماندان د کور سړی دئ، له بندي سره د لونګ تماس ئې  یوه معمولی خبره وبلله.

لونګ چي د بندي سره خبره پخه کړه، هغه لوښی چي خواړه ئې  پکښی را وړي و، هغه ئې  د بندي سره پرېښود. خپله بیا د قوماندان کور ته ولاړ، خپلي میني ته ئې   حال ووایه. کوتري وختي لا خپله غوټه تړلې وه.

کوتره له کوره را ووته، د مؤظف پیره دار سره ئې   په خبرو ځان اخته کړ. په دغه وخت کي چي کوتري د پیره دار سره خبري کولی، لونګ راغې، پیره دار ته ئې   وویل:

– هغه د ډوډۍ لوښی مي د بندي سره هیر سوی  دئ، کلی  را کړه، چي زه لوښی را واخلم، تاسي    خپلي خبري کوئ.

ځوان، مجرد او له هر څه محرومه پیره دار، په خپل ژوند کي دیوې ځواني نجلۍ په نرم او پاسته ږغ کي خبري نه وي  اورېدلي، و نجلۍ ته ئې   مخا مخ سم کتلای نه سوای؛ هغې پر خبرو ئې   داسي خوند اخیستۍ، چي له خوښئ ئې بدن خوله خوله سوۍ و. په ځان او دې جهان نه پوهیدئ.  ده خو دعربو اوپاکستاني جاسوسانو څخه دجنت او هورو بیا نونه اورېدلي وه ،فکر ئې کاوه چي دهوري سره مخامخ سوم.د بندي د کوټي کلی  ئې  لونګ ته ورکړه.

لونګ لوښی هلته پرېښود، بندي ئې  خوشي کئ. بندي په بیړه دباندي ووتۍ. لونګ خالي کوټه قفل کړه، بیرته راغۍ، کلي  ئې   پیره دار ته ورکړه. کوتره او لونګ دواړه هم راووتل وه. لونګ، کوتره او د کوتري نیکه درې سره یو ځای سول.

اوس نو کوتره په داسي شپه د کوره د لونګ سره تښتي چي سبا ئې   د ورکړي ورځ وه. هلته په بل کلي  کي د لونګ مور خوهم سبا شپې ته چي د جمعې وه د لونګ او کوتري راتلو ته انتظارکا وه.دا څه خبره وه چي  حالات بل شان سوي  وه.

د لونګ مور به لا سبا خپله تیاري نیول، چي دا دئ یوه شپه مخکي لونګ، کوتره او د کوتري نیکه ورته راورسیدل.

د لونګ مور لکه څنګ چي لونګ ته به ئې  ویل: “زویه! زه له دې وروسته، ښځه نه یم؛  بلکي د نرمیړه په شان به ستا تر شا ولاړه یم”، په رښتیا چي هغه په دغه شپه د دوی د راتګ تود هرکلی وکئ. وروسته ئې  خپل د خوارۍ څه چي لرل، ټول ځای پر ځای  پرېښول؛ په تیاره کي څلور سره د لونګ د مور له خوني  هم ووتل.

د هغوی پرېکړه داسي وه، چي داسي ځای ته به ځانونه ورسوي، چي د قوماندان له ظلمه څخه ئې  ژوند مصؤن سي. دوی د حکومت تر کنترول لاندي  لوی ښار وړ او مناسب ځای بلۍ. هغوی څلور واړو د شپې په تیاره کي خپل مزل کاوه او تر لوی ښاره ئې  ځانونه رسول. هر یو پر لاره د ځان سره فکر کاوه، چي چیري ځو؟

نیکه فکر کوي، څنګه به خپله نوره کورنۍ پیدا کوم؟ که د قوماندان سړو پیدا او ونیولو، څه به را سره وکي؟ د لونګ څخه هم خوشحالي هیره وه. خو د هغه مور به ټولو ته ډاډګیرنه ورکوله چي خدای مهربانه دئ، هرڅه به الله تعالی سم کړي.

کوتري د لونګ سره د میني په خاطر کور پرېښود. لونګ د کوتري سره د میني لرلو له امله د یوه زورور قوماندان بدي او دښمني پر سر واخیستل. د لونګ مور د خپل زوی د هیلو د پوره کولو له پاره ډول ډول خوارۍ پرځان منلي دي. کوتره د لونګ په تشوېش پوهیدله، د خپل لونګ پر اوږه ئې  لاس ورکښیښود او داسي ئې  ورته وویل:

– زما لونګه! فکر مه کوه، یو ځای به ژوند کوو، که ژوند نه و، دواړه به یو ځای مرو.

لونګ جواب ورکړی:

– تا چي لاس کښیښود پر ما

زه نو ولي سر کښینږدمه پر تا

دوی د کلي  څخه د لوی ښار پر خوا نژدې اووه ساعته په تیاره کي منزل کړئ و، چي ورباندي سهارسو. سخت ستړی وو، ښار هم نور لیري نه وو. دا دې تر لمرختومخکي یوه د خاورو ډکه لارۍ (ټرک) ورته ودرېدل. دوی هم ور پورته سول.

پرهغه لنده خاوره کښینستل .لمر څرک موټر حکومتي تلاشئ ته تم سو. تلاشي والو لونګ له موټر څخه کښته کئ. لونګ د جلب او احضار د ګروپ په لاس کښیووت.

***  ***  ***

سهار د قوماندان په کور کي

 

سهار وختي د ټوپکوال قوماندان په کور کي ټول نر او ښځي بیا په خپلو کارونو بوخت سوه. دلونګ پوښتنه هره ښځه کوي چي د هغوی سره پکارو کي مرسته وکړي،لونګ نه پیداکیدئ. د کوتري د خوني دروازه ټینګه تړلی وه. ټولو ښځو فکر کاوه، چي کوتره شرمیږي، ځکه نو د خوني څخه د باندي نه را وځي. څاښت سو، ښځو په خپلو منځو کي یوی بلی ته سره وویل:

– کوتره که بیده وي، باید چي اوس ئې  را وېښه کړو. که شرمیږي هم ئې  له خوني را وباسئ، چي څه ئې   جوړه کړو، اوس به مرکه والي ښځي را ورسیږي، دا به لا بیده وي.

یوه میره ئې  ورغله، د کوتري د خوني دروازه ئې   ور وډبوله. بیا هغې   هغه بلي بني ته ور ږغ کړل، چي راسه، ته دروازه ور وټکوه، ګونډي    ستا په ږغ به دروازه خلاصه کړي. هغې   هم خپله وسه وکړه او ناری ئې  کړې:

– کوتري، کوتري!

خو کوتري ځواب ورنه کړ. نو هغه دریمی میری ئې   وویل، چي لونګ ته ور ږغ کړئ، چي هغه د کوتري پلار خبر کړي، هغه به راسي، زموږ په خوله دا نجلۍ له خوني د ادئ نه را وځي. دوی په لونګ پسي هم ډېر احوالونه وکړل، لونګ هم پیدا نه سو.

په دې وخت کي ږغ وسو، چي هغه دئ د کلي  سر ته مرکه وال را ورسیدل. د کوتري یوې میرې جرات وکئ، له خپله کوره را ووتله او قوماندان ته ئې  د یوه توپکی پر لاس احوال ورکئ، چي قوماندن ته ووائې یو ځل کور ته راسه. قوماندان چي خبر سو، ښځه ئې   را وتلې، نو په زړه کي ښځي ته وخښمیدئ، دغسي قهرجن او چوپه خوله کور ته راغئ،

ښځو ئې   ورته وویل:

– سړیه! له یوې خوا، مرکه والي ښځي هغه دي را رسیږي، له بلي خوا دي دا لورکوتره له خوني نه را وځي.

قوماندان په ډېر قهر ورغلۍ او د کوتري د خوني دروازه ئې   په لغته ووهله، دروازه پاشنه سوه، مګر، له هغه لوري ئې  کوم غبرګون و نه لید. قوماندان څه ښکنځل منځل وکړل او خپلو ښځو ته وویل:

– ورسئ، اوس ئې  نو په زوره را وباسئ.

ښځي چي خوني ته ورننوتې، خونه ئې   هر څه وپلټله، په خونه کي کوتره نه وه.

ښځو بیا قوماندان ته احوال ورکئ، چي کور ته راسه. قوماندان بیا خښمیدلی کور ته راغئ. ښځو خبر کئ چي کوتره خو په خونه کي نسته.

قوماندان فکر کاوه، په کور کي به چيري بل ځای پټه وي. هغه بیا وویل:

– وګوری، هر چیري چي وي، پیدا ئې   کړئ.

ښځو کور او باغچه ټوله وپلټل؛ د دوی ټولي هڅي بې    نتیجې سوې. خبره لڅه سوه، چي کوتره نه سته. د قوماندان لونګ په کار سو. هغه وپوښتل، دا لونګ چیري دئ؟

په لونګ پسي چي ئې   سړي واستول. لږ شیبه وروسته، دا خبر هم ورته راغئ، چي لونګ هم نه سته. قوماندان امر وکړ، ولاړ سئ، د لونګ کور ته، هغه را ولۍ، هلته ئې  بندي کړئ، دی ولي بې له خبرتیا په داسي مهمه ورځ چي د کار ورځ ده، کور ته تللۍ دئ.

په دغه وخت کي مرکه وال نر او ښځي د نجلۍ د ور کولو او دستمال وړلو په نیت را ورسیدل. ښځي  ئې کور ته ننوتې او نارېنه په سراچه کي ځای پر ځای سول. چای تیاري وې خلګ کار کوي. د ورجو او غوښو تر دیګو لاندي  اورونه بل دي او دیګونه په مستي کي اېشي. میلمانه د قوماندان سره ناست وو، خو قوماندان سخت نا ارامه معلومیدئ. هر څوک له ورایه په پوهیدئ، چي کومه خبره سته.

قوماندان ته پرله پسې څوک راځي اوځي ده ته په غوږ کي یوه خبره  کوي. د هر استازي تر خبري وروسته، د قوماندان وضعه نوره هم خرابیدله.

دا خبر هم ورته راغئ، چي بندي هم د شپې تښتیدلی دئ.قوماندان اوس پدې خبره یقینې سو، چي فساد ئې  په لور کي دئ او هغه هم تښتیدلې ده. لږ وروسته، دا خبر هم ورته را وړل سو، چي لونګ هم نه سته؛ حتا د لونګ مور هم له خپله کوره کډه سوی  د ه او څوک نه پوهیږي، چي چیري به تللي وي.

د قوماندان وضعه تر پخوا هم نوره خرابه سوه. مرکه وال چي هر څه ورته وائې، دی په مجلس نه سي ور ګډېدلای؛ قو ماندان لکه د ډېرو اوبو ژرنده چي اوبو پر سر اخیستي وي، دی هم خپلو چورتونو او غمونو داسي پر سر اخیستۍ و.

د غرمي د ډوډۍ وخت را ورسیدئ. په همدې وخت کي څوک راغئ، له قوماندانه ئې وپوښتل، چي ډوډۍ وکاږو؟قوماندان د تائید په توګه خپل سر وښوراوه. کله چي د لاس  پرېمینځلو ګډوې او دوشئ ګانی راوړل سوې، مرکه والو د لاسونو له مینځلو څخه ډډه وکړه.

هغو غوښتنه وکړه، چي قوماندان صاحب اول زموږ کار راخلاص کړه، چي زړه مو بیغمه سي، بیا به د خیره سره لاسونه ومینځو او ډوډۍ به په خوند وخورو.

قوماندان غوښتل ځان تیر کړي. هغه نه پوهیدئ څه وکړي.ځکه ده ته غم ور پیښ دئ. په کورنۍ او دوستانو کي خو هغه داسي څوک نه و پرې اېښي، چي دی ور سره مشوره وکړي. مهمه او خطر ناکه خبره ئې   لا دا وه چي مرکه وال هم تر ده کمزوری نه وو، چي دی ئې   د نورو په شان په خپلو ټوپکوالو وبیروي.

قوماندان د پاڼ او پړانګ ترمنځ ولاړ و، هرڅه ئې   هیر سول. د مرکه والو مشر وویل:

– تر څو زموږ شیرېنی او دستمال را نه کړې، موږډوډۍ نه خورو.

قوماندان د مرکه والو مشر سپین ږېرئ له مجلسه را ولاړ کئ. کله چي ئې  د ناستو خلګو څخه جلا کئ، بیا ئې   ورته وویل، چي د شیرېنی ورکولو ته اوس چمتو نه دئ، بیا به وروسته ګورو.

مګرد مرکه والومشر د قوماندان خبره و نه منله او فکر ئې   وکئ، چي امکان لري. قوماندان به د ډېرو پیسو غوښتونکی وي. نو ئې   ورته وویل:

– ګوره، دوستي د سلو کلونو لاره ده، ما ترکور،کلي قوم او سیالانوپوري مه شرموه، کنجوسه! هر څه چي غواړې، ووایه.

قوماندان د عادت خلاف، چي هیڅ وخت ئې   داسي نه کول، مرکه وال ته وویل:

– یوه شیبه صبر وکړه.

قوماندان خپل کور ته راغئ، خپلو درو سره ښځو ته ئې   وویل:

-اوس څه وکړم؟

ښځو ئې   ورته وویل:

– د لته په کور کي هم راغلي ښځي غوښتنه کوي چي یو ځل نجلۍ وګوري.

قوماندان خپلو ښځو ته وویل:

– شیرېنی به ورکړو. اول خو به کوتره پیدا کړو، او که هغه پیدا نه سوه، نو بیا به زرکه ورته ور واده کړو.

د دې خبري په اورېدو ئې   ګراني  ښځي دونه بد یووړل، چي مه ئې   کوه خبري. لومړی ئې  په قهر میړه ته مخ راواړاوه، او بیا ئې  ورته وویل:

– ماینه (دکوتري مور) دي خورا ښه پیدا کړه، چي پاته د هغې   لور سوه. پام چي دا کار و نه کړې؛ او ګوره! زه خپله لور (زرکه) د کوتري په عوض کي چا ته نه ورکوم.

قوماندان بې نتیجی بیرته میلمنو ته راغئ مرکه والو له ډوډۍ خوړلو ډډه وکړه او ولاړ سول. د خلګو سپکاوی خو وسو، اوس نو د هغو غبرګون ته قوماندان ځان چمتو کاوه. د ماینې  ورکه، د لور ورکه، د خسر تیښته د ده له چنګاله، دلته د خلګو سپکاوی اوس نو قوماندان د ځان د ساتلو په ویر اخته سو.

لونګ سرتیری سو

هلته چي د حکومتی تلاشۍ پر پوسته باندي لونګ د جلب او احضار سړو له موټر کښته کړ، نو د لونګ مور، کوتره او د هغې   نیکه هم له موټره ورسره کښته سول. دوی هم درې سره هلته د تلاشئ د پوستې څنګ ته په انتظار کښینستل.د کوتري او د لونګ د مور تر سترګو اوښکي بهیدې. ګوري چي څه به پیښ سي. نژدې غرمي ته د جلب او احضار سړو لونګ او دوه درې نور هلکان کوم چي عمرونه ئې  وجلب ته برابر وو، د موټرونو را کښته کړي وو، ټول ئې  یوځای ښار ته وړل.

څه وخت چي عسکري موټر د ښار پرخوا حرکت کاوه، نو د لونګ مور، کوتره او د کوتري نیکه هم دغه موټر ته ورپورته سول. که څه چي سرتیرو ئې  مخا لفت کاوه، خو د دوی زارۍ او د لونګ د مور ژړا وه، چي د لوی افسر پر زړه خدای د رحم اوبه تیري کړې، اجازه ئې  ورکړل چي دوی موټر ته پورته سي. مشر افسر سرتیرو ته وویل:

– ښځي ورسره دي، تر ښاره به ئې  په موټر کي ورسوو.

لوی عسکري موټر ښار ته د رسیدو سره سم د جلب او احضار د کمیسارۍ مخ ته ودرېدئ. لونګ او نور هلکان ئې  د موټره کښته او د کمیسارۍ افسرانو ته ئې  وسپارل. د کمیسارۍ سړو د خپلو اصولو برابر لونګ او نورو جلبیانو ته فورمې واچولې. یوه افسر د لونګ څخه د تذکرې غوښتنه وکړه. لونګ تذکره نه لرله. د لونګ مور چي د لیري خپل لونګ ته کتل او دعاګاني ئې  کولې، ژر افسر ته ورنژدي سوه. افسر ته  ئې و ژړل، چي وروره، دغه یو زوی لرم، کونډه یم، رحم راباندي وکړئ، دا زوی مي را خوشي کړئ.د دې زاریو ګټه نه کوله.

نو د لونګ مور و افسر ته وویل:

– وروره! زوی خو مي تذکره نه لري. اما دغه د پلار تذکره ئې  را سره ده، واخله. یوه سرتیري د لونګ د مور څخه تذکره واخیستل؛ د مکلفیت افسر لعل محمد خان ته ئې  ورکړه.

د مکلفیت افسر یو پخوانی ښوونکی لعل محمد خان و، چي ټولو لعل باله. هغه د لونګ د پلار تذکره واخیستله. کله چي ئې افسر تذکره پرانستل، په تذکره کي ئې  د اکبر خان پر عکس باندي سترګي و لګیدې. لعل د اکبر د عکس په لیدو سخت غمګین سو، او بې    اختیاره ئې  تر سترګو اوښکي راغلې.

ټولو ناستو افسرانو ولیدل، چي د تقوا لرونکی لعل محمد خان سترګی له اوښکو ډکی سوی. دا پدې چي د لونګ د پلار د تذکری په لیدلو سره لعل محمد خان ته د اکبر او نیک محمد معلم د بې  ګناه وژلو کیسه ور په یاد سول. دا غمجنه کیسه په کلي  کي هر چا اورېدلې وه. اما افسر لعل محمد خو اکبر او معلم نیک محمد دواړه له نژدې  هم پیژندل.

افسر لعل محمد خپل قلم پر میز کیښود او کار ئې  بس کړ. یوه اوږده د خفګانه ډکه سا ئې  و اېستل،  بیائې نورو افسرانو ته وویل:

– دغه هلک به سبا څیره کړو.

افسرلعل محمد  دخپله ځایه را ولاړ سو راغئ او د لونګ د مور په خوا کي پر مځکه کښیناست او د لونګ مور ته ئې  ویل:

– خوري! ما وبخښه، ما تاسي و نه پیژندلاست، د اکبرکاکو د عکس په لیدو اوس پوهه سوم چي ته خو زموږ د کلي  د اکبر کاکو ماینه ئې.

د لونګ مور حیرانه پاته سول، چي په ښار کي دا لوی افسر ما څه پیژنی؟ او بیا د لوی افسر تر سترګو اوښکي را بهیږي. باور ئې  راغئ چي حتمي دې مي پیژني، نو اړتیا نسته چي ځان پټ کړم . افسر لعل محمد ته ئې  وویل:

– هو، وروره؛ زه د شهید اکبر ښځه یم.

افسر لعل محمد د لونګ مور ته وویل:

– خوري، پر خدای ګرانه ئې، چي زه نن دلته یم، که نه اوس به خدای خبر لونګ په کوم لیري ولایت کي سرتیرۍ وای.

لعل محمد چي پخوا یوازي په لعل معلم مشهور و، اوس لوی افسر دئ. هغه د لونګ مور او نیکه ته ځان ور وپیژندئ. وئې ویل:

– زه ستاسي د کلي  معلم لعل یم.

هغه دوی ته بلنه ورکړل، چي راځئ، زما سره کور ته ولاړ سئ.

د لونګ مور د معلم لعل نوم د خپله وروره معلم نیک محمد څخه ډېر اورېدلی و، چي ښه سړی دئ. هغې د معلم لعل وړاندېز ومانه. لعل هم دوی ټول خپل کور ته بوتلل.

تر ډوډۍ او چایو ورکولو وروسته ئې  لومړی د لونګ مور ته خپله خواخوږی او ډاډ ګیرنه څرګنده کړه او وروسته ئې  د لونګ د موره څخه پوښتنه وکړه:

– خوري! پدې خبره مي پوه کړه، تاسي څنګه او د څه دپاره ښارته راغلاست؟

د لونګ مور معلم صاحب لعل ته وویل:

– وروره، ستا څخه به ئې  څه پټوم. ښار ته موږ یوه مجبوریت راوستو. که څه چي هلته په کلیو کي ملا صاحبانو موږ ته ویل، ښار ته سره کُفار راغلي دي. د ښار خلګ هم ورسره کافر سوی  دي. د مسجدو څخه ئې  سینماګاني جوړي کړې دي، اذان نسته او نور داسي څه….

هغې زیاته کړه:

– اه وروره! اوس نو ته راته ووایه، چي د دې سرو کفارو په څنګ کي به  ایا موږ ژوند وکولای سو؟ که رښتیا داسي وي،  لکه هغوی چي هلته موږ ته ویل، نو اوس لا سري وخت دئ، وروره؛ موږ به پر بله ولاړ سو، چي خدای مه کړه، دلته مي دا لونګ زوی څوک را کافر نه کړي.

معلم لعل د لونګ مور ته په خندا وویل:

– خوري، موږ ته وګوره چي کافران سوي  یو که نه؟

د لونګ مور وویل:

– نه وروره، خدای دي خوله نه را کوي، په تاسي    کي خو والله که هیڅ بدلون راغلی وي.

معلم لعل د لونګ مور ته وویل:

– خوري! هغه چي کافر وو، هغه هلته هم کافر وو، او دلته هم کافر دي. هر هر چیري چي ولاړ سي کافردي. خوري، هر څوک یو مجبوریت لري.  موږ دا سره او سپین مخي کافران نه دي را بللي، او نه مو راوستلي دي. دوی په خپله راغلې او په خپله به ځي.

– خوري! څه وکړو، چیري ولاړ سو؟ تا خو په کلي  او پاکستان کي هر څه د سر په سترګو ولیدل، ایا اکبر کاکو کافر و، که ستا ورور معلم نیک محمد کافر و؟

د کوتري نیکه چي تازه ئې  د مازېګر او ماښام لمونځونه د کور دباندي په مسجد کي کړئ وو، ملا، مسجد او په جمعه د زیات شمیرخلګو لمونځ ئې  لیدلې و، خبره ونیول؛ د لونګ مور ته ئې  وویل:

– خوري! ټولي خبري درواغ دي، زه دا اوس د ماجت (مسجد) څخه راغلم.

دوی دغه خبري کولې چي د ماخستن اذان ئې  واورېدئ.

د کوتري نیکه زیاته کړه:

– ما خو دغسي ډېر خلګ یو ځای په ملا پسي ولاړ بل ځای نه وو لیدلی. د اودس تازه کولو سم ځای او هر څه برابر؛ ټولو خلګو خپل لمونځونه وکړل.

د لونګ مور وویل:

– وروره، د خپل ورور او میړه په باب څه ووایم. ورور خو مي څه کوې، چي خپله ملا و، د اکبره سره مي زیات تر پنځه ویشتو کلونو ګډ ژوند تیر کړ. قسم په خدای که هغه یوه ورځ هم لمونځ قضا کړئ وي او یا ئې  د بل حق خوړلۍ وي.

– ښه، نوخوري؛ چي خبره داسي ده، اوس نو ته خپله راته ووایه، د هغو په نوم مجاهدو او د هغوی د قوماندانانو کړني اسلامي وې؟ هيڅکله نه. اوس د پاکستان نوکران موږ ته اسلام راښئې. زموږ افغانان پاک او سپڅلي خلګ دي. د پاکستان او نورو پردیو هیوادونو په اصلي مقصد نه پوهیږي.

د لونګ مور په جرات سره ورته وویل:

– وروره! قسم په خدای ج درته یادوم، درواغ هم نه وایم، د درواغجن دي مخ تور سي. د هغو ټوپکیانو یو کار هم مسلمانانو ته نه پاته کیدئ. داسي عملونه ئې  کول، چي ته باور وکړه، په ویلو او یادولو ئې  زه چي یوه افغانه ښځه یم، و لچي ( والله چی) شرمیږم.

معلم لعل محمد چي اوس په ښار کي لوی پوځي افسر و، داسي وویل:

– ښه خوري، اوس به نوزه درته ووایم: که چیري تاسي غواړئ په  دې ښار کي ژوند وکړئ، نو په ښار کي هغه ځوانان چي عمرونه ئې  عسکرۍ ته برابر وي، هغه باید په جبري توګه دوه کاله د مکلفیت عسکری او بیا د احتیاط دوره عسکري خدمت وکړي. او که نه په ښار کي پر دغه سن برابر هلکان نه خواري کولای سي او نه  هم ګرځیدلای سي.

که ستا خوښه وي، اوس لا زه کولای سم، لونګ د ځان سره سرتیرئ کړم، د شپې به پر کور وي، یو څه تنخوا به هم لري.

د دې خبري په اورېدو چي لونګ به “د شپې پر کور وي او معا ش به هم لري”، د لونګ مور څه چي کوتره هم زیاته خوشحاله سوه. په تنخوا خو د لونګ مور پوهیدله، چي اکبر به کور ته راوړله. لعل معلم صاحب دوی ته دا هم وویل:

– که د خدای رضا وه، تا ته به هم ستا د میړه او ورور د شهادت وثیقې در جوړي کړم، د دوی دواړو تنخواوي به هم درکول کیږي، کوپون به لري. او ارام به دلې (دلته) خپل ژوند کوئ.

تر ډېرو خبرو او دلایلو ویلو وروسته، د لونګ مور ومعلم لعل ته وویل:

– ستا خوښه ده، ته مي په دین او دنیا ورورئې، ته په پوهیږې، په څه کي چي زموږ خیر ګڼې، هغه به کوو.

بله ورځ لونګ د معلم لعل په مرسته سرتیرئ سو. د لونګ په عسکرۍ کي لږ وخت تیر نه و، چي معلم صاحب لعل نوره مرسته ور سره وکړه. د لونګ د پلار اکبر او ماما ملا نیک محمد د شهادت وثیقې ئې  ورته جوړي کړې. د لونګ موراوس د هغو د شهادت حقوق په لاس راوړل. او پدې کار سره ئې  په ژوند کي پوره بدلون راغلۍ. هغو د ځان له پاره جلا کور په کرایه ونیو او د معلم لعل د کوره ووتل.

څه وخت وروسته چي د لونګ د مور زړه د میړه  او ورور د شهادت د حقوقو په لاس راوړلو، د هغوی د کوپونونو د اجرا او د لونګ د عسکرۍ د تنخوا د را چالانه کولو د خوا څخه را بې غمه سوه، نو ئې  یوه شپه په سړه سینه سره د کوتري نیکه ته دا خبره وریاده کړل:

– کاکا جانه! که ستا خوښه وي، ستا لمسۍ (کوتره بې بی) به زما زوی لونګ جان ته نورپه نکاح کړو؟

د کوتري نیکه بې  له ځنډه پر را غبرګه کړل:

-ښه خبره ده، کوتره څه وائې؟ رښتیا د لونګ غوندي  ځوان بیا چا ته رسیږي.

د لونګ مور، د کوتري نیکه، معلم صاحب لعل او د هغه کورنۍ د مسجد ملا راوستئ. د لونګ او کوتري د نکاح او د واده مراسم ئې  په لنډ ډول پر ځای کړل.

د کوتري او لونګ تر واده وروسته نو د کوتري نیکه هڅي پیل کړې، چي د خپلي ښځي او اولادو پته پدې لوی ښار کي معلومه کړي. د کوتري نیکه خو څو ځله پخوا هم  دې ښار ته راغلی و، نو ځکه دی په ښار کي لږ بلد و.

د کوتري د مور د ورکي خو زیات کلونه تیر سوي و. دوی فکر نه کوي چي هغه دي ژوندئ وي. له بلی خوا، نه پوهیدل چي هغې   به پر کومه خوا مخه کړې وي. شاید بل میړه ئې  کړی وي، او نور…نور فکرونه ئې   په سر کي ګرځیدل.

نور لونګ یو کلیوال هلک نه دئ. هغه په ښار کي ژوند کول زده کړل. هغه اوس یو سرتیرۍ دئ،په عسکري قشله کي و اوسیدئ. د لیک او لوست د زده کړي په کورسونو کي درس هم وائې. مور او ښځي ته ئې  هم کور ته د لیک او لوست د زده کړو ښوونکی ورځي او هغو ته هم لیک او لوست ور زده کوي.

بل اړخ ته، د درو تنو معاشونه ئې  هم کور ته راځی او درې کوپونونه هم لري. د کوتري نیکه سپین ږېرې    د ي. مسجد ته ځي او کور ته راځي. هغه ضمناً د خپلي ښځي او اولادونو د پیدا کیدو پوښتني او هڅه هم کوي.

د لونګ د مور ژوند د اقتصاد له پلوه اوس ښه و. شپږ میاشتي وروسته لونګ د زده کړو له کورسونو څخه په ښه نومره بریالی سو. د هغه خو لیکل او لوستل له پخوا څخه هم زده و. نو معلم صاحب لعل ورسره بیا هم مرسته وکړه، لونګ ئې  له سرتیرۍ څخه د برېدمن رتبې ته ور پورته او افسر کړ.

لونګ ته خدای ښه ځواني، قد، اندام او استعداد ورکړی و. هر څه ئې  ژر زده کول. د خپل کار، فعالیت، او جنګي مهارتونو له کبله ئې  د څو لنډو کلونو په بهیر کي فوق العاده ترفع ګانی وکړې، لوی افسر سو او د یوې عسکری لوا تر قوماندانۍ پوري ئې  ځان ورساوه.

لونګ اوس د ښار د خلګو او حکومتي چارواکو خولو ته ولوېدئ. په هر ځای او هر مجلس کي د قوماندان لونګ نوم د نمونې په ډول یادېدئ. هغه په صداقت، جرات، میړانه، ښایست، او زړور قوماندان سره مشهور سو.

د کوتري مور او د ټوپکوال قوماندان ښځه چي ډېر کلونه پخوا کله چي د هغې   میړه غوښتل، هغه بیګناه ووژني، خو هغه په توره شپه کي له کوره وتښتیده، هغه هم دغه ښار ته راغله او د ښار په لوی روغتون کي ئې  د اجیری په توګه ځان ته کار پیدا کړ، د خپل میړه څخه چي ئې  کم کوچنی لاره، هغه کوچنی (سمندر) نو اوس ځوان سوی  و.

په روغتون کي د کوتري مور د سمندر د مور په نوم بلل کیده. سمندر په ښوونځی کي و. څه وخت چي د کوتري مور د خپل کار پر وخت په روغتون کي د ناروغو او زخمي  سرتیرو له خولې څخه د قوماندان لونګ د ځوانۍ او غیرت خبري اوريدلې، نو په فکر کي به ئې  ورګرځیدل، چي دا لونګ به څوک وي؟ ځکه ښه رنګ او ښه اخلاقي هلک خو هغه زموږ د مزدوری خاله زوی لونګ و. بیا به ئې  د ځانه سره ویل: نه، هغه به نه وي. هغه ګوره، دا ځای او دونه لوړ منصب؟؟؟

**  ***  ***

 

شپې ورځي تیرېدلې. یوه ورځ ئې  په روغتون کي له ډاکټرانو څخه واورېدل، چي نن قوماندان لونګ د خپلو ناروغو سرتیرو لیدو ته روغتون ته راځي. د کوتري مور او نور کارکونکی وګمارل سول، چي ژر ژر صفایی وکړي. د کوتري مور خپل کار پای ته ورساوه. غرمي ته نژدې دا دئ هغه ښایسته جګ ځوان افسر په پوځي دریشي کي روغتون ته راغئ.

د کوتري مور چي په واقیعت کي د قوماندان لونګ سکه خواښې هم وه، په غورغور لونګ ته وکتل، کټ مټ هغه د دوی د مزدوري د خاله زوی ته ورته و. زړه ئې  څو ځله راغونډ کړ، چي خبري ورسره وکړي، خو جرات ئې  و نه کړ. د ځانه سره ئې  بیا وویل:

– نه چي کوم بل څوک وي، او که هغه وي  چي زما له خوا د هغه پیژندګلوي پر ځان بده ونه ګڼي.

بله ورځ ئې  له ناروغو او زخمي  سرتیرو څخه د قوماندان لونګ د کلي  او کور پوښتني پیل کړې. د هر ناروغ او زخمي  څخه ئې  په داسي حا ل کي پوښتني کولې، چي بیرېدله هم، که یو ځل چا وویل چي د څه له پاره پوښتنه کوې؟

نو هغې   په ډېر احتیاط سره پوښتنه کوله :

– دا ستاسي قوماندان لونګ ډېر ښه سړی دئ، دی څوک او د کوم ځای دئ؟

لکه څنګه چي دې خپل ځان وخلګو ته سم نه سوای ورپیژندلای، لونګ بیا تر دې هم په ژوند کي زیاتي  ستونزی درلودلی. د هغه خپل سرتیري هم د ده په اصل او نسب نه وه خبر.

د کوتري مور چي د شپې خپل کور ته ولاړه، له ډېري خوشحالۍ ئې   خپلي مور، خور او ورور ته چي هغو ئې  پخوا لا په روغتون کي د کار کولو پر وخت پیدا کړی وو،  او اوس یو ځای سره اوسیدل، فکر ئې  نه و، چي د خپل زوی ومخته ئې  دا سي یوه خبره یاده کړه:

– مورجاني!خدای مي دي غاړي نه بندوي، والله دغه د لوا قوماندان لونګ چي هر ځای ئې  خلګ خبري کوي، نن په روغتون کي ما ډېر د نژدې ولیدی؛ کټ مټ هغه زموږ د مزدوري خاله زوی و.

د کوتري مور پدې خبري یادولو سره ځان ته بله ستونزه را وزېږوله. هغې   چي ټول وختونه له خپل زوی څخه دا خبره پټه ساتله، نه ئې  غوښتل، چي زوی ئې  خبرسي چي دوی څوک دي. مګر اوس ئې  خبره تر خوله ووتله. سمندر زوی ئې اوس زلمی دئ، لا هم نه پوهیږي، چي دی پلار لري او پلار ئې  ژوندی او یو ټوپکوال قوماندان دئ.

مور خپل زوی له واقعیته نه و خبر کړئ. سمندر چي د مور له خولې څخه دا خبره واورېدل، چي د دوی د مزدوري زوی؛ په فکر کي ډوب سو. هغه خپله مور ټینګه ونیوله:

– مور! ستاسي د مزدوری زوی؟ یعني تاسي    مزدوران لرل؟ ما ته خو دي دا خبره تر اوسه نه وه کړې. اوس رښتیا را ته ووایه، ته د چا لور او زما پلار څوک دئ؟ چیري دئ؟ څه سول؟ مړه دئ او که ژوندی؟

دسمندرمورحیرانه پاته سوه او پر خپله خبره پښیمانه وه. هغه رازچي د ې څه کم شل کاله پټ ساتلي و، اوس مجبوره سوه، چي وئې وايې. مګر، د خپلي خبري د اثبات له پاره چي د دې زوی سمندر د ټوپکوال قوماندان زوی دئ، دا خواره په لاس کي کم سند نه لري. او که ئې  زوی قوماندان ته ور هم سي، هغه ئې  کله مني، چي دا دده زوی دئ.

د دې پيښې یوازني شاهدان خو یو خدای او بله د کلي  د لونګ مور وه، چي دلته نسته او بس. نو نه ئې  سوای کولای، زوی ته قناعت ورکړي.

سمندر سرتیری سو

 

هغه وخت د زوی او مور تر منځ خبره خرابه او پیچلې سوه، چي زوی د خپلي مور څخه وغوښتل،ده ته ووائې، د ده پلار څوک و؟ د سمندر مور یوازي   د سمندر د پلار نوم یادوي، خو دا خبره نه سي کولای، چي میړه ئې  مړ، ژوندی، د کوم کلي  او اوس چیري دئ. ځکه که د میړه یا سمندر د پلار سم معلومات زوی ته ورکړي، بیا نو باید دا خبره هم وکړي، چي دا ولي او په څه سبب د میړه د کوره راوتلې وه؟

که د سمندر مور وسمندر ته د ده د پلارد کوره څخه د خپلې تیښتي بیان هم وکړي، د خپلي خبري د درستوالي او سموالي هیڅ سند او شاهد نه لري.څو دا ثابته کړي، چي سمندر زوی ئې  د خپل میړه څخه دئ. میړه ئې  ژوندی او ټوپکوال دئ او دا د هغه د ظلمه را تښتیدلې وه.

سمندر هم اوس ځوان دئ، ملامت نه دئ، باید پوه سي، چي دی څوک دئ؟ مور ئې  نه سي کولای، خپل زوی ته قناعت ورکړي او که د سمندر مور دا خبره وسمندر ته وکړي، چي ته د ټوپکوال قوماندان زوی ئې،څنګه به سمندر دا ومنی چي دی دهغه زوی دئ.

په نتیجه کي خبره د زوی او مور تر منځ په بې    باوري او بد نیتۍ واوښتله. سمندر له کوره ووتۍ او له موره مرور ولاړۍ.

په ټول هیواد کي وضعه او شرایط دښمنانو داسي را جوړکړي وو، چي ځوانان او زاړه هر یو چي به له کوره وتۍ، د ژوند کولو بله لاره نه وه، بې    له دې چي سیده به ځي د دولت د پلویانو او یا د هغه د مخالفو په جال کي به بندیږي.

هر د کوره وتلی او خفه ځوان به سرتیرۍ کیدئ یا به ټوپکوال کیدۍ  ډوډۍ د ټوپک دخولې سره تړل سوې وه. د سمندر د مور وکور ته په نژدې سیمه کي د قوماندان لونګ لوا پرته وه. په دغه ولایت کي هم د نورو ولایاتو په شان هر د مور او پلاره مرور او خوارۍ نه لرونکی ځوان به د قوماندان لونګ تر پوځي قرارګاه ځان ور رساوه او هلته په خپله خوښه سرتیرۍ کیدۍ.

سمندر ته هم یوازي   دغه لاره معلومه وه؛ کله چي د موره مرور سو، نو سیده هلته ورغلئ. په خپله خوښه ئې  ځان عسکر کئ. کله چي د لوا قوماندان مخ ته د نوو څیره سوو سرتیرو د نومونو، شهرت او څیره خطونه کښیښودل سوه، هغه د څیره خطونو په لړ کي د نوي په خپله خوښه راغلي ښایسته کشر ځوان عکس سمندر تر سترګو سو.

قوماندان نوی داوطلب سرتیرئ ځان ته ور وغوښته، څه معلومات او پوښتني ئې   ځیني وکړې. تر خبرو اترو وروسته ئې  نوی سرتیرئ (سمندر) ته چي لا اومه خوله هلک او په رنګ ښایسته و، د هغه دعزت د خونديتوب له پاره د قطعې قوماندان ته امر وکړ، چي دغه ځوان (سمندر) د محاربوي قطعاتو څخه را وګرځوي او دلته ئې  د لوا په قرارګاه کي وساتۍ.

د سمندر چي د درس ویلوسره مینه نه وه پرې سوې، د لوا د قوماندان لونګ نوره هم ورسره مینه پیدا سوه. د سمندر په لیدو به د لوا قوماندان لونګ ته خپل د ژوند داستان ور یاد سو. نو ئې  د سمندر سره مرسته کول، چي د سرتیرۍ د وظیفې په څنګ کي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړای سي.

ځکه سرتیرئ سمندر د لوا قوماندان لونګ ته ویلي و، چي  دی پلار نه لري، د یوې کونډي ښځي زوی دئ. د یتیمولی او بې    پلارولی په اور د لوا قوماندان لونګ تر سمندر مخکي سوځول سوی و.

د سمندر په وړاندي د لوا د قوماندان د پیرزوینی او ښه نظر لرلو له امله، په قطعه کي څوک د سرتیري سمندر سره ډېر سر نه ګرځوي. هغه د شپې کور ته نه تلئ؛ ځکه د مور سره مرور و. د لوا قوماندان وخت نا وخته چي په خپل کور کي کوم کار درلود، د هغه کار د سر ته رسولو له پاره ئې  سرتیري سمندر ته وظیفه ورکوله.

هیڅ یو د دوی څخه نه پوهیدل،پدې چي سرتیرئ سمندر څوک دئ؟ نه د لوا قوماندان لونګ، نه د قوماندان ښځه کوتره، نه د کوتري نیکه او نه د لوا د قوماندان مور. په واقیعت کي سرتیري سمندر د کوتري سکنی ورور دئ.

هلته د سمندر مور په خپل کور کي چي د ځانه سره هر څه وژړل، او هر څونه انتظار چي ئې  وویست، د خپل زوی احوال ورته معلوم نه سو. د سمندر مور په کور کي د خپلي مور، خور او ورور تر منتونو لاندي  هم راغله. ټولو ورته وویل، چي ستا د بې    پر وائې   له لاسه و، چي یو ځل د میړه له کوره وتښتیدې، موږ دي ټوله و زورولو، بیا دي زوی پیدا کړ،

اوس دي زوی درڅخه وتښتید.

پلار مو ستا له لاسه ورک سو، کور، کلي  او جایداد هم ستا له لاسه را څخه پاته سو. ته اوس څه بلا ئې،  ګوره چي دغه هلک سمندر دي لا د چا زېږولی  دئ او که دي د روغتون څخه د بل ارمونۍ اخیستۍ او لوی کړئ و؟

د سمندر مور تر سخت فشار لاندي  ژوند تیراوه. سره له دی چي نژدې شل کاله د دې د سرګردانیو له شروع څخه تیر سوي و، بیا هم خپله مور، خور او ورور ئې  لا ملامته بولې، نور خلګ خو هلته پرېږده. د ټولو فشارونو سره سره بیا هم هغې   په روغتون کي خپله دنده نه خوشي کول او له دی لاري ئې  خپل ژوند کاوه.

د خدای کارونه دي. یوه ورځ بیا په روغتون کي ډاکټران پورته کښته کیدل. ویل کیدل، چي د قومندان لونګ ښځه د اولاد د پیدا کیدو په خاطر و روغتون ته راوړي.

د کوتري د مورعلاقه زیاته سوه، چي حتمي به د قوماندان ښځه له نژدې په خپلو سترګو وویني. د قوماندان لونګ ښځه ډاکټرانو په ځانګړی واټ کي بستر کړه. د قوماندان د ښځي خدمت ته د روغتون هر ښځینه او نارېنه کارکوونکي نه پرېښودل کیدل.

یوازی ځانګړي او ټاکلي ډاکټران ورتلل، او هغوی لیدله. د لونګ اصلي خواښې یعني د کوتري مور چي کلونه کلونه په دغه روغتون کي کارګره وه، او زیات اعتبار ئې  په روغتون کي درلود، بیا ئې  هم د لوی قوماندان ښځه نه سوای لیدلای.

بله ورځ ئې  کتل، چي د لوی قوماندان د ښځي لیدلو ته هغه د دوی پخوانۍ مزدوره د لونګ مور په لوړ سر راغله او د روغتون ټول پرسونل ورسره په ادب پورته او کښته کیږي.

اوس دا د یوه لوی قوماندان مور ده؛ هر څوک ئې  په ږغ تیارسی ولاړ وي. د لونګ خواښې د کوتري مور چي د هغې   د ا دبدبه ولیده، ځان ئې  تیر کړ، وئې نه غوښتل د لونګ مور ئې  وپیژني. خو تر ډېره برېده په زړه کي خوشحاله سوه؛ پدې چي د لونګ مور خو د دې د اولاد د په نس کولو په ټول جریان خبره ده. او بل د دې سره هغه وخت ښه جوړه وه. د ځانه سره ئې  پرېکړه وکړه، چي یوه ورځ به د خپلي مور سره یو ځای د قوماندان لونګ کور ته ورځي، چي هغه د دې د اولاد د په نس کیدو کیسه د دې مور ته وکړی، او پدې ډول ئې  د غمونو پیټۍ یو څه سپک سي.

د کوتري مور لا د خپلي مور سره د لونګ وکور ته د ورتلو خبره پخه کړې نه وه .په ښار کي اوازه خبره سوه، چي خدای دي خیر پیښ کړي. د لونګ لوا د کومو عملیاتو تیاری نیسي. ټول خلګ په ډار کي وه او نه پوهیدل، چي کمي خوا ته به ئې  مخه سي.

د قوماندان لونګ ښځه (کوتره) په روغتون کي وه، قوماندان لونګ ته دنده ورکړل سوه، چي په ولسوالیو کي تلاشي او تصفیوي عملیات وکړي .د لونګ تر مشرۍ لاندي  لوا په ټوله سیمه کي د یوې سر سختي منظمی جنګی لوا په توګه د دښمن په لیکو کي هم وېره خپره کړې وه.

تبلیغات داسي و، چي د ښاره څخه مخ پر ختیځ عملیات کیږي. دښمن له دغه پوځي لوا څخه سخت په وېره کي و، نو ځکه له سیمي څخه  وتلي وه.

قوماندان لونګ سخت انظباط لرونکئ افسر و. هغه ته ورکړل سوئ پلان د له ځانه سره ترهغو پټ ساتۍ، چي دپیاده کولو وخت به ئې  رارسیدئ. همدا سبب و، چي د عملیاتو په ټاکلي ورځ قوماندان لونګ د مخکنیو تبلیغاتو خلاف قومانده ورکړه، مخ پر ختیځ نه،  بلکي مخ پر لوېدېز ئې پوځي او تصفیوی عملیات د دښمن په بې    خبري کي پیل کړل.

د عملیاتو پر وخت سخت جنګونه را منځ ته سول، دواړو غاړو تلفات ورکړل، ډېري ککرۍ تر خاورو لاندي  سوې،زیات خلګ زخمیان او یو شمیر جګړه مار د حکومتي سرتیرو په لاس کي ژوندي کښیوتل. بل لور ته، یو شمیرسرتیري د حکومت د مخالفینو په لاس هم اسیر سول. د دولت مخالفینو یا د ای،اس ای نوکرانو چي اسیران نیول، هغوی به ئې  ټول وژل. مګر، حکومتي لوری زخمیان روغتون ته وړل او اسیران ئې  د وخت څارنوالیو ته د تحقیق دپاره سپارل.

دا ځل د زخمیانو په منځ کي کلیوال ظالم قوماندان د کوتري پلار د لونګ خُسر هم اسیر سوی و. د لوا سرتیرو او نورو افسرانو هغه نه پیژندئ. کله چي زخمیان روغتون ته راوړل سول، لونګ خپل خُسر  دروغتون له عمومي واټ څخه  را جلا اوځانګړي واټ ته یووړئ.

اوس نو د کوتري مور او پلار دواړه یو په بل ناخبره په یوه روغتون کي دي. د کوتري مور کارګره او پلار ئې  اسیر او زخمي بستري دئ. د دې کلونو په موده کي د کوتري مور د سواد د زده کړو د کورسونو په برکت سم لیک او لوست کولای سي، د کار کولو پر وخت د هر زخمي  شهرت لولي.

قوماندان لونګ چي د کوتري مور نه پیژني او خبر هم نه دئ چي هغه هم دلته په روغتون کي کارګره ده. نو د خپل زخمي  او اسیر سوي خسر د ساتني له پاره د خپل باور وړ سرتیرئ سمندر راوغوښتئ، چي په اصل کي د همدغه زخمي  اسیر قوماندان زوی و، هغه ئې هلته وظیفه دار کي.

د لوا قوماندان پوهیدئ، چي زخمي  د مجاهدو قوماندان د ده خُسر دئ. خو پدې بیا نه پوهیدئ، چي سرتیرئ سمندر بیا د همدغه زخمي  زوی او د ده اخښی دئ. هغه پدې هم نه و خبر، چي خواښې ئې  هم په دغه روغتون کي کار کوي. اما سرتیرئ سمندر پوهیدئ چي مور ئې  په دغه روغتون کي کار کوي، خو ده له هغې   څخه ځان پټاوه.

په هیواد کي شرایط دغسي راغلی و، چي د یوی کورنۍ غړي: پلار، مور، زوی، زوم په یوه روغتون کي وو. پلار زخمي، مور کارګره، زوی سرتیرئ یا پیره دار، او زوم بیا د لوا قوماندان و. کوتره د لونګ ښځه د زخمي  جنګسالار لور، د روغتون د کارګری لور د سرتیري سمندر خور، یو د بله نه سره پیژندل؛ حتا یو د بل دښمنان وو.

سرتیرئ سمندر یوازي   پوهیدئ، چي مور لري او دلته په هم دې روغتون کي کار کوي. ټوپکوال قوماندان هیڅ فکر نه کوي چي دی زوی لري؛ ځکه دی خو بې    زویه و. کوتره هم نه وه خبره چي ورور لري. مور ئې  هم نه وه خبره چي لور، زوی او میړه ئې  ټول په دغه روغتون کي دي.

په هغو شپو کي چي قوماندان لونګ په عملیاتو کي بوخت و، په دغه روغتون کي د کوتري زوی (زمری) پیدا سو. قوماندان لونګ چي له وظیفی څخه ستړۍ راغې، د خپلي مور د لیدو له پاره کور ته ولاړئ. مور او د کوتري نیکه پر هغه زېری وکۍ، چي زوی دی پیدا سوی دئ. شکر دی کوتره هم جوړه ده. ټول خوشحاله وو، او مبارکي وویل سوه.

قوماندن لونګ په خپل کور کي تر لږ ناستي وروسته د خپلي مور او د کوتري د نیکه سره یو ځای هغه روغتون ته ورغلل، چي کوتره پکښی بستر وه. قوماندان لونګ د کوتري او خپل زوی تر لیدو وروسته، غوښتل له روغتون څخه ټول یو ځای کور ته ولاړ سي .د درملنی ډاکټر ور ته وویل:

– ضروري دوا او د کوچني له پاره په کار څه درمل به درته را وړم،بیا به رخصت سئ.

ډاکټر ولاړ، لازم او اړین څه ئې  په یوه کارتن کي واچول، د کوتري مور چي هلته کارګره وه، هغې   ته ئې  په لاس ورکړل، چي د ډاکټر سره دغه صندق د ناروغ تر کوټي ورسوي. د کوتري مور خو نو د لونګ د مور په لیدو سره اوس شک نه لري. چي قوماندان لونګ دي د هغې   د مزدوري خاله زوی نه وي. او دا چي غوږېدلې (خبره ئې  اورېدلی) وه، د ټوپکوال قوماندان لور د خپل مزدور سره تښتیدلې ده، مګر باوري نه ده، چي کوتره به د دغه لونګ سره را تښتیدلې وي، که د بل  سره؟

هغې علاقه درلوده چي ژر د قوماندان لونګ ښځه وویني. کله چي د نا روغ کوټي ته ورسیدله، ډ اکټر ته اجازه ورکړه سوه، چي کوټي ته دننه سي، مګر د کوتري مور ته د ننوتلو اجازه نه وه.

د کوتري مور سخته خفه او نا امیده سوه. کوتره او نور چي کله کور ته تلل، د کوتري مخ په چادری کي پټ و. مور ئې  مخ ونه لیدی چي خپله لور وپیژني. خیر، پدې ورځ دوی کور ته په خیر سره ولاړل.

قوماندان لونګ چي دوی کور ته ورسول، په دا سبا ئې زړه  راغونډ کی، خپلي مور، کوتري او د کوتري نیکه ته ئې  وویل، د کوتري پلار او ستا زوم مي زخمي  نیولی دئ. کوتري او د کوتري نیکه دواړو وویل:

– کشکی دي دا ظالم وژلۍ وای.

د لونګ د مور زړه هم ورته پړسیدلی و، خو دا چي کوتره ډېره پر ګرانه وه، نو ئې  زوی ته وویل:-

– زویه، ښه دئ چي ژوندی دي نیولی دئ. ته باید په زړه کي رحم ولرې، ستا او د دوی(توپکسالارو) تر منځ باید دا توپیر وي؛ تا ته به خدای د خپلو ښو بدله  حتمي درکړي.

لونګ وړاندیز وکړ، چي سبا سهار به مو روغتون ته ور ولم، له هغه سره به وګورئ. اوس هغه بندي او زخمي  دئ. که څه چي زخمنونه ئې  ډېر سخت نه دي، خو هغه د غرور او تکبر وخت ئې  نه دئ. اوس یوعاجزه او بیوزله سړی دئ. ما ځان نه دئ ورښوولی او ده هم نه یم پیژندلۍ.

په سبا چي دوی ټول روغتون ته ورغلل. د روغتون په منځ کي د مخه تر دې چي ناروغ ته ورسیږي، د کوتري مور په مخه ورغله. د کوتري مور خپل پلار چي نژدې شل کاله ئې  نه و لیدلې، وپیژندئ چي د قوماندان لونګ په څنګ کي را روان و. دهغه په لیدو سره د ښځي د توانه ووتل، یو دم ئې  یوه لویه چغه وکړل، د خوشحالۍ څخه په ژړا سوه، ځکه هغې   هیڅ فکر نه کاوه، چي د دې پلار دي ژوندی وي.

ور وئې ځغستل، د پلار په پښو کي ئې  ځان ور واچوه. پلار چي ولیدل یوه سپین سری ښځه ئې   پښې مچوي، سره له هغه چي دی هم د چوغي کیدو نه و، بیا هم ورچوغئ سو، ښځه ئې  را پورته کړه، د ښځي سترګو ته ئې  وکتل، د هغې   تر سترګو د اوښکو لاړونه را وتل. ده وپیژندله، چي دا ئې هغه ورکه لور ده. پلار هم باور نه کاوه، چي د هغه لور دي ژوندۍ وي.

پلارئې چي په ځواني کي زیات زوړ و، خپل کنترول له لاسه ورکړ، د خلګو په مخکي ئې  خپله لور په غیږ کي ټینګه ونیوله، پر دا سر او مخ ئې  مچوله اوورسره ژړل یي. پدې وخت کي کوتري هم خپله مور وپیژندله؛ دې هم د چادرۍ روی بند پورته کې، د مور سره غاړه تر غاړه سوه. اوس نو پلار، لور، مور، لور او نیکه ټول په ژړا او لاس تر غاړه سول.

قوماندان لونګ چي اوس لوی افسر و، ټول ډاکټران او د روغتون کارکوونکي او مراجعین ګوري، حیرانۍ واخیسته، چي پر دا سپین میدان د خلګو مخ ته څه نارې، ژړاګاني او ماتم جوړ سو. هغه ډېر ژر دوی ټول یوې کوټي ته دننه کړل. هلته پلار، لور او لمسۍ ښه په ژړا ځانونه سره ستخ کړل.

بیا د کوتري مور او د لونګ مور یو د بله سره مچ کړل. اوس د کوتري مور هغسي بیوزله سوې ده، لکه یو وخت چي د قوماندان لونګ مور د دوی مزدوره وه .په دې منځ کي د کوتري پلار له مشري لور څخه پوښتنه وکړه، چي په مور، خور او ورور دي څه احوال سته که نه؟ هغه مړه دي،ژوندي دي،چیري به وي؟

لور ئې  ور ته وویل:

– پلاره، هغوی شکر ژوندي دي؛ هم دلته په دغه روغتون کي څو کاله مخکي ما هغوی پیدا کړل. اوس مي دا دئ تاسي    پیدا کړلاست.

د کوتري مور ولیدل چي د کوتري په غیږه کي کوچنی دئ، ژر ئې   له کوتري څخه پوښتنه وکړه:

– لوري، واده سوې ئې؟ چا ته ئې  ورکړی ئې؟

کوتري خپلي مور ته وویل:

– هو، موري؛ ورکړې ئې  یم. د لاس په ګوته ئې  نیکه ته اشاره وکړه، چي یعني ده ورکړم.

مورئې بیا خبره ورغبرګه کړه، چا ته؟

کوتري د لاس د ګوتی په اشاره:

– ده (قوماندان لونګ ) ته.

د لونګ هم د خپلي خواښي رنګ څه،څه ور په یاد سو. د لونګ مور چي زیاته هوښیاره وه، کوتره او د هغې   نیکه ئې  پوه کړل، چي د ناروغ پوښتنه به بیا بله ورځ وکړو. ځکه ټول پدې پوهیدل، چي د کوتري د پلار په وړاندی خو ترهر چا زیا ت د کوتري مور دهغه څخه ډېره کرکه او نفرت لري، نه چي د هغه په لیدو سره، نوري ستونزي او رسوائې   را منځ ته نه سي. هغه د کوتري مور ته وویل:

– درځی، ښه به دا وي  چي ستاسي کور ته ولاړ سو. نیکه به خپل بچیان وګورې، کوتره به خپله مور، انا، خاله او ماما وویني.

د لونګ هم د خپلي مور خبره خوښه سوه. دوی ټول د کوتري د مور کور ته ولاړل. په کلونو کلونو سره جلا سوو او ورکو سره پیدا کړل.

قوماندان لونګ او مور ئې  دوی ټول هلته سره  پرېښوول او دوی خپل کور ته ولاړل. کوتري ته ئې  وویل چي سبا به دوی ټول خپل کور ته راولې.

په سبا ورځ چي کوتره او مور سره یوازي   سول، د کوتري مور و کوتري ته وویل:

– لوري! د پلار او ستا د لیدو په خوشحالي نه پوهیږم، زما سر د خواریو دئ. پدې نه پوهیږم چي ولي مي خدای زوکلوي. دا دئ څه کم یو کال کیږی چي ورور دی له کوره وتلۍ دئ، کور ته نه راځي.

د کوتري دا لومړی ځل و، چي اوری”ورور”!. حیرانه سوه. مور ته ئې  په تعجب حتا د کرکي او نفرت په سترګه وکتل او وئې پوښتل:

– ورور مي؟ موري زما ورور د څه و؟ ما خو ورور نه درلود!!!… موري! بل میړه دي کړی دئ ؟

مور ئې  خپلي لور ته بیا په ژړا سوه او په ژړا، ژړا ئې  خپلي لور ته وویل:

– نه، نه، لوري؛ قسم په خدای که مي بل میړه کړئ وي. دغه ئې  وخت دی چي زه تا ته د اولاد د په نس کیدو، له کوره څخه د تیښتي او ستا غوندي  لور د  پرېښولو او خپلو سرګردانیو ټوله کیسه وکړم: خدای دي د چا د سر پر دښمن هم داسي خوارۍ نه تیروي. لورجانی! اصلی کیسه داسي وه….‎ اوس د شکر ځای دئ چي خاله د لونګ مور ژوندۍ او دلې ده؛ هغې   ته هر څه معلوم او خبره ده.

هغي ټول داستان او لیدلې خوارۍ ټکی په ټکی لور ته بیان کړې او ور زیاته ئې  کړه، چي ستا خواښې د دې داستان ژوندۍ شاهده ده.

کوتری  چي د خپلي مور پر تیري کړل سوو خواریوڅخه خبره سول، دې هم ډېر وژل او د خپلي مور لاسونه او پښې ئې  ور مچ کړې. بیا ئې  مور ته وویل:

– موری! ما فکر کوي چي یوازي   به دلونګ پر مور خواری تیري سوې وي، خو ستا خوارې او دیدنې هم تر هغې   په کمه نه دي.

بیا نو کوتري هم مور ته د خپلي تیښتي او د لونګ سره د واده کولو کیسه وکړه. د لونګ د مور د زړورتیا او د دې سره د مرستي کولو او د نیکه د راوستلو ټول بیانونه………. ورته وکړل.

د کوتري مور لور ته وویل:

– زما هغه وخت دغه ستا د میړه نوم خوښ و، مګر ستا پر ورور مي د لونګ نوم ځکه کښينښود، چي د لونګ د مور بیچاری ژوند ډېر سرګردانه و، نو مي د سمندر نوم خوښ سو. هغه اوس شکر ځوان دئ، هغه غواړي وپوهیږي، د چا زوی دي؟ ما دغسي چي تا ته مي د زړه حال ووایه، ده ته خومي له شرمه ویلای نه سواې. زما څخه پرهمدغه خبره مرور سو او له کوره ووت، بیا کور ته نه دئ راغلی.

کوتره د خپلي مور د ژوند په غم لړلي داستان ډېره خفه سوه او په چورتونو کي ډوبه سوه. تر څه ځنډه وروسته،ئې و خپلي مور ته وویل:

– موري! د سمندر په نوم یو هلک خو زما د میړه سره سرتیرۍ دئ.

د کوتري مور ډېره خوشحاله سوه، او وي  ویل:

– شکردئ، زوی سمندر جان مي هم پیدا سو.

اوس نو ټول په خوشحالي سره د کوتري کور ته روان سول.

څه وخت چي کوتره د خپلي مور، نیکه، انا، خاله او ماما سره یو ځای خپل کور ته راورسیدل، ګوري چي په کور کي ئې  خواښې یوازي   ده. د میلمنو له پاره هم کوم ځانګړی ترتیب نسته، له خواښي ئې  وپوښتل:

– لونګ تر اوسه پوري کم شی مي د پخیدو له پاره نه دي را وړي؟

خواښي ئې  په کراره ور ته وویل:

– نه زویه، سهار وختي له کوره ووت، ما ته ئې  وویل، زه ژر سودا راوړم؛ دا دئ تر اوسه نه دئ راغلې؛ خدای دې ئې په خیر راولي.

– اوس به زه او ته د غرمی غم وخورو، دی به هم را ورسیږی.

لږ شیبه وروسته، د سرای دروازه پرانیستل سوه او لونګ د سودا سره په سرای را ننووت. مور ئې  شکر وویست، چي زوی ئې  په خیر کور ته راغئ،دهغې د لونګ د نا وخته راتلو خبره هیره سوه او پوښتنه ئې  ځیني و نه کړه. مګر کوتره ورته په قهر وه. څو چي کوتري ځان و ګیلې او جګړې ته جوړاوه، لونګ د خپلي مور، خواښي او د کوتري له نیکه څخه په بخښه ویلو سره اجازه واخیستله چي زه باید کار ته ولاړ سم، یو ضروری کار پیدا سوی دئ.

قوماندان لونګ له دوی څخه خبره پټه کړه. د لونګ په بیرته کار ته تللوسره د کوتري مور، انا او نیکه یو لږ شان مړیجن غوندي  هم سول.

د شپې کله چي لونګ ناوخته کور ته راغلۍ، ټولو ته ئې  کیسه وکړل، چي خُسر مي له روغتون څخه تښتیدلی دئ او سمندرهم ورسره تللي دئ. د لته کوتري مور چي مخکي ئې  یوازي   کوتري ته د خپلو خواریو بیان کړی و، اوس ئې  د خپلي مور، پلار او لونګ په مخکي د سمندر د په نس کیدو ټوله کیسه وکړه.

د دې داستان په اورېدو سره ټول حیران سول. د لونګ پر خپلي خواښي ډېر زړه وسو. خو د سمندر د تیښتي په سبب نه پوهیږي، چي څنګه سمندر د قوماندان سره وتښتیدئ. ایا سمندر خبر سوی و، چي قوماندان ئې  پلار دئ؟ ایا قوماندان پوهیدی چي سمندر ئې  زوی دئ، که څنګه؟

دا پوښتنه بې  ځوابه پاته وه. مطلب قوماندان لونګ دوی ټول ښه ساتل او د هغه مور هم دوی نازول.

زخمی پیره دار وتښتاوه

قوماندان لونګ چي سهار له کوره ووت، اراده ئې  درلوده چي لومړی خپل کور ته څه سودا راوړي. لا ئې  سودا کړی نه وه، چي داسي خبر ور ته راورسیدی:

– قوماندان صاحب، تیره شپه د روغتون څخه یو زخمي  اسیر د توظیف سوی پیره دار سمندر سره یو ځای د روغتونه وتلۍ او تښتیدلی دئ.

قوماندان لونګ ته چي دا خبر ورسیدئ، نو د سودا رانیول ئې   پرېښول، روغتون ته ورغلئ، خپل معلومات ئې  په لاس راوړل، او بیا خپلي عسکری قطعی ته ولاړ، چي د پیښي د پلټني چاری تنظیم کړي. همداسي ئې  وکړل. دپلټنو کار ئې  راپیل کړ.

د ښار امنیتی او کمربندي پوستو ته ئې  خبر واستاوه او نوري هڅی ئې  هم جاری وساتلې. د قوماندان لونګ سره هغه سوالونه بې ځوابه پاته وه، چي سمندر او زخمي  څنګه سره جوړ راغلل؟ ایا سمندر خپل پلار وپیژندئ؟ اوکه پلار خپل زوی؟

قوماندان ځان ته د دې سوالونو د حل په نیت یوه د کشف همکار ته وظیفه ورکړه، چي ولاړ سي، په کلي  او پاکستان کي دا خبره ځان ته معلومه کړي، چي سمندر د خپل پلار سره دی او که پر بله تللی دئ. دقوماندان لخوااستولي سړي ته پته ولګیده چي سمندر د هغه تښتیدلي سره یو ځای په کور کي دئ.

دا معلومات ئې  قوماندان لونګ ته راوړل او هم دا معلومات ورته و سو، چي تر اوسه پوري سمندر دهغه سره اوسي. مګرهلته داسي اوازه خپره وه، چي د اشرارو قوماندان سره چي سرتیرۍ سمندر مرسته کړې وه، قوماندان د هغه سره دا منلې  وه، چي دی به امریکا او یا اروپا ته استوي.

سرتیری چي ځوان او یتیم هلک و، وبهر ملک ته د تللو هیله ئې  لرله. مګر د اشرارو په اصطلاح د مجاهدو قوماندان اوس غواړي هغه عسکر ته چي د ده سره ئې  مرسته کړې وه، د مرستي په بدل کي خپل لور ور واده کړي.

د لوا قوماندان لونګ ته د دې خبر رارسیدل سخت تمام سول. اوس خو قوماندان لونګ ښه پوهیږي، چي سمندر ئې  د ښځي ورور دئ. هغه مجبور سو، د خپلي مور، ښځي، خواښي او نورو دوستانو سره دا خبره شریکه کړي.

د کورنۍ ټول غړي د دې خبر په اورېدو هیښ پیښ پاته سول. د سمندر د ژوند د احوال په رارسیدو د دې پر ځای چي خوښي وکړي، خفه سول. ځکه هر یوه ته دا خبره سخته وه، چي که خدای مه کړه “سمندرد خپلي خور سره واده وکئ” دا شرم به بیا څنګه وړو؟

قوماندان لونګ یو ځل بیا د ژوند په یوه سخته جنجالي معامله کي راګیر سو. ټوله کورنۍ په چورتونو کي ډوب سول. هغه پدې چي لونګ په کابل کي لوړ افسردئ. هغه اوس پدې پوهیږی چي د اشرارو قوماندان ئې  خسردئ، مګر خسر ئې  نه پوهیږی چي قوماندان لونګ د ده زوم دئ.

قوماندان لونګ کولای سي، چي پاکستان ته څوک واستوي؛ مګر نه سي کولای، خپل دغه کورنۍ راز د بل چا سره شریک کړي. وروسته مجبور سو، د کورنۍ په مشوره  دکورنۍ دغړو څخه یو څوک تیار کي چي خپل خُسر ته ئې  واستوی، او هغه پدې پوه کړي، چي سمندر د هغه زوی دئ؛ د سمندر او زرکي (خوراو ورور)واده نه سي کیدای.

اوس سوال دا دئ چي کله به ئې  د خُسر دا خبره زړه ته تیره سي، چي سمندر د ده زوی دئ.  ځکه ده خو زوی نه لاره. پردو خلګو ته څنګه دا ټوله کیسه وکړی، چي سمندر څنګه د مور په نس او وزېږېدئ؟ او څوک بیا کولای سي، دغه کیسه د اشرارو د قوماندان تر غوږه ورسوي؟

د ده د خُسر د بدوعملونو له لاسه د کورنۍ هیڅ غړی ئې  دی ته تیار نه دی، چي ولاړ سي او د لونګ خُسر ته ټول حال ووائې. نه د کوتري نیکه او نه هم د کوتري انا دې ته زړه ښه کوي چي ولاړ سي او خپل زوم د حاله خبر کړي. د کوتري د مور خو د سمندر د پلار خپل میړه څخه بیخي کرکه کیږی. کوتره هم نه غواړی د ظالم پلار مخ بیا وګوري.

پاته سول د لونګ مور؛ هغه بیوزله سره د دې چي نوره سپین سرې سوې ده، د سفر کولو توانایي هم نه لري او په رښتیا زړه ئې  د اشرارو په تیره بیا د زوی د خُسر څخه بد او تور دئ. خو د خپل زوی لونګ او کورنۍ د عزت د خوندیتوب په خاطر ئې  زوی لونګ ته وویل:

– زویه! ما ستا سره ژمنه کړی وه، چي زه به تر مرګه ستا سره مرسته کوم. مور دي تر تا جارسي؛ ستا د فکر د سموالي په خاطرتر تا ځان قربانه وم.زه به د یوه لاری بلد سړی سره تر پاکستانه ولاړه سم. ته مه غمنجن کیږه.

لونګ چي د مور غیرتي خبري واورېدي، د مور لاسونه ئې  ور مچ کړل:

– موری! ستا ترغیرت جار سم، خدای دي هر چا ته دغسي غیرتي مور ورکړي؛ تا خو زما سره ټول عمر مرسته کړې ده، هیڅ وخت دي په غم کي یوازي   نه یم  پرې ایښۍ. ستا پر ما حق دئ، چي د ژوند تر وروستۍ ګړي پوري ستا خدمت وکړم. زه پر تا باندي نور حق نه لرم چي د کوم کار ووایم. تا تر حق زیات څه ما ته راکړې دي.

– نه زویه! زه پوهیږم چي د سمندر او زرکي یا د ورور او خور واده تر ګناه زیات د راتلونکی ژوند دپاره د خلګو په منځ کي د ټولي کورنۍ پر لمن یو تور داغ پاتیږی. زموږ د کورنۍ پر لمن د دغه تور داغ د لګولو څخه د مخنیوي په خاطر به یو ځل ولاړه سم او خُسر به دي د حاله خبر کړم.

د ټوپکوال قوماندان پاته کورنۍ ډېر کلونه مخکي هغه وخت چي کوتره لور ئې  د کوره وتښتیدله، له هغه نه وروسته، قوماندان خپله پاته کورنۍ د کلي  څخه د کویټی ښار ته یوړه او هلته ئې  ځای پر ځای کړې وه. مګر تر لوی جنګ وروسته، د قوماندان کورنۍ او میراثخواره تربرونه خبر سول، ټوپکوال قوماندان په جنګ کي ورک سو. د مړی او ژوندي احوال ئې  تر کوره رانه غلۍ. ټول خوشحال وو، فکر ئې  کاوه چي نوموړۍ به وژل سوې وي، او کورته به بیا رانه سي.

تربرونه د ده تر ورکي وروسته، خوښ وو. د قوماندانۍ چاري ئې  هم مربوط تنظیم یوه بل تربره ته وسپارلې. د کور او جایداد، حساب ئې  هر تربور جلا جلا کاوه. خو د مرګ سم خبر ئې  تر کوره نه و رارسیدلې. یوه میاشت لا تیره نه وه، چي بې    خبره قوماندان ناجوړه خو ژوندی خپل کور ته راغلئ.

د قوماندان په بیا لیدو او ژوندي پاته کیدو ئې  یوازنۍ لور زرکه خوشحاله سوه، چي پلار ئې  پیدا سو. تربرونه په خاصه هغه چي د ده وجایداد او قوماندانۍ ته غله وو، هغوی ئې  په بیرته راتلو ټول خفه سول. د قوماندان لیدلو ته نور ټوپکوال تلل او را تلل. ده به هر چا ته د ځان د زخمي  کیدو بیا را تیښتي کیسه کوله او د سمندر له خوا د ورسره مرستي یادونه ئې  کوله.

قوماندان به هر چا ته سمندر ورپیژندئ، چي دغه ځوان و، چي راسره مرسته ئې  وکړه. سمندر تر ټولو ښه ځواني لرله، مکتب ئې  لوستۍ و، په حکومت کي ئې  عسکری نظام لیدلی و. کله چي په پاکستان کي د افغاني ټوپکوالو ژوند، وپاکستاني مامورېنو ته د دوی غوړه مالۍ او سپیتاني ولیدلې، نو پرخپلو راتلوبه وپاکستان ته پښیمان سو، ځکه سمندر ته په کابل کي ژوند، ښوونځی ، د خلګو اداب، په پوځی قطعه کي نظم، د افسرانو او سربازانو پاک نفسي، غرور او میړاني به ئې  سترګو ته جګي ودرېدلي. هغه ولیدل چي په پاکستان کي د غرور او میړانی ځای سپیتاني ډک کړئ وو. ای،اس،ای په افغاني ټوپکوالو کي غرور وژلی و، او دوی ته ئې  د سړو په حیثیت نه کتل.

د ټوپکوالو قوماندان سمندر تنظیمي او پاکستاني دفتر ته د ځان سره وړئ. سمندرته د هر دفتر شکل او په دفترو کي د ناستو خلګو ناستي او کړه وړه لیدل ورته درس او پند و. هر چیري به ټوپکیانو وقوماندان ته ویل، چي د دې هلک رنګ خو بیخی تا ته سوې دئ، لکه تا چي زیږولی وي.

قوماندان ته د سمندر کړو خوند ورکاوه؟ هغه به وخندل او وبه ئې  ویل:

– که رښتیا در ته ووایم، د هغې   اولی ورځي څخه چي مي دغه هلک لیدلې دئ ما ته هم هغه خپله ځوانی را په یاد سوه. داسي ښه مسلمان او پر لمانځه ټینګ هلک دئ. زما سره ئې  ډېره میړانه وکړه. د سرو کفارو د منځ ئې را خلاص کړم.

سمندر ته د ټوپکوالو ساده خبرو، ناسته، ولاړه او شوده ژوند خوند نه ورکاوه. حتا د خپلي لوا قوماندان لونګ د هغه پاک نفسي، نظم، ډسپلین او پر ده باندي مهربانۍ به ورپه یاد سول، د ځانه سره به ئې  خپل ځان ملامت باله. هغه به د ځانه سره وویل:

– په خپل لاس دي په ځان څه وکړل؟

اما د ټوپکوال په زړه کي سمندر ځای نیولی و. ټوپکوال د خپلو خپلوانو او ښځو سره مشوره کوله چي که د دوی خوښه وي، خپله لور زرکه دغه ځوان سمندر ته د ده د مرستي په بدل کي وبخښي.

په دوستانو کي او په تیره بیا په تربرو کي د هیچا دا دوستۍ خوښه نه وه. یو او بل به ورته ویل، چي د دې هلک نه مور معلومه ده او نه ئې  پلار؛ ته څنګه لور ور کوې؟ بل به وویل، چي د ا خو حکومتي، حزبي او کافر دئ، ته څنګه دا کار کوې؟ مګر، ټوپکوال قوماندان به ویل:

– نه، دغه هلک تل لمونځ کاوه. یو یتیم هلک دئ، بیغمه او بې    بدو سړی دئ. دلته به په کور کي را سره وي، زه هم زوی نه لرم، زه ئې  له مرګه ژغورلی یم.

مګر تربرو لیدل، چي ټوپکوال قوماندان ناروغه دئ. هغوی فکر کاوه چي دی به ژر مړسي. تیار میراث دئ. نژدې میراثخورو یي دغه دوستي نه خوښول.

د ټوپکوال چي د زخمونو څخه سم روغ سوی نه و، ورځ تر بلي ئې  ناروغي سختیدله، نو ئې  دا ښه و ګڼل چي د سمندر حق ور ادا کړي. بله ورځ ئې  سمندر ته دا خبره وکړه، چي تا زما سره ډېره مرسته کړې ده، ستا    د دې مرستي په بدل کي زه غواړم چي خپله لور زرکه تا ته درکړم، خو ته به دلته زما سره اوسې، او زما زوی به ئې،  ځکه زه زوی نه لرم.

کله چي د واده او د لور د ورکړي خبره وځوان سمندر ته یاده سول، وخارج ته د استولو خبره ئې  په دغه ګړي کي بیخي د یاده ووتل، چي ټوپکوال ته و وائې   تا خو زما سره ژمنه کړې وه، چي کم بهر ملک ته دي استوم.

سمندر نوی ځوان وو، د واده سره ئې  د هر ځوان په شان مینه وه. خو د ټوپکوالو سره ژوند کول ئې  نه خوښیدل. بل خوا ته ئې  خپله مور هم د زړه څخه نه وتله. هغه قوماندان ته وویل:

– ما خو تا ته ویلي و، چي زه بل څوک نه لرم بې له یوې مور څخه. مور مي دلته نسته، زه څنګه واده وکړم؟

بلي خواته سمندر پدې شپو کي څو ځله د قوماندان لور زرکه لیدلې وه. زرکه ښایسته پیغله وه، سمندر نوی ځوان.اما دا چي هغه ښوونځی لوستې و، په ښار کي ئې  ژوند کړئ و،زرکه یوه کورنۍ نجلۍ وه. دهغې سره واده کول زړه نازړه کړی و.سمندر په یوازي   سر پرېکړه نه سي کولای. په عمر، د شلو کلونو په شا و خوا کي دئ. تر ډېره حده خپل راتلونکې سنجوي.

بیا ور په یاد سول، چي ټوپکوال خو زما سره دا ژمنه هم کړې وه، چي اروپا یا امریکا ته به دي استوم. تر دغه وخته پوري خو سمندر داسي ارزول چي کوم  بهرملک ته به ولاړ سي، بیا به خپله مور هم بوځي. هغه و اروپا او امریکا ته د تللو په هوس د قوماندان سره را تښتید لئ و.

سمندر نژدې یو کال د قوماندان سره تیرکړ. په اخر کي ئې  خپل زړه راغونډ کړ، او ټوپکوال قوماندان ته ئې  وویل:

– ستا خبره هم پر مځکه نه اچوم، د زرکي سره هغه وخت واده کوم، چي وبهر ته زموږ د تللو کار اول را جوړ کې، زرکه به هم د ځان سره بهر ته بوځم.

ټوپکوال د خپلي ښځي (د زرکي د مور) سره د سمندرغوښتنه شریکه کړه. د ښځي ئې  هم سمندر خوښ و. زرکي هم نه داچي مخالفت نه لاره. بلکي دوه چنده خوښه سوه.وروسته نو قوماندان د سمندرغوښتنه ومنله. هغه یوه قاچاقبر ته نیمی پیسې مخکي له مخکي ورکړې، او ور سره د سمندر او زرکي عکسونه ئې  هم ورکړل.

قاچاقبر په درو میاشتو کي د هغوی د تللو د کار د سمیدو ژمنه وکړه. ټوپکوال مخکي تر دې چي دغه درې میاشتي پوره سي، سمندر او زرکه بهر ته سره ولاړ سي، غوښتل چي د سمندر او زرکي واده وسي. سمندر یو بل وړاندیز وکئ، چي که ده ته اجازه ورکړي چي دی یو ځل خپله مور وویني، که هغه ورسره راتله، هغه به هم راولي، دلته به زما او د زرکي په واده کي برخه واخلي. او که چیري ئې  مور نه را تلله، د هغې   څخه خو به یوه د خدای په اماني راواخلی، بیرته به ژر ان شاالله ځان راورسوي.

ټوپکوال سمندرته د تللو اجازه ورنه کړه. ځکه هغه له دې بیرېدئ، چي سم دم سړی به مي دلاسه ووځی. هلته به ئې  مور پښیمانه کړي. نو ولي په لوی لاس سم سړی چي د لور او ښځي مي هم خوښ دی، دلاسه ورکړم. هغه سمندر ته وویل:

– کله چي ستا او زرکي واده وسو، زما به هم زړه بیغمه سي. تر واده وروسته که وخت و، ولاړ به سي، مور به دي ووینې.

سمندر په داسي یوه حالت کي راګیر و، چي نه سي کولای، پر خپل سر بیرته مور ته ولاړ سي، د ټوپکوال خبره ئې  ومنل. قوماندان ژر ملا راوستۍ. د سمندر او زرکي نکاح ئې  ور وتړله. نور سمندر د قوماندان د کور سړی او زوم سو. هغه د زرکي سره یو ځای او په مینه اخته دئ.

سمندر او زرکه د یوې خوا یو د بل خور او ورور دي، بلي خوا وینه او مینه ئې سره ګډه سوه.

هلته قوماندان اوښځي ئې د سمندر او زرکي  دښه لوی  واده دپاره ترتیبات  نیول پیل کړل.

د سمندر او زرکي د واده خبر ښار ته هم ورسیدئ. کله چي د سمندر مور، خور او قوماندان لونګ د کیسې خبر سول، قوماندان لونګ د خپلي مور، خواښی او ښځي په مشوره سره دا ښه تره وګڼل، چي د دې لوی شرم مخه ونیسي.لونګ د کورنۍ غړوته قناعت ورکئ، وې ویل:

دا شرم سبا موږ ته پاتیږی. هغه خلګ خوچي د پاکستانی چارواکو په لاس کښیوتي دي، د هغو څخه چارواکو داسي سړی جوړکړي دي، چي  هغوی اوس د خپلي مور (وطن ) په کیسه کي نه دي.

پاکستان غیرت، شرم او همت ئې  په دوی کي وژلی دئ. په خفګان چي نوم د نامه نه پرې کیږي. زموږ نوم اوس ورسره تړل سوی دئ. نوښه خبره داده چي موردا ځل بیا په تکلیف کم او تر پاکستانه ئې  ولیږم. ښه پوهیږم چي دا به مور ته ډېره سخته وي.

د لونګ مور وویل:

– زویه! ستا او د کورنۍ د عزت د خوندیتوب دپاره به ځان اور ته هم واچوم.

د قوماندان لونګ مور وپاکستان ته د ورتلو تیاري نیول. تر لږ ځنډ وروسته، د لونګ مور د یوه اشنا او بلدی سړی سره اراده وکړه، چي د کویټی ښار ته ولاړه سي. په لاره کي ستونزی وې. دوی یو څه په ځنډ سره تر پاکستانه ورسیدل.

پوښتنه پر پوښتنه ئې  د ټوپکوال کور پیدا کئ دا هغه شپه ده، چي د ټوپکوال په کور کي د سمندر او زرکي د واده د مراسمو د نیولو په کار نر او ښځي بوخت دي. د لونګ مور د ټوپکوال کور ته ننوتله. زیات کلونه تیر دي؛ د ټوپکوال ښځو د لونګ مور اول و نه پیژنده. ځکه سره له دې چي عمر تیر سوئ، کوچنیان لویان سوي او دځوانانو څیرو هم توپیر کړی دئ، د لونګ مور چي اوس د یوه زبردست قوماندان”لونګ” مور ده، د هغې   په جامو، سر او وضعه کي د پخوا په پرتله ډېر توپیر لیدل کیدئ، نو په دغه سبب د ټوپکوال ښځو دا اول ونه پیژندله.

کله چي ښځو ولیدل، کور ته ئې  یو معمره او معتبره سپین سرې ښځه راغله، هره یوه ئې  روغبړ ته راغله. د روغبړ پر وخت د خبرو څخه د لونګ مور وپیژندله. ټولي ښخي په تعجب کي ولوېدې، پدې چي اول د لونګ مور څونه په ښه بڼه سوې ده او بل دا چي څنګه له ډېرو کلونو تیرېدو وروسته د دوی کور ته راغله؟

هر ډول چي و، د لونګ د مورتود هر کلي  ئې  وکئ او ټوپکوال ئې  د لونګ د مور په راتللو خبر کئ. ټوپکوال هم په فکرکی ډوب سو، ځکه د هغې   زوی لونګ خو کلونه مخکي د ده لور (کوتره ) د کوزدې په شپه د ده د کوره تښتولی وه. د هغه خُسر ئې  د هغه له بنده څخه خوشي کړی و، او خپله د لونګ مور هم د هغوی سره یوځای د کلي  تللې وه.

دی هم نه پوهیدی، چي د لونګ مور به اوس څنګه او د څه دپاره راغلې وي؟ بیا په داسي نازک وخت کي چي موږ ټول د زرکي د واده په کار و بار سره بوخت یوو. ټولو ته تشویش پیدا وو. ټوپکوال خپلو ښځو ته وویل:

– تاسي د لونګ د مور سره خبري وکړئ؛ ژر دا معلومه کړئ چي دا ښځه څنګه او د کمه راغلې ده؟ زه خو فکر نه کوم چي دا ښځه دي داسي تصادفی را پیښه سوې وي.

د ټوپکوال ښځو د لونګ د مور څخه په خبرو خبرو کي دا پوښتني کولې چي دا دونه کلونه چیري وی؟لونګ زوی چیري دئ؟ کوتره مړه ده که ژوندی؟ ته احوال په لرې که یا؟

د لونګ مور دوی ته وویل:

– ټول شکر دئ ژوندي او جوړ دي. موږ په ښار کي اوسوو.هلته په ښار کي اوازه ګډه وه، چي قوماندان خپله لور ودوي. زړه مي تاکت (طاقت) و نه کی. ما ویل، ښه دئ، چي یو واري تاسي    وګورم، او د ښادئ مبارکي به تاسي اوپه خپل قوماندان صاحب ته هم ووایم.

که ستاسي خوښه وي زه غواړم چي تاسي ټولي ناستي یاست، قوماندان صاحب یو ځل ووینم؛ څو خبري لرم چي ستاسي سره ئې  شریکي کړم.

ښځو وویل:

– ولي نه، موږ به احوال ورکړوهغه رابه سي. قوماندان اوس سپین ږېری او ناروغ سړی دئ. هغه هیله لري خپله لور زرکه په خپل لاس واده کي.

د لونګ مور پوښتنه وکړه:

– د چا سره مو دوستي کړېده.

د زرکي مور ورته وویل:

– د زرکي پلار غواړی، زرکه هغه هلک ته واده کړي، چي د ده سره ئې  د ده په تیښته کي مرسته کړې ده. هغه یو ښاری هلک دئ، خو ښه هلک معلومیږی. نور ئې  موږ هم مور او پلار نه پیژنو. سمندر نومیږي.

په دی وخت کي ټوپکوال کور ته راغۍ. د لونګ مور دافغانی دود او رسم د هغه مخ ته ولاړه سوه. ټوپکوال ته ئې  سلام واچوۍ، او بیرته پر ځای کښینستله. ټوپکوال او د هغه ښځي درې سره کښینستئې  د لونګ مور وروسته له ډېرو کلونو تیرېدو څخه د دوی کور ته د خپلو ورتلو سبب داسي بیان کی:

– قوماندانه وروره! ښه غوږ راته ونیسه، نه مي غوښتل، چي ستا کور ته راسم. خو کله ناکله په ژوند کي داسي سخت او ژور مجبوریتونه پیښ سي، چي یو په زړه کي سخت خفه سوی انسان هم اړ باسي، ټولي تیري ترخې تر شا وغورځوي.

نن ورځ زه، زوی لونګ، نږور (د زوی ښځه اوستالور) کوتره د کوتري مور،  ستا ښځه،ستا خسراو خواښې ټول داسي مجبور سو، چي زه د دوی ټولو په خوښه ستاسو کور ته د څو خبرو د یادولو دپاره راغلم.

زما راتګ هم داسي یو مجبوریت وګڼه. زه د ښاره په ډېرو مشکلاتو سره تر دې ځایه یوازي ستاسي د لیدو دپاره نه یمه راغلې.  بلکي دا ټول مشکلات او ستړیا مي د دې دپاره پر ځان ومنلې چي مساله د اسلامی شریعت د پایماله کیدو دمخنیوی، د خپلي کورنۍ د عزت خوندیتوب خبره وه چي زه ئې  مجبوره کړم، یو ځل بیا ستاسي پر کمبله کښینم.

هغی زیاته کړه:

– په دې دوو سببونو زه خپله راغلمه. یو، نه مي غوښتل، چي پردي سړي د دې رازه څخه خبرکړم او بل سبب ستا د خطا شاهده زه وم؛ باید په خپله مخامخ زه درته ووایم. دا پدې چي ستاسي د کورنۍ سره زما د زوی لونګ چي ستا له رضا پرته ستا زوم سوی دئ، د هغه د عزت سره تړل سوی خبره ده.

دلته د عزت د ساتلو مساله ده، کله چي موږ په ښار کي خبر سو، تاسي غواړی خپله لور (زرکه) وسمندر ته واده کړئ، نو ما، لونګ، کوتری، د کوتري مور، د کوتري نیکه او انا پرېکړه وکړه، چي تا خپلو غلطیو ته متوجی کړو، چي بله لویه غلطي و نه کړی.

زه  هغه هلک پیژنم، ښه هلک دئ.خو سمندر مور لري. سمندر پلار لري. سمندر خور لري.  لنډه ئې  دا چي سمندر هر څه لري.

ټوپکوال د لونګ مور ته وویل:

– پدې خبره خو مي سر خلاص سو، چي ستا زوی لونګ د کوتري میړه  زما زوم او د کوتري مور، نیکه او انا د لونګ سره اوسی او ژوندي دي. اما د زرکي په ورکړه کي کمه نیمګړتیا سته؟ دا خو لا نوره ښه خبره سول، چي ته سمندر پیژنې. هغه مور، پلار او هر څه لري. او ښه هلک هم دی، نوغلطي په کم ځای کي ده؟

د لونګ مور ټوپګوال ته وویل:

– غلطي ډېرکلونه مخکي تا کړېده،ستا هغه دمیلمستیا  شپه په یاد ده، چي زه ستاسي په کورکي وم.دقوماندان خودهغې شپې خوند هیڅ دمغزه نه و وتلۍ. وبیرېدئ، فکر ئې وکئ چی سمندرلکه چي زما اودې دهغې شپې زوی دئ.

خو دلونګ مورکیسه شروع کړه: ستا ښه په یاد دي چي ته د شپې د خوني راووتی او د اور دالانچی ته ورغلې، سمندر ستا د هغې   شپې زوی دئ.

ټوپکوال د خپلو ښځو په مخکي وشرمیدئ.لا هم هغسي فکر کوي، چي سمندر د ده زوی دئ، د لونګ د مور څخه. د لونګ مور خبره نوره هم روښانه کړه، هغې   وویل:

– په هغه شپه د اور په دالانچه کي د کوتري مورستا خپله ښځه پرته وه او زه د سرای په منځ کي د کوچنیانو سره وېښه وم، ته مي لیدې.سمندر ستا  دهغي شپې غلطي ده،یعني  ستا زوی، د کوتري او زرکي هم ورور دئ.

د دې خبرو په اورېدو سره د زرکي مور او ټولو ښځو د لونګ د موره څخه خوښي سوې، او قوماندان وشرمیدئ. ټولو په یوه خوله وویل:

– شکر چي د زرکي واده د خپل ورور سمندرسره و نه سو.

قوماندان چي دغه ټولي خبري واورېدې، د ځان سره پر خپلو کړو باندي سخت پښیمانه سو. اوس نو ستونزه دا ده، چي څنګه خپل تربرو ته او نورو کلیوالو ته ووائې، چي سمندر د ده زوی دئ؟ هغه چي خلګ خبر و، قوماندان خپله لور (زرکه) سمندر ته ودوي، هغو ته څه ووایی؟ د خور”زرکی” او ورور”سمندر” واده خو ممکن نه دئ.

نو د کورنۍ، سمندر او د لونګ د مور په خوښه ئې  دا تر ټولو ښه وګڼل چي،له دغه ځایه کډه وکړی. هغو په هماغه شپه کډه را وکړه.افغانستان بیا ښار ته د لونګ کور ته  ټول راغلل.

قوماندان لونګ سره له دې چي کوتره، د کوتري مور، د کوتري نیکه د کوتري د پلار قوماندان په راتلو د دوی کور ته خوښ نه و، خو هغه په هغه لیاقت او ښایستګي چي لرل ئې،  د خپل خسر راتلو ته ئې  ښه راغلاست ووایه.

کوتري، د کوتري مور او نیکه ته ئې  پدې قناعت ورکړی، چي زما او د کوتري د پلار تر منځ باید فرق وي، ما مکتب لوستی دئ، زه په یوه نظام، قانون او نظم کي رالوی سوې یم.مګردغه ښیګڼی په هغوکي چي د کوتري پلار ورته کار او فعالیت کاوه(ای،اس،ای) کي،دغه ښیګڼی نه سته.

کله چي د کوتري پلار د خپل زوم قوماندان لونګ له خوا د ده د بدیو سره بیا هم داسي نه ښول چي د ده څخه دي خوا بدئ وي. نو ئې  یوه ورځ لونګ ته وویل:

– زه پر خپلو ټولو کړو پښیمانه یم او ستاسي څخه بخښنه غواړم. دوی….به راته ویل، او ما هم فکر کاوه چي د اسلام د ساتنی دپاره کارکوم، خبر نه وم چي خپل کور خرابوم او اخیرت ته به مختوری ځم.

پای

نوي کیسې

 

دوهم ټوک

 

دوهمه کیسه

 

بنګ

لیکونکی: معلم عبدالقیوم

 

 

دیوه کلیوال ژوند:

 

زموږ په کلي  کي هم د نورو کلیو په شان د مني په وروستیو شپو کي، کله چي پروړونه له ډاګونو څخه ټول او ذخیره سي، د ممیزځایو څخه ممیز (کشمش خانو څخه کشمش) له باغونو او باغچو څخه انار یوړل سي، دا مانا چي هوا سړه سوله. د هوا د سړېدو سره جوخت کار او خواری کمه یا ورکه سي. د مني سړې سیلۍ را والوزی، د ونو او بوټو پاڼی ورژوي. ډېر وختونه اسمان شین او صاف وي.

کله نا کله پاس په اسمان کي نرۍ وریځي بې له اورېدو د کلیو دپاسه داسي په ځغاسته تیرېږي،چي لم ئې په خاشه کي نه بندېږي. د کښې ساړه بادونه  پسي را والوزی، د هر سړی په غوږونو کي سوړباد شپیلکی وهي او شنه ډکي د مځکي   پر مخ ورک سي.

چوغکی چي کرۍ ورځ د خپل نس د ډکيدو دپاره پر لاښوباغونو، فصلونو او ورشوګانو ګرځیدلي وي، هر مازېګر د خپلي شپې د تیرېدو دپاره په سیلونو سیلونو د باغونو، لڅو ونو او ورشوګانو څخه را الوزی او په ډله ییزه توګه مخ د خندق پر خوا ځی، هلته چي نلونه او لوخي ولاړي وي، دوی تر لمر لوېدو مخ ته هلته ځانونه رسوي. تر ګونګو ماښام پوري په خپل منځ کي په خپله ژبه سره ګډي وي، او ترهغه وروسته بیدېږی. سهارئې بیا د خپل نس غم وي. الوزي خورو ورو ورشوګانو ته ځي او د ځانو دپاره خواړه پیدا کوي.

د هوا په بدلون او سړېدو سره زیات کلیوالي ماشومان، لویان او زاړه نر او ښځي رېزش او زکام سي، پُزی ئې  را ایله وي. د غریبو کورنیو ژوند خو په پسرلي او دوبي کي هم ښادمن ژوند نه ویني، خو د مني او ژمی سړه هوا، ورباندي یو بل غم ایضافي سي.

وسمني کورنۍ یا هغه کورنۍ چي د ژمی لپاره لږ څووری ولري، د سړو شپو د ښه تیرولو لپاره د مني په لمړیو ورځو کي خپل لاندي  حلال کړي. دمني په اخیر او دژمي په اولو شپو کي د لاندي څخه لغړ پخوي او په ژمي کي خپلي کترې خوري.

د غریبو ژوند  خو په هوکه او سوکه تیرېږی. زیات وختونه سوړسک او اوربشینه په اونۍ کي یوه شپه ئې  غلمینه وي. سپوره ډوډۍ خوبه یو بختور لري.

 د غریبو هره هغه ورځ ښه وي، چي اسمان صاف یا د اسمان مخ له وریځو خالي وي. کله چي سهار ژړ او کمواکه لمر د غره له سره څخه خپل سره ټکی مخ راښکاره او پر پراخه ورشو باندي خپله لمن خوره کړي، ټول کلیوال ورته هوسیږی.

 په هره هغه ورځ چي سهار لمر یوه نیزه را پورته سي، نو د مځکي   مخ لږ د ناستي او ګوذارې سي. لاس هم د تخرګه دباندي راخیژي.هر څوک د بیابانه څخه د ډوډۍ پخولو دپاره څه خاشې کور ته راوړي. تر هغه وروسته، ماشومان، ځوانان او زاړه، د خپلوکورونو څه د کلي  په منځ کي میداني ته راووځي. نجوني هم د خپلو همزولو سره په ناوکيو بازی کوي.

ټول هلته د میدانۍ په هغه کونجک کي، هلته چي د سهارنی لمر وړانګي ورته سیده رالویږي، او د باده څخه ئې  غوږونه څه پناه وي، پیتاوي ته سره کښیني.

د هر کلي  په میداني کي مشرانو دمشرانو،ځوانان د ځوانانو اوهلکان د هلکانوسره د ناستي او بازیو ځایونه معلوم وي. هر کلیوال د هري  کورنۍ څخه چي وي دې میدانۍ ته راوځي، د دوی په کالیو او څپلیو کي ډېر د پام وړ توپیر نه لیدل کیږي. پدې چي ټول نژدې یو شان غریبانه ژوند لري.  په دغه میداني کي تر غرمي پوري، هلکان د هلکانو سره، ځوانانو به د ځوانانو سره او پدې شان به سپین ږېرو له سپین ږېرو سره د زړه خواله، خبري اتري او لوبي  کوي. هري  ډلي یو د بله سره په یو څه نه یو څه ځانونه بوخت کړي وي. بجلیوال د بجلو لوبي، مردکیوال د مردکو لوبي  کوی.

ځیني مشرانو بیا کتار، شپاړس ګاټی، درګاټی، غولبندۍ سره ایښی وي. پاته نورسیلبین پر راټول وي. ځیني زړو به ودغو ناستو او راټولو ته د خپلي ځوانۍ یوه نیمه کیسه، د خپلي عسکرۍ د دوری کیسې او څرګندوني کولي.

مثلاً یوه به ویل: کله چي مي پچه را وختل، حکومتۍ ته ورغلم، دستي ئې  څیره کړم، د دوو جوړو کالو او درو شلو افغانیو سره د کوره ووتم. دوه کلنه نوکري مي هم دوه کاله او څلور میاشتي سوه؛ پدې چي عوضي نه و،را رسیدلی ترخیص مي بند وه. ما ویل چي ترخیص وانه خلم، کور ته نه ځم. همداسي مي وکړل.

د دوو کالو دعسکری کولوبیانونه نو دونه زیات کیدل،چي مه کوه خبري. کله چي به د یوه څخه بل ترهغه مشر ته د خبرو وار ورسیدی، هغه بیا د امان الله خان د پاچهۍ، د سقاوۍ دورې کیسې او څه چي ئې  لیدلې وي، هغه بیانولې.

د هر یوه هڅه هلته دا وي، ځان داسي وښئې، چي پر ده دا عمرخوشي نه دی تیر سوئ، تر پیښو او لیدنو زیات څه وائې.

سلیم کاکو، چي په ناستو کي تر ټولو مشر دئ، د عمر زیاته برخه ئې  په سختیو، خواریو او سرګردانیو کي تیره کړې ده. هغه د ژوند ډېري تجربې لري.

ډېر څه د سلیم کاکو په مخکي تیرسوې دي. کله چي هر يو له دوی څخه خپل بیان خلاص کړي، نو د خپلو خبرو او کیسو د رښتیاوالې او سیکه کیدو په موخه، خپل مخ وسلیم کاکو ته را واړوي، او په لوړ اواز ووایي:

 -سلیم کاکو همداسي نه وه؟

سلیم کاکو په خپل کار باندي بوخت وي، سر ئې  کښته اچولې وي، پورته چندان نه ګوري؛ یوازي   د تائید په توګه سر وښوروي.

هلته نو خبري کوونکئ ډېر خوشحاله پدې سي، چي بیان ته ئې  سلیم کاکو هم د هوکي سر وښوروئ. که به پخپلو خبرو کي کم چا څه زیاتی  هم کړئ و، سلیم کاکو غوږ کوڼ اچاوه. څوک ئې  د ځانه نه مرور کاوه. سلیم کاکو نو خپله یو کلیوال پوخ نجا ر دئ. دروازې، د یوي رختونه، جغونه، مالې، چوغ لنډی، بګیرکي، بنیچویونه، د یامه لاستی ، ټکه کي او هر هغه څه چي د کلیوالو اړتیا وه، د سلیم کاکو سر ور سره خلاص دئ. هغه ئې  په ښه توګه سرته رسولای سوای.

 که څه چي اوس نو د سلیم کاکو لاسونه رېږدي، پر سترګو ئې  هم پردې پیدا سوې  دي، د پخوا په شان ښه نه ویني، مګر غوږونه ئې  ښه اوری، خو د ده غټ اندامونه، قوی بدنه، چي لا کړوپه سوې نه ده، د لاسونو پنجې ئې  غښتلي دي.

 

***  ***  ***

 

 نن هم سلیم کاکو د هري  بلي ورځي په ډول سهار د کوره د خپلي تیشې، رندې، برمې، ارې، د میخونو د جابې او یو دوو تختو سره میدانې ته راوتۍ دئ. بنګ زوی ئې  چلم او د تنباکو جابه ورته هره ورځ راوړي.

بنګ د خپل پلار سره مرسته کوي او کله نا کله ئې  پلار اسانه او لږ کار ده ته هم سپارئ.

سلیم کاکو درې زامن لري.  د مشر زوی نوم ئې  عطا محمد، د دوهم زوی نوم ئې  بنګ او د کشر زوی نوم ئې  هرڅه چي و، خو ټولو کلیوالو (کولی) باله.

عطا محمد ئې  پوخ نجار سوئ و. د واده خاوند و، د کلي  څخه ښار ته کډه سوئ.هلته په ښکارپور بازار کي ئې  د نجارئ دوکان کاوه. بنګ او کولی د پلاره سره په کلي  کي اوسیدل. پدې کلونو کي د سلیم کاکو ښځه وفات سوه. سلیم کاکو د خپلو دوو زامنو سره په پردیو دوو زړو خونو کي اوسیدل.

د غریبو کلیوال په ناست ځایونو او بانډارو کي هیڅکله د شرابو، کبابو، مستیو، نشو، د جامونو د تشولو او ډکولو خبري نسته. ځکه دا شیان زموږ د ولسی ټولنیز ژوند په منځ کي څوک نه پیژني.

 سلیم کاکو د تنباکو د چلم څکولو پوخ (عملي) سوې و. د عمر د پخوالي او زیات چلم څکولو له امله د هغه په سینه کي خره هاری هر چا اورېدی.

 سلیم کاکو خپل شخصي کور او جایداد نه لري.  پدې کلي  کي ئې  نا معلومه خورا زیات کلونه د یوه ښه ګاونډی په توګه ژوند کړی دئ.

 په ټول کلي  کي هیڅوک نه پوهیږي، چي سلیم کاکو په اصل کي د کوم ولایت، کوم کلي  او په نسب څوک دئ. خو دا دئ اوس د شاه دولا لالا د غویو د سرای تر څنګ د کلي  د میدانی سره جوخت د خپلو بچو سره  ئې ګوذاره ده.

خلګ ئې  د جت سلیم په نوم یادوي. هغه په رنګ ښایسته، په قد جګ، په خبرو پوه، د خبرو او لهجی څخه ئې  په واضح توګه سړی پوهیدا سي، چي رښتیا هم د دې سیمي د کلیو اصلي اوسیدونکې به نه وي. یو عمر ئې    د دې کلیو د خلګو په چوپړ کي تیر کړی دئ. غوږونه ئې  جوړدي، د ټولو ناستو خلګو خبري اوري، او د ځان سره ئې  ارزوي. خپله لږ په خبرو او مجلس ورګډیږی. دا چي دی به څه چورتونه وهي؟ یوازي   خدای پوهیږي. یوازي   یتیم اکا د نورو کلیوالو خلګو په نسبت سلیم کاکو ډېر پیژنی. یتیم اکا او سلیم کاکو سره همزولي دي. سلیم کاکو او یتیم محمد اکبر یو بل ښه سره پالي هم، یعني یو له بله تګ او راتګ سره لري.

په دې کلي  کي د مځکو تر اصلي مالکینو نور خوار وغریب، بې کوره، جلا وطنه یا “اوپره” کورنۍ زیاتي  اوسي. نو د میدانئ په مجلسونو کي هم د “اوپره” هلکانو او سړو شمیر زیات وي.

یوه ورځ تر څو چي دوی یو او بل ته د خپلو زړونو غوټي سره خلاصولې او راسپڼلې، چي د سلیم کاکو زوی “بنګ” په وارخطائې سره ږغ وکړئ:

– هغه دئ، هغه دئ سردار صاحب، سردارصاحب پر دې خوا را روان دئ. په میداني کي راټول سړي، واړه او زاړه، د یوه مخه داسي یو دم چوپ سول، لکه پر مرغانو چي باز، څرخک ووهی او یا شاهین را ښکاره سي.

 خیر، سردار صاحب کرار کرار د میدانی پر لور رانژدې کیدئ. دلته ټولو ناستو لویو او وړو خپل نفسونه په غاښ نیولي وه. کله چي سردار صاحب میدانۍ ته رانژدې سو، نو په میداني کي ناست ټول واړه او زاړه ورته ولاړ سول، سلامونه ئې  ور واچول. سلیم کاکوهم خپل زور وواهه چي ولاړ سي. خو وئې نه سوای کولای.

سردار صاحب پر زړو او سپین ږېرو خلګو باندي هم خپل د مړی خیټي ټوکي وکړې. پرخپله کونډۍ ږېره او په ږېره کي تاو بریتو ئې  لاس راتیر کړ؛ لکه جهان چي ده فتحه کړی وي. بیا ئې  سلیم کاکو ته داسي وویل:

– سلیمه! زه نن بازار ته روان یم….

 هغه لا خپله خبره پوره کړی نه وه، چي سلیم کاکو ورته وویل:

– په خیر ولاړ سې!

 سردار بیا خپله پر راغبرګه کړه او خپله خبره ئې  تکرار کړه:

– سلیمه! ته به کور ته ورسې، د درشتې د ارې لاستی  او د یوې خوني د دروازې لخک دواړه سست سوي وو، هغه به وګورې او جوړ به ئې  کړې.

– سلیم کاکو په کمیني سره وویل:

– ښه دئ سردار صاحب، بنګ به دستي ورولیږم، ان شاالله جوړ به ئې  کي.

 سردار صاحب بیا پر را درسته کړه:

– سلیمه!که ته خپله ورسې، ښه به وي، ما په کور کي ورته ویلي دي.

سردار صاحب په کور کي له خپلو څلورو ښځو څخه څو لوڼي، یو نازولۍ خو په سر پک او بې بند و باره زوی لاره.

سردار بیا سلیم کاکو ته وویل:

– دا خبره مي پدې درته وکړل، چي دا د نن زمانې هلکان دومره د باور وړ نه دي. ته زما زوی ته وګوره، فکر کوم، دا ستا زوی بنګ هم ما ته یو ډول بل ډول هلک رامعلومیږي. هغه بل ورځ مي واورېدل، چي بنګ اوس په چینه کي په صابون ځان پرېولي، که دا رښتیا وي، نو د ده سره احتیاط په کار دئ.

سردار ځکه داخبره وکړه چی زموږ په کلیو کي صابون لږو مړو کورنیو یوازي   د کالو منځلو دپاره کاراوه. دغه بازاری صابونونه چا نه پیژندل. بیا چي پیدا سول، یوازي   مړو کورنیو او د هغو اولادو کاراوه، غریبو ته ئې  کارول، عیب او شرم و.

سردار صاحب به لا څه نور تومتونه په بنګ پوري تړل، چي پدې وخت کي شاتر تاجو راښکاره سو، ږغ ئې  وکئ:

– سردار صاحب، اس تیار دئ.

سردار صاحب هغه ته جواب  ورکئ :

ـ ښه، ښه دئ، د رځم.

هلته مهتر لالو ماما د سردار صاحب د اس قیضه نیولې، میداني ته راووتۍ.

***  ***  ***

 

مهترلالو چي کوسه وزمه سړی دئ، نری څو تاره ږېره ئې  پر زنه شنه وه، خپلې زړی ربړی څپلې ئې  په خپل پټو کي تر ملا او اوږی ټینګي تړلی وي، دی ته اماده و، چي د سردار صاحب د سپرلۍ د اس تر مخ به ځغلي. ځکه دا د مهترۍ وظیفه د لالو په برخه وه. د کوڅي په خوله کي د لالو دوه ښایسته بچیان سپیره چاودلی مخونه چي پرتوګونه ئې  نه لرل، د سړی هوا له امله ریږدېدل؛ لاسونه ئې  تر لنډو کمیسونو لاندي  په تخرګو کي نیولي ولاړ وو، ګوري چي پلار ئې  د سردار صاحب د اس تر مخ څنګه ځغلي.

ښځه ئې  هم د خپلو بچو تر شا ولاړه ده. د اوبو ډکه کونجی ئې  په لاس کي ده، انتظار باسي، چي کله به سردار پر اس سپور او روان سي. د دې د اولادو پلار لالو خو د اس تر مخه ځغلي او دا به اوبه ورپسي پاشي.

د لالو دغه لمړۍ ورځ ده، چي د سردار صاحب نوکر سوی دئ. لالو تیره شپه خپلي ښځي ته ویلی و، ښه سو، چي خواری راته پیدا سول، اما تر دا اوسه مي دونه زیات ځغستلي نه دي، تر بازاره خو په پیاده تلو د یوې پوره ورځي مزل دئ، چي وبه کولای سم که یه. ته دعاوي راته کوه چي وکولای سم.

تاجو “شاتر” هم د اس دپاره څه شپیشتی په خپلو پټو کي په شا پوري تړلې اماده ولاړ دئ. د تاجو سا پخه ده؛ ډېر کلونه ئې  د سردار صاحب د اس تر شا ځغستلي دي، پښي ئې  په ډېرو ځغاستو، شګلنو مځکو، ډبرېنو لارو، تروو او ښګلنو مځکو، خاشو او اغزو کي پخی سوي وې، ستنه ئې  په پښه په مشکل ننوتل.

د اس قیضه مهتر ونیوله او شاتر ریکاب ونیوئ،  سردار صاب راغلی پر خپل اس ئې  پښه واړوله، سمدستي  ئې  اس پونده کی.

د لالو کوروداني (میرمن) تر شا اوبه پسي وشندلې، دعاګاني ئې  وکړې. خپل بچي ئې  تر لاس ونیول، خپلي خوني ته بیرته وګرځیدله.

لالو د اس مخ ته او تاجو تر اس شا ته په یوه چارناله د ولسوالۍ د بازار پر لور ولاړل. د سردار صاحب تر تګ وروسته، د کلي  د سپین ږېرو او په عمر پخو خلګو یو بل ته سره وکتل. هیچا جرات و نه کی، چي خبري وکړي، مګر مسکي مسکي سول.

دلته حاضرو ځوانانو ته یو ډول بل ډول فکرونه پیدا سول. پدې چي دا ولي د سردار صاحب تر تلو وروسته، مشران مسکي مسکي سول؟

څومعلم مرجان دا چپتیا ماته کړل و ئې وویل:

– لالو ته دي خدای خیر ور پیښ کي، ځکه یو د ځغاستي سره نا بلد دئ، سا به ئې  ژر وسوځي او بل پښې ئې هم پخی نه دي، په لاره کي ډبري، شګي، خاشې او ځوزان به ئې  ګوډ کي.

بیابنګ د خپل پلا ره په کراره وپوښتل:

– پلا ره! دا سردار صاحب خو تر تا ډېر کشر دئ، دی هم په کوچنیوالې لکه خپل زوی (زلمی) دغسي….. و؟

سلیم کاکوخپل زوی بنګ وترټئ ورته و ئې  ویل:

– چوپ سه، خدای وهلې، نه ئې  وینې، چي ملک سلطان هلته ولاړ دئ، خبره به دي واوري، دستي ئې تر سرداره رسوي. هغه خود سردار مخبر دئ زویه! دا ټول یو شان  وه،بدي د دوی په خټه اخښل سوېده،ته سر مه په ګرځوه، خپله شپه تیره وه. موږ مجبور یو ګوذازه کوو، غریب خلګ یو، چي ته  او کولی د خیره سره لویان سی، بیا خپله به په هر څه پوه سی. اوس ته د دغه خپل معلم صاب خبرو ته غوږ نیسه، خپل سبق وایه، د نورو په کار، کار مه لره.

سلیم کاکو له لږدمي کولو وروسته زوی ته وویل:

– اه ښه سو، چي رایاد سول زویه! ته یو ځل د سردار صاحب کور ته ورسه، وګوره، چي د دوی د دروازې لخک څه کار غواړي او د ارې په لاستی ئې  څه سوي دي؟ که ئې  ډېر کار غوښتی، چي ماپښین زه او کولی ورسو، او که ئې  کار کم و، هلته ئې  ژر ور جوړ که، وروسته به نو د خیره سره ښوونځی ته دي ولاړ سي.

بنګ پلار ته ښه کړل. څه سامان ئې  د ځانه سره واخیستې، د سر دار صاب کور ته ور روان سو. دلته نو اومکۍ غرمه ده؛ د ډوډۍ خوړلو وخت هم رانژدې دئ. د هر کور د پاسه دودونه پورته سول، تبخي باندي او اورونه بل سول. یو شمیر کورنۍ پر تبخی او څوک پر تناره خپل لانده کړي اوړه اچوي، او ډوډۍ پخوي. د خدای او هست خبره ده، چا د جوارو، چا د اوربشو او چا د غنمو اوړه لانده کړي وي.

ګوروان لنګي غواوي، چوپانانو لنګي میږي او بزې کلي  ته راوستې او طالب هم د ټوک او جیرې د راټولولو دپاره د کلیوالو د کورونو پر خوا ور رهی سو. یوه ډله کوچنیان د ښوونځی را رخصت سوي  دي.

د سلیم کاکو کوچنی زوی کولی هم د ښوونځی څخه کور ته راځي او نور هلکا ن ښوونځی ته روان دي. بنګ هم باید ښوونځی ته ولاړ سي. هغه د درس او لیک لوست سره زیاته مینه لري.  ملا سیف الدین هم لکړه په لاس د مسجد په خوا کي ولاړ دئ.

دا دئ امیر خان اکا د هري  ورځي په ډول چي نا وخت به مجلس ته راتلۍ، نن هم بیخي غرمه راغی. سلام ئې  واچوئ، ټولو ئې  سلام ته وعلیکم دي سلام ووایه، خو بډي اکا و امیرخان ته د سلام جواب داسي ورکړئ.

– امیر خانه، والله چي به تا کي هم کوم فساد سته، ټوله ورځ ورک ئې،  یو دم لکه مادوزمی (پیری) پیدا سې، بیا بیر ته لکه مرغړی ورک سې. یوه کیسه شروع کړې، هغه پر نیمائې خوشي کې، ولاړ سي. په څه بوخت سوی ئې،  خدای دي ئې  خیر کړي. هغه بله ورځ دي هم د زرېن ډُهل زن (ډهل وهونکی) نقل دغسي پر نیمه پرېښود، ولاړې.

 امیر خان د بډی کاکو په ځواب کي وویل:

– خدای دی موږ او تاسي    ژوندی لري. د زرېن ډُهل زن کیسه خو څه کوي، ډېري نوري کیسې به درته وکړم، درځی، درځی؛ اوس غرمه ده، کورو ته به ولاړسوو، ګوله موله به تر ستوني تیره کړو، د ماپښین د لمانځه تر ادا کولو وروسته به، که د خدای رضا وه، باران نه و، لمر به هم ښه تود وي، بیابه د خیره سره کیسې کوو.

مومن اکا ئې  خبره ونیوله، وئې ویل:

– په یو شرط!

مومن کاکو لا خپل شرط ویلی نه و، چي بډی اکا ئې  خبره غوڅه کړل:

– شرط مرط ئې  په کونه پوري مه ورتړه. 

امیرخان وویل:

– مومن اکا ښه وایی، بډی کاکو خو زما په مرض پوهیږي، که د ماپښین په مجلس کي معلم صاحب و، نو بیا زه خبري نه سم کولای. ځکه د یوې خوا مي معلم صاحب مشر د کاکا زوی دئ.  بل د هغه ژبه ډېره تیزه ده. هغه ورځ سردار صاحب او ملا صاحب لا ویل، چي مرجان ډېر ژبور دئ. پدې وروستیو کي چي هرځای کښیني د خانانو او ملایانوغیبتونه کوي.معلم مرجان هیڅوک غوړ نه پرېږدی….

 سلیم کاکو چي لږ په مجلسوکي ئې خبري کولې اما دا ځل ئې وویل:

-هلکو! معلم صاحب تر موږ اوتاسي په هر څه پوهیږي، هغه مکتب ئې  ویلی دئ، ښار ئې  لیدلی دئ، د پوهو خلګو سره کښینستلی دئ، موږ او تاسي  په څه خبر یو؟ناست خلګ ټول چپ سول.

 

***    ***     ***

 

بنګ چي کله د سردار صاحب د کور دروازی ته ور ورسیدئ، د سرای په دروازه کي  ئې پښه ونیول ودرېدی او په لوړ اواز ئې  ور ږغ کړل:

– زه بنګ یم، پلار را استولی یم، چي دروازه او اره در جوړه کم.

په کور کي د سردار صاحب ښځو او لوڼو د بنګ اواز وپیژندئ. د بې بی صدفي مور بنګ ته وویل:

– راځه، کورته راسه؛ ښیلې (   ؟ ) ستا څخه بیا څوک مخ پټوی، ته موږ ته هغه کوچنی بنګ ئې چي وي، دلوی سړي چمونه مه کوه.

بنګ کور ته ور ننوتئ د سردار صاحب ښځو ته ئې  سلام ور واچوئ، او پوښتنه ئې  ځیني وکړه، چي د کومی دروازې لخک خراب سوی دئ؟

د صدفي مور و صدفي ته وویل :

– زویه، ورسه؛ بنګ ته دروازه ور وښیه او اره هم ورته را واخله.

چي بنګ ئې  جوړه کي صدفه تر مخه، بنګ ور په پسې، هغې خوني ته ورسیدل، چي د دروازې لخک ئې  ختا سوئ و. بنګ دروازې ته کښینستئ، چي لخک ئې  ور جوړ کړي.

صدفه ورته ودرېدله، خپلي دوی سترګی ئي په بنګ کي ښخي کړیي وې.

بنګ په خپل نازک تور بخون پوست کي زیات ښایسته دئ، غټي توري سترګي، جګه پزه، سپین غاښونه او برابر انداموم نه خدای ورکړي وه.   

بنګ تر یوه وخت پوري سترګی کښته اچولی وې؛خپل کار ئې کاوه، کله کله به ئې  سترګی صدفي ته ور        وا وښتې، چي وبه ئې  لیدل، صدفه ده ته ګوري، د ده هم بدن وتخنیدی، مغزی ئې  ورکوږ کئ؛ کله چي دواړه سترګو په سترګو سول، عقل او فکر ئې  هلته بند سو.

بنګ په تیشه خپلي ګوتي داسي سختی ووهلې، چي تر ګوتو ئې  وینی را جاري سوې.لادی خپل ځان ته متوجه نه دئ. په خوږ پوه نه سو. صدفه هم غرکه په چُرت کي تللې ده؛ وچه ولاړه ده، د بنګ  دوسترګو ته ګوري .

په دي وخت کي د صدفي مور راغله، ګوري چي مځکه په وېنو سره ده. د بنګ تر ګوتو وینی بهیږی او لور ئې  ورته ولاړه ده، سیل ئې  کوي.

د صدفي مور پر خپلي لور ږغ وکئ، چي ورسه، ژر څه رښکئ او ټوکر را واخله، د بنګ ګوتي ور وتړه، او خپله ئې  هم بنګ ته وویل:

– زویه، نور کار بس که، بیا به دي پلار راسي، دروازه به جوړه کي.

د صدفي د مور پر بنګ باندي زړه وسو؛ ولاړه چي بنګ ته څه خواړه راوړي. هغي یوه کاسه ډکه د خوړو راوړه. ګوري چي صدفي لا د بنګ ګوتی نه وي  ورتړلي. د بنګ تر ګوتو هماغسي ویني څڅیدې. د صدفي دواړي خپړي   هم د بنګ په وېنو سرې دي.یوبل ته ګوري.

 

***   ***   ***

 

 له هغه وخته چي صدفي د بنګ لاس په خپلو دوو لاسونو کي ونیوئ،  څو خوږ سوي ګوتي ئې  ور وتړي، د بنګ او صدفي دواړو لاسونه او بدنونه خوله خوله سول. د دواړو بدنونه رېږدیدل؛ لاسونو او پښو ئې  کار نه کاوه، عقل ئې  د سره تللي و.

د صدفي د بنګ خوږ سوی ګوتی هیري  سوې، یوازي   دوی دواړو یو بل ته سره کتل. په خونه کي چوپه چوپتیاده، د صدفي مور چي دوهم ځل خوني ته ورغله، پر صدفي ئې  منت وکئ.

– تر اوسه دي د مسلمان ګوتي نه دي ور تړلي؟ ته ایسته سه، چي زه ئې  ور وتړم، ته لکه چي د وېنو څخه بیرېږې.

صدفي دخپلي مور خبري نه اورېدې څو مور ئې دا لږ پري وهل کله چي صدفه د خپله ځایه څخه وڅیکده، د صد فی مور د بنګ لاس په خپل لاس کي ونیوئ،  ګوري چي د بنګ تر ګوتو تودی وینی او د لاس تر خپړه ئې  یخي،یخي خولې څاڅي.

د صدفي مور حیرانه سوه، ژر ئې  خپلي لور ته وکتل، ګوري چي د هغې   په مخ کي یو څاڅکی وینه نسته؛ داسي سپینه اوښتې ده، او په خولو کي لنده خشته ده. د صدفي مور وپوهیدله، چي دا د دوو زړونو تر منځ د میني رشته او خوله ده.

*****

 د صدفي مور ژر ژر د بنګ ګوتي ور وتړلې. بنګ ته ئې  د ډوډۍ کاسه کښیښول خوبنګ دغسي ډکه پرېښوله.ډوډۍ ئې ونه خوړل د سردار صاحب د کوره شوم را ووتئ، مګرخپل زړه ئې  هلته پرېښود او د صدفي زړه ئې  د ځان سره را واخیست او را رهي سو.

بنګ چي خپل کور ته راغئ، پلار ئې  ورته وویل:

بنګ زویه، ډېرعمر دي وکئ، دروازه لکه چي ډېره خرابه وه. 

بنګ پلار ته وویل :

– هوبابا، جوړه مي نه کړه.

سلیم کاکو ورته وویل:

– خیر، ستا بلا دي واخلي زویه، زه او کولی به ورسوو، جوړه به ئې  کړو. ته خپل ښوونځی ته ولاړ سه، درباندي ناوخته نه سي، ډوډۍ دي په بغل ځولی کي کولی زوی در اچولې ده، پر لاره به ئې  وخورې.

بنګ خپلي زخمي  ګوتی د پلاره څخه پټي کړې. کشر ورور ئې  ژر ژر ډوډۍ او بغل ځولی ورته را واخیستل. کله چي بنګ د کولی څخه خپله بغل ځولی اخستله، کولی ئې  ټړلي ګوتي ولیدې. بنګ خپل ورور پوه کړ چي پلار ته څه مه وایه، او پخپله تړلي ګوتي د کوره ووتی او و ښوونځی ته ولاړ.

سلیم کاکو وخپل کشر زوی کولی ته وویل:

– زویه، یو څه سامان در واخله، چي ورسو، د سردار صاحب دوی کور ته، دروازه او د اری لاستئ به ور جوړ کو.

کولی همداسي وکړل. زوی او پلار دواړه د سردار صاحب کور ته ورغلل. د سردار صاحب ښځو چندانی ستر نه کاوه. د سلیم کاکو سره خو بیخی کوچنی لوی سوي وې. سلیم کاکو دروازه سمه او د اری پر لاستي ئې  یو دوه میخونه ووهل. د کار تر تمامیدو وروسته، د سردار د کوره را ووتل، او مسجد ته راغلل.

د جمعي لمونځ تیر سوی و. ملا صاحب سلیم کاکو ته وویل:

– سلیم اکا، سړی چي سپین ږېری کیږي، دینداره کیږي، مګر ته په دینداري کي سست سوی ئې،  د جمعی لمانځه ته ځان نه را رسوې. زر لمونځه د کور، یو لمونځ د ماجت (مسجد)، زر لمونځه یوازي، یو لمونځ د جمعي سره برابر نه دي.

سلیم کاکوخپل سر وښوراوه، او ملا ته ئې  هیڅ جواب ور نه کی، خپل لمونځ ئې ادا کی.

د ماپښین د لمانځه تر ادا کولو وروسته، کلیوال بيا ومیدانی ته سره را ووتل. د تل په شان د میدانی دا بل دیوال ته چیري چي مازېګر د لمر وړانګي ور لوېږی، هلته سره پنډ سول.

امیرخان، بډی کاکا او یتیم اکا، ټول سره راغلل. هلته ئې  په خپلو پټوانو کي ځانونه پیچلي په خاورو کي څنګونه ووهل. دا دئ معلم صاحب مرجان هم لکه چي ګوله تر ستونی تیره کړی وه او مجلس ته راورسیدئ.

ملا صاحب هم د کوچنیانو د سبقونو څخه ځان را بیغمه کړئ و، راغلی وسلیم اکا ته نژدې پر دوو تلو کښنستۍ، داسي کښینستۍ چي خلګو ته وښیي، چي زه بیرته ژر ولاړېږم.

د ملا صاحب د راتلو څخه مقصد او وظیفه دا و، چي معلم مرجان د خلګو په مخکي څه سره کوچنی کي.هغه د معلم مرجان سره آخیستې وه. هر چیري چي معلم صاحب د خلګو سره کښیني، ملا صاحب بې له ځنډه ځان هلته باید ور رسوي او د هغه د خبرو په خلاف خبري کړي.

په دې ورځ ملا صاحب بیله ځنډه معلم صاحب مخاطب کی، په قهر ئې  ور ته وویل:

– معلمه، ته ولي د ماپښین لمانځه و جمعی ته نه راځی؟

 معلم مرجان  ملا ته وویل:

– ملا صاحب، دماپښین د لمانځه پر وخت، زه د مکتبه را وځم، تر کوره او ماجته (مسجد) پوري پوره یو ساعت لار ده. خدای ته خو معلومه ده، چي زه د عیال په نفقه او د دې وطن و اولادو ته د څو تورو د ور زده کولو په کار بوخت یم، نو لمونځ هلته په مکتب کي یا په لاره کي ادا کوم.

د یو څه لنډ ځنډ وروسته، بیا معلم صاحب ملا ته وویل:

– ملا صاحب، پدې شپو او ورځو کي خورا تر له وتلئ معلومیږې. خدای دي ئې  خیر کي، چي بیا به دا خلګ کومي کومي کندي ته ور واچوې؟

د دې خبري سره، سلیم کاکو هم وویل:

– معلم صاحب ښه وایی.ملاصاحب پدې شپو کي بیخي د (ووله) وتی دئ.

 نور ملا چا خبرو ته پرې نه ښود. بډی اکاملا ته وویل:

– ملا صاحب، یو ګړی مو دلته ارام پرېږده، ماجت ته درځو، هلته دي نصیحتونه را ته کوه. لمونځ کوو، نور نو ته داسي وچ زموږ…هره ګړۍ لکه چپه لاس مه درېږه.

بډی اکا خو بیا په کلي  کي مشر سخي، چرسي او شوخ سړی دئ، په خبره ئې  چندان څوک نه خفه کیدئ.بل بډي اکا ته دمعلم مرجان خبري خوند ورکوي.بیا ئې مخ پر امیر خان را واړاوه:

– ښه امیرخانه، ته وایه، وا مي ورېدل، چي ښار ته تللئ وې؟ په خیر راغلې اوس نو وایه څه دي راوړي دي؟ کومه ماته، ګوډه او ړنده پیښه سوې ده که یه؟ خلګ خو  وائې   چي په ښار کي ډېري خبري سته.

امیرخان دوه درې ځل بډی اکا ته اشاره وکړه، مانا دا چي معلم مرجان ناست دئ، زه خبري نه کوم. خو بډی اکا امیر خان مجبور کي چي خبري وکړي.

امیر خان وویل:

– بډی اکا! په اوس زمانه کي والله که داسي څه سړی واوري، چي د زړه د راپورته کیدو دي وي. که رښتیا در ته ووایم، زما نو دا څووم وار دئ، چي ښار ته ځم او راځم. څه وکم خیښي ده. هره پلا چي ولاړ سم، دوې درې شپې هلته تیروم.

هغه زیاته کړه:

ـ لیري ځای دئ، اوس مي کولمي هلته ګرو دي، اولاد دئ،نه ځیني رغول کیږي، مجبور یم، ورسم. حیا دي وي ډېره ډېره  د هلکو مور هم را ته وایی، ته ولاړه سه، د لور احوال را ته راوړه. هغه بیوزله خو د بل په کور کي ده، نو زه مجبور یم، ورسم، احوال ئې  واخلم.

بډی اکا پر را درسته کړه:

– ته خپل غمونه دي پرېږده. دا د ښاري خلګو د ژوند کیسه وکه. دوی څه کوي، څه شی خوري…..؟

 امیرخان یو سوړاسویلی تر خوله راوایست، وئې ویل:

– یاره بډی اکا، څه به درته ووایم، زما خو ئې  په خپله ښاری ژوند والله که خوښ سوې وي. ښاری خلګ سر و کال، ستړي او هلاک وي. یوازي   ناوخته ماښام پر کور وي. سهار په تیاره کي لکه زموږ کارګر، بزګر، چوپان، باغوان چي په پسرلي او دوبي کي پر سپیدو د کوره وځي.

امیر خان زیاته کړه:

– ښاریان کال دولس میاشتي دغسي ستړی ژوند لري.  میلمه ئې  سهار د خولې د  پرېکړي څوک نه سي پیدا کولای. سهار به یوازي   وي. چای به کومه کوچنۍ نجلۍ یا یوه زړه ښځه درته راوړي، چي پوښتنه ځیني وکې، پلانی څه سو؟ دا یوه خبره اورې، خپلي خوارئ ته ولاړئ.

په کلي  کي بې  له بډی اکا، سلیم اکا او معلم صاب څخه نورو کلیوالو چنداني ښار نه دئ لیدلۍ. د امیر خان خبري ورته د بلي د نیا خبري او خورا په زړه پوري وي. بیا یوه وپوښتل:

– دوی پدې سړو شپو کي څه کار کوی؟

امیر خان وویل:

– هلته سړی او ګرمی شپې معلومي نه دي. کار، کار؛ ټوله ورځ کار. چا دوکان لاره، چا د سړک پرغاړه شیان خرڅول، چا د اسونو بګۍ لرلې، هغه ئې  ځغلولې. چا ډوډۍ پخولې، چا سړکونه او پاشي کول، چا جارو کول، چا د کوڅو انبارونه پر خرو مځکو ته رسول. څوک د خټو په مزدوریو اخته وو. چا د خلکو سرونه او ږېري ور خریلې. خورا ډېري خوارئ وي  په ښارکي. ټول خلګ د خپل سر په وېښتانو را ځوړند وو. په ښار کي هره ورځ تیاره د قیامت ورځ وي.

د لږ سا اخیستو وروسته امیر خان وویل:

– که څه په ښار کي هم لږ خلګ ارام او ماړه وو، نوري ټولي کورنۍ یوازي   دونه څه د ورځي ګټي، چي ماښام ئې  څټي، بس دا به وایو چي خدای دي زموږ او ستاسي ال او اولاد د دوی د حاله په خپل قوت سره وساتی. والله که هلته هیڅ سړی د خپلي کونی لګیدو ته وخت لري.  د خلګو ئې حرص زیات سوی دئ، قناعت نسته. هره ورځ په ښار کي لکه د محشر ورځ چي وي، نر او ښځي ګډوډ تر له جاروزی، مخ پوټی نسته.

ناستو زړو خلګو خپله یوه یوه د لاس ګوته په خاورو کي کش کړل او دغه په خاورو لړلی ګوته ئې  پر خپلو پزو باندي را کش کړې، په لوړ اواز به ئې  وویل:

– توبه، توبه!

دلته نو ملا سیف الدین اکا چي لا په ولاړی ولاړ دئ، بیا بهانه په لاس ورغله، ژر ئې  یو ایت ولوستۍ، وئې ویل:

– په کتابونو کي ئې  راوړي دي: چي “په اخیره زمانه کي به د نرو او ښځو تر منځ پرده نه وي، ټول به سره ګډ سي”. دغه دئ هغه حالت، قیا مت را نژدې سوی دئ، خپل طاعت او عبادت کوئ. د خلګو پر خبرو غوږ مه نیسئ، ځان مه خبروی، پر خپلو غوږو لاسونه ونیسئ، هر څه چي بې خبره یاست، هغو نه ښه یاست. قیامت تور وي، که سپین؟ چي ښځي مخ نه پټوي، او په بازارو کي د نارېنه و سره تاویږی او را تاویږی، نور به لاڅه اورو؟

معلم مرجان د ملا څخه خبره ونیوله، او وئې پوښتل:

– تا ښار لیدلې دئ؟

–  ملا صاحب وویل:نه، خدای دي نه را باندي ویني، نوري ګناه مي کمي دي چي ښار هم ووینم.

–  معلم بیا وپوښتل !ملا صاحب (لمده ) ډوډۍ ښه خوند درکوي، که وچه؟

– لنده چي وي، وچه دي ځان وخوری….

ملا صاحب پر معلم مرجان ور ږغ کړل:

– معلمه، خبري مه اوږدوه، تاسي    معلمان والله که په خبرو کي د چا پلار ملامت کي. ستاسي ژبی مار څټلي دي. مطلب دي څه دئ؟

معلم مرجان وویل:

– ګوري خلګو، ما په ښار کي څو کاله مکتب ویلی دئ، امیرخان دوې درې شپې د لور کور ته تللی دئ. د ښار د خلګو ژوند زموږ تر ژوند ډېر اسوده دئ. په ښار کي دوا او ډاکټر پیدا کیږي، د ښار د خلګو کالي    پاک وي. هغه لږ خواړه چي خوري، زموږ تر خوړو ښه وي  او د ژوند نوري اسانتیاوي سته. په ښار کي څه ښځي هم د نرو په ډول په حکومتی ادارو کي کار کوي، ډاکتراني،معلماني او په نورو کارو مصروفي دي.چي  دا ټولي ښې خبري دي.

ملا صاحب ئې  بیا خبره ونیوله:

– واالله هوله…..! ښځي د نرو سره  یو ځای کارکوي؟ توبه توبه  ما خو وویل، چي ستا ژبه مار څټلې ده. ته د کلي  خلګ ګمراه کوې؛ خپله خو ګمراه سوی ئې.وینم دي اوس کله کله بې لنګوټې پر لمانځه درېږې. هغه بله ورځ دي حتا ویل چي په لڅ سر هم لمونځ روا دئ. ګوره چي سبا به لا څه ووائې.

امیر خان هم د ملا پله ونیوله:

– ملا صاحب، رښتیا دي ورته وویل.

تر څو چي معلم مرجان ځان د ملا او امیر خان د خبرو جواب ته  ځان جوړاوه، بډي اکا بیا ملا مخاطب کئ.

– ملا صاحب، ولي مو یو ګړئ ارام نه پرېږدي؟ دا ځای د مسالو او فیصلو نه دئ. بیا چي ماجت ته درغلو، هلته دي خبري کوه، موږ به درته ناست یو.

ملا صاحب چوپ سو. خو معلم مرجان په حوصله سره امیرخان ته وویل:

– امیر خانه، دا ستا ژوند خو لکه د یوه حیوان ژوند؛ خپل باغ ته لا انبار په شا وړي. پیسې په مځکه کي ښخوي، چي د زړه خوږی څخه دي اولادونه مړه سي، یوه کټوه غوښي کور ته نه را وړې. که دي دا اوس هم د سر و ږېري سپږي دا ناست خلګ وشمیري تر شپیته به زیاتي  وي کمي نه.

ناستو خلګو وخندل. یو تن وویل:

– والله چي معلم صاحب رښتیا دي وویل، سم دي ورته وویل.

سلیم هم د معلم صاحب خبره درسته وبلل، ورته وئې  ویل:

– یار معلم صاحب پر خوله دي برکت سه، امیر خان دغسي کنجوس او سود خور سړی دئ. دا وطن تا غوندي  ځوانانو ته اړتیا لري.  موږ کلیوال دی تر شا ولاړ یو. خدای سته خبري دې زموږ خوښیږی؛ هر وخت خپلو زامنو او د کلي  کشرانو ته نصیحت کوم، چي د معلم صاب خبرو ته غوږ نیسی، یو څه ځیني زده کړئ.

دناستو خلګو د سلیم کاکو خبري خوښي سوې.. امیر خان او ملا صاحب مړیجن غوندي  دمجلسه ولاړ سول.

د مازېګر د اذان وخت سو. ټول سره ولټیدل. کله چي د مازېګر لمونځ وسو، خلګ د ماجته ووتل. ملا صاحب او امیرخان سره دوه په دوه پاته سول. ملا صاحب امیرخان ته وویل:

– امیر خانه د دې معلم مرجان یوه چاره په کارده، که ئې  مخه و نه نیول سي، والله که یو دوه کاله وروسته د کلي  د مکتبیانو څخه بیا څوک په دغه مسجد کي لا خبري وکي.لکه  دغه نن د معلم خبري پرخلګواو هلکانو تاثیرکوي. والله که بیا پیاز زموږ په خوله څوک سپین هم کړي. د شیطان مرسته ورسره ده.

امیرخان وویل:

– زه ئې  په چاره نه پوهیږم، خو په کار ده چي د سردار صاحب سره هم مشوره وکوو. د سردار صاحب لاسونه اوږده دي.

ملا صاحب امیر خان ته وویل:

– ته ښه وایی، د کلي  مشر خو سردار دئ، اما دا خبره دي ستا په خوله کي امانت وي، خبره  خو دلته خرابه ده، چي دا سردار خپله هم په دینداري کي مزه نسته. کله چي مشر خراب سي، نو د کشرانو څه ګیله کیدای سي. سردار پر هیڅ حساب دئ. بیا کاشکی یوازي   په لمانخه کي سست وای؛  خلګ وائې زوی مړی په نورو بد بختیو اخته دئ، څوک ورته ویلای سي.

امیر خان پر را درسته کړه:

-هو، ملا صاحب، ته رښتیا وایی. خبره ترخبري پوري راغله زما خو ئې  د پلاره سره هم ګوذاره وه. هغه اوس مړ دئ او زموږ ورپسی لاره ده، چي غیبت ئې  و نه سي، خدای دي ښه ورسره وکي، بیخي د ده په شان و.

ملا صاحب وویل:

–  توبه ئې د بترو څخه،امیر خانه، ته خو دهغه سره ډېر نژدې ئې،  خلګ  دا هم وائې   چي سردار په دا مردارو اوبو(شرابو) خوړلو هم روږدئ دا خبره رښتیا ده؟

– ملا صاحب، زما په خوله دې ئې  خدای نه کوي، یو ډول اوبه  خوري بد بوی ئې  ځي. نو که و دغه به وي، موږ ته وایی، دا دوا ده. د دغو اوبو تر چښلو وروسته، داسي لیونی لیونی کیږی.

ملا صاحب وویل:

– هو، امیر خانه، په کتابو کي ئې  را وړي دي، وایی: هر څوک چي شراب وخوري، هغه لکه اوښ داسي مست کیږي، تر خوله ئې  ځګونه بهیږي.

– څه وکو، اوس دغه شی خدای زموږ په برخه کړی دئ. ته ګوره، کله چي دی پر کور سی او بې حاله نه وي، دواړه به ورسو؛ د معلم په باره کي به خبري په ګډه ورته وکو. نور د ماښام د لمانځه وخت دئ. اوس دا خبره د ځان سره وساته، څوک موک ماجت ته راځي؛ بیا به ګورو.

******

  د ماښام د لمانځه تر ادا کولو وروسته، سلیم کاکو د خپل کشر زوی کولی سره یو ځای د خپل کور پر خوا روان سو. د زوی څخه ئې  وپوښتل:

– زویه، دا بنګ نن و نه ځنډېدئ ځکه په سترګه مي نه سو؟

کولی ورته وویل:

– یه، بابا؛ موږ په ماجت کي و، ما ولیدئ، بنګ رالۍ (راغی).

کله چي سلیم کاکو او کولی کور ته راغلل، ګوري چي بنګ بیده دئ. د سلیم کاکو څه فکر خراب سو، چي بنګ خو هیڅکله دا وخت نه بیدېدئ، دا نن څنګه داسي بې وخته بیده سوې دئ. کولی ته ئې  وویل:

– زویه، ته څه اور بل که، چي لږ روڼا سي، زه به بنګ ووینم.

کولی چي څه  دلرګوتراشنی په د یګدان کي کښیښولې، اورلګیت ئې  ورته وواهه، تر دود وروسته د تراشنو څخه د اور لمبه پورته سوه. سلیم کاکو ولیدل، چي د بنګ د لاس ګوتي تړلي دي کولی ته ئې  وویل:

– زویه، بنګ لکه چي د چا سره کوم جنګ کړی دئ؛ ځکه د لاس ګوتی ئې  تړلي دي. کولی په کراره پلار ته وویل:

– یه، بابا؛ جنګ ئې  نه دی کړئ، نن چي د سردار صاحب د کوره راغی او مکتب ته تلی، ما ئې  لاس ولیدی چي ګوتي ئې  تړلي وي.

بنګ چي زړه ئې  د کوټلو وېنو ډک و، پر ځای پروت و، بیده نه و، د پلار او ورور خبري ئې  اورېدلې. سر ئې  راپورته کړ. سلام ئې  واچوی، پلار ته ئې  وویل:

– بابا، کله چي مي د سردار صاحب په کور کي دروازه جوړوله، خپلي ګوتی مي په تیشه ووهلی؛ ځکه مي دروازه جوړه نه کړه، جنګ مي نه دی کړئ.

ـ خیردئ، زویه؛ اوس کښینه، کولی جان به ښه چای پخې کي، د یوه ګیلاس خوږو چایو سره به ډوډۍ وخورو، سهار به ئې  په رڼا زه وګورم، اوس تیاره ده.

بنګ پلار ته وویل:

– بابا، ډوډۍ مي خوا ته نه کیږي.

پلار ئې  ورته وویل:

– نو حتمي به دي تبه وي، که ډوډۍ نه خورې، خیر دئ، یو ګیلاس تودې خوږي چای ښې دي، بدن به دي څه تود سي.

کولی چای جوشه پر اور کښیښوله، ژر په دود لړلی توره خونه، له دوده ډکه سوه. د خوني هوا څه توده سوه. بنګ یو ګیلاس ګرمي او خوږې چای غوړپ کړې. کولی یو زوړ، خو ښه دروند تلتک پر واچاوه.

*****

سردار چي کله ماپښین د بازاره څخه بیرته وخپل کلي  ته راتلۍ، یو من بوره، یو چاریک توري چای او یو چاریک شنې چای، نیمنی پلمیټ، یوه غوټه ټوکران او څه نوره میده ریزه سودا ئې  هم کړې وه. چای، بوره او پلمیټ ئې  و لالو ته ور په شا کړل. د ټوکرانو او میده سودا غوټه ئې  تاجو ته ورکړل. خپله ئې  پر اس پښه واړوله او خپل اس ئې  پونده کاوه.

لالو ماما چي هیڅ وخت ئې  نه و ځغستلي،دسهار دځغاستي څخه ئې لا پنډیو درد کاوه، سا ئې  پخه نه وه، اوس چي سردار صاحب دوه منه پیټی هم ور په شا کئ، ده ته خورا مشکله وه، چي د دونه د رانه پیټي سره د اس تر مخه وځغستلای سي.مجبور و ښه ډېره لاره بیوزله د زړه په دوک وځغستل. په نمایی دلاري کي ئې  نوره ځغستا په وسه نه وه؛څو ځل  لالو بیچاره په لاره کي ولوېدی؛ نږدی به و، چي د سردار د اس تر پښو لاندي  سی.

بیا به سردار مینت پر وکئ؛ ژر به پورته سو. سردار به ورته ویل:

– چابک سه، چابک سه؛ شپه راباندي راغله. په تیاره کي لیوان، غله او غدوی راباندي پیښ نه سي، څه تیز سه.

لالو بیوزله زیات نه سوای ځغستلای. تر څه لاره منډو وهلو وروسته، دا ځل ډېر سخت پر خوله ولوېدئ. سردار چي څو ناری او منتونه پر وکړل، لالو بیا سر را پورته نه کئ. سردار هم تاجو ته وویل:

– دا غوټه، چای، بوره او پلمیټ ځیني را واخله، ما ته ئې  را که. درځه چي زه او ته ځو، دی دا لته  پرېږده چي لیوان ئې  وخوری. د ده دي ملا ماته سي دبې غیرته.

هغوی لالو پر بټي بیابان پرېښود. سردار او تاجو ګونګو ماښام کلي  ته ځانونه را ورسول. سردار خپل کور ته ننوتۍ. تاجو بیا اس تر جلو ونیوه، دوری هوری ئې  په کوڅو کي وګرځاوه، چي د اس نفس ساز او خوله ئې  وچه سي.

هلته د لالو ښځه او ماشومان وېښ ناست او د خپل پلار د راتلو په انتظار وو. کله چي ئې  په تیاره کي د اس د پښو درزی واورېدئ، خوښ او خوشحال سول، چي دا خو د سردار صاحب د اس د پښو دربی دئ؛ شکر چي پلار مو په خیر سره را رسیدلی دئ. سترګی ئې  دروازی ته نیولي وي، چي پلار به ئې  راسي. مګر لالو بیا کورته را نه غئ.

د لالو ښځي د خپلو اولادو سره کرئ شپه په انتظار تیره کړه. سهار وختي ئې  خپل کوچني اولادونه تر لاس ونیول، د تاجو کور ته ورغله. د تاجو د ښځي څخه ئې  پوښتنه وکړه:

– تاجو ماما کور ته راغلی دئ؟

د تاجو ښځي ورته جواب ورکړئ:

– هو، د شپې نا وخته راغی،اوس بیده دئ. ولي، خیرخو به وي، چي پدې وختي راغلې؟

د لالو ماما ښځي ور ته وویل:

– زما سړی خو تر دا اوسه نه دی راغلئ.

د تاجو ښځه ولاړه، د تاجو څخه ئې  وپوښتل. هغه ور ته وویل:

– راځي، پر لاره دئ.

غرمه چي تاجو د سردار سراچې  ته ورغي، اس ته ئې  اوبه، واښه او دانه ورکوله، چي سردار هم د کوره را ووتۍ.

 تاجو سردار ته وویل:

– لالو لا تر اوسه کور ته نه دی راغلی.

سردار جواب ورکئ:

– پرېږده ئې؛ هغه دي چنداني سړی نه و پیدا کړئ. تا و نه لیدئ، تیره ورځ ئې  په قصدي غوښتل، چي پر لاره  راباندي نا وخت کي او په غلو مي لڅ او یا ووژني؛ را به سي. ما ته لالو یو ټګمار سړی معلوم سو. د ده دی ملا ماته سي، دوه منه بار ئې  وړلای نه سوای، چي را هم سي، جواب ورکه، په یو بل سم سړی پسی ګوره؛ مزدوران خو کم نه دي.

په سباغرمي ته نو ټول کلیوال خبر سول، چي لالو کور ته نه دی راغلئ. د خپلي تجربی له مخي سلیم کاکو پوه سو؛ خلګو ته ئې  وویل:

– خدای دي فضل کوي، فکر کوم چي لالو ته به یو څه ورپیښه وي، ځکه شپه خو ډېره سړه تیره سوه. که چیري لالو پر بیابان پاته سوی وي، اول خو به یخ وژلۍ وي، که یخ نه وي  وژلۍ، نو لیوانو به خوړلۍ وي.که دونه لاره خونه ده چي تر اوسه به پرلاره وي.

د ماپښین لمانځه ته د بل کلي  یو مسافر پر ماری اوښ سپور د هغه لوري را روان کلي  ته را ورسیدئ.

سلیم کاکو مسافر ودراوه:پوښتنه ئې ځیني وکړل:

– سړیه د کمه (کومه) راغلي او چیري ځي؟

مسافر وویل:

– د بازاره راغلم، خپل کلي  ته ځم.

سلیم کاکو وپوښتۍ:

– په لاره کي دي بل مسافر و نه لیدئ؟ نه مسافر خو مي په سترګه نه سو. هو ولچي هلته ستاسي کلي  ته نژدې د سورکۍ غونډۍ په شیله کي پر یوه مرداره باندي څو کارګان او دوی ګیدړی را ټولي وی. کله چي زه ورته را ورسیدم، و مي لیدل، چي کالي او څپلۍ ئې  د کم (کوم) مسافر وو، چي د شپې مردار خورو او لیوانوبه خوړلی و. د کوتکه او کوسي نښي او علایم نه وو، نو د مسافر سره چي په دغسي سړه شپه کي کوسی او کوتک نه وي، پر دغه لاره، د دغو غرو لمن لیوان لري.  او یا ممکن خپلو ملګرو وژلئ او هلته غورځولئ وي. خدای خبر، کم (کوم) بیوزله به و.

سلیم کاکو او نور کلیوال خفه او حیران سول. مسافر هم د دوی په لیدو خفه سو؛ پر خپلو خبرو پښیمانه سو، چي کاشکي مي دا حال نه وای ویلی. په دغه وخت کي چي مسافر کلیوالو ته نکل کاوه، تاجو هم را رسیدلی و. سلیم کاکو ته ئې  کرار وویل:

– مسافر رښتیا وایی. لالو پر دغه ځای زموږ څخه پرون مازېګر پاته سو.

سلیم کاکو پر کلیوالو خلګو ږغ وکئ:

– همدغه لالو ماما دئ؛ درځی چي پسي ورسو، پاته هډونه ئې  راوړو. ښه دئ د کونډي او اولادونو زړونه به ئې  صبر سي.

امیر خان چي دا خبره واورېدله، د خلګو د منځه را ووتۍ، په منډه منډه ولاړۍ، سردار ئې  د کیسې خبر کئ.

د دې خبري په اورېدلو په اول کي سردار هیڅ پروا و نه کړه، مګر کله چي امیر خان ورته وویل، هغه مسافر د کلیوالو په مخ کي وویل، چي دا سړی به چا وژلۍ او هلته پرې اېښئ وي، د سردار یو څه فکر خراب سو. امیر خان ته ئې  وویل:

– ملا صاحب چیري و؟

امیر خان وویل:

– هغه هم کلیوالو د ځانه سره بوتی، چي د لالو هډونه راوړي.

سردار توبه،توبه وکړه، امیر خان ته وویل:

– ته ژر پسي ورسه، ملا پوهه کړه، چي د دغي خبري لږغم وخوري، که نه بیا کلیوال او معلم مرجان د دې نا چیزه خبري څخه یوه خبره جوړوي.

امیرخان ډېر تیز په کلیوالو پسي منډي ووهلې. کلیوال لا د لالو د هډو ځای ته نه وه رسیدلي، چي دی ورسره یو ځای سو. کله چي کلیوالو د لالو ماما بې غوښو هډونه، د سر کوپړه، څپلۍ په وېنو لړلي د کالو ټوټې هري  خوا ته تیت او پرک ولیدل، سخت په غوسه سول.

د یوې خوا ئې  دغه پاشلي هډونه او ټوټې را ټولولي، د بلي خوا ئې  د دې پر ځای چي لالو ماما ته دعاګاني وکړي، تر خولو ئې  سردار ته بد الفاظ راوتل.

امیرخان ملا صاحب ته ځان ور نژدې کئ، کرار ئې ورته ویل، چي سردار صاحب ویل،ملا صاحب ته ووایه، دغه دې د کمال ښکاره کولو ورځ ده، د خلګو په منځ کي دي خپل کار وکه، خلګ ارام که. ملا صاحب امیرخان ته  وویل:

– ښه دئ، زه پوهیږم چي څه وکم (وکړم)، دا ئې  ځای نه دئ. اوس که څه وایم، خبره نوره خرابیږي، چي کلي  ته ورسیدو، زه به قران مجید هم را واخلم، بیا به ئې  ګورې، ته بیغمه اوسه.

کله چي قهرېدلو کلیوالو د لالو ماما هډونه کلي  ته را ورسول، د یوې خوا شپه او تیاره وه، او د بل لوري د لالو د ښځي او یتیمانو ژړاوو، سر شکونو او نارو کلي  پر سر واخیستۍ. د کلیوالو ښځي او کوچنیان هم راغلل. ټول کلي  ژړل.

په کلي  کي د ژړاوو، او ښراوو یو محشر جوړ کړی و، چي د سر دارصاحب خوب ئې  هم نا ارامه ور نا ارامه کئ.

ملا صاب او امیر خان دواړه د سردار کورته ولاړل، چي سردار ته کیسه وکي. سردار دوی ومنل. ډوډی ورته راوړل سوه. دوی دواړو د لالو د پاته هډونو د راوړلو او د کلیوالو د احساساتو د پارېدلو بیان سردار ته وکئ په ضمن کي ملا صاحب و سردار ته وویل:

– دغه معلم به اخیرموږ او تاسي په  یوه لوی غم اخته کي.

سردار امیرخان ته وویل:

– ته خو یو ځل کور ته ور ږغ کړه، چي څه چای راوړی.

 کله چي امیر خان ولاړ سو، سردار و ملا ته وویل:

– ما به وختي د معلم یوه چاره ور کړې وایی. ته خبر ئې  چي معلم مرجان د امیرخان سکه د کاکا زوی دئ.

امیر خان بیرته راغلئ، سر دار خبره واړوله:

– ملا صاحب، ستا خو لږ کلونه کیږي، چي زموږ کلي  ته راغلې یی؛ ما او امیر خان ته دا معلومه ده چي معلم څوک دئ او څنګه معلم سو؟

سردار زیاته کړه:

– معلم د امیرخان مشر د کاکا زوی دئ.  زه او مرجان سره همزولي وو. هغه وخت چي مکتب نوی زموږ په کلي  کي شروع کیدئ، نو سرکار زما د پلاره څخه وغوښتل، چي اول به ته خپل زوی مکتب ته ورکې، چي وروسته نور خلګ هم خپل زامن مکتب ته ورکې. پلار مي نه غوښتل ما مکتب ته ورکي.هغه مجبور سو، د مرجان د پلاره څخه ئې  وغوښتل، چي دا ستا زوی به زما د زوی پر ځای مکتب ته ورکړو؛ زه به تا ته هرکال نغدی پنځوس افغانی درکوم. هغه و، چي زما پر ځای مرجان مکتب ته ولاړ، اوس هغه مرجان نه یوازي   ما ته،  بلکي ټول کلي  ته دا دئ غم سو.

ملا صاحب او امیر خان ورته وویل:

– دا غم نو ستا پلار کرلی دئ؛ خیر، اوس هم سری وخت دئ.

سردار ملا صاحب ته وویل:

– اوس ئې  چاره او مخنیوی په تا کیږي.ستاڅه ملا ماته، حکومت،خان، ملک،مسجد او قران ټول ستا پلاس کي دي. امیر خان به د رسره وي، څه چي اړتیا وي، زه مو تر شا ولاړ یم. ملاصاحب ډاډه سو.

***   ***   ***

 

سهار چي کلیوالو د لالو د قبر او کفن په کار لاس پوري کاوه، ملا صاحب راغی، قران شریف ئې  په څنګ کي را اخیستۍ و. د نرو او ښځو په منځ کي کښینستئ، قران مجید ئې  خلاص کی، یوښه اوږده سوره ئې  تلاوت کړه؛ بیا ئې  نو د نصیب، قسمت، وخت او وعدی د پوره کیدو په هکله اوږدې خبري وکړی؛ ګورئ څه چي د چا په نصیب وي، هغه ویني، څه چي د چا په برخه وي، هغه ورکول کیږي. وعده چي د چا پوره سي، څوک ئې  نه سي زیا تولای، دا د اذل وېش دئ.

ملا صاحب په خبرو کي کرار کرار دغسي تر جنته ولاړی. هغه زیاته کړه:

– د لالو ماما په قسمت کي دغه شان مرګ لیکل سوۍ و. بیا دي هم  هغه د خدایه ارمان نه کوي، نن شپه د جمعي ده، بختوره شپه ئې  په نصیب سوه. د جمعي په شپه د جنت دروازې خلاصي ولاړي وي، او د دوزخ دروازې قلف وي. هر څه د خدای د طرفه دي، نا ارامی کول، ژړل د خدای تعالی د احکامو مخالف کار دئ. د ده پر موږ ټولو دا حق دئ، چي تر خاورو ئې  ورسوو،  دمړي ژر ښخول سنت کاردئ.دعاوي ورته وکړئ، چي خدای ئې  وبخښي.

د ملا صاحب تر خبرو وروسته، امیرخان وویل:

– د مړی ډېر  پرېښول په کور کي ښه کار نه دئ، در وائې   خلۍ، چي خاورو ته ئې  ژر وسپاروو.

سلیم اکا پر را ږغ کړل:

– امیرخانه، کښینه؛ هلکان سهار وختي د قبر کیندني دپاره تللي دي، تر اوسه ئې  احوال نسته، د باندي هوا سړه ده، تر څو چي دوی احوال را نه کی، چي قبر تیار دئ، د دې ځایه ئې  مه ښوروئ.

نور ملا صاحب او امیرخان جرات ونه کی، چي خبري وکي. معلم صاحب ناستو کلیوالو نرو او ښځو ته وویل:

– عزیزانو، خویندو او ځوانانو!

– دا یوازي   لالو نه دئ، چي په ډېره ظلمانه توګه ووژل سو. ستاسي به یاد وي، چي دوه کاله مخکي سلام جان دغسي مړ سو. بې  له شکه چي موږ او تاسي د خدای پیدا یو، او خدای به مو پنا کوي. اما، په قران شریف کي دا هم راغلي دي، چي کوچنی، صغیر او مومن ته تر څو چي بالغ سوی نه وي، څوک جزا نه سي ورکولای. ملا صاحب همداسی نه ده؟ 

ملا صاحب د معلم صاب خبره ومنله. بیا معلم صاب وویل:

– په قران شریف کي ئې  راوړي دي، چي د پلار په جرم زوی، لور، ښځي او نورو دوستانو ته ئې  جزا نه ورکول کیږی.

بیا ئې  ملا ته مخ را واړوئ:

– ملاصاحب همداسی نه ده؟

ملا بیا د معلم خبره درسته وبلله.

وروسته، معلم صاب د لالو یو ماشوم زوی تر لاس ونیوی او وئې پوښتل:

– دغه ماشوم څوک ژړوي؟ دا ښځه څوک ژړوي؟ کمه (کومه) ګناه ئې  کړی وه؟

کلیوالو وویل:

– نه، هیڅ ګناه ئې  نه ده کړی.

معلم صاحب زیاته کړه:

– پس دا نو خدای تعالی نه دئ، چي دغه ماشومان، ښځي،موږ او تاسي    ټول ژړوي، دا بل څوک دئ، چي دا ظلم کوي، ټول ولس ژړوي.

ملا صاحب او ټول کلیوال وپوهیدل، چي معلم صاحب کم (کوم) ظالم یادوي؟ تر څو چي ملا صاحب خبره جوړوله، نفر راغئ، وئې ویل چي قبر تیار دئ.

د معلم خبري د خلګو په مغزونو ننوتې او ملا صاحب ته موقع په لاس ورنه غله. ټولو د هدېری پر خوا جنازه واخیستله او روان سول.

پرلاره باندي د خلګو تر منځ پسپسی ډېرسو. چا و چا به ویل:

– دا معلم صاحب خو والله چي په قران هم ښه خبر دئ. ملا ئې  هره خبره منله.

چا به لا دا ویل، چي دا بل ظالم نو څوک دئ، چي دی وائې؟

امیرخان بیا د ملا صاحب پر غوږ ور  پرېوتی، چي تا ولي د معلم خبري درستي وبللې؟ د دې خبرو څخه د هغه مقصد دا و چي لالو خدای نه دئ وژلی. نو چا وژلی دئ؟ د دې خبري مانا خودا سول چي خدای ناکرده لالو سردار صاحب وژلی دئ. که څه چي وژلی ئې  هم وي، څوک څه ورته ویلای سي، خو بیا هم ښه نه ده، چي پسي شا په سردارصاحب پسي هر خوار او غریب خبري وکي.

 

***   ***   ***

هلته د لیري سردار صاحب معلوم سو، چي  دی هم د هدېرې خوا ته راځي؛ را نژدې سوی لا نه و، چي امیر خان او دوه درې نور غوړه مالان ئې  مخ ته ورغلل. تر څو سردار را رسیدئ، خلګو لالو په قبر کي اېښۍ او خاوري ئې  ورباندي را اړولې. کار چي خلاص سو، ملا صاحب لاسونه پورته کړل او دعا ئې  وکړه. وروسته بیا معلم صاحب خبري پیل کړې:

– لالو، زموږ او ستاسي ورور او غریب سړی و، هیڅ بد عمل ئې  نه لاره، پنځه وخت لمونځ ئې  کاوه، مګر غریبی دي ځان وخوري؛ زموږ په وطن کي د اولاد نفقه پیدا کول، څه اسانه کار نه دئ، دا ماړه خلګ هم باید د خدایه لږ وبیرېږي، په مزدورانو باندي دونه درانه کارونه و نه کی، چي په وس کي ئې  نه وي، او تر لاندي مړ سي.

معلم صاحب زیاته کړه:

– نور نو لالو زموږ او ستاسي په منځ کي نسته، دلته د قبر پرسر لاسونه پورته کئ او درې واره قل هواللهُ احد ووایاست،ثوابونه ئې  ده ته وبخښۍ؛ دغه ئې  فاتحه ده، نوره فاتحه ئې  نسته.

***   ***   ***

 

د لالو د مرګ کیسه د خلګو تر منځ سره تاوېدل راتاوېدل. د معلم صاحب خبرو پرکلیوالو ډېر اثر کړئ و. هر یو به ویل، چي د لالو بیوزله سره ظلم وسو. ځینو به لا دا ویل چي ګوره بیوزله به ئې  څنګه مړ کړئ وي، او څنګه به لیوانو خوړلۍ وي

معلم مرجان خو د دغه کلي  اوسیدونکی دئ. سربیره پر معلمی څه خپله مځکه هم لري.  د ژوند څرخ ئې  سم څرخی؛ چا ته اړ نه دئ. کلیوالو ته ئې  خیر رسیږي، د کلیوالو په منځ کي ورځ تر بلي د ښه اعتبار خاوند کیدئ.

د دغه کلیوالي ښوونځی څخه د معلم مرجان د تبدیلیدو دپاره خو یو ځل ملا صاحب او امیرخان دواړه د سردارصاحب سره ملګری حتا تر ښاره ولاړل، که ئې  د تبدیلۍ یوه چاره په معارف کي وکړي. په معارف کي د دوی غوښتنه د معلم مرجان د تبدیلی په باب و نه منل سوه. ځکه د معارف د چارو مشر دوی ته وویل:

– تاسي ما ته بل معلم را کئ، چي هغه ستا سی د کلي  په معلمی کولو خوښ وي  او هلته در سي؛ ځکه په کلي  کي د معلم د اوسیدو ځای نسته، بازار ته ئې  د تلو راتلو امکان، ترانسپورت او ترانسپورتی لاره نسته.  سر دارصاحب ته ئې وویل ته معلم ته په خپله سراچه کي  د اوسیدو ځای ورکوې ؟ معلومه ده چي جواب دي منفې دئ. نومعلم مرجان د هغه کلي  سړی دئ؛ زما مفتشین ئې  د کاره راضی دئ.

نو ځکه، دوی درې واړه په پټه خوله ناکام بیرته کلي  ته راغله.

***   ***   ***

 کله چي سلیم کاکو د لالو د ښخولو څخه خفه زړه کور ته راغی، کولی زوی ئې  ورته وویل:

– د لالا (بنګ) د لاس ګوتی تکی شنې اوښتي او پړسیدلي دي. ډوډۍ ئې  هم دا دوی ورځي نه ده خوړلې، پروت دئ.

سلیم اکا ورغی، پر بنګ ئې  ږغ وکئ، د بنګ لاس ئې  وکتئ، بیا ئې کولی ته وویل:

– زویه، اور بل که، څه پیاز را ته راکړه د چړی سره.

خپله ئې  څه غوړی دیګ ته واچول او پر اور ئې  کښیښودل، چي غوړی ګرم سول، پیاز ئې  پکښی واړه کړل. کله چي پیاز په غوړو کي سره سول، اوبه ئې  پکښي توی کړې، مالګه او څه د کټوي دارو ئې  ور واچول؛ درې هګۍ هم ور واچولې، ښه ګرمه شکنه ئې  پخه کړه. بیا یي کولی ته وویل:

– زویه، په کاشنه کي ډوډۍ وړه که، را ئې  وړه.

سلیم اکا بنګ په زور د ځایه راولاړ کی، څه ډوډۍ ئې  په وخوړله؛ بیا ئې  یو ټوټه کراست لنده کړل، څه مالګه یي پر وپاشله؛ د بنګ لاس ئې  پکښی ور وتاړه. ویي وویل:

– ان شاالله سهار ته به ئې  پاړسوب یو څه کم سی.

هغه، بنګ او کولی ته نصیحت وکړئ، چي زما د تجربی له مخي که خدای مه که هر وخت هر څه در پیښ سي، ډوډۍ خوړل به نه پرېږدئ، ولي چي لوږه ژر سړی د پښو اچوي. سبا سهار به کولی په کلي وګرځي، هر چا چي د خرڅیدو هګۍ لرلې،  ځیني را به ئې  نیسي، کور ته به ئې  راوړي، دوی درې شپې به ښه غوړه ډوډۍ درباندی وخورم، داسي ګل غوندي  به جوړ سی.

*****

 بله ورځ معلم مرجان خبر سو، چي بنګ ناروغ دئ او مکتب ته هم نه و راغلی. هغه پوهیدئ چي بنګ خو هیڅکله غیر حاضري نه کوله. نو راغی، د سلیم کاکو څخه ئې  پوښتنه وکړه:

–  سلیم کاکو دا بنګ چیري دئ؟ مکتب ته نه و راغلی؛ بې    له بنګه، مکتب را ته تور معلوم سو. خدای دي ئې  نه خوږوي، څه په سوی دي؟

سلیم اکا معلم مرجان ته وویل:

– نه، شکر دئ، نن ښه و. دی د لالو تر مرګ یوه ورځ مخکي ما د سردار صاحب کور ته واستاوه، چي د خوني د دروازی لخک ور جوړ کی؛ هلته ئې  خپلي ګوتی په تیشه وهلي وې. نو خدای ته هیله سته، چي سبا ته به جوړ سي.

معلم مرجان وویل:

– شکر دئ چي بل څه نه دي په سوې.

 

***   ***   ***

 دا دئ سبا ته په کلي  کي چک چیکه سول، کلیوال خبر  سول، چي د سردار صاحب لور، صدفه، دا څو ورځي کیږی، چي هیڅ نه  خوري او نه خبري کوي. داسي لوی تبي نیولي، پرته ده؛ خدای خبر چي بیا به روغه سي، که یا. سردارصاحب د شا و خوا کلیو ملایان او پیران راوغوښتل، چي هغوی دم او چو پر وکي، ګونډي  جوړه سي. ټول ورته راغلل، خپلي هڅي ئې  وکړې، خو صدفه لا جوړه نه سوه.

بله ورځ سهار د وخته، سردار تاجو ته خپل د سپرلۍ اس ورکی، چي ژر د ولسوالۍ مرکز ته ولاړسي، خلګ  وائې   چي هلته ډاکټر سته، هغه تر دې ځایه راوله. تاجو پر اس پښه واړوله، ماپښین ته ئې  په داسي وخت کي ډاکټر را وستۍ، چي سردار صاحب د کلیو څخه د راغلیو ملایانو او څوپیرانو سره نا ست و.

تاجو مجلس ته ورغي او سردار ته ئې  د ډاکټر د راوستلو خبر ورکی. سردار پوهیدۍ، چي د ملایانو او پیرانو د ډاکټر د نامه سره لا جوړه نه ده، نو ئې  تاجو ته په کراره وویل:

– د صدفي مور خبره که، چي صدفه ډاکټر ته ور وښئې؛ زما سره دلته دا میلمانه ناست دي.

په رښتیا سره د ډاکټرانو سره د ملایانو او پیرانو ډېره جوړه نه وي. تاجو د سردار د وینا سره سم ډاکټر د صدفي مور ته ور وستۍ.

 ډاکټر د ماشومتوب دوره په دغه کلي  کي تیره کړی وه، او لومړۍ ښوونځی یي هم دلته لوستلی و. د ډاکټر پلار هم مځکه او جایداد نه لاره. هغه د یوه کلي  به بل کلي  ته په خواری، بزګری او باغوانی پیدا کیدو پسی کډه کیدی. نو ډاکټر ډېر کلونه دغه کلي  ته بیا نه و راغلۍ.

ډاکټر چي کله د صدفي د ناجوړۍ د درملني دپاره دې کلي  ته راتلی، خوښ و. په کور کي ئې  لا خپلي کورنۍ ته ویلی و، چي د سردار کلي  ته ځم. ښه دئ هلته به دخپل همصنفي د معلم صاحب مرجان مور، اولادونه او خپله به هغه هم ووینم. معلم مرجان مي د مکتب د دوری همزولی و، او څه لیري خپلوي مو هم ورسره لرله.

اوس ډاکټر یو تجربه لرونکو ډاکټر دئ. هغه چي صدفه وکتله، ژر د صدفي په ناجوړي پوهه سو. د نجلۍ په بدن کي د ناجوړۍ لڅي او ښکاره نښانې نه معلومیدې. ډاکټر د صدفي د مور څخه څو پوښتنې وکړې:

– نجلی مو چا ته ورکړی ده که نه؟ 

– دا ناجوړي کله ورته پیدا سوي ده؟

د صدفي مور ډاکټر ته وویل:

– الله ستا قربان سم ډاکترصاحب ستا څخه به ئې  ولي پټوم، روغه رمټه نجلۍ وه. په هغه ورځ چي د سلیم اکا زوی بنګ د دروازی د لخک جوړېدو ته راغلې و، بنګ کار کاوه، صدفه ورته ولاړه وه. بنګ په تیشه باندي خپلي ګوتي ووهلې؛ کله چي د بنګ تر ګوتو ویني جاري سوې او دې هغه ولیدې، لور مي لکچي  وبیرېدله، تر هغه وروسته مي دا لور دغسي  پرېوته. فکر کوم چي لور مي هیڅ وخت وینه نه وه لید لې. اوس به کوي خدای، سبب به ئې  ته یی.

د صدفي مور زیاته کړه:

خپل کوښښ وکه، دا لور مي را جوړه کړه. ښځي وایی، چي پر وېنو دستي پیرانان راځي، خدای دي وکي، چي پیرانان نه وي  پر کښینستلي.

ډاکتر د صدفي مور ته وویل:

– خیر دئ خوري ، دا یوه کلیوالي عامه ناجوړي ده. په تعویذ او دوا دواړو نه جوړېږی. لور دي ستا په مرسته جوړېدای سي. ما اورېدلی و، چي د سردار دریمي ښځي مکتب لوستۍ دئ؛ ستا د خبرو څخه وپوهیدم چي هغه به ته یی. نو ځکه دا خبره تا ته کوم، چي ما شاالله لور دي غټه ده، او ستاسي هم شکر دئ ژوند ښه دئ، پر لور باندي ولور مه اخلۍ، پیسو ته اړ نه یاست، د خپلي لور خوښي په پام کي ونیسئ، په خپله خوښه ئې واده   کی. اوس به زه څو ګولی ورکم، چي لږ ئې  خوب سم سي؛ اما د جوړېدو چاره ئې  د مور او پلار په لاس کي ده؛ څونه چي زیاتي  شپې پر تیرېږی، هغو نه ئې  روغتیا ډېره خرابیږی. که بیا هم پدې ګولیو ښه نه سوه، نو به ئې  هلته بازار ته را ولۍ؛ ځکه دلته زما سره زیاتي  دواوی نسته. 

د صدفي مور ډاکټر ته په کراره وویل:

– تر خولې مو جار سم، ته زما په دین او دنیا ورور یی؛ سردار صاحب ته دا خبره وکه، چي نجلۍ بازار ته را وله، ښه دئ، هلته مو دوستان سته؛ موږ به هم په بازار کي یو څو شپې تیري کړو. ګوندي    خدای وکي  د صدفي فکر سم سي. ستا په کوښښ به مي پاک خدای دا لور را ښه کي.

ډاکټر د صدفي د مور غوښتنه په پام کي ونیوله. راغی سردار ته ئې  ډاډ ور کئ، چي لور دي ډېره ناروغه نه ده؛ اما څو ستنو وهلو ته اړتیا سته، چي هغه نو دلته په کلي  کي نه کیږي، هر کله چي دي وخت و، هلته (بازار) به ئې  راولې.

ډاکټر شپه د سردار صاحب په میلمستون کي تیره کړه، سهار ئې  د سردار صاحب څخه رخصت غوښتۍ، چي ولاړ سي. او په دغه کلی کي یو بله شپه د معلم مرجان سره تیره کي. سردار ته ئې  وویل، اوس عجب راغلی یم، معلم صاحب مرجان مي هم دا ډېر وخت نه دی لیدلئ، ښه دئ هغه  او کورنۍ به هم ووینم. بله ورځ به د خیره سره تاجو ما ورسوي.

ډاکټر د معلم مرجان کور ته ورغی؛ معلم صاحب پر کور نه و، خو د معلم صاحب مور د ډاکټر صاحب ډېرعزت وکئ، څو چي معلم صاحب د مکتبه کور ته را ورسیدئ،  کله چي معلم مرجان کورته  راغی د ډاکټر په لیدو زیات خوښ سو، ځکه ډېر کلونه ئې  نه و سره لیدلي.

په ښه مجلس ئې  شپه سره تیره کړه. سهار وختي تاجو اس راوستۍ. ډاکټر رخصت واخیست او خپل کور ته ولاړ. ډاکټر د معلم د خولی د لالو بیوزله د مرګ په کیسه سم خبر سو. په زړه کي ئې  د سردار څخه بد راغلل، خو په خوله ئې  څه نه ویل. 

سردار صاحب چي د شپې کور ته تللئ و، د صدفي مور تر فشار لاندي  نیولی و، هرڅونه چي ژر کیدای سي، دا خپله لور بازار ته بیایم، او دواوی په کوم. د سردار هم د ډاکټر مشوره خوښه سوه.

اوس د کلیوالوپه مجلسونو کي د لالو پر مرګ د تبصرو ځای د سردار صاحب د لور صدفي د ناجوړی خبري ونیوئ. امیر خان او ملا صاحب د سردار په کور وځی او ننوځی. د سردار د لور د ناجوړی اوازه ژر تر شا و خوا کلیو ورسیدله.

څوک څوک لا دا خبره کوي، چي دا به د لالو غریب ازار وي، چي خدای ئې  لور ور لیونی کړه.

هلته کله چي بنګ د صدفي پدې شان ناجوړی باندي خبر سو، پر سر ئې  اور بل سو، توده تبه پر راغله، داسي سره اېشیدی؛ مګر بنګ ډېر هوښیار هلک و.

هغه د ځانه سره ئې  فکر کاوه، چي زما تر وسه تیره خبره ده، هیڅ ډول ممکنه نه ده، چي که ځان هم مړ کم د سردار لور ما ته څوک نه راکوي. خپل ځان ته ئې  خپله قناعت ورکړی و؛ نو ئې  نه غوښتل پلار یا بل څوک پر ځان شکمن کی.

سلیم اکا چي د بنګ لوړه تبه ولیدله، وارخطا سو؛ کولی ته وویل:

– ته ولاړ سه، معلم مرجان، بډی کاکا او یتیم اکا ته ووایه، چي پلار مي ویل، یو ځل راسی.

کولی ولاړی، درې واړه ئې  خبر کړل؛ دوی هم راغلل. سلیم کاکو دوی ته وویل:

– دا بنګ داسي معلومیږی، چي لوی تبي نیولۍ وي. زه به بنګ تر ښاره ورسوم، ښه دئ، عطا محمد او اولادونه به ئې  هم ووینم، بیا هغسي ژمی راځي، لاري خټي کیږي، تګ نه سي کیدای. تر څو چي موږ بیرته را ګرځو، دا خپل سامان او کالي اول پر خدای بیا پر تاسي    سپارم.

کلیوالو د سلیم کاکو سره خوښه کړل، معلم ورته وویل:

– سلیم اکا، داسي نه سي، چي د ښار ژوند دې خوښ سي، بیا کلي  ته را نه سې. په کلي  کي زموږ ټولو په تا باندي زړونه تکیه دئ.

سلیم اکا پر را درسته کړه:

– نه، ان شا الله راځم.

سبا په خړه، سلیم اکا خپلو دوو زامنو بنګ او کولی ته وویل:

– یو، یو تلتک به واخلو، پر لاري ساړه دي.

درو سرو خپل تلتکان په شا کړل؛ د کلي  څخه د بازار پر لور روان سول. شپه ئې  د ولسوالۍ مرکز ته ور سوله. په یو سماوار کي ئې  شپه تیره کړه؛ سها ر د ښار موټر ته ولوېدل. ایله چي مازېګر ښار ته ورسیدل. د خپل مشر زوی عطا محمد کور ته ورغلل. زوی، مږور او لمسیان ئې  خوشحال سول. د بنګ هم د مشر ورور او وریرونو په لیدو څه پام غلط سو.

سلیم اکا خپل مشر زوی عطا محمد ته د نبګ د ګوتو د خوږکیدو او بیا لوړی تبي خبره وکړه. عطا محمد د بنګ د لاس ګوتی وکتلی، پر بنګ ئې  څه ټوکئ موکي وکړې. وئې ویل:

– سهار به ئې  زه روغتون ته بوځم،  هلته به ئې ګوتی  سمی ور پرېولي او بیا به ئې  ور وتړي، د درد ګولی به ورکړي، جوړېږي.

بیا ئې  پلار ته وویل:

– که د بنګ ګوتي نه  وائې   خوږ سوي، ته خو نه راتلې، په کال کي لا یو ځل نه راغلی. زه خو دلته یو وزری یم؛ سهار کار ته ځم، ماښام تیاره کور ته راځم. دا لمسیانو به دي هره ورځ یادولې. ما دوکان نه سوای پرېښولای، چي دوی مي دروستلي وائې؛ ځه، اوس هم ښه دئ، چي په خیر راغلاست؛ نور به دلې ګډه ګوزاره کوو. بنګ او کولی به دلته په ښار کي مکتب ته واچو، زه او ته به په دوکان کي اخته یو. د شپې به ټول پر یوه کاسه سره راټول یو؛ یوه وچه او لنده به سره خورو.

سلیم اکا زوی ته وویل:

– زویه، په کلي  کي مي ډېر کلونه ژوند کړی دئ، څو ښه خواږه د مجلس خلګ سته. بل د کلي  دا ورشو یو څه خلاصه ده، دلته خو پدې تنګو او بویناکو کوڅو کي به مي زاره وچوي. زه والله چي تا ته لا حیران یم، زویه، چي تا څنګه دلې ځان ورته ټینګ کړی دئ.

سلیم اکا زیاته کړه:

– زویه، اوس چي مي دا خپل لمسیان ولیدل، نامي خدا غټوکي سوي دي، ټوله ورځ مي د غیږي نه ایسته کیږي. د دې په ایسته، که کلي  ته ولاړم، هم سم زړه به مي ستاسو سره وي. مخکي به مي تنها ته او ستا ښځه یادېدل، دا ځل به مي تر تاسي  زیات دا لمسیان تر سترګو دوري دوري کیږي. نه پوهیږم څه وکم، ما ته دا ښاری ژوند خوند نه راکوي.

عطا محمد وویل:

– بابا، ته وا ما ته به دا ځای (ښار) ډېر خوند راکوی؟ وائې، “مجبوره ته مه وایه چي غښتلې یی”. د ژوندانه مجبوریت دئ. خوار خلګ هر ځای خوار دي. خو دلته دا یو شی سته چي په ښار کي یو څه کار پیدا کیږي، د کشرانو د پاره مکتب سته، یو روغتون سته؛ دغه شیان دي چي سړی اړباسي په دغه تنګو او د بویونو ډکو کوڅو کي ژوند وکي. دلته به مي دغه وروڼه څه سم سبق ووائې. ګوندي  خدای وي، یو منصب په سرکار کي په لاس ورسي، پر ما خو ژوند دغسي تیر سو.

سلیم اکا د خپل زوی عطا محمد پخې خبري واورېدې؛ وپوهیدئ چي دغه ښاری ژوند عطا محمد تر پخوا هوښیار کړی دئ. نو ئې  د خپل زوی خبره ومنله؛ ورته وئې ویل:

– ښه دئ زویه، چي ته  وائې   در سره پاته به سم.

سهار عطا محمد خپل ورور بنګ حکومتی روغتون ته ور وستۍ. یوه نرس ئې  د لاس زخم ور ومینځی، څه پوډر ئې  پر وشندل او بیرته ئې  ور وتاړه، را رخصت ئې  کی. کله چي عطا محمد بنګ د کور پر خوا راوستۍ، پر لاره ئې په لیلامی کي یو پطلون بنګ او بل کولی ته رانیول. ماپښین ئې  نژدې مکتب ته ور وستل، او هلته ئې  شامل کړل. نور نو بنګ او کولی مکتب ته روان سول. ښار د کلي  په شان نه دئ چي یوازي   به څه هلکان مکتب ته تلل؛ دلته په ښار کي پر هلکانو سر بیره نجوني او ښځي هم مکتب ته ځي. په ښارکي د بنګ د مکتب په لاره کي سهار او غرمه ډېري مکتبی ښایسته نجوني وي. ده فکر کاوه، چي یوازي   د سردار لور صدفه ښاېسته او ښه کالي  اغوندي. بیا هم یو مخ ئې  زړه د خپل کلي  او صدفي څخه نه صبر کیدی.

 یو دوی هفتی وروسته، سلیم اکا عطا محمد ته وویل:

– ما ته به دی اجازه راکړي وای، چي یو ځل تر کلي  تللۍ وائې. ژمی را روان دی، هغه خپل دوه درې پاته زاړه تلتکه، یوه کمبله او هغه خپل سامان به مي راوړی وای. که بارانونه شروع سول، بیا نو تګ نه کیږی، او دا بنګ به مي هم د ځان سره بیولای وای، چي د سامان په راوړلو کي ئې  مرسته راسره کړی وای.

عطا محمد وخپل پلار ته وویل:

– بابا، بنګ او کولی مي تازه په مکتب کي شامل کړي دي، دستي ئې  د مکتبه را اېستل ښه نه دي. ستا تلل وکلي ته یوازي   ښه کار نه دئ، ځکه تر کلي  پوري د پښو ډېره لاره ده. هوا سړه ده، او بل د کلي  څخه به څنګه د کور کالي  او سامان تر موټره راوړې؟ ښه دا دئ چي دا ژمی دلې سره تیرکو. په دوبي د خیره سره چي مکتبونه رخصت سي، بنګ او کولی به هم د ښار، مکتب او کار سره بلد سوي وي. بیا به زه دوکان دوی ته پرېږدم. ما او تا به یو ځای د کالو او سامان په راوړلو پسي ولاړ سو.

 

***   ***   ***

 

په کلي  کي د ډاکټر تر تللو وروسته، سردار صاحب ماښام خپل شاتر تاجو ته وویل:

ـ سهار وختي به د کوره څخه یوه نالیچکه درسره واخلې، یابو راوباسه. کله چي دي ځل پر واچوی، د هغه پر سر به نالي واچوې، ښه ټینګه ئې  وتړه. صدفه او مور به ئې  بازار ته نژدې د شیر اغا تر کوره ورسوې. ته هم هلته د شیر اغا په سراچه کي شپه تیره که. هوښ کوه چي د هغې   خوا ناوخت را رهي نه سي، چي په لاره کي درباندي شپه نه سي. بله ورځ، وختي حرکت را وکه، چي په رڼا تر کلي  ځان را ورسوې.

تاجو د سردار صاحب څخه پوښتنه وکړل:

ـ بې بی او صدفه هلته پرېږدم؟ 

سردار وختدل  هو هلته ئې  پرېږده.

– هو، دوی هلته څو شپې تیروي.

تاجو نو اوس ځان د سردار د کورنۍ محرم سړی ګڼي؛ سردار ته ئې  وویل:

– صاحبه، چي ته هم راسره تللي وای، څونه به ښه وای. یو خو دا لاره ډېره اوږده، سپیره او بټی بیابان دئ، هیڅ پناه ځای نسته. نه ویل کیږي یو ضرورت پیدا سي. بل، دوی ښځینه دي، هلته بازار دئ، بیا ډاکټر ته ځي، صدفه ناجوړه ده، شئ مئ به ئې  په کار سي.

پوهیږم چي شیر اغا خپل سړی دئ، خو هغه بیوزله د دې نه دئ، چي د دوی سره وځغلي. بې بی او صدفه به چا ته وایی، چي مرسته را سره وکه.

سردار تاجو ته وویل:

– لیونیه،  پر لاره ته ورسره ئې ،هلته پیسې ورسره دي، هر څوک مرسته ور سره کوي.

تاجو سر وښوراوه، یعني چي سردار مي په مطلب نه پوهیږي، نو ئې  وویل:

ـ که چیري نه پسي راځې، نو بیا زه دوی یوازي  نه پرېږدم، هر څونه، وخت چي ئې  تیراوه، زه ورسره هلته پاته کیږم.

سردار ته د تاجو دغه ښه نیت لرل، ښه خوند ورکی. هغه تاجو ته هم د سلو روپو یو سور نوټ ورکی، او زیاته ئې کړه:

– سمه ده، هلته ورسره اوسه.

سهار وختي چي تاجو اس سره برابر کی، بې بی او صدفي ته ورغئ، خبر ئې  ور کړی، چي اس تیار دئ. د صدفي مور یوه غوټه د کالیو او څه شیانو تاجو ته ورکړل، چي ته دغه در واخله، موږ در وځو.

تر لږ ځنډ وروسته، د سردار صاحب درې واړه ښځي او اولادونه د صدفي او د هغې   د مور مخه ښې ته را ووتل. بې بی او صدفي د ټولو څخه د خدای په اماني واخیستل. سردار خپلي ښځي او لور ته وویل:

– دلته لږ د جهانداری کارونه دي، دغه به یو ډول د چا په غاړه کي ور واچوم، زه هم ان شا الله یوازي   دوې ورځي وروسته پسي درځم. تاجو زموږ خپل سړی دئ، هغه در سره دی. شیر اغا دوی ته مي سلامونه کوی، ځې، نور مو په مخه ښه سه، چي لاره اوږده ده، درباندي ناوخته کیږي.

په هر ډول چي و، تاجو بې بی او لور ئې  صدفه پر اس سپرې کړې او حرکت ئې  وکئ، په لاره کي څو ځله ښځي او خپله تاجو د رفع حاجت د پاره تم سول. نژدې مازدیګر ته د شیراغا تر کوره ځانونه را ورسول.

ښځي کورته ننوتلې. د شیراغا د کور ښځو چي       بې بی او صدفه ولیدل، حیراني سوې، یو یو ئې  جوړ کی چي تاسي  او دا ځای، خدای مو راوله. ښځو ئې  د سرو څخه بوغرې (چادری) واخیستي، د ناستي د پاره ئې لوی دالان ته بوتلې. د صدفي مور، چي دوی هم     بې بی بلله، پخه ښځه وه. د شیر اغا د ښځو پدې شان کړو خفه سول. خیر، کښینسل؛ دستي ئې  څه ونه ویل. صدفه د خپلي مور په مزاج پوهه سوه. کرار ئې  د موره وپوښتل:

– مور، ولي داسي بل ډول سوې؟ لږ سمه سه، د رنګ دي هرڅوک پوهیږي چي په قهر ئې.

بی بې    خپلي لورته سر ور نږدې کی، ورته وئې ویل:

– زویه، ولي ورته په قهر نه سم؛ پس له ډېرو کلونو، نن د دوی کور ته راغلم؛ دوی دباندی کښینولم. دوی پدر لعنتی هر وخت ما ته په هغه سترګه نه ګوری، لکه زما بنو ته چي ګوري. ځکه زه د بله کوره په دوی واده سوې یم؛ پدې ئې  دباندی کښینولم. د یوې همسایه او پردی په سترګه ئې  را ته وکتل. خوني ئې  خیرنیږی چي ما او تا ئې  خوني ته بیولي وای. ما دي ماښام پلار ته وویل: چي په بازار کي څو شپې به زه او لور مي د خپل  خوريي ننګو کره تیري کړو. خیر دئ، چي خوریی مي غریب دئ. هغه زموږ په ورتلو خوشحاله کیږي.

د صدفي مور زیاته کړه:

خوريی (د خورزوی)، د هغه ښځه او اولادونه زموږ په عزت پوهیږي. دا ستا خپلوان شیر اغا وي  که هر بل یو، زموږ قدر نه لري.  زویه، و دی لیدل چي هغه زما خبره سوه. خیر دئ ،  اوس راغلي یو، یو دوی شپې به تیري کړو، تر هغو به دي پلار هم راسي.

 

***   ***   ***

تاجو چي ښځي د سرای په د روازه کي کښته کړې، نو ئې  اس تر جلو ونیوئ،  د شیراغا دوی د غویی وسرای ته ئې  ور وستئ. اس ئې  هلته پر یوه اخور وتړئ. د وښو خوني ته ورغی، څه شپیشتی ئې  په بغل کي را واخیستې او اس ته ئې  په اخور کي واچولې.

د شیر اغا د غویو مزدور راغی، وئې لیدل، چي تاجو د خپل اس اخور د شنو شپیشتو ډک کړی دئ؛ خوا ئې  بده سوه. ورغی سمي نیمي ئې  بیرته ځیني راټولی کړې؛ بد بد ئې  تاجو ته وکتل.

تاجو ته دې کار خوند ورنه کی، راغی، د شیراغا سراچې  ته، هیڅ  د یوې پیالې چایو ست هم چا ورته و نه کی. دغسي ستړۍ هلته د سراچې  په یو څنډه کي یو ساعت کښینستۍ او بیا ولاړی.

تاجو د شیراغا د سراچې  څخه را ووتۍ هلته لنډ  بازار ته ورغی، پر یوه سماوار ئې  یوه چاینکه خوږی چای د دوو وچو ډوډیو سره  ځانته را وغوښتل؛ هغه ئې  ځای پر ځای نوش جان کړې. تاجو ډېر ستړی و؛ هلته پرهغه ځای خوب یوړئ او بیده سو. شپه پر راغله سماوارچی ورته وویل:

– مسافره  وروره زه سماوار بندوم، که څوک په کلي  کي پیژنې، هلته ورسه او که څوک نه پیژنې، نو راځه زموږ په ماجت (مسجد) کي به شپه تیره کې؛ مسجد دشپې تود دئ؛ دلته دي د شپې یخ وژني.

تاجو سماوارچی ته وویل:

–  نه، وروره؛  دشپې د تیر یوځای لرم، کور دي ودان، چي راوېښ دي کړم.

تاجو بیا د شیر اغا سراچې  ته راغئ. کله چي تاجوپه سراچه کي ناستو خلګو او شیر اغا ته سلام واچوی،بیچاره ورغی د شیراغا لاسونه ئې  ور مچ کړل. بیا هلته ارام کښینستۍ؛ نور هیچا وتاجو ته ستړې مه سی ونه ویل. لږ وروسته ډوډۍ را وړل سوه، وخوړل سوه، لمونځونه چا وکړل، چا ونه کړل، او بیا ټول پرېوتل بیده سول.

په سبا سهار څه ناوخته تاجو د صدفي مور ولیدله. هغې   ته ئې  وویل:

– بې بی، دلته خو والله که ماته  هیڅ چا د سړی په سترګه کتلي وي؛ چای او ډوډۍ مي پرون په بازار کي وخوړل، اوس د اس د خوړو دپاره هیڅ واښه په خونه کي نسته. که ستا کار نه وي، زه به ولاړ سم د اس دپاره به څه واښه را نیسم؛ دلته خو بازار دئ، هرڅه په پیسو دي.

تاجو بیا زیاته کړه:

– تیر ماښام مي د شیر اغا دغویو په سرای کي د دوی د وښو څخه څه واښه اس ته وا چول، نفر ئې  راغی، بیرته ئې  واښه د اس د مخه را ټول کړل. حیوان دی، وږی دئ؛ که ستا اجازه وي، زه څه واښه ورته را وړم، اس مړوم. نور زه دلته نه پاته کیږم؛ کلي  ته ځم، سردار صاحب به سبا د خیره راسیي.

د صدفي مور وتاجو ته وویل:

– یه، تاجو؛ ته یوازي نه سي تلای، ورسه اس دي موړ که؛ بیا راسه، زه او صدفه هم در سره ځو.

تاجو وویل:

– دا څه  وائې   بې بی؟ زما دي خوله ماته سي، چي دا خبره مي وکړه. صدفه ناجوړه ده، چي ډاکټر ئې  ونه ګوري، دوا ور نه کي او خپله ډاکټر د تلو اجازه و نه کي، ته څنګ ځي؛ زه نه ځم، دلې در سره یم.

د صدفي مور وویل:

– نه، تاجو؛ کلي  ته نه ځو، د شیراغا د کوره ځو؛ زما د خورئې کور ته.

تاجو د صدفي مور ته وویل:

– سردار صاحب به څه وایی؟ 

د صد في مور وویل:

– هغه ما ته پرېږده؛ ته ورسه، يو ځل  دي اس موړ که، ژر راسه.

تاجو اس مځکو ته بوتی، هلته ئې  څه شپیشتي په خپلو پیسو ورته را نیولې؛ اس ئې  ښه موړ کی، اوبه ئې  کی؛ بیا د اس سره د شیراغا د کور دروازی ته راغئ. احوال ئې  د صدفي مور ته واستا وه، چي تاجو راغلئ دئ. د صدفي مور د ښځو د منځه را ولاړه سوه، رخصت اخیستۍ، د شیراغا د کور ښځي ټوله حیرانی او وارخطا سوې. د صدفي مور ته ئې  خورا ډېر وویل، بس د دې یوې شپې دپاره راغلې وي؟ ته خو به چي کله  مخکي راغلې، لس پنځلس شپې به دي تیرولې؛ دا اوس څه پیښه ده؟ څنګه په یوه شپه ځې، لکه چي زموږ څخه خفه سوې؟

د صدفي مور دوی ته حال ونه وایه، یوازي   ئې  وویل:

– تاسي مي ولیدلاست، تاجو کارونه لري. دا چي دی ولاړ سي، او بیا راځي، دا لوی تکلیف دئ بیا د خیره سره په بې غمي راځم، ښه ډېري شپې به د رسره وکم.

د شیر اغا ښځو ورته وویل:

– بیا خو دي خدای راوله، هرکله راسې اوس تیاره راغلې ئې،  څو شپې پاته سه خوري؛ تر اوسه خو دي شیراغا لا نه دی لیدلئ، دا چي ته ولاړه سي، هغه به موږ ته څه وائې، چي څنګه در څخه ولاړه؟ ستا دي د ښادی کار سي، په دا یوه شپه را تلو.

په هر صورت، د صدفي مور د شیر اغا د ښځو څخه رخصت واخیست، دا او لور ئې بیا پر اس سپرې سوې، تاجو اس تر جلو ونیوئ او د شیراغا د کور څخه راووتل. د صدفي د مور د خوري (ننګو) کور لیري نه و، یو ګړی پس، د هغه کور ته ور ورسیدل.

ننګو د دوی په لیدو ډېر خوشحاله سو. په یوه خونه کي ئې  تاجو او بله خونه کي ئې  ښځي کښینولې؛ چای ئې  ورکړې، غرمې ته ئې ډوډۍ ورکړه. اس ئې  د کور څنګه ته د شنو شپیشتو په مامته کي وتړۍ.

د صدفي مور، صدفي او هم تاجو درو سرو ښه ارامه شپه د ننګو په کور کي تیره کړه. د ننګو او ښځي ئې  هیڅ باور نه را تلئ، چي خاله (د صدفي مور) دي د دوی کور ته راسي. ځکه چي هغه لوی کور ته ور واده سوه. لویان خو د غریبو سره په تلو راتلو شرمیدل.

ننګو او ماینه ئې  ډول ډول فکر کوي، بیا هم د خپلي خاله، د خاله د لور حتا د شاتر تاجو عزت کوي. د ننګو د خاله لور صدفي سره خبري شروع کړې، ژر ننګو وپوهیدئ، چي د خاله لور ئې  خفه ده. د خپلي خاله څخه ئې  وپوښتل:

– دا صدفه خو ناجوړه نه ده؟

خاله ئې  ننګو ته وویل:

– هو، زویه؛ صدفه لږ ناجوړه ده. ته به راسره ولاړ سې؟ ډا کټر ته به ئې  ورولو.

ننګو وویل:

– ولي نه؟ ډاکټر صاحب خو زما اشنای دئ؛ هغه ډېر ښه سړی دئ. هلته د ورتلو ضرورت نسته؛ زه به ورسم، ورته وبه وایم، چي ماښام کور ته راسي. د ډاکټر صاحب کور زما د کور د څنګه دئ، دلې به ډوډۍ هم را سره وخوري، صدفه به هم وګوري.

خاله ئې  وویل:

– خیر یوسې زویه، خدای دي خیر درکي.

خاله په ضمن کي و تاجو ته و ګوري، چي داسي ښه خوریی لرم.

ننګو ولاړی، ډاکټر ته ئې  وویل:

– ډاکټر صاحب، خاله او د خاله لور مي پس له ډېرو کلونو د کلي  څخه راغلي دي. لور ئې  ناجوړه ده؛ ماښام چي د کاره خلاص سي، ډوډۍ به زموږ کره سره وخورو؛ بیا به مي د خاله لور هم وګورې.

ماښام، ډاکټر راغلی؛ ډوډۍ وخوړل سوه. ننګو د چایو خوړلو پر وخت ډاکټر ته وویل:

– ډاکټر صاحب، یو ځل به صدفه وګورې، بیا به چای په ارامه سره وخورو. ډاکټر چي د صدفي نوم واورېدی، ور یاده سول، چي دا هغه د سردار لور ده. ننګو ته ئې  وویل:

– ننګو، زه خبر نه وم، چي صدفه ستا د خاله لور ده.

ننګو فکر یو وړئ، چي د ډاکټر د صدفي نوم څنګه زده و؟ د ډاکټره ئې  پوښتنه وکړه:

– ته هغه پیژنې؟

ډاکټر وویل:

– هو، ننګو؛ دري ورځي مخکي زه سردار صاحب کلي  ته ورغوښتۍ وم. ما صدفه ولیده. دا چي صدفه ستا د خاله لور ده، دا خو بیخي ښه کار وسو. اوس به ته هم زما ملګرۍ سي ما خو د صدفي مور او د هغې   پلار ته وویل: چي خپلي لور ته د هغې   د ناجوړۍ دوا ورکي.

ډاکټر بیا زیاته کړه:

– دوا ئې  د دوی سره ده. که ما او تا په دواړو وکولای سو، چي هم د صدفي او هم ئې  د مور او پلار ژوند وساتو، دا به مو ښه کار کړی وي.

ننګو حیران سو، چي ډاکټر صاحب څه وائې؟ د صدفي مور خبره سوه، چي ډاکټر صاحب راغلۍ دئ، د میلمنو خوني ته ورغله. د ډاکټر صاحب سره ئې  پوښتنه وکړه. ډاکټر د ننګو مخ ته دا ځل د صدفي مور ته روکه (سپینه) خبره وکړه:

– خوري، ستا د لور په ناجوړي هلته هم پوه سوم، تا ته مي یو څه وویل. د صدفي ناجوړي تر دې هم زیاتیږي؛ بیا ئې  جوړېدل ډېره مشکل، حتا ناممکنه کیږي؛ سر له اوسه ئې  چاره وکئ. چاره ئې  ته او ستا میړه  کولای سئ. زه او نور ډاکټران هیڅ نه سو کولای؛ که د لور ژوند غواړئ، د دې په خوښه ئې  واده کی.

د صدفي مور چي د ډاکټر خبري ئې  مخکي هم اورېدلي وي، سر ئې  نه و په خلاص سوې. دا ځل ئې  وویل:

– یو، یو؛ دا څه وائې، ډاکټر صاحب؟ خدای دي مرګ را کي، دا څه خبري اورم، زه به دغه پیغور څنګه وړم او څنګه به ئې  خپل سړی ته یادوم، چي لورمي میړه غواړي. زموږ په غم لړلي کورنۍ کي چي نجلۍ ۳۰ کلنه سوې نه وي، ترهغو ئې  نه ودوي او نه تر دا اوسه څوک واده سوې دي. دا خو تر اوسه شلو کلو ته نه ده رسیدلې. تر دې مشراني نجوني لرو هغوی ناستي دي. او بیا چي ودوي ئې  هم، پردو ته  خو خپله ښځه نه ورکوي، وای خدایه، اوس څه وکم؟

ډاکټر د صدفي مور ته وویل:

– خوری، تا خوڅه مکتب لوستۍ دئ، په خبره دي سر خلاصیږي؛ ته ورسه، خپله د صدفي سره خبري وکه، هیچا ته تر مور نژدې بل دوست نسته. ته د خپلي لور څخه پوښتنه وکه، د لور باور پر ځان پیدا که چي دا خپل درد در سره شریک کي.

– وروره، زه پوهیږم، ما هم مکتب ویلی و، پلار د څو خشمړو روپو په خاطر د دوو بنو پر سر و سردار ته ورکړم. یوازي دوه کاله زما تر ودولو وروسته، سر دار څلرم واده وکړ؛ یعني څلور بني په کور کي یو. خدای دي زما د سر دښمن زموږ د حاله وساتي.

د صدفي مور د خوني ووتله او صدفي ته ورغله. هغې   صدفي ته وویل:

– زویه، ډاکټر راغلی دئ. ما خو ویل، تا به وګوري، دوا به درکي، خدای به دي روغه کیي لیکن ډاکټر وائې: ستا لور په دوا او ډاکټر نه جوړیږي. هغه  وائې   چي ستا لور په ورکولو او واده کولو جوړېږی. ایا دا ډاکټر رښتیا  وائې   زویه؟

صدفی مور ته په جرات وویل:

– مور جاني، هغه ډاکټر دئ.

صدفی ته مور وویل:

– زویه، ولي دي دا خبره ما ته نه کول؟

صدفي وویل:

– موري، ما خو ډاکټر ته هم نه دي ویلي. موري، رښتیا در ته وایم: هیڅ مي واده او میړه په فکر کي هم نه و، په هغه ورځ چي بنګ زموږ کور ته راغلۍ و، او تا را ته وویل، ورسه؛ دروازه ور وښیه. دروازه مي ور وښول، بنګ خپل کار کاوه؛ پورته ئې  نه کتل. ما د ده ځوانۍ، کار او غریبی ته کتل. په فکر کي ورته ډوبه تللي وم. یو ځل بنګ غریب متوجه سو، چي زه ده ته ګورم. هغه و، چي هغه خپل د لاس ګوتی ووهلې کله چي ئې  تر ګوتو وینی جاري سوې، بیا ئې  ما ته په عاجزانه توګه سترګی را واړولې؛ د ده کتو زه لیونۍ کړم.

صدفي له لږ سکوت وروسته بیا وویل:

– موري، پر ما د بنګ اخیري کتلو دونه تاثیر وکئ، چي نور په ځان نه پوهیږم، تر اوسه مي د بنګ سترګي او ویني په فکر کي را ګرځي. دا چي بنګ به زما په باب څه فکر کړئ وي، پدې هم نه پوهیږم. اوس نو چي ته، پلار او نور دوستان څه فکر کوئ، دا ستاسي خوښه ده، او څه را سره کوي، بیا هم ستاسي خوښه ده. خدای ښه پوهیږي، زما په زړه کي بدي نسته. ستاسي او د خپلي کورنۍ عزت را باندي ګران دئ، دا مي په واک نه ده.

صدفه بیا یو څه غلې سوه او وروسته یي په غلي اواز وویل:

– زه تاسي ته نه وایم چي ما بنګ ته ورکی او نه ما د بنګ سره خبري کړي دي. زه تر مرګ ستاسي نوم ساتم، تر څو چي مړه کیږم، در سره ناسته به یم؛ اما په خپل زړه مي زور نه رسیږي.

د صدفي مور چي د لور د ډک زړه خبري واورېدې، بیرته راغله، ډاکټر ته ئې  وویل:

– ډاکټر صاحب؛ ګوره، دا خوریی ننګو مي هم ناست دئ، خدای به کوي او ته به کوي، زما سره مرسته وکه، دا لور مي ډېره را باندي ګرانه ده؛ بیا هر امر چي را باندي کوي منم یی.

ډاکټر وویل:

– خوري، زه نوره مرسته نه سم کولای، دا ستاسي کورنۍ مساله ده. زه نه پکښي ځاییږم، زما کومک دغه و، چي ناحق دواوي مي درباندي خرڅي نه کړې، پیسې مي درڅه وا نه خیستي، ته مي د لور د ناجوړئ په سبب پوهه کړې.

د صدفي مور وویل:

– کور دي ودان ډاکټر صاحب، دا مرسته هم را سره وکه، سبا شپه د صدفي پلار را رسیږي؛ دا خبري به هغه ته هم وکې.

ډاکټر وویل:

– زه خو به ورته ووایم، فکر نه کوم، چي زما خبري دي پرهغه اغیزه ولري. ستا په روی به ورته ووایم. خو بیرېږم، د کلونو کلونو اشنای مي دئ، د دې خبري په ور یادولو راڅخه خفه نه سي.

– یه، وروره؛ زه پوهیږم، د یوازني سړي څخه چي هغه نه خفه کیږي، هغه ته ئې. هغه ما ته ئې څو ځل ستا صفتونه کړي دي. ته پوهیږې چي میړه کله ښځي ته د بل نارېنه صفتونه کوي.

ډاکټر پر را درسته کړل:

– لکه ښځي چي د میړه په مخکي د بلی ښځي صفت نه کوی.

 

***   ***   ***

 بله ورځ چي سردار پر اس سپور بازار ته راغلی، نو سیده ورغی، د شیراغا د کور په دروازه کي دخپله اسه را کښته سو. د شیر اغا د کور کوچنیان پر را ټول سول؛ یو او نیم وځغستل کور ته، شیر اغا ئې  خبر کی، چي سردار صاحب راغی. شیر اغا ږغ وکئ:

– هلکو، ژر ورسئ، د سردارصاحب څخه اس ونسئ، او دی کور ته را ولئ، زه هم در وځم.

شیر اغا انډي پر انډي سو، لکړه ئې  را واخیستله، د کلا د دروازی پر خوا را روان سو. د لیري ئې  سترګی پر سر دار صاحب ومښتې او ورته وئې ویل:

– راځه، راځه؛ ولي دی پښه نیولې ده، دستر څوک خو نسته او نه دا پردی کوردئ.

روغبړونه دي چي کیږي، د شیر اغا د کور ښځي راغلې، د سردار صاحب لاسونه ټولو مچ کړل. د شیر اغا د کور د ټولو ښځو بڼې الوتي دي او خپله شیر اغا هم په فکر کي سو. یو دا چي سردارصاحب هيڅ کله هم بې    له مخکنۍ خبرتیا د دوی کره نه راتلۍ. بل دا چي دوې ورځي مخکي ئې  ښځه او لور داسي بې خبره راغلي او دغسي په تلوار بیرته د دوی د کوره ولاړې.

 دستي چای راغلې، د ډوډۍ وخت سو، د لاسو اوبه را وړل سوې، سردار په فکر کي سو، چي ښځه او لور ئې  ولي نه معلومیږي، پوښتنه هم نه کوي؛ خو فکر ئې  بند سو. بیا  ئې فکر کوي چي ډاکټر ته به تللي وي، را وبه رسیږي. اما دا چي شیر اغا او د هغه د کور ښځي هیڅ د هغوی نوم نه یادوي، ډوډۍ ئې  هم د هغو را تلو ته و نه ځنډوله، نو اشتباهي سو، چي حتمي څه پیښه ده.

څنګه چي د سردار تشویش ډېرېږی، بڼه ئې  هم تغییر خوري، خبري  هم یو ډول بل ډول  ځیني سي. هلته د شير اغا او ښځو هم فکرونه ګډوډېږی.

څو شیر اغا وسردار ته وریاده کړه:

– بې بې او صدفه په خیر کور ته در ورسیدل؟ هغوی راغلل او یوه شپه ئې  تیره کړه بیرته داسي په عجله ولاړل؛ زه هیڅ پوهه نه سوم.

د سردار نور هم فکر خراب سو، و شیر اغا ته ئې  داسي سم جواب ور نه کړی.

 

***   ***   ***

 

د خپل خوریي دکوره څخه د صدفي مور تاجو واستاوه، چي د شير اغا کور ته ورسي، وګوري، چي سردار را رسیدلی  دئ که نه. که را رسیدلی وي، خبر ئې  کي چي موږ د ننګو په کور کي یوو.

تاجو چي د شیر اغا کور ته را نژدې سو، اول د چوبند خوا ته ورغلی، چي وګوری که سردار راغلی وي، نو حتمي به ئې  اس په چوبند کي تړلی وي. تاجو چي د سردار صاحب اس ولیدئ، نو راغی، د سرای په   د روازه کي ئې  نفر ته وویل: چي سردار صاحب خبر کي، تاجو راغلی دئ، وائې:  

د سر دار صاحب سره مي کار دئ.

د تاجو په راتګ شیراغا او د هغه د کورنۍ ټولي ښځي حیراني سوې. اوس ئې  نوعقیده پخه سوه، چي حتمي څه پیښه سوې ده. خپله سردار داسي وانګیرل چي ښځي ئې  لکه چي نه غوښتل، خپل د لور په ناجوړی دوی خبر کړي، نو د دې کوره تللي ده.

شیر اغا خپله زړه نه کاوه، چي د سردار صاحب څخه پوښتنه وکي، چي څنګه ئې  دوې ورځي مخکي ښځه او لور راغلل. څنګه بیا ته دا سي په عاجله پسي راغلې، چوپ ناست دئ.

د شیر اغا مشره ښځه د ده (سردار صاحب) سکه د اکا لور ده. هغې   دا جرات وکئ، د سردار صاحب څخه ئې  وپوښتل:

– سردار اغا، خدای دي ئې  خیر کي، څه خو به پیښه نه وي، چي هغه ورځ صدفه او مور ئې  راغلې او داسي ژر ولاړې، او نن ته پسي راغلې؛ فکر دي هم سم نه رامعلومیږي،اوس بیا تاجو درپسي راغئ. موږ او شیراغا هم خبر کئ، خو دا دي هم ورور دئ. موږ او تاسي خو یو کور یو. زموږ داسي مو ګروم سو.

– نه شا ببو، داسي څه خبره نسته؛ بیا ژمی راتلۍ، صدفه او مور ئې  راغلل، څه سودا به ئې  په کار وه، او زما هم د سرکار سره لږ کار و، بیا په ژمي نه سوای راتلای؛ راغلم، دلاري را وګرځیدم  ما ویل، ښه دئ  لالا،تاسي اوټول به هم ووینم.

– ځه، شکر چي څه نسته.

سردار تاجو ځان ته را وغوښتئ؛ تاجو راغی، سردار ته ئې  وویل:

– موږ د صدفي د مور د خوریی ننګو په کور کي یو؛ صدفي ته مو ډاکټر صاحب د ننګو کور ته راوغوښتۍ او صدفه ئې  ولیدله. د صدفي مور ویل، که ته خپله هم یو وار د ډاکټر سره وویني، ښه به وي.

تاجو زیاته کړه:

–  د ډاکترسره ستاسي تر لیدو وروسته به د خیره سره خپل کور ته ځو. ځکه ډاکټر دا هم و ویل، صدفه کور ته بوځئ؛ نوره دوا ورته په کار نه ده.

سر دار تاجو ته وویل:

– ښه، مازېګر درځم، ډاکټر به وګورم، اوس ستړي یم.

تاجو رخصت سو،مازېګر چي سردار د ډاکټر ولیدو ته ورغلی، ډاکټر هغه خبري چي د صدفي مورته  ئې کړي وي، سردار ته هم وکړې. سردار ډېر وغورېدی، په قهر سو، تر خوله یي چټیات ووتل. بیا یي وویل:

– زه به ور سره ګورم، دې (صدفي) څنګه دا خبره کړې ده.

ډاکټر ورته وویل:

– سردار صاحب، هغي دا خبره نه ده کړې؛ زه یو ډاکټر یم، زه دا خبره درته کوم.

سردار وویل:

– که مي د ډېر وخت اشنای نه وای، تا هم والله که د ژوند څکه راڅخه کړې وای.

بیا ئي په قهر تاجو ته وویل:

– دوی در رهي که.

تاجو وویل:

– صاحب، اوس شپه ده، سهار وختي به حرکت وکوو.

په هر ډول چي و، بله ورځ کور ته ټول ولاړل. سردار هم لنډ په دوی پسي ور ورسیدئ.لاهغسی غوریږي. لور ئې  چي د ده په نسبت هوښیاره او ارامه نجلۍ وه، اوس نو پوهه هم سوه، چي مور ئې  پر خوا ده. په کراره ئې  خپل پلار ته وویل:

– پلاره، زه ناجوړه یم. ما دا خبره چي واده غواړم،هیچا ته نه ده کړې. دا چي ډاکټر د خپلو تجربو د مخي څه وایی، زما ګناه څه ده؟ زه ستاسي څخه هیڅ نه غواړم؛ یوازي دونه وکې چي خپلي ناجوړۍ ته پرېږدئ.پلار که ډېر راباندي په قهرئې په خونه کي مي قفل که، چي هیڅ راونه وځم. دا چي ستا نوم په ما بدېږی، ما مړه که چي نوم دي ښه سي.

د صدفي تر دې خبرو وروسته د صدفي پلار او مور څه نرم سول بیا ئې نو  د څه وخت دپاره کوښښ کاوه، چي کور ته ښځینه میلمنی راولی، ښه ډوډۍ ګاني پخې کړې. یا به د صدفي مور صدفه د خپلوانو او نورو شناخته ګانو کورونو ته بیوله، که ئې  په دې کړوسره د لور فکر څه سم سي.

د صدفي مور او پلار په ګډه هر څه کوښښونه چي وکړل، ګټه ئې  نه کوله. لور ئې  ورځ تر بلی کمزورې کیدله، ډوډۍ به ئې  نه خوړله، د چا سره ئې  مجلس نه کاوه؛ هلته به لیري د ښځو څخه داسي په چورت کي ډوبه ناسته او یا پرته وه.

ډېر وخت تیر نه سو، چي صدفي ته ټوخی هم پیدا سو.ټوله ورځ به ئې  ټوخل او کله توده او کله به ئې  سړه تبه کیدله. پلار ئې  بیا ډاکټر ورته راوغوښتۍ. دا ځل چي ډاکټر راغلی، د صدفي پلار ته ئې  وویل:

– لور دي په لوی لاس سل (توبرکلوز) کړه. ما خو درته وویل، چي دوا ګټه نه ورته کوي؛نورئې د قبر او هدېرې غم وخوره.

په دې ډول، ډاکټر یوازي خپل نظر ورته ووایه او بیرته ولاړ.

سردار چي د ډاکټر خبره واورېدله، حیرانی واخیستۍ، چي اوس څه وکئ؟ د ښځي سره ئې  خبري وکړی. ښځي ئې  ورته وویل:

– ما خو درته وویل، چي داسي ناروغي بل علاج نه لري. زما خبره دي نه منله، د خپلي سردارۍ او سرداري کورنۍ په نشه مست وي. اوس یي نو خدای ته  پرېږده.

سردار خپلي ښځي ته وویل:

– دا یو کار به لا وکم؛ هغه دا چي خبر سوم، سلیم د خپلو زامنو سره یو ځای ښار ته تللي دئ. د هغې   ورځي څخه ورک دئ. دا مانا چي دی هم په دي خبره خبر سوې دئ، چي د کلي  تللی دئ. زه به ښار ته په بنګ پسی ولاړ سم؛ مجبور یم چا ته څه پیسې ورکم، چي بنګ مړ کي کله چي د بنګ په مرګ صدفه خبره سي، زړه به ئې ځیني پرې او صبر سې. وروسته به ئې  وخپل وراره ته ورکم او ژر به ئې  ور واده کړم. ستا سره مي سلا کوله.

ښځی ئې  ورته وویل:

– سړیه! دسلیم اکا د زوی بنګ  بیچاره په دې کي څه ګناه ده، چي وژنی ئې؟ دغه دلاس ګوتي خوږ سوې، ناجوړه سو پلار بیوزله ئې ښارته بوتۍ، او که په بنګ پوهه سوې وي،هغه دئ کلي  ئې  پرېښوئ.ته که د لور ژوند غواړی، زما خو خوښه ده، چي بنګ پیدا که، صدفه ورکړه؛ لور به دي جوړه سي د بنګ د قتل د ګناه به هم خلاص سې.

سردار خپلي ښځي ته و خښمیدئ، بیا یي په قهر وویل:

– دا یوازي زما خبره نه ده؛ دلته د ټولي سرداري کورنۍ دعزت خبره ده، تا ته خوځکه زموږ د کورنۍ نوم څه اهمیت نه لري.چي په خټه زموږ نه ئې،ته دپردې ټبره را واده سوې ئې.زه څنګه یوه خوار، غریب هلک ته لور ورکړم، چي بیا به زما تر مرګ وروسته حق غواړي. د سرداري کورنۍ په جایداد به شرېکیږي. لور راباندې ګرانه ده، خو نه دونه چي په مځکو او میراث کي مي پردي را ګډ سي.

بیا یي زیاته کړه:

– ته وا، موږ چي دا جایدادونه په مفته ساتلي دي. دغریب مرګ څه دئ اوغم ئې  څه؟؟؟ یو څو پیسې به مي مصرف سي، بلا په پیسو، ولاړي دي سي.

 

***   ***   ***

 

سردار پر خپله خبره ټینګ و درېدئ. بله ورځ د کلي  څخه ښار ته ولاړئ. اوس نو سردار ښار ته د سلیم د زوی بنګ په وژلو پسي د کلي  راغلۍ دئ. په ښار کي ئې د خپلو باوری خپلوانو او پخوانیو اړیکو په مرسته ژر د پیسو په زور، دوه سړی وژونکی را پیدا کړل.

د سړو سره ئې  د بنګ د وژلو بیه هم خلاصه کړه او نیمایی قیمت ئې  وژونکو ته هم ورکی. تر هغه وروسته، د سلیم اکا د زوی عطا محمد د دکان په پیدا کولو پسې سو. دوی ورځي لا تیري نه وي، چي د عطا محمد دکان ئې  هم پیدا کی. د سلیم اکا مشر زوی عطا محمد د نجارۍ دکان په بازار کي و.

سردار بله ورځ هغه د بنګ د وژلو دپاره سړی وژونکی د ځانه سره رهي کړل؛ ځکه د دوی تر منځ قرارداد داسي و، چي سردار به نیمی پیسې مخکي ورته سپاري او پاته د بنګ تر وژلو وروسته ورکول کیږی. بل شرط دا و، چي سردار به بنګ دوی ته ورښئی چي ویي پیژنې.

دوی چي درې سره د عطا محمد دکان ته نژدې سول، سردار هغوی ته وویل:

– تاسي لږ لري ودریږی؛ زه دکان ته ورځم. تاسي راته ګورئ، زه بنګ درښیم. نور تاسي    پوه سه او کار مو، چي څنګه ئې  وژنۍ.

سردار دکان ته ورغي، ګوري چي سلیم اکا هلته په دکان کي یوازي   کار کوي. سردار د عطا محمد د دکان په خوله کي ودرېدئ؛ سلام یي ور واچوئ. سلیم اکا سردار پر ږغ وپیژندئ؛ خپل د کار د ځایه ورته را ولاړ سو، د سردار ئې  ډېرعزت وکئ او د ناستي بلنه ئې  ورکړه.

سردار چي مقصد ئې  د بنګ لیدل او خلګو ته ورښول و، او اوس په دکان کي هغه نسته، نو د سلیم اکا غوښتنه ئې  ومنله او کښینستۍ.

سلیم اکا ژر چای ورته راوغوښتلې. په اول کي سلیم اکا فکر کوی، سردار صاحب به نو حتمي دلته په دي راغلې وي، چي دروازه یا کم (کوم) بل شی به ئې  په کار وي. هغه بیوزله ژر ژر د کلیوالو او خپلو ملګرو په باب پوښتني ځیني کولې. مګر، سردار داسي نا ارامه و.

سلیم اکا اشتباهي سو. بیا هم څه نه وائې، هغه لکه خوب چي ویني. د سردار راتلل، بیا څنګه د ده سره کښینستۍ او چای خوري. دا بیخي عجایب او نابلده خبره وه. هر څه ئې  هیر سول. په دې وخت کي عطا محمد هم دکان ته راغۍ.

د عطا محمد چي سترګي پر سردار ومښتې، فکر یووړۍ، چي سردار څنګه زموږ غریبانو دکان ته راغلی دئ؟؟؟ په هرصورت، سلام ئې  واچوئ. د سردار سره ئې  روغبړ وکي، هلته ګوښه په خپل کار بوخت سو. غوږ ئې  نیولی دئ، چي سردار به ئې  پلار ته څه وائې؟

 سردار د سلیم اکا څخه وپوښتل:

– ډېر وخت دي دلته په ښار کي تیر کی. ما ته داسي ښکاری چي کلي  ته دي د راتلو نیت نسته. که زما خبره منې، ستا دپاره خو به په ښار کي ژوند ښه وي؛ مګر، د هلکانو دپاره ښار ښه ځای نه دئ. دلته په ښار کي هلکان ژر سپین سترګي کیږي. اول بد کار ئې  دا دئ چي د مور او پلار په خبره نه وي.

وروسته ئې  وویل:

– بنګ او کولی چیري دي، نه معلومیږي، درڅخه تللي خو به نه وي؟

سلیم اکا وویل:

– ښه سو، چي را په یاد دي کړل؛ زماهم په بنګ تشویش و، ستا سره په خبرو اخته سوم، هغه مي هیر سو.

سلیم اکا ور پسې زیاته کړه:

– د بنګ پوښتنه دي وکړه، ته وده؛ سهارعطا محمد د بنګ سره تللي و.

هغه ته ئې  ور ږغ کړل؛ عطا محمد ورته را نږدې سو:

– زویه، د بنګ کار څنګه سو؟

عطا محمد وویل:

– بابا، د شکر ځای دئ، بنګ په خیرسره ولاړئ.

کله چي عطا محمد وویل، بنګ په خیر ولاړی، ناڅاپه د سردار د لاسه د چایو پیاله ولوېدله او بي اختیاره یي تر خوله راووتل، چیري؟

عطا محمد پر را درسته کړل:

– بنګ سرکار کابل ته بوتۍ، چي هلته سبق ووایی.

سردار خو د اوله سره څخه هم داسي امانت ناست و؛ کله چي ئې  د بنګ د تلو او بیا دا چي هغه سرکار بیولی دئ، واورېدل؛ ژر د ځایه ولاړ سو، او بې    له خدای په اماني څخه روان سو. سلیم اکا او عطا محمد لکه څنګ چي د سردار په راتلو سره په فکر کي و، اوس په بې    پر وائې   ولاړیدلو شکمن کړل.

زوی او پلار څو څو ځله دا خبره سره کوله: څنګه راغی او څنګه ولاړی؟ د را تلومطلب ئې  څه و، او د ولاړیدو سبب ئې  څه و؟ دواړه نه پوهیدل.

سردار چي د عطا محمد د دکانه څخه څه لیري سو، ورسره هغو سړو ته چي ده پیسې ورکړي وي  اوغوښتل ئې  چي هغوی به بنګ ورته وژني؛ اوس چي بنګ نسته، سردار د دوی څخه د خپلو پیسو بیرته د ورکولو مطالبه لرله، او سړو نه دا چي هغه پیسې نه ورکولې، د پاته پیسو غوښتنه کوله.

سړي هم د سردار په اصلي مطلب نه دي خبر. هغوی سردار ته وویل:

ښه، چي بنګ نسته، پلار به ئې  در ته ووژنو، یا به ئې  دا بل زوی درته مړ کړو، پر تا ئې بیا څه فرق دئ؟ مطلب زموږ پاته پیسې به راکوې.

د سردار ټینګار زیات سو؛ خبره تهدید او بدو ویلو ته سره ورسیدله. سردار هغوی ته وویل:

– د حکومت په زور خپلي پیسې در څخه اخلم، بندیان کولای مو سم.

رښتیا هم د سردار خبره حکومت اورېدله. د بنګ د قتل دپاره کرایه کړو جنایتکارانو فکر وکئ، چي سردار حتمي دوی ته مشکلات جوړوي او پیسې هم را څخه اخلي. نودوی دا ښه لاره وګڼله،پر موږ ئې څه فرق دئ   راځه چي خپله سردار مړکو. هغوی همداسي وکړل. سردار ئې  پر سر په هغو ګولیو وویشتئ، چي سردار دوی ته د بنګ د وژلو دپاره ورکړي وې.

 

سمدستي  په ټول ښار کي اوازه خپره سوه، چي د لوی کلي  سردار نن په ښار کي دنامعلوم سړو لخوا وژل سوی دئ. ټولو حکومتي سړیو، یوی خوا او بلی خوا ته سره ځغستل. مازېګر چي کولی د مکتبه دکان ته راغی، پلار ته ئې  دا خبره وکړه، چي نن هغه زموږ د کلي  سردار په ښار کي چا وژلۍ دئ.

سلیم اکا او عطا محمد دواړه حیران سول، یو بل ته ئې  وکتل. سلیم اکا و کولی ته وویل:

– زویه، هلته مي څه غوښي راوړي دي، هغه واخله، کور ته ځه؛ موږ هم پسي درځو.

کله چي کولی د دکانه ووتۍ، سلیم اکا عطا محمد ته وویل:

– زویه، پر خوله لاس نیسه، هیچا ته دي تر خوله ونه وځی، چي سردار زموږ دکان ته راغلۍ و، او یا موږ ولیدئ.

 

***   ***   ***

سبا ته حکومت د سردار د وژل کیدو په تور ډېر بي ګناه خلګ ونیول او په خورا درنو مراسمو ئې  د سردار مړۍ تر کلي  ورساوه.

کله چي د سردار جنازه کلي ته وړل کیده، سلیم اکاعطا محمد ته وویل:

– زویه، زه به د سردار د مړي سره کلي ته ولاړ سم؛ یوې خوا ته به مي په جنازه کي برخه اخیستۍ وي، بلی خوا ته به  هغه کلیوال  ووینم، ښه یي لا دا چي د هغې   خوا به خپل کالي او سامان د یو چا په موټر کي واچوم او را به ئې  وړم.

د عطا محمد هم دا خبره خوښه سوه. سلیم اکا په جنازه پسې د خلګو سره یوه موټر ته پورته سو. جنازه کلي ته ورسیدل، سردار ئې  خاورته وسپاره.

کلیوالو د سلیم اکا سره ډېر په مینه روغبړونه کول.

معلم مرجان سلیم اکا خپل کور ته بوتئ د سلیم اکا تلوار و، چي د ښاره د راغلو خلګو سره بیرته د هغوی په موټرونو کي ځان او خپل لږ کالي او سامان ورسوي. خو کلیوالو سلیم اکا پرې نه ښود، چي په هغه ورځ دي بیرته  ولاړسي.

هلته د سردار په کور کي صدفه او د صدفي مور خبري سوې، چي سلیم اکا هم هدېری ته راغلی دئ. دواړی دونه خوشحاله سوی، چي د سردار مرګ ئې  هیر سو. تاجو ته ئې  وویل:

– سیلم اکا پیدا که، د نورو خلګو پټ ورته ووایه، چي د صدفي د مور په کار یی.

تاجو راغی، سلیم اکا د معلم مرجان په کور کي و. خپله خبره ئې  سلیم اکا ته په کراره وکړه. سلیم اکا په چورت کي سو؛ د ځانه سره ئې  وویل:

– یا خدایه،ته فضل وکي!

سلیم اکا نه پوهیږي، چي د سردار ښځه به ده ته د ویلو څه لري.  هغه تاجو ته وویل:

– ښه، اوس خو شپه ده، سهار به ئې  سلام ته ورسم، فاتحه به هم ورکړم.

سلیم اکا ټوله شپه خوب و نه کی. ډول ډول فکرونه ورته پیدا کیدل. سهار یي معلم صاحب مرجان ته وویل:

– زه به یو ځل د سردارصاحب کور ته ورسم؛ ښه دي دا ښځو ته به ئې  فاتحه ورکړم؛ ډېر کلونه مو سره تیر کړي دي. بیا به نو زه د خیره رخصت واخلم، او ځم به.

معلم صاحب سلیم اکا ته وویل:

نن شپه لا تیره که، ډېر خلګ د ښاره څخه سبا فاتحې ته راځي؛ سبا سهار به دي د هغو سره په موټر کي واستوم. سامان به دي هم درسره ورسوي.

سلیم اکا وویل:

– یاره معلم صاحب، تا دي خدای ژوندی لري، هر وخت دي زما خدمت کړی دئ؛ زما سره خو څه نسته، په هر لمانځه کي دعاوی درته کوم؛ سمه خبره ده، زه به پاته سم.

***   ***   ***

سبا ته کله چي سلیم اکا د سردار کور ته ور ننوتۍ، د سردار ټول کهول پر را تاو سو. سلیم اکا یوه دعا وکړه، او وئې ویل:

– سردار صاحب ښه سړی و، خدای دي ئې وبخښي؛ تاسي  دی خدای د نورو غمونو څخه په امان لري.

د صدفي مور د سلیم اکا څخه پوښتنه وکړه:

– سلیم اکا ښار ته ګډه کیږی؟

سلیم اکا جواب ورکی:

– هو، بې بی. هلته هلکان عطا محمد مکتب ته واچول، بنګ خو سرکار د نور زیات سبق ویلو دپاره کابل ته بوتۍ، ما او کولی ته دلته یوازي ژوند سخت و، هلته د عطا محمد سره اوسیږم.

د صدفي مور وپوښتۍ:

– بنګ جوړ و؟

سلیم اکا وویل:

– هو، شکر دئ جوړ و. هغه ګوتي چي ئې خوږ سوي وې، څو ورځي داسي ورسره زهیر و؛ مګر، د خدای فضل و، ښه سو، چي حکومت کابل ته واستاوه؛ ان شا الله  هلته به نور هم ښه سي ،درې څلور کاله وروسته به په حکومت کي یوه ښه وظیفه پیدا کي.

د صدفي مور د سلیم اکا څخه د عطا محمد د دکان پته واخیستله، او سلیم اکا ته یي وویل:

– زه څو ورځي وروسته ښار ته درځم، بیا څه خبري درسره لرم.

د سلیم اکا نژدې و، چي تر خوله ووځی، چي سردار صاحب هم د مرګ په ورځ دکان ته یوځل راغلۍ و. هغه د صدفي مورته وویل:

– خدای دي هرکله راوله.

نور سلیم اکا د سردار د کورنۍ څخه رخصت واخیستۍ.

بله ورځ سلیم اکا د معلم صاحب، بډي اکا او یتیم محمد اکبر په مرسته خپل پاته کالي او لږ سامان د ښاره راغلیو سړیو په موټر کي سره واچول. هغه د ټولو کلیوالو څخه رخصت را واخستئ او د خپل کور پر خوا را روان سو. مګر، بیا هم ډېر نا ارامه و. ټوله لاره ئې په سوچونو او چرتونو تیره کړه. یوه ورځ د عطا محمد د دکان مخ ته یوموټر ودرېدئ.

سلیم اکا  ځیني راکښته سو. عطا محمد او کولی ورته راغلل. سامان ئې  د موټره کښته کی. هغوی خوشحاله سول، چي پاته کالي او سامان ئې  پلار را ورسول.

سلیم اکا د خپل مشر زوی سره دا خبره شریکه کړه، چي د خدای بخښلي سردار ښځي را ته وویل:

– زه ښار ته درځم، هلته څه خبري درسره کوم. زویه، خدای دی ئې  خیر کی، چي څه به راته وائې.

عطا محمد پلار ته وویل:

– فکر کوم چي د سردار د وژل کیدو په باب به کم چا څه ورته ویلې وي، یا به سردار چي زموږ دکان ته راغلی و، چا لیدلې وې؛ دغی ښخي ته به چا ویلي وئ.

سلیم اکا او عطا محمد هره ورځ جلا جلا فکرونه کول.

په دې منځ کي ښه ډېر وختونه تیر سول. دا دئ یوه ورځ ډاګی د عطا محمد دکان ته یو خط راوړۍ. کولی چي خط ولیدی، پر پلار او ورور ئې  زېری وکئ، چي شکر دی د لالا( بنګ) مي خط راغئ.

سلیم اکا او عطا محمد کښینستل؛ کولی د بنګ خط خلاص کړ، سربیره پر خط بنګ خپل یو عکس هم ورته راستولې و. اول د بنګ عکس ټولو وکوت، سلیم اکا وویل:

– ماشا الله دا خودا دئ ښاېسته ضابط ځیني جوړ سوی دئ. ځکه عکس په نظامی یونیفورم کي اخیستل سوی و. وروسته کولی د خط په لوستلو پیل وکئ.

بنګ په ښه او واضح خط سره تر ټولو مخکي خپل پلار ته لیکلی و:

– پلار جانه، لاسونه دي در مچوم؛ ستا سیورۍ دي زما د سره څخه پاک خدای نه لیري کوي…. 

بیا ئې  په ترتیب: عطا محمد، ورېنداری، کولی او ورېرو هریوته د محبته ډکی جملې لیکلي وي. په خاصه ئې  د کولی څخه غوښتي و، چي ډېرپر خپلو سبقو زور واچوي.

د بنګ په روغتیا، خط او هوښیارو خبرو ټول خوشحاله سول؛ بیا ئې  عکس هر یو جلا جلا وکتۍ، خو سلیم اکا تر ټولو زیات. هغه عطا محمد ته ویل:

– ولچی (والله چي) په دي اول کال کي دا مکتب او مسافرۍ مي زوی را هوښیار کړی دئ. زړه مي را ژوندی سو، خدای دي ئې د بدي ورځي راوساتي. څونه پخې خبري ئې  کښلي وې. دا عکس او خط ئې نو نور ما ته را کی، زه ئې  ساتم، ستاسي څخه ورک نه سي. سلیم اکا د بنګ عکس او خط په خپل جیب کي وساتل.

 

***   ***   ***

دا دی یوه ورځ دکان ته دوی ښځي په چادریو کي ورننوتې. سلیم اکا او عطا محمد ته ئې  سلام واچوی. یوې ښځي خپل مخ لڅ کی. سلیم اکا ولیدل، چي د صدفي مورده. ښه روغبړ ئې  ورسره وکئ. ښځي ورته وویل:

– کور مو چیري دئ؟ شپه در سره تیروو!

سلیم اکا ورسره د دکانه راووتۍ. ښځي ئې خپل  کور ته بوتلې. د سلیم اکا مږور(اینګور) د ښځو هر کلي  وکئ. عطا محمد او کولی هم کور ته  ورپه سي راغلل. د شپې غریبانه ډوډۍ ئې  سره وخوړل. وروسته، د سردار ښځي او د صدفي مور خپل د ورتللو سبب سلیم اکا او عطا محمد ته داسي بیان کی:

– زه پدې راغلې چي دا نن ټوله کیسه  تاسي ته وکړم، چي څنګه صدفه په بنګ پسي ناجوړه سوه.سردار ښار ته په څه پسي راغلی و؟ 

اوخدای څه ور پیښه کړل………….کله چي د صدفي د مور خبري خلاصي سوې. سلیم اکا او عطا محمد څه چي د هغې خپله لور صدفه هم داسي په چورتو کي ډوبه ولاړل. ځکه صدفه هم د خپل پلار پدې نیت نه وه خبره، چي هغه د بنګ د وژلو پلان لاره.

د صدفي مور بیا وویل:

– د دې ټولوخبرو څخه مي مطلب دا دئ، چي غواړم خپله لور ستا زوی بنګ ته ورکړم.

سلیم اکا  او عطا محمد هکی اریان سول. چي دوی څه ووايې،تر څه فکر کولو وروسته ورته سلیم اکا په کراره ورته وویل:

– خوری، ستا ئې  کور ودان؛ خو ته دا زموږ بې کوری او غریبی ته و ګوره؛ تاسي خو شکر الحمدالله د مځکو، باغو او پیسو خاوندان یاست. دا چي ته  وائې   صدفه بې له بنګ ژوند نه سي کولای، نو ما ته هم لږ وخت راکه؛ د بنګ د رخصتي ورځي را نږدې دي. هغه به په خیر په رخصتي کور ته راسي، یوه پوښتنه ښه ده هغه به هم وپوښتو.دغه دئ تازه ئې  خط راغلۍ دئ او عکس ئې  هم راستولی دئ.

د صدفي مور د سلیم اکا څخه د بنګ خط واخیسته، وئې لوستۍ، بیا ئې  د بنک عکس وکوت. ژر ئې  صدفي ته ور ږغ کړل؛ د بنګ عکس او خط ئې  هغې   ته ورکړل. صدفي هم د بنګ خط ولوستۍ او عکس خوئې  د ځان سره واخیستۍ.صدفه په زړه کي خوشحاله سوه، ځکه بنګ نورهم ښایسته سوی و.

صدفی او د صدفي مور په هغه شپه خطونه ولیکل او د بنګ په ادرس ئې  هغه ته ور واستول.

سلیم اکا د صدفي د مور سره وعده وکړه، کله چي بنګ په رخصتي د خیره سره کور ته راسي، د هغه په خوښه به دغه کار کوو.

سهار چي د صدفي مور او صدفه د سلیم اکا د کوره په خوشحالۍ ووتلې، تر وتلو مخکي ئې  کولی ته څه پیسې ورکړې، چي د مکتب دپاره شیان په واخله. هغې   د سلیم اکا مږور او د عطا محمد ټولو اولادو ته یو څه پیسې اېښی وې. دصدفي مور د تللو په وخت کي وویل:

– موږ د خیره سره ژر راځو.

صدفه د بنګ په خط او د هغه د عکس په لیدو ډېره خوشحاله وه. هغي د بنګ عکس هر ځل کوت.

د صدفي مور څو شپې د خپلو نورو دوستانو په کورونو کي تیري کړې، او د سردار هغه کور چي په ښار کي و، او څوک په کرایه پکښي اوسیدل، د هغه د ورخالي کیدو خبره ئې  هم وکړل. بیا نو مور او لور دواړه کلي  ته ولاړل.

کله چي دوی کلي  ته ورسیدل، اول د سردار د کورنۍ ښځي او بیا کلیوالو چي صدفه ولیدله، ټول حیران سول، چي صدفه په ښار کي څنګه ښه جوړه سوې ده. هر چا به د صدفي د موره پوښتل، چي کم ډاکټر ته دي ور وستله؟ کم ښه پیر ته دي وروستله؟ چي دا سی ښه سم ئې  جوړه کړه. 

د صدفي مور حال نه وایه. هغي به دا یوه خبره کوله:

– په ښار کي ئې  د دوستانو په لیدو سره فکر سم سو، شکر جوړه سوه.

 

***   ***   ***

 

دلته د سردار په کور کي د سردار نازولي په سر پک زوی مشر سو، چي نه په کورنۍ ژوند پوهه و، او نه د کلیوالو سره په تیر او بیر پوهیدئ.

د صدفي او مور ئې  هم په دغه  دبنو ډک کور کي ګوذاره ورځ تر بلي سختیدله، نو ئې  د بن زی او بنو څخه د خپل حق د جلاوالي خبره را پورته کړه. دبني زی ئې  خپله پلرګنۍ ټوله را وغوښتل. د خپلي میری او میری زی خور غوښتنه ئې  د دوی په منځ کي واچول.

د سردار وروڼو د سردار پک زوی ته مشوره ورکړه، چي د صدفي مور خا مخا حق غواړي او درڅخه جلا کیږي، دا غلطي دي پلار کړې ده، چي له پردو (بل قوم) څخه ئې  ځان ته ښځه وکړه. اوس موږ ته را پیښه ده؛ نوم د نامه نه پرې کیږي، حق به ئې  ورکړو. خو په جایداد، مځکو او باغونو او اوبو کي  ئې  نه سو را سره شریکولای، چي دا او یا د دې خپلوان به زموږ د مځکو په منځ کي تناب کش کړي.

د هري  ورځي تر زوکلیدو، او همیشني غم څخه  ښه دا ده چي لاس ئې  د غاړی وباسو. د هري  خوا چي ئې  کوو، په نغدو به ئې  غاړه وبا سو. موږ پوهیږو، بې له هغه هم دا زموږ سره نه کښیني، ښار ته ځي، او که خپلي پلرګنۍ ته ځان نږدې کوي. بس همدا مو فیصله ده. د شیر اغا خبره ټولو ومنله. د صدفي او مور د حق حساب ئې وکئ.

کله چي ئې  د دوی دوو د مځکو او باغونو قیمت په خپل زړه وټاکئ، بیا هم ډېري پیسې کیدلې. د سردار پک زوی وویل:

– اول خو زه دا دونه پیسې نه لرم؛ دوهم دونه پیسې نه ورکوم.

صدفی او مور ئې  په خبرو او مجلس کي برخه نه لرله.

بیا شیر اغا وویل:

– خیر دی، نیم قیمت به ئې  ورکړو.

وروسته د سردار زوی د شیراغا خبره ومنله، او پر زیاته يي کړه، چي نیمی پیسې اوس او نیمی نوري پر کال چي حاصل واخلم.

پک ،غوښتل چي یوه بله  لانجه جوړه کي هغه وویل:

– د صدفي مور ته به خپل حق ورکړو، اما صدفه نه پرېږدم، چي حق واخلی. هغه خو زموږ وینه ده. هغه به  دلې  دشیر اغا زوی ته ورکوو. دشیر اغاخو داخبره د اوله سره خوښه وه.وئې ویل دا خو ډېره  ښه خبره ده ښه دئ چي زما په ژوندونی په خپل لاس خپله وریره را واده کم.

د صدفي میری زی ورور وویل:

– شیراغا! ته ښه وایی، خو زه فکر نه کوم، چي صدفه دي د موره را جلا سی. هغه هم خپلي مور ته سوې ده. که زما خبره منې، هیڅ خپل د خولې خوند مه بده وه، مه ئې  ور یادوه. که دي وریا ده کړه او وئې نه منله، خلګ را خبر سول، بیا به ئې  نو یا ودوو یا به ئې  وژنو.

د ټولي کورنۍ ئې  پر دی سلا سول، چي میری او خور ته د حق په نوم څه ورکړي. صدفي او مور ئې  هم قناعت وکړ. هغو د خپل حق د نیمو پیسو د اخیستلو پر وخت د ښار د کور غوښتلو خبره وکړه.

د ښار پر سرای باندي ئې  بن زی څه ټینګار وکئ؛ خو شیر اغا فیصله وکړه، چي کور به درکړو، خو د پیسو برخه دی څه کموم. د صدفي مور د شیر اغا خبره ومنله.

 

***   ***   ***

 

صدفه او مور ئې  ښار ته راغلې. څو شپې ئې  د خپلي پلرګنی سره تیري کړې، چي کور ئې  ورته خالي سو. پدې شپو کي بنګ هم د کابله په رخصتي کورته راغلی.

سلیم اکا بنګ ته د صدفي د ورغوښتلو خبره وریاده کړه.

بنګ ته خو هر څه روښانه و. ځکه صدفي او د هغې   مور څو خطونه وراستولي وو. بیا ئې  هم پلار ته وویل:

– هرډول چي بابا جانه ستا او د لالا (عطا محمد) خوښه وي.

سلیم اکا د خپل زوی بنګ پدې مودبانه جواب زیات خوشحاله سو.

 

***   ***   ***

سبا، په ډاډه زړه باندي سلیم اکا، عطا محمد او څو سړی سره را ټول او د صدفي دوی کور ته ورغلل. د صدفي مور هم د خپلو دوستانو رضایت حاصل کړئ و. هغه ئې  را غوښتی وو. خو د صدفي میره زی ورور او نور سرداران خوښ نه وو. ځکه د صدفي د شیرېنی د ورکړی په مراسمو کي ئې  برخه  وانه خیستل دوي دا ځان اوخپلي کورنۍ ته یو توهین وباله،چي څنګه دیوه سرداري کورنۍ نجلۍ دیوه غریب او(اُپره) سره واذه کوي..

په هر ډول چي و، د صدفي د مور له خوا دوستانو، وسلیم کاکو او ورسره راغلو خلګو ته د صدفي شیرېنی ورکړه.

د صدفي مور او صدفه پوهیدل، چي بنګ او پلار ئې  خپل کور نه لري.  نو له پخوا څخه ئې  فیصله دا وه، چي په ښار کي به د خپل غټ کور یوه برخه د صدفي په نوم کوي، چي بنګ، پلار او وروڼه ئې  پکښي ژوند وکړي.

د صدفي د شیرېنی د ورکړی سره سم، د صدفي مور د سلیم کاکو څخه غوښتنه وکړه، چي د خیره سره تیاري ونیسۍ، دغه زموږ کور ته به را کډه سی. ښه دئ لور او زوم به مي په څنګ کي اوسیږي. زه بل داسي تیرونۍ دوست بې له دغه لور څخه نه لرم، او ته به هم د خپل زوی او مږور څخه لیري به نه ئې.

سلیم اکا په خبرو کي داسي پښه ونیوله، فکر ئې  وکړی، چي د صدفي مور غواړي، یوازي   زه او بنګ د دوی کور ته را کډه سو. هغه وویل:

–  خوري، زه عطا محمد، اولادونه او کولی زوی مي یوازي   نه سم پرېښولای.

د صدفي مور بخښنه وغوښتله، او بیا ئې  خپل خبره پوره کړه:

– زما مطلب داسي نه و، چي یوازي   ته او بنګ به دلته اوسیږی،  بلکي تاسي ټول به دلته یو ځای را سره اوسیږئ. زما او صدفي دواړو هیله دا ده چي صدفه د خپل خُسر او لیورو سره یو ځای وي، ځکه ښځه په خپله خُسرګنۍ کي ښه وي. ان شا الله چي تاسي  را کډه سئ، ژر به د بنګ او صدفي د واده سرښته وکړو. غریبي دې ځان وخوری.  سلیم اکا د صدفي مور ته وویل:

–  خوري، خبري به لڅی کوو. ستاسي ئې  کور اباد، چي خپله لور مو زما زوی ته مفته بې له ولوره راکړه. د واده کولو دپاره څه وخت را کړه، چي زه او عطا محمد یو څو پیسې سره برابري کړو. واده خو څه لګښت غواړی.

د صدفي مور سلیم کاکو ته اطمنان ورکړئ، چي صدفه غواړي، د خپل واده ټول لګښت په خپله وکړي؛ هر څه ئې  را نیولی دي؛ ته بیغمه اوسه.

سلیم اکا او عطا محمد ډېر خوشحاله سول؛ رخصت ئې  واخیستی او خپل کور ته راغلل.دظلمه په امان ژوند ولری.

 

پای

یوه ضمني خبرتیا:

انجمن د وستي افغانستان

محبت ؛ ګاهنامه”      mahabbat”

A none periodical newsletter published by ADS

(Afghan Dosty Society) UK

شماره یکم سا ل  هجدهم جولاي ۱۰۱۵م

“محبت٫‎ګاهنامه” دهغي نوم وتي افغاني مجلې نوم دئ چي د لیکوال،سیاستوال ښاغلي محمدهمایون “تاج”په سر پرستۍ نژدې شل کاله په انګلیستان کي په پښتو او دری ژبو باندي نشرات لري. یوه  غیري وابسط،مجله ده،  افغاني پاخه لیکوال، ادیبان، شاعران، کیسه لیکونکي  او دهر پند ماهیرېن هلته خپل مضامین د نشر لپاره ورکوي.د هغي مجلي په (۶۰ او۶۱)صفحو کي تردي سرلیک لاندي “دیوه نوي کتاب معرفي  اوخبرتیا ”  د ښاغلي “انځورګر” صاحب  په قلم لیکنه نشر سوې  ده.

همدا ډول د ښاغلي “انځورګر”صاحب  لیکنه ” دیونوي کتاب معرفي او خبرتیا” دکندهارغښتلي یا نامیان. په جرمني کي د (کاخ سخن)kakhe sokhan ارګانِ نشراتی کانونِ فرهنګی افغانانِ مقیم ایالت بایون. یا”دباین دولایت دافغانانودکولتوري اوفرهنګي مرکز”لخوا په خپل نشراتي ارګان ( مجلې): درشماره (۳۳/۳۴)،سال دوازدهم تابستان وخزان ۱۳۹۴ خورشیدی،(نوامبر ۲۰۱۵)م په ۳۰/۲۹صفحه کي نشر کړې ده. زه د  ښاغلي انځورګرصاحب د محبت د مجلې د محترم  مسول همایون “تاج” اوهمکارانو اوپه جرمني کي د”کاخ سخن” د مسول مدېر، وویراستار: دوستدار او دټولني دټولوغړوڅخه یو جهان  مننه کوم.اود انځور ګر صاحب لیکنه د لته  ستاسي د لوستو دپاره کټ مټ رانقل کوم.

 

دیوه نوې کتاب معرفي او خبر تیا!                  انځورګر 60 صفحه.

دکندهارغښتلي”نامیان” پدې وروستیوکي یو نوی کتاب «دکندهار غښتلي “نامیان” » په نامه. په ښکلي صحافت د چاپه راوتلی دئ. د کتاب لیکوال ښاغلي عبدالقیوم دئ.  دغه اثرچي په “۱۲۱” مخونو کي کښل سوۍ د ئ.  د لیکوال د کلتوري زیارونو،ټولنیزو د ردونو،احساساتو او هیلو یو نوی ابتکاري او د اهمیت وړ څیړنه ګڼل کیدای شي.  په د ې لیکنه کي ډېري خبري شته. خو تر هر څه وړاندي.  د دغه څیړني ټول محتویات او مطالب،د سیمي د نامیانو، ټینګانو، میړنیو،غښتلو پیژندګلوی ته وقف دی.  لیکوال د دغو غښتلو. با استعداده او انرژي لرونکي ځوان قشر، چي د استبدا د او ظلم په وړاندي د مقاومت کولو په ګناه او یا دا چي پر دوی باندي د کوم تپل شوي جرم په مقابل کي په پټه خوله په کلکه د رېدلي دي او ظالم او توطیه کونکي ئې د ماتي سره مخامخ کړي دي،نو دوی ئې بیا و زندانونو ته ټیل وهلي دي.  او هلته بیا د د سیسو او توطیو قربانیان شوي دي، پرده پورته کوي.

همدارنګه. لیکوال بیا د دغو ټینګانو ټولنیز، اخلاقي خویونه او د ټینګوالي د علتونو ځانګړتیاوي د بیلابیلو شخصیتونو په وجود کي په ژوندی توګه بیانوي.  مینه وال کوالي شي پورتنی خبري د کتاب په متن کي ولولي.  لیکوال د کتاب د سیریزي په لومړي مخ کي لیکي: ځیني لیکوال. لیکني د تفسیر لپاره کوي اوڅوک ئې بیا د تغیر لپاره لیکي.  خو زه ئې د تغیر او تفسیر د واړو لپاره لیکم”. د تفسیرڅخه مي مطلب دا دئ چي تر وسه د مسلي ښه وضاحت وسي.  خلګ آګاه او خبر کړم. د تغیر څخه مي مطلب د هغه منفي  ذهنیت سمون دی چي د کندهار د غښتلو “پاي لوچو” په باب سرکاري سړو،پردو او پردوپرستو د کلونو کلونو را په ایسته د دوی د منفي  تبلیغ په وجه،زموږ د یو شمیر وطندارانو، په خاصه د ښاري روشنفکرو په فکرونوکي ئې منفي  ځاي نیولي د ی”

دغه څیړنه، په لومړی سر کي ځکه د پام لرني وړده،چي لیکوال، له یوې   خوا شخصاً په حوادثو او پیښو کي حضور لري اوله بلي خوا. لیکوال په کلک هوډ سره د اولس په موضع کي ولاړ دی.  د لیکوال دغه ټولنیز د ریځ د کتاب اهمیت او کیفیت ته ئې نوي په زړه پوري او د منلو وړ ګرځولی دئ.  

په دې اساس که لیکوال له یوې   خوا خلګ په پیښو او حوادثو خبروي او له بلي خوا وائی: “دا پرځان باندي د غښتلو حق بولم چي زه د دوی پیژندګلوې د خپل شناخت په پیمانه وخلګو ته په رښتني توګه وکړم او هم مسؤلیت لرم هغه څه ولیکم چي لیدلي مي دي.  ”  باید څرګنده شي چي د ښاغلي عبدالقیوم د دغه حاضر کتاب څخه وړاندي نورو لیکوالو اوپوهانو هم کار کړی دئ او اثارئي لیکلي دي او پخپله لیکونکي هم د یو شمیر نورو لیکوالو نومونه په خپل دغه اثر کي ذکر کړي دي.  

همدارنګه ښاغلي نوزادي هم په تقریظ کي د یو شمیر پوهانو اولیکوالانو نومونه ئي یادکړي دي.  خو اصلي خبره په دې کي ده چي یادشوي پوهان اولیکوالان چي په د ي اړوند ئې هرڅه لیکلي دي.  د بیلا بیلو منا بعو،نقل قولونو،خاطراتو، روایاتو او په کتابونوکي ئې مندلي دي.  خو پدي اړوند ښاغلي عبدالقیوم ځکه مستحق دی چي د ی پخپله شخصاً د ذکر سوو شخصیتونوسره یوځاي،په وارو وارو سره د زندان په سلولونو کي، په کلي والي ژوند کي،په نورو ولاړو او ناستو کي په بیخ او ریښه کي حضور او شناخت لري او خبري ئې د سند پر بنا رښتني، معتبره او د منلو دي.  

ښاغلي عبدالقیوم د کتاب په شلم مخ کي ودغي موضوع ته د اسي ایشاره کوي: ” د تیرو پنځو سو کلونو په جریان کي،هغه د خپل وخت غښتلي چي ما لیدلي وه او ما ورسره ناسته لرل او بیا مي تر اوسه هغه څه چي زموږ د وستانو د غښتلو “پاي لوچو”په هکله لیکلي دي او لوستي مي دي،د غښتلو د کړونو،عاداتو او صفاتو سره مځکه تر آسمانه تفاوت لري.

د ټولو تیرو تاریخ لیکونکو او لیکوالو د معلوماتو منبع یا ماخذ یو دی چي نورو نقل کړی دئ.  ” د کتاب بل اهمیت په دې کي دی چي لیکوال،ښاغلي عبدالقیوم د یو ټولنیز شخصیت په حیث د ټولني په منځ او موضع کي ولاړ دی.  د ده په باور د ولسونو د تاریخ د څرخ حرکت د طبقاتي مبارزې پر بنا ټاکل کیږي.  نه د نورو لاپو. شاپو او کاغذ بازیو پربنا! لیکوال وایی: که ولسونه مو نا لوستي نه وای او په خپل رسالت پوهه وای او خپل سیاسي،اقتصادي او ټولنیز تشکیلات ئې لرلای بیا نو حاکمیتونو د دوی پر برخلیک باندي لوبي نشوای کولای.

دکتاب بل د یادولو وړ اهمیت په دې کي دی چي لیکوال په دې اړوند ډېر ټولنیز مسائل مطرح کوي او هدف ئې دا دئ چي لوستونکي ته د  مسؤلیت احساس ور کړي اولارښونه کوي چي خپل د ژوند وچارو او تاریخ ته له سره نوې کتنه وکړي.  لیکوال وائې: دا ځکه زموږ تاریخ یا زموږ د ولس تیر ژوند هغو کسانو لیکلۍ دی چي د وی  د حاکمیتونو او جبارانو د فشار او استبدا د په وجه کولای نشو چي حقائق او تاریخي پیښي بې طرفانه وڅیړي او منفي  خواوي ئې د جزئیاتو او علتونوسره روښانه کړي.  

دمثال په ډول. لیکوال د کتاب په ۱۱ مخ کي لیکي: په خفګان سره د اسي یادونه کوي چي ډېره زیاته برخه د تاریخ مو همداسي جوړسو… په پاي کي د خبرو لنډیز او نتیجه دا ده. چي دغه کتاب د هغو محقیقینو او څیړونکو لپاره چي غواړي په خاصه د دغه قشر “نامیانو” میړني، ټینګان یا غښتلي وپیژني او د دوی په د ردونو،محرومیتونو،په علتونو پوه شي او په دې اړوند په سیمه کي د کورني ژوند څخه نیولي بیا تر مکتب،بازار،محبس،ماموریت،باغونو.،سماوارونو او د کوڅو بنډارونو او لوبځایونو او کلتوري ژوند باندي،څیړنه وکړي یوغني او د لومړي لاس د ماخذ په توګه پوره ګټه ترې اخیستلای شي.

پاته دي نه وي چي لیکوال د کتاب په وروستی مخ کي خپل غوښتن لیک د اسي وړاندي کوي: ” یو غوښتنه! راځی د خپلو غښتلو نوم ژوندی وساتو.د د وستانو او لوستونکو څخه هیله لرم چي د د غو څو جملو تر لوستلو وروسته. د دې لیکني د غنیتوب او بشپړ توب د پاره خپل انتقادات او معلومات راسره شریک کړی.  ځکه د کندهار غښتلي زموږ او ستاسي غښتلي دي.  ستاسي په مرسته به په د وهم ځل چاپ کي کمبودی پوره او ستاسي معلومات ستاسي په نوم پکښي زیات کړو. که چیري د پخوانیو یا اوسنیو غښتلو کیسې،خاطري او عکسونه ولري راته را ایمل کړي انشا الله په امانت د اری به ئې چاپ کړم. ډېر د وستان به تر ما زیات او د قیق شناخت ولري.  د غښتلو سره به خپلوۍ او د وستۍ لري.  که هر د وست خپل معلومات را سره شریک کول غواړي.  ایمل: Aqayum7@gmail.com