به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

داشغال تر بيرغ لاندي په اصطلاح ټولټاکني !

انجنير سيدعبدالقادر

                                           ۳۱ ــ ۳ ــ ۲۰۱۴                                                                                                                                                                                                                                                                                                                              د شلمي پيړي دسياسي کارپوهانو له نظره هغه دولتونه چی دآزادو ټولټاکنو له لاري واک تر لاسه کوي ،  دمشروعيت د دريم شکل منعکس کوونکي  دي ، ( مشروعيت ډولونه په تيرو ليکونو کي تشريح سوي دي ) ۰  دادريم ډول دولتونه که بيله درغليو څخه داکثريت خلګو د ارادی تر څنګ رايه تر لاسه کړي ، دخلګو دريښتيني ارادي منعکس کوونکي دی ۰ چه دا دولتونه نظر ونورو دولتونو ته ډير ه دموکراتيکه بڼه لري ۰ بايد ووايو ،  مشروعيت يو ثابت مفهوم هم نه دی  دا ځکه چه په لمړي قدم کښي ځيني دولتونه کيدلايسي دخلګو درايو ورکولو په نتيجه کي مشروعيت تر لاسه کړي ۰ ولي وروسته د هغوپلانونو څخه چه ټولټاکنودتبليغاتي کمپاين پر وخت يي د هغو په نتيجه کښي دخلګو راي تر لاسه کړي انحراف وکړي ، دخلګو باور او اعتماد دلاسه ورکوي نو په دي صورت کي بيا دا دولت يو غير مشروع دولت بلل کيدلايسي ۰که په دغو هيوادونو کي ډموکراسي موجوده وي نو خلک کولايسي دبيا ټولټاکنو غوښتنه و کړي ۰ او که يي په هيواد کی ډموکراسي موجوده نه وي ،نو بيادادولت تر خپل ټاکلي وخت تر ختميدو پوری دبرچي په زور خپل حاکميت پر ولس باندي تحميلوي ۰

  افغانستان  د۱۳ کلونو راهيسي  دامريکا تر رهبري لاندي دغربي نړي د۲۱ مۍ پيړي تر استعماري اشغال لاندي راغلي ،او دولت هم د اشغالګرځواک په مستقيمه حمايه دبرچي په زور پر ولس باندي خپل حاکميت چلوي ۰او دخلګو اراده په تحريفي ډول په کورنيو او بهرنيو  رسنيو کي منعکس کو ي ، چی داهم په طبعي ډول داشغالګرواو لاس پوڅي  حاکميت د مخوښکاره  انعکا س  دي ۰ ځکه نو هغو افغان  سياسي ګوندونواو  روشنفکرانو ته چی ځانونه دخلګو دګټو سره شريک بولي ، هيڅ نوع داسي منطق او دليل نه ورته پاته کيږي ، چی دوي بيا هم  داوسنيو په نامه ټولټاکنو له پاره لستوڼي راپورته اود خلګو دارادي په وړاندي ودريږي ، او دې ټولټاکنو ته دخپل نظره مشروعيت ورکړي ۰ چی دابه تر اشغال وروسته دولس په وړاندي ددوي  د محکوميت  يوه ښکاره بيلګه وي ۰ ځکه په نړي کښي هيڅ داسي بيلګه نسه ، چی تر استعماري  اشغال لاندي هيواد کي ، دپردو له خواه  يو مشروع حاکميت منځ ته راغلي وي ۰ ځکه مشروع حاکميت داشغالګرو دمخو سره په ښکاره  تقابل کي قرار لري۰                                            استعماري ځواکونه هر وخت  داسي ټولټاکني نه يوازي دولسي مقاومت دتضعيف کولو له پاره  ،بلکه دنړي  دولسونو  دتيروتلو له پاره هم تر سره کوي ۰  افغان سياسي ګوندونو اوازاد روشنفکرانوته  ولس داسي يوه پوښتنه  مخ ته ايږدي ، چی په دې ټولټانو کي   داشغالګرو نيژدي د۵۰۰ ميليونو ډالرو دلګيدو مخه ديو مشروع حاکميت رامنځ ته کول دي ، اوکه دافغان اوغربي نړي د ولسونو دتير وتلو له پاره يو تبليغاتي کمپاين دي ؟ چی په پايله کي يي  تر يوي نوي بڼي لاندي دنوي لاس پوڅي حاکميت منځ ته راوړل دي ۰ په داسي حال کي  چی ولس مشر کرزي څو کاله مخکي  دژورنالستانو د يوه  پوښتني   په ځواب کي ( ده دخپل ورور دهغه اتهام چی د سي ، آي  ، اي سره اړيکي لري دليري کولو له پاره)داسي  وويل :  چی ( سي ،   آي  ،اي ) په افغانستان کي داسي کار کوي  لکه يوه سيمه ايزه اداره ۰ نوپه داسي يوه هيواد کي کيدلايسي چی يو مشروع حاکميت رامنځ ته سي ، چی بهرني استخبارات په دونه پراخه اندازه کار او فعاليت کوي ،لاندي بيلګه دپورتني ادعابل ښه ثبوت دي ۰                                                                                                           دامريکا دمتحده ايالاتو دويکلي سټندرد د ۲۵ ــ ۳ ــ ۲۰۱۳ نيټي  خپروني د ( ښه افغانستان يو ښه ولس مشر ته ضرورت لري ) سرليک لاندي مقالي په يوه برخه کي داسي راغلي دي : که جمهور رئيس اوباما تر اوسه پوري دافغانستان راتلونکي ولس مشر نه وي انتخاب کړي ، اوس يي وخت رارسيدلي دي چی په کابل کي دامريکا سفير ته او دسي آي اي رئيس ته وظيفه ورکړي ، چی يو ښه کانديد وپلټي او دهغه حمايت وکړي ۰

که دهيواد دټولټاکنو اوسنۍ لوبي ته په لږ دقت نظر واچوو ، په ښکاره ډول معلوميږي چی د راتلونکو ولس مشريزي ټاکنو د  ( ۱۱ ) نوماندو له جملي څخه يوازي دشاهي کورني يو کس او معاونين يي دي، چی په تيرو ۱۲ کلونو کي دهيڅ ډول بشري او اقتصادي جناياتو باندي متهم نه دي ، دا ځکه چی نه يوازي  په تيرو ۱۲ کلونو کي دکرزي تر حاکميت لاندي  کومه ځانګړي دنده نه ده اجرا کړي بلکه په تنظيمي او کورنيو جګړو کي هم برخه نه ده اخستي ۰  ولي لس نور نوماند اويا  معاونين يي په ډيرو لويو بشري اواقتصادي جناياتو متهم کسان دي ، ددې پر ځاي  چی په اوس مهال کی  بايد دزندان دپنجروتر شا  خپلي  شپي او ورځي تيرولاي ، دوي په دي ټولټاکنو کي ځينو  دولس مشري او نورو بيا د مرستيالانو په توګه ځانونه نوماند کړي دي ، چی دانو په حقيقت کي هغه لوي توهين دي ، چی د استعماري غربي  نړي له خواه زموږ يرغمل ولس ورسره مخامخ دي ، چی تاريخ به هيڅ وخت ددوي  داکړني  ونه بخښي ۰                                                                                                                              په  تيرو ۱۲ کلونو کي  معلومه سول ، چی اشغالګرو ديو څو معلوم الحالو په جناياتو  متهم  کسانو سره دافغانستان د پلورني معامله تر سره  کړي وه  ، چی په بدل کي يي هغوي ته  دافغانستان دنامشروع حاکميت ټيکه داري په لاس ورکړي ده ۰ځکه نو په تيرو ۱۲ کلونو  کي استعماري  ځواک دبرچی په زور  دلويو بشري او اقتصادي جنايتکارانو څخه ډک حاکميت پر افغان ولس داسي  تحميل کړي ، که ددې جنايتکارانو دډلي نه  دنړي څخه هريو هم ځي او يا بل مقام ته تبديليږی، په عوض کي يي بايد دهم دې ډلي څخه بل نفر ځاي ونيسي ، چی دافغان ملي شتمنيو دچور لړي بايد روانه وساتي ۰ دبيلګي په ډول په تيره اوني کي ولسي جرګي محمد يونس قانوني دولس مشر دوړانديز له مخي دجمهوري رياست د لومړي مرستيال په توګه ددوي دجوړ سوي قانون څخه په ښکاره سرلغړونه  په غير قانوني ډول  وټاکي ، لومړي داچی د ولسي جرګي د ۲۵۰ غړو له جملي څخه يوازي ۱۵۰غړي  حاظر وه ، بل داچی دپټي رايو پرځاي  په علني ډول يي دا رايه اچونه د ولس مشر مخ ته تر سره کړل ، دا ځکه چی څوک  ونه کړايسي چی مخالفه رايه ورکړي ۰ په ولسي جرګه کي دسلو غړو غيابت دکرزي او دده دټيم په وړاندي هغه غبرګون  دي ، چی کرزي دلومړي مرستیال په توګه  دقانوني وړانديز وهغوي ته استولي وو ۰  زموږ په هيواد کی  غربي نړي د   خپلو ناپاکو کړونو او سياست  په پايله کي  داسي يو دولت رامنځ ته کړي ، چی په نړي کي يي د اداري فساد او مخدره موادو له کبله لومړي مقام تر لاسه کړي دي ۰ ا و افغان ولس يي  په تيرو دولسو کلونو کي د سختو  اقتصادي ستونځو تر څنګ د  ځینو داسي  نا خوالو سره لاس او ګريوان کړي دي ، چی تر اوسه پوري يي   زموږ دولس په کلتور کښي ځاي نه درلودي ۰ چی  هغه دجنسي تيري سرسام آواره پيښي ، دآزادې او دښځو دحقوقو تر نامه لاندي ، په کورنيو کي دطلاق دکچي بيساري ډير والي ،  دکور نيوڅخه دنا بالغه انجونو او هلکانو تيښته او دځينو محلي ټوپک سالارانو له خواه دخپلو ښځو سره داسلاميت او انسانيت څخه ليري چلند اوپه مخدره موادو باندي  ديونيم ميليون څخه ډيرو ماشومانو ، ښځو او ځوانانو اخته کيدل دي ۰  چی دا هم زموږ په هيواد کي  د استعماري ځواک ،  تنظيمي ګروپو او نورو جنايتکارانو دکړونو پايلي دي۰  متاسفانه د اشغال تر پاي ته رسيدو پوري به دامنفوري پيښي نوري  هم ادامه پيدا کړي ۰  ولي بياهم دغربي نړي لوړ پوړي چارواکي  په ډيره بيشرمانه ډول داسي  څرګندوني کوي ، چی موږ په افغانستان کي دامنيت تر څنګ  دډموکراسي ، بشري حقوقو او دخلګو دژوند دسطح دلوړو لو له پاره کار او فعاليت کوو ۰احتمالآ که د اشغال لړي  نوره هم اوږده سي ، نوپه راتلونکي وختونو کي به  اشغالګر ځواک  بيا هم  دا هڅه  وکړي چی افغان  حاکميت بايد دتيرو ۱۲ کلونو په څير دجنايتکارو او مافيايي ډلو په لاس کي  وساتي ۰چی ددې ډلو په شتون کي اشغالګر هيوادونه په ډيره آساني سره کولايسي ، چی افغان ملي شتمني خپل تر منځ تقسيم او نورو  خپلو نامشروع مخوته هم  ځانونه ورسوي  ۰ ځکه نواستعماري نړي زموږ په هيواد کي  نه يوازي د  ملي ګوندونو د تبارز او پرمختګ مخه نيسي ،  بلکه په يوه او بل ډول په سياست کي  د ملي  شخصيتونو دښکاره کيدو مخه هم  نيسي ۰                                                                          بايد ووایو چی دولس مشري دنوماندانو تبليغاتي کمپاين چی ديرغمل ولس دتير وتلو له پاره جوړ سوي او مخ ته ځي ،  دجمعي رسنيو له مخي يي  داسي ښکاره کوي ،  چی خلګ په ډيره علاقه دټولټاکنو ورځی ته سترګي په لاره دي ۰ يو شمير افغان سياسي ګوندونه ، مدني ټولني  اوازاد روشنفکران چی ددې غربي لوبي پلوي کوي ،  بايد ودې حقيقت ته سر ټيټ او ځانونه پوه کړي  ،  چی په هر ولايت کي  دوالي ، قومندان او ولسوال تر څنګ يوازي دګوتو په شمير په بشري او اقتصادي جناياتو متهم کسان دي ، چی  دولس مشري دنوماندانواستقبال او  ميلمه پالنه کوي ، چی په راتلونکي حاکميت کي بياهم دوي دملي شتمنيو چورولو او دولس شکنجو ته ادامه ورکړي ۰ له دې کبله  هڅه کوي چی يو شمير معلوم اوځيني بي وسه  خلګ  دهرنوماند له پاره را ټول کړي ،  چی درسنيو له لاري څخه يي وښيي ،  چی  دا ددې نوماند پلويان دي او غواړي چی په راتلونکي کي وده ته رايه ورکړي ۰ په داسي حال کي چی دا معلوم کسان  وهر نوماند ته رابلل کيږي               ۰                                                                                                                           د۱۱ نوماندو دجملي څخه تر اوسه پوري دوه کسه دزلمي رسول په ګټه او د دريم نوماند دريځ تر اوسه رسنيو ته نه دي راوتلي چی دچاه په ګټه تير سوي دی ۰داسی ښکاري چی  دټاکنو تر ورځي پوري به د  پينځو څخه ترشپږو نوماندو پوري نور هم  يو دبل په ګټه باندي تير سي ۰ دا هغه څه نه دي چی دوي يي دخپلي ارادي له مخي کوي ، بلکه دهیواد اوسني سياسي حالت دا ښکاره کوي ،  چی  ددې لوبي سناريو د غربي نړي دچارواکو او لاس پوڅي حاکميت سره په مشوره   جوړه سوي او مخ ته ځي ۰ او هم دا ډول  د ۱۱ نوماندو د جملي څخه لس نوماند په دې باندي پوهيږي ،  چی موږد ميدان ګټوونکي نه يو ، او يوازي يو نوماند دې ، چی ددې لوبي د ګټولو وعده ورسره سوي ده ۰ او نور نوماندانو دنده يوازي داده  چی دولس دتير وتلو له پاره بايد دالوبه ګرمه وساتي ۰             دانتخاباتو کميسون دا څرګنده کړي ده چی موږ د ۱۸ ميلیونو رايو ورکوونکو له پاره آماده ګي نيولي ده ۰ دبله طرفه تيرو ټاکنو هم دا په ګوته کړل چی په ډيروولاياتو کي  درايو اچونکو شمير دونه لږ وو چی سړي فکر کاوه چی په دې ولايت کي يو پوځي حالت اعلان او خلک په کورونو کي ناست دي ۰ دا ځل دخلګو دنه علاقي تر څنګ دبي امنيو ګواښونو نورهم زور اخستي دي  ۰ داځکه چی  دا ټولټاکني د ځينوسياسي  کارپوهانو له نظره دافغان ولس د اړتيا له مخي نه بلکه دامريکا تر رهبري لاندي دغربي نړي داړتيا له مخي تر سره کيږي  ۰ دوړاند ويني له مخي کولايسو چی ووايو ، که هرڅونه کم شمير خلک درايو مرکزونو ته ورسي ، خو داصندقونه به  بياهم د پخواه په څير دمحلي چارواکو له خواه يا  ډکيږي يا شمير به يي ډير ښکاره کوي  ، داسي معلوميږي چی درايي ورکونکو شمير نيژدي تر لسو ميليونو پوري اعلان کړي ، اوبيابه دټولټاکنو دمشروعيت ناري وهي ۰                                             داروپا دشلمي پيړي يو سياست مدار وايي : چی رايه اچونه مهمه نه ده ، بلکه رايه شميرنه مهمه ده ۰                                                                                               د۳۰ ــ ۳ ــ ۲۰۱۴  نيټه دنيويارک ټايمز ورځپاڼه  ليکي : دافغانستان ټولټاکني چی دغرب په مالي ملاتړ تر سره کيږي ، په خواه به دافغانستان پر لور  آلوتکي د سلاح کارانو ، نړيوالو څا رونکو ، ډيپلوماټانو او خبريالانو څخه ډکي وي ۰ خو اوس بر عکس دافغانستان څخه ددوي په ګډون ډکي وځي دا ځکه چی پر بهرنيو اهدافو او دکابل دټولټاکنو دکميسون پر دفتر حملي تر سره سوي دي ، نو دوي دخپلو ايستلو پلانونه طرحه کړل ۰( دآزادي راډيو )                                                                                              په ډموکراسي دغربي نړي ښکاره غلا هغه څه دي چی دافغانستان داساسي قانون  په ۲۶ مه ماده کي ددوي په اشاره ځاي ورکړل سوي دي ، هغه دادي چی په ټولټاکنو کي دګډون کونکو دشمير ۵۱ فيصده کاميابه بلل کيږي ۰ دلته اساسي سوال دادي چی که لس ميليونه وګړي په ټولټاکنو درائيو اچوني حق ولري او دټاکنو په ورځ يوازي دري ميليونه  وګړي حاظر او رائيه ورکړي ،دا دامريکا اوغربي نړي له پاره دقبول وړ مشروع ټاکني دي ۰ په داسي حال کي  که  پاته اوه  ميليونه وګړي په اګاهانه ډول  بايکاټ هم کړي و ي ، دوي ته کومه ستونځه نه ده ،دا ځکه چی اساسي قا نون يي دخپلو سرمايو دخوندي ساتلو او ډيره ولو له پاره هم داسي جوړ کړي دي   ۰ نودوي دافغانستان اساسي قانون ځيني برخي دخپلو تجربو له مخي زموږ پر يرغمل ولس باندي تحميل کړي  دي ۰دليکني په ورستي برخه کي بايد ووايو چی غربي نړي او ځیني افغان شنونکي اوسنۍ په نامه ټولټاکني دافغان ولس له پاره دسياسي قدرت  يو مسآ لمت اميزه ليږدونه بولي او وايي چی دټولټاکنو پرته  بل بديل شتون نه لري ، او دافغان ولس ښه راتلونکي په هم دې ټولټاکنو پوري اړوند بولي ۰ خو افغان ولس بيا دا ټولټاکني د يوه لاس پوڅي څخه بل لاس پوڅي ته د سياسي قدرت ليږدونه بولي ۰ چی افغان ولس به نورهم دتيرو ۱۲ کلونو په څیر به نه  يوازي  دنورو سختو بي امنيو سره لاس او ګريوان کړي ، بلکه داقتصادي ستونځو تر څنګ دفرهنګي ستونځو سره هم مخامخ کړي ۰ نو په افغانستان کي د تل پاتي صلح له پاره ويوی داسي لنډ مهالي اداري ته دسياسي قدرت ليږدونه په کار  ده ، چی دا لنډ مهاله اداره ديوه داسي  نړيوال کنفرانس له لاري چی دجګړي ددواړو خواه په ګډون يو شمير وطنپاله مستقل افغان سياسي کارپوهان او دولس دريښتينو استازي هم شتون پکښي ولري  جوړ سي ۰

                                                                                                      تمت باالخير